تبلیغات

دلته مو له دين څخه مراد اسلام دى او په دې ويينه کې مو ډېرى پام هغه سول – منطق ته دى،چې قرآن يې لري . پکار ده،چې دا سول روښانه شي؛ځکه په ټولنه کې دود ده،چې که څوک غواړي چاته نصيحت وکړي؛نو نصيحت يې د دينا رټنه او دنيا ته د شا کولو سپارښتنه […]

دلته مو له دين څخه مراد اسلام دى او په دې ويينه کې مو ډېرى پام هغه سول – منطق ته دى،چې قرآن يې لري . پکار ده،چې دا سول روښانه شي؛ځکه په ټولنه کې دود ده،چې که څوک غواړي چاته نصيحت وکړي؛نو نصيحت يې د دينا رټنه او دنيا ته د شا کولو سپارښتنه ده او څومره شعرونه او نثرونه،چې دنيا رټنې ته ليکل شوي،بل هېڅ څيز ته هم نه دي ليکل شوي.

دا مطلب په خلکو له روزنې،اخلاقو او په هغه توجه پورې اړوند ده،چې بايد ژوند ته يې ولري.له دې اړخه لومړۍ درجه اهميت لري؛که ښه او معقول تفسير شي؛د اخلاقو پر تهذيب،د نفس پر عزت او د وګړي پر ټولنيزو اړيکو او نېکمرغۍ به اغېزمن وي او که ناوړه تفسير شي؛نو د ټولو وګړيزو او ټولينزو بدمرغيو لامل به شي.

د زهد غلط تفسير

ددې غلط تفسير يو علت په اسلام کې تر اسلامه د مخکېنيو فلسفو راننوتل دي،چې بنسټ يې نړۍ ته د بدويني او د روزګار شريت دى، چې دا فکر له نامسلمانو ملتونو اسلامي امت ته راننووتى دى. په دې څوارلس پېړيو کې،چې په اسلامي تاريخ کې کومې ناوړه پېښې رامنځ ته شوې؛نو طبعاً يې دنيا ته د بې لېوالۍ او بدوينۍ فلسفې رامنځ ته کړې. اوس بايد وګورو،چې په دې هکله د قرآن سول څه دى.آيا کړاى شو همدا د بدوينۍ فلسفه له اسلامه راوسپړو يا داچې په قرآن کريم داسې مطلب نه موندل کېږي.

زهد په قرآن کريم کې

سره له دې،چې قرآن کريم د دنيا فاني ژوند د دې وړ نه ګڼي،چې انسان يې خپل وروستى او اصلي موخه کړي : ((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦) = شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

خو ورسره نه وايي،چې موجودات او کائنات او نظامونه ناوړه،غلط او باطل دي؛پر عکس دا نظام رښتينى او حق ګڼي،وايي :

((وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ (دخان/٣٨) = موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته نه دي پيدا كړي.))

قرآن کريم پر ژويو او مخلوقاتو قسم خوري.

((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا. وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا .وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا. وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا . وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا . وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا . وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (شمس/٧-١)= پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! او پر سپوږمۍ قسم،چې كله په هغه (لمر) پسې راوخېژي! او پر ورځې قسم،چې كله هغه (لمر) ښكاره كړي! او پر شپه قسم،چې كله هغه (لمر) پټ كړي! پر اسمان او جوړوونكي يې قسم! پر ځمكه او غوړوونكي يې قسم! پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم!))

په بل ځاى کې وايي :

((وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ . وَطُورِ سِينِينَ . وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ (تين/٣_١)= پر انځر او ښونه قسم! [يا: پر شام او بيت المقدس قسم]! او پر “طور سينين” قسم! او (د مکې) پردې (له) امن [و امانه پر ډک] ښار قسم!))

((وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا . فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا. َالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا(عاديات/١_٢)=(د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! پر هغو [اسونو] قسم چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، په سهار كې پر يرغل کوونكيو قسم، ))

((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ(ملک/٣)= هغه [الله] چې لاندې باندې اوه اسمانونه يې پيداكړي دي؛د رحمان (خداى) په پېدايښت كې به هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد و نه مومې؛نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟!))

هستۍ ته بدويني له بېخه د اسلامي فلسفې له مرکزي هستې؛يعنې توحيد سره اړخ نه لګوي. ددې ډول څرګندونو بنسټ توکيزپالي ده،چې د دوى په ځينو فلسفو کې هستۍ ته دوه اصله او مبداء قايل دي؛يو د “خير ښېګڼې” او بله د “شر او بدۍ” مبداء.

خو په هغه دين کې دې ډول څرګندونو او ګروهو ته هېڅ ځاى نشته،چې بنسټ يې توحيد او پر لوراند،لورين،حکيم او عليم خداى ګروهه ده.

څه چې د د نيا زوال او فنا ورته ويل شوى او له هغې بوټي سره ورته شوى،چې د باران له امله له ځمکې سر راباسي،بيا وده کوي،ژېړ شي، وچ شي او په تدريج له منځه ولاړ شي؛نو په دې چار يې په حقيقت کې د انسان ارزښت اوچت کړى،چې خپله اصلي او وروستۍ موخه ماديات او مادي چارې و نه ټاکي او د دنيا ماديات د دې ارزښت نه لري،چې د انسان اصلي موخه شي او دا اړخ له دې سره هېڅ اړه نه لري،چې موږ دنيا په ذات کې شر او ناوړه وګڼو.

نو ځکه يو اسلامي عالم هم و نه ليدل شو،چې په هغو آيتونو يې روزګار او هستۍ ته د بدوينۍ مخونه ورکړې وي.

له دنيا سره مينه رټل شوى چار دى؟

ځينې خلکو دې آيتونو ته داسې مخونه ورکړې،چې له دې آيتونو مراد په خپله دنيا نه ده؛ځکه دنيا خو همدا ځمکني او اسماني څيزونه دي او دوى خو بد نه دي او دا ټول د پالونکي د حکمت او ځواک نښې دي،چې بدېداى نشي؛بلکې له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا ناوړه او رټل شوې ده او لکه چې پوهېږئ دنيا ته د لېوالتيا د رټنې لپاره شاعرانو دومره شعرونه ويلي،چې نور پرې نه کېږي.

دا يو خپور شوى تفسير دى او ډېرى خلک،چې وپوښتئ،چې د دنيا د بدۍ مانا څه ده؛نو و به وايي،چې مانا يې داده،چې دنيا ته لېوالتيا بده ده؛ ګنې نو په خپله دنيا خو څه بده نه ده.

که دې تفسير ته ځير شو_که څه هم خورا مشهور او خپور شوى دى_؛نو بې نيمګړتيا نه دى او د قرآن له ويناوو سره اړخ نه لګوي؛ځکه لومړى بايد ووينو،چې دنيا ته د بشر لېوالتيا فطري،طبيعي او غريزي ده يا وروسته د ځانګړيو بهرنيو لاملونو؛لکه هڅونې او روږد له امله پکې پيدا شوې ده؟ د بېلګې په توګه : موروپلار له اولاد سره او اولاد له موروپلار سره مينه لري.مېړه له مېرمن او مېرمن له مېړه سره مينه کوي او هر څوک له خپلې شتمنۍ سره مينه لري او ډېرى نورو څيزونو ته لېوالتيا لري.دا لېواليتاوې فطري او طبيعي دي که مصنوعي او د که ناوړې روزنې پايله ده؟

اړنګ نشته،چې دا لېوالتياوې طبيعي او فطري دي او په دې بڼه څرنګه شونې ده،چې د انسان دنده دا وي،چې دا لېواليتاوې له ځانه لرې کړي؟ لکه څنګه،چې د انسان له وجوده بهر مخلوقاتو او ژويو ته شر نشي ويلاى او بې حکمته هم نه دي او لکه څنګه،چې د انسان د بدن تر ټولو کوچنى غړى هم بې حکمته نه دى؛همداسې د يو انسان يوه لېوالتيا،ځواک او غريزه هم بې حکمته نه ده او داسې نه ده،چې بې موخې پيدا شوي وي. له موروپلار، اولاد، مېرمن، مېړه، شتمنۍ او له خپل درناوي او پرمختګ سره مينه او ورته لېوالتيا ستر حکمتونه لري،چې بې له دوى د بشر ژوند شيندل کېږي.

پردې سربېره په خپله قرآن کريم همدا مينې د پالونکي د حکمت نښې ښوولي دي.

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (روم/٢١)= او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې،چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.))

که له همسر (مېړه يا مېرمن) سره مينه بده وه؛نو په دې آيت کې به د خداى د حکمت او تدابيرو له نښو نه شمېرل کېده.

څرګنده ده،چې دا مينه د خلکو په خټه کې ايښوول شوې ده او روښانه ده،چې دا لېوالتياوې د نړۍ د نظم او چورليدو لپاره سريزه او وسيله ده.

که دا لېوالتياوې نه وې؛نو نه به ځوځات دوام موند او نه به ژوند او تمدن پرمختګ کاوه؛نه به کار و نه کسب او نه خوځښت؛بلکې بشر به د ځمکې پر مخ نه و پاتې.

د حل لارې چارې

د دنيا په باب دا دوه نظره،چې يو د هغو کسانو نظر و،چې هستۍ يې په خپل ذات کې شر،فساد او تباهي ګڼله او د هغو کسانو نظر و،چې پخپله دنيا ښه ګڼي؛خو دنيا ته لېوالتيا بده ګڼي.

هغوى،چې دنيا ته بد کڅي دي؛نو بې له پوچۍ او ځان وژنې د بشر نېکمرغۍ او ژغورنې ته هېڅ لار نه لري .

هغوى چې ويلي دنيا بده نه ده او دنيا ته لېوالتيا بده ده،وايي: د بشر د نېکمرغۍ لار داده،چې له دې لېوالتياوو سره مبارزه وشي او له بېخه راونړول شي؛نو هغه مهال به انسان د شرور له منګولو خلاصى ومومي او د نېکمرغۍ شاهد به په غېږ کې ونيسي.

ددې دوو ډلو په ځواب کې بايد وويل شي،چې د انسان په اروا کې،چې کومې طبيعي او فطري لېوالتياوې دي،د دقيق فلسفي نظر له مخې،_چې ارواپوهان يې هم تاييدوي_ د رانړولو او له منځه وړو وړ نه دي؛خو دومره کېداى شي،چې په رياضتونو او مجاهدتنو يې پر شا و تمبوو او باطن شعور ته وتښتي او بيا احياناً په بله خطرناکه بڼه راښکاره شي او د جسمي او اروايي ناروغۍ لامل شي.

هره غريزه د انسان په وجود کې د حرکت او خوځښت لپاره يو ځواک دى ا و بېځايه او بې حکمته نه دى پيدا شوى؛نو ولې بايد دا ځواکمن مرکز ويجاړ او له منځه يووړل شي.

د قرآن منطق

له قرآنه دا نه استنباطېږي،چې له بېخه له دنيا سره مينه او ورته لېوالتيا بده او ناوړه ده او لاره چاره يې هم دا نه ده ښوولې،چې بايد لېوالتياوې وځپل شي.

په قرآن کې په توکيزو او دنيوي چارو قناعت او پرې زړه بايلل رټل شوي دي.

((الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/٤٦)= شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه، همېشنۍ نېكۍ (كړنې) غوره دي.))

نو خبره د موخې او مطلوب کمال ده.

قرآن کريم دنياوال داسې ښيي:

((إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ (يونس/٧)= په حقيقت کې هغوى چې له موږ سره پر مخامتيا( او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري او د دنيا په ژوندخوښ او ډاډه شوي دي او هغوى چې زموږ له آيتونو ناخبره (غافل ) دي؛))

په دې آيت کې په مادياتو د قانع کېدو او خوښېدو خبره ده او دنياوالي په دې مانا رټل شوې ده.

((فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّى عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا . ذَلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى (نجم ٣٠_٢٩)= نو له هغه مخ واړوه، چې زما له ياده يې مخ اړولى وي او يوازې د دنيا مادي ژوند غواړي.پوهه يې همدومره ده. په رښتيا ستا پالونكى هغه ښه پېژني، چې له لارې يې بې لارې شوى او (همداراز) هغه هم ښه پېژني، چې سمه لار يې موندلې ده.))

بيا هم د هغو کسانو خبره ده،چې بې له دنيا بله مطلوبه موخه نه لري او د فکر کچه يې تر مادياتو لوړه نه ده.

((زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ (آل عمران/١٤)= خلكو ته له مادي چارو سره مينه؛ ښځې او اولادونه او د سرو سپينو زيرمې او كره اسونه او څاروي او كروندې ښايسته ګرځول شوې دي ( چې په رڼا كې يې وازمېيل او وروزل شي؛ خو كه ) دا څيزونه د انسان وروستى موخه شي؛ نو د ( مادي ) پرېوتي ژوند پانګه به وي او ( حال دا چې ) نېكه پايله له خداى سره ده.))

په دې آيت کې هم د طبيعي لېوالتيا خبره نه ده؛خبره په دې کې ده،چې ځينو خلکو ته شهوت ښکلا ښوول شوې او وګړي يې پر ځان بوخت کړي دي او د مطلوب کمال بڼه يې غوره کړى دى.

((أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ .( توبه/٣٨)= ايا د اخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى دى؟حال دا چې له دنيوي ژونده ګټنه د اخرت په پرتله ډېره لږه ده .))

دا ټولې نيوکې پر دنيا او مادياتو خوښۍ او قناعت ته وې.

له شتمنۍ،اولاد او د ژوند له نورو چارو سره مينه پر دنيوي ژوند او مادي چارو له قانعېدو سره توپير لري.

چې کله موخه يوازې دا وي،چې بشر دې په مادي لېوالتياوو پورې محدود نشي؛نو لاره چاره يې د طبيعي مادي لېواليتاوو له منځه وړل او ځپل نه دي؛بلکې لاره چاره يې د يو لړ نورو لېوالتياوو ازادول او په کار اچول دي،چې تر جسمي لېوالتياوو وروسته پيدا کېږي،چې خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري .

نو په حقيقت کې ديني ښوونې په انسان کې د لوړو شعورونو د راژوندي کولو لپاره دي،چې دا شعورونه د بشر په فطرت او غريزه کې دي او داچې خورا اوچتې دي او له لوړپوړي انساني مقامه سرچينه اخلي؛نو راويښېدل يې وخت غواړي او خوځښت او راژوندي کېدو ته اړتيا لري او دا شعورونه په مانيزو چارو پورې اړوند دي.

هره لېوالتيا يوه چينه ده،چې د انسان له روح رابهېږي.د دين موخه د محسوسو مادي چينو ټپول نه دي؛موخه يې د معنوياتو د چينو راسپړل دي او په بله وينا: موخه يې دا نه ده،چې دا محسوس ځواکونه له هغه بريده راکم کړي،چې حکيم پالونکي پنځولي دي؛بلکې موخه يې د يو لړ معنوي ځواکونو ازادول دي.په ساده مثال مطلب روښانوم.

څوک يو ماشوم لري او په ښوونځي کې يې شاملوي؛نو چې پلار ويني،چې د ماشوم ټوله لېوالتيا يې ګېډې او لوبو ته ده؛نو خپه کېږي، ګېډو او سات تېرى ورته وايي او هر وخت يې ملامتوي؛ځکه خوښېږي، چې ماشوم يې ليک لوست سره مينه ولري او معمولاً دا مينه او لېوالتيا تر لوبو او خوړو وروسته پيدا کېږي او پردې سربېره،هڅونې ته هم اړتيا لري.د زده کړې غريزه په هر بشر که شته؛خو راويښولو او هڅونې ته اړتيا لري .

خو دا دليل نشي کېداى،چې پلار يې نه غواړي ماشوم يې لوبو او خوراک ته لېوالتيا و نه لري او که يوه ورځ يې احساس کړل،چې له خوراک او لوبو سره يې مينه له منځه تللې؛نو خورا خپه کېږي او داسې به و انګېري،چې ماشوم يې ناروغ دى؛نو طبيب ته به يې يوسي؛ځکه پوهېږي،روغ ماشوم سره له دې،چې له ليک لوست او ښوونځي سره مينه لري،بايد لوبې او خوراک هم وکړي؛نو پلار،چې ماشوم په لوبو او خوراک ملامتوي؛په حقيقت کې نه غواړي ماشوم يې يوازې د لوبو او خوړو په انحصار او کړۍ کې شي.

په اسلامي نړۍ ليد کې ددې سول ريښه

قرآن کريم يوازې ماديات ددې نړۍ سرچينه نه ګڼي او سره له دې،چې ددې نړۍ په ستروالي منښته کوي،په څنګ کې يې پر بلې سترې او پراخې سرچينې قايل دى،چې ددې نړۍ ارزښت د هغې نړۍ پر وړاندې ناڅيزه ګڼي. انسان ته وايي،چې ژوند يوازې دنيوي نه دى او په آخرت کې هم ژوندون شته؛نو سره له دې،چې د قرآن له نظره انسان د همدې دنيا د ونې مېوه ده؛خو د وجود لمن يې له نړۍ هاخوا رسي؛نو انسان له دې دومره ارزښت سره نه ښايي خپله اصلي موخه يوازې همدا نړۍ او ماديات وټاکي او ځان دې پر دنيا و نه پلوري.

حضرت علي (نهج البلاغه/٣٢ خطبه) وايي: (( څومره ناوړه معامله به يې کړې وي،چې څوک ځان پر دنيا وپلوري.))

اخلاق او نړۍ پالي

دا خبره د نړۍ نورو روزنيزو ښوونځيو هم منلې،چې د بشر ټولنيزې روزنې ته او دا چې بشر ټولنيز ژوند ته چمتو والى ولري؛بايد داسې چار وشي،چې وګړي مانيزې موخې او ارمانونه ولري او مادياتو ته حرص و نه لري او څومره چې مادياتو ته حرص او تمه ډېره وي؛نو هومره د ټولنې د ويجاړۍ لاملېږي .

د وګړي د نېکمرغۍ له پلوه هم بايد افراط و نه کړو او د ځينو فيلسوفانو په څېر و نه ويل شي،چې نېکمرغي دنيا په شا کولو کې ده؛ خو اړنګ نشته،چې بې اعتنا او مستغني طبع د نېکمرغۍ لومړنۍ شرط دى.

شونې ده،چې ځينې و انګېري: داچې و مو ويل : مراد يوازې مادياتو ته د بشر له انحصاره مخنيوى دى؛نو دا وهم راپيدا شي،چې هم بايد له خداى سره مينه ولرو او هم له دنيا سره،هم ماده مطلوب کمال وټاکو او هم مانا؛يعنې يو ډول شرک . نه ! مراد دا نه دى. مراد دادى،چې انسان طبيعي څيزونو او چارو ته يو لړ لېوالتياوې،عواطف او زړه تړنې لري، چې د حکمت له مخې په انسان کې پنځول شوي دي او ټول الهي انبياء او اولياء له دې عواطفو برخمن ول او له امله يې د خداى شکرونه هم کول.

انسان پردې لېوالتياوو او عواطفو سربېره بل ظرفيت هم لري او هغه د مطلوب کمال او ارمان-ايديال درلودل دي . دنيا او ماديات نه ښايي انسان ته مطلوب کمال او ارمان شي او دا ډول مينه رټل شوې ده.

لېوالتياوې او عواطف يو لړ استعدادونه او د ژوند کولو وزلې دي؛خو د مطلوب کمال استعداد درلودل ځانګړى استعداد دى،چې د انسانيت له تل او د انسانيت له جوهره سرچينه اخلي،چې يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

پېغمبران ددې لپاره نه دي راغلي،چې ددې لېوالتياوو سرچينه وچه او ټپه کړي؛بلکې راغلي ول،چې دنيا او ماديات له مطلوب کماله بهر کړي او خداى او آخرت مطلوب کمال کړي.په حقيقت کې انبياء نه پرېږدي،چې دنيا او ماديات له خپل طبيعي ځاى؛يعنې له لېوالتيا او عاطفې والي _،چې يو طبيعي ځاى دى د انسانانو او څيزونو ترمنځ يو ډول طبيعي پيوند دى_ راووځي او په هغه سپېڅلي ځاى کې مېشت شي،چې زړه نومېږي او د انسان د وجود زڼى دى او د هغه انساني ظرفيت دى او د لايتناهي پر لوري د کشش مرکز دى؛ځکه د د کېناستو په حال کې خو بيا د انسان له الوتو مخه ونيسي.

دا چې قرآن وايي : ((مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ (احزاب/٤)= خداى د هېڅ سړي په ګوګل كې دوه زړونه نه دي اېښي.))

يعنې خداى د چا په ټټر کې دوه زړونه نه دي ايښي؛په دې مانا نه دي،چې خلک يا بايد خداى ته لېوالتيا ولري او يا بې له خدايه؛لکه اولاد،موروپلار او…..مراد دادى،چې انسان بايد “اعلى” موخه او هيله ولري او هغه دوه څيزه،چې سره نه يو ځاى کېږي، دادي چې اعلى موخه مو يا خداى وي يا دنيوي توکي؛ګنې څرګنده ده،چې په يو وخت کې له څو څيزونو سره مينه يو شونى چار دى.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!