تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د العادیات سورت تفسیر   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً«1» فَالْمُورِیاتِ قَدْحاً«2» فَالْمُغِیراتِ صُبْحاً«3» فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعاً«4» فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعاً«5» إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ«6» وَ إِنَّهُ عَلی ذلِکَ لَشَهِیدٌ«7» وَ إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ«8» […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

د العادیات سورت تفسیر

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً«1» فَالْمُورِیاتِ قَدْحاً«2» فَالْمُغِیراتِ صُبْحاً«3» فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعاً«4» فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعاً«5» إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ«6» وَ إِنَّهُ عَلی ذلِکَ لَشَهِیدٌ«7» وَ إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ«8» أَ فَلا یَعْلَمُ إِذا بُعْثِرَ ما فِی الْقُبُورِ«9» وَ حُصِّلَ ما فِی الصُّدُورِ«10» إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ یَوْمَئِذٍ لَخَبِیرٌ«11»= (د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم، چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! پر هغو [اسونو] قسم، چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، پر سهارني بریدګرو قسم،چې دوړې پرې راپورته كړي؛ نو په دې [يرغل د دښمن] منځ ته ورننوځي،بېشكه چې انسان د خپل پالونكي [د نعمتونو په مقابل كې] ډېر ناشكره او کنجوس دى؛ او دې پخپله (هم) پرې شاهد دى؛ او په رښتيا دی سخت پر مال مين دى. ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر ورځ، څه چې په قبرونو كې دي، (ژوندي) راپاڅول كېږي، او څه چې په سينو كې دي رابرسېره به شي؟ 11 بېشكه پر هغه ورځ يې پالونکى له (حالاتو) پوره خبر دى.

 

ټکي:

* «عدو» د تیري په مانا دی؛ ځکه منډه وهل، د عادي حرکت پر پوله تیری دی او «عدو» ورته ویل کېږي.«ضبح» د اس ساه اخستو غږ ته وايي.«قدح» له (چخماق) ډبرې (بکرې) اور راوتو ته،«المغیرات» له «اغاره» او د ځغلنده تاخولو په مانا او «صُبْحاً» د دښمن د غافلولو او د یرغل وخت پټولو ته وايي.

«أثرن»له «اثاره» اخستل شوی او د خورولو په مانا، «نقع» د لوخړې په مانا او «کنود» د کَفور (ناشکر) په مانا دی.

په «بُعْثِرَ» کلیمه کې د بعث او اثاره مانا نغښتې ده؛ یعنې رابهرول او لاندې باندې کول.

«حُصِّلَ» له پوټکي د زڼي ایستو په مانا او پر هغه ورځ له بدو ځانګړنو د ښو ځانګړنو بېلېدل دي.

 * قرآن په ځینو آیتونو کې، انسان د ځینو ځانګړنو له کبله رټلی دی:

«ظَلُوماً جَهُولاً[1]» (ظالم او ناپوه)، «هَلُوعاً[2]» (حریص)، «یَؤُساً[3]» (نهیلی)، «کَفُوراً[4]» (ناشکری)، «جَزُوعاً[5]» (زړه تنګی)، «مَنُوعاً(([6] (کنجوس)؛ خو بلخوا د انسان په باب وايي: «کَرَّمْنا[7]» (کرامت مو ورکړی)، «فَضَّلْنا[8]» (غوراوی مو ورکړی)، «أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ[9]» (غوره بڼه مو ورکړې ده)، «نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحِی [10]» (الهي روح مو ورپوکلی) او دا دوه غبرګونيتوب ددې لپاره دی، چې په انسان کې د حرکت دوه ډوله لاملونه دي: یو عقل او بل یې غریزه. که انسان د الله د بندګۍ او د الهي اولیاوو د روزنې په بهیر کې شي، یو شان دی او که د ځاني غوښتنو، طاغوتانو او وسوسو په بهیر کې شي، بل شان به وي.

* په قرآن کې د دنیا مال ته هغه سخته او حرصناکه لېوالتیا رټل شوې، چې د آخرت او بېوزلیو د هېرېدو لامل شي. «إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ»

* قرآن د دنیا مال په «خیر»تعبیر کړی دی: «لِحُبِّ الْخَیْرِ»، چې وپوهوي، د دنیا مال دې د خیر له لارې لاس ته راوړل شي او په خیر لار کې دې په خیر نیت او په خیر کړنلار ولګول شي.

 

پېغامونه:

1- جهاد او دفاع دومره ارزښت لري، چې الله د مجاهدینو د اسونو پر پرشهار سوګند یادوي. نو سپېڅلې جهاد، خپلې ټولې وزلې سپېڅلې کوي، تردې چې الله (ج) د مجاهد د اس پر ساه قسم خوري. «وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً»

2- مسلمانان دې اس سواره او ګړندي وي.(د اس پر ساه په سوګند کې، با هدفه اس سورېدو ته هڅونه ده.) «وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً»

3-اسونه د الله په لار کې ځغلي؛ خو انسان د الله بر وړاندې سختدریځي کوي.(وَ الْعادِیاتِ … إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ)

4- له دښمن سره په جهاد کې چټک غبرګون یو ارزښت دی. «وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً»

5-د برید پر مهال مو دښمن غافل کړئ. «فَالْمُغِیراتِ صُبْحاً»

6-دښمن غافل کړئ، ناڅاپه ورودانګئ، چې د مقابلې وس درسره ونلري. «فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعاً»

7- ناشکري او مالخوښي، انسان د حق ټلوالې پر ضد دروي.(وَ الْعادِیاتِ … إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ … لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ)

8-شهیدان او الهي مرستې مه هېروئ«إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ».

9- بریا او امنیّت انسان مغروروي؛ نو خبرداری ورته پکار دی. «لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ»

10- د انسان وجدان پوه دی؛ ان په هغو ځایونو کې چې پلمې راوړي، خپله پوهېږي، چې څه کاره دی. «وَ إِنَّهُ عَلی ذلِکَ لَشَهِیدٌ»

11- په اسلامي فرهنگ کې شتمني او مال ښېګڼه ده. «إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ»

12-مال ته لېوالتیا یو فطري چار دی؛ څه چې کږلي او رټلي دي ورته افراطي لېوالتیا ده، چې یو خوا انسان هرې ګټې ته لاس وراچوي او بلخوا واجب الهي حقوق نه ورکوي. «لَشَدِیدٌ»

13- معاد بدني دی؛ ځکه خبره د قبر ده. «بُعْثِرَ ما فِی الْقُبُورِ» (په بل آیت کې وايي: «یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُورِ[11]»)

14-قیامت یادول، ناشکرو او مالنمانځو ته یوه ګواښنه ده. «أَ فَلا یَعْلَمُ إِذا بُعْثِرَ ما فِی الْقُبُورِ»

15-د قیامت پر ورځ دنننۍ خوالې رابرسېره او څېړل کېږي. «حُصِّلَ ما فِی الصُّدُورِ»

16- الله زموږ له اندونو او کړنو پوره پوره خبره دی.(«خبیر» په پټو او ښکاره وو پوهېدو ته وايي.) ( إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ … لَخَبِیرٌ)

17- الله په دنیا کې هم د خلکو له کارونو خبر دی؛ خو په قیامت کې یې دا خبیروالی ټولو ته ورڅرګندېږي. «یَوْمَئِذٍ»

18-داچې الله خبیر دی؛ حساب و کتاب یې هم دقیق دی. «یَوْمَئِذٍ لَخَبِیرٌ»

19- انسان د نورو پر وړاندې دومره سرغړاند نه دی، سخت کفر او سرغړاندي یې د پالونکي پر وړاندې ده. «لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – احزاب،72.

[2] – معارج،19.

[3] – .اسراء،83.

[4] – اسراء،67.

[5] – معارج،20.

[6] – .معارج،21.

[7] – اسراء،70.

[8] – اسراء،70.

[9] – .تین،4.

[10] – حجر،29.

[11] – حج،7.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!