تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا په دیني متونو کې یې دعا کول له اجابت او قبلېدو سره مل کړې او د دعا د اغېز خبره نه ده شوې او که شوې هم وي غلطه او ناسمه نه وه؛ خو تردې یې اوچت یو څیز ویلی دی. ویلي یې دي چې خلک باید استجابت وکړي،[ فَلْيَسْتَجِيبُواْ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دعا

په دیني متونو کې یې دعا کول له اجابت او قبلېدو سره مل کړې او د دعا د اغېز خبره نه ده شوې او که شوې هم وي غلطه او ناسمه نه وه؛ خو تردې یې اوچت یو څیز ویلی دی. ویلي یې دي چې خلک باید استجابت وکړي،[ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (بقره/۱۸۶) = نو بلنه مې ومنئ او پر ما ایمان راوړئ، ښایی سمه لار ومومی ] یعنې له خدایه ځواب وغواړي چې د دعا قبلېدو ځواب واورئ.

کله چې له خدای سره خبرې کوو، همدې دیالوګ او ژبني ارتباط ته ورننوځو؛ یعنې پر علّی – معلولي او خالقي – مخلوقي اړیکې سربېره، له خدای سره یوه بله اړیکه جرړوو او خدای په خوندور او زړه راښکوني ډول د خپل عقل، ضمیر او وجدان په کور کې مومو، نژدېوالی ورسره ننګېرو او ځان د ژبې له لارې ورسره نښلوو، ستاینه یې کوو، هیله ترې کوو؛ کله په کنایه، کله مجاز، کله حقیقت، کله مبالغه، په شعر، په نثر، عامیانه او عالمانه خبرې ورسره کوو او خپل انساني احوال مو په انساني ژبه کې رانغاړو او ورسره یې مطرحوو او بیا یې ځواب اورو، چې نه زموږ د خواهش او هیلې؛ بلکې زموږ د پوښتنې او هیلې ځواب دی او له دې لارې یې پېژنو او څومره چې په دې دیالوګ کې، ژور او مخکې ورځو؛ غوره یې پېژنو.

چا ویلي چې د خدای پېژندو غوره لار په ذات کې یې اندنه ده؟

دیني مشرانو مو په ذات کې له اندنې منع کړي یو (لا تتفکروا فی ذات الله و تفکروا فی آلاء الله: د الله په ذات کې اندنه مه کوئ؛ خو په نعمتونو کې یې اندنه وکړئ). د خدای پېژندو غوره لار ورسره اړیکه او خبرې اترې دي. په دې خبرو اترو کې ډولاډولي، د خالق له څېرې پردې لرې کوي. هو، خدای په ډبره، سیند او ستوري کې تجلّی کړې او هر څه یې ښکارندوی دي؛ خو په خپل کلام او خپلو ځوابونو کې، تر بل هر څه تجلَی کوي. باید دعا وکړو او باید ځواب ترې وغواړو او بېلابېلې دعاګانې وکړو او مخلتف ځوابونه واروو، چې یې د دعا او د دعا قبلېدو ژمنه راسره کړې ده.

 دا نه یوازې د اړتیاوو او حاجاتو د روا کېدو لار، چې له قاضي الحاجات سره د اشنا کېدو لار ده؛ د خدای پېژندې لار ده. دا یوازې د خدای د ازمېښت لار ده، چې خپله یې راپرانستې ده. هډو خدای دا اړیکه په بل ډول راپېژني.

دا پوهېدنه [چې له خدایه یوازې د یو علت انګېرنه ولرو چې بالضروره خپل معلولونه صادروي او له ځانونو هم د یو معلول انګېرنه ولرو، او همغومره له خدای سره تړاو لرو، چې ډبره، غر، سیند او اسمان یې لري] له دې پوهېدنې سره [چې له خدایه د یو مصاحب، معاشر، ملګري او د خبرو اترو وړ انګېرنه ولرو او په فعالانه (نه منفعلانه) راکړه ورکړه لاس ورسره ورپورې کړو] ډېر توپیر لري.

 حکیمانو هڅه کړې چې په سختۍ دا غوټه پرانځي، چې د محدثه علت د مبقیه علت هم دی؛ یعنې خلقت یو مستمر (او پر له پسې) چار دی او تل د پیدایښت په حال کې یو او علت ته مو اړتیا، نه د صدور او پیدایښت په شبېه کې، چې د بقا او پایینې په ګردو شېبو کې ده. او له آره پایینه هماغه صدور او مستمر حدوث (او پیدایینه) ده؛ نو ځکه خدای تل له موږ او نړۍ سره دی او «اګر نازی کند از هم فروریزند قالب ها: که څه ناز وکړي، ټول قالبونه پرېوځي» او ان که یې د رحمن سورت ۲۹آیت [كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ (هغه هر وخت په یوه کار (او حال) کې دی) ] پر همدې مانا اخستی دی. دا ټول نږه ټکي دي؛ خو په هستۍ کې د خدای تصرف، د لاس (او قدرت) لیدل یې، څارنه او اداره کوونه یې، یوه نژدې لار هم لري او هغه د اجابت او استجابت له لارې ځان ورسره نښلول دي.

قرآن نه یوازې د خدای یو طرفه او یو اړخېزه خبرې دي، چې د پېغمبرانو او خدای یا پرښتو او خدای د دوه اړخیزو خبرو کولو روایت هم دی. زکریا(ع) له خدایه اولاد غواړي او خدای یې زیری ورکوي او حال دا چې زکریا(ع) بوډا او مېرمن یې له بچیو راوړو غورځېدلې وه. زکریا(ع) هک اریانېږي او له خدایه نښه غواړي او خدای هم ورته وايي چې ستا د بلنې د اجابت نښه او دا چې پر وهم و خیال اخته نشې، داده چې درې ورځې به دې ژبه بندېږي او یوازې په اشاره به خبرې کړای شې.[آيَتُكَ أَلاَّ تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ إِلاَّ رَمْزًا : (آل عمران/ ۴۱) ]

ابراهیم(ع) هم کله چې له پرښتو (چې په پیل کې یې نه پېژندې) اوري چې د لوط قوم عذابولو ته مؤظفې دي، له خدای سره مجادله کوي.

لَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءتْهُ الْبُشْرَى يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ (هود/۷۴) = نو چې كله د ابراهيم وېره ايسته شوه او (د اولاد) زېرى یې واورېد (د سپارښت په نيت) يې د لوط د قوم په اړه راسره په شخړه شو .

او خدای یې په مینه ځوابوي او عذابونه یې تر غوږونو ورتېروي، همدا ابراهیم(ع) چې په قرآن کې د یوه یقین طلب پېغمبر څېره لري له خدایه، د مړیو د راژوندي کېدو څرنګوالی غواړي. خدای ورته ایا ایمان نه لرې؟ وايي، لرم یې؛ خو ډاډمن نه یم، او خدای هم د ډاډمنېدو لار ورښیي [قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي (بقره / ۲۶۰) ]

د ذوالنون کیسه او غوسه کېدل یې او بیا یې له خدای سره مناجات، او د اسلام د پېغمبر(ص) کیسه او د قبلې اړولو ته یې زارۍ او تضرع او ځواب اورېدل یې[نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا (بقره،۱۴۴)] او د حضرت عیسی(ع) کیسه چې خدای ترې پوښتي ایا تا ویلي و چې خلک تا او مور دې په الوهیت ونیسي او عیسی(ع) په عاجزۍ منفي ځواب ورکوي.

وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ (مایده/۱۶) = او (درياد کړه) چې كله خداى،عيسى د مريمې زوى ته وويل : (( ايا تا خلكو ته ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای  ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ونمانځئ؟)) هغه وايي : (( ته پاك يې! ما ته دا نه ښايي، چې څه مې برید او حق مې نه دى، ویلي وي، كه داسې خبره مې كړې وي؛ بېشکه پوهېدې، څه چې زما په ضمير كې تېرېږي،ته پرې خبر يې . او زه پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي، چې يوازې ته په پټو (خوالو) باخبر یې .

دا ټولې عبرتناکې کیسې دي، او خدای اداره کوونکی او خبرې اترې کوونکی ښیي. د موسی(ع) قصه، لکړه، مار، د موسی(ع) ډار او د خدای د «لاتخف» ویل هم زړه راکښونی او لوستونی دی. په ټول کې په قرآن کې د خدای او رسولانو مکالمات او مجاوبات ددې مبارک کتاب ډېرې لوستوني او د اندنې وړ برخې دي. د اسلام د پېغمبر(ص) په باب دا مخاطبه او مکالمه او خبرې اترې یو مستمر چار و؛ یعنې دا کتاب یو ځلي نازل شوی نه دی – لکه چې د حضرت موسی(ع) په شریعت کې و – بلکې سوکه سوکه او لږ لږ پر رسول اکرم(ص) نازلېده:

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ (فرقان/۳۲)

او کافران وایي: « ولې قرآن په یوه ځل نازل شوی پرې نه دی؟» موږ په لویی لاس لږ لږ درباندې نازلوو چې د زړه د تثبیت او پیاوړتیا لامل دې شي».

دا یو سرباندې یا فوق العاده مهم ټکی دی، مخکې تردې چې په لیدو د نورو انسانانو پر شتون پوه شو، د ویلو او اورېدو له لارې مو دهغوی پر شتون یقین کړی دی.

د «بل ذهن» [other mind ( بل ذهن) په انالیتیک فلسفه کې یوه نوې مساله ده. چې فیلسوفانو یې د پېژندو د څرنګولي خبرې کړي دي] د پېژندو لپاره غوره لار یې د ژبې اورېدل دي. او دا ذهن او ژبه داسې سره غوټه شوي چې بې یو له بله تحقق او تولد نه مومي. او له همدې دلیل څارویو ته په ذهن قایلېدای نشو؛ خو دا چې په یوه ژبه ورته قایل اوسو. که شکمن اوسو چې څوک په تیاره کوټه کې شته که نه؛ خبرې ورسره کوو، چې شک مو ولاړ شي. او دا شک له منځه تلل نه یوازې د هغه غږ په دلیل دي چې اورو یې؛ بلکې ډېر یې د مناسبو ځوابونو په دلیل دي.

 رښتوني خوبونه – په روایاتو کې راغلي چې د نبوت له شپږ څلوېښتو برخو یوه برخه ده – له همدې ډوله دي او د دوی د منځپانګې او د بهرنی نړۍ د پېښو ترمنځ، یوه مانایي اړیکه جوړه ده او په همدې پار، ترمنځ یې د اړیکې تصدیق ته، د پېښې تکرار (او بیاځلي کېدو) ته اړتیا نشته.

معجزې هم همدغسې دي. پېغمبرانو کله هم بیاځلي او مکرراً معجزې نه کولې. فرض کړئ چې د پېغمبر(ص) ددې معجزې شاهدان وو، چې ده مبارک(ص) یوې ونې ته ورغږ کړ، ونې حرکت وکړ او ورغله [دا داستان په نهج البلاغه کې راغلی، وګورئ ۱۹۲خطبه] . ایا موږ ددې صحنې په کتو په عاجزۍ دا مانا نه منله چې د ونې تګ، د هغه غږ ځواب و؟ مشرکانو هم، له دې اړیکې نټه ونه کړه؛ بلکې کوډې یې وبللې او د نبوت د رښتنوب دلیل یې ونه ګاڼه.

همدغسې په قرآن کې راغلي چې حضرت عیسي(ع) له خټو مارغه جوړاوه او پکې یې ورپوکل، مارغه ژوندی کېده او الوت.

فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ (آل عمران/۴۵)

دلته هم که څه د پېښې بیاځلي توب نشته، دا اړیکه باور وو. هو، دیني ذوق تر هر څه ور ډېر د بنده او خدای ترمنځ د اړیکې پر پراختیا ډډه وهلې ده او بیخی علّیتي تنګ چوکاټ یې – چې د یوناني فلسفې د ملا تیر دی – چورلیز کړی نه دی.

دین هڅه کړې چې لومړی اسانه او په لاسرسي کې وي او دویم یقین راوړونکې او ډاډمنونکې وي او درېیم داسې وي چې انسان تل بوخت کړای شي. علّی او معلولي اړیکه صمیمت او دوستي نه راوړي. دا ژبنی، محادثه او مخاطبه اړیکه ده چې بنده او خدای یو له بل سره صمیمي کوي. انسان ددې لپاره چې زړګنی آرامي ومومي او ځان له خپل خدای سره اړوند وویني، باید تل دعا وکړي.

دعا یوازې ددې لپاره نه ده چې ځواب واورو، ان ځواب نه اورېدنه هم مانا لري. البته ځواب اورېدنه ډېره زړه راکښونې او خوندوره ده؛ خو د خدای بلل او د مخاطبې د اړخ موجود ګڼل یې هم موضوعیت لري او ښه هم دي.

پردې سربېره، هر انسان دا ښه انګېرنه لري چې خدای ورسره ځانګړې اړیکه لري، چې له نورو سره یې نه لري. هر څوک د خپل زړه له لارې د خدای پر لور یوه پرانستې دریڅه ویني او ګومان کوي دریڅه په همده پورې ورځانګړې ده او حق هم همدا دی. په واقع کې خدای د پنځول شویو زړونو په شمېر، د مخاطبې لارې هم پنځولي دي. هر زړه، یوه ژبه ده او ویلو ته یوه لهجه لري او په یوه طریقه له خدای سره خبرې اترې کوي. نباید کله هم ځان په ماثور- یعنې نقل شویو – دعاګانو کې را ایسار کړو. البته له دوې ځنې له خدای سره د خبرو کولو بهترینه طریقه او بهترینه اړتیا غوښتل ترې زده کولای شو؛ خو نباید په دوی کې را ایسار پاتې شو؛ بلکې په هره ژبه او هر ځای کې او په هر ډول باید له خدای سره خبرې اترې وکړو. او نباید کله هم له خدای سره د خبرو اترو او مکالمې اړیکه له لاسه ورکړو او نباید په رد یا منلو پسې یې اوسو. دلته بلل عین منل دي.

جان جاهل زین دعا جز دور نیست  – زانکه یا رب ګفتنش دستور نیست

بر دهان و بردنش قفل است وبند – تا ننالد با خدا روز ګزند   (مثنوي)

د خدای ښه ایسي چې نه یوازې یې خپل خالق او پنځګر وبولو؛ بلکې مجیب او معطي یې هم وګڼو او مخاطبه او مکالمه هم ورسره وکړو؛ بلکې د مولانا بلخي په وینا انسان د بیاځلی زوکړې په پار، دین یې اوړي او بیا خدای د ړومبي علت په صفت نه پېژني:

چون دوم بار آدمیزاده بزاد – پای خود بر فرق علت ها نهاد

علت اولی نباشد دین او – علت جزوی ندارد کین او   (مثنوي)

تر ټولو مهتره داده، چې انسان په هره ژبه او په هره شوني طریقه باید خدای وبولي، چې رورو په ځوابونې کې د خدای ژبه تجربه او وپېژني. د حق د اشاراتو پېژندنه او کشف، فوق العاده مهم دي. کله چې له چا سره خبرې کوو، لازم او کافي نه ده چې دواړو فارسي ژبي یا پښتو ژبي وي. که د فارسي یا پښتو پوهېدل لازم هم وي لږ تر لږه لازم دي؛ خو په هیڅ توګه کامل نه دي. د مولانا په وینا:

غیر نطق و غیر ایماء و سجلّ – صدهزاران ترجمان خیزد ز دل    (مثنوي)

د ژبې زیاته برخه، ناویلې او نالیکلې ده او یوازې همزړتوب او محرمي ده – د مولوي بلخي په تعبیر – چې دا ناویلي او نالیکلي پېژني او راسپړي یې.

پېغمبران او عارفان هله د پېغمبرۍ اوعرفان پر مسند پښه وږدي، چې ګرده نړۍ د یوې ژبې په بڼه ورته وبرېښي. او دا هغه مسند دی چې فیلسوفان تر هغه وخته چې فیلسوفان دي پردې مسند او ډګر باندې له پښې ورایښوو بې برخې دي. که څه د علّي اړیکو پېژندنه ښه او عبرتناکه ده او انسان ته ډېری رازونه راسپړي؛ خو دا چېرې او د هستۍ د ژبې لیدل چېرې؟ دا چېرې او د خدای د خبرې اورېدل چېرې؟ خدای له انسان سره د مخاطبې پر مهال ړومبی په ضمیر کې خبرې ورسره کوي.

دا هغه خبره ده چې علي(ک) رازده کړې ده:

وَمَا بَرِحَ لِلَّهِ عَزَّتْ آلَاؤُهُ فِي الْبُرْهَةِ بَعْدَ الْبُرْهَةِ وَفِي أَزْمَانِ الْفَتَرَاتِ عِبَادٌ نَاجَاهُمْ فِي فِكْرِهِمْ وَكَلَّمَهُمْ فِي ذَاتِ عُقُولِهِمْ فَاسْتَصْبَحُوا بِنُورِ يَقَظَةٍ فِي الْأَبْصَارِ وَالْأَسْمَاعِ وَالْأَفْئِدَةِ (نهج البلاغه،۲۲۲ ګڼه خطبه)

«خدای په بېلابېلو وختونو کې داسې بندګان لري چې د دوی د عقلونو په تل کې خبرې ورسره کوي او په دې مستمرې مکالمې پسې، په سترګو، غوږونو او زړونو کې یې یو رڼا وردبره کوی.»

یعنې خدای د هستۍ یوه بله څېره ورښکاره کوي او غوږونو او سترګو ته یې بل، بانګ او رنګ ورلېږي، چې تردې تړاو وړاندې پر دې ړانده کاڼه وو. له کله چې هستي انسان ته د یو کتاب او یوې ژبې څېره پیدا کوي او له کله چې خدای د یو تریو ټندي علت العلل له بڼې راوځي او له انسان سره د یو دوست په صمیمت او د یو معشوق په مینه خبرې کوي؛ نو له همدې وخته انسان د وړ دیندار په دریځ او ځای کې کېني او د خدای په بنده ګۍ کې بهترینه برخمني پیدا کوي او په هستۍ کې د ژوند ښه دود خپلوي او دا هماغه څه دي چې حافظ ویلي: په ځانګړي خلوت ځي کې له خدای سره ناسته او د دنیا غم نه خوړل:

راه خلوتګه خاصم بنما تا پس از این – می خورم با تو و دیګر غم دنیا نخورم

او دا یوازې د پېغمبراکرم(ص) خبره ده چې :

ابیت عند ربی یطعمنی ویسقینی:

د شپې شپې له خدای سره سبا کوم، راخوړل او راڅښل یې

مولانا بلخي ویل:

امت احمد که هستید از کرام – تا قیامت هست باقي آن طعام

چون ابیت عند ربی فاش شد – یطعم و یسقی کفایت زاش شد (مثنوي)

که د پېغمبرانو له ښوونځي دا سبق  زده نه کړو؛ نو څه درس به ترې زده کړو؟ که خدای مو د فیلسوفانو د خدای په څېر وي، نه د پېغمبرانو خدای؛ نو پېغمبرانو ته مو څه اړتیا ده؟ که خدای داسې څوک وي چې یوازې «امر ونهې» کوي؛ خو نه یې غږ اورو او نه مو غږ اوري؛ نو دا خدای به له یو مجهول موجود او مستبد جبار سره څه توپیر ولري؟ دا خبره چې خدای وکړه:[ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ (۱ق/۱۶) = زه تر شهرګه ورنژدې یم]. ایا د دی لپاره نه وه چې بندګان هغه وازمېیي او تجربه کړي او نژدې حضور یې وننګېري او په حضور کې یې له کېناستو، دوستانه خبرې کولو او له صمیمانه ځوابونو اورېدو یې برخمن شي؟

خبره به دې زړه خوشحالوونکې آیت سینګارو چې یې وویل:

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (بقره/۱۸۶) = او چې کله مې بندګان په اړه مې درنه وپوښتي،(نو ووايه:) په حقيقت کې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد بلنه مې ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي) .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!