تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله صفات خداى پاک د ټولو غوره صفتونو خاوند دى او له ټولو ناوړه صفتونو پاک او سوتره دى. د خداى غوره صفتونه د “جمال” يا “ثبوتيه” صفتونو په نامه يادېږي او له ناغوره صفتونو، چې پاک او سوتره دى د “جلال” يا “سلبيه” صفتونو په نامه يادېږي . ثبوتيه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د الله صفات

خداى پاک د ټولو غوره صفتونو خاوند دى او له ټولو ناوړه صفتونو پاک او سوتره دى. د خداى غوره صفتونه د “جمال” يا “ثبوتيه” صفتونو په نامه يادېږي او له ناغوره صفتونو، چې پاک او سوتره دى د “جلال” يا “سلبيه” صفتونو په نامه يادېږي .

ثبوتيه صفتونه هم دوه ډوله دي:

(الف) ذاتي صفتونه : دا صفتونه عين د خداى ذات دى او له خدايه د جلا والي وړ نه دي؛لکه پوهه ‏، ژوند او ځواک .

(ب) فعلي صفات: دا صفتونه د خداى په فعل پورې اړه لري او کېداى شي شتون يا نه شتون يې په خداى پورې وتړو؛لکه خالقېدل؛ځکه خداى کړاى شي،چې هم پيدا کړي او هم پيدا نه کړي.

په بله وينا هر صفت،چې ضد يې په خداى پورې تړل کېږي؛نو ورته فعلي صفت وايي؛ لکه د خداى “رضا”،چې د “غوسې” پر وړاندې يې ده او هر صفت،چې ضد يې په خداى پورې تړلاى نشو؛نو ذاتي صفت دى.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست