تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/۳۱) ژباړه : او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نومونه] وروښود بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل : ((كه رښتيني ياست؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/۳۱)

ژباړه : او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نومونه] وروښود بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل : ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې ( شيانو) نومونه راوښيئ ))

 

دا چې د اسماوو پوهه – چې آدم ته ستره الهي لورنه او خليفه اللهي مقام ته يې د ځانګړنې، وياړنې او وړتيا منشا او سر چينه ده، څه ده، د مفسرانو ترمنځ ډېرې خبرې دي، ځينو ويلي چې منظور د لغاتو پوهه ده، حال دا چې د يو شمېر لغاتو پوهېدنه خو بيخي د دغسې ځانګړنې سرچينه كېداى نشي او البته په دې آيت كې له راغلي مانا کړن – تعبير سره هم اړخ نه لګوي، ځكه د «السماوات والارض» مانا کړن ښيي، چې دا پوهه د اسمانونو او ځمكې په پټو خوالو پورې تړاو لري، چې د پرښتو له ليده پټ وه. په ځينو تفاسيرو كې راغلي، منظور يې د الهي حجتونو نومونه په تيره سپېڅلي امامان دي، چې ارواح يې له وړاندې پيدا شوي وه. په ډاګه ده چې دا ډول روايات د دې ټوليز عنوان ځينو مهمو مصداقونو ته اشاره ده، لكه دا چې د تفسيري رواياتو دود دى، نه دا چې د اسماوو پوهه ورپورې محدوده وي. ډېرى مفسرانو ويلي دلته له اسم څخه منظور مسمى دى، يعنې خداى، آدم ته ټول هغه علوم وروښوول، چې په ځمكې او اسمان پورې يې تړاو درلود، ډول ډول جوړېدنې د كانونو ايستل، د ونو كرل، ځانګړنې او سرچينې يې وروښودې يا يې آدم په طبيعت او استعداد كې په نچوړ ډول ايښي. په دې توګه آدم د نړۍ ټولې خوالې پېژندې او خپلې اولادې ته يې پردې ټولو خوالو د پوهېدو وړتيا او استعداد ورپرېښود. او تر دې به كوم يو فضليت غوره او اوچت وي، چې آدم به د دغسې پوهې خاوند شي او خپلې اولادې ته پرې لاسرسي هم پر يادګار پرېږدي! د دې آيت په تفسير كې د امام صادق (رح) وايي : « منظور، ټوله ځمكه، غرونه، درې او خوړونه دي بيا يې خپل ورلاندې ټغر ته وكتل او ويې ويل، چې دا هم له هغو چارو دى، چې خداى آدم ته وروښود» دا مانا کړن – تعبير ښيي آدم دا ټول علمونه درلودل.علامه طباطبايي په الميزان تفسير كې په دې هكله تر څېړنې وروسته دا پايله اخستې: « كوم اسمانومونه چې خداى، آدم عليه السلام ته وروښوول د غيبو په پردو كې را نغاړل شوي عاليه موجودات وه، چې په بركت يې په دې نړۍ كې هر اسم (او نوم) نازل شوى او له رڼا يې برخمنېږي» په هر حال، د اسماوو پوهه يو پراخ علم وه، چې د دې نړۍ مهم حقايق يې رانغاړلي.( پيام قرآن، 7 / 202 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!