تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خدایه!  د هېواد د رغاونې په بهیر کې ، پر خدای باندې د ګروهې له مخې د (( ملي تقوا)) احساس را، چې خپل ولس ته د چوپړ په لار کې ونه ښو یېږم، چې ((ځاني غوښتنې)) مې د (( ولسي غوښتنو)) ځای ونیسي. او له هغې روحیي مې وساته، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خدایه!  د هېواد د رغاونې په بهیر کې ، پر خدای باندې د ګروهې له مخې د (( ملي تقوا)) احساس را، چې خپل ولس ته د چوپړ په لار کې ونه ښو یېږم، چې ((ځاني غوښتنې)) مې د (( ولسي غوښتنو)) ځای ونیسي.

او له هغې روحیي مې وساته، چې هر څه ته بدوینه وسم،  پر هر څه ټکې کوم او په خپله مې هم څه چار له لاسه  ونشي او په پایله کې کینه کښ له نړۍ ولاړشم .

 

۲-   خدایه!  هغه آرامي او خوشبختي مه راکوي، چې ابتذال او چټیتوب ته مې را کاږي، بلکې روحیې ته مې ملي سترې  اندیښنې او غمونه را ډالۍ کړه، چې ګرانو هېوادوالو ته د چوپړ په لار کې، له ربړ ګاللو خوند واخلم او په ملي تاریخ  کې نېکنامی او د آخرت تو ښه مې شي.

 

۳- خدایه!  د فکر او احساس کچه مې تر دې بریده اوچته کړې، چې ځان یو (( ملي افغان)) وبولم.  د ټولو شخصي، دولتي، غیر دولتي او سوداګرېزو چارو د هځو چورلیځ مې د افغانستان سر لوړاي وي  او راتلونکي نسل ته خدمت کول وي. او له هغو شیطاني او غیر ملي ننګېرنو مې بچ کړې، چې هر څه له (( ځاني غوښتن)) ځار کړم، چې په پایله کې د ولس راباندې لعنت، د تاریخ را باندې ناوړه قضاوت او اخروي پایله مې (( اورمېشتي)) وي.

 

۴- خدایه!  د (( طبیعت)) (( تاریخ)) و (( ټولنې)) او (( ځان)) له څلورګونو بندونو مې خوشې کړه، لکه څنګه چې دې پنځولی یم، ځان جوړ کړم، جګړه ځپلې ټولنه جوړه کړم، هېواد بېرته تېر برم ته ورستون کړم او د هېواد پراخه طبیعي سر چینې د ښېراز افغانستان جوړولو ته و کاروم.

 

۵- خدایه!  د (( ملي شک)) سپېڅلی اور  را کې بل کړه، چې ټول هغه (( دروغجن یقینونه)) راکې وسوځي، چې راکې د کاڼي کرښه شوي، چې بیا د ایرو تر دې  ډېرۍ پسې د ملي یوالي او سر لوړي  افغانستان د موسکا ځلاند لمر راو خېژي.

۶- خدایه!  هېواد او ولس ته مو له ورتپل شویو نادودو سره د ملي، دیني او قانوني مبارزې له لارې وس او زغم ورکړې، چې هېوادوال له اوسني کړکېچه په خیر د ثبات تړاو ته  ور داخل شي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!