تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د رسول اکرم (ص) ژوند ليکوال: شيخ جعفر سبحاني ژباړن : اجرالدین اقبال د ژباړن خبرې لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (احزاب/21 = په يقين چې د خداى د استازي […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د رسول اکرم (ص) ژوند

ليکوال: شيخ جعفر سبحاني

ژباړن : اجرالدین اقبال

د ژباړن خبرې

لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (احزاب/21 = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

 د اسلام ستر پېغمبر؛حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې تر پېژندلو وروسته يې بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې،چې د تاريخ په  بهير کې يې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د “محمد رسول الله” (ص) په مشرۍ د ديني نظام ټينګول وو؛ خو متاسفانه د ټولنې د فرهنګي،سياسي،علمي،اقتصادي او تشکيلاتي ودې د نشتوالي له امله،دې موخې ته نه ده رسېدلې؛خو اوس چې د لوى خداى په فضل،د هېواد په اساسي قانون کې، نظام،”اسلامي جمهوريت” نومول شوى؛ نو ټولو هېوادوالو ته قانوني لار پرانستل شوې،چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي؛ نو په همدې موخه موږ دا ژباړه را وړاندې کړه،چې د اسلامي نړۍ د مشهور اسلامپوه “شيخ جعفر سبحاني”(د “تفسير جاويد” د مولف)  ليکنه ده او د يو داسې پېر په تمه،چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.

 په درنښت

اجرالدين اقبال

لومړى څپرکى

 د “عربستان” ټاپو وزمه يا د اسلامي تمدن  زانګو    

“عربستان” د اسيا په جنوب ختيځ كې لويې ټاپووزمې دي، چې پراخوالى يې3 ميليونه مربع كيلومټره دى.دا ټاپوزمې د غير متوازي الاضلاع مستطيل په څېر دي،چې شمال ته يې “فلسطين” او د “شام” دښته،ختيځ ته يې “حيره”، “دجله”، “فرات” او  “فارس خليج”، جنوب ته يې د “هند” سمندر،  د “عمان خليج” او ختيځ ته يې سور سمندر پروت دى.

دا ټاپووزمې له پخوا راهېسې پر درېو برخو وېشلى وې:

1 – شمالي او لويديزه برخه يې “حجاز”.

2 – ختيزه او مركزي برخه يي د عربو صحرا.

3 – جنوبي برخه يې “يمن” نومېږي.

په دې  ټاپووزمې كې سترې او تودې دښتې پرتې دي،چې د استوګنې وړ نه دي،چې يوه يې هم د “باديه سماوه” دښته  ده،چې نن ورته  “نفوذ”ويل كېږي او بله دښته،چې تر “فارس خليج” پورې پرته ده؛د “الربع الخالي” په نامه يادېږي،چې پخوا يې ددې دښتې يوې برخې ته “احقاف” او بلې ته “دهنا” ويله.د همدې دښتو له امله ددې ټاپووزمې درېمه برخه وچه،بې كښته او د استوګنى وړ نه ده.يوازې كله كله د بارانو له امله پکې څه اوبه راغونډېږي،چې ځينې عربي ټبرونه،لنډه موده څړ ته څاروي ورولي.

ددې ټاپووزمې هوا په دښتو او مركزي برخو كې ډېره ګرمه او وچه ده او په ساحلونو كې مرطوبه او په ځينو سيمو كې معتدله ده.

 په دې  هېواد كې يو لړ غرونه هم شته،چې له جنوبه شمال ته غځېدلي چې لوړه څوكه يې نژدې ٢٤٧٠ متره ده.

د سرو او سپينو زرو او ګران بيه تيږو كانونه له پخوا ددې ټاپووزمې له شتمنۍ شمېرل کېږي.

 له څارويو ځنې يې ډېر خلك “اوښان” او “اسونه” روزي او په مرغانو كې “كوتره” او “فيل مرغ”  تر نورو مرغانو ډېر ساتل كېږي.

نن د “عربستان” عايدات د تېلو له رااېستلو او پلورلو له لارې دي،چې د تېلو مركز يې د “احسا‌ء” د “ظهران”  په ښار كې دى.

د زياتې پوهېدنې لپاره لاندې شرح ته پام وكړئ:

 “حجاز”:

 له حجازه د “عربستان” شمالي برخه جوړه شوې او ټوله خاوره يې له “فلسطينه” نيولې،د “يمن” تر پولې پورې،د “سره سمندر” پر غاړه پرته ده، يوه غرنۍ سيمه ده،چې دښتې يې د كښت وړ نه دي.د “حجاز” مهم ښارونه “مكه” او”مدينه” دي.”حجاز” له پخوا دوه بندرونه درلودل،چې له “جدې” به د مكې خلكو او د “ينبوع” له  بندره به د مدينې خلكو استفاده كوله، دا دواړه بندرونه د “سره سمندر” پر غاړه پراته دي.

 مكه معظمه:

“مكه” د نړۍ له مشهورو ښارونو او د “حجاز” د وګړيو ګڼ مېشت ښار دى،چې د سمندر له سطحې نژدې 300 متره جګ پروت دى.د مكې ښار له لرې؛ځکه نه ليدل كېږي،چې په غرونو کې پروت دى.

د مکې د ښار تاريخچه

د مكې د ښار تاريخ د حضرت “ابراهيم”عليه السلام له وخته پېل شوى. هغه خپل زوى حضرت “اسماعيل” عليه السلام او مور بي بي”هاجره” يې استوګنې ته، دې ښار ته ولېږل، زوى يې هلته د هماغې شاوخوا له يوه استوګن يوه ټبر سره خپلوي وكړه،.

حضرت “ابراهيم” عليه السلام د خداى په حکم د كعبې خونه جوړه كړه او د يو لړ سمو روايتونو په رڼا كې ليدل كېږي،چې كعبه د حضرت نوح عليه السلام يادګار و، چې حضرت “ابراهيم” عليه السلام بېرته جوړه كړه.

 مدينه:

د مکې په شمال كې يو ښار دى، چې تقريبا ٤/٥١٨ کيلومټره (90 فرسنګه) ترې لرې ده. په شاو خوا كې يې باغونه دى او ځمكه يې د ونو ودې او كښت ته تياره ده. له اسلام مخکې نوم يې “ثيرب” و او د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته ورته “مدينة الرسول” ويل كېږي. بيا وروسته د اسانتيا لپاره ترې مضاف اليه لرې كړ او نوم يې مدينه شو.

 په  تاريخ كې لولو: لومړي خلك،چې پردې ځمكه اوسېدل، د “عمالقه” ټبر و او بيا د “يهودو” ټبر و او ورپسې “اوس” او “خزرج” وو،چې په مسلمانانو كې ورته “انصار” ويل كېدل.

 مدينه،د “حجاز” د نورو سيمو پر خلاف د يرغلګرو له لوټه خوندي پاتې شوې او د “روم” او “فارس” د امپراتورۍ د تمدن آثار پکې نه ليدل كېږي؛ځكه ځمكې يې د كښت وړ نه وې او د اوسېدو وړتيا يې هم نه درلوده؛نو ځكه د دې ارزښت يې نه درلود،چې يرغل پر وشي.

له اسلام نه مخكې عرب

له اسلام مخكې د عربو پېژندو ته له لاندې سرچينو ګټه اخيستاى شو:

1 _ “تورات”؛سره له دې،چې ډېرې اړونې پکې شوې دي.

2 _ په منځنيو پېړيو كې د روميانو او يونانيانو ليكنې.

3 _ مسلمانو مورخينو ليكلي تاريخونه.

4 _ ختيځ پوهانو راسپړلي لرغوني آثار.

واقعي ده،چې له ډېر وخت راهېسي،د “عربستان” په ټاپووزمه كې ډېرو ټبرونو ژوند كړى،چې د وخت په تېرېدو،پېښو له منځه وړي دي؛خو په تاريخ كې د لاندې درېو ټبرونو نومونه تر نورو ډېر ځلېدلي دي، چې نور ټبرونه ترې راټوکېدلي دي:

1_“بائده”:

 د پوپنا شوي په مانا ده؛ځكه دا قوم د پر له پسې سرغړونو له امله،په ځمكني او اسماني بلاګانو نابود شوى و.كېداى شي دا هماغه د “عاد” او “ثمود” قومونه وو،چې په قرآن شريف كې هم راغلي دي.

2_قحطانيان”:

 د “يعرب بن قحطان”  زامن دي،چې په “يمن”  او د “عربستان” په جنوبي برخو كې مېشت وو،چې ورته اصيل عربان ويل كېږي او ننني يمنيان  او د اسلام په لومړيو كې دوه ټبرونه؛”اوس” او “خزرج” هم د “قحطان” له ځوځاته دي.قحطانيانو ډېر حكومتونه درلودل او د “يمن”  په ودانۍ او جوړونه كې يې خورا كوښښ كړى او تمدنونه يې پر يادګار پرېښې دي.

نن د هغوى كتيبې او ليکنې په علمي اصولو لوستل شوې،چې تر يوه حده يې د قحطانيانو پر تاريخ رڼا اچولې او څومره،چې له اسلام  مخکې، د عربي تمدن په باب خبرې كېږي؛ ټول په همدې “يمني” ټبر پورې تړاو لري.

3 _“عدنانيان”:

 د حضرت “ابراهيم” عليه السلام د زوى اسماعيل عليه السلام زامن دي. ددې قوم د ريښې په باب به په راتلونكې كې بحث وكړو؛خو په لنډو يې راخلو :

 “ابراهيم”عليه السلام موظف شو،چې خپل زوى حضرت اسماعيل عليه السلام او مور يې حضرت “هاجره” مكې ته ولېږي. حضرت “ابراهيم”  عليه السلام هغوى له فلسطينه يوې وچې او ژورې درې؛”مكې” ته ولېږل؛خو خداى پرې ولورېد او د “زمزم چينه” يې ور  برخه كړه .

 حضرت “اسماعيل”  عليه السلام د “جرهم” له ټبر سره خپلوي وکړه،چې مکې ته نږدې اوسېدل او خداى زامن وركړل، يو يې عدنان و، چې نسب يې حضرت “اسماعيل”  عليه السلام ته رسي. د عدنان زامن پر بېلابېلو ټبرونو ووېشل شول،چې مشهور يې “قريش” او بيا په قريشو كې “بني هاشم ” وو.

د عربو عمومي اخلاق

له دې بحثه مطلب هغه خويونه او ټولنيز آداب دي،چې له اسلام مخكې په عربو كې وو. په يوه عمومي كتنه كې د عربو لنډې ځانګړنې دا دي:

د جاهليت د وخت عرب،په تېره بيا د “عدنان” زامن، ارت لاسي او مېلمه پالي وو. په امانت كې يې ډېر لږ خيانت كاوه، د تړون ماتول ورته نابښوني ګناه وه،د عقيدې په لار كې له ځانه تېر او د فصاحت خاوندان وو. پكې ډېر د قوي حافظو خاوندان وو،چې شعرونه او خطبې يې يادولې او په شعر او وينا كې په خپل وخت كې تر ټولو مخكې وو. مېړانه يې د خولو متل وه. پر اس سپرېدو او غشي اېشتو كې يې ځانګړى مهارت درلود او له دښمنه تېښته يې بده ګڼله؛خو پردې سربېره،څه اخلاقي يې فسادونه درلودل،چې د هغوى ټولې ځانګړنې يې له منځه وړې وې او كه د شپږمې پېړۍ په منځ كې پرې له غېبه د اسلام د رحمت وړانګې نه واى لګېدلې؛نو د “عدناني” عرب يو تن به هم نه واى پاتې او يو ځل بيا به د “بائده” عربو لړۍ راژوندۍ شوې وه.

حضرت “علي” (ک) هم په يوه خطبه كې له اسلام مخكې د عربو حالات ډېر د تاسف وړ ښوولي دي:

((خداى تعالى حضرت “محمد” (صلی الله عليه واله) نړيوالو ته وېروونكى او د وحې او خپل كتاب پېغمبر وټاكه. حال دا چې تاسې عربو ډېر بد دود او دين درلود او په بدو ځايو كې اوسېدلئ؛ په وچو دښتو،مارانو او ملخانو كې مو ژوند كاوه،مردارې اوبه مو څښلې او بد خواړه (د خرما د زړيو اوړه او څرمښكۍ) مو خوړل. د يو بل وينې مو تويولې.له خپلوانو سره مو راشه درشه نه درلوده. د بوتانو عبادت مو كاوه او همېشه مو ګناهونه  كول.))

موږ د “حجاز” د خلكو پر ژوند لا پوهېدو ته د “اسعد بن زراره” کيسه را اخلو:

 په مدينه كې په كلو كلو د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو په منځ كې د جګړې اور بل و؛يوه ورځ د “خزرج” د ټبر يو مشر “اسعد بن زراره” مكې ته ولاړ،چې د قريشو مالي او پوځي ملاتړ تر لاسه كړي او د خپل پلار نيكه دښمن له منځه يوسي. هغه د پخوانۍ دوستۍ له مخې،نېغ د “عتبه بن ربيعه”  كره ولاړ او د خپل راتګ موخه يې ورته وويله.

عتبه ورته وويل: “موږ دې غوښتنه منلاى نه شو؛ ځكه نن موږ څه عجيبه کورنۍ ستونزې لرو؛په موږ كې يو سړى راپاڅېدلى او خدايان مو بد ګڼي،نيكونو ته مو بې عقله وايي او په خوږه ژبه يې يوه ډله ځوانان هم په  ځان پسې كړي او له همدې لارې يې په موږ كې ژور اختلاف پيدا كړى،چې د حج موسم وي؛نو له “شعب ابوطالبه” بهر راوځي او په “حجر اسماعيل” كې كېني او خلك خپلې لارې ته رابولي او چې حج تېر شي؛نو په “شعب ابوطالب” كې وي.”

“اسعد”مخكې له دې،چې د قريشو له نورو مشرانو سره وګوري؛نو هوډ يې وکړ،چې مدينې ته ستون شي؛خو د عربو په دود يې زړه وغوښتل ، چې د خداى د كور زيارت وكړي؛خو عتبه وېرولى و،چې كېداى شي،د طواف پر مهال د هغه سړي خوږ غږ درباندې اغېز وكړي. بلخوا، بې د خداى د كور  له زيارته هم له مكې وتل بد ګڼل كېدل؛خو په پاى کې،چې نه سيخ وسوځي او نه كباب، په خپلو غوږونو كې مالوچ كېښوول،چې د هغه سړي خوږې خبرې او غږ وا نه وري. اسعد غلى “”مسجدالحرام”” ته ننووت او طواف يې پېل كړ. په لومړي طواف كې يې سترګې پر پېغمبر اکرم (ص) ولګېدې؛و يې ليدل چې يو سړى په “حجر اسماعيل” كې ناست دى او يوه ډله “بني هاشم” ساتندويان ترې راتاو دي ؛ خو له دې وېرې،چې د پېغمبر اکرم خبرې پرې اغېز و نه کړي؛مخكې را نه غى. په دويم طواف كې يې له ځان سره وويل: دا څه د بې عقلو كار دى، چې زه يې كوم؟ كېداى شي سبا په مدينه كې په دې باب وپوښتل شم؛نو بيا به ورته څه ځواب وركوم؟! نو اړينه يې وګڼله،چې د پېښې په باب څه معلومات لاس ته راوړي. څو ګامه رامخکې شو او په جاهلي دود يې سلام واچاوه او ويې ويل: انعم صباحا !

پېغمبر اکرم ورته وويل: زما خداى تر دې غوره سلام اچول را لېږلى دى او هغه ((السلام عليكم)) دى. بيا اسعد د موخو په باب وپوښت، چې پېغمبر اکرم ورته په ځواب كې د انعام سورت 151 او 152 آيتونه وويل، چې پکې د جاهليت د وخت د عربو ټول روحيات راغلي وو.

 دا دوه آيتونه د هغه ملت د ټپونو ملهم وو، چې يو سل و شل كاله له يو بل سره جنګېدلي وو؛نو ځكه يې د اسعد پر زړه اغېز وكړ او ځاى پر ځاى يې اسلام راووړ او له پېغمبر اکرمه يې وغوښتل،چې “يثرب” ته يو مبلغ ولېږي، پېغمبر اکرم هم حضرت “مصعب بن عمير” (رض) ولېږه.

 كه ددې دوو آيتونو مانا ته ځير شو؛نو د عربو له حالاتو به ښه خبر شئ؛ ځكه په آيتونو كې په ډاګه شوې، چې ناوړو اخلاقي ناروغيو د عربو ژوند ګواښه؛ نو ځكه موږ آيتونه له ژباړې سره راوړي دي.

 

قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ = (ورته) ووايه : (( راشئ، ستاسې پالونكي، چې پر تاسې څه حرام كړي، درته ولولم :” دا چې څوك له خداى سره مه شريكوئ او له  مور و پلار سره نېكي وكړئ او خپل اولاد د تنګسې  له (وېرې) مه وژنئ ،موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو او ناوړه چارو ته ښكاره وي كه پټ، مه نژدې كېږئ  او هغه نفس (انسان)،چې خداى دروند ګڼلى، مه وژنئ ؛ خو پر حق ( او د استحقاق له مخې ) دا هغه څېزونه دي، چې خداى درته د هغو سپارښتنه كړې ده، ښايي چې له عقله کار واخلئ. “

وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ = او د يتيم ( پلار مړي ) مال ته تر هغه مه نژدې كېږئ، څو د مړانې منګ او ځلميتوب ته نه وي  رسېدلى؛خو په غوره توګه پکې تصرف کړاى شئ او په  مچ او تول كې بشپړ انصاف وكړئ، موږ پر هر چا د هغه  تر وسې هومره  پېټى ږدو او چې کله ( د منځګړتوب يا شاهدۍ لپاره) خبرې كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ،كه څه هم (ستاسې) د خپلوانو (په باب) وي ا و له خداى سره ژمنه پوره كړئ . خداى تاسې ته ددې څيزونو سپارښتنه كوي، ښايي چې نصيحت ومنئ .

ددې آيتونو مضامين او له “اسعد” سره د پېغمبر اکرم خبرې راښيي دا ټول ناوړه خويونه د هغه وخت په عربو كې وو؛نو ځكه د خداى استازي “اسعد” ته د خپلو موخو بيانولو لپاره دا آيتونه ولوستل.( 1)

په “عربستان” كې مذهب

حضرت “ابراهيم”  خليل،چې کله پر “حجاز” د توحيد بيرغ ورپاوه؛نو يوه ډله يې پلويان شول؛خو دا معلومه نه ده،چې د توحيد د ډګر دې ننګيالي څومره وکړاى شو د خداى د عبادت كوونكيو منظمې ليکې جوړې كړي ؟

حضرت “علي” (ک) د “نهج البلاغې” په لومړۍ خطبه كې د عربو د دين په باب ويلي:

 ((هغه وخت بېلابېل ټبرونه وو،چې ډول ډول مذهبونه او بدعتونه يې درلودل. يوې ډلې به خداى له خلقت سره ورته كاوه. ځينو به د خداى په نامه كې تصرف كاوه؛لكه بوت پالو،چې د “لات” د بوت نوم له “الله” څخه او “عزى” يې له “عزيز” څخه اخستى و.،چې بيا خداى د پېغمبر اکرم له لارې پر سمه كړل او الهي پوهنې يې وروښوول.))

د جاهليت د  وخت روښانفکرو عربو به د سپوږمۍ او ستورو عبادت كاوه؛خو منځنۍ طبقې چې زياترو يې پر ټبريز او كورني خدايانو سربېره، د كال د ورځو په شمېر، بوتانوعبادت كاوه او د هرې ورځې پېښې يې ور پورې اړوندې ګڼلې.

 تر حضرت “ابراهيم”  خليل الله وروسته،”عمرو بن  قصى” په مكه كې  بوتنمانځنه پېل كړه؛خو په لومړيو ورځو كې دومره پراخه نه وه؛بلكې  په پېل كې بوتان يوازې شفاعت كوونكي وو؛خو څه موده وروسته يې د ځواک خاوندان وګڼل.

 د كعبې په شاوخوا كې اېښوول شوي بوتانو و ته به،ټولو ټبرونو ورته درناوى كاوه؛ خو ټبريز بوتانو ته يوازې خپل  ټبر عبادت كاوه او دا چې د هر ټبر بوت خوندي او معلوم پاتې شي؛نو وروسته يې ورته ځانګړي ځايونه جوړ كړل او ددې معابدو كونجيګانې به نسلونو ته لاس پر لاس کېدې.

 هر چا به خپل كورني بوتان شپه و ورځ نمانځل او كله به، چې سفر ته تلل؛نو ځانونه يې پرې مږل او د مسافرت پر مهال يې د دښتو كاڼي لمانځل او چېرې به،چې ورسېدل؛نو څلور كاڼي به يې انتخابول او پكې تر ټولو ښکلي به يې خپل “خداى” كړ او له نورو يې نغري جوړول.

 د مکې خلكو له “حرم” سره مينه درلوده او په مسافرت كې يې له دې ځايه له ځان سره تيږې وړلې او چېرې به،چې اوسېدل؛نو هلته يې په احترام په يو ځاى كې اېښوول او عبادت به يې كاوه او كېداى شي دوى هماغه “انصاب” وي،چې پر  ښوييو تيږو اړول شوي دي.ددې پر وړاندې “اوثان” وو، چې ډبرينې مجسمې وې او”اصنام” هغه بوتان دي، چې له سرو يا سپېنو زرو يا لرګي يې جوړ كړي وو.

” لات”، چې سپين رنګى بوت و د خدايانو مور ګڼل كېده ، چې معبد يې “طايف” ته نږدې و، “منات” د برخليك، مرګ او اجل خداى و، چې معبد يې د مكې او مدينې تر منځ و.

“ابوسفيان” د احد په جګړه كې “لات”او عزى” راوړي وو، چې مرسته ترې وغواړي.

 د همدې ډول ډول معبودانو او خدايانو پايله وه، چې تل د دې وحشي بېديانيو تر منځ شخړې،جګړې او اختلافونه وو،چې خورا مادي او معنوي زيانونه يې ور ورسول.

حضرت “علي” (ک) د نهج البلاغې په 26مه خطبه كې د هغه وخت حالات داسې ښوولي دي:

 ((خداى حضرت “محمد” پېغمبر كړ،چې نړيوال ووېروي او هغه يې د خپلو اسماني احكامو امين كړ،حال دا چې اى عربو! تاسې ډېر بد دين درلود او پر بدو ځمكو اوسېدئ،د زيږو تيږو او چيچونكيو مارانو په منځ كې مو ژوند كاوه،خړې اوبه مو څښلې او بد خواړه مو درلودل،د يو بل وينه مو تويوله او د خپلوۍ مزي مو شلول،د بوتانو عبادت مو كاوه او په ګناه كې ډوب وئ))

په عربو كې د ښځې موقعيت

په هغه وخت كې ښځه ډېره په تنګسه كې وه او په بد حال يې شپې ورځې سبا كېدې او په دې باب نازل شوي آيتونه تر ټولو رښتيني ګواهان دي:

وَإِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ= او چې كله ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي: ( تکوير/8)

 رښتيا چې انسان به څومره په بې لاريو كې ښکېل وي،چې د خپل زړه ټوټه تر خړو خاورو لاندې كړي او له چغو يې اغېزمن نه شي او زړه يې پرې و نه سوځي.

د دې رواج بنسټګر د “بني تميم” ټبر و او داسې،چې د”عراق” واكمن  “نعمان بن منذر” خپل مخالفين وځپل او د هغوى مالونه يې ولوټل او ښځې يې ورته بنديانې كړې. د “بني تميم” استازي ولاړل او له نعمان بن منذره يې وغوښتل،چې ښځې يې ورستنې کړي؛خو ځينو يې په زندان كې ودونه کړي وو او نعمان ازادې پريښووې،چې له مړونو سره پاتې كېږي او كه له خپلو پلرونو سره ځي.

 د “قيس بن عاصم” لور د پلار  له كوره د مېړه كور غوره وباله او له خپل پلار سره ستنه نه شوه. دې خبرې پرې سخت اغېز وكړ او له ځان سره يې ژمنه وكړه،چې تر دې وروسته به د پيدايښت پر مهال خپلې ټولې لوڼې وژني،چې بيا دا دود په نورو ټبرونو كې هم خپور شو.

 “قيس بن عاصم”،چې رسول اکرم ته ورغى؛نو يوه انصاري د هغه د لوڼو په باب وپوښت. قيس په ځواب كې ورته وويل: ما خپلې  ټولې لوڼې ژوندۍ ښخې كړې؛خو د خلي هومره مې هم پرې زړه نه دى سوځېدلى؛ خو پر هغې يوې مې زړه وسوځېد،چې: ((پر سفر وتلى وم او د ښځې د زېږون وخت مې رانږدې و. سفر مې اوږد شو،چې راستون شوم؛نو له ښځې مې د زېږون پوښتنه وكړه .راته يې وويل:مړ ماشوم مې شوى و او ښخ مو كړ؛خو حقيقت دا و،چې لور يې زېږولې وه او زما له وېرې يې خپلو خويندو ته سپارلې وه.كلونه كلونه تېر شول او لور مې پېغلوټې شوه؛ خو زه ترې خبر نه وم. يوه ورځ په كور كې ناست وم، چې ناڅاپه  يوه نجلۍ راننوته او د خپلې مور پوښتنه يې وكړه؛ډېره ښكلې نجلۍ وه، وښتان يې چوڼي كړي وو او غاړه كۍ يې پر غاړه وه .مېرمن مې وپوښتله: دا ښکلې نجلۍ څوك ده؟ ښځې په ژړغونې حال وويل: دا ستا لور ده، دا هماغه ماشوم دى،چې ته پر سفر وتلى وې او وزېږېده  او له تا  مې پټه كړې وه.زما چوپتيا د رضايت نښه وه،فكر يې كاوه زه به لور نه وژنم؛ نو ځكه مې مېرمن ډاډه له كوره ووته؛خو له ځان سره مې ژمنه وکړه. لور مې له لاسه ونيوه او له كوره لرې مې بوتله او د كندې په اېستو بوخت شوم.  لور مې همدا پوښتل: دا كنده څه ته وباسې؟ كنده مې،چې وايسته؛نو په راكښو راكښو مې پکې ورواچوله او خاورې مې پرې ور واړولې او چغو ته مې يې غوږ ونه نيو. همداسې يې ژړل او چغې يې وهلې: پلارجانه ! ما تر خاورو لاندې ښخوې؟! په دې  دښته كې مې چا ته پرېږدې؛ خو ما پرې چورت خراب نه کړ او همداسې مې پرې خاورې ور اړولې، چې تر څو خاورو لاندې ډوبه شوه. هو! يوازې پردې لور مې زړه سوځېدلې و.))

د قيس كيسه چې پاى ته ورسېده؛نو د حضرت رسول سترګې له اوښكو ډكې شوې او ويې ويل: “ان هذه لقسوه و من لا يرحم لا يرحم”؛ يعنې دا د  سخت زړي كار دى او هر څوک (ملت)،چې زړه سوى ونه لري؛نو د خداى د رحمت په تمه دې هم نه وي.

[يادونه: ابن اثير په اسدالغابه كې له قيس روايت كړى، چې پېغمبر اکرم وپوښتل: تر اوسه دې څو لوڼې ژوندۍ ښخې كړي؟ ورته يې وويل: دولس ].(2)

په عربو كې خرافات

د حضرت پېغمبر اکرم له وياړنو يو دا هم دى،چې له خرافاتو،اوهامو، افسانو او خيالونو سره يې مبارزه وكړه او د بشر له عقله يې د خرافاتو دوړې وڅنډلې او ويې ويل:((زه ځکه راغلى يم،چې د بشر فكري قوت غښتلى كړم او هر ډول خرافات له منځه  يوسم،كه څه هم زما د موخې په پرمختګ كې مرستندوى وي. ))

 د نړۍ سياستوال،چې پر خلكو بې له واکمنۍ بله موخه نه لري او له هرې وسيلې خپل مطلب ته له رسېدو ګټه اخلي،ان كه ناسم عقايد يې هم وي؛ خو كه له دوى سره پر خلكو په حكومت كولو كې په كارېږي؛نو له رواجولو او تبليغولو يې ډډه نه کوي؛خو د اسلام پېغمبر له خرافاتو سره په ټينګه مبارزه كوله،ان له ناسمې ګروهې سره،چې د موخې په پرمختګ كې يې هم ورسره مرسته كوله؛ټوله هڅه يې دا وه،چې خلك د حقيقت بندګان كړي، نه د خرافاتو او افسانو!

په دې  باب لاندې کيسه د لوستو ده:

….. د پېغمبر اكرم زوى “ابراهيم”  ومړ.پېغمبر اکرم (ص) يې پر مړينه خورا غمجن او ويرجن و او بېواکه يې اوښكې تويولې، پر دې ورځ لمر تندر ونيو. د عربو اوهام پالو او افسانه خوښيو، د لمر تندر نيول د پېغمبر اکرم عظمت وباله او ويې ويل: لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مړينې خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى دى. پېغمبر اکرم، چې دا خبره واورېده؛ نو پر منبر يې وويل:((سپوږمۍ او لمر د هغه (ج) د ځواک نښې دي او حکم ته يې سينه پر لاس دي او د چا مرګ  او ژوند ته نه ژاړي،چې لمر يا سپوږمۍ تندر ونيوه؛نو د آيت لمونځ وكړئ. )) له منبره راكوز شو او له خلكو سره يې د ايات لمونځ وكړ.(3)

دې خرافي فكر،چې لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مرګ خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى،كړاى شول د خلكو عقيده پر پېغمبر اکرم نوره هم پخه كړي او په پايله كې له پېغمبراکرم سره د موخې په پرمختګ كې يې مرسته وكړي؛خو پېغمبر اکرم په دې نه خوښېده،چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د خلكو له خرافاتو او افسانو ګټه واخلي.

 حضرت “محمد” (ص) نه يوازې د رسالت پر مهال له بوتانو او خرافاتو سره ټينګه مبارزه كوله؛بلكې په وړكتوب كې هم سخت د خرافانو او افسانو مخالف و:

 پېغمبر اکرم لا څلور كلن نه و،چې په دښته كې يې له خپلې رضاعي مور “حليمې” بي بي سره ژوند كاوه.يوه ورځ  يې وغوښتل،چې له  رضاعي وروڼو سره دښتې ته ولاړ شي. حليمه بي بي وايي: د هماغې ورځ پر سبا مې “محمد” پرېمنځه،وېښتان مې غوړ كړل، سترګې مې يې تورې کړې او دا، چي د دښتې لېوان يې و نه داړي؛نو “يماني مهره” مې ورته په غاړه كې واچوله. “محمد” مهره له غاړى لرې كړه او راته يې وويل: “مور جانې! خداى مې مل او تل راسره دى او همغه مې ساتي.”(4)

خرافات د جاهلي عربو په عقايدو كې

تاريخ ددې ټاپووزمي د خلكو ډېر خرافات ليكلي دي. د “بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب” د لېكوال يو لړ شواهد راټول كړي او څوك،چې دا كتابونه لولي؛پوهېږي چې د عربو ذهن څومره له خرافاتو ډك و او همدا بې بنسټه افسانې وې،چې دا ملت يې تر نورو ملتونو په پرتله له پر مختګه شاته کړى و او د اسلام د پرمختګ په مخكې تر ټولو لوى خنډ همدا خرافات وو؛نو ځكه پېغمبر اکرم تر پسى وسې زيار اېست،چې د جاهليت ريښې له بېخه راولوړي او، چې حضرت “معاذ بن جبل”(رض) يې “يمن”  ته لېږه؛ورته يې وويل: (( معاذه! د جاهليت ريښې، افكار او خرافاتي عقايد له منځه يوسه او د اسلام دود را ژوندى كړه،چې هماغه د تعقل او تفكر لار ده. ))(5)

پېغمبر اکرم به ويل: (( د اسلام په راتګ سره ټول خرافات او افسانې له منځه ولاړې او تر پښو لاندې مې شوې. )) (6)

د بېلګې په توګه: باران اورېدو ته د اور لګول:

په “عربستان” كې په زياترو فصلونو كې وچكالي وي؛نو د هغه ځاى خلكو به باران ورېدو ته د “سلع” او “عشر” د ونې لرګي راټولول او د غوا په لكۍ پورې به يې تړل او غوا به يې د غره سر ته خېژوله او هلته به يې دې لرګيو ته اور اچاوه. دا چې د “عشر” په ونه كې چاودونكي توکي وو؛نو د اور لمبې به ترې اوچتېدې او غوا به د وېرې او سوځېدو له امله رمباړې وهلې. عربو به دا ناځوانه عمل ځکه كاوه،چې د برېښنا او د غوا رمباړو ته يې “تالنده” ويله او دا كار يې د باران په کېدو كې اغېزمن ګاڼه.

كه غوا به اوبه نه څښلې؛نو “غويى” يې واهه: غواګانې او غويان يې اوبو څښلو ته د لښتي غاړې ته بوتلل،كله به داسې هم كېدل،چې غويانو به ښې ډېرې اوبه څښلې؛خو غواګانو به اوبو ته خوله نه وروړله  او داسې يې انګېرله،چې ددې كار لامل هغه دېوان دي،چې د غويانو په فكرونو كې ناست دي او غواګانې اوبو څښلو ته نه پرېږدي؛ نو ځکه يې د  دېوانو شړولو ته د غويانو وهل پېل كړل.

اوښ يې د قبر تر څنګ تاړه،چې خاوند يې د قيامت پر ورځ پياده محشر ته رانه شي: مشر به چې ومړ؛نو د قبر تر څنګ يې كنده اېسته او اوښ يې پکې تاړه او خوراك،څښاك يې پرې بنداوه دا كار يې؛ځكه كاوه،چې مړى د قيامت پر ورځ پر اوښ سپور محشور شي؛نه دا چې د محشر ډګر ته پلى راشي.

له خپګان او وېرې بچ كېدو ته يې له دې وسايلو کار اخسته:

 چې ښار ته ورننوتل؛نو د “وبا” او دېوانو له وېرې، د ښار په وره كې درېدل او لس ځله يې د خره هنګا اېسته او كله يې داسې هم كول،چې د ګيدړې هډوكي يې په غاړه كې اچول او لار به چې ترې وركه شوه؛نو جامې به يې پر څټ اغوستې.

 سفر ته چې وتل؛نو د ښځو له خيانته ډېر وېرېدل؛نو د ډاډ لپاره يې يو تار د ونې پر ډډ تاړه،چې راستانه به شول؛كه تار به پر خپل ځاى و؛نو ګڼله يې،چې ښځې يې ورسره خيانت نه دى كړى او كه تار به ايله شوى يا نه و؛نو پر ښځه يې د خيانت تور لګاوه.

 د ماشومانو غاښونه يې،چې وتل؛نو غاښ يې په دوه ګوتو كې نيوه اود لمر خوا ته ورګوزاروه يې او ويل يې: لمره! له دې راته ښه غاښ راكړه.

 كه د كومې ښځې مړه بچي كېدل؛نو دا چې  نور بچي يې ژوندي وشي؛ نو د ښځې قدم يې د اوو مشرانو پر قبرونو ايښووه.

له خرافاتو سره د اسلام مبارزه

اسلام له دې خرافاتو سره په بېلابېلو بڼو مبارزه كړې.يوه ورځ عربو يوه ډله بېدياني عربو،ناروغان راوستلي وو،چې په غاړه كې يې د تيږو او هډوكو امېلرنه اچولي وو او رسول اکرم يې ددې ناروغيو د درمل په باب وپوښت.

رسول اکرم ورته وويل:

((ناروغ ته پكار دي،چې د خپلې رنځ درملنه وكړي؛ځكه خداى كه درد پيدا كړى؛نو ورسره يې درمل هم پيدا كړي دي. ))

 ان چې حضرت سعد بن وقاص (رض) د زړه ناروغه شو؛نو رسول اکرم ورته وويل: (( مشهور طبيب “حارث كلده” ته يې يوسئ )) او په خپله پېغمبر اکرم هم ورته دارو وښوول.

 د يوه سړي د زوى ستونى خوږېده او ورته يې په غاړه كې بند اچولى و، چې رسول اکرم ته يې راووست. پېغمبر اکرم ورته وويل:

 ((زامن مو په دې جادويي بندونو مه وېروئ. په کار ده،چې درملنې ته يې “هندي عود”(اګر) وكاروئ .))

امام صادق وايي: (( ډېرې  لاسپټۍ او ځړېدلې څيزونه شرك وي. ))

يعنې دا راځوړند شوي د رنځ په درمل كې اغېزمن نه وي.

پېغمبر اکرم او وارثانو (ځايناستيو) يې خلكو ته د درملنې په باب لارښوونې كولې، چې د محدثانو په “طب النبي” او “طب الرضا” كې راټول كړي، چې دا كار هم د عربي جاهليت د خرافاتو پر خوله  کلک سوك و.

په “حجاز” كې علم او پوهه

د “حجاز” خلكو ته يې ُامي ويل. ُامى؛يعنې هغه چې زده كړه يې نه وي كړي؛يعنې انسان هماغسې، چې له موره شوى وي،هماغسې پاتې شي.

 په عربو كې د علم او پوهې په باب درته ووايم،چې کله  د اسلام لمر راوخوت؛ نو په قريشو كې يوازې د اوولسو (17) تنو ليک لوست زده و. په مدينه كې د اوس او “خزرج” په ټبرونو كې يوازې يوولسو تنو دا كمال درلود.(7)

د عربو پر دود او حکم ښې پوهېدنې ته وګورئ:

الف: “بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب” د محمود الوسي ليكنه د 1270 س مړ .

ب: المفصل في تاريخ العرب قبل الاسلام د جواد علي ليكنه.

١_ اعلام الورى/ 35 – 40 او همداسې بحار الانوار،19 ټوك \8- 11

2- دا قصه محمد علي (ک) سالمين په حياه محمد كتاب په 24 او 25 مخونو كې راخيستې ده]

3- بحارالانوار: 22ج/ 155

4_  بحار 15ج/ 392

5-  تحف العقول/ 25 او سيره ابن هشام 3ج/412

6-  سيره ابن هشام، 3ج/ 412

7- فتوح البلدان، ابوالحسن بلاذرى/ 457

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!