تبلیغات

ديني – سياسي سفر د هجرت شپږم کال له خوږو او ترخو پېښو سره د تېرېدونکى و،چې پېغمبر اکرم په خوب کې مسلمانان په “مسجدالحرام” كې پر عبادت بوخت وليدل او دا خوب يې يارانو ته ووايه. (282) ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته حكم وكړ، چې عمرې ته […]

ديني – سياسي سفر

د هجرت شپږم کال له خوږو او ترخو پېښو سره د تېرېدونکى و،چې پېغمبر اکرم په خوب کې مسلمانان په “مسجدالحرام” كې پر عبادت بوخت وليدل او دا خوب يې يارانو ته ووايه. (282)

ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته حكم وكړ، چې عمرې ته تيارى ونيسئ او شاوخوا ټبرونو ته يې،چې تر اوسه يې اسلام نه و منلى، بلنه وركړه له مسلمانانو سره په دې  سفر كې برخه واخلي.

 دا خبر په ټول “عربستان” كې خپور شو،چې مسلمانان د “ذي القعده” په مياشت كې عمرې ته روان دي.

 دې روحاني سفر، پر معنوي ګټو سربېره، ټولنيزې او سياسي ګټې هم درلودې او په عربو كې د ا سلام د خپرېدو لامل هم وګرځېد.

لومړى:

مشركو ټبرونو خيال كاوه پېغمبر اکرم د خيلو د ټولو دودونو، ان د حج او عمرې هم مخالف دى؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  وېره درلوده.

  دغه مهال د عمرې په مراسمو كې د پېغمبر اکرم ګډون يې تر څه حده وېره راكمه كړه او ورته يې وښوول،چې زه د خداى د كور له زيارت سره مخالف نه يم؛بلکې د عربو د نيكه حضرت “اسماعيل” عليه السلام په څېر غواړم دا مراسم را ژوندي او په ټولنه كې يې دودكړم.

دويم:

 كه مسلمانان په دې سفر كې بريالي شول او د حج او عمرې مراسم يې اجرا كړل؛نو دا چار به په خپله د اسلام تبليغ ته غوره لار وي؛ځکه حج ته د “عربستان” له لېرې لېرې سيمو خلک راتلل،چې آنحضرت (ص) هغه مهال ورته مبلغان نه شول استولای او له دې ټبرونو،چې خلك حج ته راغلل؛نو په خپله به د اسلام اوازه خپلو سيمو ته ورسوي.

درېم:

 پېغمبر اکرم په مدينه كې حرامې مياشتې يادې كړې او ويې ويل:(( موږ د خداى د كور زيارت ته ځو او حكم يې وكړ، چې مسافر دې بې له تورې بل هېڅ وسله له ځان سره نه وړي.))

 دې خبرې ډېر خلك اسلام ته رامات كړل؛ځکه قريشو په انحضرت(ص) پسې تبليغات كړي وو،چې هغه په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه نه بولي؛خو خلكو وليدل پېغمبر اکرم هم د هغوى په څېر په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه بولي.

د اسلام مشر فکر کاوه: كه مسلمانان په دې لار كې بريمن شول؛نو سترې هيلې ته به رسېدلې وي او په دې سفر كې به خپلوان هم وويني او كه قريشو يې مخنيوى وكړ؛نو “قريش” به په عربو كې خپل حيثيت له لاسه وركړي؛ځکه عرب به وايي: ګورئ چې قريشو له هغې ډلې سره څه وكړل چې تشباڼي،د خداى د كور زيارت ته راغلي وو،حال دا چې “مسجدالحرام” د ټولو عربو دى او يوازې د قريشو نه دى؛نو له دې لارې به ټولو ته د مسلمانانو حقانيت او د قريشو ځېل ښكاره شي او بيا به ورسره يو ټبر هم د مسلمانانو پر ضد دفاعي او پوځي تړون نه لاسليكوي؛ځکه د زرګونو زيارت كوونكيو په مخ كې يې مسلمانان له خپل مشروع حقه بې برخې كړل.

 پېغمبر اکرم ددې موضوع ټول اړخونه وڅېړل او د حركت حكم يې وكړ او له 1400 تنو(283)يا له 1600 تنو(284) او يا 1800 تنو (285) سره يې د “ذوالحليفه” په سيمه كې احرام وتاړه او 70 اوښان يې قربانۍ ته ځانګړي كړل او اوښان يې نښه كړل او له دې لارې يې ټولو ته خپل موخه ورښكاره كړه.

پېغمبر اکرم خپل ځري له ځانه مخکې ولېږل،چې كه دښمن يې په لار كې وليد؛نو پېغمبر دې خبر كړي.

 “عسفان” ته نږدې يو “خزاعي”، چې د پېغمبر اکرم جاسوس و،پېغمبر ته راغى او ورته يې وويل:(( “قريش” له حركته مو خبر شوي او خپل ځواكونه يې راټول كړي دي او پر “لات” او “عزى” يې قسم خوړلى،چې مکې ته مو د راننوتو مخه ونيسي او په “ذى طوى” کې د قريشو اغېزمنو مشرانو او شخصيتونو غونډه وکړه او “خالد بن وليد”يې له دوو سوو سپرو سره “کراع الغميم” ( د “عسفان” په اته ميلۍکې يوه دښته ده) ته ولېږه،چې سنګر جوړ کړي. هوډ يې کړى، چې يا د مسلمانانو د ننوتو مخه ونيسي او يا مړه شي.

آنحضرت(ص) د خبر له اورېدو وروسته وويل:(( “قريش” دې خپل خير غواړي،جګړې هغوى پوپنا کړل،کاشکې زما کار يې د عربو بل مشرک ټبر ته ورسپارلى و،که پر ما برلاسي شوي واى؛نو خپلې موخې ته به رسېدلي واى او که زه پرې برلاسى شوى وم؛نو په دې صورت کى به يې اسلام منلى و او يا به په خپل قدرت جنګيدلي وو. پر خداى قسم! د خداى د دين خپرولو ته به کوښښ وکړم، چې کامياب شي او يا په دې  لار کې  له منځه ولاړ شم.))

بيا پېغمبر اکرم لارښود راوغوښت،چې له داسې لارې يې يوسي،چې له “خالد بن وليد” سره مخ نه شي.

 د “اسلم” د ټبر يو تن کاروان يې له تنګو درو تېر کړ او د “حديبيه” په سيمه کې د پېغمبراکرم اوښ ګونډه ماته کړه. پېغمبر اکرم وويل:((دا څاروى د خداى په حکم درېدلى دى،څو خبره سپينه شي.))

 بيا ټول له خپلو اوښانو راکوز شول او خېمى يې ووهلې.

 د قريشو سپاره د مسلمانانو له لارې خبر شول او ځان يې مسلمانانو ته نږدې کړ. که پېغمبر اکرم پر مختګ ته دوام ورکړى واى؛ نو اړ شوى به و، چې د کفارو له لښکرو سره جنګېدلى واى،حال دا چې ټول خبر وو، پېغمبر اکرم يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى دى او که پېغمبر اکرم ورسره لاس و ګرېوان شوى واى؛نو دې کار به د پېغمبر اکرم د سولې عمل ته زيان رسولى و او که دا 200 کسيز لښکر يې له مخې لرې کړى هم واى؛خو بيا به هم کار پاى ته نه واى رسېدلى؛ځکه چې ورپسې به مرستندوى ځواکونه سيمې ته را رسېدلي واى او پردې ټولو خبرو سربېره، مسلمانانن بېخي په وسله سمبال نه وو او يوازې يوه توره يې له ځان سره راوړې وه؛نو په دې حالاتو کې جنګېدل،د مسلمانانو پر ګټه نه وو؛نو ځکه پېغمبر اکرم په “حديبيه” کې واړول او يارانو ته يې وويل:(( که نن “قريش” له ما هر څه  وغواړي،چي د اړيکو د ټينګوالي لامل وګرځي؛ نو ور به  يې کړم او د سولې له لارې به ورشم.)) (286)

د پېغمبر اکرم خبره دوستانو او دښمنانو ته ورسېده؛ځکه قريشو پرېکړه وکړه ځان د مسلمانو پر وروستۍ موخه پوه کړي او دې کار ته يې خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل.

    له پېغمبر اکرم سره د قريشو استازى

قريشو خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل، چې د مسلمانانو پر موخه ځان پوه کړي. لومړى “بديل خزاعي” د “خزاعه” د ټبر له څو تنو سره د قريشو له خوا استازي راغلل. پېغمبر اکرم وويل:(( جګړې ته نه يم راغلى او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى يم.))

 استازي ولاړل او خپل لوړ پوړي مقامات يې د پېغمبر اکرم له موخې خبر کړل؛خو د قريشو مشرانو ورسره و نه منله او و يې ويل:((پر خداى قسم راننوتو ته به يې پرې نه ږدو،ان که د خداى د کور زيارت ته هم راغلي وي.

 دويم ځل يو بل تن “مُکرز” د قريشو استازى شو او  پېغمبر اکرم ته راغى، هغه هم ستون شو او د “بديل” د خبرو پخلى يي وکړ؛ خو قريشو يې خبرې و نه منلې .

 درېم ځل “حُلَيس بن علقمه”، چې د قريشو د غشيو د ايشتونکيو مشر و،د قريشو د استازي په حيث راغى؛چې د پېغمبر اکرم سترګې پرې ولګيدې؛نو و يې ويل:(( دا له پاک ټبره او ښه سړى دى. د قربانۍ اوښان يې مخې ته ولېږئ، چې پوه شي جګړې ته نه يو راغلي او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلي يو.))

 “حُليس” چې اوښان وليدل،له هماغه ځايه ستون شو او له پېغمبر اکرم سره يې خبرې و نه کړې او ولاړ او په تريو تندي يې د قريشو مشرانو ته وويل:((موږ درسره دې ته تړون نه دى کړى،چې د خداى د کور د زيارت کوونکيو مخه ونيسو.”محمد” بې له زيارته بله موخه نه لري. پر خداى قسم! که د “محمد” د راننوتو مخنيوى مو وکړ؛نو له خپل ټول ټبر سره به (چې د عربو غشي ويشتونکي دي) پر تاسې  يرغل وکړم او جرړې به مو وباسم.))

د “حُليس” خبرې قريشو ته ګرانې پرېوتې،ووېرېدل اوپه فکر کې ډوب شول او ورته يې وويل:(( مه غوسه کېږه! موږ به دې ستونزې ته د هوارۍ داسې لار پيدا کړو، چې ته هم د لاسا شې.))

 او بالاخره څلورم ځل ته يې “عروة بن مسعود ثقفي” خپل استازى کړ، چې پر عقلمنۍ او خواخوږۍ يې ډاډ درلود. هغه په پېل کې د قريشو د استازۍ وړانديز و نه مانه؛ځکه ليدل يې قريشو څنګه له نورو استازيو سره چلن وکړ؛خو قريشو ډاډ ورکړ،چې پوره باور پرې لري او پر خيانت يې تورن نه کړي.

“مسعود ثقفي” پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:((محمده! بېلابېل ټبرونه دې پر ځان راټول کړي دي،هوډ دې کړى خپل ټاټوبي بريد وکړې؛خو “قريش” به مو مخه ونيسي او اجازه به درنه کړي مکې ته راننوځې؛خو وېرېږم دا ډلې دې ځان ته پرېږدي او درنه خپرې شي.))

 خبرې يې چې دې ځاى ته راورسېدې؛نو حضرت “ابوبکر” د پېغمبر اکرم شا ته ودرېد.”عروة بن مسعود ثقفي” ته يې اشاره  وکړه او ويې ويل: ((ناسمې خبرې کوې.)) د پېغمبر اکرم ياران به هېڅکله هغه ځان ته پرې نه ږدي.

 “عروة بن مسعود ثقفي” د تکړه سياستپوه په څېر خبرې کولې او موخه يي د انحضرت(ص) او د يارانو د روحيي کمزوريو ول وو؛خو خبرې يې پاى ته ورسېدې.

“عروه” به د خبرو په ترڅ کې د پېغمبر اکرم د سپکاوي لپاره د هغه (ص) ږيري ته لاس ور ووړ او “مغيرة بن شعبه” به لاس يې شا ته ټېل واهه او ورته يې ويل: ((ادب او احترام مراعات کړه او د پېغمبر اکرم سپکاوى مه کوه.))

 “عروة بن مسعود” پېغمبر اکرم وپوښته:(( دا څوک دى؟)) (د پېغمبر اکرم د شاوخوا ساتندويانو تربوزکونه وهلي وو) پېغمبر اکرم ورته وويل: ((دا ستا وراره مغيره د شعبه زوى دى.))

 “عروة” خپه شو او ويې ويل:((شيطانه! ما پرون ستا حيا او ابرو واخيسته. ته مخکې له دې،چې اسلام ومنې، د ثقيف 13تنه دې ووژل او ما د جګړې د اور مړ کولو لپاره د هغوى ديت او د وينې بيه ورکړه.))

پېغمبر اکرم د “عروه” خبرې پرې کړې او د خپل سفر موخه يې هماغسې،چې نورو استازيو ته ويلې وه،وويله او دا چې د “عروه” د ګواښونو ځواب يې ورکړى وي، پاڅېد او اودس يې وکړ.

 “عروه” په خپلو سترګو وليدل،چې يارانو يې د پېغمبر اکرم د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښوول.”عروه” له هغه ځايه راپاڅېد او د قريشو مشرانو ته، چې په “ذى طوى” کې راټول شوي وو راغى او ورته يې وويل:((ما ستر پاچايان ليدلي دي، لوى لوى قدرتونه؛ لکه “کسرى”،  د “روم قيصر” او د حبشې سلطان مې هم ليدلى؛خو هيڅوک هم د “محمد” په څېر په خپل ټبر کې ټولمنلي نه و، ما په خپلو سترګو وليدل، چې هغوى د “محمد” د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښود او تبرک لپاره يې له يو بل سره ووېشلې،چې د “محمد” له سره يوه وېښته ولوېږي؛را اوچتوي يې؛نو وړانديز کوم چې د قريشو مشران دې په دې خطرناک وخت کې په سړه سينه فکر وکړي. (287)

 پېغمبر اکرم خپل استازى لېږي

د قريشو د استازيو تګ راتګ پايله نه درلوده؛نو انحضرت(ص) ته بايد حق ورکړ شي،چې فکر وکړي د قريشو استازيو و نه کړاى شول او يا يې ونه غوښتل حقيقت د قريشو مشرانو ته ورسوي او وېره ده،چې هغوى پاکه او رڼه خبره خپلو مشرانو ته نه کوي؛نو ځکه پېغمبر اکرم هوډ وکړ خپل استازى خبرو سپينولو ته ورولېږي. دې کار ته د “خزاعه له ټبره تکړه سړى؛”خراش بن اميه” وټاکل شو. پېغمبر اکرم ورته اوښ ورکړ او هغه هم خپل ځان قريشو ته ورساوه. خپله دنده يې سر ته ورسوله؛خو د دود او انتظار پر خلاف،چې سفير مصونيت لري. قريشو نږدې وو د انحضرت(ص) سفير ووژني؛خو د عربو غشيو ويشتونکيو مداخله وکړه او د مرګ له کومې يې راواېست.

 د قريشو دې ناوړه چلن جوته  کړه،چې د سولې پلويان نه دي او غواړي د جګړې اور بل کړي. پر دې پېښې ډېر وخت نه و تېر شوى،چې قريشو پينځوس تنو ته دنده ورکړه،چې د مسلمانانو هستوګنځي ته ورشي او مالونه يې لوټ کړي او له مسلمانانو اسيران هم راولي؛خو دا نقشه يې له خاورو سره خاورې شوه او مسلمانانو هغوى ټول ونيول او انحضرت(ص) ته يې راوستل. هغوى سره له دې،چې مسلمانان په تيږو ويشتلي وو؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ازاد يې کړئ)) او له دې لارې يې خپل سوله پاله موخه جوته کړه او ورته يې وښوول،چې جګړې ته نه دي راغلي.(288)

 پېغمبر اکرم بل استازى لېږي

سره له دې انحضرت(ص) بيا هم غوښتل دا خبره د خبرو اترو له لارې هواره کړي او دا ځل بايد داسې څوک استازى کړي ،چې لاس يې د قريشو په وينو ککړ نه وي؛نو ځکه حضرت “علي” (ک) او حضرت “زبير” او د اسلام نورو ننګيالو،چې په قريشو کې يې خورا مرګ ژوبله کړې وه،دې کار ته مناسب نه وو؛نو پېغمبر اکرم دې کار ته حضرت “عمر بن خطاب” وټاکه؛ځکه هغه تر دې ورځې يو مشرک هم نه و وژلى. حضرت “عمر بن خطاب” د پېغمبر اکرم دا وړانديز و نه مانه او ويې ويل:((پر ځان وېرېږم او خپلوان هم پکې نه لرم،چې ملاتړ مې شي؛خو بل سړى به دروښېم،چې دې کار ته به وي او هغه “عثمان بن عفان” دى،چې د “ابوسفيان” نږدې خپلوان هم دى او کړاى شي پيغام مو ورسوي.))

 حضرت “عثمان” استازى شو او مکې ته ولاړ. هغه په نيمائي لار کې له “ابان بن سعيد بن عاص” سره مخ شو او په پناه کې يې مکې ته ننووت.”ابان” هم ژمنه وکړه،چې څوک پر حضرت “عثمان” بريد ونه کړي،چې د پېغمبر اکرم پيغام قريشو ته ورورسوي؛خو قريشو د پېغمبر اکرم ځواب داسې ورکړ:((موږ قسم خوړلى پرې يې نه ږدو،”محمد” په زور مکې ته راننوځي او دې قسم د ټولو خبرو اترو لار تړلې ده.))

 بيا يې حضرت “عثمان” ته اجازه ورکړه،چې د کعبې طواف وکړي؛ خو حضرت “عثمان” د انحضرت(ص) په درناوي له طوافه ډډه وکړه. قريشو د حضرت “عثمان” د تګ مخه ونيوه او ښايي نظر يې درلود،چې په دې موده کې ستونزې ته حل ولټوي.(289)

 بيعت رضوان

د انحضرت(ص) د استازي په ځنډ مسلمانان وارخطا شول او،چې د حضرت “عثمان” د وژل کېدو اوازه خپره شوه؛نو ټولو غچ اخستو ته مټې بډ وهلې.

 پېغمبر اکرم هم د مسلمانانو د ارادو د غښتلتيا لپاره وويل:(( څو مې دا خبره سپينه کړي نه وي؛نو له دې ځايه به ولاړ نه شم.))

پر دې خطري مهال،چې مسلمانان تشلاسي هم وو،پېغمبر اکرم هوډ وکړ له مسلمانانو سره خپل تړون نوى کړي؛نو دې کار ته انحضرت(ص) د ونې تر سيوري لاندې کېناست او ټولو يارانو د بيعت لپاره پېغمبر اکرم ته لاس ورکړ او ژمنه يې ورسره کړه،چې تر مرګه به د خداى د دين دفاع کوو.

 دا پېښه هماغه بيعت رضوان دى،چې په قرآن شريف کې راغلې:

لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا= په يقين،خداى له مؤمنانو هغه وخت خوښ شو،چې تر ونې لاندې يې له تا سره بيعت وكړ؛نو (خداى) پوه شو چې په زړونوكې يې څه دي؛نو ځكه ډاډ يې پرې راښكته كړ او په بدل كې يې ورته “نژدې برى” په برخه كړ؛ (290)

تر بيعت وروسته مسلمانانو خبره سپينه کړه،چې يا به “قريش” ورته د خداى د کور د زيارت اجازه ورکوي او يا به يې “قريش” مخنيوى وکړي، چې په دې حالت کې به ورسره جګړه وکړي. پېغمبر اکرم په همدې فکر کې و، چې حضرت “عثمان” راښکاره شو.

 راستنېدل هم د سولې نښه وه،چې انحضرت(ص)هم همدا غوښتل. حضرت “عثمان” راغى او پېغمبراکرم ته يي وويل: ((د قريشو ستونزه هغه خوړلى قسم دى، چې د دې ستونزې هواري ته به د قريشو استازى راشي او خبرې به درسره وکړي.))

 سهيل بن عمرو پېغمبر اکرم ته راغى

پينځم ځل “سهيل بن عمرو” له ځانګړو حکمونو سره د قريشو له لوري راغى،چې له پېغمبر اکرم سره خبره سپينه کړي. له پېغمبر اکرم سره يې تړون لاسليک کړ،چې وروسته  يې ولولو.

 د پېغمبر اکرم سترګې،چې پر”سهيل” ولګېدى؛نو و يې ويل:((سهيل راغلى، چې زموږ  او د قريشو ترمنځ د سولې تړون وکړي.))

 “سهيل” راغى،کېناست او و يې ويل:((مکه مو حرم او عزت دى، ټول عرب په دې پوه دي،چې راسره جنګېدلى يې او که په همداسې زور او دبدبه مکې ته راننوځې؛نو موږ په چاته سترګې جګې نه کړاى شو.))

 د “سهيل” خبرې،چې دې ځاى ته راروسېدې؛نو انحضرت(ص) يې د خبرو مخه ونيوه او ويې ويل:((غرض مو څه دى؟))

“سهيل”: ((د قريشو مشرانو نظر دا دى،چې تاسې له همدې ځايه ستانه شئ او کال ته د خداى د کور زيارت ته راشئ، هغه هم په دې شرط،چې تر درېو ورځو زيات په مکه کې پاتې نه شئ او بې د مسافرت له وسلې، بله وسله هم له ځان سره را نه وړئ.))

 د “سهيل” خبرو لار پراخ بنسټه تړون ته پرانيسته. “سهيل” د تړون په تړولو کې خورا سخت دريځي کوله او کله به داسې ځاى ته ورسېد،چې د خبرو اترو ورونه وتړل شي؛خو دا چې دواړو اړخونو سوله غوښته؛نو بيا يې خبرې اترې پېل کړې.

 دوه اړخيزه خبرې اترې د”سهيل” له ټولو سخت دريځيو سره پاى ته ورسېدې او پرېکړه وشوه تړون په دوو نسخو کې تنظيم او دواړه اړخونه يې لاسليک کړي.

ټول سيره ليکونکي يو خوله دي،چې انحضرت(ص)،حضرت “علي” (ک) راوغوښت،چې د سولې تړون داسې وليکي: ((بسم الله الرحمن الرحيم))

“سهېل” وويل: ((د “رحمن” او “رحيم” له ټکيو سره اشنايي نه لرم. وليکئ : باسمک اللهم؛ يعنې ستا په نامه اى خدايه!))

پېغمبر اکرم ورسره ومنله او حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:((څنګه، چې “سهيل” وايي، هماغسې وليکه.))

 بيا انحضرت(ص)،حضرت “علي” (ک) ته وويل:(( وليکه: دا هغه تړون دى، چې “محمد” د خداى پېغمبر د قريشو له استازي،(سهيل) سره وکړ.))

“سهيل”:((موږ ستا رسالت او نبوت پر رسميت نه پېژنو! که ته مو په پېغمبرۍ منلاى؛ نو جګړه به مو ولې درسره کوله.بايد خپل نوم او د پلار نوم وليکې او د پېغمبر ټکى ترې لرې کړې.))

پردې مهال ځينې مسلمانان خوښ نه وو چې پېغمبر اکرم يې دومره غوښتنو ته تسليم شي؛خو انحضرت(ص) د يو لړ لوړو مصلحتونو په پامنيوي سره،چې وروسته به وويل شي،د “سهيل” غوښتنه ومنله او حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:((د “رسول الله” ټکى پاک کړه.))

پردې مهال حضرت “علي” (ک)  په شرم او حيا وويل:(( زه په ځان کې دومره مېړانه نه وينم،چې له نومه مو د نبوت ټکى پاک کړم.))

انحضرت(ص) له “علي” (ک) وغوښتل،چې هغه ټکى وروښيي او پېغمبر اکرم په خپله د “رسول الله” ټکى پاک کړ.(291)

 تاريخ تکرارېږي

د اسلام د ښوونځي لومړي شاګرد،حضرت “علي” (ک) ته هم دا پېښه ورپېښه شوه:هغه مهال،چې حضرت “علي” (ک) جرات و نه کړ د “محمد” (ص) له  نامه  د ((رسول الله)) ټکى پاک کړي، انحضرت(ص) ورته وويل: ((“علي”! دا ډله به تا هم داسې کار ته راوبلي او ته به يې ورسره په پوره مظلومۍ ومنې.)) (292)

دا خبره د حضرت “علي” (ک) همداسې ياده وه، چې د “صفين” جګړه راپېښه شوه او حضرت “علي” (ک) يې په زور سولې ته کېناوه، چې ددې سولې د تړون ليکلو ته جرګه جوړه شوه. د حضرت “علي” (ک)  استازى “عبدالله بن ابى رافع” شو،چې د حضرت “علي” (ک) له لوري داسې وليکي: (( هذا ما تقاضى عليه امير المؤمنين علي )).

 پردې  مهال “عمروعاص” د “معاويه بن ابوسفيان” استازي راودانګل او د حضرت “علي” (ک) استازي ته يې وويل:((د “علي” او د پلار نوم يې وليکه؛ ځکه که هغه موږ اميرالمؤمنين پېژنداى؛ نو جګړه به مو ورسره نه کوله.))

 په دې باب خبرې اوږدې شوې او د دواړو اړخونو غږونو سره جګ شول. حضرت “علي” (ک) هم حاضر نه و خپلو ساده لوحو (خوارجو) دوستانو ته پلمه په لاس کې ورکړي؛څو شېبې تېرې شوې،چې حضرت “علي” (ک) د خپل افسر په ټينګار اجازه ورکړه د اميرمؤمنان ټکى يې له نامه پاک شي او بيا يې وويل: (( دا کړه د پېغمبر اکرم له کړنو سره اړخ نه لګوي)) او بيا يې خلکو ته د “حديبې” د سولې کيسه وکړه. (293)

 د حديبې د تړون متن

1_”قريش” او مسلمانان سره تړون کوي،چې لس کاله به له يو بل سره جګړه نه کوي،چې پر ټول “عربستان” ټولنيز امنيت او سوله واکمنه شي.

2_که څوک له قريشو بې د خپل مشر له اجازې له مکې وتښتېد او اسلام يې راووړ؛ نو “محمد” به يې قريشو ته سپاري؛خو که کوم مسلمان قريشو ته ورغى؛نو “قريش” ژمن نه دي، مسلمانانو ته يې بېرته وسپاري.

3 _”محمد” او “قريش” له هر ټبر سره،چې يې خوښه وي، تړون کولاى شي.

4 _  “محمد” او ياران به يې سږ کال له همدې ځايه مدينې ته ستنېږي؛خو په راتلونکيو کلونو کې ازاد د خداى د کور زيارت ته راتلاى شي؛خو په دې شرط،چې په مکه کې تر درېو شپو زيات پاتې نه شي او بې د مسافرت له وسلې به، چې هماغه توره ده،بله وسله له ځان سره نه راوړي.

(سيره حلبي:٣/٢٤)

5 _په مکه کې مېشت مسلمانان په دې تړون سره خپل ديني مراسم ازاد ترسره کولاى شي او “قريش” حق نه لري و يې ځوروي او يا يې اړ کړي له خپل دينه واوړي او يا يې پر دين ملنډې ووهي. (بحار:٢٠/٣٥٣)

6_لاسليکوونکي ژمنه کوي د يو بل مال ته په درنه سترګه ګوري او يو بل ته به په زړه کې کينه نه لري.

7 _ هغه مسلمانان،چې له مدينې مکې ته راځى،ځان او مال يې محترم وګڼل شي.(مجمع البيان:٩/١١٧)

د “حديبې” د سولې تړون،چې له بېلابېلو سرچينو مو راټول کړى،په دوو نسخو کې تنظيم شو،بيا د اسلام او قريشو شخصيتونو پرې ګواهي ورکړه، يوه نسخه يې پېغمبر اکرم او بله يې “سهيل” ته ورکړه.(294)

 د ازادۍ نغمې

ددې تړون له هرې مادې د هر بې غرضه هوښيار غوږ ته د ازادۍ نغمې رسېدې. سره له دې،چې د تړون مواد د ستاېنې وړ وو؛خو جنجالي ماده يې دويمه وه،چې پر هغه ورځ يې ډېر مسلمانان غوسه کړل.

د پېغمبر اکرم ياران له دې تبعيضه خورا خپه شول او پېغمبر اکرم ته يې هغه څه له خولې راوتلل،چې کاشکې نه واى راوتلی.

نيوکه دا وه:ولى موږ بايد هغه “قريش”،چې مسلمانان شي،بېرته قريشو ته وسپارو؛خو که مسلمان قريشو ته ورغى؛هغوى ژمن نه دي راستون او تسليم يې کړي؛نو پېغمبر اکرم يې په ځواب کې وويل:

(( هغه مسلمان،چې د اسلام له سيوري تښتي او په شرک پسې ځي او د بوت لمانځي چاپېريال د اسلام تر چاپېرياله غوره ګڼي او پر دې ګواهي ورکوي،چې د زړه له کومې يې اسلام نه دى راوړى؛نو داسې مسلمان زموږ به ښه نه راځي او که د قريشو پناه اخستونکى ورته بېرته وسپارم؛نو دليل يې دادى،چې ډاډمن يم خداى به يې په خپله د ازادۍ لار ورته هواره کړي. ))(295)

د پېغمبر اکرم خبره پر عقل او منطق ولاړه وه، چې د وخت تېرېدو ټولو ته جوته کړه؛ځکه ډېر وخت لا نه و تېر،چې دې مادې قريشو ته ناوړه پېښې رامخې ته کړې او هغوى په خپله ددې مادې له منځه وړو ته  تيارى وښووه،چې په راتلونکيو بحثونو کې به ورته اشاره وشي.

 دا ماده هغو ختيځپوهانو ته خوله ماتى ځواب دى،چې وايي اسلام يوازې د تورې په زور راغلى. هغوى نه شول منلاى،چې اسلام به په لږه موده کې په نړۍ کې خپور شي؛نو د غرض او کينې له مخې يې د عمومي اذهانو خرابولو ته تبليغات پېل کړل،چې د اسلام پرمختګ په توره او زور و. حال دا چې دا تړون د اسلام مشر د زرګونو سترګو په مخکې وکړ،چې د اسلام د ښوونځي روح او لوړې ښوونې يې راښيي؛نو له دې ټولو واقعيتونو سره که څوک ووايي،چې اسلام د تورې په زور راغلى؛نو ډېر بې انصافه به وي.

د “خزاعه” ټبر د دويمې مادى له مخې له مسلمانانو او د “بني کنانه” ټبر له قريشو سره هم ژمنى شو.

 سوله ساتنې ته  وروستى هڅه

د تړون سريزه او متن راښيي دې تړون تپلى اړخ هم درلود او که پېغمبر اکرم يې ډېرې غوښتنې ومنلې او ان چمتو شو، چې تر خپل نامه وروسته د ((رسول الله)) ټکى هم پاک کړي؛نو دا ټول کړه يوازې سولې راوړو ته وو او که پېغمبر اکرم له “سهيل” سره ومنله، چې له قريشو پناه راوړونکى به بېرته قريشو ته وروسپارل شي؛ځکه و،چې “سهيل” يوازې خپله کوله او د بل چا يې نه منله او؛لکه چې مو ولوستل هغه په دې خبرو اترو کې ځېل هم کاوه او که پېغمبر اکرم يې له غوښتنې سره هوکړه نه واى کړى؛نو سوله به نه واى شوې،چې لاندې کيسه ددې خبرې پخلى کوي.

د تړون په باب خبرې اترې پايلې ته ورسېدې او حضرت “علي” (ک) د تړون مادې ليکلې، چې “ابوجندل” د “سهيل” زوى زولنې په پښو راننوت ټول يې حيران کړل؛ځکه هغه د خپل پلار په زندان کې و او جرم يې دا وه،چې  ايمان يې راوړى و.

” ابوجندل” پوه شو،چې مسلمانان په “حديبيه” کې له کفارو سره خبرې اترې کوي؛نو له بنده راوتښتېد او ځان يې د غرو له لارې مسلمانانو ته راوساوه.

 “سهيل” چې خپل زوى وليد؛نو دومره ورته غوسه شو،چې ورپاڅېد او پر مخ يې کلکه څپېړه ورکړه او بيا يې پېغمبر اکرم ته وويل:(( دا  لومړى تن دى،چې بايد د تړون د دويمې مادې له مخې مکې ته ستون شي؛يعنې دا راتښتېدلى راوسپاره !))

 په دې  کې شک نه شته ،چې د “سهيل” خبره بې بنسټه وه؛ ځکه چې تر اوسه لا تړون پر کاغذ نه و ليکل شوى او دواړو اړخونو پرې لاسليک هم نه و کړى؛نو ځکه پېغمبر اکرم ورته وويل:(( تر اوسه لا تړون نه دى لاسليک شوى.))

 “سهيل”وويل: ((که داسې وي؛نو زه به له هر څه سترګې پټې کړم او له بېخه به يې له منځه يوسم.))

 او دومره يې پر خپله خبره ټينګار وکړ،چې د قريشو دوه شخصيتونو، “مُکرز” او “حويطب” د “سهيل” په سخت دريځۍ سخت خپه شول او “جندل” يې د خپل پلار له لاسه راخوشې کړ او يوې خېمې ته يې ور دننه کړ او پېغبمر اکرم ته يې وويل:(( “ابوجندل” دې ستا په پناه کې وي!)) او پر خپله خبره يې ټينګا وکړ او و يې ويل:((د تړون کار د خبرو اترو له پلوه پاى ته رسېدلى دى.))

 پېغمبر اکرم هم سولې راوستو ته ناچاره و(،چې د اسلام په خپرېدو کې يې خورا مهم نقش درلود،)چې “ابوجندل” يې خپل پلار ته وسپاري او ورته يې وويل:((ابوجندله! صبر دې جامه کړه! موږ غوښتل پلار دې راته د مينې له لارې راوبښي؛خو اوس چې خپله خبره کوي؛نو خير دى،ته دې خپله سينه پراخه کړه او پوه شه خداى به دې خلاصون ته  لار پيدا کړي.))

جرګه پاى ته ورسېده. د تړون نسخه لاسليک شوه  او”سهيل” او ياران يې د مکې پر لور روان شول او “ابوجندل” يې هم له ځان سره بوت او پېغمبر اکرم له احرامه وتلو ته په هماغه سيمه کې اوښ حلال کړ او خپل سر يې وخريه او نورو هم له پېغمبر اکرم  لاروي  وکړه.(296)

 د حديبې د تړون ارزونه

د سولې دا تړون د کفر د مشرانو او پېغمبر اکرم ترمنځ وشو او 19 ورځې وروسته پېغمبر اکرم مدينې او بوت لمانځي مکې ته راستانه شول.

 د تړون ليکلو پر مهال او ترې وروسته د پېغمبر اکرم په يارانو کې اختلاف او خبرې راپيدا شوې. يوې ډلې دا تړون د اسلام په ګټه او څو ګوتشمېر کسانو د اسلام په زيان باله. موږ څوارلس پيړۍ وروسته بې له تعصبه دا تړون څېړو او د هغه شخړو يوه برخه هم څېړو او په خير دې څپرکي ته د پاى ټکى ږدو.

موږ انګېرو او ګروهمن يو دا تړون سل په سلو کې د اسلام په ګټه و او دلايل  مو دا دي:

پر اسلام بهرني او کورني يرغلونه کېدل،چې د احد او احزاب په جګړه کې مو ولوستل،چې پېغمبر اکرم ته يې د اسلام د تبليغ وخت نه ورکاوه او ډېرى وخت به انحضرت (ص) د اسلام د دښمنانو د يرغلونو تمبولو ته جنګېده؛خو تر دې تړون وروسته پېغمبر اکرم د جنوب له لوري خاطر خواټولى شو او په نورو سيمو کې يې د اسلام د تبليغ وخت پيدا کړ،چې ددې تړون د پايلې د ډول غږ خلکو دوه کاله وروسته واورېد،داسې چې پېغمبر اکرم د حديبيې تړون لاسليکاوه؛نو 1400 کسان د اسلام تر بيرغ لاندې وو او دوه کاله وروسته،چې پېغمبر اکرم د مکې فتح ته ته؛ نو دا شمېره 10000 ته رسېدلى و،چې دې پرمختګ د حديبيې  له تړون سره مخامخ تړاو درلود؛ځکه هغو ټبرونو،چې د قريشو له ويرې اسلام نه مانه؛خو وروسته تردې،چې قريشو اسلام پر رسميت وپېژانده او ټبرونه يې هر اړخيز تړون ته ازاد پرېښوول؛نو له دې لارې له نورو ټبرونو وېره لرې شوه او مسلمانانو وکړاى شول په ازاده فضا کې اسلام تبليغ کړي .

 2_ددې تړون دويمه ګټه دا وه،چې هغه وسپنيز دېوالونه، چې کفارو د مسلمانانو او کفارو ترمنځ درولي وو، له منځه ولاړل، چې په پايله کې مدينې ته تګ راتګ زيات شو او د خلکو ناسته پاسته هم له مسلمانانو سره زياته شوه،چې له دې لارې هم مسلمانانو وکړاى شول خلک د اسلام پر ښوونځي پوه کړي.

د مسلمانانو نظم او په اخلاص د پېغمبر اکرم لاروۍ، د مشرکانو خوب حرام کړى و. د مسلمانانو اوداسه، لمانځه او د لمانځه سمو ليکو او د پېغمبر اکرم په زړه پورې ويناوو،ډېر خلک اسلام ته لېوال او مينه وال کړل او بل خوا تر دې تړون وروسته،مسلمانانو مکې او شاوخوا سيمو ته تګ راتګ پېل کړ او له خپلو پخوانيو انډېوالانو او خپلوانو سره يې ليدل او د اسلام په باب يې ورسره خبرې کولې او ددې سفرونو پايله وه، چې د کفر څو مشران؛لکه “خالد بن وليد” او “عمرو عاص” د مکې تر فتح مخکې ايمان راوړو او د همدې تګ راتګ او خبرو اترو پايله وه،چې د مکې د فتح سرېزې يې چمتو کړې او مسلمانانو وکړاى شول بې له جګړې او وينې تويېدنې د شرک مرکز د توحيد پر مرکز واړوي او خلک هم ډلې ډلې اسلام ومني.

 د اتم  هجري کال په پېښو کې مو په دې  باب ليکلي دي.

3_له پېغمبر اکرم سره د کفر د مشرانو مخامخ کتنو د زړونو ډېرى کينې يې له منځه يووړې؛ځکه د پېغمبر اکرم نرم خوى او د خپل مخالف زغمل،هغوى سخت د پېغمبر اکرم پر اخلاقو مين کړي وو.

 د حديبيې د تړون پر ارزښت هله پوهېږو،چې پېغمبر اکرم لا مدينې ته نه و رسېدلى،چې د “فتح” سورت رانازل شو او پر مسلمانانو يې د ستر بري زېرى وکړ او  دا کار يې د يوه ستر کار سريزه وبلله، چې د مکې فتح وه او ويې ويل: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا= په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛

 قريش د تړون د ځينو مادو د له منځه وړو ټينګار کوي

پر تړون لا ډېر وخت نه و تېر شوى،چې قريشو له پېغمبر اکرم څخه      وغوښتل،د تړون دويمه ماده له منځه يوسي.هماغه ماده،چې د پېغمبر اکرم ډېر ياران يې غوسه کړي وو او پېغمبر اکرم  هم د “سهيل” په خورا سخت دريځۍ منلې وه.

 ماده داسې وه:((د اسلام حکومت دنده لري مسلمان شوي “قريش” د مکې حکومت ته وسپاري؛خو “قريش” ژمن نه دي تښتېدلي مسلمانان اسلامي حکومت ته وسپاري.))

دې مادې پر هغه ورځ ډېر مسلمانان پر غوسه کړل؛خو پېغمبر اکرم دا ماده په ورين تندي ومنله او ويې ويل: ((خداى به د مسلمانانو خلاصون ته په خپله لار هواره کړي.))

اوس به راشو د دې مادې د له منځه تلو پر لاملونو رڼا اچولو ته:

د “ابوبصير” په نامه يو مسلمان د مشرکانو له بنده وتښتېد او ځان يې مدينې ته ورساوه. دوو سترو شخصيتونو “ازهر” او “اخنس” پېغمبر اکرم ته ليک وليکه او ورته يې وليکل:((د تړون د دويمې مادې له مخې،بايد “ابوبصير” د مکې حکومت ته وسپارل شي.))

 او دا ليک يې د “بني عامر” د ټبر يو سړي او خپل مريي ته ورکړ،چې پېغمبر اکرم ته يې ورسوي.

پېغمبر اکرم هم د تړون له مخې، “ابوبصير” ته وويل:((بايد خپل قوم ته ورستون شې او سمه نه ده،موږ ورسره ټګي وکړو او زه ډاډ درکوم،چې خداى به ستا او د نورو خلاصون ته لار هواره کړي.))

 “ابوبصير”وويل:((ايا ما مشرکانو ته ورسپارئ،چې له دينه مې واړوي؟))

 پېغمبر اکرم بيا ډاډ ورکړ او د مکې استازيو ته يې وسپاره او هغوى د مکې پر لور روان شول. “ذي الحليفه” ته،چې ورسېدل؛نو “ابوبصير” د ستړيا له امله دېوال ته ډډه ووهله او په ورين تندي يې “عامري” سړى ته وويل: (( توره دې راکړه،چې و يې وينم.))

او  توره،چې څنګه ګوتو ته ورغله؛نو “عامري” يې پرې وواژه. مريي هم له  وېرې پښې د مدينې پر لور راسپکى کړې او ځان يې رسول اکرم ته راورساوه او ويې ويل: (( ابوبصير زما انډېوال وواژه.))

 ډېر وخت لا نه و اوښتى چې “ابوبصير” هم راورسېد او و يې ويل:

 ((رسول اکرمه! تا په خپله ژمنه عمل وکړ؛خو زه حاضر نه يم له داسې ډلې سره يو ځاى شم،چې پر دين مې لوبې کوي.))

 دا جمله يي وويله او مخ پر ساحل ولاړ، چې د قريشو کاروان ترې تېرېده او هلته په “عيض” نومي ځاى کې مېشت شو. د مکې مسلمانان هم د “ابوبصير” له کيسې خبر شول او تقريبا اويا کسان د قريشو له منګولو  وتښتېدل او له “ابوبصير” سره يو ځاى شول. هغوى پرېکړه وکړه د قريشو سوداګريز کاروانونه لوټ کړي او له قريشو،چې څوک ګوتو ته ورشي، و يې وژني.

 هغوى دومره په مهارت دا نقشه عملي کړه،چې “قريش” يې نور پوزې ته را ورسول. تردې،چې په خپله قريشو پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه،چې د تړون دا ماده د دواړو اړخونو په خوښه له منځه يوسي.

پېغمبر اکرم همداسې وکړل او تښتېدلي،چې په “عيض” کې اوسېدل، مدينې ته راغلل.(297)

 مسلمانې شوې ښځې به قريشو ته نه ورسپارل کېدې

د حديبې تړون لاسليک شو. “ام کلثوم” د “عقبه بن ابي عيط” لور له مکې څخه مدينې ته ولاړه. وروڼو يې “عمار” او “وليد” د تړون د دويمې مادې له مخې،له پېغمبر اکرم نه وغوښتل خور يې بېرته وروسپاري.

 پېغمبر اکرم وويل:(( په هغه ماده کې ښځې نه راځي او يوازې سړيو ته وه.)) (298)

د “ممتحنه” د سورت لسم آيت هم دا خبره سپينه کړې ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= مؤمنانو! كله چې درته باايمانه مهاجرې ښځې راغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، خداى د هغوى پر ايمان ښه پوهېږي او كه درته معلومه شوه،چې مؤمنې دي؛ نو كفارو ته يې بېرته مه سپارئ،نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او چې څه يې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي،ور يې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده  مو ورسره څه ګناه نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې په خپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد،چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛لكه څنګه چې هغوى (د هغوښځو) له تاسې مهر غواړي (چې ترې بېلې شوې دي) دا د خداى حكم دى،چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او خداى پوه حکيم دى.

 دا وه د “حديبې” کيسه،چې په ډاډمنه فضا کې پېغمبراکرم وکړاى شول،د نړۍ واکمنانو ته ليکونه ولېږي او خپله بلنه او نبوت نړيوال کړي.

282_  مجمع البيان 9/ 126

283_ (سيره ابن هشام، 2/ 309)

284_ (روضه كافى، 322)

285_(مجمع البيان 2/ 488)

286_ تاريخ طبرى 2/ 270-272

287_  سيره ابن  هاشم 2/ 314 ،  تاريخ طبرى 2/ 274-275

288_  تاريخ طبرى 2/ 278

289_  تاريخ طبرى 2/ 278-279

290_ (سوره فتح/ 18)

291_ ارشاد مفيد/ 60 ،  اعلام الورى/ 106  او  بحار / 20/ 368

292_  کامل، 2/ 138 ، بحار / 20/ 353

293_  کامل/ 3/ 162

294_  سيره حلبى، 3/ 24 ، بحار، 20/ 353

مجمع البيان  9/ 117،  سيره حلبى 3/ 25 او 26  مخونه

295_: سيره حلبى، 3/12  او  بحار 20/ 312

296_ تاريخ طبرى، 2/ 281  او بحار 20/ 353 ، سيره ابن هشام 2/ 318

297_ مغازوى واقدى 2/ 624  او تاريخ طبرى 2/ 284

298_ وګوري: سيره ابن هشام 2/ 323

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!