تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ومې بلئ، چې د عا مو قبوله كړم وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿غافر۶۰﴾ = او پالونكي مو وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له نمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ومې بلئ، چې د عا مو قبوله كړم

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ ﴿غافر۶۰﴾ = او پالونكي مو وويل: ((ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم، په رښتینه كې هغوى چې زما له نمانځنې سرغړونه کوي (؛ نو) ژر به په خوارۍ او سپكاوۍ دوزخ ته ورننوځي!))

: له دې آيته څو ټكي ګټنه كېږي:

 1_ د الله  د خپلو بندګانو دعا ښه ايسي او پخپله يې غواړي، چې ويې بلئ.

 2_ تر دعاء روسته، د قبلېدو ژمنه وركړل شوې؛ خو پوهېږو، چې دا يوه مشروطه ژمنه ده او نه مطلق. هغه دعاء قبلېږي، چې په دعاء، دعاء كوونكي او چې څه غواړي، لازم شرايط پكې راټول شوي وي.

 3_ پخپله دعاء يو ډول عبادت دى؛ ځكه تر آيت لاندې عبادت ورته ويل شوى دى. په يو روايت كې لولو، يو يار يې امام صادق (رح) وپوښت: د هغو دوو تنو په هكله څه ویاست، چې جومات ته ورننووتل، يو ډېر لمونځ وكړ او بل ډېره دعاء؛ كوم يو يې غوره دى؟ ويې ويل: ((دواړه ښه دي)) ويې ويل: پوهېږم؛ خو كوم يو غوره دى؟ امام وويل: ((هغه غوره دى، چې ډېره دعاء وكړي، ايا د متعال الله  خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: [ومې بلئ، چې دعا مو قبوله كړم] هو! دعاء، ستر عبادت دی.)) له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې راغلي: ((د الله  په نزد تردې غوره نشته، چې څه ورسره دي، ترې وغوښتل شي او د الله  هغه ډېر بد ايسي، چې په عبادت كې كبر وكړي او څه چې له الله  سره دي، و يې نه غواړي.)) دلته شونې ده،چې دا پوښتنه اوڅار شي، چې ولې ځينې دعاوې نه قبلېږي. په ځواب كې يې ويلي، چې دا چار ډول ډول علتونه لري؛ لكه په تنګسه كې راګېر، له كار او هڅې لاس واخلي او په دعا يې لاس پورې كړى وي، چې الله  یې ستونزه هواره كړي، چې بېشكه په دې حال كې به يې دعا قبوله نشي؛ يا داچې انسان داسې دعا وكړي، چې په خير يې نه وي؛ لكه كله يو ناروغ يا كوچنی خواړه غوړي، كه غوښتنه يې پوره شي ناروغي يې زياتېږي او ان ژوند يې په خطر كې وي. لوراند الله  په دغسې ځايونو كې په ظاهر كې دعا نه قبلوي او آخرت ته يې ورزېرموي. په دې باب له امام صادق (رح) نه يو روايت شوى: ((… چې څوك الله  رابولي، دعا يې قبلوي؛ البته د ظالم دعاء پخپله همده ته ورګرځي، تردې چې توبه وكاږي؛ خو هغه تن، چې دعاء يې د قبلېدو وړ ده، چې دعاء وكړي، الله  يې دعاء  قبلوي او كړاوونه يې له داسې ځايه ورلرې كوي، چې نه پوهېږي؛ يا داچې د اړتيا ورځې ته يې پرېمانه بدله په دغسې بدلې ورزېرموي او كه د بنده غوښتنه ورته ښه نه وي، له قبلولو يې ډډه كوي)). (نمونه، ۲۰ ټ/ ۱۴۶ مخ)

د دعا په اړه د رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم ) فرمايي:

دعا د مؤمن وسله ،د دين ستنه او د اسمانو او ځمكې رڼا ده . (فلاح المسايل : ۲۸مخ)

بښنه غوښتل ډېره غوره دعا ده . (الكافي ۲\ ۵۰۴)

ډېر بېوسې هغه دى،چې دعا نشي كولاى او ډېر كنجوس هغه دى ، چې د سلام په ځوابولو كې كنجوسي كوي . ( وسايل الشيعه ۱۲ \۶۱)

چا ته چې د دعا ور پرانستلل شي؛نو خداى تعالى يې دعا هرومرو قبلوي . ( مستدرك الوسايل ۵\ ۱۶۸)

دعا د خداى ډېره ښه ايسي . ( مستدرك الوسايل ۵\ ۱۶۹)

پرهېز او ډډه كول د تقدير خنډېداى نشي؛خو دعا يې خنډېداى شي؛ نو د بلا تر راكېوتو وړاندې دعا وكړئ؛ځكه خداى په دعا هره راكېوتې اور اكېوتوونكي بلا لرې كوي . ( الدعوات : ۲۸۴)

(( لا اله – الا الله )) غوره وينا ده او ((الحمدالله))  غوره دعا ده . (المحاسن  ۱\ ۱۶۱)

كه بلا د خداى ټينګه قضا هم وي؛نو دعا يې ستنولاى شي . ( وسايل الشیعة ۷\ ۴۳)

په لمر پرېوتو كې د اسمان او جنت ورونه پرانستل كېږي او دعا قبلېږي؛نو پر هغه دې خوښي وي ،چې پردې مهال نېکې چارې  كوي . (روضة الواعظين ۲ \ ۳۱۸)

پر هغه دې خوشحالي وي،چې په كړنليك كې يې تر هرې ګناه لاندې يو (( استغفرالله )) كښل شوی وي . ( محاسبة النفس : ۱۵مخ )

قضا يوازې په دعا، قضا شي ( او بس ) . ( مكارم الا خلاق : ۳۸۸)

د څلورو تنو دعا نه ستنېږي او د اسمانو ورونه پرانستل كېږي او الهي عرش ته رسېږي : (۱) زوى ته د پلار دعا (۲) ظالم ته د مظلوم ښېرا (۳) حاجي تر راستنېدو پورې (۴) او روژه تي،تر روژه ماتي پورې . (الكافي : ۲\ ۵۱۰)

دعا د خداى د رحمت کونجي ده .  ( کنز ٢ /٦٢)

غايب ته چې دعا کوې (؛نو) خداى يې  ژر قبلوي . ( سنن ابى داود ١/٣٤٣)

هغه ډېر بېوسې دى،چې ان  له خدايه په دعا او غوښتو کې هم بېوسې وي . ( کنز: ٦٤)

دعا  د مؤمن وسله ده . ( کافي ٢/٤٦٨ )

د يو ورور په حق کې شا پر شا دعا کول قبلېږي . ( کنز ٢/٩٨)

 دعا د انسانه بلا ګانې تمبوي .( کنز ٢/٦٣)

 د پېغمبر اکرم (ص) دعا

دآدم د اولادې ټول زړونه ديوه زړه په څېر د رحمان (خداى) د دوو ګوتو ترمنځ دي،څنګه يې چې خوښه شي،هماغسې يې ګرځوي؛نو پېغمبر اکرم وويل : (( دزړونو ګرځوونکيه! زموږ زړونه د خپلې بندګۍ پر لور وګرځوه .)) (سنن النبي)

خدايه ! اخلاق مې نېک کړې .خدايه! له بدو اخلاقومې لرې کړې . (سنن النبي)

د خداى رسول،چې ويده کيده ؛نو دا دعا ‏يې ويله (( اللهم با سمک احيا وباسمک اموت – خدايه!ستا په نامه ژوندى کېږم اوستا په نامه مړکېږم)) او چې له خوبه راپاڅېده؛نو دا دعا یې ویله ((الحمدالله الذى احيانى بعد ما اماتنى واليه النشور – د هغه خداى شکر ،چې ‏تر مرګ وروسته یې بېرته راژوندى کړم او ټول به د هغه پر لوري  راغونډېږو)). (سنن النبي)

پېغمبر اکرم(ص) تبې او درد ته دا دعا ويله :(( د لوى خداى په نامه د رګ رګ له شره مې وساتې،چې وينه پکې تېزه بهېږي ‏او د دوزخ  د اور له شره ‏پناه غواړم.)) (سنن النبي)

پر رسول اکرم،چې خپګان راته؛نو دوه رکعته لمونځ يې کاوه  او ويل یې:((خدايه! ما پر هغه څه عمل وکړ،چې تا پرې حکم کړى و؛نو ته هم راسره پرکړې ژمنه عمل وکړه.)) (سنن النبي)

آيا نه غواړئ،‏هغه دعا درزده کړم،چې ‏جبرئيل رازده کړې،چې نور طبيب او درمل ته اړتيا پيدا نه کړئ؟ اصحابووويل :وښاياست. آنحضرت(ص) ‏وويل:((د باران اوبه راواخلئ، ‏اويا ځل ((سوره حمد))،اويا ځله ((قل اعوذ برب الفلق )) اويا ځله (( قل اعوذبرب الناس))،اويا ځله پرې ((پر محمد او آل يې درود )) او اويا ځله ((سبحان الله)) وواست او اوه ورځې پرله پسې يې سهار ماښام وڅښئ.)) (سنن النبي)

د څښتن له استازي به،چې څه هېرشول؛نو تندى يې په ورغوو کې کېښود او بيا يې ويل : (( اللهم لک الحمد،يا مذکرالشى و فاعله ذکرنى ما نيست ؛يعنې خدايه!حمد او ستاېنه ستا ده . اى د هر څه يادوونکيه! راياد کړه څه مې،چې هېرکړې دي . (سنن النبي)

د سپرېدو پر مهال دعا

په سفرونو کې چې آنحضرت (ص) ‏ پر‏ څه سپور و؛نو درې ځله يې الله اکبر او د ((سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ)) آيت يې ترپایه لوسته  او ویل یې : (( خدايه!په دې سفر کې له تا نېکي او پرهېزګاري غواړم او هغه کار درڅخه ‏غواړم،چې د خوشحالۍ لامل دې ګرځي . خدايه!دا سفر راته اسان او لرېوالى يې راته نږدې کړه . خدایه! ته په سفر کې له موږ سره او په کورونو کې مو ځايناستى يې،خدايه!د سفر د غم او کړاو او د کور د غم اوخپګانه درته پناه دروړم .)) (سنن النبي)

له چې سفره راستنېده؛ نو ويل يې : ((‏حال داچې خداى ته مې توبه کړې، ‏عبادت ‏او ‏مننه یې کوم ،چې خپل کور ته راستون شوم .)) (سنن النبي)

پر آنحضرت (ص) چې به په سفر کې شپه‏ شوه؛نو ‏ويل یې : ((ځمکې!زما او ستا پالونکی خدای دی‏، ستا له شره او د هر هغه څه له شره،چې پر تا روان دى،خداى ته پناه وړم او همداسې د هر داړونکي ، چيچونکي مار او لړم او د هر موجود له شره،چې په دې دښته کې دي خداى ته پناه وړم . (سنن النبي)

 د نويو جامو اغوستو پر مهال دعا

د هغه خداى شکر او ستاېنه ،چې پر هغه څه يې وپوښلم،چې پرې خپل عورت پټ کړم او په خلکو کې پرې ځان سینګار ‏کړم . (سنن النبي)

پېغمبراکرم چې هر کله نوې جامې واغوستې؛نو پاڅېده او مخکې له دې،چې له کوره ووځي ‏ويل یې : ((خدايه! ستا له لارې ‏مې ځان وپوښه او تا ته مخه کوم‏ او ستا پر رسۍ منګولې لګوم،پر تا مې توکل ‏دى . خدايه! ته مې ډاډ‏ اوهيله يې . خدايه!مهمات مې کافي کړې او‏ څه ته مې،چې پام نه وي او ته پرې ښه پوهېږې،راسره پکې ملاتړ شې، بې له تا بل خداى نه شته . خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې او ومې بښه او هر لوري ته مې،چې مخه کړه،خير او ښېګڼه راپېښه کړې . (سنن النبي)

 له مجلسه د پاڅېدو پرمهال دعا

آنحضرت (ص)،چې ‏له کوم مجلسه پاڅېده؛نو ويل يې : (( خدايه!له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاک يې،حمد او ستاېنه يوازې ستا ده، شهادت ورکوم،چې بې له تا بل خداى نشته . له تا بښنه غواړم او تا ته درستنېږم . (سنن النبي)

 جومات ته د ورننووتو او راوتو دعا

 د خداى رسول،به چې جومات ته ننووت؛نوويل ‏يې : ((اللهم افتح لى ابواب رحمتک ‏خدايه!د رحمت ورونه راپرانځې)) او د وتو پرمهال ‏يې ويل:(( اللهم افتح لى ابواب رزقک خدايه د روزۍ ورونه ‏راپرانځې. (سنن النبي)

د خداى رسول ‏چې به جومات ته ننووت؛نو ويل ‏يې:(( د خداى په نامه او خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه ،ګناهونه مې وبښې او د رحمت ورونه راته پرانځې.)) او له جوماته د وتو پرمهال يې ويل : (( د خداى په نامه . خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه،ما وبښه او د فضل اوکرامت ورونه راپرانځې.))

 د ويدېدو پرمهال دعا

پېغمبراکرم (ص) چې ويدېده؛نو پر ښي اړخ ‏ويدېده،ښى لاس ‏يې تر مخ لاندې اېښووه اوبيا ‏يې ويل : ((خدايه! پر هغه ورځ  مې وساتې،چې ‏بندګان دې له قبرونو راپاڅوې .)) (سنن النبي)

د دسترخوان دعا

آنحضرت(ص) ته يې، چې د سترخوان خپور کړ؛نو ‏ويل یې : ((خدايه! ته پاک يې! هغه څومره ښکلي دي‏،چې موږ ‏پرې ازمېيې . ته پاک يې، ‏هغه نعمتونه څومره ډېر دي،چې رابښلي دې دي . ته پاک يې،څومره نعمتونه دې رابښلي . خدايه! موږ، مؤمنو ‏او مسلمانو بېوزلیو ‏ته پراخه روزي ورکړې .)) (سنن النبي)

د دسترخوان د برکت دعا

آنحضرت(ص) ‏ته ‏يې چې دسترخوان هوار کړ؛نو ‏‏ويل یې : (( د خداى په نامه،اى خدايه!‏دا نعمتونه راته له مشکوره نعمتونو ‏وګرځوې او د جنت له نعمتونو سره يې يو ځاى کړې .)) (سنن النبي)

 خوړو ته د لاس نږدې کولو د مهال دعا

پېغمبراکرم(ص)‏،چې خوړو ته لاس وراوږداوه؛نو ويل يې : (( د خداى په نامه .خدايه!‏څه چې دې راروزي راکړې،‏برکت پکې واچوې او د هغې پر ځاى نوره روزي راکړې .)) (سنن النبي)

 د دسترخوان ټولولو پرمهال دعا

د خداى د رسول له مخې ‏يې،چې ډوډۍ ټولوله؛نو ويل یې :(( خدايه! ډېر نعمتونه دې ‏راکړل،هغه دې پاک کړل،برکت دې پکې واچاوه،موږ دې ماړه کړو،د هغه خداى ځانګړې ستاېنه،چې روزي يې راکړه؛خو ‏په خپله روزۍ ته اړتيا نه لري .)) (سنن النبي)

د خوړو او شيدو پر مهال دعا

د خداى رسول ‏چې څه خوړل يا څښل؛نو ويل ‏يې:((خدايه په دې خوړو کې برکت واچوې او ترې غوره راکړې .)) (سنن النبي)

د شيدو څښلو پر مهال ‏يې ويل : (( خدايه! دا شيدې رامبارکې کړه او تر هغې ‏مې رزق زيات کړه .)) (سنن النبي)

د تازه ميوې د ليدو پرمهال دعا

د خداى رسول،چې تازه مېوه ليده؛نو ښکل کوله يې او پر سترګو او خوله ‏يې کېښووه او بيا ‏يې ويل : (( خدايه !؛لکه ددې مېوې د ليدو په پيل کې،چې دې په روغتيا کې راښووه ؛نو په پاى کې يې هم په روغتيا کې راوښيې.)) (سنن النبي)

تشناب ته د ننووتو دعا

آنحضرت(ص)،چې تشناب ته ‏ننووت؛نو ويل يې:((خدايه!د پليت ، نجس ،خبيث او ناپاکه شيطان له شره پناه دروړم . خدايه!غم او خپګان رانه لرې کړې او له رټل شوي شيطانه پناه راکړه.)) او چې اودسماتي ته ‏کېناسته؛نو ‏ويل یې:(( خدايه!خپګان او ناپاکي رانه لرې کړې او له پاکانو مې کړې.))

د مدفوع د وتو پر مهال ‏يې ويل : ((خدايه! لکه هماغسې،چې دې د روغتيا په حالت کې پاک خواړه راکړل؛نو د روغتيا په حالت کې يې رانه فضلات هم وباسه.)) (سنن النبي)

 له تشنابه د راوتوپر مهال دعا

له تشنابه،چې راوته؛نو لاس ‏يې پر ګېډه راکښه ‏‏او ‏‏ويل یې : ((د هغه خداى شکر ‏او ستاېنه،چې د خوړو کړوونکي فضلات يې له رانه واېستل او له خوړو‏ پاتې قوت يې راکې پرېښود،‏دا ‏ ستر نعمت دى،چې ‏څوک یې هم په اندازه کولو وسمن او قادر نه دی .)) (سنن النبي)

له هديرې د تېرېدو پر مهال دعا

له هديرې ‏د تېرېدو پر مهال ‏يې ويل : ((د مؤمنانو له اړخه دې پر تاسې سلام او درود وي،موږ به هم هله له تاسې سره یو ځای شو،چې خداى غوښتل‏.)) (سنن النبي)

د قبر د زيارت دعا

د خداى رسول ‏له ځينو يارانو سره د بقیع هديرې ته ته او درې ځل ‏يې ويل : (( السلام عليکم يااهل الديار)) سلام دې پر تاسې وي‏،چې ويده ياست. ‏درې ځلې ‏يې ويل : ((رحمکم الله)) پر تاسې دې د خداى رحمت ‏وي . (سنن النبي)

د خوشحالۍ او خپګان پرمهال دپېغمبراکرم (ص) دعا

هره خوشحالوونکې خبره،چې د خداى رسول ته رارسېده؛نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه‏ ،ستاېنه او شکر‏ د هغه خداى دى،چې دا نعمتونه يې ‏راکړل.)) او چې خپه به شو؛نو ويل ‏يې : ((الحمدالله على کل حال ،په هر حال کې د خداى شکراوستاېنه ده.))

د خوښ څيز د ليدو پر مهال دعا

د آنحضرت(ص)،چې څه خوښ وو او و به يې ليد؛نو ‏ويل یې: (حمد او ستاېنه ځانګړې د هغه خداى ده،چې پر خپل نعمت يې نيمګړى خلاص کړى.))

د روژه ماتي پر مهال دعا

 پېغمبر اکرم(ص) ‏د روژه ماتي پر مهال ويل : ((خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه؛نو روژه مو قبوله کړه،تنده ماته شوه،د بدن رګونه ډک شول؛خو د روژې ثواب پر ځاى پاتې دی.)) (سنن النبي)

 د سهار تر لمانځه وورسته دعا

 پېغمبراکرم(ص)،چې د سهار لمونځ وکړ؛نو پر ‏لوړ ‏غږ‏ يې دا دعا کوله ، چې نورو يارانو ‏يې هم ‏اورېده : ((خدايه هغه دين وساتې،چې زما د ساتلو ‏وسيله دې ګرځولې.)) او درې ځل يې وويل : ((خدايه !په کومه دنيا کې چې اوسېږم راته يې اصلاح کړې.)) او درې ځل ‏يې ويل : ((خدايه! آخرت ته مې ورستنېدل مې‏ دي، راته يې ښه کړې .)) درې ځل ‏يې ويل : ((خدايه! له غوسې دې رضا ته او له سزا ‏دې بښنې ته پناه وړم.)) او په پاى کې ‏يې ويل : ((خدايه پناه دروړم،څه چې ‏ راوبښې، څوک يې مخه نشي نيولای او د‏ څه چې ته مخه ونيسې؛نو څوک يې نشي راکولای او د هر هڅوونکي هڅه بې ‏له تا  بې ګټې ده)) (سنن النبي)

 په سجده کې دعا

 پېغمبراکرم (ص) چې تندى د سجدې لپاره پر ځمکه کېښود؛نو ‏‏ويل یې: ((خدايه! زما په نزد له ګناهونو مې ستا رحمت ستر دى او له اعمالو مې ستا رحمت ته ‏هيله ډېره ده؛نو خدايه!ګناهونه ‏مې وبښه. اى هغه ژونديه،چې مرګ او نيستي ستا لپاره نه ده .)) (سنن النبي)

 له لمانځه د راستنېدو پر مهال دعا

پېغمبراکرم (ص) به،‏چې له لمانځه راستون شو؛نو تندى به يې پر ښي لاس مسح کړ او‏ ويل یې : (( خدايه!ټولې ستاېنې ستا ‏دي،بې تا بل خداى نشته، چې له ښکاره او پټو ‏خبر وي .خدايه ! پټې او ښکاره فتنې او غمونه رانه ‏لرې کړه. )) اوبيا يې وويل : (( ‏په امت کې مې،چې ‏چا دا کار وکړ؛نو ‏څه يې،چې له خدايه وغوښتل؛ور به يې کړي .)) (سنن النبي)

 په هر لمانځه پسې دعا

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : پېغمبر(ص) تر لمانځه وروسته ويل : ((خدايه!له هغه علمه پناه غواړم،چې ګټه نه لري،له هغه زړه،چې خشوع نه لري،له هغې ګېډې،چې مړه نشي او له هغې دعا،‏چې و نه منل شي . خدايه زه له دې څلورو څيزونو پناه غواړم.)) (سنن النبي)

د نوي کال پرمهال د پېغمبر اکرم دعا

 پېغمبر اکرم (ص) به د محرم پر لومړۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه او تر  لمانځه وروسته به ‏يې لاسونه  پورته کړل او درې ځلې ‏ يې دا دعا وويله  : (( خدايه! ته پخوانی معبود او دا کال نوى دی؛نو خدايه! په دې کال کې له تاغواړم،چې د شيطان له شره مې خلاص کړې،پر اماره نفس مې برلاس کړې او پر هغه مې بوخت کړې،چې تا ته مې در نژدې کوي . اى کريمه! اى د جلال او اکرام خاونده! اى د هغو اډانه،چې ډډوېږدى (تکيه) نه لري، اى د هغوى د چغو اورېدونکيه،چې اورېدونکی نه لري،اى د هغوى پناه،چې پناه نه لري،اى د هغوى خزانې،چې خزانه نه لري،اى نېک بښونکيه،اى سترې هيلې،اى د بېوزليو عزته،اى ‏د پوپنا‏ شويو ژغورونکیه، اى د هلاک شويو ژغورونکيه،اى احسان کوونکيه، ته هغه خداى يې،چې د شپې تياره ،د ورځې رڼا، د سپوږمۍ او لمر ځلا، د اوبو غږ،د اورونو غږ ټول درته سجده کوي . خدايه ! ته شريک نه لرې . خدايه ته موږ له هغه غوره کړې،چې خلک ‏مو‏ په باب فکر کوي او ‏هغه ګناهو‏نه مو وبښه،چې څوک ترې خبر نه دي . خداى، چې مو مل وي ؛نو همدا راته بس دى او په خدای مې  ‏توکل ‏دی . هغه د ستر عرش خاوند دی،زه پرې ايمان لرم او له دې خبرې بې له هوښياراونو بل څوک خبر نه دي،چې ټولې چارې د خداى له لوري دي . خدايه زړونه مو ونه خوځى،راباندې ولورېږه،چې يوازې ته بښونکى يې.)) (سنن النبي)

 د شعبان پر پینځلسم (پينځلسي) د پېغمبر(ص) دعا

پېغمبراکرم (ص) د شعبان پر پینځلسمه شپه دا دعا کوله : ((خدايه! په زړونو کې مو له تا دومره وېره واچوې،چې د ګناه د مخنيوي لامل وګرځي او په دومره عبادت مې بوخت کړې،چې ستا د رضا لامل وګرځي او دومره يقين راوبښې،چې د دنيا ټولې سختۍ را اسانې شي . خدايه! څو‏ ژوندي يو؛سترګې،غوږونه او ځواک ‏مو ګټور کړې او ‏زموږ وارثان یې وګرځوې .‏له دښمنانو مو غچ واخله او‏ پرې مو برلاسي کړه . خدايه ‏په دين کې مو غم را نه وړې او دنيا راته غم او د علم پاى و نه ګرځوې او هغوى راباندې برلاسي نه کړې،چې راباندې ‏رحم نه لري ؛نو ستا رحمت ته هيلمن یم، اى تر ټولومهربانه.)) (سنن النبي)

 د شعبان پر پینځلسمه دپېغمبر(ص) بله دعا

 د پېغمبر(ص) د يوې مېرمنې د خولې خبره ده،چې پر هغه شپه زما وار و؛ نو د خداى رسول له بسترې ‏داسې پاڅېد،چې پرې پوه نه شوم، ‏راپاڅېدم ؛نو ښځينه غيرت مې راوپارېد او فکر مې وکړ،چې ګنې د خداى رسول د بلې ښځې کوټې ته تللى. ناڅاپه مې پرې سترګې ولګېدې، چې د خداى رسول د جامو غوندې پر خاورو پروت دى او په سجده کې وايي : (( خدايه!تل ستا د درشل فقير يم،اړ دې يم،تل له تا وېرېږم او له تا پناه غواړم؛نو ته مې هم نوم د نېکانو ‏له لړه و نه باسې،په جسم کې مې بدلون را نه ولې،په ‏سختو ازمېښتونو ‏کې مې راښکېل نه کړې او ومې بښې.))

بيا يې وويل : د خداى رسول ‏له سجدې سر راپورته کړ او بېرته سجدې ته ولاړ او دا ځل يې په سجده کې وويل : ((خدايه! جسم او روح دواړه مې درته پر سجده دي او زړه مې پر تا ايمان لري او دا هماغه دواړه جنايت کوونکي لاسونه دي (،چې تا ته په سجده دي) ستره خدايه،چې د هر ستر کار د کولو هيله يوازې له تا کېدای شي،ستر ګناهونه ‏مې وبښه، چې بې له ستر خداىه بل څوک د سترو ګناهونو د بښلو وس نه لري.)) سر یې له سجدې راپورته کړ او بيا سجدې ته ولاړ؛ وا مې ‏ورېدل،چې ويې ويل : (( خدايه،ستا له عذاب،غضب او سزا څخه ستا تېرېدنې،‏بښې،رضا،خوشحالۍ او عفوې ته پنا دروړم، هو څښتنه! له تا څخه تا ته پناه دروړم،ته هماغه يې ،چې خپله ستاېنه دې وکړه او ته له دې ډېر ستر يې ،چې خلک فکر کوي.))‏له سجدې یې سر راپورته کړ او په څلورم ځل بیا په سجده شو او ويې ويل : (( خدايه! ستا د وجهې له رڼا درته پنا دروړم،چې اسمانونه او ځمکې پرې روښانه شوې،تيارې پرې له منځه تللي او لومړني او آخرني کارونه دې پرې اصلاح کړي،له دې وېرې،چې غضب دې راباندې رانازل نه کړې او يا داچې عذاب دې راباندې ‏نازل نشي . خدايه! د نعمت د ورکېدو،د ناڅاپه عذاب،له ناروغۍ او ستا له غوسې او عذابه پناه غواړم .خدايه! پر هغه چې کړاى شي، و مې رټې او هېڅ داسې ځواک ‏نشته؛خو داچې ستا د سپېڅلي ذات په مټ به وي .)) د خداى رسول مې،چې پر دې حال وليد؛نو پر خپل حال  مې پرېښود او ‏حال داچې ساه مې تله راتله،‏کوټې ته مې راغلم  پېغمبر اکرم هم ‏ راغى او ويې ويل: ((ولى دې ساه ځي راځي؟)) ورته مې وويل: زه په تاسې پسې در ووتم اوستاسې کړه مې وليدل .  پېغمبراکرم وویل : ((خبره يې،چې نن د څه شپه ده؟نن ‏د شعبان دپینځلسمې شپه ده،چې پکې د انسان اعمال،روزي او د مرګ اجل ټاکل کېږي . خداى په دې شپه د ټولو ګناهونه بښي؛خو مشرک، باجګير،بې رحمه،شرابخور، هغه پر خپله ګناه ټينګار کوي، بې ځايه ګړېدونکې،غيب ويونکې او کاهن په دې شپه نه بښي.))  (سنن النبي)

   د مياشتې د ليدو پر مهال دعا

د خداى د رسول سترګې،چې به پر مياشت ولګيدې؛نو لاسونه ‏يې پورته کول او ‏ویل یې : ((د خداى په نامه . خدايه! د دې مياشتې هلال راته د ايمان او روغتيا له امنيت سره يو ځاى کړې  او اسلام راته ګټور شي(او اى مياشتې!) زما او ستا پالونکی ‏هماغه ایکي يو خداى دی.))  (سنن النبي)

د روژې د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

د خداى رسول،چې به د روژې مياشت وليده؛ نو مخ پر قبله ‏درېده او ‏ويل یې : ((خدايه ددې مياشتې هلال راته د امنيت ايمان،روغتيا،پر اسلام د عمل،نيک عاقبت او د ناروغيو پر وړاندې ‏د دفاع او د لمانځه،روژې او د قرآن د تلاوت مياشت وګرځوې .خدايه!‏‏توفيق راکړې،چې ددې مياشتې اعمال ترسره کړو او دا مياشت رانه خوشحاله کړې او راته ‏پکې روغه سټه هم راکړې او ‏څو دا مياشت په خير پای ته رسي،چې په خير ‏دې بښلي يو.)) (سنن النبي)

 د قرآن د حفظولو لپاره دعا

  خدايه ! ‏څو‏ ژوندى يم؛ته راباندې ولورېږه،چې ځان له ګناه ‏لرې کړم او هغه څه ته ملا وتړم،چې ته پرې خوشحالېږې . خدايه!؛لکه دې چې قرآن رازده کړ،زړه مې يې ساتونکی کړې،چې ته پرې راضي يې او ما ته د قرآن د تلاوت توفيق راکړې . خدايه! سترګې مې پرې روښانه،سینه مې پرې پراخه،زړه مې پرې ګواه او بدن ته مې پر قرآن د عمل توفيق ورکړې او ددې چارو په ترسره کولوکې راسره مرسته وکړې؛ځکه‏ ټول ځواکونه ‏ستا له اړخه دي.)) (سنن النبي)

 د دښمن له شره د امان لپاره دعا

 موږ د کفارو پر زړونو پردې اچولي،چې په قرآن نه پوهېږي او غوږونه يې درانه دي او( ته اى زما رسوله !) چې يوازې خداى په قرآن کې يادوې؛نو هغوى له نفرته تا ته شا کوي . خدايه! ستا دې پر هغه جمال او جلال قسم وي،چې په حجابونو کى پټ دى او د کمال پر هغه نور قسم درکوم،چې عرش يې رانغښتی او پر عزت او شرافت دې قسم، چې د قدرت په عرش  کې دې ځاى لري او پر هغه څه قسم درکوم ،چې په ملکوت کې دې پرې قدرت واکمن دى .خدايه!‏ چې حکم دې تل پلي کېږي او حکم او قضاوت دې نه راستنېدونکى دى، زموږ او د دښمن ترمنځ يوه پرده راوړې،چې تېرې تورې او نيزې يې د شلولو قدرت و نه لري . اى سخت بريدمنه! چې قدرت دې تر ټولو زيات دى،‏له هغوى مې وساتې،چې د غشيو او بلاوو خولې يې زما پر لور رااړولي . اى هغه خدايه، چې د يعقوب غم دې لرې کړ؛نو زماغم هم لرې کړه. خدايه،چې د يعقو‌ب ناروغي دې ورغوله؛نو زما رنځ هم لرې کړه . خدايه! برى تل ستا دى؛نو ما هم پر خپل دښمن برلاس کړه. (سنن النبي)

 په سهار کې دعا

 ðدرې جملې ټولو پېغمبرانو له آدامه تر خاتمه لاس پر لاس وګرځولې او پېغمبر(ص) به هر  هر سهار دا دعا ويله : (( خدايه! زه له تا هغه ايمان غواړم،چې زړه مې تل له تا سره وي او له تا هغه يقين غواړم،چې پوه شم،هغه څه رارسي،چې تا راته ټاکلي وي .خدايه! پر هغه مې خوشحاله کړې، چې تا راته ټاکلي دي.)) (سنن النبي)

 د مياشتې د ليدوپرمهال دعا

د خداى د رسول سترګې،چې به پر مياشتې ولګېدې؛نو ‏‏ويل یې : ((اى لاس پرسينه مخلوقه،چې د اسمان په ملکوتو کې له الهي تقدير سره د ګرځېدو په حال کې يې،زما او ستا پالونکی ‏خداى دی . خدایه! دا مياشت راته د ايمان ،اسلام او روغتيا مياشت وګرځوې؛ نو هماغسې،چې تا ددې مياشت پيل راوښود؛نو ددې مياشت پاى هم راوښيه او‏ ‏ مبارکه مياشت یې وګرځوې،چې زموږ ګناهونه پکې وبښې او  درجه مو پکې لوړه کړې . خدايه ستا خيرات ستر دی.)) (سنن النبي)

 د رجب د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

پېغمبراکرم (ص)،چې به د رجب مياشت وليده؛نو‏ ويل یې : ((خدايه! دا مياشت راته د اسلام ايمان،امنيت او روغتيا مياشت وګرځوې. سپوږمۍ ! زما او ستا پالونکى ‏ایکي يو خداى دی .)) (سنن النبي)

 د شعبان د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

پېغمبراکرم (ص)‏ د رجب د مياشتې د ليدو پرمهال ويل : ((خدايه! د رجب او شعبان مياشت پر موږ مبارکه کړه او په خير د روژې مياشت راورسوې او په هغه مياشت کې د روژې په نيوو،له نامحرمو د سترګې په پټولو،روژه او عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې او په هغه مياشت کې مې يوازې لوږه او تنده په نصيب نه کړې .)) (سنن النبي)

 د مياشتى د ليدو پرمهال دعا

د پېغمبراکرم (ص) سترګې،چې به د مياشتې په هلال ولګېدې؛نو درې ځل يې (( الله اکبر)) درې ځل (( لااله لاالله )) وایه او بيا یې ويل:(( د خداى شکر ،چې پلانۍ مياشت يې خلاصه کړه او نوې مياشت يې پيل کړه.)) (سنن النبي)

 خداى ته پناه وړل

دا دعا له پېغمبراکرم (ص) رانقل شوې : اى خدايه! د ځان او اولاد لپاره مې د بدې قضا پر قدره پناه دروړم . (سنن النبي)

خدايه! له هغې شتمنۍ ‏پناه غواړم،چې ‏د ګناه لامل مې شي،له هغه فقره،چې د هېرېدنې لامل مې شي،له ځاني غوښتنو،چې غافل مې کړي، هغه عمل،چې خوار مې کړي او هغه ګاونډي،چې پر عذاب مې کړي.)) (سنن النبي)

پېغمبراکرم (ص) وويل: ((خدايه!ما دې د فرمانونو پلي کوونکى،پر ژمنو دې ايمان راوړونکى،له خلقه دې نهیلى،درسره انس نيوونکى،له تا وېروېدونکى ،ستاپر قضا راضي ،پر بلاوو دې صبر کوونکى،پر نعمتو دې شکر ايستونکى،له ذکره دې خوند اخستونکى،پر کتاب دې خوښ ،په شپه او ورځ کې دې يادونکى،مرګ ته ‏تل چمتو‏،‏ليدو ته دې لېواله، د دنيا دښمن او د آخرت دوست وګرځوې او چې له الهي ‏رسولانو سره دې څه ژمنه ‏کړې،را یې کړې او‏ د قيامت پر ورځ مو سرښکته نه کړې. رښتيا ده،چې ته تل پر خپله خبره ولاړ يې.)) (سنن النبي)

 محمدي دعا

خدايه! له هغه اولاده پناه دروړم،چې پر ما واکمن شي او له هغه ماله،چې ‏د تباهۍ لامل مې شي او له هغې مېرمنې،چې له زړېدو مخکې مې زوړ کړي،له هغه ملګري،چې ټګي راسره وکړي،‏سترګې يې ما ومني او زړه يې نه او که خير وويني پټ يې کړي او که شر وويني،ښکاره ‏يې کړي او له تا د ګېډې له درده پناه غواړم .)) (سنن النبي)

 د لارښوونې دعا

خدايه! له تا پناه غواړم،چې ستا له غنا سره محتاج شم او ستا د هدايت له شتوالي سره بې لارې او ستا له عزت سره  ذليل شم …. خدايه! له تا ددې خبرې پناه غواړم،چې د زور خبره وکړم و،ظلم وکړم او يا ځانمنی شم . (سنن النبي)

د برښنا،ورېځو او تالندې پر مهال دعا

  د خداى رسول،چې ‏د برښنا او د تالندې غږ واورېد؛‏‏ويل یې: ((خدايه! مخکې له دې،چې ومې بښې؛نو پر خپل غضب او عذاب مې هلاک نه کړې.)) (سنن النبي)

پېغمبراکرم (ص) به چې د تالندې غږ اورېد، ويل يې : ((پاک او سپېڅلى دى هغه خداى،چې تالنده يې هم حمد،ستاېنه او تسبيح کوي .)) (سنن النبي)

پېغمبراکرم (ص)،چې به وريځ ليده؛نو هر کار ‏يې،چې درلود،‏ هغه ‏يې پرېښود او ويل يې : ((خدايه! ‏له شره یې درنه ‏پناه غواړم.)) او چې وريځې ولاړې ؛نو د خداى شکر ‏يې کاوه او چې باران به پر ورېدو شو؛نو ويل ‏يې:((خدايه! ګټور يې راته وګرځوې.)) (سنن النبي)

 د پېغمبر (ص) دعا

حضرت ام سلمه وايي : د خداى رسول پخپلو دعا ګانوکې ډېر ويل : (( اى د زړونو اړوونکيه،‏زړه مې پر دين ټینګ ‏کړې .)) (سنن النبي)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!