تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شيخ عبد الرحمن کواکبي   په عربي نړۍ کې د سمونې درېم اتل “شيخ عبد الرحمن کواکبي” دى،چې د “سوريه” و او د نسب لړۍ يې “شيخ صفي الدين اردبيلي” ته رسي. وګورئ: نقش علامه سيد جمال الدين در بيداري مشرق زمين:١١٣ او ١١٤ مخونه. په ترکي او فارسي ژبو پوهېده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شيخ عبد الرحمن کواکبي

 

په عربي نړۍ کې د سمونې درېم اتل “شيخ عبد الرحمن کواکبي” دى،چې د “سوريه” و او د نسب لړۍ يې “شيخ صفي الدين اردبيلي” ته رسي.

وګورئ: نقش علامه سيد جمال الدين در بيداري مشرق زمين:١١٣ او ١١٤ مخونه.

په ترکي او فارسي ژبو پوهېده او د عبده او په يوه واسطه د علامه سيد جمال الدين له لارويانو و. کواکبي پر ١٢٧١هجري کال په سوريه کې وزېږېد او د عمر ډېره برخه يې په سوريه کې تېره کړه او د ژوند په وروستيو کې مصر ته راغى او څو کاله هلته پاتې شو او پر ١٣٢٠ هجري قمري کال په پينځوس کلنۍ کې ومړ.

کواکبي د استبداد ضد اسلامي متفکر و او د عثماني ترکانو پر ضد يې مبارزه کوله، چې هغه پر سوريه واکمن وو.

 له کواکبي دوه اثره پاتې دي: يو (( طبايع الاستبداد)) چې د ايران د مشروطيت په سر کې په  فارسي وژباړل شو او بل ((ام القرى)) چې اصلاحي نظريات پکې دي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين په څېر مسلمانانو ته سياسي پوهه لازم ګڼله او ګروهمن و، چې سياسي رژيم که مشروطه وي او که بل څه،ځانته نشي کړاى چې د استبداد مخه ونيسي.شونې ده چې هر رژيم د استبداد بڼه غوره کړي؛خو څه چې کړاى شي،د استبداد مخه ونيسي،د خلکو سياسي پوهه،شعور او پر واکمن څارنه ده.

 البته دا پدې معنا نده چې د حکومت څرنګوالي ته مو پام نۀ وي؛بلکې پدې معنا ده چې ښه حکومت هله ګټور وي،چې د ولس د سياسي شعور کچه لوړه وي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين په څېر( او د عبده پر خلاف) د ولس د سياسي شعور د کچې لوړوالي ته لومړيت ورکړى و او ګروهمن و،چې د سياسي شعور لوړوالي ته بايد له ديني شعوره مرسته واخلو.کواکبي د دين او سياست په يوځايتوب ګروهمن و او په تېره بيا د اسلام دين يې سياسي دين ګاڼه او ګروهمن و، که د اسلام پر توحيد پوه شو او ولس د کلمه توحيد (( لا اله الا الله)) پر حقيقي مفهوم پوه شي؛نو د استبداد ضد تر ټولو غښتلى سنګر به يې لاس ته راوړى وي.

کواکبي د علامه سيد جمال الدين او عبده دواړو په څېر د توحيد پر سياسي او عملي اړخ خورا اډانه درلوده. هغه وايي: د (( لا اله الا الله)) کلمه چې په اسلام کې تر ټولوغوره ذکر دى او د اسلام بنسټ پرې ايښوول شوى؛معنا يې داده چې بې له ستر خدايه بل حق معبود نشته او د عبادت معنا عاجزي او خضوع ده؛نو د(( لا اله الا الله)) معنا داده چې : بې له يو خدايه څوک هم د عاجزۍ او خضوع وړ ندى. هره خضوع او عاجزي چې د خداى امر نۀ وي،شرک او بوت پالنه ده.کواکبي يواځې پر فکري،نظري او اعتقادي توحيد ګروهمن نۀ و؛بلکې ګروهمن و،چې توحيد بايد بهرنى عينيت ومومي؛يعني بايد ((توحيدي نظام)) جوړ شي.

کواکبي ادعا کوي چې هر مستبد د ځان او استبداد تثبيت ته د سپېڅلتيا مخونه ورکوي او لدې کاره له ديني مفاهيمو کار اخلي او يواځې د خلکو د ديني او سياسي شعور لوړوالى دى، چې لدې ناوړې ګټې پورته کونې مخه نيسي.

کواکبي پر ځينو پخوانيو علماوو نيوکه کړې،چې نظم او امنيت ته په ډېر ارزښت قايل وو،تردې چې عدل او ازادي يې له نظم او امنيته ځار کړې؛يعنې د نظم او امنيت په پلمه يې د ازادۍ د ودې او د عدل د پلي کېدو مخه نيولې او دا همغه څه دي،چې ظالمان او مستبدان يې غواړي.

کواکبي به په نظم او آزادۍ کې،آزادۍ ته لومړيت ورکاوه او په دين او سياست او يا په دين او ازادۍ کې به يې دين د واقعي ازادۍ لاس ته راوړونکى او د سياسي احساس راويښونکى ګاڼه او په علم او ازادۍ يا علم او سياست کې ګروهمن و، چې ټول علمونه د ازادۍ الهام بښونکي ندي او د ټولنيزې پوهاوې په ورکولو کې په يوه کچه کې ندي؛نو مستبد له ځينو علومو وېره نلري؛بلکې خپرونکى يې هم دى؛خو له ځينو علومو سخت په وېره کې وي؛ځکه ولس ته پوهه،سياسي او ټولنيز شعور ورکوي او په ولس کې د ازادۍ غوښتنې حس را ژوندى کوي او د استبداد او زور پر وړاندې مبارزې ته يې راپړسوي.

کواکبي وايي:(( مستبد د ژبې له علومو او هم له وينا وېره نلري؛خو هغه مهال چې وينا د مېړانې راپارونکې وي ( لکه د علامه سيد جمال الدين ويناوې)؛ځکه پخپله پوه دى چې روزګار هم د ((کميت)) او ((حسان ثابت)) په څېر  شاعرانو په زوکړه کې بخل کوي،چې پخپلو شعرونو جنګونه جوړ او لښکرې روانې کړي او همداسې “منتسکيو” او “شيلا.

 همداراز مستبد له هغو ديني علومو هم وېره نلري چې يواځې معاد ته يې پام وي ( او د معاد او معاش او ژوند او معنويت تر منځ پر بېلتون قايل وي)…مستبد د ژوند له علومو وېره لري؛لکه نظري حکمت،عقلي فلسفه،د ولس حقوق،مدني سياست، تاريخ او ادبي ويناوې،چې د جهل ورېځې وړي او روڼ لمر راښکاره کوي،چې ککرې له تودوخې وسوځي.))

(وګورئ: سيرى در انديشه سياسي عرب،١٦٩مخ)

په عربي نړۍ کې د سمونپالۍ د فکر  له پامه غورځېدل

د اهميت له پلوه،علامه سيد جمال الدين،محمد عبده او کواکبي هغه لومړى،دويم او درېم کسان دي،چې د عربو په سني نړۍ کې ورته د (( سمونپالۍ اتلان)) ويلى شو. په “مصر”،”سوريه”،”الجزاير”،”تونس” او “مغرب” کې هم داسې کسان را پېدا شول، چې د سمونې ادعا يې کوله او ځانونه يې د علامه سيد جمال الدين او عبده لارويان ګڼل؛خو يو هم دومره اهميت پيدا نکړ، چې ددې درېو اتلانو په ډله کې راشي او بله دا چې په هغوى کې ځينې د ځينو کږ لاريو له امله،ددې پر ځاى چې سمونه وکړي،افساد يې وکړ، چې “سيد محمد رشيد رضا يو له هغوى دى.

 سيد رضا تر هر چا د سمونې په ډبره ټټر درزاوه او ځان يې د علامه سيد جمال الدين او عبده لاروى ګاڼه؛خو تر علامه سيد جمال الدين او عبده ډېر د “ابن تيميه” او “عبدالوهاب” د افکارو تر اغېز لاندې و او د سمونې د مبلغ پر ځاى د وهابيت مبلغ شو،چې د شيعه و په هکله غرضي څرګندونو يې د مصلح له مقامه را ګوذار کړ.

 د سمونې وړومبى شرط له افراطي تعصباتو ځان ژغورنه ده،چې دا ځانګړنه په سيد محمد رشيد رضا کې نۀ وه. څومره به ښه وو،چې سيد محمد رضا کړاى ځان د خپل استاد محمد عبده په څېر له جاهلي تعصباتو پاک کړى واى.

ولې په عربي نړۍ کې تردې درې اتلانو وروسته،داسې کس راپيدا نشو،چې اتل وشمېرل شي؟ ولې پدې هېوادونو کې سره لدې چې د “عبدالحميد بن باديس جزايري”،”طاهر الزهراوي جزايري سوري”،”عبدالقادر مغربي”،”جمال الدين کاظمي سوري” او “محمد بن بشر ابراهيمي” په څېر کسانو چې د سمونې ادعا يې کوله،ونکړاى شول چې ګټور چار تر سره کړي؟ او ولې په اسلامي نړۍ کې اسلامي سمونپالي خوځښتونه له خونده وغورځېدل او پيکه شول؟ ولې قومي او عربي خوځښتونو؛لکه بعث،ناصريسم،سوسياليستي او مارکسيستي خوځښتونو ځانته عربي ځوانان رامات کړي؟

کېداى شي هر څوک خپل دليل راوړي؛خو زما په آند چې دا خوځښتونه له علامه سيد جمال الدين او عبده وروسته؛ځکه پيکه شول،چې د وهابيتوب تنګ نظري مسلک ته يې مخه شوه. دوى دا خوځښتونه پر ((سلفي توب))  واړول او له “سلف صالح” لاوري يې له ابن تيميه حنبلي لاورۍ ته راکوز کړل او حقيقي اسلام ته ستنېدل يې حنبلي توب ته ستنېدل وښوول. له استعمار او استبداد سره د مبارزې روح،د حنبليانو او په تېره بيا د ابن تيميه له ګروهو سره د مخالفينو پر ځپلو واوخوت.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!