تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د الله په لار کې مجاهدت د الهي ښیون (هدایت) د ژمنې عملي کېدنه یوازې او یوازې د خدای په لار کې په نږه مجاهدت کې نغښتې ده د خدای په لار کې د مجاهدت په چار کې د خدای د وعدې پوره کېدنه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د لوراند او لورین الله په نامه

د الله په لار کې مجاهدت

د الهي ښیون (هدایت) د ژمنې عملي کېدنه یوازې او یوازې د خدای په لار کې په نږه مجاهدت کې نغښتې ده

د خدای په لار کې د مجاهدت په چار کې د خدای د وعدې پوره کېدنه یوازې په نږه جهاد کې نغښتې ده، چې « فینا» او خدای ته وي.

که دا مجاهدت له خلوص او نږه توب سره مل وي، وګړی باید ډاډمن وي چې د الهي لارې اهتدأ او ښیون (هدایت) به ور پر برخه شي.

له دې ځایه موندای شو چې ډېری  د برخې خاوندان، بزرګان او مشران، چې د تاریخ په شهادت په ژوند کې مجاهدت والا وه، ښه لارښودونکي شمېرلېدای شي. هیڅ توپیر نلري چې دوی په کوم ملیت یا شریعت پورې تړاو لري. مهمه داده چې په دې بزرګانو کې دنننی سوز ولیدل شي او مشاهده شي چې سراسر مانیز(معنوي) ژوند یې په اخلاص او تېرېدنه کې ورډوب و او په زړونو کې یې د عشق یوه لمبه یا له خدایه ډار بل شوی و چې د دوی ژوند یې تنظیماوه او د هدایت د قبلې پر لور یې ورځغلولي ول او له دې بزرګانو د گټې اخېستو لپاره کافي ده، چې  ددې ځانگړنو شتون پکې وموندل شي، او البته دا چار د څېړنې وړ دی.

د متنبي په وینا:

و للنفس اخلاق تدل علی الفتی

اکان سخائا ما اتی ام تسا خیا

یعنې  پوهېدای شو، چې ایا یو څوک په رښتونې سخي دی یا دا چې په سخاوت ځانښوونه کوي. دا چار لږو ډېر د نورو حالاتو او اوصافو په باب هم روان او صادق دی.

یعنې پوهېدای شو، چې څوک اخلاص والا دی یا نه دی. که په چا کې د دې اخلاص شتون وموندل شي،و به ویني چې الهي ژمنه هم ترلاسه شوې ده.

د انسانانو تېر تاریخ ښیي، د هر ملت او دین لارویانو (مسیحي، یهودي، بودایي یا مسلمان) که حقیقتا یې خدای ته یو سوز درلودلی و او د خدای په لار کې یې څه عشق، خلوص او مجاهدت کړی و، بېشکه په خپل ژوند کې یې د ښیون (هدایت) یوه نښه موندلې وه. حافظ ویل:

دلا زنور هدایت ګر اګهی یابی

چو شمع خنده زنان ترک سر توانی کرد

حقیقتا دا خبره سمه ده. د دې قضیې اپوټه هم صادقه ده. یعنې که چا د شمع په څېر سر خندنی پرېښود؛ نو د هدایت برښنا او رڼا به یې لاسنیوی وکړي او دا رڼا نه یوازې د ده ژوند هم رڼا کوي، بلکې د نورو ژوند هم رڼا کوي. دا رڼا په خاص مکان او زمان پورې محدود نه ده؛ بلکې د پېړیو پېړیو تر حجاب ورهاخوا هم په نورو کې اور بلولای او تودوخه رادبره کولای شي. دا تودوخه او رڼا د پیاوړي قوت په توګه، انسانان  د ابلیس له غولونې بچوي. پېغمبران ددې ډلې په راس کې ول، عارفان او الهي ولیان هم د خپلو مراتبو هومره په سیوري کې یې اوسېدل.

عابدانه او رښتونی مجاهدت د سالک ضمیر رڼا کوي

حقیقتا انسان چې په هر ځای کې د مجاهدت خوږ خوند وڅکي او ان یو ځل د خدای په پار او د عبودیت لپاره پر یوې  هیلې پښه کېدي؛ نو وبه ویني چې په ضمیر کې به یې څه لوړتیاوې (تعالي) او نوراني ټوپونه پیدا شي.

مَن اراد نیْلَ الدَّرجاتِ العُلی فَلْیَغْلِبِ الْهَوی (غرر الحکم)

په رښتونې، د سلوک په چار کې له دې ډول مجاهدتونو او هیلو پرېښوولو هیڅ اغېزمن عمل نشته. تر تېرېدنې هیڅ چار کار سازی نه دی، هماغه چې خدای ویلي:

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (آل عمران/۲۹)

یعنې باید د محبوبانو پر سر پښې کېدو چې بِرَّ  (پاکي، نیکي او تعالی) د انسان په برخه شي. مولوی په همدې مضمون یو غزل لري:

اگر دل از غم دنیا جدا توانی کرد

نشاط و عیش به باغ بقا توانی کرد

اگر به آب ریاضت برآوری غسلی

همه کدورت دل را صفا توانی کرد

ز منزل هوسات ار دو گام پیش نهی

نزول در حرم کبریا توانی کرد

درون بحر معانی لا نه آن گهری

که قدر و قیمت خود را بها توانی کرد

به همت ار نشوی در مقام خاک مقیم

مقام خویش بر اوج علا توانی کرد

اگر به جیب تفکر فروبری سر خویش

گذشته‌های قضا را ادا توانی کرد

ولیکن این صفت ره روان چالاکست

تو نازنین جهانی کجا توانی کرد

نه دست و پای اجل را فرو توانی بست

نه رنگ و بوی جهان را رها توانی کرد

تو رستم دل و جانی و سرور مردان

اگر به نفس لئیمت غزا توانی کرد

مگر که درد غم عشق سر زند در تو

به درد او غم دل را روا توانی کرد

ز خار چون و چرا این زمان چو درگذری

به باغ جنت وصلش چرا توانی کرد

اگر تو جنس همایی و جنس زاغ نه‌ای

ز جان تو میل به سوی هما توانی کرد

همای سایه دولت چو شمس تبریزیست

نگر که در دل آن شاه جا توانی کرد

مجاهدت یعنې پر هیلو پښې ایښوول، له نازولتوبه لاس اخستل او له ځان سره په تاوتریخوالي چلېدل، پر ځان سخته تېرونه، پر مخلوقاتو اساني، مینه کول، د نړۍ رنګ او بوی خوشې کول او د اوږدو هیلو لاس و پښې ورتړل. دا مجاهدت، د الهي هدایت وادۍ ته د ورننوتو شرط دی او د خدای لاسنیوي او هدایت ته یوه تضمین شوې سریزه ده.

د بوتانو مورینه، ستاسې د نفس بوت دی

د بوتانو سرحلقه، هماغه د انسان نفس دی چي انسان ته تر بل هر موجود ورنژدې دی؛ نو ځکه انسان تر بل موجود ډېر ورباندې لورېږي او په ګوذار ورسره  چلي حال دا چې باید ډېره سختګیري ورسره وکړي.

اعدی عدوک نفسک التی بین جنبیک (بحار الانوار: ۷ ټوک، ۶۴مخ)

که سالک له دې ستونزمن پېچومي تېر شي او د خدای په لار کې د مجاهدت حق پوره کړي، البته خوندوره مېوه به یې هم وڅکي.

البته مجاهد سالک له الهي هدایت ځنې برخمنېږي؛ خو له ګناه به معصوم نشي

نو ځکه څوک چې د هر دین او مسلک لاروي، او په رښتونې «مجاهد فی سبیل الله» شو، الهي تضمین به یې راونغاړي او خدای به یې پر خپله لار هدایت کړي. دا خبره په دې مانا نه ده چې سالک مجاهد به له ګناه معصوم او پاکلمنی شي او هدایت به یې پوره او سل په سلوکې شي. الهي هدایت هم په لوازمو، شوونو او بشري حیثیاتو ملبس دی او د عقل، عاطفې، علم، خوند او شتمنۍ په څېر د مرتبو خاوند دی. کله چې وایو یو تن عقلمن دی، منظور مو دا نه دی چې عقل یې بې نقصه، بې تېروتنې او خطا دی.

د هدایت وړ مجاهدینو نښې د تشخیص وړ دي

همدغسې هدایت شوي هم دي، چې د مرتبو خاوندان دي. هو ددې مجاهدینو احوال او کلام یو مخې له هغو کسانو سره توپیر لري، چې په دې لار کې یې ګام ایښی نه دی. ددې بزرګانو په کلام کې یو غړپ دی، چې انسان خړوبوي او د اروا پر ټپونو یې ملهم ږدي. تصنع په دې ډګرونو کې ناشونې ده او بدل جنس تر اصلي جنسه ښه تشخصېږي.

امام غزالي (رح) له فی سبیل الله مجاهدینو ځنې و

لکه امام غزالي په پام کې ونېسئ، دا نارینه د خپل وخت د نظامیه پوهنتون لویی استاد و او د خواجه نظام الملک په څېر ځواکمن ترې ملاتړ کاوه. د بغداد خلافت پوره لورنه ورباندې کوله. سوکاله ژوند یې درلود. غزالي د مادي ژوند ټولې شونتیاوې درلودې. د زمانې د غوره استاد امام الحرمین جوییني زده کړیال و او خپله یې هم پرېمانه زده کړیالان درلودل او له ډېر درناوي برخمن و؛ خو ناڅاپه یې پام شو چې دا ژوند، هغه نه دی چې د خدای خوښ وي. د چارو ظاهر راښيي چې دا یو بریمن انسان دی؛ خو له دننه یې ومونده چې د نړۍ ناکام ترین انسان دی. شپږ میاشتې ناروغ شو، ان خبرې یې نشوې کړای. درملو ته یې طبیب ورته راوست. خپله لیکي چې  پر درد مې پوهېدم؛ خو ویلی مې نشو، تردې روسته ټولو خوندونو او نعمتونو ته یې ورشا کړه. دا شاته کېدنه هډو یو اسان چار نه و. امام غزالي د مکې د سفر په نیت له بغداد څخه ووت او لس کلونه یې په بېلابېلو ځایونو کې تېر کړل او د باطنو په توږلو له نفس سره پر مبارزه لګیا شو. چا په بېدیا کې ولید، استاده چېرې ځې؟ ورته یې وویل:

ترکت هوي ليلي و سعدي بمعزل
و عدت الي مصحوب اول منزل‏

فنادت لي الاشواق مهلا فانه
منازل من تهوي رويدک فانزل‏

نسجت لهم نسجا لطيفا فلم اجد
لنسجي غزالا فکسرت مغزلي‏

یعنې ما ټولې پخوانۍ معشوقې او محبوبان پرېښي، زړه تړنه مې ترې راپرې کړې او خپل ړومبي محبوب ته ورگرځېدلی یم. له لس کلن سفر چې راستون شو، نو بل شخصیت ترې جوړ شوی و او چې  د سلطان لیده کاتو ته یې وباله، ویې ویل د خلیل پر خاوره (تربت) مې له خدای سره وعده کړې، چې د هیڅ سلطان لیدو ته ورنشم او د هیڅ سلطان ډالۍ هم ونه منم او همدا ډول مجاهدتونه وه چې د ده کلام یې دومره هدایت بخشه او رڼا کړی چې لا تر اوسه ترې مړه خوا کېدی نشو.

د خدای په لار کې جهاد، د ټولو تړاوونو او چارو له ساتنې سره ناسازګار دی

 دا ټول د هدایت له مصادیقو ځنې دي. چېرې چې څه تېرېدنه او څه مجاهدت شته، څه هدایت هم شته. امکان نلري چې څوک ټول زړه تړاوونه او چارې وساتي او په عین حال کې د جهاد مدعي هم وي. مجاهد توپیري زړه تړنې  او لېوالتیاوې مومي، د ژوند مخکېنی نظم یې دړي وړي کېږي او توپیري نظم پیدا کوي او دا ټول تغییرات یې د ژوند په دباندې کې ځلانده کېږي.

د ملا صدرا مجاهدت

تړاوونه کله په زور پرېښوول کېږي او کله اختیاري او په خپله خوښه وي . دا چار امام غزالي ته اختیاري و؛ خو د ملا صدرا وضع بله وه. خدای یې لاسنیوی وکړ. یعنې دې حکیم داسې خبرې وکړې چې له هرې خوا به د پړې، ټپسورۍ، تکفیر او تفسق غشي پرې ورېدل. داسې چې په شیراز او نورو ښارونو کې پاتې کېدای نشو. د قم کهک کلي ته ورغی او په مودو مودو یوازې اوسېده. ملاصدرا د «اسفار» په سریزه کې کاږلي چې دا پرېکون ورته ډېر گټور شو، وايي، تر انزوا، انقطاع او د تدریس او تالیف تر پرېښوو روسته،

توجهت الیه توجها غریزاً … و تضرعت تضرعاً جبلیا

«خدای ته مې غرېزي توجه او پاملرنه وکړه او فطري او وجداني عاجزي مې ورته یووړه.»

خپل فطرت مې پوره وتوږه، ورباندې پراته حجابونه مې څنډې ته کړل. تردې چې نفس مې ځلانده لمبه راوایسته. رڼا شوم او چټلي رانه وڅنډل شوه.  بیا نو الهي فیوضات راوورېدل، او د فلسفې په ډگر کې روستي راسپړنې مې د همدې مجاهدتونو يېبره (محصول) وه، چې په ګوښیتوب کې مې وکړې. په ظاهره هغه غبرګونونه او تکفیرول راته اور و؛ خو په رښتینه کې د کوثر اوبه وې، چې ویې وینځلم او زما زړه یې رڼا کړ. د یو چا ظاهري درناوی وژونکي زهر دي:

چند گویم من تو را کین انگبین

زهر قتال است از آن دوری گزین

هر کرا مردم سجودی می کنند

زهر اندر جان او می اگنند

له هغې خوا کله د خلکو ځورونې لاملېږي چې انسان پرې زړه ونه تړي. خدای ته ورمات او پر سجده ور پرېوځي:

خلق را باتو چنینی بدخو کنند

تا تو را ناچار رو آن سو کنند

په دې حال کې به د انسان الهي لاسنیوي او ښیون پر برخه شي.

مولوی هم مجاهدت والا و

مولوی هم د مجاهدت والاوو له مشرانو ځنې و. دا هم شیخ الاسلام ، مفتي و او مشرانو یې ډېر درناوی کاوه. پتمن انسان و، تکړه خطیب و، د سلطان او عالمانو تر پاملرنې لاندې و. خلکو ښه ګڼه؛ خو دې ټولو ته یې ورشا کړه. په خپل تعبیر یې «سجاده نشین باوقاري = باوقاره عابد» ،چې د کوڅې د ماشومانو لوبوزله شو. یعنې حاضر شو چې دا ګردې برخمنۍ پرېږدي؛ ځکه روح یې ستر مجذوبیت او مفتونیت ایل کړی و. جهاد همدا دی، هدایت همدا دی. رسول اکرم (ص) ویلي:

«خدای وايي، پر عزت او جلال مې قسم کوم بنده چې د خپلې غوښتنې پرځای زما غوښتنه وټاکي، خپله پرښته یې ساتنې ته ورګومارم او ځمکه او آسمان یې د رزق پالندوی کومه»  [اصول کافي: ۲ ټوک]

نو:

 جاهد فی الله حق جهاده و لا تاخذک فی الله لومة لائم

هسې نه د ټپسوروونکیو ټپسوري درباندې اغېزمنه شي؛ یعنې په نیمایي لار کې سست او ستون شې، او خپله ړومبی ټینګښت له لاسه ورکړې.

د ټپسوروونکو ټپسوري بې بصېرته ناپوهان له سمې لارې اړوي

د ټپسوروونکیو ټپسوري ځکه پر انسان اغېزمنېږي چې انسان له پیله کار سم پېژندلی نه دی؛ بلکې په پټو سترګو او ناځانخبري پکې ورګډ شوی دی؛ نو ځکه کله چې کار له ستونزو سره مخېږي، د وسوسه ګرانو له وسوسې هم اغېزمنېږي. که وگړي لار سمه پېژندلي نه وي یا یې له پایلې ناخبره وي، په نیمایي لار کې پاتې کېږي.

د صوفیانه د انزوا یوه ځانګړنه د ملامتګرانو له ملامتۍ د ځان بچول و

 صوفیانو چې کله انزوا توصیه کوله، سره له دې چې ستونزې یې درلودې او سره له دې چې بې قید و شرطه د منلو وړ نه ده؛ خو یو مهم خاصیت لري او هغه دا چې انسان تر یوه بریده د ټپسوروونکیو له ټپسورۍ بچوي. په ژوند کې مو ډېرې کړنې او خبرې د خلکو د خبرو او نظر په ملاحظې (او کتنې) بڼه مومي؛ یعنې په حقیقت کې د خلکو لپاره وي. که نور یو انسان پر خپل حال پرېږدي،یا انسان دومره پراخ او ستر ظرفیت ومومي، دا عوامل یې راونه پاروي وبه ویني چې ژوند به یې یو مخې واوړي.

طوبی لمن شغله خوف الله عن خوف الناس (بحار الانوار: ۷۷ټوک، ۱۲۶مخ)

په قرآن کې هم راغلي:

وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ (مایده/۵۴)

د سلوک پر ستونزو صبر، د سلوک په بهیر کې د سالک په خولې خوږېدو کې رانغښتی دی

 په دې سختو ازمېینو کې د بریا لپاره او په دې ډول مانېزو (معنوي) سلوکونو کې توفیق ترلاسه کولو ته،باید وګړی له دې خوږې موخې یو منظر انځور کړي.

نشو کړای چې انسان یو ناڅرگند چار ته راوبلو او په عین حال کې کې د صبر او زغم تمه هم ترې ولرو.

انسان به هله زغمناک شي او ټپسوري به دفع  (او لرې) کړي چې بالفعل د یوې پانگې خاوند شوی وي؛ یعنې پر یوې تکیه یې ډډه وهلې وي چې د بریدګرو برید دفع کړي،که نه تل یې د مغلوبېدو شونتیا شته.

که له چا یوازې نادودې او تراخه راتاوې وي، مغلوبیت یې حتمي دی.  د دې تراخو د دفع لپاره، باید د انسان روح له یوه ځایه له خوږو ډک شي.

ز آنکه جانشان آن خوشی را یده بود

این خوشیها پیششان بازی نمود

انسان که اوچت خوندونه څکلي وي، کله به هم ټیټ خوندونه یې له لارې ستړی ستومانه نکړي.

د مخکېنو صوفیانو په سلوکو کې، متأسفانه وګړي یې ډېر ستونزمنو مقاومتونو او زغمونو ته رابلل، داسې زغمونه، چې ان د عالي او اوچتو انسانانو له وسې او ظرفیته ورهاخوا وه، منځني او تر منځنیو انسانانو راټیټ خو لاڅه کوې. دا چار یوازې تر یوه ځایه میسر دی او تر یوه ځایه روسته ډېر تلفات لري او ډېر لږ مطلوبې پایلې ته ور رسي. د سلوک او مجاهدت په کار کې دې روح ړومبی له یوه ځایه خوږ او موړ کړې او وګړي ته دې ټینګه تکیه ګاه ورکړې او بیا ترخو پر وړاندې زغم او د بریدونو پر وړاندې صبر ته راوبلې. دا چار په سلوک کې د توفیق شرط دی. له خدایه په فی « سبیل الله مجاهدت» کې توفیق غواړو.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!