تبلیغات

امام صادق (رح) وويل: خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ګومنځې د غاښونو غوندې برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودلو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه، چې ځان ته غواړي او تا ته يې و نه غواړي. (تحف العقول)   لنډه شرح : په پورتنۍ وینا کې درې مهم […]

امام صادق (رح) وويل:

خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ګومنځې د غاښونو غوندې برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودلو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه، چې ځان ته غواړي او تا ته يې و نه غواړي. (تحف العقول)

 

لنډه شرح : په پورتنۍ وینا کې درې مهم ټولنيز ارونه راغلي دي.

لومړې: د هرې ژبې او توکم ټول انسانان ‏په ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي.

دويم: له ټولنې سره د وګړي او له وګړي سره د ټولنې له پیوستون څخه ټولنه جوړېږي .

درېم: د انډيوالۍ او دوستۍ يو بنسټيز آر دا دى،چې د نورو ګټو او مصالحو ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره په درنه سترګه وګوري او پر يوه ټولنه، چې دا درې آرونه واکمن نه وي؛نو دا ټولنه نه اسلامي ده او نه انساني.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!