تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خدای له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله  کوي د خدای جود وکرم د باري تعالی تر عدل او د موجوداتو تر استحقاق څخه جلا دی. خدای عادل دی؛ يعنې مستحقانو ته يې د استحقاق هومره ورکوي، تبعيض او ظلم نه کوي. دا چار د خدای […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خدای له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله  کوي

د خدای جود وکرم د باري تعالی تر عدل او د موجوداتو تر استحقاق څخه جلا دی. خدای عادل دی؛ يعنې مستحقانو ته يې د استحقاق هومره ورکوي، تبعيض او ظلم نه کوي. دا چار د خدای د عدل غوښتنه ده؛ خو د خدای جود و کرم تر دې وراوچت دی. خدای د مستحقانو تر استحقاق ډېر، ان بې استحقاقه ورکړه کوي او بلکې خپله پيدايښت، کريمانه دی نه عادلانه؛ ځکه د مولانا په وينا:

« د خدای داد ته وړتیا شرط نه ده » او که خدای غوښتل چې د استحقاق له مخې شيانو ته شتون او وجود وروبښي، هيڅ څيز نه موجودېده؛ ځکه په عدم کې استحقاق نشته:

قابلی ګر شرط فعل حق بُدی

هیچ معدومی به هستی نامدی

در عدم ما مستحقان کی بدیم

که بر این جان و بر این آتش زدیم

ما نبودیم و تقاضامان نبود

لطف تو ناګفته ما می شنود

همدا جواديت او کريميت دی چې ګناهونه او بدي نه ډېروي. د خدای د کار بهير دا نه دی که چا يوه ګناه وکړه او يو ګام لرې شو؛ نو لس ګامه يې شاته وغورځوي؛ بلکې اپوټه، که چا د خدای پر لور نيم ګار پورته کړ او لږ ښه کار يې وکړ؛ نو دا نیک کار په لوړو ضرايبو کې ضربوي او دې کار ته یې تر استحقاق ډېر اجر ورکوي او په دې توګه د بنده سست حرکت په ګړندي حرکت اړوي او ژر يې مطلب ته رسوي. د ابوحمزه په دعا کې راغلي چې:

و انّ الراحل الیک قریب المسافة و انّک لا تحتجب عن خلقک الا ان یججهم الا عمال دونک

«پوهېږم، څوک چې ستا پر لور سفر کوي، لار لنډه ده او ته له خپلو مخلوقاتو نه پټېږي؛ خو دا چې د بندګانو کړنې، دوی درنه لرې کړي.»

دا په دې شرط مشروط دي چې انسان سفر پيل کړي؛ بيا به وګوري چې لار څومره لنډه او نژدې ده.

 وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (عنکبوت/۶۹) = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

 «جنت په پلمه ورکوي نه په بيه.» د انسانانو چارې تردې خورا ډېرې لږې دي چې د خدای ستر نعمتونه يې په برخه شي:

این همه ګفتیم لیک اندر بسیچ

بی عنایات خدا هیچیم هیچ

بی عنایات حق و خاصان حق

ګر مَلَک باشد سیاه استش ورق

په «صحيفه سجاديه» دعاګانو کې هم راغلي چې امام سجاد خدای ته وايي:

يا إِلهي لَوْ بَكَيْتُ إِلَيْكَ حَتّى تَسْقُطَ أَشْفارُ عَيْنَىَّ، وَانْتَحَبْتُ حَتّى يَنْقَطِعَ صَوْتي (صحيفه سجاديه، شپاړسمه دعا)

که د يوې ګناه په پار خپل ټول عمر په ژړا او چغو تېر کړم، که ايرې او خړې اوبه وڅښم، که دومره رکوع وکړم چې د ملا تير مې مات شي، په دې يوې کړنې به هم د یوې ګناه د عفوې مستحق نشم، دا ځکه د خدای د فرمان ماتول او د خدای حضور او څارنه ناليدلي ګڼل دومره ستر او هولناک دي چې يو عمل يې هم مينځلای او څنډلای نشي؛ يوازې ستا جود دی چې ګناهونه مينځلی او له منځه وړای شي.

خدای د چا پوروړی نه دی:

هر څوک يو کار کوي او ښه چار ترسره کوي، خدای يې پوروړی نه دی او پر خدای څه حق ورباندې نلري؛ ځکه څه چې انسان کوي د خدای ورکړه او عطيه ده. د بشر اختيارات، واک، قوت، شونتياوې او توفيق ټول د خدای دي. پېغمبران ول چې خلکو ته يې ښه او بد ورزده کړل او خلک يې نېکيو ته راوهڅول.

خدای پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ او خپله يې د يوې نېکۍ پر وړاندې دوه ګرايه بدله ټاکلې ده او بيا هم ځان د خپلو بندګانو پوروړی بولي؛ نو ځکه په ټول کې څه چې په هستۍ کې تېرېږي په يو غږ ګواهي ورکوي چې د خدای د کرم ورونه پرانستي دي او بې برخې هغه دی چې دننه ورنشي او ښه برخمني ترلاسه نه کړي.

کله دا بې برخېتوب، ابدي دی او پر ابدي محرومانو دې افسوس وي. د خدای د رحمت پيغام په «بسم الله الرحمن الرحيم» آيت کې اورېدای شو. کله چې موږ انسانان خپل خدای د لوراند او لورين په نامو بولو، یوه نړۍ اشارتونه، عنايت او لورنې پکې رانغاړلې مومو. د خدای رحمت غواړي چې انسانان يې درشل ته استرحام وکړي او پر لور يې وروځغلي:

بانګ آبم من به ګوش تشنګان

همچو باران می رسم از اسمان

بَرجَه ای عاشق بر آور اضطراب

بانګ آب و تشنه و انګاه خواب

 اورښت چې ورېږي او چټلو ته وايي چې خپلې چټلۍ ووینځئ؛ نو د عقل شرط دا نه دی چې له دې نعمته ګټه پورته نه کړي، د مولانا په وينا:

آب ګفت آلوده را در من شتاب

ګفت آلوده که دارم شر شرم از آب

ګفت آب این شرم بی من که رود

بی من این آلوده زایل کی شود؟

تو مرا ګویی که از بهر ثواب

غسل ناکرده مرو در حوض آب

از برون حوض غیر خاک نیست

هر که او در حوض ناید پاک نیست

ګر نباشد آبها را این کرم

کو پذیرد مر خبث را دم به دم

وای بر مشتاق و بر امید او

حسر تا بر حسرت جاوید او

آب دارد صد کرم صد احتشام

که پلیدان زا پذیرد والسلام

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!