تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   کوثر سورت دا سورت درې آيتونه لري، په مکه کې نازل شوى او تر ټولو وړوکى سورت دى، ددې سورت نامه یې له لومړي آيته اخستل شوې، چې د “ډېرخير” په مانا دى.  د اهلسنتو او شیعه وو د ګڼو روايتونو له مخې، […]


بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

کوثر سورت

دا سورت درې آيتونه لري، په مکه کې نازل شوى او تر ټولو وړوکى سورت دى، ددې سورت نامه یې له لومړي آيته اخستل شوې، چې د “ډېرخير” په مانا دى.

 د اهلسنتو او شیعه وو د ګڼو روايتونو له مخې، چې کله د پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم زامن مړه شول؛ نو”عاص بن وائل”، چې د مکې له مشرکانو ځنې و، د پېغمبراکرم پر ټپونو یې مالګې دوړولې، پېغور يې ورکاوه، چې “ابتر” – بې سټې (ميرات) يې او په ځان پسې څوک نه لرې.

 خداى هم ددې آيت په رالېږلو، پېغمبر اکرم ته ډاډ‏، د دښمنانو د ماتې ‏او د پېغمبر اکرم (ص) د ځوځات او اند ‏د پايښت خبر ورکړ.

 روايتونه وايي: هغوى چې په خپلو فرضو او مستحبو لمونځونو کې دا سورت ووايي؛ نو د قيامت پر ورځ د “کوثر” له حوضه په اوبو د مړېدو زېرى ورکړ شوی دی[1].

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـــــــــــنِ الرَّحِـــــــيمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ .فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ = په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ؛ نوخپل پالونكي ته لمونځ وكړه او قرباني وكړه [؛ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ ( دښمن ) بې سټې دى!))

  ټکي:

*داچې خداى خلک توحيد ته رابلي؛ نو د مفرد ضمير کاروي؛ لکه چې په (وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ[2]) زه مو پالونکی یم ومې لمانځئ (و انا ربکم فاتقون)[3]؛ يعنې زه مو پالونکى يم؛ نو له ما پروا وکړئ. (إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ[4]= په یقین، چې زه ايکي يو الله يم. ))

 همداسې چې کله خداى کوم کار بې واسطې کوي او د خالق او مخلوق ترمنځ نږدې اړيکې بيانوي؛ نو مفرد ضمير کارېږي؛ لکه ((أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ[5]=يوازې زه بښونکى او لورين يم.)) (( فَإِنِّي قَرِيبٌ[6]=زه خپلو بندګانو ته نږدې يم))؛خو چې کله آيت د الله عظمت، شرافت او نعمت بيانوي؛ نو په دې ځايونو کې د جمع ضمير؛ لکه ((انا)) کارېږي؛ لکه چې په دې آيت کې وايي: (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ )؛ ځکه د مخلوقاتو اشرف ته الهي ورکړه او هغه هم د”کوثر” ورکړه دې له عظمت او ستروۍ ‏سره وويل شي.

 همداراز چې کله خداى کوم کار په يوې واسطې کوي؛ لکه د لمر په وړانګو په بخار پیدا کېدو او وريځو، چې باران اوروي؛ نو د جمع له ضميره کار اخستل شوى دى؛ لکه چې وايي: (وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً[7]=موږ له اسمان اوبه راولېږلې.))

 د قرآن له يو سل و څوارلسو سورتونو ځنې يوازې څلور سورتونه په ((انا)) پيل شوي دي؛ فتح ، نوح ،قدر او کوثر سورتونه.

 *(إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا) ما خلکو ته نوح ولېږه.

*(إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا) موږ درته ښکاره برى درکړ.

 *(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ) موږ قرآن د قدر پر شپه نازل کړ.

*(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ) موږ کوثر درکړ.

 له دې څلور سورتونو په يوه کې د حضرت ‏نوح عليه السلام په اړه خبره راغلې ده، چې لومړى “اولوالعزم” پېغمبر او تر حضرت ‏آدم علیه السلام روسته ‏د انسانانو دويم پلار حسابېږي.

 په درې نورو سورتونو کې ځانګړيو نعمتونو؛ لکه د قرآن نزول، ښکاره بريا او د کوثر ورکړې ته اشاره شوې ده. کېداى شي ددې څلورو موضوع ګانو ترمنځ اړيکې وي ، چې د لومړي “اولوالعزم” پېغمبر رسالت، بل د روستي اسماني کتاب رالېږل ،درېیم د اسلام برى او څلورم د رسالت د لیکې غځېدا او تداوم، چې “ابتر” او بې سټې به پاتې نشې، ته اشاره شوې ده.

*((کوثر)) له کثرته اخستل شوى، چې د “ډېر خير” په مانا دى او څرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛ لکه وحې، نبوت، قرآن ، د شفاعت مقام ، ډېره پوهه، ښه اخلاق ؛خو د سورت روستى آيت ددې لووى-ګواه دى، چې له کوثره مراد د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات دى؛ ځکه د پېغمبر اکرم( ص) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر=ميرات يا بې سټې” ووايه او خداى هم د خپل نازولي پېغمبر په دفاع کې وويل: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)؛ دښمن دې پخپله ابتر دى؛ نو که له کوثره مراد ځوځات نه وي؛ نو د لومړي او درېیم آيت ترمنځ اړيکې ته په زړه پورې مخونه او مانا نه شو پيدا کولاى.

*((ابتر)) په آر کې “لکۍ غوڅې څاروي” ته ويل کېږي او په څرګندنه – اصطلاح هغوى ته ويل کېږي، چې ځوځات ترې نه وي پاتې او داچې د پېغمبراکرم (ص) زامن په ماشومتوب کې مړه شوي ول؛ نو دښمنانو به ويل: هغه نور ځوځات نه لري او “ابتر”دى؛ ځکه په جاهلي فرهنګ کې نجلۍ وړتيا نه درلوده، چې د خپل پلار نامه ژوندۍ وساتي؛ نو د (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) غونډله – جمله ښيي، چې له کوثره مراد، د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات دى، چې بېشکه له حضرت “فاطمة الزهرا” ډېر شو.

 دا له برکته ډک ځوځات د حضرت “خديجې بي بي” له لارې د خداى رسول ته ورکړ شو. هو! ام المؤمنين خديجې بي بي ډېر مال ورکړ او کوثر يې لاس ته راووړ، موږ هم، چې کله له ډېرو تېر نه شو؛ نو کوثر به مو په برخه نشي.

“فخر رازي” رحمة الله علیه په کبيرتفسير کې وايي: د فاطمة الزهرا څومره برکتي ځوځات دى، چې د باقر، صادق، او رضا په څېر امامان ترې زېږېدلي او سره له دې، چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د ‏فاطمة الزهرا ډېر ځوځات ووژل شو؛ خو نن په ډېرى اسلامي هېوادونوکې يې ځوځات شته.

په داسې وخت کې چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛ نو څېره به يې له غوسې او شرمه توره اوخته او د هغې د ژوندۍ ښخولو په فکر کې به شو او په دې لټه کې به و، چې څنګه له خلکو وتښتي. (( يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ[8] = ددغه بد زيري له لامله چې پرې شوى، له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره يې وساتي او كه په خاوروكې يې (ژوندۍ) ښخه كړي.)) ؛خو په دې وخت کې خداى لور ته د “کوثر” لقب ورکوي، چې جاهلي فرهنګ پر الهي او انساني فرهنګ واړوي.

*د روايتونو په رڼا کې، د جنت يوه وياله يا حوض؛ کوثر نومېږي، چې جنتيانو ته به يې اوبه ورکول کېږي؛ لکه چې پېغمبر اکرم د “ثقلينو” په متواترو روايتونوکې وويل: ((کتاب الله او عترت مې يو له بله نه بېلېږي؛ خو د قيامت پر ورځ به د کوثر حوض تر څنګه راسره يو ځاى شي.))

*الهي کوثر په جنسيت پورې اړه نه لري؛ فاطمه نجلۍ وه ؛ خو کوثر شوه. الهي کوثر په ګڼې شمېرنې پورې اړه نه لري، فاطمه یوه تن وه؛ خو کوثر شوه. هو! خداى کړاى شي، لږ کوثر او ډېر له منځه يوسي.

* خداى له خپلو اولياوو دفاع کوي، هغوى چې پېغمبراکرم “ابتر” ګاڼه؛ نو خداى ورته قولي او عملي ځواب ورکړ. د فاطمة الزهرا شتون عملي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى.

* خداى نه يوازې له خپلو اولياوو دفاع کوي؛ بلکې له ټولو مؤمنانو دفاع کوي (إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا[9])

*ډالۍ ورکوونکى خداى دى، ډالۍ اخستونکى پېغمبراکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛ نو د (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ) عبارت کارول شوى، چې د خداى عظمت ‏او د ډالۍ ستروالى راوښيي.  

څومره چې پر دين او ديني مقدساتو ګوزار سخت وي ؛ نو دفاع دې یې هم هماغسې کلکه وي. پر پېغمبر اکرم يې ډېر تورونه ولګول؛ لکه “کوډګر”، “پالي” ،”شاعر” او “مجنون”، چې دې ټولو ته په قرآن کې ځواب ورکړ شوى دى.

پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ[10]= ته په رښتيا لېونى يې))؛ خو خداى ورته وويل: ((مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ[11]= [چې] ته د خپل پالونكي په فضل لېونى نه يې. ))

 پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول:((لَسْتَ مُرْسَلًا[12]= ته خداى نه يې رالېږلى ؛ ))

 نو خداى ورته وويل: ((إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ[13] = چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو يې.))

 پر پېغمبر اکرم يې د شاعرۍ او انګېریالۍ – خيالبافۍ تور ولګاوه: ((لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ[14]؛ نو خداى ورته وويل: ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ[15]= او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى او نه له هغه سره (شعر ويل) ښايېږي.))

 پېغمبر اکرم ته وويل شول: دا څنګه پېغمبر دى ، چې خواړه خوري او په بازار کې ګرځي: ((وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ[16]))؛ نو خداى ورته وويل: ((وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ[17]= او موږ چې تر تا مخكې څومره استازي لېږلى دي (؛ نو) هغوى خوراك كاوه او په بازارونو كې ګرځېدل.))

 پېغمبر اکرم ته يې ابتر ووايه ؛ نو خداى ورته وويل: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته “ابتر” وايي. ځواب يې دادى، خداى به داسې کوثر ورکړي، چې د ټولو عقل ورته هک پک شي.

خداى په دې آيت کې د کوثر لپاره مصداق را نه ووړ، چې همداسې مهم پاتې شي. شونې ده، چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي، چې ان خپله پېغمبر اکرم (ص) ته هم بشپړ ښکاره نه وي.

په دې سورت کې دوه غيبي خبرونه پټ دي: يو پېغمبر اکرم ته د کوثر ورکول؛ هغه هم په هغه سيمه کې، چې د پېغمبر اکرم لاس خالي و او زوى يې نه درلود، بل د پېغمبر اکرم (ص) د دښمن ابتر پاتېدل، سره له دې چې دومره اولاد او شتمني يې درلوده.

تاريخ او شمېرنې ددې الهي نعمت پر کوثر والي غوره لووي – ګواهان دي ‏. په دنيا کې هېڅ ځوځات د فاطمة الزهرا د ځوځات ‏هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره هغوى چې د مور له اړخه هم “سادات- پاچايان” دي او “سيدان” يې وګڼو؛ نو په دنيا کې د “ساداتو” شمېر ددې غيبي خبر معجزه ده.

د پېغمبر اکرم په څېر يو انسان ته د کوثر ورکول؛ هغه مهال مانا لري، چې ورکونکى يې د پوهې‏،حکمت، واک ‏او حکمت سرچينه وي؛ نو د کوثر ورکول، د خداى د صفاتو او کمالاتو ښکارندوى ده.

دا سورت چې درې آيتونه لري، پينځه ځل پکې پېغمبر اکرم (ص) ته خطاب شوى؛ ځکه په ((اعطيناک)) کې د ((ک)) پر ضمير سربېره، د ((صل)) او ((لربک)) په خطاب دوه ځل او ((انحر)) او(( شانئک )) په عبارتونو کې هم دوه ځل پېغمبر اکرم مخاطب دى. (أَعْطَيْنَاكَ، فَصَلِّ ، لِرَبِّكَ، انْحَرْ، شَانِئَكَ)

 په ټول قرآن کې خداى تر ٢٤٠ځلو ډېر خپل پېغمبر ته وايي: (ربک) سره له دې، چې هغه د هستۍ پالونکى دى: (رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ[18]= او د ټولو خلکو پالونکى دى) (بِرَبِّ النَّاسِ[19])؛خو د ((رب)) په څرګندنو – اصلاحاتو کې د ((ربک)) ویی- کلیمه ډېره کارول شوې ده او راښيي، چې خداى پر پېغمبر اکرم(ص) ځانګړې پاملرنه لري. د بېلګې په توګه: الله په قرآن کې د پېغمبر اکرم د بدن غړي مطرح کړي دي: څېره دې (وَجْهِكَ[20])، ژبه دې (لِسَانَكَ[21]) سترګې دې، (عَيْنَيْكَ[22]) ورمېږ دې (عُنُقِكَ[23])، لاسونه دې (يَدَكَ[24])، سينه دې (صَدْرِكَ) او ملا دې (ظَهْرَكَ[25]).

کله به د خداى پېرزو د پېغمبراکرم (ص) تر غوښتنې روسته وه؛ لکه:

 ((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا[26]= پالونكيه! پوهه مې زياته كړې.))

 خو کوثر هغه ډالۍ وه، چې د پېغمبر اکرم(ص) له غوښتنې پرته ورکړه شوه.

کوثر څه ته وايي ؟

د سورت له روستي آيته: ( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) ګټنه کېږي، چې له کوثره مراد د ابتر ضد دى او داچې عرب هغوى ته ابتر وايي، چې زوى او ځوځات نه لري او په مرګ يې اغېزې له منځه ځي؛ نو د کوثر لپاره تر ټولو غوره مصداق د پېغمبر اکرم ځوځات دى، چې هماغه د “نبوي کورنۍ امامان” دي، چې د فاطمة الزهرا له نسله دي؛ البته کوثر عامه مانا لري، چې هر ډول ډېرخير رانغاړي.

 که له کوثره مراد پوهه ‏وي؛ نو دا هماغه څيز دى، چې پېغمبر اکرم ته يې د غوښتو دنده ورکړه شوې وه: ((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا[27]))

 او که له کوثره مراد نېک خوى وي، چې دا خو پېغمبر اکرم له پخوا درلود.

((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[28]=[ او په رښتيا چې ته ستر خويونه لرې. ))

 که له کوثره مراد عبادت وي؛ نو د خداى رسول به دومره عبادت کاوه، چې آيت راغى: موږ قرآن ددې لپاره نه دى درلېږلى، چې ځان وکړوې:((مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى[29]= موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى نازل كړى.))

 او که له کوثره مراد، د ځوځات ډېروالى وي؛ نو هغه نن تر ټولو زيات ځوځات لري.

 که له کوثره مراد، د امت ډېروالى وي؛ نو د خداى د ژمنې له مخې، پر ټوله نړۍ به واکمن شي: ((لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ [30]) = الله هغه ذات دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه مشركان ناخوښه وي.))

 که مراد ترې شفاعت وي؛ نو خداى به د پېغمبر اکرم له امته دومره وبښي، چې پېغمبر اکرم خوښ ‏شي: ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى[31]=او هرومرو به ژر ستا پالونكى (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې. ))

کوثر دنيوي‌ چار نه دى؛ بلکې تر خوړو، نامه او دنيوي ځلبل او مقامه لوړ چار دى؛ ځکه قرآن دنيا (مَتَاعٌ قَلِيلٌ[32]) او ناپايښته[33] نومولې ده.

هر ډېروالى کوثر نه دى. قرآن کريم وايي:

 ((فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا[34] = نو تا دې د هغوى د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) حيران نه كړي، خداى غواړي هغوى په همدې وسايلو په دنيوي ژوند كې پر کړاو اخته كړي.))

 په قرآن کې د يوه سورت نامه “کوثر” او د بل سورت نامه “تکاثر” دى؛ کوثر ارزښت دى او تکاثر د ارزښت ضد؛ ځکه کوثر د خداى ورکړه ده، چې ورپسې د خداى ذکر دى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ.فَصَلِّ) او تکاثر منفي سيالي ده، چې ورپسې د خداى غفلت دى. (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ )

 *”کوثر” مو لمانځه ته جومات ته بوځي: (فَصَلِّ لِرَبِّكَ) ؛خو “تکاثر” مو هديرې ته د مړيو شمېرلو ته: (حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ).

 *د”کوثر” په ورکړه کې زېرى دى (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ) ؛ خو په “تکاثر”کې پرلپسې ګواښ دى (كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ. ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ).

 *کوثر له خالق سره د اړيکې لامل دى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ)؛ خو “تکاثر” له مخلوق سره د سرګرمۍ لامل دى. (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ )

 *کوثر، چې د خداى خورا ستره ډالۍ ده ،تر ټولو په وړوکي سورت کې راغلې ده.

* اشرف مخلوق ته بې له کوثره بل څه نشي ډالۍ کېداى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ).

د مکې د سوبې پر ورځ، چې مشرکان ډلې ډلې اسلام ته راننووځي؛ نو خداى يوازې د تسبيح حکم ورکوي:

((وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا فَسَبِّحْ[35] ))؛ خو د کوثر د ورکړې پر مهال وايي: ((فَصَلِّ لِرَبِّكَ))؛ يعنې لمونځ وکړه. ته وا د کوثر ارزښت د مشرکانو تر اسلام راوړو ډېر دى.

بېسارې ورکړه، په بېساري سورت کې په بېساريو الفاظو: ورکړه يې بېسارې ده، چې کوثر ده. سورت يې ځکه بېسارى دى، چې تر ټولو کوچنى دى او ټکي يې ځکه بېساري دي چې د ((أَعْطَيْنَا))، ((الْكَوْثَرَ))، ((صَلِّ )) ، (( انْحَرْ)) ، ((شَانِئَكَ)) او((أَبْتَرُ)) ټکي يوازې په همدې سورت کې کارول شوي او د قرآن په بل هيڅ ځاى کې هم نه دي راغلي.

*هره بدژبي او پېغور وزن لري. د پېغمبراکرم (ص) ډېر سپکاوى وشو؛ مجنون ، شاعر، پالي او کوډګر ورته وويل شو او د يارانو يې هم خورا سپکاوى وشو، تردې چې ورته وويل شول: دا بېوزلي او خوارپړک له ځانه وشاړه، چې درنه راټول شوي دي؛خو په دې اړه ځانګړى سورت رانغى؛ خو همدا چې “ابتر” ورته وويل شو؛ نو ځانګړى سورت راغى، چې ډېر خير مو درکړ او دښمنان دې ابتر دي.

 دا ځکه چې د پېغمبر اکرم او يارانو سپکاوى يې د زغم وړ دى؛ خو دا چې څوک ووايي ، چې دين او لار يې راتلونکې نه لري او ابتر ده؛ نو د زغملو وړ نه ده.

کله سپکاوى د يوې بېځايه خبرې له لامله وي، چې بايد ترې تېر شو:((وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا[36]= او هغوى چې پر دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې كله پر نارواوو تېرېږي (؛ نو) په خورا عزت ترې تېرېږي؛))

کله سپکاوى د فاسد چاپېريال او بې ګټې انډيوالانو له لامله وي، چې بايد ځان ترې لرې کړو: ((وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ[37]= او چې كله داسې خلک وينې، چې (په ناوړه نيت) زموږ پر آيتونو گوته ږدي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه شيطان دا( مخ اړونه ) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه! ))

خو کله د يو دين او مشر سپکاوى کېږي؛ هغه هم د پېژندل شويو سياسې څېرو له لوري، چې بايد دداسې وګړيو ځواب په کلکه ورکړ شي: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)؛ لکه چې منافقانو د غرور له مخې وويل: ((أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء[38]= ايا د ناپوهو په څېر ايمان راوړو؟!))

 خداى دداسې خلکو د بېځايه خوله خوځولو ځواب داسې ورکړى دى: ((أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَكِن لاَّ يَعْلَمُونَ[39]) =پوه شئ (چې) همدوى ناپوهان دي؛ خو نه پوهېږي. ))

اوښ هم په قرآن کې د توحيد په ويينه کې اوڅار – مطرح ‏شوی دى: ((أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ[40]= آيا اوښ ته نه ګوري، چې څرنګه پيدا شوى دى ؟! )) او هم د قيامت په سريزو کې راغلي: ((وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ[41])) او هم د حج په احکامو کې اوڅار دی: (وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا) او هم خلکو ته د مرستې رسونې او قربانۍ لپاره اوڅار دی. (وَانْحَرْ).

روايتونه وايي: له ((وَانْحَرْ)) څخه مراد دا دى، چې په لمانځه کې د تکبير ويلو پر مهال لاسونه تر غوږونو ‏‏‏پورته کړاى شى، چې دا د لمونځ ښکلا ده[42].

 روايتونه وايي: هغه کينه کښ مشرک، چې د پېغمبراکرم سپکاوى يې کاوه او پېغمبر اکرم ته يې ابتر – بې سټې وايه، “عاص” و.

خداى هم لامل سازی او هم لامل سوځى دى، هغه کړاى شي، د فاطمة الزهرا په څېر کوثر وپنځوي او هم کړاى شي؛ هغوى د خلکو له ذهنونو وباسي، چې ډېر زامن لري.

 هغه د موسى (علیه السلام) په کونټۍ وهلو سيند وچولاى شي: ((اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَق[43]َ= نو موسى ته مو وحې وكړه:((په خپلې کونټۍ دې سمندر ووهه. ))(هغه دا كار وكړ)؛ نو سمندر څېرې شو (او دولس ټوټې شو) او هر ټوټه يې (په هسكوالي كې) د لوى غره په څېر شوه! ((

 او کړاى شي په هماغه کونټۍ له ډبرې دولس چينې راوخوټوي: )(اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ[44] = او(در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛ نو دستور مې وركړ: ((کونټۍ دې پر هغه ځانګړې ډبره ووهه!)) چې ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې،داسې چې (دبني اسراييلو دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپلې چينې پېژندلې. (او ورته مو وويل:) د خداى له دركړ شوې روزۍ وخورئ او وڅښئ او په ځمكه کې فساد مه كوئ. ((

پېغامونه:

١_خداى خپلو کړيو ژمنو ته د عمل جامې وراغوندي. په ضحى سورت کې خداى پېغمبر اکرم (ص) ته وعده ورکړې وه:(وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى[45] =خداى به په راتلونکې کې يو ورکړه درکړي، چې پرې خوښ شې.((

 په دې سورت کې وايي: موږ پر کړې ژمنه عمل وکړ: ( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)

٢_ اولاد او ځوځات الهي ورکړه ده. (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)

٣_د سنبالښت – مديريت شرط، تر لاس لاندې ته پام دى. (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)

٤_ نعمتونه ان د پېغمبر لپاره هم مـسووليت لري. (أَعْطَيْنَاكَ… فَصَلِّ)

٥_د شکر د لمانځه او سجدې لپاره سپارښتنه شوې ده. (فَصَلِّ)

٦_مننه دې ژر تر ژره پر ځاى شي. په (فَصَلِّ) کې ((ف)) بې ځنډه لپاره دى )

٧_د شکر ډول دې له خدايه زده کړو‏.( فَصَلِّ)

٨_په نعمتونو او ښادۍ کې خداى هېرول نه دي پکار. (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ)

٩_لمونځ دى، چې د کوثر مننه پر ځاى کولاى شي (فَصَلِّ)

 (لمونځ هر اړخیز ترین ‏او خورا بشپړ عبادت دى، چې باید خداى ته د نږدېدو لپاره پکې د زړه حضور وي، ژبه حمد او سورت وايي او بدن پکې رکوع او سجده کوي. د سر او پښو مسح کېداى شي، ددې لپاره اشاره وي، چې؛ انسان له سره تر پښو دهغه بنده دى. په لمانځه کې د بدن تر ټولو لوړ ځاى تندى دى، چې په شواروز کې (٣٤) ځل پر ځکه موږل کېږي، چې په انسان کې پوټى تکبر هم پاتې نشي. ‏فاطمة الزهرا په خپله مشهوره خطبه کې وويل: د لمانځه فلسفه له تکبره د روح پاکېدل دي. )

١٠_ديني احکام له عقل او فطرت سره اړخ لګوي. عقل وايي: د نعمتونو له لامله شکر وکړئ، چې دين هم همدا حکم کوي. (فَصَلِّ لِرَبِّكَ)

١١_داچې ورکړه د هغه ده: ( إِنَّا أَعْطَيْنَا)؛ نو مننه دې هم له هغه وي. (فَصَلِّ لِرَبِّكَ)

١٢_قرباني کول د خداى د نعمتونو د شکر يوه لار ده (؛ ځکه بېوزليو ته پکې ګټه رسي ) (وَانْحَرْ).

١٣_چا ته چې کوثر ورکړ شوى، د پسه قرباني ورته بسيا نه ده؛ بلکې بايد تر ټولو ستر اهلي څاروى؛يعنې اوښ بلهار- قرباني کړي. (وَانْحَرْ)

١٤_له مخلوق سره د اړيکې په پرتله، له خالق سره اړيکه ړومبى ده. (فَصَلِّ….. وَانْحَرْ)

١٥_هغه انفاق ارزښتمن دى، چې د ايمان او عبادت ترڅنګ وي. (فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ)

١٦_خداى چې درکړه؛ نو ته یې هم د شکر لپاره خلکو ته ورکړه. (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ… وَانْحَرْ)

١٧_هغه لمونځ ارزښت لري، چې له اخلاص سره وي، (لِرَبِّكَ) او هغه انفاق ارزښت لري، چې د سخاوت له مخې وي.( وَانْحَرْ)

١٨_د پېغمبر اکرم او دين دښمنان ناکام دي.[ (( شانئ)) د فاعل اسم دى، چې اوسنۍ، تېرې او راتلونکې دښمنۍ رانغاړي.که ويلي يې ول: ((من شانک هولابتر))؛ نو يوازې د راتلونکې دښمنان پکې راتلل.] (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

١٩_د مقدساتو سپکاوى سخت رټل شوى دى. (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

٢٠_د حق ويلو له لامله، له خلکو مه وېرېږئ، چې خداى د خپلو پلويانو ساتونکى دى. (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

٢١_ ژر ورمندون – قضاوت مه کوئ ، شمېرنو ته هم مه ګورئ، چې هر څه د خداى په اراده کې دي (د پېغمبر اکرم زوى، چې ومړ؛ نو مشرکانو، چې خپلو زامنو ته کتل ؛ نو ورمندون يې کاوه، چې پېغمبر اکرم ابتر دى ؛خو هر څه اپوټه شول). ( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ….. إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

 

[1] (د نورالثقلين تفسير)

[2] (انبیاء/۹۲)

[3] مومنون/۵۲

[4] (طه/۱۴)

[5] (حجر/۴۹‏)

[6] ( بقره/۱۸۶)

[7] (مؤمنون/۱۸)

[8] (نحل/ ۵۹)

[9] (حج/۳۸)

[10] ( حجر/۶)

[11] (قلم/۲)

[12] (رعد/۴۳)

[13] ( يس/۳)

[14] (صافات/۳۶ )

[15] س/۶۹ )

[16] ( فرقان/۷)

[17] (فرقان/۲۰)

[18] ( انعام/۱۶۴)

[19] ( الناس/۱)

[20] (بقره/۱۴۴)

[21]  قیامت/۱۶

[22] (حجر/۸۸)

[23] (اسراء/۲۹)

[24] (اسراء/۲۹)

[25] (ضحی/۳)

[26] (طه/۱۱۴)

[27] (طه/۱۱۴)

[28] (قلم/۴)

[29] (طه/۲)

[30] ( توبه/۳۳)

[31] (ضحی/۵)

[32] (آل عمران/۱۹۷)

[33] (انفال/۶۷)

[34] (توبه/۵۵)

[35] (نصر/۲، ۳)

[36] (فرقان/۷۲)

[37] ( انعام/۶۸)

[38] (بقره/۱۳)

[39] (بقره/۱۱۳)

[40] (غاشيه/۱۷)

[41] (تکوير/۴)

[42] وګورئ: د مجمع البیان تفسیر‏.

[43] ( شعراء/ ۶۳)

[44] (بقره/۶۰)

[45] (ضحی/۵)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!