تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د دیني سمونپالو خوځښتونو د قوت او کمزورۍ ټکي د قوت یو ټکی یې تکاملي توب و، چې اسلامي خوځښت په مسلمانو ولسي پر ګنیو کې کافي نفوذ کړی او په نانټي خوځون – نه انکارېدونکي حرکت اوښتی او څوک یې نه ډپولای او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د دیني سمونپالو خوځښتونو د قوت او کمزورۍ ټکي

د قوت یو ټکی یې تکاملي توب و، چې اسلامي خوځښت په مسلمانو ولسي پر ګنیو کې کافي نفوذ کړی او په نانټي خوځون – نه انکارېدونکي حرکت اوښتی او څوک یې نه ډپولای او نه یې خنډېدای شي. د سید جمال الدین افغاني له مبارزو او فعالیته یو عبرت دا دی چې هومره به واکمنو، حاکمانو، امیرانو او سلاطینو ته نه هیلمنېږئ او خپل خوځښت به له دې ځایه نه پیلوئ او له بیخه به د مسلمینو د ټولنې د تنظیمولو، ادارې او سنبالنې لپاره د نویو تیوریو او نظریاتو په لټه کې اوسئ. ښایي د سید پر مهال یوازې شته سیاسي تیوري سلطنت او خلافت و او له اقتصادي او… تیوریو څه خبره نه وه؛ خو زموږ په پېر کې په هیڅ ډول داسې نه ده او مسلمین په دې اړه په سوچ کې شوي، چې حکومت، اقتصاد، سیاست او اخلاقو ته یو نوی فکر وکړي او دا ټول د بیا اندنې اړمن وبولي او له نېکمرغه په دې هکله ښې چارې هم ترسره شوي دي. دا د دې خوځښت د قوت ټکي دي.

باید د دیني احیاګرو له تجربو عبرت واخلو،  په ځېرنه یې ټول اثار ولولو

 نباید دا لاس ته راوړنې ناڅېزه وبولو، باید حقیقتاً یې وڅېړو او بیاځلي مراجعه ورته وکړو. دلته په دې چار پورې اړوند یو کمزوري ټکي ته اشاره کوو او هغه دا چې راروسته یو شمیر شخصیتونه د مخکېنیو شخصیتونو چارو ته په ځېرنه نه ګوري او عبرت ترې نه اخلي، حال دا چې کارونه او اثار یې کرښه کرښه راته عبرتناک دي؛ نو ځکه وینئ چې ډېر بکر او نوي افکار له یاده وتلي او ګټنه ترې نه کېږي او ډېرې کونجي ګانې چې مخکې جوړې او د تېرو په اثارو کې نغښتل شوي د بیا راسپړنې یې اړتیا ده.

د اوسني سمونپالو خوځښتونو د کمزورۍ بل ټکی دا دی، چې نسبي شیندل شوي وي. په نړۍ کې مو اندنې په بیړه ځي راځي او زښت ډېر اندیز ښوونځي اوڅار شوي او کېږي. د سید پر وخت دغسې نه وو. اوس په اسلامي ټولنو کې اندیز سمونپالي وینئ، ځینې یې سوسیالست ډولي، ځینې یې لیبرال ډولي، ځینې غربي او ځینې یې شرقي دي. په نړۍ کې نوي سیاسي حرکتونه رادبره شوي، سوسیالستی ټولنه او د کمونېزم ښوونځی اوڅار شوي، د تکامل تیورۍ زور اخستی، عدالت او آزادۍ نوې مانا پیدا کړې او نوې دین پوهنه ډګر ته راوتې او ډېری یې زموږ د اندیالانو د خورونې – تغذیه سرچینې شوې دي او دیني سمونپالو خوځښوتو بېلابېل رنګونه پیدا کړي دي.

دا یو اختلاف او اړپېچ دی او خپل آفات لري او نسبي لار اواری یې دا دی، چې یو له بل سره اړیکي ولري، خپل اختلافي ټکی غټ نه کړي او د استدلال لار خپله کړي او تل د تېرو اندیالانو نامه او یاد یاد وساتي او له تجربو یې ګټنه وکړي.

سوکه سوکه سمونپالي خوځښتونه له مازې سیاسې بڼې پر اندېزو حرکتونو اوښتي دي

 د سمونپال خوځښت د قوت یو بل ټکی دادی، چې  رورو مازې سیاسي حرکتونه په اندیزو حرکتونو اړول شوي او دیني سمونپالو موندلې، څو له دینه سمه پوهېدنه ونه لري او ولس پرې ونه پوهوي، کړه وړه به یې مضبوط نه وي. محمد عبده (مصري)، اقبال (لاهوري) او شریعتي(ایراني) او تر یوه بریده ارواښاد سلجوقي (د تقویم انسان او تجلی خدا در افاق و انفس) په افغانستان کې ددې اندېزې لیوالتیا هسکې څوکي دي. او رورو کار له دې ځایه ښه ستونزمن شو سیاسي حرکت او (احیاناً) سیاسي بریا هم خوند کوي او هم خوشحالي راولي؛ خو اندیز خوځښت نه آسان دی او نه مشهود او څرګند او نه یې دومره قدر کېږي او نه سترګې وراوړي. له ظالمو واکمنو سره لاس و ګرېوانېدل تر باطلو، ورستو، پوچو او چټي عاداتو، آدابو او افکارو سره تر لاس و ګرېوانېدو خورا اسان دي. هلته د اتلولۍ خوندونه دي (او حداکثر بریمن شهادت) خو دلته تور، سیاسي او فکري انزوا او ګوښه ګیري ده. دلیل یې هم دادی چې په دیني ټولنو کې تر ټولو ستونزمن کار له دین څخه دین پېژندونکې او عالمانه خبرې کول او معرفي کول یې دي. په دې ټولنو کې د دیني اندیالانو په لاسونو او پښو کې ولچکونه او زولنې دي، په دې ټولنو کې، د څېړنې له مخې ایمان، سرباندې – فوق العاده ستونزمن کار دی؛ خو تقلیدي او په پټو سترګو دینوالي ډېره اسانه ده او په مقلدینو کې سخت ترین کار، دادی چې د یو څیز حقیقت ته یې ورسوې. دا باید د هیچا او هیڅ حکومت دسیسه ونه ګڼو؛ بلکې د هغې فضا او تشیال لازمه او غوښتنه ده، چې یو دیني اندیال پکې اوسي او ادلون بدلون ته یې هڅه کوي. تل په پخو او رسېدلو میوو بدترین داغونه لګي. دین که منحط او مخ پر ځوړ شي؛ نو انحطاط او ځوړتیا یې خورا بده ده. همدغسې د دینوالو ځوړتیا او انحطاط هم دی.

کله دیني اندیالان مهاجرت ته اړ کېږي

له همدې لامله کله سوکه سوکه کار تردې بریده رسي چې دیني اندیالان اړ کېږي له خپلې دیني ټولنې دباندې خبرې وکړي او بیا یې خپلې ټولنې ته راوړي؛ یعنې تپلي مهاجرت ته غاړه کېدي. سید جمال الدین افغاني له افغانستان او نورو هېوادونو مهاجرت ته اړ کړای شو، خپل افکار او اندونه یې په پاریس کې څرګند کړل، هلته یې «عروة الوثقی» خپره کړه، نباید دا تجربې له پامه وباسو. عروة الوثقی په افغانستان کې ارواښاد مولانا عبیدالله صافي په پښتو اړولې او نیچریه یې ارواښاد میر سعید بریمن. ارواښاد اقبال خپل آریز کتاب په انګلیسي وکښه، چې ډېری پاکستاني وګړیو – د هغه وخت هند – لوستای نشو؛ ځکه انګلیسي د انتلکتویلو او پوهانو ژبه وه. دا ټکی مو یاد وي، چې ګردو اندیالانو دغسې تپنې زغملي او په خپلو ټولنو کې یې، بې پردې او بې پروا خبرې نه شوې کړای. یعنې د سمونپال خوځښت یو له ستونزو دا ده، چې خپله دیني ټولنه ورته یو ستر خنډ دی.

التقاط د دیني سمونپال خوځښت یو له طبیعي عوارضو ځنې دی

ځنې وايي چې د دیني سمونپال خوځښت یو منفي او کمزوری ټکی دا دی چې التقاط او ګډوله ورکوي او بې له دینه، د دین په نامې نور څېزونه پکې ورګډېږي. په ځواب کې وایو. دا خبره دې ته ورته ده، چې ووایو، د علم او پوهې یو عیب او نیمګړنه داده، چې خطا فکرونه پکې رادبره کېږي. په نظر مې په دیني سمونپال فکر کې التقاط او ګډوله را پیدا کېږي؛ خو دا یې یوه طبیعي عارضه ده او په هیڅ توګه په باب یې څوک پړه کولای نشو او یا دا چې په پټو لاسونو او د دسیسه جوړوونکیو یوه دسیسه یې وبولو.

باید د التقاط په باب حساس اوسو، که رامنځ ته شو او په نښه او تشخیص مو کړ، باید په لرې کولو کې یې هڅه وکړو؛ خو دومره خبره ده چې د دیني سمونپال خوځښت د ځپنې لپاره یې وزله نه کړو؛ یعنې دا چې التقاط بد او مذموم دی؛ نو دیني سمونه هم بده ده. دا یو ناسم استدلال دی، هیڅ طبیعي څیز یې د طبیعي عوارضو له امله نه غندل کېږي. د اسلام پېغمبر(ص) چې راغی، له امله یې ګڼ شمېر کافر شول؛ یعنې دده د خوځښت او ښوونځي پر ضد ودرېدل، دښمني او کینه یې خپله کړه او کافر شول.

په دې توګه شونې ده څوک ووايي چې ګرد سره پېغمبران کافر زیږي ول، هو، پېغمبران کافر زیږي ول. اصلاً د مولوی بلخي د زوی سلطان ولد په ګروهه، بې له دې د بل څه لپاره راغلي نه ول او دا یو ډېر هېښنده مطلب دی. سلطان ولد وايي، اصلاً پېغمبر(ص) ځکه راغی، چې معلوم کړي څوک یې پر وړاندې درېږي؛ ځکه که راغلی نه وای نه معلومېده چې څوک د حق مخالف دي، خدای غوښتل چې په ډاګه کړي چې څوک له حق سره جګړه کوي او څوک یې مني.

دا نه وایو؛ خو دا د انبیاوو علیهم السلام د خوځښت یو له طبیعي عوارضو ځنې و، چې راغلل مخالفان هم یو په بل پسې راښکاره شول. د اسلام پېغمبر(ص) چې راغی یو شمېر جعَال، کذاب او محرَف هم پیدا شول او د پېغمبر(ص) په نامې یې د دروغو روایات (جعل او) جوړ کړل او په مسلمانانو کې یې خپاره واره کړل، که پېغمبر(ص) نه وای، که دیني ښوونځی نه وای، که حدیث، سنت، کتاب، آیت او روایت نه وای؛ نو جعل، کذب او تحریف ته هم د رادبره کېدو زمینه او شونتیا نه را پیدا کېده. دا د یو حرکت د طبیعي عوارضو یوه برخه ده. یو وخت وایو، چې د ښوونځي خاوند ځکه ښوونځی رادبره کوي، چې یو شمېر په جعل او جوړونې لاس پورې کړي او یو وخت وایو، دا چې ښوونځی رامنځ ته شو؛ نو په طبیعي توګه جعل او جوړونه هم ورپسې رادبره کېږي او دویمي بې له ړومبي څخه دی. د دیني سمونې په حرکت کې قضیه په دې توګه ده، چې د التقاط پیدا کېدنه د یو جعال او حدیث جوړونکي پیدا کېدنه ده، چې د قاسط مشر او په څېر ستاینه کې یې روایات جوړول او خلک یې تېر ایستل. همدغسې په دیني ټولنه کې د کعب الاحبار رامنځ ته کېدل دي. نوموړي ځکه ځان دیني عالم ښووه، چې له احترامه برخمن شي، که ټولنه، دیني نه وای نو دیني عالم ډولي هم درنښت نه مونده. دا هغه څېزونه دي چې په هیڅ ډول یې مخه نیوال کېدای نشي؛ نو ځکه التقاط نباید د دیني سمونپال خوځښت د ځپنې لپاره یوه وزله شي. دیني سمونپال خوځښت د ډېرو مهمو ناروغیو او آفاتو د منځه وړو لپاره رامنځ ته کېږي، که یې ورغوي؛ نو پر وړاندې یې د التقاط په څېر آفات ورته هیڅ هم نه دي، او حکیمانو ویلي، چې د«د قلیل شر» په پار «خیر کثیر» ته ورشا کول، په خپله «شر کبیر» دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!