تبلیغات

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه څومره ده؟ منطقيين او فيلسوفان هغه مواد،چې په استدلال کې کاروي،د ارزښت او پکار راتلنې له پلوه يې په څو ډولو ويشلي دي : ځينې دا عناصر برهاني ارزښت لري او علمي او عقلي اړنګ ته ځاى نه پرېږدي؛لکه هغه مواد او عناصر،چې […]

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه څومره ده؟ منطقيين او فيلسوفان هغه مواد،چې په استدلال کې کاروي،د ارزښت او پکار راتلنې له پلوه يې په څو ډولو ويشلي دي : ځينې دا عناصر برهاني ارزښت لري او علمي او عقلي اړنګ ته ځاى نه پرېږدي؛لکه هغه مواد او عناصر،چې يو رياضي پوه يې پخپلو استدلالونو کې کاروي. ځينې نور يې اقناعي ارزښت لري؛ لکه هغه مواد او عناصر،چې ويناوال يې پخپلو ويناوو کې کاروي او که ورته ځير شو؛نو شونې ده،چې اړنګ پکې وي؛خو که را و نه سپړل شي؛عملاً يو حرکت جوړوي او ځينې يوازې راپارونکي او احساساتي ارزښت لري او ځينې نور ارزښتونه لري.

 

د اعجاز ارزښت او د قرآن له پلوه يې پکار راتلنه څه ده؟

لکه څنګه چې قرآن کريم د خلقت آثار د خداى پر وجود د خداى آيتونه او پرېکنده دليلونه ګڼي؛د انبياوو معجزات هم د آيتونو او بيناتو په نامه يادوي او د راوړونکي پر وينا يې قاطع عقلي او سوليز څرګند حجت دى.

قرآن پر معجزو پراخه ويينه کړې او د خلکو دا کار يې سوليز چار ګڼلى، چې بې له آيت او بينه به ورته نه تسليمېدل او تر هغې يې پېغمبرانو ته د خلکو د معجزو د غوښتو د غوښتنې اجازه ورکړې،چې معقول او سوليزه وي او پر نبوت يې ګواه وي؛نه داچې د اقتراح لپاره او د خلکو د زړه غوښتنې له مخې وي .

قرآن کوچنۍ اشاره هم نه ده کړې،چې معجزه د ساده او عوامو خلکو او د بشر د ماشومتوب له پېر سره متناسبه اقناعي دليل دى؛بلکې د ((برهان)) نوم يې پرې ايښى دى.

وګ : د الميزان تفسير،د بقرې د سورت تر ٢٣ آيت لاندې او همداراز د ښاغلي محمد تقي شريعتي د وحې او نبوت د کتاب ٢١٤ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست