تبلیغات

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول د “عدليه وو” د مسلک له نظره _چې دا مسلک د شيعه وو هم دى_ اسلام يو لړ حقوقي اصول لري او خپل قوانين يې ددې اصولو پر بنسټ وضع کړي دي؛ځکه عدالت: ((اعطاء کل ذى حق حقه))؛يعنې هر حق خپل حقوال ته رسول. اوس بايد ځان […]

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول

د “عدليه وو” د مسلک له نظره _چې دا مسلک د شيعه وو هم دى_ اسلام يو لړ حقوقي اصول لري او خپل قوانين يې ددې اصولو پر بنسټ وضع کړي دي؛ځکه عدالت: ((اعطاء کل ذى حق حقه))؛يعنې هر حق خپل حقوال ته رسول. اوس بايد ځان پوه کړو،چې د قرآن حکيم او ديني مشرانو د ويناوو له مخې، د اسلامي حقوقو لومړني اصول څه دي؟

څرنګه کېږي،چې د يو انسان او يو څيز ترمنځ ځانګړې لېوالتيا پيدا کېږي،چې نوم يې حق دى او که څوک يې ترې واخلي؛نو ويل کېږي، چې حق يې ترې اخستى دى؟ دا لېوالتيا څه رامنځ ته کوي ؟؛يعنې علت او سبب يې څه دى؟

د عالم نظام د علت و معلول او سبب و مسبب نظام دى. موجد يا علت يا سبب دوه ډوله دى: يا فاعلي دى يا غايي دى؛يعنې يو څيز،چې د بل د رامنځ ته کېدو لامل شي،يا له دې امله دى،چې فاعل او کوونکى يې دى.د مثال په توګه: انسان،چې خبرې کوي؛نو د خپلو خبرو فاعل دى او البته که دا فاعل نه و؛نو هغه فعل؛يعنې وينا به هم نه وه او يا له هغه امله دى،چې هغه فعل مقصد دى او هغه فعل دې مقصد ته سريزه ده.بيا هماغه مثال دى،چې يو سړى خبرې کوي،چې له خپلو خبرو ټاکلې موخه لري،غواړي مقابل لورى قانع کړي او يو کار ته يې اړ کړي يا غواړي يو مطلب يې غوږو ته ورسوي يا غواړي يو څيز ترې وپوښتي؛که دا موخې او مقصدونه نه ول او که داسې نه وه،چې دا خبره د يو مقصد وسيله وه؛نو هېڅکله به دا خبره نه کېده؛نو څوک چې خبره کوي،له ځان سره يوه اړيکه لري،چې له فعل سره د فاعل اړيکه ده،يوه اړيکه يې هم له مقصد سره لري،چې اړيکه له مقصد او ذى المقدمه سره وسيله او سريزه ده.که له دې لاملونو يوه هم نه وه؛ يعنې دا عمل؛يعنې خبرې کول به نه رامنځ ته کېدې؛نو له دوى ځنې هر يو د هغه بل موجد او رامنځ ته کوونکى دى.

د حق او ذي حق په هکله،چې وايو؛د بشر او ددې نړۍ د مخلوقاتو تر منځ يو ډول ځانګړې اړيکه پيدا کېږي او په دې نړۍ کې بشر ځان ته يو لړ حقوق قايلېږي؛نو بايد ځان پوه کړو،چې دا اړيکه له کومه پيدا کېږي او د دواړو تر منځ څه اړيکه ده؟ آيا د وسيلې،مقصد،د سريزې او ذى المقدمې د ډول اړيکه ده که د فعل او فاعل د ډول؟

 

د حقوقو او نړۍ ليد اړيکه

اړنګ نشته،چې د انسان،عالم،ژوند او هستۍ په هکله د يو ښوونځي ټوليزې ګروهې،د انسان د حقوقي اړيکې پر ډول اغېز لري ، چې د انسان او نورو موجوداتو ترمنځ پيدا کېږي. دبېلګې په توګه : د توکيزې فلسفې له مخې،مانا نه لري،چې ووايو: غايي اړيکه د انسان او د عالم د نعمتونو ترمنځ ده؛ځکه غايي اړيکه داده،چې ووايو: نعمتونه د انسان په پار او انسان ته پيدا شوي او دا پردې فرع ده،چې ومنو يو ډول ټوليز شعور د عالم پر نواميسو واکمن دى او هغه ټوليز شعور يو څيز بل څيز ته او د بل څيز په پار رامنځ ته کوي او که هغه بل څيز د هغه بل څيز په پار نه و؛نو دا څيز به نه رامنځ ته کېده؛لکه چې ووايو: په خوله کې غاښونه د جوولو لپاره پيدا شوي دي؛ځکه د ډوډۍ جوول په معدې او کولمو کې د هضم يوه مرحله ده؛خو د توکيزې فلسفې له مخې،د څيزونه تر منځ هېڅ غايي اړيکه نشته،هېڅ نه شو ويلاى،چې پلانى څيز،پلاني څيز ته پيدا شوى،هېڅ څيز د بل څيز سريزه او وسيله نه ده او که احياناً يو موجود له بل موجوده ګټنه کوي؛ نو له دې امله نه ده،چې هغه موجود دې موجود ته پيدا شوى؛بلکې په تصادفي بڼه دا څيز د هغه څيز ګټنې ته ګټور واقع شوى دى.

موږ اوس د نورو ټوليزو ګروهو له لارو سره کار نه لرو،غواړو ځان پوه کړو،چې په دې هکله د اسلام ټوليزې ګروهې څه وايي.

 

د حق او ذى حق ترمنځ غايي اړيکه

د انسان،عالم،ژوند او هستۍ په هکله د اسلامي نړۍ ليد او ټوليزو ګروهو له مخې،د انسان او عالم د نعمتونو ترمنځ غايي اړيکه شته؛يعنې په پنځونه او د پنځونې په ټوليزه نقشه کې د انسان او د عالم د نعمتونو ترمنځ اړيکه شته او که انسان ددې نقشې يوه برخه نه واى؛نو ددې نقشې حساب به څه بل شان و.

قرآن ټينګار کوي،چې نعمتونه د انسان لپاره پنځول شوي دي؛نو د قرآن له نظره: مخکې تردې،چې بشر کوم کار وکړاى شي او پر کوم کار لاس پورې کړي او مخکې تردې،چې ديني احکام په پېغمبرانو خلکو ته واورول شي،د انسان او د نعمتونو ترمنځ اړيکه شته او نعمتونه د انسان مال او حق دى.

قرآن حکيم وايي: ((خلق لکم ما فى الارض جميعاً=څه چې پر ځمکه دي،خداى تاسې ته پيدا کړي دي.))

د اعراف د سورت په لسم آيت کې د حضرت آدم د پنځونې د کيسې په سريزه کې وايي:

((وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ = او په رښتيا موږ تاسې ته پر ځمكه تسلط او مالكيت او حكومت دركړ او د ژوند ډول ډول وسايل مو درته برابر كړل؛خو تاسې ډېر لږ منندوى ياست.))

د هر نعمت شکر؛يعنې داچې هغه ګټنه ترې واخستل،چې ورته پنځول شوى دى.

د قرآن شريف ډېرى آيتونو دې حقيقت ته اشاره کړې ده.

د قرآن کريم پر څرګندونو سربېره،که په هستۍ کې ځير شو؛نو پوه به شو،چې د جماد او نبات او همداراز ددې دواړو او څاروي او همداراز د جماد،نبات،حيوان او انسان ترمنځ يو ډول غايي اړيکه شته . له يوه اړخه په ځمکه کې يو ډول غذايي توکي دي بلخوا څاروي داسې دي،چې يوازې په غذايي توکيو ژوند کړاى شي او که غذايي توکي نه وي؛نو ژوند نشي کړاى؛نو اوس آيا ويلاى شو،چې د کائناتو په ټوليز نظام کې ددې عالم د غذايي توکيو او د انسان او نورو حيواناتو د هاضمي سيستم ترمنځ هېڅ اړيکه نشته؟

د “معرفة الحياة” پوهان وايي: په ژونديو ژويو کې د غايي علت له آره بېخي نه شو منکرېداى،داسې اړيکه شته.که ووايو،چې دا غذايي توکي ددې اړتياوو له مخې جوړ شوي دي او که ووايو،چې د ژونديو ژويو هاضمي سيستم داسې جوړ شوى،چې وکړاى شي دا توکي هضم کړي .هر څه چې وي،غايي اړيکه شته او دا دواړه سره تطبيق شوي دي.

څه توپير لري،چې ووايو : که انسان يا حيوان له دې ډول اړتياوو سره نه و؛نو هغه غذايي توکي به نه پيدا کېدل او يا ووايو : که هغه غذايي توکي په دې ډول نه ول؛نو د انسان بدن به بل شان و؟

په هر حال د خلقت نظام ښيي،چې دوى يو بل ته پيدا شوي دي؛نو دا حق د پنځونې قانون ايښى دى،چې د شرع پر قانون لومړيت لري؛ ځکه دواړه د خداى له لوري دي،خداى ديني قوانين د فطرت او خلقت له قوانينو سره همغږي کړي دي او داسې نه ده،چې د خلقت قانون به يو شان وي او د فطرت قانون به بل شان وي. قرآن کريم په دې آيت کې د دواړو پر همغږۍ ټينګار کوي:

((فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (روم/٣٠) = نو خپل مخ دې د پالونكي (ساهو) دين ته سم کړه،دا فطرت دى،چې انسانان پرې خداى پيداكړي دي،په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛دا هماغه سم دين دى؛خو زياتره خلك نه پوهېږي.))

د قرآن شريف پر آيتونو سربېره،په خپله د خلقت نظام پرې رښتين ګواه دى،چې انسان او دا نعمتونه د يو بل لپاره پيدا شوي دي.

يو ماشوم په پام کې ونيسئ،چې نوى زېږي.دا ماشوم په څه حال کې دى؟ څومره کړاى شي په خپله د ځان لپاره کوښښ وکړي؟کوم خواړه خوړاى شي؟ معده يې کوم ډول خواړه هضمولاى شي؟بلخوا ګورئ، چې خداى ورته د خوړو دوه سرچينې؛يعنې د مور دوه تيونه ټاکلي دي او همدا چې د ماشوم زوکړه رانږدې شي؛نو خداى ورته د مور په تيونو کې د ماشوم د اړتياوو او د هاضمي سيستم مطابق شيده جاري کوي . آيا ويلاى شو،چې د ماشوم د اړتياوو،د مور د تي د جوړښت، شيدو او ان د ماشوم د شونډو او د مور د تي ترمنځ هېڅ اړيکه نشته؟ آيا هغه شيدې د هغه ماشوم نه دي؟ دا استحقاق او دا حق چا ټاکلى دى؟ د خلقت قانون.

کومه اړيکه د ماشوم او شيدو ترمنځ ده؟غايي اړيکه.

يعنې هغه شيده او د شيدو جوړولو کارخانه د ماشوم لپاره جوړه شوې ده؛نو په خپله خلقت دا شيده د ماشوم حق ګرځولي دي. تيونه،چې شيده جوړوي،د ماشوم لپاره يې جوړوي نه د بل څه لپاره او نه بېځايه.

ددې عالم د ژويو په هکله حکماء خپلې څرګندنې-اصطلاح ګانې لري. هغوى د طبيعت ټول موجودات په “آباء سبعه”،”امهات اربعه” او “مواليد ثلاثه”؛يعنې اووه پلرونه،څلور ميندې او درې زامنو تعبيروي. له اوو پلرونه يې مراد اسمانونه (افلاک) دي.له څلور ميندو يې مراد لومړني عناصر دي،چې د پخوانيو ګروهه دا وه،چې عناصر او بسائط څلور دي: اوبه،خاوره،هوا،اور. له درې زامنو يې مراد ددې عالم مرکبات دي،چې په درې ټوليزو برخو ويشل کېږي: جماد،نبات،حيوان (انسان هم په حيوان کې شمېرل کېږي)؛نو له همدې امله يې په پلار،مور او زامنو تعبېرول،چې ويل يې : پر څلورو عناصرو د اسماني عناصرو د اغېز له امله_چې اسماني عوامل فاعل دي او عناصر،قابل_مرکبات (؛يعنې جمادات،نباتات او حيوانات) پيدا شول؛نو مرکبات د عِلوي او څلورو عناصرو زامن دي.

دا تعبير د مرکباتو له نظره ډېر سم تعبير دى؛که په عالم کې څلور ميندې وي که سل؛يعنې سل عنصره او که اسماني لاملونو پرې اغېز کړى وي يا نه،په هر حال مرکبات ددې ځمکې،اوبو، هوا،تودوخې او رڼا زامن دي. انسان ددې مور و پلار مشر زوى دى.طبعاً زوى پر مور و پلار يو لړ حقوق لري؛لکه څنګه چې د مور په زيلانځ کې ماشوم ته ځاى په پام کې نيول شوى او چې زوکړه يې وشي؛نو ځاى يې د مور غېږ وي او ددې سترې مور،چې نوم يې نړۍ ده،په غېږ کې هم انسان ته خپل ځاى په پام کې نيول شوى او دا ټول انسان ته ورکړل شوي دي . د بېلګې په توګه : همداچې ماشوم وزېږي؛نو تيونه شيده جوړول پيلوي او دا ټول د ماشوم لپاره دي، همداراز دي د څلور فصلونو نظام،د ورېځو حرکت، باران او داسې نور. دا باران هغه ترشحات دي،چې “نړۍ مور” يې خپلو زامنو ته کوي. د نحل سورت ١٠ او ١١ آيت وايي:

((هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ . يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ = (الله) هغه دى،چې تاسې ته يې له اسمانه اوبه راښکته کړي،هم يې څښئ او د څارويو د څړونې ونې بوټې پرې هم راټوكېږي خداى تاسې ته په همدې اوبو كښت اوښونه او كجورې او انګور او راز راز مېوې زرغونوي،بېشكه په دې كې هغو خلكو ته څرګندې نښې دي،چې فكركوي .))

په دې هکله د قرآن شريف خورا آيتونه دي،چې د ځمکې د حرکت او د انسان د اړتياوو ترمنځ يو ډول اړيکه،پيوستون او همغږي شته.

حضرت علي (ک) وايي:

((لکل ذى رمق قوت و لکل حبة آکل؛يعنې هر ژوندى ځواک او هره دانه خوړونکى لري.))

مراد يې دادى،چې په خلقت کې د خوړونکي او خوړل کېدونکي توکي ترمنځ اړيکه شته او په خلقت کې په يو بل پورې اړوند دي.

د اسلامي نړۍ ليد له مخې دا د “حق” او “ذى حق” ترمنځ اړيکه ده.

 

 

د حق او ذى حق ترمنځ فاعلي اړيکه

بل ډول اړيکه فاعلي اړيکه ده؛يعنې داچې ذى حق خپل حق پخپله ځان ته پيدا کړى دى،فاعل او منځ ته راوړنکى يې دى.د بېلګې په توګه:يو نيالګى کري او پالي يې،چې ونه شي او مېوه ونيسي. ددې مېوې او وګړي ترمنځ د فعل او فاعل اړيکه ده؛يعنې فعاليت يې ددې لامل شوى،چې دا مېوه پيدا شي او که دا فعاليت يې نه و کړى؛نو دا مېوه به هم نه وه،چې په خپله دا مېوه حق جوړوي.

 

غايي اړيکه د بالقوه حق لامل دى

لومړۍ اړيکه؛يعنې د انسان او نعمتونو ترمنځ اړيکه ټوليزه او عمومي اړيکه ده؛نو له دې اړخه څوک بالفعل ځانګړى حق نه لري.دا چې ټول موجودات د خداى مخلوق دي او ددې ځمکې،اوبو او خاورې زامن دي او پردې ځمکه يو لړ حقونه لري او داچې ټول بالقوه حق لري؛نو څوک نشي کړاى د نورو د ګټنې مخه ونيسي او ټول ځان ته ځانګړي کړي.

دا دويم پړاو دى،چې له دې حقوقو څرنګه ګټنه وکړي،په دې پړاو کې دنده او حق له يو بل سره يو ځاى کېږي او حقوق د دندو او وظيفو په ترسره کولو فعليت مومي او هر څوک خپل ځانګړي حق ته رسي.

قرآن حکيم وايي:

((هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ (هود/٦١) =هغه له ځمكې پېدا كړئ ا و پرې مېشت يې كړئ ( او د هغې ابادي يې تاسې ته پرېښوده ))

لومړى داچې دلته يې و نه ويل،چې ((انشاکم فى الارض))؛يعنې و يې نه ويل،چې تاسې مې په ځمکه کې پيدا کړئ؛و يې ويل : ((أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ))؛يعنې تاسې يې له ځمکې پيدا کړئ،تاسې يې د ځمکې له نسه راوايستئ؛کېداى شي هماغې مانا ته اشاره وي،چې ځمکه ستاسې دويمه مور ده. دويم داچې و يې ويل :(( وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا)) له تاسې د ځمکې آبادول غواړي؛يعنې يوازې د ځمکې زوى والى بسيا نه دى، چې حق مو فعليت ته ورسي او ذى حق شئ او دې چار لپاره د ځمکې آبادول،ښېرازول او راژوندي کول پکار دي او څو دا دنده نه وي عملي شوي؛نو هغه حق فعليت ته نه رسي،ولې؟؛ځکه انسان ته عقل،اراده او واک ورکړ شوى او عقل او واک دى،چې د عمل کړۍ پراخوي.

 

د انسان د حق په دوه پړاوه کېدو کې د عقل او واک ونډه

د انسان د ژوند نظام له نورو ساه کښو سره توپير لري.هغوى د غريزې له مخې ژوند کوي او د حق د څرګندېدو لپاره يې د ځمکې زوى والى بسيا دى؛خو انسان عقل او اراده لري او بايد د عقل او ارادې په زور کار وکړي؛نو څو يې دنده نه وي ترسره کړي؛نشي کړاى له خداى ورکړي حقه ګټنه وکړي. هو ! څو د غريزې پړاو وي او دنده پکې نه وي؛نو حق هم ثابت دى او هم څرګند. ماشوم بې له کومې دندې او بې له ضمانته د مور پر تي حق لري او د مور شيدې يې څرګند حق دى؛خو هغه مهال،چې انسان غواړي له ځمکې مور نه شيدې وخوري؛نو شيده ورته چمتو نه دي او بايد په کار،رغاونه او راژوندۍ کولو يې ځان ته چمتو کړي؛نو پر ځمکه مور،چې کوم حق لري؛پر وړاندې يې مسئووليت هم لري؛بلکې ويلى شو،چې دا مور؛يعنې ځمکه هم پرې حق لري او هغه داچې ځمکه آباده او ښېرازه کړي.

 

پر انسان د ځمکې حق

حضرت علي (ک) د خلافت په ړومبيو ورځو کې خلکو ته (نهج البلاغه/١٦٦ خطبه) وويل: ((تاسې مسئوول ياست او يو لړ حقوق مو پر غاړه دي، ان د څارويو او ځمکې پر وړاندې. نه يوازې د خداى او خلکو پر وړاندې مسئوول ياست؛بلکې د څارويو او ځمکې پر وړاندې هم مسئوول ياست. داسې مه انګېرئ،چې دا څاروي ستاسې دي او هر څنګه مو چې خوښه وي،ورسره به چلن کوئ.بل دا چې تاسې ددې ځمکو پر وړاندې مسـئوول ياست،شاړې يې مه پرېږدئ، آبادې او ښېرازې يې کړئ او خداى يې له تاسې آبادي غواړي.))

امام علي (ک) مالک اشتر ته (نهج البلاغه/٥٣ ليک) ليکي:

((هذَا مَا أَمَرَ بِهِ عَبْدُ اللهِ عَلِيٌ أَميِرُ الْمُؤْمِنِينَ، مَالِكَ بْنَ الْحَارِثِ الاََْشْتَرَ فِي عَهْدِهِ إِلَيْهِ، حِينَ وَلاَّهُ مِصْرَ: جِبْوةَ خَرَاجِهَا، وَجِهَادَ عَدُوِّهَا، وَاسْتِصْلاَحَ أَهْلِهَا، وَعِمَارَةَ بِلاَدِهَا = دا د خداى د بنده؛”علي اميرالمؤمنين” له لوري، “مالک اشتر د حارث زوى” ته هغه فرمان دى،چې ژمنه ورسره لري.هغه يې د “مصر” چارواکى وټاکه؛نو ماليات به راغونډوي او له دښمنانو سره به يې جګړه کوي،د خلکو چارې به سموي او د “مصر” ښارونه به ابادوي.))

 

د حق او مکلفيت اړيکه

امام علي (ک) د حق او مکلفيت د اړيکې په هکله (نهج البلاغه/٢٠٧ خطبه) وايي : ((داسې حق به د انسان لپاره نه وي،چې پر غاړه يې حق هم نه وي او د چا پر غاړه حق نشته؛خو داچې هغه او په ګټه يې وي؛ يعنې دنده او حق له يو بله بيل نه دي،که څوک حق لري؛نو د هغه حق ترڅنګ دنده هم و پر غاړه ده.))

پېغمبر اکرم (کافي٥/٧٢) وايي: (( د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې پر نورو پېټى وي)) له عمومي حقوقو ګټنه کوي؛خو کار نه کوي.

 

د کمزورويو حق

اسلام د نورو په شتمنۍ کې بېوزليو،کمزرويو او خوارو ته حق ټاکلى دى.

قرآن حکيم وايي :

((وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (اسراء/٢٦)= او خپلوانو ته يې حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مه كوه ؛))

قرآن حکيم وايي:

((وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ. لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (معراج/٢٤،٢٥)=او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي،د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي) ))

کمزوري او خواران،چې ورهڼه-کار و کسب نشي کولاى؛په کار او زحمت مکلف نه دي او له خپلې وسې پورته هم مکلف نه دي،بلخوا سمه ده،چې هغوى توليدوونکي نه دي او کار او ابادي نشي کړاى؛ خو بې برخې کړاى يې نه شو؛ځکه د لومړني اصل په لارښوونه او د هغې غايي اړيکې له مخې،چې د هغوى او هستۍ ترمنځ ده،دا خپور شوى دسترخوان،هغوى ته هم خپور شوى دى.

قرآن حکيم وايي: ((وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ (الرحمن/١٠)= او ځمكه يې مخلوقاتو ته اېښې ده،))

که دوى د کار وسه درلوده او بيا يې خپله دنده نه ترسره کوله؛نو جريمه يې داوه،چې له دې دسترخوانه بې برخې شي؛خو اوس،چې د کار وس نه لري؛نو خپل ړومبى حق يې پر خپل ځاى دى.واقعاً بېوزله،خوار او کمزوري د شتمنو په شتمنۍ کې د حق خاوندان دي.

 

يو بنسټيز توپير

د الهي اسلامي حقوقي اصولو له مخې،کمزوري او خوار واقعاً د حق خاوندان دي؛خو د غير الهي حقوقي اصولو له مخې،يوازې فعاليت، توليد، کار او صنعت دى،چې حق پيدا کوي.

د امام علي (ک) له لارويانو يو راغى او د “في” او مسلمانانو له غنيمتو يې يو څه وغوښتل،چې اسلامي سرتېرو په سرښندونو لاس ته راوړي ول .امام ورته وويل:دا شتمني د مسلمانانو”في” دى،که ته ورسره وې او د هغوى په شان دې زحمتونه او سختۍ ګاللې واى؛نو پکې شرېکېداى شوې او حق دې پکې درلوداى شو او هر مټ زحمت ګالي او له مشروع لارې يو څه لاس ته راوړي؛نو طبيعي ده،چې خپله ګټلې به په خپله سټي او دا مانا نه لري،چې يو مټ کار وکړي او يو څه وګټي او بل يې وسټي.

 

د ټولنې حق

په اسلام کې حق ډېر محترم دى،د خلکو حقوق خورا احترام لري او عدالت خورا سپېڅلى دى او د اسلام له نظره خيانت او په تېره بيا په عمومي حقوقو کې خيانت تر ټولو ناوړه خيانت دى.امام علي (نهج البلاغه/٢٢٣ خطبه) وايي:

((ان اعظم الخيانة الامة و افظع الغش غش الائمة= له امت سره خيانت تر ټولو ستر خيانت دى او د مسلمانانو پر مشرانو ملنډې وهل تر ټولو ناوړه ملنډې دي.)) (چې دا هم له مسلمانانو سره يو ډول خيانت دى)

اسلام په ډېره لږه موده کې چټک په نړۍ کې خپور شو،ولې؟ آيا يوازې د يو لړ ساده اخلاقي احکامو له امله و؟ او که اسلام ټولنيزو سمونو ته ملا نه وه تړلې؛نو ناشونې وه،چې يوازې په اخلاقي احکامو پايلې ته ورسي.اسلام د “عدل”،حق،آزادۍ، مساوات او د امتيازاتو د له منځه وړو بلونکى و؛نو ځکه يې نوې نړۍ جوړه کړه او کوم تاوانونه، چې يې وليدل د همدې چارو د لاندې باندې کېدو له امله يې وليدل.

هو ! په اسلام کې حقوق محترم،عدالت سپېڅلى او د حقوقو ساتونکى دى او د اسلامي خوځښت د پرمختګ يو لامل هم د حقوقو او عدالت محترم ګڼل وو. په اسلام کې د حقوقو وړاندوينه شوې او پر بنسټ يې خپل احکام وضع کړي.

 

د همسفر حق

حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال د يو کار لپاره له “کوفې” نه بهر ووت،چې هغه مهال د خلافت پلازمېنه وه،. ساتندويان يې بو نه تلل او پر هغه ورځ ساده او يوازې ووت. په راستنېدو کې له يو کتابي سره يو ځاى شو. کتابي حضرت علي (ک) نه پېژنده؛نو يو له بله يې د مقصد پوښتنه وکړه او پوه شول،چې ډېره لار يې سره شريکه ده؛نو د لارې ملګري شول او په خبرو خبرو همداسې روان ول،چې هغه ځاى ته راورسېدل،چې بايد سره بېل شي،کتابي د خپل مقصد پر لوري شو او حضرت علي (ک) د کوفې لار پرېښووه او پر هماغه لار روان شو،چې د سفر ملګرى يې پرې روان و.کتابي ورته وويل: تا خو ويلي ول،چې کوفې ته ځم؟ امام ورته وويل: ولې نه! سړي وويل: نو ولې پر خپله لار نه ځې؟ امام ورته وويل: پېغمبراکرم وويل : دوه انسانان،چې يو ځاى سفر او خبرې وکړي؛نو پر يو بل حق پيدا کوي؛نو دا چې زه په دې سفر کې درسره وم؛نو حق دې راباندې پيدا کړ او غواړم ددې حق له مخې تر يوه ځايه و دې رسوم. هغه سړى په فکر کې ډوب شو او بيا يې وويل : ستاسې د پېغمبر اخلاق خواږه ول،چې اسلام دومره چټک پرمختګ وکړ.

سړي هغه مهال حضرت علي (ک) نه پېژانده،چې يوه ورځ کوفې ته راغى او امام علي يې د خلافت پر ګدۍ وليد؛نو پوه شو،چې د هغې ورځ د سفر ملګرى يې اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب و؛نو بې ځنډه مسلمان شو او د حضرت علي له ښه يارانو شو.

 

حضرت علي؛د عدالت انځور

وروسته د حضرت علي نوم له عدالت سره يو ځاى اخستل کېده. “عمربن عبدالعزيز” وويل : (( علي پخواني په خلکو هېر کړل او راتلونکي يې په زحمت کې کړل؛خلک يې په سيرت خلفاء ملامتوي.))

پر يوه کال،چې معاوية بن ابي سفيان حج ته تللى و؛نو د يوې ښځې پوښتنه يې وکړه،چې د امام علي په پلوۍ او له معاويه سره په دښمنۍ کې يې مخينه درلوده؛ورته وويل شول،چې ژوندۍ ده؟ښځه وپوښتل شوه:خبره يې،چې څه ته مې راغوښتې يې؟؛ځکه مې راغوښتې يې،چې و دې پوښتم:ولې علي درباندې ګران او زه دې بدې ايسم؟ ښځې وويل: ښه به وي،چې په دې موضوع و نه ګړېږو.معاويه ورته وويل: نه هرومرو به ځواب راکوې . ښځې ورته وويل:ځکه هغه عادل او د مساوات پلوى و او ته خوشې ورسره وجنګېدې؛علي راباندې ځکه ګران دى،چې بېوزله پرې ګران ول او ته مې ځکه بدې راځې،چې بېځايه وينې دې تويې کړې او په مسلمانانو کې دې درز واچاوه،په قضاوت کې تېرى کوې او ځاني غوښتنې درباندې واکمنې دي.

معاويه سخت غوسه شو او دواړو يو بل ته سپکې سپورې وکړې؛خو څه شېبه وروسته يې غوسه کابو کړه،و يې ويل: تر اوسه دې علي په سترګو ليدلى دى؟ و يې ويل: هو! و يې ويل:څنګه دې وليد؟ و يې ويل : پر خداى قسم! هغه مې په داسې حال وليد،چې کوم ملک او سلطنت،چې ته تېرايستلى يې،هغه يې نه و تېر ايستلى او غافل کړى يې نه و. ورته يې وويل:د علي غږ دې اورېدلى دى؟ و يې ويل: هو!غږ يې د زړه رڼا وه او د زړه تيارې يې له منځه وړې؛لکه څنګه، چې غوړي زنګ له منځه وړي. معاويه ورته وويل: اړتيا لرې؟ورته يې وويل:څه چې درنه وغواړم؛نو را به يې کړې؟و يې ويل:درکوم يې.ورته يې وويل: سل د سره ويښتانو او‌ښان راکړه.معاويه وويل: که در يې کړم؛نو د علي او زما په هکله به دې نظر بدل شي؟ ښځې وويل: بېخي نه ! معاويه حکم وکړ،چې سل سره اوښان ورکړئ او بيا يې ورته وويل: پر خداى قسم که علي ژوندى واى؛نو د اوښ يو ويښته به يې هم نه و درکړي؛ځکه دا د مسلمانانو دي.

“عدى بن حاتم طايي” د حضرت علي له اصحابو او مينوالو و. دې سړي د پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو کلو کې ايمان راوړ او په اسلام کې يې نوم هم نېک شو. د حضرت علي د خلافت پر مهال له حضرت علي سره و او د “صفين” په جګړه کې د “طريف”،”طرفه” او “طارف” په نامه درې زامن يې هم د حضرت علي په پلوۍ شهيدان شول.د حضرت علي (ک) تر شهادت وروسته،چې معاويه بن ابوسفيان د خلافت پر ګدۍ کېناست؛نو “عدى بن حاتم طايي” ورسره مخ شو؛نو معاويه وغوښتل “حاتم طايي” د علي پر خلاف د معاويه په خوښه خبرې وکړي؛نو د زامنو غم يې ورياد کړ: ((اين طرفات؟)) زامن دې “طريف”،”طرفه” او “طارف” چېرته دي؟ “حاتم طايي” په سړه سينه وويل: ((قتلوا بصفين بين يدى على بن ابيطالب)په صفين کې د علي په پلوۍ شهيدان شول . معاويه ورته وويل: علي درسره انصاف و نه کړ،چې ستا زامن يې جګړې ته ورمخکې کړل،چې ووژل شي او خپل زامن يې له جګړې شا ته کړل او ژوندي پاتې شول . حاتم طايي وويل: داسې مه وايه ! ما له علي سره انصاف و نه کړ،چې هغه شهيد شو او زه ژوندى يم. معاويه،چې وليدل نقشه يې ناکامه شوه؛نو خبره يې بدله کړه او و يې ويل: د علي ځانګړنې راته ووايه. عدى وويل: له ما يې مه غواړه. ورته يې وويل: هرومره به يې راته وايې.و يې ويل:

(( پر خداى قسم!علي غښتلى و،په عدالت يې خبرې کولې او پرېکنده فيصلې يې کولې،علم او حکمت ترې راخوټېده،د دنيا له پړک وپړوکه بې زاره او له شپې او د شپې له يوازېتوب سره مل و،ډېر يې ژړل او فکر يې کاوه،چې يوازې به شو؛نو له خپل نفس سره يې حساب و کتاب کاوه،لنډې جامې او بېوزله ژوند يې خوښاوه،په موږ کې چې و؛نو زموږ په څېر و،که څه مو ترې غوښتل؛ نو منل يې او چې ور به غلو؛نو په څنګ کې يې کېنولو،سره له دې، چې هېڅ ساتندوى يې نه درلود؛خو دومره پرتم يې درلود،چې په مخ کې يې مو د خبرو مړانه نه درلوده او دومره سترتيا يې درلوده،چې ورته مو نه شو کتلي، چې په خندا به شو؛غاښونه يې د مرغلرو په څېر سپين پړېکېدل،د ديانت،تقوا او درناوي خاوند و،پر بېوزليو خورا لورين و،نه غښتليو يې له وېرې تېرى کړاى شو او نه يې کمزوري له عدالته نهيلي ول. پر خداى قسم يوه شپه مې په تپه تياره کې د عبادت په محراب کې وليد،چې اوښکې يې پر ږيره رابهېږي او د مار خوړلي په څېر له ځانه تاوېږي او د غمځپلو په څېر يې ژړل او ته وا همدا اوس يې هم غږ اورم،چې ويل يې: دنيا ! نيوکه راباندې کوې او راته مخه کړې دې ده؟ ځه بل تېرباسه،وخت دې نه دى رارسېدلى،درې طلاقه مې درکړل،چې راستنېدل پکې نه وي،خوند دې ناڅيزه او ارزښت دې لږ دى،خدايه ! توښه لږه،ملګري لږ او سفر اوږد دى.))

د “حاتم طايي” خبرې،چې دلته راورسېدې؛نو د معاويه بن ابي سفيان اوښکې راوبهېدې، و يې ويل: خداى دې علي وبښي، همداسې و،چې و دې ويل،اوس راته ووايه،چې به بېلتون کې يې څنګه يې؟ “حاتم طايي” وويل: د هغه مور په څېر،چې په غېږ کې يې له زويه سر غوڅ شي؟معاويه وويل: علي به دې هېر شي؟ “حاتم طايي”: آيا روزګار مې پرېږدي،چې هېر يې کړم؟

“شيخ مفيد” په “ارشاد” کې ليکي: تر پېغمبر اکرم وروسته د امام علي (ک) امامت دېرش کاله و،چې پينځه کاله او شپږ مياشتې يې خلافت وکړ،چې په دې لږه موده کې يې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره جګړه وکړه. تردې چې وايي: اميرالمؤمنين د جمعې پر شپه د رمضان پر يوويشتمه شپه د “ابن ملجم مرادي” د تورې د ګوزار له امله له دنيا سترګې پټې کړې.

په “کافي” کې د حضرت علي (ک) تر وصيت وروسته ليکي:

(( خداى دې تاسې اهلبيت خوندي وساتي او ستاسې په خونديتوب او درناوي دې په امت کې د پېغمبراکرم درناوى هم خوندي پاتې شي او تاسې ټول په خداى سپارم.))

په “کافي” کې يې کښلي دي : تردې وروسته يې يوازې د ” لا اله الا الله” کلمه په خوله وه،چې سپېڅلې اروا يې له پاسنۍ نړۍ سره يو ځاى شوه.


 

د حقوقو درناوى او د دنيا سپکاوى

کوم احکام،چې اسلام له نورو سره د خيانتونو، ظلمونو، ”عدل”، ظلم،د واکمن د دندو،قضاوت،د قاضي د دندو او د قاضي د دندې د سختۍ،شاهد او نورو چارو په هکله وضع کړي؛ څرګندېږي،چې دين څومره د يو بل د حقوقو درناوى او عملي کول يې لازم بولي.

پوښتنه ماغزو ته راځي : څنګه کېداى شي،چې په اسلام کې حقوق دومره محترم وي،حال دا چې د اسلام سول _لکه څنګه چې معلومېږي_ د دنيا او د دنيا د متاع د سپکاوي پر بنسټ دى. پر يو بل د خلکو حقونه په همدې دنيا پورې اړه لري،د بېلګې په توګه:ددې په اړه دي،چې څوک دې د بل پر مال خېټه نه اچوي او نه دې يې خوري او که يو څيز د چا له نظره بې ارزښته وي؛نو ورپورې اړوند چارې به هم ورته بې ازرښته وي؛نو چې کله په خپله دنيا او ژوند د اسلام له نظره بې ارزښته او سپک وي؛نو ورپورې اړوند حقوق به هم سپک او بې ارزښته وي .

 

ذاتي ارزښت او نسبي ارزښت

ځواب دادى : بايد د دين له نظره د دنيا بې ارزښتي روښانه شي،چې څه مانا لري. دا مطلب د خورا شبهو او پوښتنو لامل دى.که د يو څيز ارزښت او ناارزښتي د هماغه څيز له نظره وکتل شي؛نو هر څه ارزښتمن دي؛يعنې هر څه په خپله د ځان لپاره ارزښت لري؛ځکه هر څيز د هستۍ يو پړاو دى،د يو څيز هستي په خپله د هماغه څيز لپاره ارزښت لري او د فيلسوفانو په تعبير،وجود له خير سره مساوي دى؛خو که يو څيز د هغه څيز له نظره نه؛بلکې له بل څيز سره د اړيکې او پر يوه بله هستۍ د اغېز له نظره وڅېړل شي؛نو شونې ده،چې يو څيز د بل څيز په پرتله بې ارزښته وي،د هغه په ګټه او تاوان کې يې اغېز و نه لري او کېداى شي منفي يا مثبت اغېز ولري.که مثبت اغېز ولري؛نو وايو: دا څيز هغه بل څيز ته ارزښتمن دى.دا ارزښت،چې نسبي ارزښت دى؛يعنې د يو څيز ازرښت بل څيز ته دى،دوه ډوله دى: يو وخت يوازې د هماغه څيز ارزښت په پام کې نيول کېږي.د بېلګې په توګه وايو: پيسې انسان ته ارزښت لري او يو وخت د يو څيز ارزښت بل څيز ته د درېمګړي څيز په پرتله په پام کې نيول کېږي . د بېلګې په توګه : د پيسو ارزښت انسان ته د روغتيا، اخلاقو او د پوهې د ارزښت په پرتله څومره ارزښت لري؟

اوس وايو د يو موټي شګې يا يو مچ يا ماشي ارزښت د انسان په نظر کې هېڅ هم نه دى؛ځکه شتون او نشتون يې پر انسان اغېزمن نه دى؛ البته د داسې بې ارزښته څيز حق هم بې ارزښته دى؛خو پيسه انسان ته ارزښت لري؛ځکه انسان ته ګټوره ده؛خو همدا پيسه د شرافت، روغتيا او مناعت پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛نه دا چې ارزښت يې لږېـږي؛بلکې ارزښت يې له منځه ځي؛يعنې داسې نه ده، چې که پيسې ډېرې شي؛نو له شرافت سره که څه هم لږ وي،د پرتلنې وړ دي؛نو که د چا پيسې خوښې وي او بلخوا همدا انسان کريم نفس ولري،داسې کس تر هغه په پيسو پسې ځي،چې شرافت،حيثيت او پت يې پکې خوندي وي؛خو همداچې شرافت او حيثيت ته يې پکې ګواښ وي؛نو که بيا د نړۍ ټوله شتمني هم ورکړې؛نو له خپل شرافت او حيثيته نه تېرېږي.

حضرت علي (ک) د خپل حالت او روحيې په هکله (نهج البلاغه/٢٢٢ خطبه) وايي:(( پر خداى قسم که تر اسمان لاندې هر هغه څه راکړي،چې پر يو مېږي تېرى وکړم،چې له خولې يې د غنم يوه دانه راوباسم؛نو دا کار به و نه کړم.))

يعنې ټوله دنيا ما ته دومره ارزښت نه لري،چې له امله يې پر يو مېږي تېرى وکړم.

حضرت علي (ک) په دې وينا د دنيا ارزښت ټيټ کړى نه دى؛د حق او عدالت ارزښت يې اوچت کړى دى . نه غواړي ووايي: داچې دنيا او څه چې تر اسمان لاندې دي؛ځکه يې نه غواړم، چې بې بيې دي،چې په پار يې يو وړوکى تېرى_چې پر مېږي دى_ وکړم؛بلکې غواړي ووايي، چې ظلم دومره ستر دى،چې د دنيا ټوله شتمني يې پر تر ټولو کوچني وګړي- چې دمېږي له خولې د دانې اخستل وي- پر ظلم نه ارزي:

شيخ سعدي وايي:

دنيـــــــا نيرزد آنـــــکه پريشان کنى دل

زنهار بد مکن که نکرده است عاقلي

سعدي نه وايي،چې دنيا دومره لږ ارزښته ده،چې د يو زړه په خپه کولو نه ارزي؛بلکې وايي،چې د يو زړه خپه کول دومره مهم دي،چې د ټولې نړۍ د ورکولو په بيه هم بايد دا چار ونشي.دا د پرتليزې بې ارزښتۍ مانا ده.

دنيا چې ددين له نظره بې ارزښته ده؛نو د پرتليزې بې ارزښتۍ په مانا ده؛يعنې دنيا دومره ارزښت نه لري،چې په پار يې اخلاقي او ټولنيز اصول او انسانيت او سړيتوب له لاسه ورکړئ،د دنيوي ګټو لپاره دروغ مه واست،خيانت مه کوئ،ژمنې مه ماتوئ،ظلم مه کوئ، د نورو حقوق مه لتاړئ،د دنيا ګټې دومره ارزښت نه لري،چې په پار يې زړونه خپه کړئ او ان د يو مېږي حق ولتاړئ.

 

انساني لوړ منطق

دا سول خورا ښه او اوچت سول دى.دا ناسمه ده،چې ووايو:دين ويلي: دنيا دومره بې ارزښته ده،چې ان په پار يې يو دروغ بايد و نه ويل شي،بايد يو خيانت او ظلم هم ورته ونشي؛بلکې سم تفسير يې دادى، چې دين دومره اصولو،حقوقو،ګروهې،ايمان او اخلاقو ته ارزښت ورکوي،چې وايي : د دوى په پار له دنيا او اړوند چارو يې تېر شئ.

واقعاً همداسې ده. که انسان،انسانيت او مانيز ارزښتونه درک کړو؛نو بې له دې بل څه نه شو ويلاى. په ټوله نړۍ کې ان توکيز مسلکي هم ناچاره دي،چې اصولو او حقوقو ته ارزښت ورکړي او د دنيا ګټې او تمې د ګروهې،مسلک،اصولو او حقوقو پر وړاندې کوچني وګڼي. دا مطلب د دين په ژبه کې_چې ځانګړې ژبه ده_ د دنيا په بې ارزښتۍ تعبير شوى دى. يوازې د دين پر اصولو بشر ته دا سول ورکولاى شو او کړاى شو بشر ګروهمن کړو،چې ګروهه،مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي.که د دين اصول له بشره واخلو؛نو دې حقيقت ته به هېڅ بنسټ پاتې نشي،چې ګروهه، مسلک، اصول او حقوق تر ګټو او تمو اوچت دي.که دنيا فى حد نفسه په پام کې ونيسو،قطع نظر له دې،چې د دنيا لپاره ګناه وکړو،له اصولو سرغړاوى وکړو،حقوق ولتاړو؛نو له دې نظره دنيا موږ ته خورا ارزښتمنه ده،د رسول اکرم (ص) په وينا (مناوي؛کنوز الحقايق : د دال باب : ((الدنيا مزرعة الآخرة=دنيا د آخرت کښتځى دى)) او د حضرت علي (ک) په تعبير ((مسجد احباء الله و مصلى ملائکة الله و مهبط وحى الله ومتجر اولياء الله)) د آخرت کښتځى،د خداى د عبادت مرکز،د الهي وحې د راکوزېدو ځاى او د الهي اولياوو سوداګرخونه ده؛ نو داسې ځاى ته خو نشي ويلاى،چې بې ګټې او بې ارزښته ده. (نهج البلاغه/١٣ حکمت)

په خپله دين په دې اوچت سول د دنيا ارزښت نه دى راټيټ کړى او د معنوياتو،تقوا،فضيلت او ټولنيزو حقوقو ارزښت يې ښوولي او اوچت يې ګڼلي،چې لږ خلک ترې خبر دي؛نو د دنيا بې ارزښتي، پرتليزه بې ارزښتي ده،پرتليزه بې ارزښتي،د ژوند د حقوقو له درناوي سره هېڅ منافات نه لري؛بلکې په خپله د حقوقو درناوى دى.

لکه څنګه چې مې وويل : د اسلام همدا کلک حقوقي قوانين دليل دي،چې د دنيا بې ارزښتي پرتليزه بې ارزښتي ده. دا يې لومړۍ خبره.

 

ټولنيز سول

دويمه خبره داچې د هغه پوښتنې په ځواب کې وايم: آيا اسلام نه غواړي اسلامي ټولنه پايښت ومومي؟ البته روښانه ده،چې غواړي. اوس،چې غواړي پاتې شي؛نو آيا شونې ده،چې ټولنه بې عدالته وي او د خلکو حقوق خوندي نه وي؟مګر زموږ ګران پېغمبر و نه ويل : ((الملک يبقى مع الکفر و لا يبقى مع الظلم))؛يعنې منځلارې او عادله ټولنه د پايښت وړتيا لري که څه هم وګړي يې کافر وي او که د توپيرونو له امله په ټولنه کې ظلم راپيد شو؛نو هغه ټولنه نه پاتې کېږي،که څه هم وګړي يې په ګروهه مسلمانان وي.

په قرآن کريم کې داسې آيتونه ډېر دي،چې وايي،چې د پلاني قوم د ورکېدو لامل ظلم و،په يو ځاى کې وايي:

((وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ( هود/١١٧)= او ستا پالونكى ديوې سيمې اوسېدونكي،چې (دخپلو چارو د) سمونې په لټه كې وي،د يو ظالم له امله نه ځپي.))

يعنې خداى سمونپالي خلک د يو ظلم له امله نه ورکوي.

مفسرين وايي،چې دا ظلم شرک دى؛ځکه شرک يو ډول ظلم دى: ((إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ))

که څوک په ټولنيزو اړيکو او حقوقو کې عادل وي؛نو پاک خداى يې د کفر او شرک له امله نه هلاکوي.

 

په مانيزو چارو کې د ټولنيز عدالت او حق ونډه

درېمه خبره :فرض به کړو،چې د دنيا بې ارزښتي نسبي او پرتليزه نه ده. فرض به کړو،چې د دين له نظره دنيا مطلق شر دى؛خو که په هر څه کې اړنګ وکړو،په يو څيز کې اړنګ نه شو کړاى او هغه داچې الهي پېغمبران کومې موخې ته راغلي ول؟ هغوى د يو لړ پاکو ګروهو د ښوونې او د وګړيو د ارواوو د سوتره کولو لپاره راغلي ول . (بعثت لاتمم مکارم الاخلاق) ددې لپاره،چې وګړي نېکچارۍ ته وهڅوي او داچې خلک له بدچاريو وژغوري.د دين له نظره يو لړ کارونه ښه دي؛نو پېغمبران نېکو کړنو ته رابلنې ته راغلل او يو لړ کارونه بد دي، چې پېغمبران له بديو سره مبارزې ته راغلل.

ديني احکام درې ډوله دي: اعتقادات،اخلاقيات او عملي احکام. اعتقادي احکام؛لکه پر خداى،پېغمبرانو،معاد او د قيامت د ورځې پر حساب وکتاب ايمان.

اخلاقي احکام؛لکه موږ بايد عفت او تقوا ولرو،راضي،شاکر او صابر ووسو،بښنه،حلم او ګذشت ولرو،يو له بل سره مينه،محبت، اتحاد او اتفاق ولرو،پاکه او سوتره اروا ولرو،کينه کښ و نه وسو او کنجوسي و نه کړو.

عملي احکام هم روښانه دي؛هغه احکام،چې عبادت ته ټاکل شوي: لمونځ،روژه،حج،جهاد،پر نېکيو امر او له بديو منع او داسې نور او د معاشرت په هکله يو لړ احکام دي؛لکه احسان،زړه سوى،رښتيا ويل او دروغ نه ويل،غيبت،کنځل او وژنه نه کول او شراب،جواري،ربا او ريا ته شا کول.

که په هر څه کې اړنګ وکړ؛خو په دې کې اړنګ نه شو کړاى،چې د اسلام شارع هغه څه واقع کول غواړي،چې ښه دي او څه چې بد دي؛نو واقع کېدل يې نه غواړي.

ګورو که ټولنه عادله او منځلارې وي او د خلکو حقوق خوندي وي او په خلکو کې تبعيض،بې برخېتوب او مغبونيت نه وي؛نو پاکې ګروهې،اخلاق او ښې چارې به ډېرې راپيدا شي او د ګناهونو،ناوړه خويونو او ناپاکه ګروهو خپرېدل به لږ شي او که خلک منځلاري نه وي او افراط و تفريط،تېرى،مغبونيت،اړپېچونه او توپيرونه ډېر وي؛ نو دا ټولنه د ارواوو د پاکوالي لپاره غوره نه ده؟ کوم يو يې غوره دى؟ يا درېمه لار هم شته او هغه داچې ټولنيز حالات،چې هر څنګه وي،پر دې چارو اغېز نه لري او په ټوليزه توګه ددې چارو حساب بېل دى؟

هېڅ هوښيار به و نه وايي،چې هغه ټولنه پاکو ګروهو،نېکو چارو او د نفس تزکيې ته غوره ده،چې د عدالت او حق له پلو ګډه وډه وي. حداکثر دومره ويلى شي،چې د عدالت او حق شتون او نشتون په دې چارو کې اغېز نه لري .کېداى شي زموږ د ډېرى نننيو متدينينو ګروهه همدا وي،چې دا دوه بېل حسابونه دي او په يو بل پورې اړه نه لري او که څوک داسې خيال هم وکړي،بايد ورته وويل شي: ډاډمن اوسه،چې عمومي اوضاع او د ټولنيز عدالت شتون او نشتون د خلکو پر کړنو،اخلاقو او ان پر افکارو او ګروهو هم اغېزمنه ده.

پر درېو واڼو پړاوونو اغېز لري: هم د فکر او ګروهې پر پړاو هم د خلق او نفساني ملکاتو پر پړاو او هم د عمل پر پړاو.

پر افکارو او ګروهو د ټولنيز عدالت اغېز

موږ،چې خپلو ادبياتو ته مراجعه وکړو او د خپلو ګرانو شاعرانو ادبي آثار او انديشې ګورو؛نو ګورو سره له دې،چې حقايقپوهان ول،پر حکمتونو پوه شوي ول،لطيف افکار يې درلودل؛ خو ورسره يې له ماغزو او فکره داسې څه راوتلي ول،چې حيران به شې. د بېلګې په توګه ګورو،چې د بخت او چانس مسئلې ته يې خورا ارزښت ورکړى دى او ويلي يې دي : په خپله ويده وسه؛خو چې بخت دې بېداره وي.

د دوى په آند د بخت نوم،چې راشي؛نور هر څه؛لکه علم، عقل، کوښښ،هنر،صنعت او د مټ زور له ارزښته ولوېږي، وايي : بخت کارساز دى نه کار :

اوفتاده است در جهان بسيـــــــار

بـــى تمــــيز ارجمــند و عاقل خوار

که بخت دې ښه وي؛نو هنر،وړتيا او کارپوهه اغېز نه لري :

اگر به هر سر مويت دوصد هنر بـــاشد

هنر به کار نيايد چو بخـــــــت بد باشد

کوښښ،عمل او هلې ځلې څه دي؟ اصلي خبره د بخت ده : (( دولت نه به کوشيدن است،چاره کم جوشيدن است.))

از اين بوالعجب تر حديثى شنو     که بى بخت،کوشش نيرزد دو جو

××××

چندان که جهـــــد بود دويديم در طــــلب

کوشش چه سود چون نکند بخت ياوري

××××

بخت که ښه وي؛نو د مټ له زوره کار پوره نه وي:

چه کند زرومند وارون بخت     بازوى بخت به که بازوى سخت

به رنج بردن بيهوده گنـــــج نتـــوان يافت

که بخت راست فضيلت نه زرو و بازو را

ټولې د بخت خبرې دي.که له همدې محترم شاعرانو او پوهانو وپوښتل شي،چې صاحبه دا بخت څه دى؟،چې په اړه يې دومره خبرې کوئ؛تاسې خو به پېژندلى وي،اغېز او نښې به يې لرئ،موږ ته يې هم تعريف راوښيئ کړئ؛نو ځواب نه لري.

 

د بخت د فکر د پيدا کېدو ريښه

هو ! يو اغېز او يوه مبهمه نښه او په يو ځاى کې يې مبهم پل ليدلى؛نو له هماغه ځايه د بخت ګروهه پکې پيدا شوه.څه يې وليدل؟

په داسې ټولنو کې يې ژوند کاوه،چې وګړيو به خپل عمر په کوښښ او زحمت تېراوه؛خو بې برخې به ول؛خو پر عکس د هماغې ټولنې اوزګار او خوشې خلک به برخمن او شتمن ول او هوښيار يې بې برخې او بې تميزه يې برخمن ليدل او ليدل يې،چې د هنر،وړتيا،کارپوهې حق او برخمنۍ ترمنځ تناسب نشته؛نو په تدريج دا مطلب،چې له ټولنيزو مشهوداتو يې واخستل شو،د بخت د فلسفې بڼه يې واخسته او ددې ټولو ګډوډيو او تېريو _په پوهه او ناپوهۍ کې_نوم يې بخت کېښود او کله کله به يې کنځلې هم ورته کولې.

د بخت فکر او جرړه،بې له ټولنيزو بې عداليتو او ګډوډيو هېڅ علت نه لري چې همدا ددې شيطاني فکر الهاموونکى دي.

که له دې سرچينې تېر شو،موږ دوه نورې سرچينې لرو. يو يې دين دى،چې کله شاعران د قرآن شريف له آيتونو،نبوي سنتو او د امامانو له ويناوو الهام اخسته،په ټول قرآن شريف،د پېغمبر اکرم او امامانو په ويناوو کې د بخت خبره نشته.

بله سرچينه عقل،علم او فلسفه ده.د فلسفې پخوانيو کتابونو بخت د موهوم په نامه ياد کړى دى؛نو د بخت په هکله دا ستر خيال له کومه پيدا شو،چې د بخت ځواک تر عقل،علم، کار، کوښښ، هنر، صنعت او زوره اوچت او ډېر دى؟

ددې شيطاني فکر سرچنيه يوازې بې نظمي،بېځايه توپيرونه، تبعيضونه او ټولنيزې کندې کپرې دي،چې کله ټولنيز عدالت څپڅپاندى شي،حقوق پلي نشي،د دندو په سپارلو کې واسطې واکمنې وي؛نو د بخت فکر زور اخلي او پراخېږي؛ځکه د بخت مانا داده، چې يو څيز هم د بل څيز شرط نه دى.

څومره توپير کوي،چې يو انسان کوښښ ته پر اغېز قايل وي او ايمان ولري .

((وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (نجم/٣٩) = او دا چې انسان ته يوازې هڅه يې ده. ))

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ (رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى .))

پر بخت ګروهه څومره د پورتنيو دوو آيتونو له مطلب سره منافات لري.

 

روزګار ته بدويني

زموږ په ادبياتو کې له روزګاره شکايت يو بل عنوان دى،څومره کنځل روزګار ته شوي او د ظالم او غدار نوم ورکړ شوى تر دې،چې وايي: روزګار له نېکچارو او ښو خلکو سره ځانګړې کينه لري .

پر کوم روزګار،چې نيوکه کېږي،د اسمانو،ځمکې او زمانې نه دى؛ بلکې د هماغه ويناوال ټولنيز چاپيريال دى،د ويناوال ځانګړى چاپيريال دى؛نه ستر روزګار. دا ويناوې د ويناوال شخصي،دنننۍ او روحي انعکاس دي،چې کله يو څوک په خپل شاوخوا کې يوازې تېرى ويني او اصلي علت يې هم و نه پېژني او که و يې پېژني؛خو ويلاى يې نشي؛نو خپل زړه په روزګار تشوي؛نو په پايله کې دا ډول وضع د خلقت پر خلاف بدويني رامنځ ته کوي او دا فکر زور اخلي،چې د روزګار بنسټ له نېکچاريو سره د دښمنۍ او تېري پر بنسټ دى؛لکه څنګه،چې “ابن راوندي” وايي:

کم عاقــل عاقل اعيت مذاهبه     و جاهل جاهل تلقيه مرزوقا

هذا الذي ترک الاوهام حائرة     و صير العـــالم النحرير زنديقا

يعنې څومره د هوښيارانو هوښياران دي،چې د ژوند لارو عاجز کړي او څومره،چې مخکې ځي،نه نېکمرغه کېږي او څومره د ناپوهانو ناپوه دي،چې له هر څه برخمن دي او دا هغه څه دي،چې عقلونه يې پرېشانه کړي او باريکبين پوه يې بې دينه از زنديق کړى دى.

د بېځايه توپيرونو،تبعيضونو او د ټولنيز تعادل د منځه تلو يو نېغ په نېغه اغېز د فکري نظم ګډوډېدل او علم،عقل،تقوا،عمل،هنر او وړتيا بې اغېزې ګڼل دي،چې دا هر څه د بخت د فلسفې په نامه کېږي،چې موږ يې هم پر خپلو ادبياتو اغېز وينو او بل اغېز يې پر سپېڅلي خلقت بدګوماني ده. دا په فکر او ګروهه کې د بې عدالتيو اغېز دى.

ټولنيز عدالت او وګړيز اخلاق

ښه او بد اخلاق هم د دنيا د نورو څيزونو په څېر علت او لامل لري او خوشې نه راپيدا کېږي . “خټه” او “طينت” پرې اغېزمن دى،د چاپېريال وضع او هڅونې پرې اغېزمنې دي، بې برخېتوب هم د اخلاقو په فساد کې اغېزمن دي او کينې او دښمنۍ له همدې ځايه راولاړېږي .

استثنايي وګړي

البته يو لړ استثنايي وګړي شته،چې مظلوميت او محروميت پرې اغېز نه لري او د همدې فوق العادګۍ له امله له روحي خوندېينې برخمن وي. پياوړى ايمان پر اروا د ډېرو لاملونو د اغېز مخه نيسي. استثنايي وګړي د عامو خلکو له افکارو اوچت دي . بېلګې ته پام وکړئ :

مورو پلار له خپل اولاد سره دي،په دې کور کې خواړه،مېوه،جامې او خواږه د کور پر غړيو ويشل کېږي.د اولاد فکر او ورمند او هغه اغېزې،چې په دې چارو کې يې پيدا کوي،د موروپلار له فکر او ورمند-قضاوت او د اغېز له ډول سره توپير لري؛په يوه کچه نه دي،په دوو کچو کې دي.

خو هغه احساس،چې اولاد يې يو بل ته لري : هر اولاد که وګوري،چې په خوړو،مېوه او جامو کې يې برخه تر نورو لږه ده؛نو خپه کېږي او ژاړي او دا چې مظلوميت او بې برخېتوب احساسوي؛نو د غچ په تکل کې شي؛نو هغه مورو پلار،چې د اولاد د نېکمرغۍ غوښتونکي دي او خوښ دي،چې اولاد يې له وړوکتوبه سمه روحيه ولري؛نو ورته پکار دي،چې په منځ کې يې تبعيض و نه کړي.

تبعيض د اړپېچ،حسادت او غچ تخم کرل دي.تبعيض ددې لامل دى،چې هم د بې برخې کړاى شوي اولاد اروا خپه شي او هم نازولى اولاد په بل متکي،ضعيف النفس او ژر خپه کېدونکى روږد شي. موروپلار د اولاد بدني روغتيا ته خورا پاملرنه کوي؛خو د اروا روغتيا ته يې هېڅ پاملرنه نه کوي.

خبره مې داده: دا چې ماشومان په يوه کچه فکرکوي؛نو د يو په پرتله د بل بې برخې کېدل پرې ناوړه اغېز اچوي؛خو د موروپلار د فکر کچه،چې لوړه ده او بل شان فکر او مينه کوي؛هغوى په دې ډول بې برخېتوبونو،ډېروالي او کموالي نه خپه کېږي؛هغوى په دې نه خپه کېږي او د حقارت احساس نه کوي،چې خواړه يا مېوه لږه ورورسي.

په ټولنه کې هم همداسې ده؛استثنايي وګړي،چې د ټولنې پلارونه دي؛ د محروميتونو تر اغېز لاندې نه راځي،مظلوميت او بې برخېتوب پرې اغېز نه کوي،په عين مظلوميت او بې برخېتوب کې د هغه پلار په شان دي،چې د خپل اولاد ښېګڼه غواړي؛نو داسې خلک هم د ټولنې ښېګڼه غواړي.

رسول اکرم،چې د احد په جګړه کې په تندي په تيږه ايشتل شوى و او غاښ يې هم مات شوى و؛نو دعا يې وکړه: ((خدايه ! قوم ته مې هدايت وکړې او ويې بښه،چې ناپوه دي.)) وګ: (مناقب ابن شهر آشوب١/١٩٢)

حضرت علي (ک) د فدک په هکله (نهج البلاغه/٤٥ ليک) وايي:

((ځينو ورته تمه وکړه او ځينو زهد وکړ….زه فدک او نافدک څه کوم، حال دا چې د بدن راتلونکې په ګور کې ده او په تياره کې يې آثار له منځه ځي .))

 

د تبعيضونو اخلاقي اغېزې

پر ځېنو د تبعيضونو اخلاقي اغېزې دومره نه وي؛خو د ټولنې د نورو وګړيو حالت د هماغې کورنۍ د غړيو مثال لري. تبعيضونه او توپيرونه د هغو خلکو اروا خپه کوي،چې برخې شوي او غچ اخستو ته يې چمتو کوي او بله ډله اسراف کوونکې،کم حوصله او بېکاره روږدوي .

د رسول اکرم مشهوره دعا ده،چې (عوالى اللئالى/١٥٩ مخ) وايي:((پالونکيه ! هومره دې وېره را پر برخه کړه،چې ستا له سرغړاوي مې وساتي.))

اسلامي دعاګانې د غوره اخلاقي او مانيزو ښوونو ښوونکي دي، څومره روحي او ټولنيز لطايف دي،چې د دعا په ژبه ويل کېږي. په يوه دعا کې راغلي :(( خدايه ! له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه،چې تېرى يې راباندې کړى دى.)) دا غوڼدله لطيف ټکي لري. رسول اکرم و نه ويل : خدايه زموږ له ظالمانو غچ واخله؛بلکې و يې ويل : (( خدايه له هغوى مو په غچ اخستو کې ملاتړ شه،چې تېرى يې راباندې کړى دى.))

((ثار)) سزا ورکولو ته د لېوالتيا په مانا دى او په اصطلاح کې د غچ غوښتنې حس ته وايي. غواړي ووايي: دا چې ظلم راباندې شوى؛نو قهرًا مو روح خپه او غچ اخستونکى کېږي؛نو همداچې دا حالت مو په اروا کې پيدا شو،هر وخت،هر ځاى او په هره لاره،چې وي،خپل اغېز به کوي او د اور په شان لمبې به وهي.

نن د معرفة النفس علماوو جوته کړې،کومې کينې او دښمنۍ،چې په روح کې پيدا کېږي؛نو کېداى شي لنډمهاله په روح کې ننوځي او انسان يې د خپل “ظاهري شعور” له مخې هېرې کړي؛خو واقعاً له منځه نه ځي او د روح په تل کې له “ظاهري عقل” او “ظاهري شعور” نه بې خبره پر فعاليت بوختې وي،چې بهر ته لار پيدا کړي.

رسول اکرم وايي : (( خدايه ! دا اور،چې په زړه کې مو دى او يوه ورځ به لمبه شي،نور دې و نه سوځوي او که څوک سوځوي هم؛نو هغه دې وسوځوي،چې تېرى يې راباندې کړى دى))

که داسې وي،چې انسان په خپل عقل،ارادې او ظاهري شعور غچ واخلي؛ خپل شخصي غچ له بله نه اخلي،که په “بلخ” کې پښ ګناه کړې وي؛نو په “همدان” کې د مسګر سر نه غوڅوي؛خو چې کله انسان د ازاد عقل په حکم نه؛بلکې په زړه کې د کينو او دښمنيو له امله غچ اخلي؛نو بيا دې ملاحظاتو نه ګوري.

رسول اکرم وايي : خدايه موږ داسې کړه،چې کينې او غچ مو دومره وي،چې دښمن وځپو،چې دا ارواحو په تل کې مو د بې عدالتيو،مظلوميتونو او کمزوريو له امله کينې او غچ اخستنه پيدا شي،چې طبعاً روح مو ظالم او سراغړانده کېږي،له ظلمه خوند واخلي او د خلکو له لتاړېدو خوند يوسي.

 

په متعادله ټولنه کې متعادل اخلاق

متوازن او متعادل اخلاق عالي اخلاق دي او څرګنده ده که ټولنه، ټولنيز سازمانونه،ټولنيز قوانين او حقوق متعادل نه وي؛نو وګړيز او شخصي اخلاق به هم متوازن نه وي، د ټولنيز تعادل د نشتوالي اغېز يوازې پر عامو بې برخې خلکو اغېز نه کوي؛بلکې پر نازولو او هغوى هم ناوړه اغېز کوي،چې له ډېرو نعمتونو برخمن دي؛عام خلک غوسه او خپه ګېږي او برخمن ناشکره،کم حوصله،بې هنره او کم حوصله کېږي.

حضرت علي (ک) مالک اشتر ته د خواصو په هکله (نهج البلاغه/٥٣ ليک) ليکي :

((وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنَ الرَّعِيَّةِ، أَثْقَلَ عَلَى الْوَالِي مَؤُونَةً فِي الرَّخَاءِ، وَأَقَلَّ مَعُونَةً لَهُ فِي الْبَلاَءِ، وَأَكْرَهَ لِلاِِْنْصَافِ، وَأَسْأَلَ بِالاِِْلْحَافِ وَأَقَلَّ شُكْراً عِنْدَ الاِِْعْطَاءِ، وَأَبْطَأَ عُذْراً عِنْدَ الْمَنْعِ، وَأَضْعَفَ صَبْراً عِنْدَ مُلِمَّاتِ الدَّهْرِ مِنْ أَهْلِ الْخَاصَّةِ، وَإِنَّمَا عَمُودُ الدِّينِ، وَجِمَاعُالْمُسْلِمِينَ، وَالْعُدَّةُ لِلاََْعْدَاءِ، الْعَامَّةُ مِنَ الاَُْمَّةِ، فَلْيَكُنْ صِغْوُكَلَهُمْ، وَمَيْلُكَ مَعَهُمْ = خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي،چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛نو چې څه په لاس ورشي،تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني،د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي،حال دا چې ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې،د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛نو ځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي.))

رسول اکرم وايي: (( منځلاري او همسطح اوسئ،ترمنځ مو ناهموارۍ او تبعيضونه له منځه يوسئ،چې زړونه مو يو بل ته نږدې شي او په يوه سطح شي))؛يعنې که په چارو او نعمتونو کې درز او واټن درکې پيدا شو؛نو قهراً په زړونو کې به مو واټن جوړ شي؛نو هغه مهال په يوه زړه، همفکره او په يوه ليکه کې پاتې کېداى نشئ او قهراً به په دوو بېلابېلو ليکو کې کېږئ.

قرآن کريم وايي:

((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُون (آل عمران/١٠٣)= او ټول د خداى پر رسئ [ = قرآن ، اسلام او د يووالى پر هر ډول وسيله ] ټينګې منګولې ولګوئ او مه خپرېږئ. د خداى هغه (ستر) نعمت راياد كړئ،چې تاسې يو د بل دښمنان وئ ؛خو هغه ستاسې په زړونوكې مينه واچوله او له دې امله سره وروڼه شوئ او تاسې د يوې اورينې كندې پرغاړه ولاړ وئ؛خو خداى ترې وژغورلئ، خداى تاسې ته خپل آيتونه څرګندوي، ښايي چې سمه لار ومومئ .))  

ددې آيت له مضمونه څرګنده ده،چې د هغه يووالي او اتحاد په هکله دى،چې اسلام يې له مسلمانانو غواړي.

سرچینه :تعلیم و تربیت در اسلام د استاد شهید مطهری لیکنه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!