تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ  (الحدید/۲۰) ژباړه : پوه شئ،چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ  (الحدید/۲۰)

ژباړه : پوه شئ،چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده . [بېلګه يې] د هغه باران په څېر ده،(چې پر خپل وخت وورېږي او له امله يې راټوكېدلى) كښت بزګرانو ته ښه ښكاري،دا (كښت پوخ او) بيا وچېږي او وينې،چې هغه ژېړ شو بيا پر بوسو بدلېږي او په آخرت كې [دنيا نمانځونكيو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د خداى له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا آيت، د دنيوي ژوند اکر – وضع څرګندوي، ډول ډول پړاوونه يې او پر هر پړاو واكمنې انګېزې راښيي او د انسان عمر پر پينځو دورو ويشي: لومړى، د ماشومتوب پېر دى، چې ژوند د ناخبرۍ او لوبو په شپول كې را ايسار دى. بيا د هلكتوب پېردى، چې بوختياوې د لوبو ځاى نيسي او هلك په داسې څيزونو پسې وي، چې دا پر ځان بوخت كړي او له جديد مسايلو يې لرې كړي. درېيم پړاو، د ځوانۍ او د عشق د ځوږ او تحمل پالنې وخت دى. په څلورم پړاو كې په انسان كې د مقام او وياړ د تر لاسه كولو ننګېرنې – احساسات را ژوندي كېږي. په پينځم پړاو كې، بنيادم د شتمنيو او وګړيو په ډېرښت او د شتمنۍ د راټولو په فكر كې لوېږي. تقريباً د ړومبي پړاوونو وخت سره توپير لري او ځينې يې لكه د شتمنيو د تكاثر پړاو د عمر تر پايه دوام مومي. ځينې ګروهن دي، چې له دې پينځګونو پېرونو هر پېر د انسان عمر اته كاله نيسي، چې ټول څلوېښت كاله كېږي او، چې بنيادم دې عمر ته ورسېد؛ نو وګړه – شخصيت يې بشپړېږي. شونې ده، چې د ځينو انسانانو وګړه په لومړيو او دويمو پړاوونو كې تم شي او تر زړښته د لوبو بوختياوو او شخړو په فكر كې وي يا د سینګار هڅۍ په پېر كې تم شي او ټول فكر يې د مړينې تر شېبې د كور، سپرلۍ او ښكليو جامو په چمتو كولو كې وي. دوى په زړښت كې ماشومان او د ماشومانو په روحيه بوډاګان دي. بيا آيت د يوې بېلګې په راوړلو، انسان ته د دنيوى ژوند پيل او پاى انځوروي. هو! هغه پړاوونه، چې انسان یې په اويا يا ډېرو كلونو كې وهي، خو په بوټو كې په څو مياشتو كې راښکاره كېږي او انسان كړاى شي، چې د يوې كرنې پر سر كېني او په يوې لنډې كتنې كې يې د عمر تېرېدل، پيل او پای وويني.

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!