تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله استازي ته سترګې په لار د قريشو سوداګر په کال کې يو ځل شام او يو ځل يمن ته تلل. ابوطالب د قريشو مشر او شيخ کله نا کله هم په دې سوداګريزو سفرونو کې ګډون کاوه. پيغمبراکرم (ص)، چې د خپل نيکه عبدالمطلب تر مړينې وروسته د خپل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د الله استازي ته سترګې په لار

د قريشو سوداګر په کال کې يو ځل شام او يو ځل يمن ته تلل. ابوطالب د قريشو مشر او شيخ کله نا کله هم په دې سوداګريزو سفرونو کې ګډون کاوه. پيغمبراکرم (ص)، چې د خپل نيکه عبدالمطلب تر مړينې وروسته د خپل تره ابوطالب تر پالندوينې لاندې و. په دولس کلنۍ کې د شام پر لور په يوه سفر کې ورسره ملګرى شو.

د قريشو کاروان روانېدو ته چمتو و. وراره له تره لاس نه اخيسته او شله و، چې له ځان سره يې بوځي. د قريشو مهربان مشر، سره له دې، چې د سفر سختۍ ورمعلومې او له خطراتو باخبر و، ويې نه غوښتل، چې خپل ګران وراره نهيلى کړي. کاروان روان شو، او په لار کې د بصرى[1] ښار دباندې يوه حادثه پېښه شوه، چې د ابوطالب مسافرتي کړلار يې ويجاړه کړه.

له ډېرې مودې راهيسې په «بصرى» سيمې کې د «بحيرا» په نامې يو مؤحد او خداى لمانځى[2] مسيحي راهب یوه صومعه (مسيحي عبادتځى) درلوده او عبادت يې پکې کاوه. د تېرو ديني کتابونو په باب يې ډېر معلومات درلودل.

اصولاً په دې صومعه کې په يو بل پسې مسيحي راهبان (مسيحي شيخان) اوسېدل، چې تر مرګ وروسته يې بل ځايناستی کېده او ترمنځ يې يو کتاب لاس په لاس کېده، چې د يو ارښتمن ميراث په توګه ساتل کېده. په واقع کې د راهبانو معلومات او پوهاوى، په دې کتاب پورې تړاو درلود.

هر کال د قريشو کاروان د دې «دير» ترڅنګ دمه کوله، چې ستوماني يې لرې شي، خو بحيرا يې لېداى نشو. سږ کال مازې، چې کاروان دمه شو، بحيرا له خپلې صومعې راووت، چې ورسره مخ شو. بحيرا، چې کاروانيان وليدل، مېلمستيا يې ورته وکړه.

يو قريشي وپوښت: بحيرا! پر خداى (ج) قسم، نننى کار دې عجیبه دى. موږ دې له ډېرې زمانې راهيسې له صومعې تېرېږو او دغسې چلن مو درڅخه نه ليده؟!

بحيرا وويل: هو، رښتيا وايي، خو تاسې مېلمانه ياست او ښه مې ايسي، چې عزت مو وکړم او خواړه درچمتو کړم.

ټول پر دسترخوان کېناستل، او يوازې پېغمبراکرم (ص) د کمکيتوب په پار له بارونو سره پاتې شو. مسيحي عالم او زاهد، چې مېلمنو ته وکتل، خپل مطلوب يې تر سترګو نشو، ويې ويل: قريشو! ټول به مې پر دسترخوان کينئ!

ورته وويل شول: ټول پر دسترخوان ناست دي، خو يو هلک د بارونو ساتلو ته پاتې دي.

ويې ويل: نه بايد ټول پر دسترخوان کيني.

يو قريشي وويل: پړه يو، ځکه د عبدالله بن عبدالمطلب زوى مو پر دسترخوان کېنولى نه دى.

پيغمبر (ص) يې د راهب دسترخوان ته راوست. راهب يوازې دې کمکي ميلمه ته ورکتل، او په خورا ځيرنه يې ددې قريشي تنکي ځوان کړه وړه، قدو قامت او څېره تر نظر لاندې نېولې وه. تر خوړو وروسته، چې ټول ولاړل، بحيرا وويل: ځوانه! د لات او عزى په پار پوښتنې مې راځواب کړه!

پيغمبر وويل: دلات و عزى په نامو څه رانه مه غواړه، پر خداى (ج) قسم دوى مې ډېر بد ايسي!

بحيرا وويل: نو پر خداى (ج) قسم، پوښتنې مې را ځواب کړه.

پيغمبر (ص) وويل: وپوښته!

بحيرا، حضرت (ص) د ويښوالي، خوب، حالاتو او ژوند په باب وپوښت. اورېدلي ځوابونه يې له تمې سره سم وو. بيا يې د پيغمبر (ص) وليو ته وکتل او د وليو ترمنځ يې د يوه خال _چې راوروسته د نبوت مهر ونومول شو_ په لټه کې شو او څنګه، چې پوهېده او تمه يې درلوده پر هماغه ځاى يې وموند، تر دې پلټنې وروسته، بحيرا ابو طالب ته وويل: دا هلک دې څه کېږي؟

ابوطالب وويل: زوى مې دى.

بحيرا وويل: زوى دې نه دى، نبايد پلار ولري.

ابوطالب وويل: هو، وراره مې دى.

ويې ويل: پر پلار يې څه شوي دي؟

ابوطالب وويل: پلار يې هغه مهال ومړ، چې مور يې پرده دوه ځانې وه.

بحيرا وويل: رښتيا دې وويل، وراره دې خپلې سيمې ته ورستون کړه او په اړه يې د يهودو له نخچو او دښمنۍ وډار شه او ځان ترې بچ کړه. پر خداى (ج) قسم که يهوديان يې وويني او پر څه، چې پوهېدم او ومې پېژانده که دوى پوه شي او ويې پېژني، نو زيان به ور ورسوي. وراره به دې په راتلونکي کې ستر شان ومومي.[3]

[1] د دمشق په چاپېريال کې يو ښار دى (معجم البلدان: ١ټ، ٤٤١ مخ)

[2] ابن هشام، السيرة النبويه: ١ټ، ١٩٦ مخ، د قاهرې حجازي چاپ

[3] السيرة النبويه: ١ټ، ١٨٠ – ١٨٣ مخونه، مصطفى السقا او نورو چاپ، مصر ١٣٧٥ + تاريخ الطبري: ٢ټ، ٢٧٧ – ٢٧٨ مخونه + الکامل فى التاريخ: ٢ټ: ٢٣-٢٤ مخونه، دارالکتاب چاپ + ذهبي، تاريخ الاسلام: ٢ټ، ٢٨ – ٣٠ مخونه، دمشق چاپ + الاکتفاء: ١ټ، ١٩٠ – ١٩٣ مخونه + حلبي: ١ټ، ١٣٠ – ١٣٢ مخونه، مصر چاپ، ١٣٨٢س

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!