د اسلام د ارکانو او د توبې او استغفار د حقیقت په اړه د حضرت علي (ک) د خبرو لنډیز کمیل بن زیاد وایي: امیرالمؤمنین علي (ک) مې وپوښت : د اسلام بنسټونه کوم دي؟ ویې ویل: اوه څېزونه دي : ۱ ـ عقل،چې د صبر بېخ بنا ده ( او بې له عقله ، […]
د اسلام د ارکانو او د توبې او استغفار د حقیقت په اړه د حضرت علي (ک) د خبرو لنډیز
کمیل بن زیاد وایي: امیرالمؤمنین علي (ک) مې وپوښت : د اسلام بنسټونه کوم دي؟
ویې ویل: اوه څېزونه دي :
۱ ـ عقل،چې د صبر بېخ بنا ده ( او بې له عقله ، صبر ناشونی دی)
۲ ـ پت ساتنه او رښتیا ویل.
۳ ـ پر خپل ځای د قرآن لوستل.
۴ ـ د خدای په لار کې دوستي او دښمنی کول.
۵ ـ د آل محمد د حق رعایتول او د ولایت ( او واکمنۍ د مقام) پېژندنه یې.
۶ ـ د وروڼو د حقوقو ( مراعات) او ملاتړ یې.
۷ ـ له ګاونډیانو سره ښه چلېدل.
ومې ویل: امیرالمؤمنینه! یو بنده ګناه کوي ؛نواستغفار کوي ( او بښنه غواړي) ؛ نو د استغفار پوله کومه یوه ده؟
ویې ویل: د زیاد زویه! ( پوله یې ) توبه ده .
و مې ویل: همدا!
ویې ویل: نه!
و مې ویل: نو څنګه؟
ویې ویل : بنده چې ګناه وکړي؛نوپه خوځولو دې استغفرالله ووایي!
ومې ویل: د خوځولو مطلب څه دی؟
ویې ویل: یعنې شونډې او ژبه دې په دې نیت وخوځوي، چې (یو) حقیقت ورپسې دی .
ومې ویل: حقیقت څه دی؟
ویې ویل: زړګنی تصدیق (؛یعنې د زړه له کومي بښنه وغواړي، نه په خوله) او هوډ وکړي،چې د کومې ګناه یې بښنه غوښتې بیا به یې نه کوي.
کمیل وویل: که دا چار مې وکړ؛ نو په استغفار کوونکیو کې به وشمېرل شم؟
ویې ویل: نه!
و مې ویل: څنګه؟ ویې ویل: ځکه تر اوسه د استغفار پر جرړه پوه شوی نه یې.
ومې ویل: د استغفار جرړه څه ده؟
و یې ویل: له هغې ګناه توبې ته ورستنېدا، چې استغفار دې ترې کړی او دا د عابدانو ړومبۍ درجه ده ( او بل په ګانده کې ) د (هرې ګناه) پرېښوو ل . استغفار شپږ ماناوی لري:
۱ ـ له تېرو پښېماني. ۲ ـ هوډ نیسي،چې تل په په ګانده دا ګناه نه کوي . ۳ ـ د خلکو د حقوقو ورپوره کول. ۴ ـ په هر فرض کار کې د خدای د حق ادا کول. ۵ ـ د هغو غوښو اوبه کونه، چې له حرامو دې پر هډوکیو راټوکېدلې، داسې چې پوټکی دې پر هډوکیو ونښلي او نوې غوښه راشنه کړي. ۶ ـ پر بدن دې د طاعت اوعبادت رنځ وروڅکه؛ لکه چې د ګناه خوند دې پرې ورڅکلی و.
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com