تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د امام احمد حنبل په مسند کې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې  ليکوال : امام احمدحنبل (ره) امام احمد حنبل (١٦٤- ٢٤١س) د اهل سنتو د څلور ګونو مذاهبو، د حنبلي مذهب امام دى،چې يو نامي حديثپوه او فقيه دى،چې پخپله او راوروسته زمانو کې يې د خلکو پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د امام احمد حنبل په مسند کې د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې

 ليکوال : امام احمدحنبل (ره)

امام احمد حنبل (١٦٤- ٢٤١س) د اهل سنتو د څلور ګونو مذاهبو، د حنبلي مذهب امام دى،چې يو نامي حديثپوه او فقيه دى،چې پخپله او راوروسته زمانو کې يې د خلکو پر ليدلوريو او ګروهو خورا اغېز درلود. له ډېره وخته راهيسې ويل کېږي،چې امام حنبل خورا زاهد، ظاهر پالى او سر سري اندى و. ډېره  موده  يې له امام شافعي (١٥٠/١٤٦ – ٢٠٥س) زده کړه وکړه او داچې شافعي (رح) پخپله د امام مالک بن انس (٩٣/٩٠-١٧٩س) شاګرد و، چې له امام جعفر صادق  (٨٣ – ١٤٨س) يې زده کړه کوله؛نو په دوو لارو د امام صادق له (مزو اخستونکيو) ملامېندو شمېرل کېږي او همدا چار د دې لامل شوى،چې نوموړي له امام صادق او پلار يې امام باقر روايتونه کړي دي .

د امام احمد بن حنبل مشهور زده کړيال : عبدالله بخاري (٩٤ – ٢٥٦س) د صحيح بخاري مؤلف،مسلم نيشابوري (٢٠٤، ٢٠٦ – ٢٦١س) د صحيح مسلم مؤلف او ابوداوود سجستاني (٢٠٢-٢٧٥س) د ابي داوود سننو مؤلف دى .

داچې ترمذي ( ٢٠٠ / ٢٠٩ – ٢٧١س) او نسايي (٢١٤ /٢١٥ – ٣٠٣س) د ابي داوود زده کړيالان ول؛نو ويلاى شو،چې د شپږ ګونو صحاحو له مؤلفانو ،درې تنه يې نېغ په نېغ او دوه يې په واسطه د امام احمد حنبل زده کړيالان ول،چې دا چار په خپل ذات کې د حديثو په علم کې د امام حنبل اهميت راښيي . امام حنبل پهخپله هم ډېر مهم او مفصل کتاب (مسند) تاليف کړى دى،چې له ٧٥٠٠٠٠  (اوه سوه پنځوس زرو) احاديثو يې دېرش زره غورچاڼ کړي دي .

 په دې باب وګورئ : کاظم مديرشانه؛د حديثو تاريخ، ٤٧مخ .

امام احمد بن حنبل د امويانو د خلافت تر دړي وړې کېدو وروسته دنيا ته راغلى او په دې توګه هومره واټن يې ورسره نه درلود،هغه امويان چې له اهل بيتو په تېره بيا له حضرت علي سره يې په دښمنۍ کې هره چاره کاروله او داچې هغوى د خپلې واکمنۍ پر څه له پاسه اتياوو کلونو کې د مسلمينو انديز او ګروهيز چوکاټونه مشخص کړي ول؛نو تر راپرځېدو وروسته يې هم لږ ډېر انديز نظام رسميت درلود. پردې سربېره،امام احمد په مړانه، علم او اخلاقي، انصاف د حضرت علي د فضايلو او ځانګړنو په ثبت او روايت کې هڅه وکړه او ډېر احاديث يې په خپل کتاب کې ځاى پر ځاى کړل،چې شونې وه،ځينې ورته د سرخوږۍ لامل هم شي . امام حنبل د “فضايل الصحابه” په نامه بېل دوه سوه پاڼيز کتاب کښلى او د علي (ک) په اړه پکې دا غونډله ده:

“ما جا لا حد من اصحاب النبي صلى الله عليه وسلم من الفضايل اکثر مما جاء لعلى بن ابى طالب (١) : څومره چې د علي بن ابي طالب فضايل رارسېدلي، د يوه صحابي هم رارسېدلي نه دي (٢) “

يو ټکي ته مو پام وي،چې له ډېره وخته راهيسې دخلافت د غونډال سياست دا و،چې د امام علي فضايل او ګروهې دې خپري نشي،له دې سره د ايران، شام او مصر له سوبو ټولنې ته دومره د شتمنيو او امکاناتو د ورکړې او بخشش خوله راماته وه،چې هيچا هم په خوب کې ليداى نه شوه او له دې امله يې کومه انګېزه نه درلوده، چې د قدرت او شتمنۍ مراکز پرېږدي او په يوې داسې کورنۍ پسې ولاړ شي،چې له دنيوي امکاناتو تش لاش شوې وه .

 حضرت عبدالله بن جندب وايي : د درېم خليفه (رض) په زمانه کې عراق ته ولاړم او د علي (ک) د فضايلو په اړه مې خبرې وکړې؛خو  چا ورته غوږ کېنښود او راته به يې ويل :” دا پرېږده او په داسې څيز پسې ولاړ شه، چې ګټه دې پکې وي” و مې ويل : دا ما او تاسې ته ګټوره ده؛خو  خلکو پرېښووم او چې ځايي چارواکى؛وليد بن عقبه خبر شو؛نو امر يې وکړ ، چې بندي يې کړئ . (٣)

د امام علي (ک) په راتګ او دجمل ، صفين او نهروان تر خونړيو جګړو وروسته همدې بهير دوام وموند او بې له ډېر لږ شمېره ،نور له حضرت علي (ک) سره په دښمنۍ کې ټينګ ودرېدل او ياڅنګ ته شول .

د امام علي (ک) تر شهادت وروسته د امويانو په ځواکمنېدو او په حضرت علي پسې کنځل او ترې برائت لټه او ټولنه په خورا تنګسه کې نيولو چار تردې راورساوه،چې بې د اهل بيتو له يو لږ شمېر لارويانو څخه د هغه وخت [ اموي بهير، زبيري بهير او دخوارجو جريان] د ګردو سياسي، کلامي او مذهبي فرقو ګډه وجه له حضرت علي سره دښمني وه.

چې په دې توګه عمومو مسلمانانو که علي (ک) ته د انکار په سترګه نه کتل؛خو  ګوته يې ورته نيوه،داسې چې ډېر لږ حاضر ول،چې هغه له درېو لومړيو خلفاوو په لړ کې وشمېري؛يعنې په خلفاى راشدينو کې يې وشمېري . داچې د عثماني مذهب بنسټ [ چې راوروسته د اهل سنتو د مذهب په بڼه راواوښت]پر يوه دغسې طرز فکر ( انديز دود) ولاړ و او په عباسي خلافت کې هم دې دود د حاکميت او چارواکۍ د ګټو د غوښتنو له مخې لږ ډېر دوام وموند، تردې چې د امام احمد حنبل په هڅو او نفوذ تر يوې کچې واوړېد او په تدريج حضرت علي (ک) په راشدينو خلفاوو کې وشمېرل شو؛يعنې دا امام احمد حنبل  و،چې علي (ک) يې په راشدينو خلفاوو کې وشمېره او مخکې ترې چانه شمېره. (٤)

امام احمدبن حنبل په خپل مسند کې د علي (ک) په اړه ګڼ شمېر احاديث راوړي،چې موږ د خپل کتاب د موضوع په اړه يوازې ٢٤٩ يا ٢٥٠ ترې غورچاڼ کړي دي .

◄ د دې لېکنې لنډيز

د دې ليکنې خورا لنډيز دادى

مور يې حيدر نومولى و ( ٤/ ٥٢) ،لومړى نارينه دى،چې مسلمان شو (١/ ٣٣١ او ٤/٣٧١، ٥/٢٦) او له پېغمبر اکرم (ص) او حضرت خديجې سره يې لمونځ وکړ ( ١/ ١٤١، ٢١٠ او ٣٧٤ مخونه) او تر خلکو يې  اوه کاله مخکې لمونځ وکړ ( ١/٩٩) په هماغه وړکتوب کې يې له پېغمبر اکرم سره بيعت وکړ، چې ورور او ملګرى يې وي (١/١٥٩) په ځوانۍ کې د پېغمبر اکرم پر اوږو د کعبې بام ته پورته شو او ورباندې ايښى بوت يې لاندې راوغورځاوه او دړې وړې شو (١/٨٤ ا و ٥١ مخونه) او چې قريشو دسيسه جوړه کړه،چې پېغمبر اکرم (ص) ووژني؛نو په بستره کې يې ويده شو او تر ګهيځه يې د مشرکانو د ډبرو ګوذراونه وزغمل او پېغمبر اکرم (ص) ځان غار ته ورساوه (١/ ٢٣١ او ٣٤٨ مخونه)

پېغمبر اکرم وويل : د خداى تعالى زما څلور تنه ياران خوښېږي او راته يې ويلي، چې ته يې هم ښه ايسه،چې يو يې علي دى ( ٥/ ٣٥١ او ٣٥٦ مخونه) او ويې ويل : خداى يې هيڅلکه نه خواروي (١/ ٣٣١) د پېغمپر اکرم په دعا ګرمۍ او يخنۍ پرې اغېز نه درلود (١/٣٣١ مخ). هغه يو تن نارينه و،چې خداى او پېغمبر اکرم يې ښه ايسېدل او د خداى او رسول الله هم هغه ښه ايسيده (١/٩٩، ١٣٢، ١٨٥، ٣٣١ مخونه، ٢/ ٣٨٤، ٤/ ٥٢، ٥/٣٣٣، ٣٥٣، ٣٥٤، ٣٥٨ او ٣٥٩ مخونه) علي (ک) له جګړې نه تښتېده (٣/١٦)  او د حضرت ابوبکر او حضرت عمر تر ناکامۍ وروسته يې خيبر سوبه کړ (٢/٣٨٤ مخ، ٣٣٣، ٣٥٣ او ٣٥٤ مخونه) او په هغې غزا کې يې چې ډال ولوېد،د کلا ور يې راونړاوه او د ډال په توګه يې کاراوه،هغه ور،چې اتو تنو خوځولاى نشو! (٦/٨) په دې غزاکې يې حضرت جبرئيل ښي خو اکې او ميکائيل يې په کيڼ لوري کې و (١/١٩٩) او پېغمبر اکرم وويل : خداى هغه بيخي نه خواروي (١/٣٣١)

مقام يې رسول اکرم ته لکه د هارون،چې موسى (ع) ته و (١/١٧٠،١٧٧، ١٧٩، ١٨٢، ١٨٤، ١٨٥، ٣٣١ او ٣/٣٦٩، ٤٤٨)  او آنحضرت (ص) ورته يې ويل: ته مې ورور او ملګرې يې (١/٢٣٠)  او آنحضرت (ص) وويل : علي له ما او زه له هغه ځنې يم  (٤/٤٣٧ او ٤٤٨ )

او ويې ويل : ” له علي شکايت مه کوئ،چې دخداى په اړه سخت دريځ دى” (٣/٨٦) او ويې ويل : چا چې وکنځه؛نو زه يې کنځلې يم” (٦/٣٢٣)

او علي (ک) ته يې وويل : “مؤمن دې دښمن نه ګڼي او منافق دې دوست نه ګڼي” (١/٨٤، ٩٥ او ١٢٨، ٦/٢٩٢) او خپله لور يې ورنکاح کړه (٥/٣٥٩) هغه لور،چې د تن يوه برخه يې وه : چې چا وځوروله ؛نو زه يې ځورولى يم او چې چا خپه کړه،زه يې خپه  کړى يم (٤/٥، ٣٢٨) او چا چې خوشحاله کړم،زه يې خوشحاله کړى يم، (٤/٣٢٣، ٣٣٢)

او علي (ک) ته يې وويل : ته مې زوم او د اولادونو پلار يې (٥/٢٠٤) هو! علي له هغې سره واده وکړ،چې له مور سره يې د جنت له غوره ښځو ده (١/٢٩٣ او ٣١٦) او پخپله دجنتي مېرمنو اغلې ده ( ٣/٦٤) او داچې زامن يې دنيا ته راغلل؛نو پېغمبر اکرم پرې د هارون (ع) د زامنو نومونه کېښوول (١/ ١٥٩) د علي (ک) مشر زوى؛يعنې حسن (رض) تر پلاره نېکه ته ورته و (٦/ ٢٨٦) هغه تر سينې پورته پېغمبر ته ورته و او ورور يې حسين تر سينې کوز (١/١٠٨) او پېغمبر اکرم وويل : ” هغه دواړه دجنتي ځوانانو ښاغلي دي” (٣/ ٣،٦٢، ٨٢) او يې وويل : حسين زما څخه دى او زه له حسين څخه يم، خداى دې د حسين له مينوالو سره مينه ولري،حسين مې له لمسيو يو لمسى دى (٤/١٧٢) او يې وويل : “څوک چې زما دې دواړه او د مورو پلار يې مينوال وي؛نو د قيامت پر ورځ له ماسره او هم پوړى مې دى ” ( ١/٧٧) او يې وويل : ” په قيامت کې مو: (پينځه تنه) په يوه ځاې کې يو” (١/ ١٠١) او هغو ته يې وويل : ” له هغه سره په جګړه کې يم،چې ورسره وجنګېږي او له هغه سره په سوله کې يم، چې له تاسې سره په سوله کې وي” (٢/٤٤٢) او په کربلا کې يې د فرات رود تر غاړې د  حسين د شهادت خبر ورکړ او ويې ژړل (١/ ٨٥) او د کربلا يو موټى خاوره يې ام سلمه ته وسپارله،چې يوې پرښتې ورته راوړې وه (٣/٢٤٢، ٢٦٥) او د پينځو تنو په اړه يې وويل : ” دوى مې اهل بيت او ځانګړي دي” (٦/ ٢٩٢، ٣٠٤) او يو ټوکر يې پرې راوغواړه، او دعا يې وکړه : “خدايه! دوى مې اهل بيت دي؛نو جټلي ترې لرې کړه او پوره يې پاک کړه!” (٦/ ٢٩٨، ٢٩٢، ٣٠٤) او ان خپله مېرمن ام سلمه يې په دې شمېر کې رانه وړه (٦/ ٣٢٣، ٢٩٢، ٣٠٤) او شپږ مياشتې، چې د ګهيځ لمانځه ته تل؛نو چې د فاطمې له کوره تېرېده،ويل يې: “اهل بيتو ، لمونځ! [إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ] ” (٣/٢٥٩، ٢٨٥) او ويې ويل : خدايه! دوى آل محمد دي؛نو پر محمد او آل محمد درودونه واستوه” (٦/ ٣٢٢) او چې کله آيت نازل شو، چې : ” خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درد او صلوات استوي، مؤمنانو! درود پرې واستوئ” وپوښتل شو :  “څرنګه درود درباندې ووايو؟ آنحضرت وويل: “ووايئ : اللهم صل على محمد و آل محمد….” (٤/٢٤٤، ١٦٢، ٢٤١، ٢٤٣، ١١٨، ١١٩، ٣/٤٧، ٥/ ٢٧٤ ، ٣٥٣)  او يو ځل حسن په کوچنيوالي کې چې غوښتل خيراتي کجوره په خوله کړي؛ منع يې کړ او ويې ويل : پر موږ  د محمد کورنۍ خيرات حلال نه دى” (١/٢٧، ٢/٤٠٦، ٤٦٧، ٣/٤٤٨، ٤٩٠) او چې د مباهلې آيت نازل شو (؛نو) پېغمبر اکرم، علي، فاطمه، او حسنين راوغوښتل او ويې ويل: “خدايه! دوى مې کورنۍ ده” (١/١٨٥)

د علي له ځانګړنو يوه داده، چې “موعود مهدي” يې له ځوځاته دى؛ لکه چې رسول اکرم ويلي دي : “مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې چار په يوه شپه کې سموي” (١/ ٨٤) او ويې ويل : “قيامت تر هغې نه جوړېږي ،چې له اهل بيتو مې يو تن چارواکى شي،چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه چې څنګه ترې مخکې له ظلمه ډکه شوې وه .” (٣/١٧)

او ويې ويل : ځمکه له ظلم او زورمټۍ ډکېږي بيا مې له کورنۍ يو سړى راپاڅي” (٣/٧،٢٨) يا يې وويل : له اهل بيتو مې سړى….. (٣/٣٦) او شتمني په خلکو کې يو رنګ ايشي او د اسمانوال او ځمکمېشتي ترې خوشحالېږي (٣/٥٢) چې هغه پينځه، اوه يا نهه کاله حکومت کوي او په دې موده کې اسمان ورېږي او ځمکه ښه حاصل ورکوي . ( ٣/٢٢)

او ويې ويل: ” تر ما وروسته به دولس تنه خلفا وي،چې ټول به له قريشو وي .”

او ويې ويل : ” دا دين د قيامت تر راتلو پورې پر ځاى دى يا دولس خلفاء به درباندې حکومت وکړي،چې ټول له قريشو  دي” ( ٥/ ٨٥، همدې مضمون ته نژدې ٥/ ١٠٧) او چې وپوښتل شو: “پردې امت به څو تنه خلفاء حکومت وکړي؟ ” ويې ويل : “دولس تنه، د بني اسرائيلو د پالندويانو په شمېر” (١/ ٢٩٨. ٤٠٦) او  ويې ويل : ” پر تاسې لازمه ده، چې زما او د هدايت شويو راشده خلفاوو دينوالو ځايناستيو د سنتو لاروي وکړئ ” ( ٤/ ١٢٦، ١٢٧)

پېغمبر اکرم خلکو ته وويل : ” زه په تاسې کې دوه درانه څيزونه پرېږدم : د خداى کتاب او اهل بيت مې . داهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ” (٤/ ٣٦٦، ٣٦٧) او ويې وويل: ” دا دواړه بيخي يو تر بله تر هغې نه جلا کېږي،چې په ډنډ کې کې ماته راشي” (٣/١٤، ٢٦، ٥٩، ٥/ ١٨٢، ١٩٠) او وړاندوينه يې وکړه،چې يو شمېر به يې خبره ولتاړي او ناغوره به ورسره وچلېږي . “قسم پر هغه چې د محمد ساه يې په واک کې ده، له تاسې به يو شمير سړي له ما څخه په ډنډ کې  لري کوي؛ لکه پردي اوښان،چې له ډنډه شړي!” (٢/ ٢٩٨ ، ٤٦٧) او ويې ويل: “[پر هماغه وخت] زه ورته غږ کوم : ها! ما ته راشئ!” ويل کېږي : ” دوى تر تا وروسته واوړېدل” زه هم وايم :لرې دې وي! لرې دې وي!” (٢/ ٣٠٠، ٤٠٨) او ويې ويل : له اصحابو مې يو شمېر په ډنډ ( حوض کوثر) کې ماته راځي او ما ويني،همداچې را ورسېدل او ومې ليدل،په راښکودو راښکودو يې رانه لرې کوي .  زه وايم : “پالونکيه، ياران مې! ياران مې!” ويل کيږي ” ته نه پوهېږي، چې تر تا وروسته يې څه وکړل!” (٥/ ٤٨)

په حجة الوداع کې مدينې ته د راستنېدو پر مهال د مشهور ډنډ؛ غدير خم پر غاړه، دمه شول او تر ماسپښين  لمانځه وروسته ، پېغمبر اکرم د علي لاس ونيو او مسلمانانو ته يې وويل : نه پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو تر ځانونو يې پرې وړ يم؟ نه پوهېږئ،چې زه پر هر چا تر ځان يې پرې وړ يم؟”

خلکو وويل : “هو!”  آنحضرت وويل : ” د چاچې زه يې مولا يم، علي يې هم مولاى دى، خدايه! له مينوال سره يې مينه وکړه او چې څوک ورسره دښمني کوي ، ته يې دښمن وسه!”  حضرت عمر بن خطاب د علي (ک) ليدو ته ورغى او ويې ويل : ” د ابوطالب زويه! مزې دې وکړې، ګهيځ او ماښام دې کړ،سره له دې چې د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې” ٤/ ٢٨١ او په ډېر لنډيز: ١/ ٨٠، ١١٩، ٣٣١؛ ٤/ ٣٨٦، ٣٧٠، ٣٧٢؛ ٥/ ٣٦٦، ٣٧٠، ٤١٩) او پېغمبر اکرم علي (ک) ته وويل : ” ته تر ما وروسته  پر هر مؤمن زما ولي يې” ( ١/٣٣١) او و يې ويل : “زما له لوري، يوازې زه يا علي يې ادا کوي” ( ٤/١٦٤، ١٦٥) او د تبوک د غزا پر مهال،چې آنحضرت ولاړ؛ نو علي (ک) يې پر مدينه وګوماره او ويې ويل: ” داسې راته يې لکه هارون چې موسى ته و؛ خو پېغمبر نه يې،دا وړ ده، چې زه ولاړ شم او ته مې ځايناستى وسې” (١/٣٣١ او بې له وروستۍ غونډلې: ١/ ١٧٠، ١٧٣، ١٧٥، ١٧٧، ١٧٩، ١٨٢، ١٨٤، ١٨٥، ٣٣١؛ ٣/٣٢، ٣٣٨؛ ٦/ ٣٦٩، ٤٣٨) او چې کله د توبې سورت لس آيتونه حضرت ابوبکر ته ورکړاى شول،چې خلکو ته يې ولولي، حضرت علي يې ورپسې ولېږه، چې ترې وايې خلي او پخپله يې ولولي؛ځکه ويې ويل : ” جبرئيل راغى او ويې ويل : ستا له لوري،يوازې ته پخپله يا ستا يو نارينه يې رسوي” (١/ ١٥١) او ويې ويل : ” هغه يوازې زه يا له اهل بيتو مې يو سړى رسوي” (٣/٢١٢، ٢٨٣؛ ١/ ٣٣١) او علي ته يې وويل : “په جنت کې ورته يوه زېرمه ده،چې ته يې د دواړو لوريو خاوند يې.” (١/ ١٥٩) او بيا يې ورته وويل : ” چې  هر څه مې ځان ته خوښېږي،تا ته مې هم خوښېږي او چې څه مې نه خوښېږي، تا ته مې هم نه خوښېږي” (١/ ١٤٦) او زېرى يې ورکړ : ” ته بښل شوى يې” (١/٩٢، ١٥٨)  او تل يې خپل حضور ته مانه؛لکه چې حضرت علي ويل: ” چې کله مې له پېغمبر اکرمه اجازه غوښته،که پر لمانځه و؛ نو “سبحان الله” يې ويله  او که پر بل چار و؛ نو اجازه يې راکوله”. (١/٩٨) او حکم يې وکړ : نبوي جومات  ته چې کوم ورونه پرانستل کېږي،و يې تړئ؛خو نه د علي ور (١/٣٣١؛ ٢/٢٦) او ويې ويل : په دې اړه راته حکم شوى او له ځانه مې دا چار کړى نه دى (٤/ ٣٦٩) .

سره له دې چې علي (ک) ځوان و؛ پېغمبر اکرم يمن ته ولېږه او ورته يې وويل : ” خداى دې ژبه ښيونوي او زړه دې ټينګوي” (١/٣، ١٤٩) او دايې په دعا ورته وغوښته (١/١١١) علي (ک) وايي : زه تر هغې وروسته په ورمندون او قضاوت کې شکي نه شوم! (١/٣)  او د علي په اړه يې وړاندوينه وکړه : ” د قرآن پر تاويل به جنګېږې؛لکه چې پر تنزيل يې وجنګېدم” ( ٣/ ٣١، ٣٣، ٨٢) او بيا يې په اړه وړاندوينه وکړه : د حضرت مسيح (ع) په څېر به يو شمېر درسره مينه او يوه ډله به درسره سخته دښمني وکړي (١/ ١٦٠) او بيا يې وړاندوينه وکړه: خورا بدمرغه انسان به يې وينه تويه کړي او ږيره به يې په وينو ککړه کړي (٤/ ٢٦٣)

حضرت رسول اکرم (ص) د رحلت پر مهال وويل : “علي راولئ !” پر ځاى يې نور راوبلل شول او چې راغل،آنحضرت سترګې پرانستې او  چې علي يې ونه ليد؛نو چوپ شو، حضرت عمر ټول لرې کړل (١/ ٣٥٦)

پېغمبر اکرم د خپل ژوند په وروستۍ ورځ، په څو څو ځل د علي احوال اخسته، تردې چې علي (ک) ورته راغى، کوټه يې خالي کړه او علي ته يې راز ووايه او پر هماغه ورځ وفات شو، په پايله کې هغه وروستى تن و،چې له آنحضرت سره يې ليده کاته وکړل . ( ٦/ ٣٠٠)

د رسول اکرم د وړاندوينې له مخې يوې ډلې،چې په دين کې يې افراط او زيادښت کاوه،چار يې له اسلامه  د وتو تر بريده ورسېد،په پايله کې بوتنمانځي يې پرېښوول او د مسلمانانو په وژونه يې لاس پورې کړ  (٣/ ٦٨، ٧٢، ٧٣) حضرت علي هم وار له مخې يې د ټولو د وژنې حکم وکړ (٣/ ٦٨، ٧٢،٧٣) او ويې ويل : ” هغه ډله يې وژني ،چې پر حق ده” (٣/ ٦٥، ٤٨) او غټه نښه يې کل سر دى ( ٣/ ٣٣، ٦٤، ٢٢٤؛ ٤/ ٤٢٥؛ ٥/١٧٦) او په منځ کې به يې نيم لاسى وي (١/ ٩٢، ١٥١، ١٦٠ او…..) او و يې ويل : “هغوى خورا ناوړه وګړي او موجودات دي” (٤/ ٤٢١، ٤٢٢ ، ٤٢٥) چې له عراقه به راپاڅي (٣/٤٨٦) او پر حق ډله به وژني ( ٣/٤٥، ٦٥) او پر هغه دې خوښي وي، چې دوى وژني او په لاس يې ووژل شي!” (٣/٢٢٤) او علي (ک) ته يې وويل : “د ابوطالب زويه! له دغسې قوم سره به څرنګه يې؟” (١/ ١٦٠)

دا وړاندوينه د نهروان په جګړه کې رامخې ته شوه او علي (ک) ورسره وجنګېد او د هغه نيم لاسي سړي تنه يې ومونده او له خوښۍ يې تکبير ووايه او پر سجدې پرېووتل (١/  ٨٨، ١٠٧،١٠٨ )ځينو له هېښنې علي (ک) ته پرښته وويله! (١/ ١٤١) رسول اکرم له خوارجو سره جنګياليو ته په دومره ثواب قايل شوى،چې علي له دې وېرې، چې هسې نه خلک له (نورو) کړنو لاس واخلي، ورته يې نه وايه! (١/ ١٣١، ٩٢، ٩٥، ١٢١، ١٢٢، ١٥٥) په پاى کې علي (ک) يو له خوارجو (عبدالرحمان بن ملجم) شهيد کړ او زوى يې حسن (رض) خلکو ته وويل : “داسې يو سړي پرېښووئ،چې په پوهه کې نه ترې ړومبي مخکې شوي ول او نه ورته راتلونکي لاسرسى مومي….”  (١/١٩٩)

اوس نو د احاديثو متن راخلو،چې د لنډيز لپاره د اسنادو او لاسوندونو له لړۍ يې تېر شوي يو:

ړومبى مسلمان

١ _ حضرت ابن عباس (رض) په يوې اوږدې وينا کې د علي (ک) د ځانګړنو په اړه وويل : کان اول من اسلم من الناس بعد خديجه : تر خديجې وروسته علي له خلکو لومړى تن و،چې مسلمان شو. (١/ ٣٣١)

٢ _ حضرت زين بن ارقم (رض) وايي : اول من اسلم مع رسول الله عليه وسلم، لومړى تن،چې له رسول اکرم سره مسلمان شو،علي بن ابى طالب و. (٤/ ٣٧١)

لومړنى لمونځ کوونکى

٣ _ حضرت معقل بن يسار (رض) وايي : له پېغمبر اکرم (ص) سره د فاطمې (رض) پوښتنې ته ولاړو،حضرت ترې وپوښتل : “څرنګه يې؟” و يې ويل : ” غم مې ډېر دى، نيستي مې ډېره ده او ناروغي مې اوږده شوې ده.” حضرت وويل : ” او ما ترضين اني زوجک اقدم امتى مسلما واکثر هم علما و اعظمهم حلما : خوشحاله نه يې چې د داسې چا مېرمن کړې مې يې،چې تر ټول امت مې ړومبى مسلمان شوى او پوهه يې تر ټولو ډېره ده او زغم يې تر ټولو  خورا دى؟ ( ٥/ ٢٦)

٤ _ حضرت ابن عباس (رض) وايي : اول من صلى مع النبي صلى الله عليه و اله وسلم بعد خديجه، علي : علي لومړى تن و، چې تر خديجې وروسته يې له پېغمبر اکرم (ص) سره لمونځ وکړ. (١/ ٣٧٤)

٥ _ حضرت حبه عرني وايي : وامې ورېدل،چې علي (رض) ويل : انا اول رجل صل مع رسول الله صلى الله عليه وسلم : زه لومړى نارينه يم، چې له پېغمبر اکرم سره مې لمونځ کړى دى . (١/ ١٤١)

٦ _ عفيف کندي له پلاره يې له نېکه يې روايتوي : زه سوداګر وم او په يوه حج کې د  ځينو څيزونو د پېر لپاره عباس بن عبدالمطلب ته ولاړم، يو سړى ورته له نژدې کېږدۍ راووت،لمر ته يې وکتل او پر لمانځه ودرېد. وروسته يوه ښځه له هماغه ځايه راووته او شاته ورپسې ودرېده، ورپسې د بلوغ منګ ته نژدې يو هلک له هماغه ځايه راووت او په څنګ کې يې ودرېد. ومې ويل : “عباسه! دا څوک دى؟” ويې ويل: ” دا محمد د عبدالله بن عبدالمطلب زوى، زما وراره دى” ومې ويل : ” دا ښځه څوک ده؟” ويې ويل : ” خديجه د خويلد لور” و مې پوښتل : ” دا ځوان څوک دى؟” ويې ويل : ” د تره زوى يې علي بن ابيطالب.”

ومې پوښتل : ” دا څه کوي؟” ويې ويل : “لمونځ کوي او انګېري،چې پېغمبر دى،ولم يتبعه على امره الا امرا ته و ابن عمه هذا الفتى : او يوازې مېرمن يې او دا ځوان د تره زوي يې لارويان دي . هغه ګومان کوي، چې ډېر ژر به د کسرى او قيصر زېرمې ورته پرانستل کېږي.” عفيف وايي : “که خداى مې پر هغه ورځ اسلام روزي کړى واى ؛ نو زه به ورسره درېم تن واى”  (١/٢٠٩، ٢١٠)

٧ _حضرت حبه عرني وايي : علي رضى الله عنه مې وليد، چې پر منبر خاندي او مخکې مې نه و ليدلى، چې دومره سخت خاندي، داسې چې د عقل غاښونه يې ښکارېدل . ويل يې: د ابوطالب خبره مې راياده شوه، چې په نحله [ د مکې په چاپېريال کې د يوې سيمې نوم دى] کې ما او پېغمبر (ص) لمونځ کاوه او دې مو شاته ولاړ و،ويې پوښتل: “وراره! څه کوې؟”

پېغمبر (ص) اسلام ته راوباله . ويې ويل : کوم چار يا خبرې،چې کوئ، څه باک پرې نه لرم؛ خو پر خداى،چې تاسې دواړه مې کله هم سجدې ته اړ کولاى نشئ!” [ اصل عبارت دادى : و لکن والله ال تعلونى استى ابدا] او علي د خپل پلار له خبرې له تعجبه خندل او وروسته يې وويل :

اللهم لا اعرف ان عبدا لک من هذ الامة عبدتک قبلي غير نبيک:  خدايه! په دې امت کې بې له نبي دې څوک نه پېژنم، چې تر ما مخکې يې ستا بنده ګي کړې وي

دا يې درې ځل وويل او ويې ويل : “صليت قبل ان يصلى الناس سبعا: مخکې تردې چې خلک لمونځ وکړي،ما ترې اوه کاله مخکې لمونځ کړى دى . ( ما تر خلکو اوه کاله مخکې لمونځ کړى دى) (١/ ٩٩)

٨ _ حضرت زين بن ارقم (رض) وايي : اول من صلى مع رسول الله عليه وسلم، علي رضى الله تعالى عنه: لومړى تن علي و،چې له رسول اکرم سره يې لمونځ وکړ،چې متعال خداى دې ترې خوشحاله وي ! (٤/ ٣٦٨)

٩_  ربيعة بن ناجذ د علي رضى الله عنه له خولې وايي: پېغمبر اکرم د عبدالمطلب اولاده راټوله کړه [ يا راوبلله] چې په منځ کې يې داسې کسان ول،چې يو پسه يې خوړ او يوه پيمانه يې څښله! حضرت يو من خواړه چمتو کړل او هغوى وخوړل او ماړه شول او نور پاتې شول؛ ته وا لاس يې ور وړى نه دى . بيا يې يوه کوچنۍ کاسه راوغوښته او په هغې يې ټولو ته اوبه ورکړې،چې ګرد خړوب شول او پکې پاتې هم شوې؛ته وا چا لاس ور وړى نه دى او څښلي يې نه دي، وروسته يې وويل : د عبدالمطلب اولادې! زه تاسې ته په ځانګړې توګه او خلکو ته په عام ډول رالېږل شوى يم او يوه نښه يې داوه،چې ومو ليده.

فايکم يبا يعنى على ان يکون اخى و صاحبي : نو له تاسې کوم يو راسره بيعت کوئ، چې ورور او ملګرى مې وي؟

څوک راولاړ نه شو؛ خو بې له ما چې پکې ډېر کوچنى وم، حضرت وويل: “کېنه” درې ځل يې وويل او هر ځل زه پاڅېدم او آنحضرت ويل : “کېنه” تردې چې په درېم ځل يې لاس راته په لاس وواهه . (١/ ١٥٩)

 بوت ماتونه

١٠ _ ابي مريم د علي رضى الله عنه له خولې وايي : زه او حضرت پېغمبر اکرم (ص) ولاړ وو، چې کعبې ته ورسېدو، پېغمبر اکرم راته وويل: “اجلس؛ کېنه” او پر اوږو مې شو. هڅه مې وکړه، چې راولاړ شم؛ خو نه شوم،داچې زما بېوسي يې وليده،راکوز شو او راته کېناست او و يې ويل: “اسعد على منکبى : پر اوږو مې پورته شه” پر اوږو يې شوم او حضرت راولاړ شو . فانه يخل الى نمى لوشئت لنلت افق السماء : داسې مې ننېګېرل، که وغواړم د اسمان څنډې ته رسم . د کعبې بام ته وختم او هلته د سرو يا مسو يو بوت و، هوډ مې وکړ،چې له ښي او کيڼ او له مخکې او وروسته يې راوغورځوم او چې مې وموند، پېغمبر (ص)  راته وويل : “قذف به : ويې غورځوه!” را و مې غورځاوه او د شيشې په څېر مات شوه . راکوز شوم او دواړو منډې کړې،چې يو تر بله مخکې کېدو،چې په کورونو کې له سترګو پټ شوو،ډارېدو،هسې نه څوک مو وويني . ( ١/ ٨٤)

١١ _ ابي مريم د علي رضى الله عنه له خولې وايي : “على الکعبة اصنام فذهبت لا حمل النبي صلى الله عليه وسلم اليها، فلم استطع. فحصلنى، فجعلت اقطعها ولو شئت لنلت السماء: د کعبې پر بام بوتان ول، غوښتل مې پېغمبر پر خپلو اوږو سپور کړم،چې ورپورته شي؛خو  ومې نشو کړاى، په پايله کې پر خپلو اوږو يې کېنولم او بوتان مې مات کړل او که مې غوښتل؛نو اسمان ته رسېدم” (١/١٥١)

 د پېغمبر اکرم په بستره کې ويدېدل

١٢ _ حضرت ابن عباس د انفال، د ٣٠ آيت [وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ] په اړه وايي : قريشو يوه شپه په مکه کې سلامشوره وکړه،ځينو وويل : ” چې ګهېځ شو، بندي يې کړئ .” مطلب يې پېغمبر (ص) و. ځينو وويل : “ويې وژنئ” او ځينو وويل : ” ويې شړئ .” خداى خپل پېغمبر له دې دسيسې خبر کړ او د شپې علي (ک) د پېغمبر اکرم په بستره کې ويده شو او هغه ووت،چې غار ته ورسېد. مشرکينو کرۍ شپه علي (ک) په دې ګومان څاره،چې ګنې پېغمبر دى؟ چې ګهيځ  شو؛نو بريد يې پرې وکړ او چې يې ولېدل علي په بستره کې دى،ويې ويل: “ملګرى دې چېرې دى؟” علي وويل : ” نه پوهېږم!” پل يې ونيو،چې غار ته ورسېدل … (١/ ٣٤٨).

١٣ _ حضرت ابن عباس (رض) وايي : علي ځان وپلوره، د پېغمبر جامې يې واغوستې او پر ځاى يې ويده شو او مشرکانو پېغمبر اکرم په ګاټو ايشته . حضرت ابوبکر راغى او حضرت علي ويده و. حضرت ابوبکر ګومان وکړ، چې پېغمبر دى؛ ويې ويل : “رسو الله !” علي وويل : رسول الله د بئظميمون پر لور تللى دى، ويې مومه .” حضرت ابوبکر راغى او له آنحضرت سره غار ته ننووت . [مشرکانو] پر علي ډبرې ورولې؛لکه څنګه يې چې پر پېغمبر ورولې او علي به ځان راتاواوه او سر يې په ټوکر پټ کړى و او دباندې يې نه را ايسته ،چې ګهيځ شو او ټوکر يې لرې کړ. مشرکانو وويل: ” په رښتيا چې ته پست او پرېوتى يې، موږ دې ملګرى په ډبرو ايشته او ځان يې نه راتاواوه؛خو  تا ځان راتاواوه او دا راته هېښنده وه!” (١/ ٢٣١)

 له علي (ک) سره مينه

١٤ _ بريده له پلاره يې روايتوي : پېغمبر (ص) وويل: ” ان الله عزوجل يحب من اصحابي، اربعة . اخبرنى انه يصبهم و امرنى ان اجبهم : په حقيقت کې خداى مې له اصحابو څلور ته ښه ايسي،خبر کړى يې يم، چې هغه يې ښه ايسي او ماته يې حکم کړى،چې ښه يې وګڼه.”

وويل شول : “رسول الله! هغو څوک دي؟” ويې ويل : ان عليا منهم، و ابوذر الغفاري، مسملان الفارسي، والمقداد بن الاسود الکندي : يو يې علي دى او ابوذر، سلمان او مقداد (٥/ ٣٥١)

١٥ _ بريده له خپل پلاره روايتوي : پېغمبر (ص) وويل : امرنى الله عزوجل بحب اربعة من اصحابي و اخبرني انه يحبهم : على منهم و ابوذر و سلمان والمقداد: خداى حکم راکړى،چې له څلورو تنو يارانو سره مې مينه وکړم او خبر کړى يې يم،چې هغه هم له دوى سره مينه لري : يو يې على دى او ابوذر، سلمان او مقداد ( ٥/ ٣٥٦)

 تودوخې او يخ پرې اغېز نه درلود

١٦ _ عبدالرحمان ابي ليلي وايي : پلار مې د شپې له علي سره ويښ پاتې کېده ا و علي داسې و، چې د اوړي جامې يې په ژمي او د ژمي يې په اوړي کې اغوستې!

پلار ته مې وويل : کاشکې ترې پوښتلي دي واى! ترې يې وپوښتل: ويې ويل : پېغمبر اکرم (ص) راپسې څوک راولېږه او د خيبر پر ورځ مې سترګې خوږېدې؛و مې ويل: “رسول الله ! سترګې مې خوږېږي .” زما په سترګو يې خپلې لاړې وموښلې او ويې ويل : “اللهم اذهب عنه الحرو البرد: خدايه! د ګرمۍ او يخنۍ احساس ترې لرې کړه .”

له هغې ورځې تر اوسه په ګرمۍ او يخنۍ نه پوهېږم او ويې ويل: ” لا عطين الراية رجلا يحب الله و رسوله و يحبه الله و رسوله، ليس بغرار: دا بېرغ داسې يو سړي ته ورکوم،چې خداى او پېغمبر يې ښه ايسي او هغه هم د خداى او پېغمبر يې ښه ايسي او نه تښتي.”

اصحابو ځانونه د دې وياړنې تر لاسه کولو لپاره چمتو کړل او حضرت بېرغ ماته راکړ. ( ١/ ١٩٩، ١٣٣)

 د خيبر سوبه

١٧ _ اياس بن سلمه وايي :  پلار مې وويل : تره مې [عامر] د خيبر د غزا پر ورځ د يهودي مرحب جګړې ته ورغى. مرحب وويل : “خيبر پوهېږي، چې مرحب يم،چې کله جګړې ژبغړاندېږي؛نو زه وسلوال او کار ازمېيلى اتل يم”

تره مې عامر وويل : ” خيبر پوهېږي،چې عامر يم وسلوال او جګړه مار اتل !”

پر يو بل دوه ګوزارونه وشول او د مرحب توره د عامر (رض) په ډال ولګېده،غوښتل يې ځان څنګ ته کړي، توره يې راتاوه شوه او په پنډۍ يې ولګېده او رګ يې غوڅ شو او ساه يې ورکړه . سلمة بن الاکوع وايي: يو شمېر اصحاب مې وليدل،چې ويل يې : ” د عمر چار  تويې ولاړ، ځان يې وواژه!” زه پېغمبر (ص) ته ولاړم او ومې ژړل ، راته يې وويل : ” چا چې  داسې ويلي، دروغ يې ويلي؛ بلکې هغه دوه بدلې لري .” ځکه هغه چې کله خيبر ته تله او له اصحابو سره يې داسې ويل : ” پرخداى که خداى نه واى،موږ نه هدايتېدو ،نه مو صدقه ورکوله او نه مو لمونځ کاوه…..” پېغمبر وويل: ” دا څوک دى؟” وويل شو: “رسول الله ! عامر دى” حضرت وويل : ” خداى وبښلې!” سلمه وايي : بيا پېغمبر (ص) په علي پسې ولېږلم او ويې ويل : لا عطين الراية اليوم رجلا يحب الله و رسوله [ او : يحبه الله و رسوله] د علي سترګې خوږېدې او حضرت نبي کريم ته مې راوست او هغه پرې د خولې لاړې  وموښلې او بېرغ يې ورکړ،په دې وخت کې مرحب  راووت او ويې ويل : “خيبر پوهېږي، چې مرحب يم،چې کله جګړې ژبغړاندېږي؛نو زه وسلوال او کار ازمېيلى اتل يم”

علي کرم الله وجهه ورته په ځواب کې وويل :مور مې حيدر (زمرى) نومولى يم . په بيړه يې له تېغه تېروم

بيا يې د مرحب سر په توره وچاوه او بريا يې په برخه شوه (٤/٥٢)

١٨ _ حضرت بريده اسلمي وايي : چې پېغمر (ص) د خيبر  کلابندۍ  ته ګام پورته کړ؛نو بېرغ يې حضرت عمر بن خطاب ته ورکړ او يو شمېر مسلمانان ورسره د خيبر له اوسېدونکيو سره جګړې ته ولاړل [او ناکام راستانه شول] پېغمبر اکرم وويل : لاعطين اللوا غدا رجلا يحب الله و رسوله و يحبه الله ورسوله .

چې سبا شو،علي يې راغوښت؛خو سترګې يې خوږېدې، د خپلې خولې لاړې يې پر سترګو ورته وموښلې او بېرغ يې وروسپاره او يو شمېر خلک ورسره له خيبريانو سره دجګړى لپاره ولاړل او په دې وخت کې مرحب د وره مخکې دا شعر وايه :

” خيبر پوهېږي چې مرحب يم، وسلوال او کار ازمېيلى اتل  او چې کله له غوسناکو زمريو سره مخ شم؛ نو کله په نېزه بريد کوم او کله ګوزار خورم”

 حضرت علي او مرحب پر يو بل دوه ګوزارونه وکړل،علي داسې پر سر وواهه،چې توره يې تر غاښو ورسېده او لښکرو يې غږ واورېد او لا تر اوسه د علي ملګري رسېدلي نه ول، چې بريالى شو. (٥/ ٣٥٨، ٣٥٩)

١٩ _ حضرت ابوهريره وايي : د خيبر پر ورځ پېغمبر (ص) وويل : لا دفعن الرايه الى رجل يحب الله و رسوله يفتح الله عليه : بېرغ داسې سړي ته سپارم، چې خداى او رسول يې ښه ايسي او سوبه به يې په برخه شي.

حضرت عمر وويل : تردې ورځ مخکې مې قومنداني ښه نه ايسيده؛[ خو پر هغه ورځ] مې ورته سترګې نيولې وې او په وياړنې پسم وم،په دې هيله چې ماته به يې راوسپاري،چې سبا شو علي يې راغوښت او بېرغ يې وروسپاره : قاتل و لا تلتفلت، حتى يفتح عليک؛ وجنګېږه او کوم څيز ته پام مه اړوه، چې بريالى شې .

علي لږ وړاندې ولاړ او بيا يې غږ کړ: “رسول الله! پر څه ورسره وجنګېږم؟”آنحضرت وويل : حتى يشهدوا ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله . فاذا فعلوا ذلک، فقد منعوا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم على الله : چې ګواهي ورکړي،چې يوازې الله د نمانځنې وړ دى او محمد يې استازى دى،چې يې داسې وکړل،ځان او مال يې له ما ساتلى دى؛خو  دا ې کوم حق پکې وي  او حساب يې له خداى سره دى. (٢/ ٣٨٤)

٢٠ _ حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي : پېغمبر (ص) بېرغ ونيو او ښه يې وخوځاوه او ويې ويل : ” من ياخذبحقها: څوک دى، چى حق يې پوره کړي؟ ” پلانى راغى ويې ويل: “زه!” ويې ويل : “امط : ځه .” بيا يو بل تن راغى؛ ورته يې ويول : “امط!” بيا يې وويل : والذى کرم وجه محمد، لا عطينها رجلا لا يفر هاک يا علي؛ پر هغه قسم،چې د محمد مخ يې عزتمن کړى،يو داسې چاته يې ورکوم،چې نه تښتي . علي! وايي خله! ولاړ او خداى د علي په لاس خيبر او فدک سوبه کړل او له دواړو يې کجورې راوړې . (٣ /١٦)

٢١ _ حضرت سهل بن سعد (رض) وايي : پېغمبر (ص) د خيبر پر ورځ وويل : لا عطين هذه الراية عدا رجلا يفتح الله على يديه، يحب الله و رسوله و يحبه الله ورسوله:سبا دا بېرغ داسې سړي ته ورسپارم،چې خداى به يې په لاس سوبه وکړي،خداى او رسول يې ښه ايسي او د خداى او رسول يې هم ښه ايسي.

خلکو په دې هيله شپه سبا کړه،چې بېرغ به چاته ورکوي،سبا ګهيځ ټول رسول اکرم ته ورغلل، په دې هيله،چې بېرغ به ورکوي . ويې ويل: ” علي چېرې دى؟” وويل شول : “رسول الله! د سترګو خوږ يې ځوروي .” ويې ويل : ” څوک ورپسې ولېږئ” هغه يې راوست او آنحضرت يې پر سترګو د خولې لاړې وموښودې او دعايې ورته وکړه : او داسې شول،چې ته وا، بيخي يې سترګو درد نهه کاوه او بېرغ يې وروسپاره.

علي (ک) وويل : “رسول الله! له دوى سره وجنګېږم،چې زموږ په څېر (مسلمانان) شي؟” ويې ويل : انفذ على رسلک، حتى تنزل بساحتهم، ثم ادعهم الى الاسلام و اخبرهم بما يجب عليهم من حق الله فيه . فوالله لان يهدى الله بک رجلا و احدا، خير لک من ان يکون لک حمرالنعم: ټينګ ( او هوډمن) وسه،چې سيمې ته يې ورسې بيا يې اسلام ته راوباله او له الهي حقوقو يې خبر کړه،چې پر خداى قسم که خداى دې په لاس يو تن ته سمه لار وښيي؛د سرو ويښتانو تر اوښانو درته غوره ده . (٥/ ٣٣٣)

٢٢ _ حضرت عبدالله بن بريده وايي : پلار مې وويل : خيبر مو کلابند کړى و او حضرت ابوبکر بېرغ ونيو او بې سوبې راستون شو، بيا يې سبا په لاس کې ونيو او بې سوبې راستون شو او پردې ورځ خلکو ته خورا کړاوونه ورسېدل،بيا رسول اکرم وويل : انى دافع اللوا عذا الى رجل بحبه الله ورسوله و يحب الله ورسوله، لا يرجع حتى يفتح له : سبا دا بېرغ داسې سړي ته ورسپارم،چې خداى او رسول يې ښه ايسي او هغه هم دخداى او رسول يې ښه ايسي او هله به راستون شي،چې د کلا ورونه ورته پرانستل شي .

موږ د شپې ويده نه شوو او چې ګهيځ شو او پېغمبر (ص) لمونځ وکړ، بېرغ يې وغوښت او خلک پر خپل ځاى ولاړ وو. حضرت علي يې راوغوښت او د سترګو خوږ ځوراوه. د خولې لاړې يې پر سترګو ورته وموښودې او بېرغ يې ورکړ او (کلا) يې سوبه کړه . بريده وايي : “وانا فيمن تطاول لها: زه هم يو له هغوى وم،چې بېرغ اخستو ته په تمه وم .” (٥/ ٣٥٣، ٣٥٤)

٢٣ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) وويل : لا بعثن رجلا لا يخزيه الله ابدا، يحب الله ورسوله : يو داسې سړى لېږم،چې خداى يې بيخي نه خواروي او د هغه خداى او پېغمبر يې ښه ايسي .

د شرافت او ستريا غوښتونکيو ځان چمتو کړ . آنحضرت وويل : ” علي چېرې دى؟” ويې ويل :” په ژرنده اوړه کوي .” حضرت وويل :  ” و ما کان احدکم ليطحن : په تاسې کې څوک نه و،چې اوړه وکړي!” علي راغى او دسترګو له خوږه يې نه ليدل . آنحضرت يې سترګې د خولې په لاړو وموښودې او بېرغ يې راپورته کړ او ور يې کړ. (١/ ٣٣١)

٢٤ _ حضرت ابورافع د رسول اکرم ازاد کړاى شوى، وايي : پېغمبر اکرم، چې علي ته بېرغ ورکړ،موږ هم ورسره ولاړو او چې کلا ته نژدې ورسېدو، يوه ډله ترې راووته او يو يهودي پر علي داسې سخت ګوزار وکړ،چې ډال يې له لاسه وغورځېد. علي د کلا ور راوايسته او د ډال په توګه يې وکاراوه او تر هغې يې په لاس کې و،چې خداى يې په لاس سوبه وکړه او بيا علي ورغوځاوه . بيا موږ له اويا تنو پرې زوزر وواهه، چې ور بل مخ واړو؛خو  ومو نشو کړاى ! (٦/٨)

٢٥ _ حضرت عبدالله بن عمر وايي : د ابوطالب زو ى ته درې ځانګړنې ورکړاى شوي ،چې په آند مې هر يو يې تر سرو ويښتانو اوښانو غوره دي : پېغمبر (ص) خپله  لور ورنکاح کړه،چې اولادونه يې ورته وزېږول؛ [ د نبوي جومات] ورونه يې وتړل؛ خو د هغه ور يې پرانستى پرېښود او د خيبر پر ورځ يې بېرغ وروسپاره . (٢/٢٦)

٢٦ _ عامر بن سعيد [ بن ابي وقاص] له پلاره روايتوي : پېغمبر (ص) په يوه جګړه کې علي پر خپل ځاى وګوماره او علي وويل : ” ښځو او کوچنيانو ته مې پرېږدې؟” آنحضرت وويل : يا علي، اما ترضى ان تکون منى منزلة هارون من موسى، الال انه لا نبوة بعدي؟ علي! خوښ نه يې،چې راته لکه د هارون په څېر موسى ته وسې؛خو په دې توپېر،چې تر ما وروسته نبي نشته .

او د خيبر پر ورځ يې وويل : لا عطين الراية د جلا يحب الله و رسوله و يحبه الله و رسوله؛ هرومرو دا بېرغ داسې يو سړي ته ورکوم،چې خداى او رسول يې ښه ايسي او د خداى او رسول يې هم ښه ايسي. موږ هر يو بېرغ ته سترګې نيولې وې،چې آنحضرت (ص) وويل: “ادعوا الى عليا؛ علي راولئ” علي راغى،حال داچې سترګې يې خوږېدې . آنحضرت د خولې په لاړو سترګې يې وروموښودې او بېرغ يې  وروسپاره او خداى بريالى کړ . او چې د آل عمران ٦١ آيت : [فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ] نازل شو، پېغمبر (ص) علي، فاطمه، حسن او حسين راوبلل او ويې ويل : اللهم هولاء اهلى: خدايه! دوى مې کورنۍ ده . (١/ ١٨٥)

 له علي (ک) سره د حضرت جبرئيل او حضرت ميکائيل ملګرتوب

٢٧ _ هبيرة وايي : [ د حضرت علي تر شهادت وروسته] حسن بن علي (رض) خلک ته وينا وکړه،و يې ويل : “لقد فارقکم رجل بالامس لم يسبقع لااولون بعلم ولا يدرکه الاخرون . کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يبعثه باالراية جبرييل عن يمينه و ميکائيل عن شماله، لا ينصرف حتى يفتح له : په واقع کې تېرې شپې داسې يوه سړي پرېښووئ،چې په پوهه کې ترې نه وړومبني مخکې شوي ول او نه ورته راتلونکي رسېداى شي . پېغمبر اکرم له يوه بېرغ سره لېږه،چې حضرت جبرئيل به يې په ښي خوا کې او حضرت ميکايل به يې په کيڼ لوري کې و او تر بريا وروسته به راستنېده” (١/١٩٩)

 پېغمبر اکرم ته د علي (ک) مقام

عايشه د حضرت سعد [بن ابي وقاص] لور له خپل پلاره روايتوي : علي (رض) له پېغمبر اکرم سره دخداى پامانۍ تر ځايه راغى،په کړاو يې ويل: ” زه دې له مخالفينو سره پر ځاى پرېښووم!” حضرت وويل :  او ما ترضى ان تکون منى بمنزله هارون من موسى الا النبوه : خوشحاله نه يې، چې بې له پېغمبرۍ راته لکه د هارون په څېر چې موسى ته و وسې. (١/ ١٧٠)

٢٩ _ حضرت سعيد بن مسيب وايي : حضرت سعد بن مالک ته مې وويل : غواړم د يوه حديث په اړه دې وپوښتم؛ خو له پوښتولو يې ډارېږم  ويې ويل: وراره چې پوهېږې په کوم څيز پوهېږم؛نو و مې پوښته او ډارېږه مه . ورته مې وويل : علي ته د پېغمبر خبره،چې د تبوک په غزا کې يې پر مدينه وګوماره . سعد رضى الله عنه وويل : پېغمبر د تبوک په غزا کې علي په مدينه کې وګوماره . علي وويل: رسول الله!مخالفينو ، ښځو او کوچنيانو ته مې ګومارې؟ آنحضرت وويل : اما ترصى ان تکون من بمنزلة هارون من موسى؛خوښ نه يې چې (مقام دې) راته لکه دهارون په څېر موسى ته وسي؟

علي وويل : هو! پېغمبر اکرم وويل : نو په بيړه ستون شه . ته وا همدا اوس يې د پښو دوړو ته وينم .  حماد وايي : علي په بيړه ستون شو. (١/٧٥، ١٧٣)

٣٠ _ سعد بن ماکل د خپل پلار له خولې وايي : حضرت سعد [ بن ابي وقاص] ته ولاړم او ومې ويل : ستا له خولې يې  يوه خبره راته کړې ،چې پېغمبراکرم ، علي پر مدينه د ګومارولو پر مهال کړې ده .

سعد غوسه شو او ويې ويل : چا درته ويلې ده؟ ښه مې نه ايسيدل ورته ووايم،چې زوى دې راته کړې،چې غوسه پرې نشي. بيا يې وويل: پېغمبر (ص) چې د تبوک غزا ته تله،علي يې پر مدينه وګوماره، علي وويل : “رسول الله ! ښه مې ايسي، چې هر چېرې درسره يم”حضرت وويل : او ما ترضى ان تکون منى بمنزلة هارون من موسى، غير انه لا نبي بعدي : خوشحاله نه يې چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و خو ( په دومره توپېر،چې) تر ما وروسته پېغمبر نشته. (١/١٧٧)

٣١ _ سفيان بن عيينه دسعد له خولې روايتوي  : پېغمبر (ص) علي ته وويل : انت منى بمنزلة هارون من موسى: داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و . سفيان ته وويل شول : ” غير انه لا نبي بعدي : خو داچې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته” ويې ويل : هو! (١/١٧٩)

 همدا روايت په خورا لږ اختلاف معصب د سعد بن ابي وقاص زو ى هم روايت کړى دى (١/ ١٨٢) او همداراز حمزه بن عبدالله له پلاره يې له سعد (١/ ١٨٤) او هم عامر بن سعد [بن ابي وقاص] د خپل پلار له خولې يې [١/١٨٥] . ابوسعيد خدري هم دا حديث روايت کړى دى (٣/٣٢)

٣٢ _ حضرت جابر بن عبدالله [انصاري] وايي : چې پېغمبر (ص) علي (رض) [ په مدينه کې] پر ځاى پرېښود،علي ويل : ” پر ځاى مې چې پرېږدې؛نو خلک به مې په اړه څه وايي؟ حضرت وويل : اما ترضى ان تکون منى بمنزلة هارون من موسى ، الا انه ليس بعدى نبى؟ [ يا يې وويل لا يکون بعدى نبي] (٣/٣٣٨)

٣٣ _ حضرت ابن عباس وايي : [پېغمبر (ص)] له خلکو سره د تبوک غزا ته ولاړ،علي وويل : زه هم درسره ځم . حضرت وويل : نه ! علي وژړل؛ حضرت وويل : او مام ترصى ان تکون منى بمنزله هارون من موسى ا لا انک لست بنبى؟ انه لا ينبغى ان اذهب الا وانت خليفتى : خوښ نه يې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون چې موسى ته و؛خو داچې  ته پېغمبر نه يې؟ په واقعيت کې دا وړ ده،چې ولاړ شم او ته مې ځايناستى وسې . (١/ ٣٣١)

٣٤ _ موسى جهني وايي : د علي لور فاطمې ته ولاړو. دوست مې ابوسهل وپوښتل : “څو کلنه يې؟” ويې ويل : شپږ اتيا کلنه ! ويې پوښتل : څه دې له پلاره اورېدلي؟ ويې ويل : اسما بنت عميس راته ويلي ول،چې پېغمبر (ص) علي ته وويل : انت من بمنزله هارون من موسى الا  انه ليس بعدي نبي. ( ٦/ ٣٦٩)

د اسما بنت عميس په بل روايت کې راغلي: يا علي! انت مني….. ( ٩/ ٤٣٨)

 علي (ک) له پېغمبر اکرم ځنې دى

٣٥ _ هبيرة بن بريم د علي (رض) له خولې وايي : چې له مکې راووتو، د حمزه لور راپسې راروانه شوه او چغې يې وهلې : تره! تره! له لاسه مې ونيوه او فاطمې (رض) ته مې وسپارله او ورته مې وويل : د تره لورې چارې دې سنبالوه،چې مدينې ته ورسېدو،له جعفر [بن ابيطالب] او زيد بن حارثه سره مې ګړ پړ وکړ. جعفر وويل : د تره لور مې ده او زما مېرمن [اسما بنت عميس] يې تروړۍ (خاله) ده . زيد وويل : ورېره مې ده

او ما هم وويل : له لاسه مې ونيوه او زما هم دتره لور ده . پېغمبر (ص) وويل : اما انت يا جعفر، فاشبهت خلقى و خلقى : جعفره!  څېره او خوى دې ماته دى . و اما انت يا علي، فمنى و انا منک : او علي! ته له ما او زه له تا يم . و اما انت يا زيد، فاخونا و مولانا: او زيده! زما ورور او ازاد کړاى شوى مې يې او انجلۍ له توړۍ سره پاتې کېږي؛ځکه توړۍ [د مور په څېر] وي . (١/ ٩٨)

په بل روايت کې يې علي ته وويل : انت مني و انا منک : ته له ما يې او زه له تا يم . (١/١٠٨) .

 د حضرت ابن عباس په روايت کې راغلي : زيد او حمزه يو بل “ورورويلي” ول او پېغمبر اکرم زيد ته وويل : انت مولاى و مولاها او علي ته يې وويل : انت اخى و صاحبى : ته مې ورور او ملګرى يې . (١/ ٢٣٠)

٣٦ _ حضرت محمد بن اسامه له خپل پلار [اسامه بن زيد] روايتوي: جعفر [بن ابيطالب] او علي او زيد بن حارثه سره يو ځاى ول او هر يو ويل : انا احبکم  الى رسول الله : تر تاسې زه رسول الله ته ګران يم او پرېکړه يې وکړه،چې آنحضرت ته ولاړ شي او ويې پوښتي : اسامه بن زيد وايي : راغلل او اجازه يې واخسته، پېغمبر اکرم وويل : ولاړ شه، چې څوک دي؟ ومې ويل: جعفر، علي او زيد. ومې نه ويل : پلار مې! آنحضرت وويل : د ننووتو اجازه ورکړه . راغلل او ويې پوښتل: “څوک  درته ډېر ګران دي؟” حضرت وويل : “فاطمه !” و يې ويل : ” په نارينه و کې؟” آنحضرت وويل : اما انت يا جعفر، فاشبه خلقد خلقى واشبه خلقى خلقک : جعفره! په څېره کې راته [ تر نورو ] ډېر ورته يې او خوى مې تاته ډېر پاتې کيږي . و اما انت يا علي، فختني وابو ولدى و انا منک و انت مني   او علي ! ته مې زوم ، د اولادونو مې پلار او زه له تا او ته له ما ځنې يې  و امانت يازيد، فمولاى و منى و الى واحب القوم الى : زيده! زما ازاد کړاى شوى يې او له ما يې او زما پر لور يې او خورا راته ګران يې .” (٥/٢٠٤)

 علي (ک) تر پېغمبر اکرم وروسته ولي دى

 ٣٧ _ حضرت عمران بن حصين وايي : پېغمبر (ص) د علي بن ابيطالب (رض) په بولندويۍ يوه ډله جګړې ته ولېږله . يو څه په سفر کې پېښ شول او څلور تنه اصحاب ژمن شول، چې حضرت ته به يې وايي. موږ چې به له سفره راستنېدو؛نو لومړى د آنحضرت سلام ته تلو؛نو ورته ولاړو او يو يې وويل : “رسول الله! على داسې او هاغسې وکړل” حضرت ترې مخ واړو. دويم تن پاڅېد،ويې ويل: ” رسول الله ! علي داسې او هاغسې وکړل” حضرت له دې هم مخ واړو. درېم تن پاڅېد،ويې ويل : “رسول الله! علي داسې او هاغسې وکړل” حضرت له دې هم مخ واړو. څلورم تن هم پاڅېد او ويې ويل: “رسول الله! علي داسې او هاغسې وکړل” آنحضرت څلورم تن ته مخ کړ او په اوړېدلې څېره يې ورته وويل : دعوا عليا، دعوا عليا،ان عليا منى و انا منه و هو ولى کل مؤمن بعدي : علي پرېږدئ، علي پرېږدئ ! په حقيقت کې علي له ما ځنې دې او زه له علي ځنې يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . (٤/ ٤٣٧، ٤٣٨)

٣٨ _ حضرت عبدالله بن بريده د خپل پلار له خولې وايي : پېغمبر (ص) يمن ته دوې ډلې واستولې؛پر يوې علي او پر بلې يې حضرت خالد بن وليد وګوماره،ويې ويل : ” چې سره يو ځاى شوئ؛ نو علي به مو بولندوى وي او چې جلا شوئ؛ هر يوه دې د خپلې ډلې بولندوى وي”، د يمن د “بني زيد” له ټبر سره مو جګړه وکړه او مسلمانان پر مشر کينو بريالي شول . جګړه ماران مو ووژل او اولادونه يې مو بنديان کړ. علي ځان ته يوه وينځه رابېله کړه . بريده وايي :  خالد بن وليد ، پېغمبر ته يو ليک وليکه او له دې چار يې خبر کړ، له ليک سره يې ولېږلم،چې پېغمبر (ص) ته ولاړم او ليک مې ولوست، څېره  يې غوسناکه شوه، ومې ويل : “رسول الله! دا د پناه راوړونکي  ځاى دى، زه دې له يوه سړي سره لېږلى يم،چې اطاعت ترې کوئ، دغسې مې کړي او زه يې رالېږلى يم” . آنحضرت وويل: لا تقع فى علي، فانه مني و انا منه و هو وليکم بعدى. و انه منى و انا منه و هو وليکم بعدي : د علي بد مه وايئ؛ ځکه هغه له ما او زه له هغه ځنې يم او هغه مو تر ما وروسته ولي دى . (٥/ ٣٥٦)

٣٩ _ [عبدالله] بن بريده له خپل پلار [بريده اسلمي] روايتوي : پېغمبر (ص) يوې جګړې ته ولېږلو او چې راستانه شوو، ويې ويل: ” د خپل ملګري،ملګرتوب مو څرنګه وليد؟” داچې شکايت مې ترې وکړ ( يا : نورو ترې شکايت وکړ) چې سر مې راپورته کړ او زه داسې يو تن وم، چې سر مې ځوړند نيوه؛نو و مې ليدل،چې د پېغمبر اکرم څېره سره شوې وه او ويې ويل : من کنت وليه فعلى وليه : د چا چې زه ولي يم؛ نو علي يې ولي دى . ( ٥/٣٥)

٤٠ _ عبدالله بن بريده وايي : پلار مې ويل : څوک مې هم د علي هومره بد نه ايسيد او په قريشو کې مې هم هغه ښه ايسيده،چې يې علي بد ايسيده! نو دا سړى [= خالد بن وليد] يې پر يوې ډلې وګوماره او زه ورسره ځکه ملګرى شوم،چې علي يې بد ايسيده . ښځې مو بنديانې کړې . و يې ويل : پېغمبر ته ليک وليکه، چې څوک راولېږي او خمس (پينځمه) واخلي . هغه علي راولېږه . په وينځو کې يوه خورا ښکلې وه. علي دا ځان ته بېله کړه. ومې ويل : ابوالحسنه! دا څه کوې؟ ويې ويل: و دې نه ليدل،چې هغه په ښځو کې وه . ما و اېشلې او خمس مې جلا کړ او هغه د پېغمبر د کورنۍ په خمس کې وه. بيا مې وايشلې،چې د آل علي په برخه کې وه؛نو هغه سړي پېغمبر ته ليک ولېږه. ما وويل: ما  ولېږه، ويې لېږلم او ليک مې ولوست او و مې ويل : رښتيا وايي : حضرت وويل : علي دې ښه نه ايسي؟ ومې ويل : هو! حضرت وويل : فلا تبغضه و ان کنت تحبه ، فازددله حبا. فوالذى نفس محمد بيده، لنصيب آل على فى الخمس افضل من وصيفه : کيسه ورسره مه کوه او که ښه دې راځي دوستي دې ورسره زياته کړه؛ځکه پر هغه سوګند،چې د محمد ساه يې په واک کې ده، له خمسه  د علي د کورنۍ برخه تر يوې وينځې ډېره ده.

د پېغمبر اکرم تر سپارښتنې وروسته،تر علي هومره راته هېڅوک هم ګران نه دى (٥/٣٥١)

٤١ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : خلکو له علي شکايت وکړ؛ نو پېغمبر اکرم خلکو ته وينا وکړه او وا مې ورېدل،چې ويې ويل: ايها الناس ، لا تشکوا عليا فوالله انه لا خشن فى ذات الله [او : فى سبيل الله]: خلکو! له علي شکايت مه کوئ،چې پر خداى هغه د خداى په اړه [يا يې وويل: د خداى په لار کې] سخت دريځ دى . (٣/٨٦)

٤٢ _ حضرت عمرو بن شاس اسلمي (چې حديبيه کې له ګډونوالو و) وايي : له علي سره يمن ته ولاړ او په دې سفر کې يې راسره سختي وکړه او دا مې ورته په زړه کې ونيوه،چې راستانه شوو،په جومات کې مې ترې شکايت وکړ،چې پېغمبر هم واورېدل .يوه ورځ ګهيځ له وخته جومات ته ننووتم او پېغمبر اکرم له يو شمېر اصحابو سره و،چې سترګې يې راباندې ولګېدې،ښه يې راته وکتل،چې کېناستم،و يې ويل : يا عمر، والله لقد اذيتنى : عمرو! پر خداى چې و دې ځورولم! و مې ويل: ” ستا له ځورولو خو خداى ته پناه وړم” و يې ويل :  هو، من اذى عليا فقد آذانى: څوک چې علي وځوروي،زه يې ځورولى يم! (٣ / ٤٣٨)

 له علي (ک) سره د مؤمن دوستي او د منافق دښمني

٤٣ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) علي (ک) ته وويل : انت وليى فى کلا مؤمن بعدي : ته تر ما وروسته پر هر مؤمن ولي يې. (١/ ٣٣١)

٤٤  _ زر بن حبيش له على (رض) روايتوي : پېغمبر (ص) راسره ژمنه کړې : انه لا يحبک الا مؤمن و لا يبغضک الا منافق : په رښتيا يوازې د مؤمن به ښه ايسې او د منافق به بد . ( ١/ ٩٥، ١٢٨)

٤٥ _ مساور حميري د خپلې مور له خولې وايي : وامې ورېدل،چې ام سلمې بي بي ويل : له رسول اله مې واورېدل،چې علي ته يې وويل : لا يبغض مؤمن و لا يحبک منافق : د مؤمن به ښه ايسې او د منافق به بد. (٦/ ٢٩٢)

٤٦ _ زر بن حبيش وايي : على (رض) وويل : له هغو څيزونو چې پېغمبر اکرم راسره ژمنه کړې داده : انه لا يبغضنى الا منافق و لا يحبنى الا مؤمن : منافق مې دښمن او مؤمن مې دوست دى . ( ١/  ٨٤)

٤٧ _ عبدالله جدلي وايي : حضرت ام سلمې ته ولاړم،ويې ويل: په تاسې کې پېغمبر (ص) ته کنځل کېږي؟ ومې ويل: ” خداى ته پناه وړو!” [ يا : سبحان الله يا پر همدې څېر] ويې ويل : وامې ورېدل،چې پېغمبر اکرم وويل : من سبعليا فقد سبني: چې علي کنځي،زه يې کنځلى يم . (٦/ ٣٢٣)

٤٨ _ زياد بن علاقه وايي : مغيره بن شعبه له علي (ک) شکايت وکړ. حضرت زيد بن ارقم وويل : ” ته خو پخپله پوهېږې،چې پېغمبر (ص) په مړيو پسې له  بد ويلو منع کړې ده” تر مړينې يې علي ته بد ونه ويل . (٤/ ٣٦٩)

٤٩ _ قطبة بن مالک وايي : يو له اميرانو، علي (رض) ته کنځل وکړه: حضرت زيد بن ارقم راپاڅېد او ويې ويل : ” نه پوهېږې،چې پېغمبر (ص) مړيو ته کنځل منع کړي دي؟ او تر مړينې يې علي ته کنځل ونه کړل. (٤/ ٣٧١)

 د علي (ک) واده

٥٠ _ ابى نجيح د خپل پلار له خولې له يوه سړي روايتوي،چې واورېدل يې،چې علي (رض) وايي : غوښتل مې د پېغمبر اکرم پر لور مارکه وکړم،له ځان سره مې وويل : “لاس مې تش دى؛نو څرنګه [په دې چار لاس پورې کړم]” بيا يې خپلولي او ورکړه راياده شوه او مارکه مې وکړه.

آنحضرت وويل : ” څه لرې؟” ومې ويل : “نه!” . حضرت ويل:” پر هغه ورځ چې مې داسې او هاغسې ټينګه زرې درکړه،چېرې ده؟ ” ورته مې وويل : “راسره ده. ” حضرت وويل : ” فاطمې ته يې ورکړه” (١/ ٨٠)

٥١ _ بريده دخپل پلار له خولې وايي : علي چې پر فاطمې (رض) مارکه وکړه . پېغمبر (ص) وويل :  انه لا بد للعرس من وليمه : په واده کې بايد وليمه  ورکړاى شي . سعد وويل: ” پسه يې پر ما.” بل وويل : “پلانى څيز يې پر ما!” ( ٥/٣٥٩)

٥٢ _ حضرت معقل بن يسار وايي : له پېغمبر (ص) د فاطمې (رض) پوښتنې ته ورغلو. حضرت وپوښتل : “څرنګه يې؟” ويې ويل : ” غم مې ډېر دى، نيستي مې زياته ده او ناروغي مې اوږده شوې ده.” آنحضرت وويل : او ما ترضين انى زوجتک اقدم امتى سلما و اکثرهم علما و اعظمهم حلما: خوښه نه يې چې داسې چاته مې ورنکاح کړې يې،چې تر ټول امت مې ړومبى مسلمان شوى،تر ټولو يې پوهه او زغم ډېر دى” (٥/ ٢٦)

٥٣ _  عطا بن سائب د خپل پلار له خولې له علي (رض) روايتوي : پېغمبر (ص) فاطمې ته په جهيزيه کې ټوکر،خيږ او د کجورې د پوټکي ډک څرمنيز بالښت ورکړ. ( ١/ ٨٤، ٩٣، ١٠٨)

٥٤ _ عطا بن سائب د خپل پلار له خولې له علي (رض) روايتوي : له فاطمې سره يې چې واده وکړ،پېغمبر ورسره ځان پاکى،د کجورې د پوټکي څرمنيز بالښت،ميچن،خيږ او دوه کوزې راولېږلې . ( ١/ ١٠٤، ١٠٦)

٥٥ _ حضرت عبدالله بن زيد وايي : پېغمبر (ص) وويل : انما فاطمة بضعة مني، يوذينى ما اذا ها و ينصبنى ما انصبها: فاطمه مې بيخي د تن يوه برخه ده،چې څه يې ازار کړي، زه يې ځورولى يم او چې څه يې خپه کړي،زه يې خپه کړى يم . (٤/ ٥)

٥٦ _ حضرت مسور بن محرمة وايي : پېغمبر (ص) وويل :انما فاطمة بضغة مني (٤/ ٣٢٦) په بل روايت کې : ان فاطمة بنت محمد بغضة مني (٤/ ٣٢٦)

٥٧ _ مسور بن مخرمة وايي : پېغمبر (ص) وويل : ابنتى بضعة مني يريبنى ما ارابها و يوذينى ما آذانها: لور مې د بدن مې يوه ټوټه ډه،چې هرڅه يې غوسه کړي،زه غوسه کړى يم او چې څه يې وځوروي،زه يې ځورولى يم . (٤/ ٣٢٨)

٥٨ _ حضرت مسور بن محرمه زهري وايي : پېغمبر (ص) وويل : فاطمه بضغة مني. يضبضنى ما قبضها و يبسطنى ما بسطها و ان الانساب يوم القيامة تنقطع غير نسبى وسبب و صهرى : فاطمه مې د غوښې يوه ټوټه ده،چې څه يې خپه کړي،ما خپه کوي او چې څه يې خوشحاله کړي، ما به خوشحالوي . په واقع کې د قيامت پر ورځ نسبونه پرې کيږي؛خو بې زما له نسبي،سببي او خپلويزه .

٥٩ _ حضرت مسور بن محرمه زهري وايي : پېغمبر (ص) وويل : فاطمة شجنة منى. يبسطنى ما بسطها و يقبضنى ما قبضها. و انه ينقطع يوم القيامة الانساب والاسباب، الانسبى و سببى: فاطمه مې يوه لښته ده، چې څه يې خوشحاله کړي ما ښادوي او چې څه يې خپه کوي،ما خپه کوي . په حقيقت کې د قيامت پر ورځ بې زما له نسبي او سببي [ پېونده] نور ټول نسبونه او سببونه پرې کېږي . ( ٤/ ٣٣٢)

٦٠ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) وويل : افضل نساء اهل الجنة : خديجه بنت خويلد و فاطمه بنت محمد و آسيه بنت مزاحم امراة فرعزون و مريم انبة عمران : جنتې غوره مېرمنې دا دي : خديجه د خويلد لور ، فاطمه د محمد لور، آسيه د مزاحم لور او د فرعون مېرمن او مريم د عمران لور. ( ١/ ٢٩٣، ٣١٦)

 د علي (ک) اولاد

٦١ _ هاني بن هاني د علي (رض) له خولې وايي : چې حسن وزيږېد ؛ نو نوم مې پرې “حرب” کېښود. پېغمبر (ص) چې راغى، و يې ويل: “ارونى ابني. ما سميتوه : زوى مې راوښيه،څه نوم مو پرې ايښى؟” ومې ويل : “حرب” حضرت وويل : ” بل هو “حسن” : بلکې ( نوم يې) حسن دى” او چې حسين وزيږېد؛نو نوم مې پرې “حرب”  کېښود. پېغمبر (ص) چې راغى،ويې ويل: ” زوى مې راوښيه،څه مو نومولى دى؟” ومې ويل: “حرب” حضرت وويل : ” بل هو حسين” درېم زوى،چې مې وزېږېد، “حرب” نوم پرې کېښود. پېغمبر (ص) چې راغى ” و يې ويل: ارونى ابني . ما سميتموه؟” ومې ويل : “حرب” حضرت وويل : ” بل هو محسن” بيا يې وويل : سميتهم باسماء ولد هارون : شبر و شبير و مشبر: د هارون زامنو نومونه مې پرې کېښوول : شبر، شبير او مشبر . (١/ ٩٨، ١١٨)

٦٢ _ حضرت محمد بن عقيل د محمد بن علي (رض) له خولې وايي : چې حسن زيږېد حمزه نوم مې پرې کېښود او چې حسين و زيږېد د خپل تره جعفر نوم مې پې کېښود . پېغمبر (ص) راوغوښتم او ويې ويل: انى امرت ان اغير اسم هذين؛ امر راته شوى،چې نومونه يې واړوم” و مې ويل : ” خداى او رسول يې ښه پوهېږي” نو حسن او حسين يې ونومول. (١/ ١٥٩)

٦٣ _ ابن ابي مليکه وايي : فاطمې بي بي، حسن بن علي پورته پورته غورځاوه او ويل يې : اما بابى شبه النبى، ليس شبيها بعلى : پر پلار مې قسم، چې پېغمبر ته ورته دى او علي ته نه .” (٦/ ٢٨٣)

٦٤ _ هاني بن هاني وايي : على (رض) وويل : “الحسن اشبه برسول الله صلى الله عليه وسلم ما بني الصدر الى الراس والحسين اشبه ما اسفل من ذلک: حسن له سينې ترسره او د حسين له سينې کوز پېغمبر ته ورته و. (١/ ١٠٨)

٦٥ _ حضرت انس وايي : عبيدالله بن زياد د حسين (رض) سر په يوه تشت کې کېښود او واهه يې او د ښکلا په اړه يې يو څه وويل! انس وويل : “کان اشبههم برسول الله : په دوى (= اهل بيتو) کې پېغمبر ته خورا ورته و . ( ٣/ ٢٦١)

٦٦ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : الحسن والحسين سيداشباب اهل الجنه: حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي . (٣/ ٣، ٦٢، ٨٢)

په بل روايت کې دا زياتونې هم لري : و فاطمة سيدة نسائهم الا ما کان لمريم بنت عمران: او فاطمه د جنتي مېرمنو اغلې ده؛بې له مريم د عمران له لوره . (٣/ ٦٤)

٦٧ _ حضرت حذيفه وايي : پېغمبر (ص) د ماسخوتن لمونځ وکړ او روان شوو. زه هم ورپسې شوم . يو څوک ورته راغى او په آرام يې ورسره خبرې وکړې . بيا ورپسې  شوم . زما غږ يې واورېد… ويې ويل : ” هغه دې وليد،چې مخې ته مې راغى؟” ومې ويل : “هو!” آنحضرت وويل : يوه پرښته وه، چې تر نن شپې مخکې بيخې ځمکې ته راغلې نه وه. له خدايه يې اجازه واخسته،چې  پر ما سلام وکړي او زېرى وکړي :” ان الحسن والحسين سيداشباب اهل الجنه و ان فاطمه سيدة نساء اهل الجنه: حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او فاطمه د جنتي مېرمنو اغلې ده .” ( ٥/ ٣٩١)

٦٨ _ يعلي عامري وايي : پېغمبر اکرم خوړو ته وبلل شو. له يوې ډلې سره د بلنې ځاى  ته تله،چې حسين او يو کوچنى يې وليد،چې لوبې کوي . پېغمبر اکرم غوښتل ويې نيسي؛خو حسين اخوا دېخوا تښتېده. پېغمبراکرم خندل خو له يوه  ونيو .

حسين مني و انا من حسين . احب الله من احب حسينا، حسين سبذ من الاسباط : حسين له ما ځنې دى او زه له حسينه يم،د حسين له مينوال سره دې خداى مينه وکړي،حسين مې له لمسيو يو لمسى دى . ( ٤/ ١٧٢)

٦٩ _ علي بن حسين (رض) له پلاره يې له نېکه يې روايتوي : پېغمبر (ص) د حسن او حسين (رض) لاسونه ونيول او ويې ويل : من احبني و احب هذين و ابا هما و امها، کان معى فى درجتى يوم القيامة : چې څوک ما، دا دواړه او مور و پلار يې ښه ګني؛نو د قيامت پرورځ به له ما سره په يوه درجه کې وي . (١/ ٧٧)

٧٠ _ حضرت علي (رض) وايي : پېغمبر (ص) راته راغى؛ خو ويده وم، حسن يا حسين اوبه وغوښتې،پېغمبر اکرم زموږ مېږو ته ولاړ او شيدې يې راولوشلې . حسن ورغى؛خو څنګ ته يې کړ. فاطمې وويل : “وګوره حسين درته ډېر ګران دى!” آنضرت وويل : ” نه؛ خو حسين مخکې اوبه غوښتې وې” بيا يې  وويل : اني و اياک و هذين و هذاالراقد، فى مکان واحد يوم القيامة : د قيامت پر ورځ زه، ته، دا دواړه او دا ويده په يوه ځاى کې يو” (١/ ١٠١)

٧١ _ حضرت ابوهريره وايي: حسن بن علي راغى او پېغمبر (ص) درې ځل وويل : اللهم اني احبه فاحبه واحب من يحبه : خدايه! دا راته ګران دى،تا ته دې هم ګران وي او له مينوالو سره يې مينه وکړې . ( ٢/ ٣٣١)

٧٢ _ حضرت ابوهريره وايي : پېغمبر (ص) علي،حسن، حسين او فاطمې ته وکتل او ويې ويل: ” انا حرب لمن حاربکم وسلم لمن سالکم: له هغه سره په جګړه کې يم،چې درسره وجنګېږي او ورسره په سوله کې يم،چې درسره په سوله کې وي . (٢/ ٤٤٢)

٧٣ _ حضرت ابوبکر وايي : پېغمبر (ص) لمونځ کاوه،چې سجدې ته به تله (؛نو) حسن به يې پر شا کېناسته او پر غاړه يې پورته کېده او پېغمبر په ارامه پاڅېده،چې ونه لوېږي،چې لمونځ پاى ته ورسېد، وويل شول : “رسول الله ! له حسن سره دې داسې چلن وکړ،چې مخکې مو درڅخه نه و ليدلى” حضرت وويل : انه ريحانتى من الدنيا و ان ابنى هذا سيد و عسى الله تبارک و تعالى ان يصلح به بين فئتين من المسلمين : دا مې له نړۍ يو خوشبويه ګل دى  دا زوى مې ښاغلى دى او ښايي خداى مې په دې زوى د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ سوله رامنځ ته کړي . ( ٥/ ٥١)

٧٤ _ ابن ابي نعيم وايي : له عبدالله بن عمر بن الخطاب سره ناست وم، چې يو سړى راغى او د ماشي د ويني په اړه يې ترې وپوښتل : ويې پوښته : ” له کومه ځايه راغلى يې؟” ويې ويل: ” د عراق يم” ورته يې وويل : هغه سړى ته وګورئ،چې د ماشي د وينې په اړه مې پوښتي او د پېغمبر زوى وژني! په رښتيا مې له پېغمبره اورېدلي،چې ويې ويل: هماريحانتى من الدنيا: دا دواړه [= حسن او حسين] مې له نړۍ خوشبويه ګلان دي . (٢/ ١١٤، ٨٥، ٩٢)

 په بل ځاى کې راغلي : وپوښتل شو: کوم محرم،چې د مچ وينه توى کړي….. ( ٢/ ١٥٣)

٧٥ _  عامر بن سعد [ بن ابى وقاص] د خپل پلار له خولې وايي : پېغمبر (ص) په يوه جګړه کې علي پر خپل ځاى پرېښود. علي (رض) وويل : ښځو او کوچنيانو ته مې پرېږدې؟ حضرت وويل : يا علي، اما ترضى ان تکون منى بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبوة بعدى؟ او وامې ورېدل، چې دخيبر پر ورځ يې وويل : لاعطين الراية رجلا يحب الله و رسوله و يحبه الله و رسوله .

موږ هر يو سترګې پر لار وو، چې ويې ويل : “علي راولئ” . راغى او سترګې يې خوږېدې . آنحضرت يې پر سترګو د خولې لاړې وموښودې او بېرغ يې وروسپاره او خداى يې سوبه په برخه کړه.

او چې ((لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُّبِينٍ (آل عمران/١٦٤)= په رښتيا چې خداى پر مؤمنانو احسان كړى دى [=ستر نعمت يې پرې لورولى]،چې د هغو يو تن يې استازى ورولېږه،چې د هغه آيتونه پرې ولولي او پاك يې کړي ( او وده ورکړي) او د (خداى) كتاب او حكمت وروښيي او البته تردې له مخه هغوى په څرګنده بې لارۍ كې ول . )) نازل شو؛نو پېغمبر (ص) علي، فاطمه، حسن، حسين  رضوان الله عليهم اجمعين راوغوښتل او يې وويل: اللهم هولا اهلي؛ خدايه! دوى مې کورنۍ ده . ( ١/ ١٨٥)

٧٦ _ ثوبان _ د پېغمبر مولا _ وايي : د پېغمبر (ص) دود داسې و، چې سفر ته تله؛نو فاطمه وروستۍ هغه وه،چې ورسره يې وداع او خداى پاماني کوله او چې به راستنده؛نو لومړى به يې له فاطمې سره ليدل، يو ځل له جګړې راستون شو او د فاطمې ليدو ته ولاړ؛ويې ليدل،چې د حسن او حسين په لاسونو کې د سپينو لوښي دي،راوګرځيد او خپل لور ته ولانړ . فاطمې چې دا حال وليد ،پرده يې رالرې کړه او د زامنو له لاسونو يې لوښي راوايستل او پېغمبر ته يې ولېږل او زامنو يې ژړل .

پېغمبر اکرم ثوبان ته وويل : ” دا په مدينه کې پلاني کور ته يوسه او فاطمې ته د عصب [ د يو سمندري ځناور غاښ دى،چې تر اوسه هم په ځينو سيمو کې د ګاڼې په توګه کارول کېږي] غاړکۍ او د عاج دوه وښيي وپېره .

فان هولاء اهل بيتى ولا احب ان ياکلوا طيباتهم فى حياتهم الدنيا: دوى مې اهل بيت دي او ښه مې نه ايسي،چې خپل پاک نعمتونه په دنيوي ژوند کې وکاروي .” (٥/ ٢٧٥)

يادونه : دلته د احقاف ٢٠ آيت ته اشاره ده . ((وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ = او پر هغه ورځ،چې كافران اور ته ور وړاندې كړاى شي (ورته ويل كېږي 🙂 تاسې خپل ټول نعمتونه په خپل دنيوي ژوند کې وړي او ګټه مو ترې اخستى ده؛نو نن به درته د سپكوونكي عذاب سزا ځکه دركړاى شي،چې په ځمكه كې مو سرغړاندي كوله او له دې امله،چې له پولو اوښتئ .))

٧٧ _ زهير له څو لارو له ابي ليلي روايتوي،چې له پېغمبر (ص) سره وم او حسن يا حسين [شک د زهير دى] د پېغمبر اکرم پر ګېډه و، چې ميتيازې يې وکړې او پرې راوبهېدې . موږ ورمنډه کړه . آنحضرت وويل : “دعوا ابني [ او: لا تفزعوابني]، حتى يقضى بوله ثم اتبعه الها: پر زوى مې کار مه لرئ [ يا يې وويل : زوى مې مه ډاروئ] چې ميتيازې يې خلاصې شي،پرې به يې  وينځم”وروسته کوچني يو  خيراتي کجوره راواخسته او په خوله کې يې کېښووه،پېغمبر اکرم يې تر خولې راوايسته (٤/ ٣٤٨) په بل روايت کې دي،چې حضرت پردې مهال وويل : ” لا تحل  لنا صدقه : خيرات راته روا ندى” (٤/ ٣٤٨)

٧٨ _ عبدالله بن نجي دخپل پلار له خولې وايي : له علي (رض) سره صفين ته تلو،نينوا ته چې راورسېد،علي (رض) غږ کړ چې : “اصبر ابا عبدالله ، اصبر ابا عبدالله بسط الفرات : اباعبدالله صبر وکړه، ابا عبدالله د فرات پر رود صبر وکړه!

ومې ويل : څه شوي دي؟ ويې ويل : يوه ورځ پېغمبر اکرم ته ولاړو او ژړل يې،ومې ويل: “رسول الله! چا غوسه کړى يې؟ ولې ژاړې؟ حضرت وويل : همدا اوس رانه جبرئيل ستون شو او خبر يې کړم : ان الحسين يقتل بشط الفرات : حسين د فرات رود تر غاړې وژل کېږي، بيا يې وپوښتلم : غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟ ومې ويل : هو! لاس يې اوږد کړ او يو موټى خاوره يې راواخسته او رايې کړه، تردې وروسته مې د سترګو د اوښکو مخه نيواى نشم” (١/ ٨٥)

٧٩ _ ثابت د حضرت انس بن مالک له خولې وايي : د باران پرښتې له پالونکي اجازه واخسته،چې رسول اکرم ته ولاړه شي . اجازه يې ورکړه. [حضرت] ام سلمې بي بي ته يې وويل : ” ور راپسې راپورې کړه،چې هېڅوک رانشي” حسين راغى،چې ننوځي،پرې مېنښود؛خو ټوپ يې کړ او ننووت او د پېغمبر اکرم پر شا کېناست او پر اوږو او غاړه يې پورته کېده . پرښتې پېغمبر اکرم ته وويل : ” دا درته ډېر ګران دى؟” آنحضرت وويل : “هو” پرښتې وويل : خو امت دې ژر هغه وژني او که غواړې وژنځى يې دروښيم،لاس يې وواهه او سره خاوره يې راوړه . ام سلمې بي بي واخسته او په پڼوني کې يې غوټه کړه. ثابت وايي : ام سلمې راته وويل : دلته کربلا ده. (٣/ ٢٦٥)

٨٠ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) مې د غرمې په خوب کې وليد،پرېشانه او خړ پړ و او له وينې ډک بوتل ورسره و او ورته يې کتل. ومې ويل : “رسول الله! دا څه دي؟” ويې ويل : ” دم الحسين واصحابه لم ازل انتبع منذ اليوم : د حسين او يارانو وينه يې ده، چې له ننه يې څارم” (١/ ٢٤٢)

٨١ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) مې د غرمې په خوب کې وليد،چې پرېشان او  غوسناک ولاړ و او د وينو يو بوتل ورسره و؛ ومې ويل : ” مور و پلار مې در ځار،دا څه دي؟” آنحضرت وويل: ” هذا دم الحسين و اصحابه . لم ازل التقطه منزاليوم : دا د حسين او يارانو يې وينه ده،چې نن يې په دې بوتل کې په راټولولو بوخت وم” هغه ورځ مې، چې په پام کې ونيوه،وروسته پوه شوم،چې پردې ورځ حسين وژل شوى دى! (١/ ٢٨٣)

٨٢ _ علي (رض) وايي : پېغمبر (ص) وويل : المهدى منا اهل البيت، يصلحه الله فى ليلة : مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې چار په يوه شپه کې سموي . ( ١/ ٨٤)

٨٣ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : لا تقوم الساعة حت يملک رجل من اهل بيتى اجلى اقنى يملا الارض عدلا کما ملئت قبله ظلما، يکون سبع سنين : قيامت تر هغې نه جوړېږي،چې له اهل بيتو مې يو ښکلى عقاب پوزى سړى واکمن شي، چې ځمکه له عدله ډکه کړي؛لکه چې ترې مخکې له ظلمه ډکه شوې وه، اوه کاله به چارواکى وي . (٣/ ١٧).

٨٤ _ ابي الصيق له ابوسعيده روايتوي،چې پېغمبر (ص) وويل : تملا الارض ظلما و جورا ثم يخرج من عترتى، يملک سبعا او تسعا فيملا الارض قسطا و عدلا: ځمکه له ظلم او ځوره ډکېږي، بيا مې له ځوځاته يو تن راپاڅي، اوه يا نهه کاله واکمني کوي او ځمکه له انصاف او عدله ډکوي . (٣/٢٨)

٨٥ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : تملا الارض ظلما و جورا ثم يخرج من عترتى، يملک سبعا او تسعا فيملا الارض قسطا و عدلا: ځمکه له ظلم او ځوره ډکېږي،بيا مې له ځوځاته يو تن راپاڅي، اوه يا نهه کاله واکمني کوي او ځمکه له انصاف او عدله ډکوي . (٣/ ٧)

٨٦ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : لا تقوم الساعة حتى تمتلى الارض ظلما وعدوانا ثم يخرج رجل من عترتي [ او: من اهل بيتى] ؛ يملوها قسطا و عدلا کما ملئت ظلما و عدوانا: قيامت تر هغې نه جوړېږي،چې ځمکه له ظلم او دښمنۍ ډکه شي . بيا نو له ځوځاته مې [ يا يې وويل : له اهل بيتو مې] يو تن راپاڅي او ځمکه له انصاف او عدله ډکوي؛لکه چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وه . (٣/ ٣٦)

٨٧ _ زيد له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي،چې پېغمبر (ص) وويل :

يکون من امتى المهدى . فان طال عمره او قصر عمره، عاش سبع سنين واو ثمان سنين او تسع سنين . بملا الارض قسطا و عدلا و تخرج الارض نباتها و تمطرالسماء قطرها: مهدي مې له امته دى،عمر يې که ډېر وي که لږ؛اوه، اته يا نهه کال ژوند کوي،ځمکه له انصاف او عدله ډکوي او ځمکه خپل بوتي ټوکوي او د اسمان باراني وريځې ورېږي . ( ٣/ ٢٧)

٨٨ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : د مهدي زېرى درکوم،چې د خلکو د اختلاف او د ځمکې د لړزو پر مهال په امت کې مې راپاڅي،بيا نو ځمکه له انصاف او نياو ډکوي؛لکه چې څنګه له ځور او تېري ډکه شوې وه . د اسمان او ځمکې اوسېدونکى ترې خوښ دي او شتمني سمه ايشي . چا وپوښتل : “سمه يعنې څه؟” حضرت وويل : “بالسوية بين الناس : پر خلکو يې مساوي او يو رنګ ايشنه” او بيا يې وويل : خداى د امت زړه پوره مړه خوا کوي او عدل يې پر ټولو خپروي، داسې چې جارچي غږ کوي : ” څوک شتمنۍ ته اړتيا لري؟” بې له يوه تنه  نور څوک نه راولاړېږي . مهدي ورته وايي : ورشه او زېرموال ته ووايه : “مهدي ورته امر کوي،چې شتمني راکړه” هغه وايي : واخله . همداچې په لمن کې يې ورغورځوي، سړى پښېمانېږي،وايي : ” زه د محمد د امت خورا حرصناک يم يا يې له استغنا بې برخې يم” ځي چې بېرته يې ورکړي؛ خو [مهدي] يې ترې بېرته نه اخلي،وايي : ” څه  مو چې ورکړل، بېرته يې نه اخلو” په همدې توګه اوه، اته يا نهه کاله حکومت کوي  او [په رښتيا چې] تر ژوند وروسته يې څه خير نشته . [ يا يې وويل:] وروسته ترې په ژوندانه کې خير نشته (٣/ ٣٨)او بې د آخرت له عبادته (٣/ ٥٢) .

٨٩ _ زيد له حضرت ابوسعيد خدري روايتوي : وډار شو،چې تر موږ وروسته کوم نوى څيز رامنځ ته شي؛نو پېغمبر اکرم مو وپوښته، و يې ويل : “مهدي مې په امت کې پينځه يا اوه يا نهه کاله حکومت کوي . اسمان پرله پسې ورېږي او ځمکه له خپلو بوټو څه نه زېرموي او شتمني ډېر او ډېرۍ کېږي،يو څوک ورځي،وايي : “مهدي! راکړه ، راکړه .” چې څومره وړاى شي په لمن کې يې وراچوي . (٣/ ٢٢)

 ٩٠ _ حضرت ثوبان وايي : پېغمبر (ص) وويل : “چې و مو ليدل د خراسان له لوري تور بېرغونه راروان دي؛نو ورشئ؛ځکه د خداى ځايناستى مهدي پکې دى . (٥/٢٧٧)

 دولس تنه خلفاء

٩١ _ حضرت جابر بن سمرة وايي : پېغمبر (ص) د جمعې پر ورځ وويل :د قيامت تر جوړېدو پورې دين پر خپل ځاى دى يا دولس ځايناستي (خلفاو) درباندې واکمني وچلوي،چې ټول له قريشو دي. (٥/ ٨٥، ٨٩)

٩٢ _ حضرت جابر بن سمره وايي : وامې ورېدل،چې پېغمبر (ص) وويل: تر ما وروسته به دولس تنه ځايناستي وي،چې ګرد له قريشو دي . (٥/ ٩٢)

٩٣ _ حضرت جابر بن سمره وايي : وامې ورېدل،چې پېغمبر (ص) وويل: يکون من بعدى اثنا عشر اميرا: تر ما وروسته به دولس تنه اميران وي . بيا يې په ټيټه خبرې وکړې،چې ما وانه ورېدې . راسره تن مې وپوښت،ويې ويل: “کلهم من قريش : ګرد يې له قريشو دي” ( ٥/ ٩٩؛ په  لږ توپير د ٩٢ او ٩٣ مخونو په لمن ليکونو کې)

٩٤ _ حضرت حابر بن سمره وايي : وامې ورېدل،چې پېغمبر (ص) په حجة الوداع کې وويل : دا دين تل پر دښمن يې بريالى دى او مخالفان يې زيانمولاى نشي (په دې شرط) چې له امته مې دولس تنه پرې واکمنى وکړي . بيا يې يوه خبره وکړه،چې پوه نه شوم . خپل پلار ته مې وويل : ” څه يې وويل :؟” پلار مې وويل : رسول اکرم وويل : ” کلهم من قريش : ټول يې له قريشو دي” (٥/ ٨٧، ٨٨)

په بل روايت کې لري : “اثنا عشرا ميرا کلهم : دولس تنه اميران،چې ټول….”

بيا د پېغمبر په نوره خبره پوه نه شوم . پلار مې تر ما د پېغمبر له سپرلۍ سره نژدې و. ورته مې وويل : “پلاره! د پېغمبر په پاتې خبره پوه نه شوم چې څه وه؟” پلار مې راته وويل : آنحضرت وويل : “کلهم من قريش” (٥/ ٨٧)

دا حديث په دې بڼه روايت شوى دى : “لايزال هذا الدين…. اثنا عشر اميرا کلهم من قريش” ( ٥/ ٩٠)

٩٥ _ حضرت جابر بن سمره وايي : له پېغمبر (ص) مې واورېدل،چې و يې ويل : لا يزال الاسلام عزيزا الى اثنى عشر خليفه : اسلام به تل عزتمن وي،چې دولس تنه ځايناستي پرې واکمن شي . بيا يې يو کلمه وويله، چې پوه نه شوم . پلار مې وپوښت : ” څه يې وويل : ”  پلار مې وويل : آنحضرت وويل : کلهم من قريش . (٥/٩٠)

٩٦ _ حضرت جابر بن سمره وايي : له پېغمبر (ص) مې واورېدل،چې يې وويل : ان هذا الدين لا يزال عزيزا الى اثنى عشر خليفه : په واقع کې دا دين تل عزتمن دى،چې دولس تنه خلفا پرې واکمن شي . بيا يې يوه کلمه وويله،چې پوه پرې نه شوم، خلکو نارې کړې . پلار مې وپوښت : “څه يې وويل؟” راته يې وويل : آنحضرت وويل:  “کلهم من قريش” (٥/ ٩٣)

٩٧ _ حضرت جابر بن سمره وايي : پېغمبر (ص) په عرفات کې راپاڅېد او په وينا کې يې راته وويل : لا يزال هذا الامر عزيزا منيعا ظاهرا على من ناواه حتى يمکل اثنا عشر کلهم… دا چار تل عزتمن، لوړ پوړى او پر دښمن يې برلاس دى،تردې چې دولس تنه پرې حکومت وچلوي،چې ټول يې….. نور پوه نه شوم، چې يې څه وويل : پلار مې وپوښت،ويې ويل: آنحضرت وويل : کلهم من قريش (٥/ ٩٣) د لن يزال په بڼه (٥/ ٩٦)

٩٨ _ حضرت جابر بن سمره وايي : له پېغمبر اکرم مې واورېدل،چې يې ويل : لا يزال هذا لالامر عزيزا الى اثنى عشر خليفه : دا دين به تل عزتمن وي،چې دولس تنه خلفاء پرې واکمن شي،چې….

خلکو تکبير ووايه او ناورې يې کړې او [آنحضرت] په ټيټه يوه کلمه وويله . پلار ته مې وويل : “څه يې وويل؟” پلار مې وويل : حضرت وويل : کلهم من قريش (٥/ ٩٨)

شعبي له حضرت جابر بن سمره روايتوي،چې پېغمبر (ص) په “عرفات” کې دغسې وويل : مقدمى هم له حضرت جابر بن سمره روايتوي،چې پېغمبر (ص) په “منى” کې دغسې وويل : (٥/ ٩٩)

٩٩ _ حضرت جابر بن سمره وايي : پېغمبر (ص) وويل : لا يزال الدين قائما حتى يکون اثنا عشر خليف من قريش : دا دين تل پرځاى دى،چې له قريشو دولس تنه حکومت وکړي . (٥/ ٨٦، ٨٨)

١٠٠ _  مسروق وايي : له حضرت عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې راته لوسته. [ يوه ورځ] يو سړي ورته وويل : “پېغمبر اکرم مو پوښتلى،چې پردې امت به څو تنه خلفا حکومت وچلوي؟” ابن مسعود وويل : چې عراق ته راغلى يم، چا داسې پوښتلى نه يم . هو ! پوښتلي مو دي او راته يې ويلي : اثنا عشر، کعدة بني اسرائيل : دولس تنه؛د بني اسرائيلو د پالندويانو په شمېر . ( ١/ ٣٩٨)

((وَلَقَدْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَآئِيلَ وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ (مائده/١٢)= او په يقين خداى له بني اسراييلو  ژمنه واخسته او په هغوى كې مو دولس تنه مشران  وگومارل او خداى (ورته) وويل :(( زه له تاسې سره يم .)) كه لمونځ وكړئ او زكات  وركړئ او زما پر پېغمبرانو ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ او خداى ته قرض الحسنه [ = د هغه په لار كې له بېوزليو سره مرسته و كړئ] وركړئ ؛ نو ګناهونه به مو وبښم او د جنت (هغو) باغونو ته به مو ننباسم،چې تر ونو لا ندې يې ويالې بهېږې؛خو تردې وروسته له تاسې چې څوك كافر شي؛ نو په رښتيا،چې له سمې  لارې كوږ شوى دى .))

او ددې سړي په بل روايت کې پوښتنه او ځواب ډېر لنډ دى او ددې خبرې [= آيا پېغمبر مو ويلي، چې وروسته به ترې څو تنه خلفا وي] په ځواب کې يوازې وايي : هو! کعدة نقباء بني اسرائيل : د بني اسرائيلو د پالندويانو هومره (١/ ٤٠٦)

[ يادونه : طبيعي ده،چې دولس خلفا، له هغو دولسو تنو خلفاوو سره اړخ نه لګوي،چې تر  پېغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم د خلافت پر ګدۍ ناست ول؛ ځکه د يزيد او مروايانو په څېر بد چارو واکمنو سره مخېږو. سره له دې چې څلور ګوني،اموي او عباسي خلفا ګرد قريشي ول او شمېر يې تر پينځوسو زيات دى؛نو بايد دا دولس تنه مشران په بل ځاى کې ولټوو. په راوروستو رواياتو کې حضرت پېغمبر (ص) خپل راشدين خلفاء يادوي،چې که له ١٠٣ او ١٠٤ روايتو سره وسنجول شي، تر پېغمبر (ص) وروسته پر چارواکيو نه تطبقېږي،چې بيا هم بايد په نورو ځايونو کې ولټول شي]

١٠١ _ عرباس بن ساريه وايي: پېغمبر (ص) راته د ګهيځ لمونځ راکړ بيا يې راته يوه موعظه واوروله ، چې ټولو وژړل او زړونه ډرا شول. ومو ويل [ يا: ويې ويل:] “رسول الله ! دا دخداى پامانۍ موعظه وه؛ نو سپارښتنه راته وکړئ.”

حضرت وويل: د الهي تقوا او اورېدو او غاړه ايښوو سپارښتنه درته کوم، که څه يو حبشي مو يې وي؛ ځکه تر ما وروسته چېهر يو ژوند کوئ ډېر اختلاف او اړ پېچ به ووينئ؛ نو پر تاسې (لازمه) ده، چې زما په سنتو او زما د هدايت شويو دينوالو ځايناستو په سنتو پسې ولاړ شئ زغم وکړئ، او له نويو چارو [ او په دين کې له نوښته] ډډه وکړئ؛ ځکه [دغسې] هر نوى چار بدعت دى او هر بدعت بې لاري ده (٤/ ١٢٦)

په بل روايت کې دا مطلب پدې بڼه راغلى دى: ” … فانه من يعش منکم بعدى، فسيرى اختلافا کثيرا…. په حقيقت کې ، تر ما وروسته چې هر يو ژوند کوئ، ډېر اختلاف به ووينئ…..” (٤/١٢٧)

١٠٢ _ عرباض بن ساريه وايي: پېغمبر (ص)  يوه موعظه وکړه چې خلکو وژړل او زړونه وډار شول. ومو ويل: “رسول الله! دا د خداى پامانۍ موعظه وه؛ نو څه سپارښتنه راته کوئ؟”

حضرت وويل: په داسې حال کې مو پرېږدم، چې ټول څيزونه څرګند دي او شپه يې لکه ورځ. تر ما وروسته څوک ترې نه کږېږي؛ خو هغه چې پوپنا کېږي. او هر يو چې تر ما وروسته ژوند وکړي، خورا اړپېچ بۀ وويني؛ نو دا چې تاسې زما او زما د دنيوالو او هدايت شويو ځايناستو په سنتو پوه شوي ياست نو درباندې لازمه ده، چې لاروي ترې وکړئ. غاړه کېږدئ که څه هم يو حبشي مريي وي پرې زغم وکړئ؛ ځکه مومن قيضه شوى اوښ دى، چې چېرى يې راکاږئ، ځي. (٤/١٢٦)

١٠٣ _ قاسم بن عبدالرحمان له پلاره او هغه له عبدالله روايتوي : پېغمبر (ص) وويل : په واقع کې تر ما وروسته درباندې داسې سړي واکمنېږي، چې د سنتو [رڼا ] مړه کوي او بدعت رامنځ ته کوي او لمونځ له خپل وخته ځنډوي .

حضرت ابن مسعود وايي : “رسول الله ! دوى مو چې وليدل،څرنګه وکړو؟” آنحضرت وويل : ” د ام عبد زويه! يس طاعة لمن عصى الله : د خداى په سرغړاندي پسې تلل  ناروا دي .”  دا يې درې ځل وويل . په دې روايت کې چې تر يوه بريده همدا مضمون لري،پېغمبر زياتوي : “فلا طاعة لمن عصى الل : چې څوک د خداى (له احکامو) سرغړوي؛نو نه ښايي غاړه ورته کېښوول شي .” (٥/ ٣٢٩)

١٠٤ _حضرت جابر بن عبدالله وايي : پېغمبر (ص) وويل : ” يا کعب بن عجرة، اعيذک بالله من اماره السفاء :  کعبه! د احمقو له چارواکۍ دې خداى ته سپارم .” و يې ويل : ” رسول الله! دا څه دي؟”، آنحضرت وويل: تر ما وروسته چې کوم اميران وي،چې څوک ورته ولاړ شي او خبرې يې تصديق کړي او په ظلمونو کې يې ملاتړى شي؛ نو له ما ځنې نه دي او زه له دوى ځنې نه يم او ما ته به حوض (کوثر) ته رانشي او چې څوک ورنشي او خبرې يې تصديق نه کړي او په ظلمونو کې يې مرستندوى نشي، له ما ځنې دى او زه له هغوى ځنې يم او دوى به پر ډنډ ( حوض کوثر) راته  راشي . ( ٣/ ٣٩٩)

[يادونه : دا احديث راته د تاريخ ليکې څرګندوي،تاريخ د پوهېدو يوه سرچينه ده،دلته رسول اکرم راته نښه کړه،چې د چا لاروي وشي او لهه چا سره پرېکړه وشي؛نو ځکه لازم ده،چې د اسلام تاريخ ولولو او هغو  چارواکيو،چې پر نبوي سپارښتنو عمل کړى، و يې منو او هغوى چې ترې واټن نيولى او په دين کې نوښتونه رامنځ ته کړي، خپل برائت ترې اعلان کړو]

 تسبيحات

١٠٥ _ حضرت عطابن  سائب وايي : يوه ورځ علي فاطمې (رض) ته وويل : “هومره اوبه مې را ايستلي او اوبه خور مې کړى،چې اوس مې سينه خوږېږي او خداى ستا پلار ته يو مريى رالېږلى او ورشه يو خدمتګار ترې وغواړه.” هغې هم وويل : ” پر خداى چې ما هم دومره مېچنه کړې، چې لاسونه مې تڼاکې شوي دي . “؛ نو پېغمبر (ص) ت ورغله . آنحضرت وويل : ” څه شوي او څه کار لرې؟” فاطمې وويل : ” سلام ته دې راغلې يم.” او وشرمېده،چې خپله غوښتنه ووايي، ستنه شوه او و يې ويل : ” څه کار نه لرم، له خجالته مې غوښتنه ونه کړه . ” په پايله کې دواړه حضرت ته ورغلو او ما وويل : “هومره اوبه مې را ايستلي او اوبه خور مې کړى،چې سينه مې درد کوي .” فاطمې هم وويل : ” هومره مېچن مې کړې،چې لاسونه مې تڼاکې شوي دي . خداى يو مريى او شتمني درته رالېږلې ،موږ ته يې راکړه . ” پېغمبر (ص) وويل : ” تاسې ته يې نه درکوم او اهل صفه ( د چوترې اصحاب) پرېږدم،چې ګېډې يې لوږې ننووتي دي او څه نه موم،چې يې ورکړم” راستانه شول .

بيا پېغمبر (ص) ورپسې ورغې او داسې يو ټوکر يې پر ځانونو اچولى و، که سرونه يې پټول، پښې يې لوڅېدې او که پښې يې پټولې؛نو سرونه يې دباندې  کېدل . راپاڅېدل خو ورته يې وويل : ” پراته وسئ، ايا تر غوښتنې مو غوره څيز دروښيم؟ ” دواړو وويل : “هو” حضرت وويل : هغه کليمې جبرئيل عليه السلام راوښوولي : د ماسخوتن تر لمانځ وروسته،لس ځل تسبيح او لس ځل تحميد او تکبير ووايئ او چې په بستره کې پرېوتئ، ٣٣ ځل سبحان الله، ٣٣ ځل الحمدالله، ٣٤ځل الله اکبر ووايئ .”

[علي وويل:] ” پر خداى د پېغمبر تر ښوونې وروسته مې پرېښي نه دي .” ابن الکوا وپوښتل : ” ان د صفين پر شپه؟”  علي وويل : “هو! خداى دې تاسې عراقيان ووژني، ان د صفين پر شپه” (١/ ١٠٦، ١٠٧)

په لنډي يا لږ ټوپې د دې تسبيېحاتو ښوونه او کيسه راغلې ده په : (١/ ٨٠، ٩٥، ٩٦، ١٢٣، ١٣٦، ١٤٤، ١٤٦، ١٥٣ او ٢/ ١٦٦ او ٦/ ٢٩٨)

 د سپېڅلتيا آيت

١٠٦ _ ابي المعدل عطية الطفاوي له خپل پلاره روايتوي : حضرت ام سلمې ورته وويل : پېغمبر اکرم له ما کره و، خادمې وويل: ” علي او فاطمه په وره کې دي .”  آنحضرت راته وويل : ” پاڅه او ځاى دې اهل بيتو ته مې پرېږده.” پاڅېدم او نژدې ورسره کېناستم . علي، فاطمه او کوچنيانو يې حسن او حسين ورسره  راغلل . آنحضرت کوچنيان راونيول او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل، بيا يې په يوه لاس له علي او په بل لاس له فاطمې سره  روغبړ وکړ او دواړه يې ښکل کړل او پر ټولو يې تور توکړ راواچاوه او يې وويل :  اللهم  لا الىالنار انا و اهل بيتى : خدايه زه او اهل بيت  مې ستا پر لور [درځو]، نه د اور پر لور!

ما وويل : ” رسول الله! او زه” حضرت وويل: ” و انت : او ته” ( ٦/ ٢٩٦)

١٠٧ _ ابي المعدل عطية الطفاوي وايي : پلار مې د ام سلمه  له خولې وايي : هغه مهال،چې پېغمبر اکرم راکره و، خادمې وويل : “علي او فاطمه په وره کې دي . ” آنحضرت راته وويل : ” پاڅه او ځاى مې اهل بيتو ته پرېږده” پاڅېدو او نژدې کيناستم . علي، فاطمه او کوچني حسن او حسين راغلل . حضرت دوى راونيول،ښکل يې کړل او په غېږ کې يې کېنول او له علي او فاطمې سره يې روغبړ وکړ او تور ټوکر يې پرې راوچاوه او و يې ويل : اللهم، اليک لا الى النار انا و اله بيتى! و مې ويل : “رسول الله! او زه هم” ويې ويل : “او ته” ( ٦/ ٣٠٤، ٣٠٥)

١٠٨ _ ابي رباح وايي : چا چې له ام سلمه اورېدلي وو، راته يې وويل : پېغمبر اکرم ددې په کور کې و،چې فاطمې د فالودې يو دېګ راوړ. آنحضرت وويل : ” مېړه او زامن دې هم راوغواړه” علي، حسن او حسين راغلل او دا فالوده يې خوړه،آنحضرت په کټ کې ناست و، چې خيبري ټوکر  ورلاندې و او ما په کوټه کې لموځ کاوه . خداى دا آيت نازل کړ.

احزاب ٣٣ آيت :

حضرت د ټوکر پيڅکې پرې واچولې او لاسونه يې اسمان ته ونيول او دوه ځل يې وويل : اللهم هولا اهل بيتى او خاصتى . فاذهب عنهم الرجس و طهره تطهيرا: خدايه، دوى مې اهل بيت او ځانګړي دي؛نو هر ډول چټلي ترې لرې کړه او پوره يې پاک کړه! کوټې ته مې سر دننه کړ او ومې ويل : ” يا رسول الله، زه هم درسره يم .” دوه ځل يې وويل : ” انک الى خير: ته دخير پر لور يې . ” (٦/ ٢٩٢)

١٠٩ _ شهر بن خوشب وايي: د حسين بن علي د وژنې خبر،چې راورسېد؛ نو ام المؤمنين ام سلمې عراقيان لعنت کړل او يې وويل : هغه يې وواژه، خداى دې دوى ووژني! ټګي يې ورسره وکړه او ملاتړ يې ونه کړ،د خداى لعنت دې پرې وي! ومې ليدل چې يوه ورځ فاطمه پېغمبر اکرم ته راغله . حضرت وپوښتل : ” دتره زوى دې چېرې دى؟” و يې ېويل : ” په کور کې دى . ” حضرت وويل : “ورشه ،چې راشي او زامن دې هم راوله.” فاطمې زامن له لاسونو نيولي ول او مېړه يې ورپسې و، پېغمبر اکرم ته راغلل،حسنين د پېغمبراکرم په غېږ کې کېناستل او علي يې ښي لور او فاطمه کيڼ لور ته کېناسته . تر ما لاندې خيبري ټوکر پروت و، پېغمبر راښکود او پر هغوى يې واچو او ښى لاس يې پورته کړ او ويې ويل : اللهم، اهلى، اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيرا: خدايه، کورنۍ مې؛ چټلي ترې لرې کړه او پوره يې پاک کړه!

ومې ويل : رسول الله! زه دې له کورنۍ نه يم؟” ويې ويل : ” يې، تر ټوکر لاندې شه”

پېغمبر اکرم چې د خپل تره زوى علي او د ده دوه زامنو او خپلې لور فاطمې (رض) ته دعا وکړه؛نو وروسته “کساء” ته ورننووتم . (٦/ ٢٩٨)

١١٠ _ شهر بن حوشب وايي : پېغمبر اکرم له علي، فاطمې حسن او حسين يو ټوکر راتاوکړ او ويې ويل : اللهم ، هولا اهل بيتى و خاصتى . اللهم اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيرا:

ام سلمه وايي : ومې ويل : “رسول الله! زه هم له دوى يم” ويې ويل : “انک الى خير: ته دنېکۍ پر لور يې” (٦/ ٣٠٤)

١١١ _ شراد بن ابي عمار وايي : وائلة بن الاسقع ته ولاړو؛ يوه ډله ورسره ناسته وه او علي يې ياد کړ،چې ولاړل . راته يې وويل : “ايا له يوه داسې څيز دې خبر کړم،چې خپله مې له پېغمبره ليدلي دي؟” ومې ويل : “هو!” ويې ويل : فاطمې (رض) ته ورغلم او د علي په اړه مې ترې وپوښتل . ويې ويل : “پېغمبر ته تللى وې . ” په انتظار وم،چې رسول اکرم راغى او علي، حسن او حسين ورسره ول او دا دواړه يې له لاسه نيولي وو. علي او فاطمه د پېغمبر مخې ته او حسن او حسين يې پر زنګونو کېنول . بيا حضرت پرې خپل څادر [يا يې ويل : کسا: ټغر يې] واچاوه او د احزاب ٣٣ آيت يې ولوست : “انما يريدالله … و يطهرکم تطهيرا” او ويې ويل : اللهم ، هولاء اهل بيتى و اهل بيتى احق: خدايه ! دوى مې اهل بيت دي او اهل بيت مې خورا وړ دي . ( ٤/ ١٠٧)

١١٢ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر پر علي ، فاطمې، حسن او حسين خپل څادر واچاوه او ويې ويل : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا )) (١/٣٣١)

١١٣ _ حضرت انس بن مالک وايي : پېغمبر اکرم شپږ مياشتې،چې د ګهيځ لمانځه ته تله، فاطمې له وره تېرېده او ويې ويل : الصلاة يا اهل البيت! انم يريدالله ليذهب عنکم….اهل بيتو لمونځ!….(٣/ ٢٥٩، ٢٨٥)

١١٤ _ شهر بن حوشب د حضرت ام سلمې له خولې وايي : پېغمبر اکرم فاطمې ته وويل : “مېړه او زامن دې راوله.” رايې وستل ، حضرت پرې فدکي ټوکر وغوړو او لاسونه يې پرې کېښوول او ويې ويل : اللهم، ان هولاء آل محمد. فاجعل صلواتک و بکاتک على محمد و على آل محمد، انک حميدمجيد: خدايه، دوى آل محمد دي؛ نو پر محمد او کورنۍ يې خپل درودونه واستوه؛ځکه ته ستايل شوى او با دبدبه يې. ټوکر مې پورته کړ، چې ورننوځم . زما له لاسه يې راښکود او ويې : “انک على خير: ته پر نېکۍ يې” (٦/ ٣٢٣)

 پر نبي کريم (ص) درود

١١٥_ موسى بن طلحه،د خپل پلار له خولې وايي : ومې پوښتل : “رسول الله! څرنګه درباندې صلوات ووايو؟” ويې ويل : ووايئ: اللهم  صل على  محمد و آل محمد، کما صليت على ابراهيم ، انک حميد مجيد  و بارک على محمد و على آل محمد ،کا بارکت على ال ابراهيم، انک حميد مجيد: خدايه، پر محمد او کورنۍ يې درود ولېږه؛لکه چې پر ابراهېم دې ورلېږلى و؛ ځکه ته ستايل شوى او با دبدبه يې .

[يادونه : د درود په باب وګورئ: (٤/ ١٨، ١١٩، ٢٤١، ٢٤٣، ٢٤٤ او ٥/ ٢٥٣، ٢٧٤  او ١/ ١٩٩  او ٣/ ٤٧)]

 آل محمد (ص)

١٢٥ _ ابن عميد وايي : يوه ورځ له رسول اکرم سره ناست وو،چې يو سړي د کجور ټوکرۍ راوړه . پېغمبر اکرم  سره وپوښتل: ” دا څه دي؟ خيرات دى که ډالۍ؟” ويې ويل : “خيرات؛صدقه ” حضرت وويل: “خلکو ته يې کېږده” حسن چې کوچنى و او په خوله کې يې کېښووه. پېغمبر په خپلې ګوتې يې له خولې کجوره راوايسته او ويې غورځوله. بيا يې وويل : انا آل محمد لا تحل لنا الصدقه : موږ آل محمد ته صدقه او خيرات روا نه دى .” (٣/ ٤٩٠)

١٢٦ _ حضرت ابوهريره وايي : له ابوالقاسم (ص) مې واورېدل،چې خيراتي کجورې يې ورته راوړې، لازم دستور يې ورکړ. بيا يې حسن يا حسين او څه وکړ، د کوچني کجورو ته پام شو او ځان يې وروساوه. حضرت کوچني له زنې ونيو او ويې خوځاوه او ويې ويل : “القها يا بنى، اما شعرت ان آل محمد لا ياکلون الصدقه : زويکه! ويې غورځوه،نه پوهېږې،چې آل محمد خيرات نه خوري؟”( ٢/ ٤٠٦، ٤٦٧)

١٢٧ _ حسن بن علي وايي : د خيرات يوه کجوره مې په خوله کړه،پېغمبر مې له خولې د شهادت په توګه راوايسته ،وويل شول : “رسول الله! د هلک دکجورو خوړو سره دې څه کار؟” حضرت وويل : “و انا آل محمد لا تحل لنا الصدقه : او موږ آل محمد ته خيرات روا نه دى .” ( ١/ ٢٠٠)

١٢٨ _ يزيد بن حيان تميمى وايي: زه، حسين بن سبره او عمر بن مسلم  حضرت زيد بن ارقم ته ورغلو… ويې ويل : يوه ورځ رسول اکرم راته د مکې او مدينې ترمنځ د يوه ډنډ پر  غاړه،چې خم نومېږي وينا وکړه او…. ويې ويل : … انى تارک فيمکم الثقلين: او لهما کتاب الله عزوجل.. ، اهل بيتى. اذکرکم الله فى اهل بيتى ، اذکرکم الله فى اهل بيتى، اذکرکم الله فى اهل بيتى: په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم : لومړى يې د خداى عزوجل کتاب دى… او اهل بيت مې . د اهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ د اهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ، د  اهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ! حصين وپوښتل : “زيده! څوک يې اهل بيت دي؟ ښځې يې له اهل بيتو  نه دي؟ ” ويې ويل : ” ان نساء من اهل بيته، و لکن اهل بيته من حرم الصدقة بعده : مېرمنې يې له کورنۍ دي؛ خو اهل بيت يې هغوى دي، چې تر هغه وروسته خيرات پرې حرام دى”

ويې پوښتل : ” دوى څوک دي؟” ورته يې وويل : “آل علي، آل عقيل، آل جعفراو آل عباس” دي . ويې پوښتل: “پر دوې ټولو خيرات حرام دى؟ ” ويې ويل : “هو!” (٤/ ٣٦٦، ٣٦٧)

 ذوقرنين

١٢٩ _ سلمة بن ابي الطفيل له علي بن ابيطالب (رض) روايتوي،چې پېغمبر اکرم ورته وويل : ” يا علي، ان لک کنزا من الجنة وانک ذوقرنيها : علي! تا ته يو جنتي زېرمتون دى،چې ته يې د دواړو لوريو خاوند يې.” (١/ ١٥٩)

 د پېغمبر اکرم او علي (ک) ښه ايسېدل

١٢٠ _ ابواسحاق له حرث څخه روايتوي،چې علي (ر ض) وويل : پېغمبر اکرم راته وويل : ” يا علي ، انى احب لک ما احب لنفسي و اکره لکما اکره لنفسي : علي! چې څه مې ځان ته خوښېږي، تا ته مې هم خوښېږي او چې څه مې ځان ته نه خوښېږي،تاته مې هم نه خوښېږي .” ( ١/ ١٤٦)

 د جومات د ورونو تړل

١٣١ _ حضرت سعد بن مالک وايي : پېغمبر اکرم جوما ته د پرانستو ورونو د تړلو حکم وکړ؛خو د علي (رض) ور يې همدغسې پرېښود . (١/ ١٧٥)

١٣٢ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر اکرم وويل : سدوا ابواب المسجد غير باب علي : بې د علي له وره، دجومات ورونه وتړئ .

هغه په هماغه وره جنب جومات ته ننووته او بله لار يې نه درلوده . (١/ ٣٣١)

١٣٣ _ حضرت عبدالله بن عمر وايي : پېغمبر اکرم بې د علي له وره، د جومات ورونه وتړل . (٢/ ٢٦)

١٣٤ _ حضرت زيد بن ارقم وايي : د پېغمبر اکرم د څو تنو يارانو د کورونو ورونه [نبوي] جومات ته پرانستېدل؛خو يوه ورځ رسول اکرم  وويل : ” سدوا هذه الابواب، الا باب علي : بې د علي له وره نور ټول وتړئ!” خلکو يې په اړه څه خبرې اترې وکړې . بيا پېغمبر راپاڅېد او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل : اما بعد، فانى امرت بسد هذه الابواب الاباب على و قال فيه قائلکم. و انى والله ما سددت شيئا و لا فتحته، لکنى امرت بشئ فاتبعته : بې د علي له وره،د نورو د تړلو حکم مې وکړ وياند مو په دې اړه څه وويل؛پر خداى قسم، چې نه مې څه تړلي او نه پرانستي،ما ته لارښوونه شوې وه او عملي مې کړه. (٤/ ٣٦٩)

 پېغمبر اکرم ته د علي (ک) ورتګ

١٣٥ _ ابي امامه له علي (رض) روايتوي : کنت اذا استاذنت على رسول الله صلى اله عليه و سلم انکان فى صلاة ، سبح و ان کان غير ذلک، اذن : دود مې داسې و،چې له پېغمبر اکرم مې اجازه غوښته؛ نو که پر لمانځه به و، “سبحان الله” يې ويله او که پر بل چار به و،اجازه يې راکوله . (١/ ٩٨)

 د علي (ک) بښنه

١٣٦ _ حضرت عبدالرحمان ابي ليلي د علي (رض) له خولې روايتوي :

پېغمبر اکرم وويل : الا اعلمک کلمات اذا قلتهن غفرلک، على انه مغفورلک: لا اله الا اله العلى العظيم. لا اله الا الله الحکيم الکريم. سبحان الله رب العرش العظيم. الحمد لله رب العالمين: داسې کليمې دروښيم، چې يې ووايې،بښل کېږې،سره له دې چې بښل شوى يې : لا اله الا الله….. ( ١/ ١٥٨ )

١٣٧ _ عبدالله بن سلمه د علي (رض) له خولې وايي : پېغمبر (ص) راته وويل : الا اعلمک کلمات اذا قلتهن غفرلک ، مع انه مغفور لک: لا اله الا الله… [ د ذکر غونډلې يې تر يوه برېده توپير لري] ( ١/ ٩٢ )

 په يمن کې ورمندون – قضاوت

١٣٨ _ ابي البختري له علي (رض) روايتوي : پېغمبر (ص) يمن ته ولېږلم او کم عمرى وم، و مې ويل: “داسې يوه قوم ته مې استوې،چې پکې ځوانان دي او په قضاوت نه پوهېږم.” و يې ويل : ” ان اله سيهدى لسانک و ثبت قلبک: په واقع کې خداى  به دې ژر ژبه هدايت کړي او زړه دې ټينګوي .” [علي] وايي : تر دې وروسته د دوو تنو ترمنځ په ورمندون کې شکي نه شوم . (١/٣)

١٣٩ _ حارثه بن مضرب له علي (رض) روايتوي : پېغمبر (ص) يمن ته ولېږلم . ومې ويل : ” رسول الله! داسې قوم ته مې استوې،چې تر ما خورا مشران دي،چې پکې ورمندون وکړم.” ويې ويل : اذهب، فان الله تعالى سيثبت لسانک و يهدى قلبک : ولاړ شه؛ ځکه خداى به دې ژر ژبه ټينګه او زړه به دې هدايت کړي . (١/ ٨٨ او په ډېر لږ توپېر ؛ ١/ ١٥٦)

١٤٠ _ د حنش په روايت کې راغلي،چې علي (رض) وويل: “رسول الله! داسې قړم ته مې استوې،چې تر ما خورا مشران دي او زه ځوان يم او په قضاوت نه پوهېږم؛نو لاس يې زما پر سينه کېښود او ويې ويل : “اللهم ثبت لسانه و اهد قلبه! يا علي، اذا جلس اليک الخصمان فلا تقض بينهما حتى تسمع من الاخر کما سمعت من الاول . فانک اذا فعلت ذلک تبين لک القضا: خدايه ! ژبه يې ټينګه او زړه يې هدايت کړې! علي! د دعوا دواړه لوري،چې د ورمندون لپاره درته کېناستل؛ نو د دواړو لوريو د خبرو تر اورېدو وروسته ورمندون وکړه،چې په داسې کړچار درته ورمندون روښانېږي.” تر دې وروسته په ورمندون کې په اړپېچ يا نيمګړتيا اخته نشوم. (١/١١١، ١٤٩)

 د توبې (برائت) سورت ابلاغول

١٤١ _ حنش له علي (رض) روايتوي،چې پر  رسول اکرم د توبې سورت لس آيتونه نازل شول؛نو ابوبکر (رض) يې راوغوښت او له دې آيتونو سره يې ولېږه،چې د مکې خلکو ته يې ولولي . بيا يې راوغوښتم او راته يې وويل : “ابوبکر ومومه،چېرې چې ور ورسېدې،ليکنه ترې واخله او د مکې خلکو ته يې يوسه او ورته يې ولوله .” [ نو لار مې ونيوه او] او په جحفه [ نومې ځاى کې] وروسېدم او ليکنه مې ترې واخسته . ابوبکر (رض)، پېغمبر (ص) ته ورستون شو او ويې پوښتل : “رسول الله! په اړه مې څه نازل شوي دي .” ويې ويل: ” لا، و لکن جبرئيل جاءنى فقال لن يوذى عنک الا انت او رجل منک: نه؛خو  جبرئيل راغى او ويې ويل : ستا له لوري يې ته پخپله يا ستا يو سړى رسوي . ( ١/ ١٥١)

١٤٢ _ حنش له علي (رض) روايتوي،چې کله رسول اکرم هغه د توبې سورت ابلاغ ته ولېږه، ويې ويل : “رسول الله! زه خوله ور او ويناوال نه يم .” حضرت وويل: ” ما بد ان اذهب بها انا او تذهب بها: بې له دې بله چاره نشته،چې يا يې زه يوسم يا يې ته”

[علي] وويل : ” که بې له دې چاره نه وي،زه يې وړم” آنحضرت وويل : “فانطلق ، فان الله يثبت لسانک و يهدى قلبک : ځه،چې خداى دې ژبه ټينګوي او ړه دې هدايتوي .” بيا يې خپل لاس د هغه پر شونډو کېښود ( ١/ ١٥٠)

١٤٣ _ حضرت انس بن مالک وايي : پېغمبر (ص) ابوبکر صديق له توبې سورت سره ولېږه، چې ذوالحليفې ته ورسېد، آنحضرت وويل: ” لا يبلغها الا انا اورجل من اهل بيتى: هغه يوازې زه يا له کورنۍ مې يو تن رسوي؛نو علي يې ولېږه.” (٣/ ٢٨٣)

١٤٤ _ حضرت انس بن مالک وايي : پېغمبر (ص) د توبې سورت د مکې خلکو ته له ابوبکر سره ولېږه؛بيا يې راوغوښت او علي يې له هغو آيتونو سره ولېږه . لا يبلغها [الا] الرجل من اهلى (٣/ ٢٨٣)

١٤٥ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) پلانى له توبې سورت سره ولېږه. بيا يې علي ورپسې ولېږه،چې يې ترې واخلې او ويې ويل : لا يذهب بها الا رجل منى و انا منه : يوازې هغه يې وړي،چې له ما وي او زه له هغه وسم . ( ١/ ٣٣١)

١٤٩ _ حضرت ابوهريره وايي : زه له علي بن ابىطالب سره وم،چې رسو ل اکرم له توبې سورت سره دمکې خلکو ته ولېږه،موږ غږونه کول چې: “يوازې مؤمن جنت ته ننوځي او نه ښايي د خداى له کوره لوڅ لغړ طواف وشي او د چاچې له پېغمبر اکرم سره څه ژمنه وي،وعده يې څلور مياشتې ده….” ( ٣/ ٢٩٩)

١٤٧ _ يحيى بن ادم سلولي، چې په حجة الوداع کې حاضر و، وايي: پېغمبر (ص) وويل: “على منى و انا منه و لا يودى عنى، الا انا او على: علي له ما دى ا وزه له علي يم او زما له لوري يې يا زه پخپله يا يې علي ادا کوي . (٤/ ١٦٤)

 د خم ډنډ (غدير خم)

١٤٨ – حضرت براء بن عازب وايي : موږ په يوه سفر کې له رسول اکرم سره وو،چې په خم ډنډ کې دمه شوو،د جماعت د لمانځه اذان وشو او پېغمبر ته يې د دوو ونو ترمنځ سيورى جوړ کړ،د ماسپښين لمونځ،چې وشو، د علي (رض) لاس يې ونيو او ويې ويل : “الستم تعلمون انى اولى بالمؤمنين من انفسهم :نه پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو تر خپلو ځانونو يې پرې وړ يم؟” ويې ويل: “هو!” حضرت وويل : “الستم تعلمون انى اولى بکل مؤمن من نفسه : نه پوهېږئ، چې زه پر هر مؤمن تر ځان يې پرې وړ يم؟ ويې ويل: هو؛ نو د علي لاس يې ونيو او ويې ويل: من کنت مولاه  فعلى مولاه، اللهم و ال من والاه و عاد من عاداه:  د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى . خدايه! څوک چې ورسره دوستي وکړي،دوستي ورسره وکړه او چې څوک ورسره دښمني وکړي، دښمن يې وسه! تردې وروسته، حضرت عمر يې ليدو ته ورغى،ويې ويل: هنيئا يا ابن ابىطالب! اصبحت و امسيت مولى کل مؤمن و مؤمنه : د ابوطالب زويه! مزې دې وکړې، ګهيځ او ماښام دې کړ،حال داچې د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . (٤/ ٢٨١)

١٤٩ _ عطيه کوفي وايي : حضرت زيد بن ارقم ته مې وويل : د غدير خم پر ورځ يې د علي (رض) په اړه ستا يوه خبره راته کړې ،ښه مې راځي،چې ستا له خولې يې واورم . ويې ويل : موږ په جعف کې وو،چې ماسپښين پېغمبر اکرم علي (رض) له مټه نيولى و او راووت او ويې ويل : يا ايها الناس ، الستم تعلمون انى اولى بالمؤمنين من انفسهم؟

ويې ويل : هو ! حضرت وويل : فمن کنت مولاه، فعلى مولاه.

عطيه وايي : ومې پوښتل : ايا حضرت وويل : اللهم و ال من والاه و عاد من عاداه؟ زيد وويل : چې څرنګه مې اورېدلي وو،درته مې وويل . (٤/ ٣٦٨)

١٥٠ _ حضرت زيد بن ارقم وايي : موږ له نبي کريم سره د خم په وادۍ کې دمه شوو او لمونځ مو وکړ،آنحضرت ته يې يو سيورى جوړ کړى و او وينا يې راته وکړه او ويې ويل : “الستم تعلمون [يا يې وويل: او لستم تشهدون] انى اولى بکل مؤمن من نفسه؟  ورته ويل شول : هو! حضرت وويل : فمن کنت مولاه فان عليا مولاه، اللهم عاد من عاداه و ال من والاه. (٤/ ٣٧٢)

١٥١ _ ابوعبدالله وايي : له حضرت زيد بن ارقم سره وم،چې له ډېر لرې يو تن ورته راغى او څه يې ترې وپوښتل؛ورته يې وويل : نبي کريم ويلي: لست اولى المؤمنين من انفسهم؟ وويل شول : هو! حضرت وويل : من کنت مولاه ، فعلى مولاه (٤/ ٣٧٢)

١٥٢ _ يزيد بن حيان تميمي وايي : زه،حصين بن سبره او عمر بن مسلم  حضرت زيد بن ارقم ته ورغلو او چې کېناستو،حصين ويل : زيده! ډېر خير دې په برخه شوى،پېغمبر (ص) دې ليدلى،خبرې دې يې اورېدلي، په ملګرتوب يې جنګېدلى يې او لمونځ دې ورسره کړى، زيده په رښتيا چې خورا خير دې ترې ليدلى دى . اوس چې څه دې ترې اورېدلي،راته يې ووايه . ويې ويل: واوره! پر خداى چې بوډا شوى يم او د پېغمبر اکرم ځينې اورېدلي څيزونه مې هېر شوي دي؛ نو چې څه وايم، وايې وره او که نه زحمت مه راکوئ. يوه ورځ پېغمبر اکرم د مکې او مدينې ترمنځ د خم ډنډ پرغاړه ودرېد او وينا يې راته وکړه او پوره حمد او ستاېنه يې پر ځاى کړه،موعظه يې وکړه او بيا يې وويل : اما بعد، الا يا ايها الناس، انما انا بشر يوشک ان ياتينى رسول ربى عزوجل فاجيب، و انى تارک فيکم الثقلين: اولهما کتاب الله عزوجل، فيه الهدى واالنور. فخذوا بکتاب الله تعالى واستمسکوا: خلکو! په واقع کې زه هم يو بشر يم او نژدې دى،چې د خپل پالونکي د استازي بلنه ومنم . زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم : لومړى يې د خداى کتاب دى،چې پکې هدايت او رڼا ده . دخداى کتاب (ټينګ) ونيسئ او منګولې پرې ولګوئ . د خداى د کتاب په اړه يې ټينګار او هڅونه وکړه او ويې ويل : و اهل بيتى ؛اذکرکم الله فى اهل بيتى ، اذکرکم الله فى اهل بيتى، اذکرکم الله فى اهل بيتى او اهل بيت مې؛د اهل بيتو په اړه  مې خداى ياد لرئ او د اهل  بيتو په ا ړه مې خداى ياد لرئ  او د اهل بيتو په اړه مې خداى ياد لرئ!

حصين وپوښتل : زيده! اهل بيت يې څوک دي؟ مېرمنې يې له اهل بيتو ځنې نه دي؟  ويې ويل: ان نسائه من اهل بيته ،و لکن اهل بيته من حرم الصدقة بعده: په رښتيا مېرمنې يې له کورنۍ دي؛خو اهل بيت يې هغوى دي، چې تر هغه وروسته، صدقه او خيرات پرې حرام دى .

ويې پوښتل: څوک دي؟  ورته يې وويل: آل علي، آل عقيل ، آل جعفر او آل عباس دي . ويې پوښتل: پردې ټولو صدقه او خيرات حرام دي؟ و يې ويل : هو! (٤/ ٣٦٦، ٣٦٧)

١٥٤ _ حضرت زيد بن ثابت وايي : پېغمبر (ص) وويل: اني تارک فيکم خليفتين : کتاب الله حبل ممدود ما بين السماء والارض [او: ما بيت السماء الى الارض] و عترتى اهل بيتى و انهما لن يفترقا حتى يردا على الحوض :په تاسې کې دوه ځايناستي پرېږدم : دخداى کتاب،چې د اسمان او ځمکې ترمنځ غځېدلى ( يا يې وويل : له اسمانه تر ځمکې] او ځوځات مې، اهل بيت مې او دا دواه هيڅلکه يو له بل نه بېلېږي،چې حوض (کوثر) ته راته راشي . (٥/ ١٨٢)

١٥٥ _ حضرت زيد بن ثابت وايي : پېغمبر (ص) وويل : اني تارک فيکم خليفتين: کتاب الله و اهل بيتى و انهما لن يفترقا حتى يدا على الحوض جميعا: په تاسې کې دوه ځايناستي پرېږدم : دخداى کتاب او اهل بيت مې  او دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي،چې دواړه يو ځاى په حوض (کوثر)  کې راو رسي. (٥/ ١٩٠)

١٥٦ _ حضرت ابوسعيد [خدري] وايي : پېغمبر (ص) وويل : انى تارک فيکم الثقلين، احدهما اکبر من الاخر: کتاب الله حبل ممدود من السماء الى الارض و عتى اهل بيتى و انهما لن يقترقا حتى يردا على الحوض: په تاسې کې دوه ګرانيه څيزونه پرېږدم،چې يو يې تر بل خورا ستر دي: د خداى کتاب،چې له  اسمانه تر ځمکې غځېدلې رسۍ ده او ځوځات  مې؛زما اهل بيت او دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي،تردې چې په حوض (کوثر) کې  راورسي. (٣/١٤)

١٥٧ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : انى اوشک ان ادعى فاجيب وانى تارک فيکم الثقلين: کتاب الله عزوجحل و عترتي.  کتاب الله ممدود من السماء الى الارض و عترتي اهل بيتي. و ان اللطيف الخبير اخبرنى انهما لن يفترقا حتى يدا على الحوض، فانظونى بم تخلفونى فيهما: نژدې دى،چې وبلل شم او بلنه ومنم او زه په تاسې کې دوه ګران بيه څيزونه پرېږدم : د خداى کتاب او ځوځات مې . د خداى کتاب؛ له اسمانه تر ځمکې غځېدلې رسۍ او ځوځات مې، اهل بيت مې او په رښتيا چې لطيف او تېزبين خداى خبر کړى يم،چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي،چې په حوض (کوثر) کې راورسي. ګورئ،چې په نه شتون کې مې ورسره څرنګه چلېږئ . (٣/ ١٧)

 ١٥٨ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : انى قد ترک فيکم الثقين، احدهما اکبر من الاخره: کتاب الله عزوجل حبل ممدود من السماء الى الارض و عترتى اهل بيتى. الا انهما لن يفترقا حتى يردا على الحوض: په واقع کې په تاسې کې دو ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې يو يې تر بله خورا ستر دى : دخداى کتاب ،چې له اسمانه ځمکې ته يوه غځېدلې رسۍ ده او ځوځات مې، اهل بيت مې. باخبر! چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي،تردې چې په حوض (کوثر) کې راورسي. (٣/ ٢٦)

١٥٩ _ انى قدترک فيکم ان اخذتم به لن تضلوا بعدى، الثقلين ، احدهما اکبر من الاخر: کتاب الله، حبل ممدود من السماء الى الارض و عترتى اهل  بيتى. الا و انهما لن يفترقا حتى يردا على الحوض: په واقع کې، په تاسې کې مې داسې يو څه پرېښي،چې څو مو ورباندې منګولې ښخې کړې وي؛نو تر ما وروسته به بيخي بې لارې نشئ؛ دوه ګران بيه څيزونه، چې يو يې تر بله خورا ستر دى : د خداى کتاب،چې له اسمانه ځمکې ته يوه غځېدلې رسۍ ده او ځوځات مې، اهل بيت مې . باخبر، چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض (کوثر) کې  راورسي. ( ٣/ ٥٩)

١٦٠ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) وويل : من کنت مولاه، فان مولاه علي: د چاچې زه مولا يم؛ نو په رښتيا چې علي يې هم مولا دى . (١/ ٣٣١)

 د دين د پوره کېدو اختر

١٦١ _ طارق بن شهاب وايي : يو يهودى عمر (رض) ته راغى،ويې ويل: ” اميرالمؤمنينه!  تاسې [مسلمانان] له خپل کتابه داسې يو آيت لولئ، که پر موږ يهوديانو نازل شوى و، هغه ورځ مو جشن او اختر نيوه .” و يې پوښتل: “کوم آيت” ويې ويل : دا اآيت،چې خداى وايي: “اليوم اکملت لکم دينکم و اتممت عليکم نعمتى : نن ورځ مې ستاسې دين  تاسې ته مکمل کړ او خپل نعمت مې درباندې تمام کړ.” [مائدې ٣ آيت]

عمر (رض) وويل : پر خداى پوهېږم،چې پر کومه ورځ او کوم ساعت دا آيت پر پېغمبر (ص) نازل شوى دى : د جمعې پر ورځ د  عرفې پر ماښام” (١/ ٢٨، ٣٩)

 د غدير پر پېښې شاهدي ورکول

١٦٢ _ ابي الطفيل وايي : علي (رض) خلک  په رحبه کې راټول کړل  او قسم يې ورکړ: “هرمسلمان سړي چې د غدير خم پر ورځ د پېغمبر اکرم وينا اورېدلې وي راولاړ دې شي”  دېرش تنه راپاڅېدل . ابونعيم وايي: ډېر خلک پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه،چې : نبي کريم علي له لاسه نيولى و او ويې ويل : “اتعلمون انى اولى بالمؤمنين من انفسهم؟” خلکو وويل: “هو، يا رسول الله”. حضرت وويل:من کنت مولاه فهذا مولاه، اللهم و ان من والاه و عاد من عاداه : د چاچې زه مولا يم؛ نو دا يې مولا دى، خدايه دوست يې دوست وګڼه او له دښمن سره يې دښمن وسه!ِ

[ابي طفيل] وايي : دباندې راووتم،ته وا په زړه کې مې يو څه دي؛زيد بن ارقم مې وليد او ومې ويل: ” له علي مې واورېدل،چې داسې او هاغسې وايي” ويې ويل : ” دا خو څه پټه خبره نه ده! پخپله مې له پېغمبر اکرم څخه واورېدل،چې دغسې يې وويل” (٤/ ٣٧٠)

١٦٣ _ سعيد بن  وهب وايي : حضرت علي له خلکو ګواهي وغوښته؛د پېغمبر اکرم پينځه يا شپږ تنه اصحاب راپاڅېدل او ګواهي يې ورکړه، چې رسول اکرم وويل : من کنت مولاه ، فعلي مولاه: د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم دى”

١٦٤ _ زادان بن عمر وايي : وامې ورېدل،چې علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ: ” څوک د غدير خم پر ورځ د رسول اکرم په ويناوو ګواهي ورکوي؟” ديارلس تنه راپاڅېدل او ګواهي يې ورکړه،چې يې واورېدل، پېغمبر اکرم وويل :  من کنت مولاه فعلى مولاه ( ١/ ٨٠ )

١٦٥  _ حضرت زيد بن ارقم وايي : علي له خلکو ګواهي وغوښته او و يې ويل: ” پرخداى قسم درکوم چاچې د پېغمبر اکرم دا خبره [ = اللهم من کنت مولاه ، فعلى مولاه اللهم وال من والاه و عاد من عاداه!] اورېدلې وي [ راولاړ دې شي او ګواهي دې ورکړي .”] شپاړس تنه راپاڅېدل او ګواهي يې ورکړه. (٥/ ٣٧٠ )

١٦٦ _ رياح بن حرث وايي : په رحبه کې يوه ډله علي ته راغله او ويې ويل: “السلام عليک يا مولانا: زموږ مولا! سلام درباندې .” ويې ويل: ” تاسې خو عرب ياست؛نو څرنګه مو مولا يم؟” ډلې وويل : د غدير پر ورځ مو واورېدل،چې رسول اکرم وويل: “من کنت مولاه فان هذا مولاه”

رياح وايي: دا ډله،چې ولاړه،ورپسې ولاړم او ومې پوښتل: “دوى څوک ول؟” ويې ويل : ” د انصارو يوه ډله وه،چې ابوايوب انصاري هم پکې و .” ( ٥/ ٤١٩)

١٦٧ _ عبدالرحمان بن ابوليلي وايي: على (رض) په رحبه کې خلکو ته سوګند ورکړ :د غدير پر ورځ  چا د رسول اکرم دا خبره [ = من کنت  مولاه فعلى مولاه] اورېدلې ده. دولس تنه بدريان راپاڅېدل، ته وا همدا اوس يې ګورم؛ ټولو وويل : موږ ګواهي ورکوو،چې رسول اکرم د غدير خم پر ورځ وويل : الست اولى بالمؤمنين من انفسهم وازواجى امهاتهم : ايا زه پر مؤمنانو تر ځانونو يې وړ نه يم او زما مېرمنې يې ميندې نه دي؟ و مو ويل: “هو، يا رسول الله! ” حضرت وويل : فمن کنت مولاه، فعلى مولاه، اللهم و الاه و عاد من عاداه . (١/ ١١٩)

١٦٨ _ وليد عبسي وايي : عبدالرحمان بن ابي ليلى ته ورغلم، ويې ويل: شاهد وم،چې علي (رض) په رحبه کې وويل : ” هغه ته پر خداى قسم ورکوم،چې راپاڅي او د غدير  خم پر ورځ د پېغمبر اکرم اورېدلې خبرې دې ووايي”

دولس تنه راپاڅېدل او ويې ويل : و مو ليدل او وامو ورېدل،چې پېغمبر اکرم علي له لاسه نيولى و او ويل يې : اللهم و ان من والاه و عاد من عاداه وانصر من نصره واخذل من خذله : خدايه چې څوک ورسره دوستي وکړي،دوستي ورسره وکړه او چې څوک ورسره دښمني وکړي، دښمن يې وسه . او چې څوک يې ملاتړ شي،ملاتړ يې شه او چې چا پرېښود، ته يې هم پرېږده!

دررې تنه راپا نه څېدل،چې علي ورته ښېرا وکړه او پرې ولګېده هم . (١/ ١١٩)

 له ډنډه شړل کېدونکي

[ په تېرو احاديثو کې مو وليدل چې نبي کريم صلى الله عليه و آله وسلم خپل دوه ګرانبيه يادګارونه (قرآن او اهل بيت) ياد کړل او ټينګه سپارښتنه يې وکړه،چې مسلمانان پرې منګولې ولګوي،چې بيخي بې لارې نشي؛ځکه دواړه يو له بله نه بېلېږي او په حوض کوثر کې له آنحضرت سره يوځاى کېږي  او ويې ويل : وګورئ،چې  په نشتون کې مې ورسره څرنګه چلېږي! اوس دلته هغو احاديثو  ته ورګرځو،چې ته وا د هغو په هکله ويل شوي،چې د خداى او د هغه د استازي حکم يې ناليدلى ګڼلى او سرچپه چلېدليدلي او په پايله کې له حوض کوثره د برخمنېدو وړتيا يې له لاسه ورکړې ده :]

١٦٩ _ حضرت ابوهريره وايي : پېغمبر (ص) وويل : والذى نفس محمد بيده، لا ذودن رجالا منکم عن حوضصى کما تذاد الغريبع من الابل عن الحوض: پر هغه سوګند،چې د محمد ساه يې په واک کې ده، له تاسې ځينې سړي له حوضه لرې کوي؛لکه چې پردى اوښ له ډنډه شړي . (٢/ ٢٩٨، په ډېر لږ توپير: ٢/ ٤٦٧) .

١٧٠ _ حضرت ابوهريره وايي : پېغمبر (ص) يوې هدېرې ته ورسېد،پر مړيو يې سلام واچاوه،ويې ويل: پر تاسې د مؤمنانو پر هستوګنځيو سلام او که خداى وغواړي،زه (هم) درسره يوځاى کېږم . بيا يې وويل: ښه مې ايسېدل،چې خپل وروڼه مې ليدلي واى . وويل شول : رسول الله! موږ دې وروڼه نه يو؟ ويې ويل : بلکې تاسې مې اصحاب ياست او وروڼه مې هغوى دي،چې لا تر اوسه راغلي نه دي او زه ترې ړومبى حوض (کوثر) ته ځم. وويل شول : رسول الله! د خپل امت وګړي دې څنګه پېژنې،چې لا راغلي نه دي؟ ويې ويل : که څوک په تورو اسونو کې سپين  تندى اس لري (؛نو)  نه يې پېژني؟ ويې ويل : پېژني يې. حضرت وويل : هغوى به د اودسونو له امله په قيامت کې رڼو تنديو سره راځي او حوض (کوثر) ته په رسېدو کې ترې مخکې يم . بيا يې وويل: الا ليذادن رجال منکم عن حوضى کما بذاد البعير الضال. اناديهم: “الاهلم” فيقال: انهم بدلوا بعدک : فاقول: سحقا سحقا: باخبر،چې  ځيني سړي مو له حوضه لرې کوي؛لکه چې ورک شوى اوښ له حوضه لرې کوي . زه ورته غږ کوم : هاى، راشئ! ويل کېږي : دوى تر تا وروسته واوړېدل . زه هم وايم :  لرې دې وي! لرې دې وي!  (٢/ ٣٠٠، ٤٠٨)

١٧١ _ حضرت ابي بکره (رض) وايي:  پېغمبر (ص) وويل : ليردن على الحوض رجال ممن صحبنى ورانى حتى اذا رفعوا الى ورايتهم ، اختجلوا دونى. فلا قولن: “رب، اصحابي، اصحابى! فيقال: انک لا تدرى ما احدثوا بعدک: له اصحابو مې ځينې په حوض کې راته راځي او وينې مې،همداچې راورسي او و مې ليدل،زما له څنګه يې په راښکودلو راښکودلو لرې کوي . زه وايم : “پالونکيه، ياران مې ، يارن مې!” ويل کېږي: ”  نه پوهېږي،چې تر تا وروسته يې څه وکړل” (٥/ ٤٨)

د ابوبکرة په بل روايت کې د “اصحابى” پر ځاى “اصيحابى” راغلى دى . (٥/ ٥٠ )

١٧٢ _ حضرت خذيفه (رض) وايي : پېغمبر (ص) وويل : ليردن على الحوض اقوام فاذا رايتهم، اختلجوا دونى. فاقول : ” اى رب، اصحابى، اصحابى!” فيقال : ان لا تدرى ما احدثوا بعدک: په حوض کې راته ځينې ډلې راځي او چې يې ووينم، رانه يې راکاږي او وړي يې . وايم : ” زما پالونکيه، ياران مې، ياران مې! ” ويل کېږي : “نه پوهېږې، چې تر تا وروسته يې څه وکړل!” (٥/ ٤٠٠)

[يادونه : د محمد واقدي په مغازي (لومړي ټوک درې سوه اولسم مخ، د الدکتور مارسدن جونس څېړنه) کې راغلي : پېغمبر اکرم د احد شهيدانو ته لمونځ وکړ او ويې يول : ” انا على هولاء شهيد : زه پر دوى شاهد يم” ابوبکر (رض) وويل : رسول الله!  ايا دوى زموږ وروڼه نه ول؟ اسلام يې راوړ؛لکه چې موږ راوړى او جهاد يې وکړ؛لکه چې موږ وکړ.”  آنحضرت وويل : ” بلى، و لکن هولاء لم ياکلوا من اجورهم شيئا و  لا ادرى ما تحدثون بعدي: هو؛خو  دوى له خپلو بدلونو هيڅ [دنيوي] ګټه يونوړه او زه نه پوهېږم،چې تاسې به تر ما وروسته څه وکړئ؟” ابوبکر (رض) په ژړا شو او ويې ويل: ” ايا تر تا وروسته به موږ يو؟”

دغسې وګورئ: امام مالک (رح)، موطا،  ١/ ٣٠٧

١٧٣ _ ابوحازم وايي : له سهل مې واورېدل،چې يې ويل: پېغمبر (ص) وويل : انا فرطکم على الحوض: من ورد، شرب و من شرب لم يظما بعده ابدا. و ليردن على اقوام اعرفهم و يعرفون، ثم يحال بينى و بينهم:  زه تر تاسې مخکې حوض (کوثر) ته ځم،چې څوک راغى،څښې يې او چې يې وڅښه؛نو بيا بيخي تږې کېږي نه  او داسې ډلې راته راوړي،چې يې پېژنم او پېژني مې بيا مو ترمنځ  بېلتون راځي.

ابوحازم وايي : ابوسعيد پردې روايت داسې زياتونه کړې ده،چې آنحضرت وويل: انهم منى. فيقال : انک لا تدرى ما عملوا بعدک : فاقول: سحقا سحقا لمن بدل بعدي: [وايم:] دوى له ما دي . ويل کېږي : ” نه پوهېږې،چې تر تا وروسته يې څه کړي”؛نو وايم : هغوى دې لرې وي، لرې دې وي،چې تر ما وروسته يې اوړېدنې رامنځ ته کړي .(٥/ ٢٣٣، ٣٣٩)

١٧٤ _ حضرت ام سمله وايي : پېغمبر (ص) وويل : ايها الناس، بينما انا على الحوض، جئ بکم زمرا، فتفرقت بک الطرق فناديتکم: “الاهلموا الى الطريق.” فنادانى مناد من بةدى، فقال: “انهم قدبودلوا بعدک.” فقلت: الا سحقا! الا سحقا: خلکو! چې د حوض (کوثر) پرغاه يم، تاسې به راته ډلې ډلې راولي او په بېلابېلو لارو به ځئ. زه درته غږ کوم،چې “ها، ماته راشئ” تر ما وروسته يو جارچي وايي: ” دوى تر تا وروسته واوړېدل .” وايم : “لرې دې وي، لرې دې وي!” (٦/ ٢٩٧)

١٧٥ _ ابوسعيد خدري (رض) وايي : پېغمبر (ص) وويل : فاقول : اصحابى اصحابى! فقيل : انک لا تدرى ما احداثوا بعدک.  فاقول : بعدا بعدا [ او قال : سحقا سحقا] : وايم : ياران مې، ياران مې! ويل کېږي : نه پوهېږې،چې تر تا وروسته يې څه وکړل؛نو وايم : لرې دې وي، لرې دې وي! (٣/ ٢٨)

 تر پېغمبر اکرم (ص) وروسته ولي

١٧٦ _ ابى ظبيان د علي (رض) له خولې وايي،چې پېغمبر (ص) وويل : “يا على، انت وليت الامر بةدى، فاخرج اهل نجران من جزيرة العرب : علي ! تر ما وروسته چارواکى (ولى امر) کېږې؛نو نجرانيان له جزيرة العربه وباسه .” (١/ ٨٧)

١٧٧ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) علي ته وويل : انت وليي فى کل مؤمن بعدى : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې. (١/ ٣٣١)

 علي (ک) او مسيح عليه السلام

١٧٨ _ دبيعة بن ناجذ له علي بن ابي طالب (رض) روايتوي: پېغمبر (ص) راوغوښتم او ويې ويل : ان فيک من عيسى مثلا: ابغضة يهود حتى بهتوا امه واحبة النصارى حتى انزلوه بالمنزلة الذى ليس به : په واقع کې ته د عيسى يوه بېلګه يې : يهودو هومره دښمني ورسره وکړه، چې په مور يې تور ولګاه او مسيحيانو هومره دوستي ورسره وکړه،چې پر داسې مقام ورته قايل شول،چې يې نه و. بيا [علي] وويل: “يهلک فى رجلا محب مفرط يقرظنى بما ليس فى و مبغض يحمله شنانى على ان يبهتنى: زما افراطي دوستان هلاک شول،چې په داسې څه مې ستايي، چې راکې نشته او هم هغه دښمنان،چې له کينې راپورې دروغ او تورونه تړي” ( ١/ ١٦٠)

او د ربيعه په بل روايت کې د رسول اکرم په حديث کې د “بالمنزله” پر ځاى “بالمنزل” راغلى او د علي د خبرې په دوام کې دا هم راغلي : “…. الا انى لست بنبى و لا يوحى الى، و لکنى اعمل بکتاب الله و سته نبيه صلى الله عليه و سلم ما استطعت. فما امرتکم من طاعة الله فحق عيکم طاعتى فيما احببتم و کرهتم:

…. باخبر! چې زه پېغمبر نه يم او وحې راته نه کېږي؛خو تر وسې وسې پر کتاب الله او نبوي سنتو عمل کوم؛نو چې د خداى اطاعت ته مې رابللئ؛نو که خوښه مو وي که نه وي خبره به مې منئ.” ( ١/ ١٦٠)

 د رسول اکرم (ص) ارتحال

١٧٩ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر اکرم په مرګني ناروغۍ کې له عايشي [بي بي] کره و؛و يې ويل : “ادعوا عليا: على راولئ” عايشې وويل: “ندعوا لک ابابکر: ابوبکر به درته راولو.” حضرت وويل: “ادعوه: راويې بلئ.” حفصي [بي بي ] وويل: ” يا رسول الله، ندعوا لک عمر.” ويې ويل : “ادعواه” ام فضل وويل: ” يا رسول  الله، ندعوا لک العباس” حضرت وويل : ” اعوه” چې ټول راټول شول،سر يې راپورته کړ او علي يې ونه ليد،چوپ شو. عمر وويل: ” له پېغمبره ولاړ شئ” (١/ ٣٥٦)

١٨٠ _ سعيد بن جبير وايي : حضرت ابن عباس وويل: “پنج شنبه او څه پنجشنبه!” بيا يې هومره وژړل، چې ځمکه يې لمده کړه. ورته مې وويل: “کوم پنجشنبه؟” ويې ويل: د پېغمبر رنځ،چې سخت شو، ويې ويل: ائتونى اکتب لکم کتابا لا تضلوا بعد ابادا: کاغذ راوړئ، چې يو داسې  څيز درته وکښم،چې وروسته ترې بيخي بې لارې نشئ . په خپلو کې يې لانجه وکړه  او روا نه وه،چې د پېغمبر په مخکې شخړه وکړئ؛نو يې وويل: ”  ماشانه؟! هجر : څه کار لري؟ ايا هذيان او پرتې وايي؟ ” فذهبوآ يردون عليه: د پېغمبر اکرم د سپارښتنې په رد يې پيل وکړ ، حضرت وويل: ” دعونى، فالذى افا فيه، خير مماتدعون اليه : پرې مې ږدئ،تر هغه حالته غوره يم،چې تاسې مې ياودئ؟” او بيا يې درې سپارښتنې وکړې : “مشرکان له جزيرة العربه وشړئ، پلاوو ته لکه چې ما ډالۍ ورکولې، ور يې کړئ…..”

او سعيد بن جبير د درېمې سپارښتنې له ويلو چوپ شو،نه پوهېږم په لوى لاس و يا ترې هېره شوې وه. (١/ ٢٢٢)

١٨١ _ طاووس وايي : حضرت ابن عباس وويل : پېغمبر اکرم د احتضار پر حال وويل : ائتوني بکتف اکتب لکم فيه کتابا لا يختلف منکم رجلان بعدي: [ د يوه څاروي] شانه =ولى راوړئ، چې پکې داسې يو څه درته وليکم، چې تر ما وروسته ان دوه تنه مو هم اړپېچ ونه کړي .

[حاضري] ډلې جنجال وکړ،تردې چې يوې مېرمنې ويل: ” پر تاسې افسوس، د پېغمبر وصيت!” (١/ ٢٩٣)

١٨٢ _ عبيدالله بن عبدالله له حضرت ابن عباس څخه روايتوي : د پېغمبر اکرم رحلت،چې راورسېد،ويې ويل : هلم اکتب لکم کتابا لن تضلوا بعده: راشئ چې يو داسې ليکنه درته وکښم،چې وروسته ترې بيخې بې لار ې نشئ. په کوټه په سړيو کې حضرت عمر بن خطاب هم و،چې و يې ويل: ” ان رسول الله قد غلبه الرجع و عندکم القران . حسبنا کتاب الله: پېغمبر سخت ناروغ دى او قرآن درسره دى،د خداى کتاب راته بس دى .” په کوټه ناستو خلکو په خپلو کې ګړ پړ وکړ. ځينو ويل: ” پرېږدئ چې پېغمبر يې درته وليکي: يا يې ويل: ” نژدې شئ،چې پېغمبر يې درته وکښي” او ځينو هم د عمر خبره کوله او داچې ګړ پړ او اړ پېچ يې زيات او د پېغمبر  خپګان ډېر شو؛ نو يې وويل: ” قوموا عنى : رانه پاڅئ”

حضرت ابن عباس ويل: ” ان الرزيه، ما حال بين رسول الله و بين ان يکتب لهم ذلک الکتاب من اختلافهم و لغطهم : حقيقي مصيبت، ټول مصيبت دا و،چې د پېغمبر پر وړاندې شخړو او اړ پېچ يې خنډ شو،چې څه ليکنه درته وليکي” ( ١/ ٣٢٤ ، ٣٢٦)

١٨٣ _ سعيد بن جبير وايي : حضرت عباس وويل: “پنجشنبه او څه پنجشنبه!” او غټې غټې اوښکې يې وبهېدې،ويې ويل: پېغمبر (ص) وويل: “ائتونى باللوح والدواة او الکتف، اکتب لکم کتابا لا تضلوا بعده ابدا: تختهاو دوات يا کتف=ولى راوړئ،چې يوه ليکنه درته وکښم،چې وروسته ترې بيخي بې لارې نشئ.”

[ په کوټه کې ځينو ناستو] وويل: “رسول الله يهجر: رسول اکرم پرتې وايي” (١/ ٣٥٥)

 له نبي کريم سره وروستي ليده کاته

١٨٤ _ ام المؤمنين ام سلمه [ بي بي ] وايي: والذى احلف به ، ان کان على لاقرب  الناس عهدا رسول الله صلى الله عليه وسلم : پر هغه سوګند،چې سوګند پرې خورم، په خلکو کې علي وروستى تن و، چې له رسول اکرم سره يې ليده کاته وکړل . آنحضرت پرله پسې ويل: “جا علي: علي راغى؟” او ګومان کوم،چې په يوه کار پسې يې لېږلى و. بالاخره راغى او پوه شو، چې څه کار وسره لري . له کوټې دباندې ووتو او له وره سره کېناست؛ خو زه تر ټولو وره ته نژدې وم. علي (ک) ورته ځان ټيت کړ او ښي لوري ته يې شو او راز يې ورته ووايه. بيا حضرت رسول اکرم پر همدې ورځ ساه ورکړه. په پايله کې هغه (علي) په خلکو کې وروستى تن و،چې له نبي کريم (ص) سره يې وکتل. ( ٦/ ٣٠٠)

  رسول اکرم (ص) ته د غسل ورکونې چارې

١٨٥ _ حضرت ابن عباس وايي: خلک د نبي کريم غسل ورکول ته راټول شول او په کور کې يوازې د  آنحضرت کورنۍ وه؛يعنې عباس، علي، فضل او قشم (د عباس زامن) اسامة بن زيد او صالح د پېغمبر اکرم ازاد کړاى شوى.

اوس بن  خولي انصاري،چې له بدريونو څخه و، د وره له شا يې علي (رض) ته غږ کړ: ” علي! پر خداى قسم درکوم،چې له پېغمبره زموږ برخمني په پام کې ونيسې” علي ورته وويل : ” رادننه شه” او نننووت . د رسول اکرم جامې پر تن وې او علي خپلې سينې ته تکيه کړى و او له علي سره عباس، فضل  او قثم يو اړخ او بل اړخ ته کاوه. اسامه او صالح اوبه اچولې او علي وينځه . (١/ ٢٦٠)

 د پېغمبر اکرم ميراث

١٨٦ _ ام المومنین عايشه (رض) وايي : فاطمه د پېغمبر اکرم لور تر وفات روسته يې له ابوبکر (رض) څخه هغه ميراث  وغوښت،چې خداى د غنيمت په نامه پېغمبر ته ورکړى و. ابوبکر (رض) وويل : پېغمبر (ص) ويلي: لا نورث، ماترکنا صدقه : موږ ميراث نه پرېږدو، چې څه پرېږدو خيرات او صدقه ده.”

فاطمه عليها السلام غوسه شوه او له ابوبکر (رض) څخه تر مړينې پورې په څنګ شوه  او فاطمه د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته، شپږ مياشتې ژوندۍ وه.

فاطمې (رض) په خيبر او فدک کې د  پېغمبر اکرم له ميراثه او په مدينه کې يې صدقه وغوښته ا و ابوبکر (رض) يې له ورکولو ډډه کوله او ويل يې: ” کوم کار چې پېغمبر کاوه، نه يې پرېږدم او عملي کوم يې، که کار يې پرېږدم؛نو ډارېږم،چې بې لارې به شم”

 حضرت عمر، علي  او عباس د مدينې صدقه ورکړه؛ خو خيبر او فدک يې دې دواړو ته ورنه کړ او… دا دواړه [= د خيبر او فدک ] برخې تر اوسه پر هماغه حال دي . (١/ ٦، ٧)

١٨٧ _ عايشه (رض) وايي : فاطمه او عباس ابوبکر ته راغلل او د پېغمبر خپل ميراث يې وغوښت. دواړو په فدک کې د پېغمبر ځمکه او د خيبر برخه يې غوښته . ابوبکر (رض) وويل: ما واورېدل،چې پېغمبر وويل: ” موږ ميراث نه پرېږدو، څه چې پر ځان پرېږدو، صدقه ده او د محمد کورنۍ يې ترې خوري” او پر خداى،چې له پيغمبره ليدلى کار به پرېنږدم او همدغسې به وکړم.

محمد بن عمر او  ابي سلمه وايي: فاطمې (رض) ابوبکر ته وويل : که ته وې ميراث دې چاه پاتې کېږي؟ ويې ويل: اولاد او ښځې ته. ويې  پوښتل: نو موږ ولې له پېغمبره ميراث نه وړو؟ حضرت ابوبکر وويل: وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم وويل : ان النبى لا يورث : پېغمبر ميراث نه پرېږدي؛خو پېغمبر چې چاته برخه ورکوله؛زه يې هم ورکوم او چې چاته يې بخشش ورکاوه، زه يې هم ورکوم. (١/ ١٠)

١٨٨ _ حضرت ابي طفيل وايي : پېغمبر اکرم،چې وفات شو، فاطمه ابوبکر ته ورغله او ويې ويل: ته د پېغمبر وارث يې يا کورنۍ يې؟ ويې ويل: نه؛بلکې کورنۍ يې . ويې پوښتل: نو د پېغمبر برخه څه شوه؟ ابوبکر وويل: ما له رسول اکرم واورېدل،چې يې ويل: ان لله عزوجل اذا اطعم نبيا طعمه ثم قبضه ، جمله للذى يقوم من بعده: خداى چې خپل پېغمبر د کومو عايداتو برخمن کړي او ومري؛نو بيا ورپسې چارواکي ته يې ورکوي؛نو ځکه مې دغسې ګڼلې،چې مسلمانانو ته يې ورکړم. فاطمې  وويل: ” چې څه دې له پېغمبره اورېدلي پرې ښه پوه يې. ( ١/ ٤)

١٨٩ _ عايشه (رض) وايي: فاطمه ابوبکر صديق (رض)  ته ورغله،چې خداى پېغمبر ته په مدينه کې او فدک کې او هم د خيبر د خمس پاتې،چې ورکړې وه، واخلي…. ابوبکر ډډه وکړه او فاطمه ترې خپه شوه. ابوبکر وويل: ” پر هغه مې قسم چې زما ساه يي په واک کې ده، د پېغمبر کورنۍ راته تر خپلې خورا ګران ده؛خو دا حال چې زموږ او ستاسې د اړپېچ لامل شوى. زه پکې له حقه تېرېږم او هغه کار،چې مې ليدلى، پېغمبر ورسره کاوه، پرې به يې نږدم. (١/ ٩، ١٠)

صحيفه

١٩٠ _ ابن جحيفه وايي: علي (رض) مې وپوښت : تر قرانه وروسته،د پېغمبر بل څه درسره دي؟ ويې ويل: نه! پر هغه قسم،چې دانه يې وچاوده او بنيادم يې وپنځاوه، يوازې دومره راسره دي،چې خداى سړي ته له قرآنه کومه پوهېدنه ورکړي او چې څه په دې صحيفه کې وي . ومې پوښتل: په دې صحيفه کې څه دي؟ ويې ويل: العقل، و فکاک الاسير، و لايقتل مسلم بکافر: ديه، د اسير ازادول او داچې مسلمان دکافر په قصاص کې نه وژل کېږي . (١/ ٧٩)

 د قرآن حکيم د تاويل په سر جګړه

١٩١ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : له پېغمبر اکرم سره وو،چې يې وويل : فيکم من يقاتل على تاويل القرآن کما قاتل على تنزيله: په تاسې کې څوک شته، چې د قرآن د تاويل په سر به جنګېږي؛لکه چې دتنزيل په سر يې وجنګېدم . ( ٣/ ٣١)

١٩٢ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل: ان منکم من يقاتل على تاويله، کما قاتلت على تنزيله: په رښتيا په تاسې کې څوک شته، چې د تاويل پر سر يې جنګېږي؛لکه چې زه يې د تنزيل پر سر وجنګېدم. ابوبکر او عمر راپاڅېدل . حضرت وويل: ” لا، و لکن خاصف النعل :نه؛ بلکې هغه څپلۍ ګنډونکى” دى او علي د پېغمبر څپلۍ ګنډله . (٣/ ٣٣)

١٩٣ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي: پېغمبر اکرم ته سترګې پر لار ناست وو،چې له کوره يې يوه مېرمن راووته او د آنحضرت څپلۍ يې علي ته راګوزاره کړه، چې يې وګنډي . ورسره ولاړو. بيا په انتظار ودرېد، موږ هم ودرېدو. ويې ويل: ان منکم من يقاتل على تاويل هذا القران کما قاتلت على تنزيله : په رښتيا په تاسې کې څوک شته،چې ددې قرآن د تاويل پر سر جنګېږي؛ لکه چې زه يې د تنزيل پر سر وجنګېدم .

 په موږ کې چې ابوبکر او عمر  هم ول،د دې شرافت په لټه کې شول؛ حضرت وويل: “لا، ولکنه خاصف النعل” موږ علي ته ولاړ، چې زېرى ورکړو؛ خو داسې يې ښووله، چې مخکې يې اورېدلې وه. (٣/ ٨٢)

 توندلاري او ورسره جګړه

١٩٤ _ حضرت  انس بن مالک وايي: له پېغمبر (ص) مو واورېدل،چې يې وويل: ان اقواما، يتعمقوم فى الدين، يمرقون کما يمرق السهم من الرميه: په رښتيا چې ځينې ډلې په دين کې هومره توندلاري دي لکه چې غشي له نښي [ له دينه] وځي . (٣/ ١٥٩)

 ١٩٥ _ حضرت انس بن مالک وايي: پېغمبر (ص) راياده کړه، سره له دې،چې مخکې مې ترې اورېدلې وه، چې :ان فيکم  قوما يعبدون ويدابون حتى يعجب بهم الناس و تعجبهم نفوسهم ، يمرقون منالدين مروق السهم من الرميه: په تاسې کې يوه ډله ده،چې په خورا مواظبت او پالندۍ عبادت کوي،داسې چې خلک هک پکېږي او خپله هم حيرانېږي [ = په عجب اخته کېږي] له دينه وځي؛ لکه چې غشى له نښې وځي. [ ٣/ ١٨٣، ١٨٩)

١٩٦ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل: ژر مې په امت کې اړپېچ  رامنځته کېږي . يوه ډله، چې په خوله خواږه او بدچاري دي،قرآن لولي؛خو تر کومي يې نه تېرېږي .  تاسې هر يو يې د لمونځونو او روژو پر وړاندې خپل لمونځونه او روژې ناڅيزه ګڼئ. له دينه وځي؛لکه له نښې د غشي وتل او ورته نه راګرځي؛خو دا چې غشى يې سوفار ته راستون شي . هغوى بدترين خلک او موجودات دي . پر هغه دې خوښي وي، چې يې ووژني او په لاسونو يې ووژل شي! د خداى کتاب ته بلنه کوي؛ خو پوټى پوهه ترې نه لري،څوک چې دوى ووژني، تر دوى خداى ته ډېر وړ دي .

ويې پوښتل: “نښه يې څه ده؟” حضرت وويل: ” التحليق : د سر خرول” (٣/ ٢٤)

١٩٧ _ حضرت  ابوسعيد خدري وايي: ابوبکر (رض) پېغمبر (ص) ته راغى او ويې ويل: رسول الله! له دغسې او هاغسې  وادۍ راتېر شوم او يو خاشع ( او خورا مات) سړى مې وليد،چې لمونځ يې کاوه. پېغمبر اکرم وويل: اذهب اليه فاقتله: ورپسې ورشه او ويې وژنه! ابوبکر ورپسې ورغى او پرهغه حالت يې چې وليد، زړه يې و نه شو،چې يې ووژني او بېرته پېغمبر اکرم ته راغى. رسول اکرم، عمر (رض) ته وويل: ورپسې ولاړ شه او ويې وژنه! عمر هم ورغى او پر هماغه حالت يې وليد،چې ابوبکر ليدلى و، د ده هم زړه و نه شو،چې يې ووژني او راستون شو او ويې ويل: رسول الله! ومې ليدل،چې په خشوع لمونځ کوي، زړه مې ونه شو،چې يې ووژنم . آنحضرت وويل : علي! ورشه او و يې وژنه! علي ورغى او ويې نه ليد، راستون شو او ويې ويل: ومې نه ليد. حضرت وويل: ان هذا و اصحابه يقرون القرآن، لا يجاوز تراقيهم. يمرقون من الدين کما يمرق السهم ن الرميه، ثم لا يعودون فيه حتى يعود السهم فى فوقه. فاقتلوهم، هم شرالبريه: هغه او ياران يې قرآن لولي؛خو تر کومي يې نه تېرېږي،له دينه وځي؛لکه چې غشى له نښې وځي، بيا ورته نه راګرځي؛خو داچې سوفار ته يې راوګرځي! ويې وژنئ،چې بدترين خلک دي . (٣/ ١٥)

١٩٨ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : علي، رسول اکرم ته له يمنه يوه ټوټه له څرمنې سره راولېږله . آنحضرت دا پرڅلورو تنو وويشل .ځينې اصحاب، انصار او نور خپه شول. حضرت وويل: امين مې نه ګڼئ؟ حال داچې زه د هغه امين يم، چې په اسمان کې دى او هر ګهيځ او ماښام راته له اسمانه خبر راوړي . وروسته يې سړى راغى،چې سترګې يي کړوپې،پړسېدلي غومبري،تندى يې لوړ، ږيره يې ګڼه او کميس يې بډ وهلى او سر يې خريلى و؛ ويې ويل: اتق الله يا رسول الله: رسول الله له خدايه ووېرېږه!

آنحضرت خپل سر راپورته کړ ا او ويې ويل: پر تا افسوس! ايا زه په خلکو کې له خدايه زښت ډېر نه ډارېږم؟ سړي ولاړ. خالد [بن وليد] وويل: رسو الله، غاړه يې ورپرې کړم؟ حضرت وويل: ښايي لمونځ کوي . خالد وويل : شته داسې لمونځ کوونکي، چې په خوله وايي؛خو  په زړه کې يې نه دي! آنحضرت وويل: انى لم اومر ان انقب عن قلوب الناس و لا اشق بطونهم : بيخي امر راته شوى نه دى،چې د خلکو سينې راوسپړم او زړونه يې څيرې کړم. بيا يې هغه درېدلي سړي ته وکتل او و يې ويل: ها، انه سيخرج من ضئضئهذا قوم يقرون القران لا يجازو حناجرهم. يمرقون  من الدين کما يمرق اسهم من الرميه: ها، له جنسه به يې ژر يوه ډله راووځي،چې قرآن به لولي؛ خو له ستوني به يې نه تېرېږي . له دينه وځي؛لکه چې غشى له نښې وځي . ( ٣/ ٤،٥)

١٩٩ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : يوه ورځ رسول اکرم ته ور رسېدلي مالونه يې وېشل . ذوالخويصره د بني تميم د ټبر يو سړى راغى،ويې ويل: محمده! عدالت وکړه، چې پر خداى قسم په دې ورځ دې عدات ونه کړ! پېغمبر اکرم درې ځل وويل: پر خداى چې تر ما وروسته به تر ما خورا عادل نه وي . حضرت عمر وويل : رسول الله! اجازه راکوې،چې غاړه يې پر ې کړم؟

آنحضرت وويل : نه! هغه داسې ملګري لري،چې تاسې هر يو خپل لمونځ د لمونځونو پر وړاندې يې او خپله روژه د روژو پر وړاندې يې ناڅيزه ګڼئ،له دينه وځي؛لکه چې غشى له نښې بوټ تېرېږي . غشى ايشتونکى ګوري،چې د غشي سر يې کوم ځاى څيرىدى (؛خو) څه نه ويني،نښه يې يو سړى دى،چې لاس يې د يوې بوټۍ غوښې يا د ښځې د تي په څېر دى . د خلکو د بې اتفاقۍ پر مهال په اړو دوړو لاس پورې کوي . په دې وخت کې خداى ته وړ ډله يې وژني .

حضرت ابوسعيد خدري وايي : ګواهي ورکوي چې دا مې له پېغمبر اکرم څخه واورېدل او زه پخپله حاضر وم چې علي دوى ووژل او بيا په وژل شويو کې د ذوالحضره په لټه کې شوو او چې څنګه پېغمبر اکرم ښوولى و، هماغسې يې وموند. ( ٣/ ٦٥)

٢٠٠ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : حضرت علي له يمنه رسول اکرم ته د سرو يوه ډبره راولېږله او حضرت پر څو تنو واېشله. قريش او انصار غوسه شول او ويې ويل: د نجد اشرافو ته يې ورکړه او موږ يې پرېښوو! آنحضرت وويل: ” غوښتل مې دوى رانژدې کړم.” ؛نو يو سړى راغى،چې سترګې يې ننوتې، تندى يې راوتى، ږيره يې ګڼه،ورېځې يې ببرې او سر يې خريلې و،و يې ويل: “محمده! له خدايه وډار شه!” آنحضرت وويل: ” که زه سرغړونه وکړم؛نو بل څوک خداى ته غاړه ږدي؟ ما پر ځمکوالو امين بولي او تاسې مې امين نه بولئ؟” يو سړي له پېغمبر اکرمه وغوښتل ويې وژني، په ګومان  مې چې خالد بن وليد و، آنحضرت يې مانع شو او چې هغه ولاړ، حضرت وويل: ” من ضئضى هذذا قوم يقرون القران لا يجاوزحناجرهم، يحرقون من الاسلام کما مروق السهم من الرميه. يقتلون اهل لاسلام و يدعون اهل الاوثان. لئن انا ادرکتهم لا قتلنهم قتل عاد: له جنسه يې يو قوم [راځي] چې قرآن لولي،حال داچې له ستوني يې نه تېرېږي. له اسلامه وځي؛لکه چې غشى له نښې بوټ وځي، مسلمانان وژني او بوتلمانځي پرېږدي. که زه يې و موم؛نو د عاد [ د قوم د وژنې ] په څېر يې ټول وژنم  (٣/ ٦٨، ٧٢، ٧٣)

٢٠١ _ حضرت جابر بن عبدالله [انصاري] وايي: له رسول اکرم سره جعراني [ ابن اثير، کامل ٣/ ١٢٦ ته د هوزان له ټبر سره د غنايمو د راټولېدو ځاى و] او نبي کريم د حضرت بلال په لمن کې پر خلکو سپين ايشل . يو سړي وويل : “رسول الله! عدالت وکړه!” حضرت وويل : “پر تا افسوس! که زه عدالت ونه کړم؛نوڅوک به يې وکړي؟ که زه عادل نه وسم، ته سخت غولېدلى يې!”  حضرت عمر وويل: ” رسول الله ، راو يې سپاره،چې دا منافق ووژنم . ” آنحضرت وويل: خداى ته پناه، چې  خلک ووايي زه مې اصحاب وژنم؟ ان هذا و اصحابه يقرون القران لا يجاوز حناجرهم [ او: تراقيهم] يمرقون من الدين مروق السهم منالرميه: په واقع کې هغه او يارن يې قرآن  لولي،حال دا چې له ستوني [ يا يې وويل : د ستوني له هډوکې يې] يې نه تېرېږي . له دينه بوټ وځي؛لکه چې غشى له نښې وځي (٣/ ٣٥٣)  په ډېر لږ توپير (٣/ ٣٥٤)

٢٠٢ _ حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر (ص) وويل:

ليقران القران من امتى يمرقون  من الاسلام کما يمرق السهم من الرميه: د امت مې ځينې ډلې قرآن لولي او لکه چې غشى له نښې بوټ وځي،له دينه چورلټ وځي . ( ١/ ٢٥٦ )

٢٠٣ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل : تکون امتى فرقتين، يخرج بينهما مارقة يلى قتلها او لا هما بالحق : امت مې دوه ډلې کېږي . يوه ډله له [دينه ګرځېدلې، اړو دوړ به کوي او بله ډله،چې حق ته وړ ده،په وژنه يې لاس پورې کوي . ( ٣/ ٤٥)

 ٢٠٤ _ حضرت سويد بن غفله وايي : علي (رض) وويل : پېغمبر (ص) وويل: يکون فى آخرالزمان قوم يقرون القران لا يجاوز تراقيهم، يمرقون  من الاسلام کما يمرق السهم من الرميه ، قنالهم حق على کل مسلم: په آخر الزمان کې يوه ډله پيدا کېږي،چې قرآن لولي؛خو  له ستوني يې نه تېرېږي، له اسلامه وځي، ورسره جګړه پر هر مسلمان واجب ده . (١/ ١٥٦)

٢٠٥ _ حضرت ابوسعيد خدري وايي : پېغمبر (ص) وويل: تمرق مارقة عنند فرقة من المسلمين ، يقتلها اولى الطائفتين بالحق: د مسلمانانو د اختلاف پر مهال، يوه اوښتې ډله له دينه وځي او بله چې دحق وړ ده،وژني يې . (٣/ ٣٢) او د “يمرق مارقع” په بڼه (٣/٤٨)

٢٠٦ _ عاصم بن شميخ د حضرت ابوسعيد له خولې وايي: پېغمبر (ص) وويل : والذى نفس ابى القاسم بيده، ليخرجن قوممن امتى تحقرون اعمالکم مع اعمالهم. يقرون القرآن لا يجاوز تراقيهم، يمرقون من الاسلام کما يمقر السهم من الرميه : پر هغه قسم،چې د ابوالقاسم ساه يې په واک کې ده، هرومرو له امته مې يوه ډله وځي، چې د کړو وړو پر وړاندې يې خپلې کړنې کوچنۍ بولئ . قرآن لولي؛خو له ستوني يې نه تېرېږي او له دينه وځي؛لکه چې غشى له نښې بوټ وځي.

ويې ويل : په کومو نښو يې وپېژنو؟

آنحضرت وويل : فيهم رجل ذويديه [ او: ثديه]. محلقى روسهم. په منځ کې يو لاسى [ يا يې وويل: يو تي والا] دى، او خپل سر خروي.

 حضرت ابوسعيد وايي : شل او يا څه له پاسه شلو د نبي کريم اصحابو راته وويل، چې علي ورسره د جګړې ژمن شو.

٢٠٧ _ زر له عبدالله روايتوي،چې پېغمبر (ص) وويل:

په راتلونکې کې يوه کم عقله او ځوانه [ يا يې وويل : تنکۍ ] ډله راپاڅي،د  خلکو غوره خبرې کوي، په خوله قرآن لولي؛خو له ستوني يې نه تېرېږي. له اسلامه وځي؛ لکه چې غشى له نښې چورلټ وځي ،چا چې وموندل؛ نو ودې يې وژني؛ځکه وژونکي ته يې خداى ډېرې بدلې ورکوي. (١/ ٤٠٤)

٢٠٨ _ سويد بن غفله وايي : علي (رض) وويل: پېغمبر (ص) وويل: يخرج قوم فى آخر الزمان احداث الانسا، سفها: په آخرالزمان کې يوه ځوانه او کم عقله ډله راپاڅي .

عبدالرحمان [ د حديث په دوام کې] راوړي : ايمان يې له ستوني نه تېرېږي ،له دينه وځي؛لکه چې غشى له نښې چورلټ وځي،چې و مو موندل،ويې وژنئ؛ ځکه په قيامت کې خداى يې وژونکيو ته اجر ورکوي . (١/ ١٣١)

٢٠٩ _ ابومريم د علي (رض) له خولې وايي : پېغمبر (ص) وويل: ان قوما يمرقون من الاسلام کما يمرق السهم من الرميه . يقون القران لا يجاوز تراقيهم، طوبى لمن قتلهم و قتلوه. علامتهم رجل مخلج اليد:  په رښتيا چې يوه ډله له اسلامه وځي؛لکه چې غشى له نښې وځي . قرآن لولي؛خو له کومي يې نه تېرېږي،پر هغه دې خوشحالي وي،چې دوى و وژني او په لاس يې ووژل شي! نښه يې دا ده، چې منځ کې ناقص لاسى سړى دى . (١/ ١٥١)

٢١٠ _ زيد بن وهب وايي: په نهروان کې خوارجو په ښورښ لاس پورې کړ،علي (رض) په خپلو يارانو کې راپاڅېد او ويې ويل : دې ډلې په ناحقه وينه تويه کړه او د چاپېريال خلک يې لوټ کړل. دوى ډېر نژدې دښمنان دي، حال داچې تاسې د [بل] دښمن [= د شام لښکر] پر لور روان ياست. ډارېږم،چې دوې په خپلو اولاودونو کې پرېږدئ. په رښتيا مې له رسول اکرم اورېدلي،چې يې ويل: له دې امته به داسې شورشيان راپاڅي، چې ستاسې لمونځ ، روژه او تلاوت د هغوى د لمونځونو روژو او تلاوت تر وړاندې څه هم نه دي!

قرآن لولي او انګېري،چې همدوى ته دى،حال دا چې پر خلاف يې دى او له ستوني يې نه تېرېږي. له اسلامه وځي؛ لکه چې غشى له نښې وځي او نښه يې دا ده، چې يو سړى پکې دى او او تر مټ لاندې لاس نه لري او د تي په څېر يوه غوټه پرې ده او سپين ويښتان پرې دي .

کوم لښکر يې،چې مقابلې ته درومي، که پوهېدل  چې پېغمبر  يې ورته د څومره ثواب ژمنه کړې؛نو له (نورو) کړنو يې لاس اخسته! نو د خداى په نامه روان شئ. (١/ ٩٢)

٢١١ _ طارق بن زياد وايي: له علي سره د خوارجو پر لور ولاړو،هغوى يې ووژل  او بيا يې وويل : وګورئ؛ ځکه رسول اکرم ويلي دي : انه سيخرج قومن يتکلمون بالحق، لا يجوز حلقهم . يخرجون من الحق کما يخرج السهم من الرميه. سا هم ان منهم رجلا اسود مخدج اليد، فى يده شعرات سود: په رښتيا چې ژر به يوه ډله راپاڅي، چې د حق خبرې به کوي؛خو له کومي يې نه تېرېږي، له حقه وځي؛لکه غشى چې له نښې وځي، نښه  يې دا ده، چې پکې تور ناقص لاسى سړى دى. پر لاس يې تور ويښتان دي. [ وګرځئ او ويې مومئ] که هغه پکې و؛ نو بېشکه،چې بدترين خلک مو وژلي دي او که مو و نه مونده؛ نو خورا ښه خلک به مو وژلي وي .

موږ وژړل . ويې ويل: ويې لټوئ. ولټاوه مو او ناقص لاسى مو وموند. پر سجده پرېووتو او علي هم راسره پرېووت . (١/ ١٠٧، ١٠٨)

٢١٢ _ حضرت عبدالله بن عباس وايي: چې کله حروريه راپاڅېدل او موږ پرېښودو [ چې ولې علي منځګړتوب ته غاړه کېښووه او په تړون کې يې له خپل نومه د اميرالمؤمنين نوم لرې کړ]، ما ورته وويل : پېغمبر اکرم د حديبيې پر ورځ له مشرکانو سره سوله وکړه او علي ته يې وويل : وليکه : دا هغه څه دي،چې محمد رسول الله سوله کوي…….

مشرکانو وويل : که ته مو د خداى استازى ګڼلې؛نو جګړې ته دې نه راتلو .

آنحضرت وويل : علي پاک يې کړه! خدايه ته پوهېږې،چې زه دې پېغمبر يم . علي، پاک يې کړه او وليکه : دا هغه څه دي،چې محمد بن عبدالله سوله کوي… او پر خداى قسم،چې پېغمبر تر علي غوره و او پېغمبر پخپله هغه پاک کړ او ويې څنډه،چې دې څنډنې له نبوته ونه غورځاوه.

[خوارجو] وويل: هو [همداسې ده] ! ( ١/ ٢٤٢)

٢١٣ _ عبيدالله بن عياض وايي: عبدالله بن شداد د علي (رض) تر وژنې څو شپې وروسته له عراقه راغى او موږ له عايشې [بي بي] سره وو،عايشې ورته وويل: عبدالله، که له تا د هغې ډلې په اړه وپوښتم، چې علي ورسره جګړه وکړه؛ نو رښتيا به ووايې؟

ويې ويل: ولې به درته رښتيا نه وايم!

عايشې بي بي وويل: نو پېښه راته ووايه.

عبدالله وويل: چې هغو دواړو منځګړتوب وکړ؛ نو پر علي اته زره تنه راپاڅېدل او د کوفې په چاپېريال کې په حروراء سيمې کې راټول شول . علي ته يې ويل: کومې جامې،چې خداى در اغوستې وي، ودې اېستې او په کوم نوم،چې خداى نومولى وې، له ځانه دې لرې کړ. بيا د خداى په دين کې منځګړتوب ته راولاړ شوې، حال دا چې ” لاحکم الا الله : واکمني يوازې د خداى ده!” او له علي چې د هغوى بېلتون خبر اروسېد؛ نو جارچي ته يې وويل،  چې اعلان کړي : يوازې هغوى اميرالمؤمنين ته د راتلو حق لري، چې قرآن ورسره وي!

همداچې کور له قاريانو ډک شو [علي] يو ستر قرآن راوغوښت او مخې ته يې کېښود او ويې ويل : ايها المصحف، حديث الناس: قرآنه، له خلکو سره خبرې کړه!

خلکو وويل:  اميرالمؤمنينه، څه ترې پوښتې؛ دا خو يوازې کاغذ او رنګ دى او موږ يوازې  پر هغه څه خبرې کوو،چې ترې روايتوو يې .

څه ترې غواړې؟

علي وويل : ستاسې ملګري،دوى چې ښورښ يې کړى، د خدا کتاب زما او ترمنځ يې [منځګړى] وي. خداى تعالى په خپل کتاب کې د ښځې او مېړه په هکله وايي : ((وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا(نساء/ ٣٥) = او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ (چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛نو خداى به يې جوړ كړي؛ځكه خداى پوه او باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى ) .     )) او د محمدي امت وينه او حرمت له يوې مېرمنې او مېړه ډېر دى!

غواړي غچ راڅخه واخلي،چې ولې مې معاويه ته کښلي : کتب على بن ابىطالب؟ حال دا چې په حديبيه کې له رسول اکرم سره وو، چې بيا يې له قريشو سره سوله وکړه او سهيل بن عمر راغى، پېغمبر اکرم وکښل : بسم الله الرحمن الرحيم : د لوراند او لورين  خداى په نامه.

سهيل وويل: بسم الله الرحمن الرحيم مه ليکه. وليکه : باسمک اللهم :خدايه،ستا په نامه!

پېغمبر اکرم وويل : وليکه: محمد رسول الله……

سهيل وويل: که ته مو سول الله  ګڼلې؛ نو مخالفت مو درسره نه کاوه! په پايله کې يې وليکل: هذا ما صالح محمد بن عبدالله قريشا: دا د سولې تړون دى،چې محمد د عبدالله زوى يې له قريشو سره ليکي: خداى په خپل کتاب کې وايي :

 ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/٢١) = په يقين، چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د آخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .)) بيا   علي،عبدالله بن عباس خوارجو ته ولېږه او زه هم ورسره وم او لښکر يې راباندې راټول  شو . [عبدالله] راپاڅېد او خلکو ته يې وويل: د قرآن حاملانو، دا عبدالله بن عباس دى،چې څوک يې نه پېژني، زه يې د خداى د کتاب له مخې درمعرفي کوم. قرآن يې په منځ کې درې ورځې کېښود او څلور زرو تنو يې توبه وکړه او د ابن کواء په شمول په کوفه کې علي ته ورغلل. علي پاتې کسانو ته يې يو څوک ولېږه او ويې ويل: زموږ او خلکو ترمنځ يو څيز پېښ شوى دى،چې ګورئ يې. نو تر هغه وخت چې غواړئ او تر هغ وخت،چې د محمد (ص) امت زموږ اوستاسې ترمنځ همغږى شي، د وينې تويېدل، د لارو نيول يا پر تر لاس لاندې باندې له تېري کولو ډډه وشي،که نه جګړې ته درپسې درځم؛ ځه خاين د خداى خوښ نه دي . “

عايشې [بي بي] وپوښتل : د شداد زوزيه، بيا جګړې ته ورغى؟

ويې ويل: لارې يې بڼدې کړې، وينه يې تويه  کړه او د اهل ذمه و بې احترامي يې وکړه؛ نو ورپسې يې ولېږل .

عايشې [بي بي] وويل : پرخداى؟

د شداد زوى وويل: پر هغه د اهل ذمه و په اړه خبرې کېږي؛خو ماته يې په اړه څه رارسېدلي نه دي،ذوالثدى ذوالثدي(١) . ويې ويل: هغه مې وليد.له علي سره د جګړې په ډګر کې ولاړ وم،چې خلک يې راوغوښتل او ويې پوښتل: دا پېژنئ؟ ډېر وګړي راتلل او ويل يې : د بني فلان په جومات کې مې پر لمانځه وليد، د بني يهمان په جومات کې مې پر لمانځه وليد او چې هر څوک به راته همدا خبره يې کوله.

عايشې [بي بي] وويل: علي يې،چې پر مړي ولاړ و، څه يې ويل؟ هماغسې چې عراقيان يې انګېري.

ويې ويل : وامې ورېدل،چې وايې : صدق الله ورسوله : خداى او پېغمبر يې رښتيا وويل . ويې پوښتل: بې له دې نور څه دې ترې واورېدل ؟

ويې ويل: خدايه، نه!

عايشې [بي بي] وويل:  رجل  صدق الله و رسوله. يرحم الله عليا انه کان من کالمه لا يرى شيئا يعجبه الا قال صدق الله ورسوله: هو! خداى او پېغمبر يې رښتيا وويل.  خداى دې پر علي ولورېږي! چې کله يې يو هېښنده څيز کاته؛نو يوازې همدا يې ويل،چې خداى او رسول يې رښتيا وويل. عراقيان ورپورې دروغ تړي او خبرې يې ورزياتوي! ( ١/ ٨٦، ٨٧)

 د حضرت علي شهادت

٢١٤ _ حضرت عمار ياسر  (رض) وايي : زه او علي د “ذات العشيره” په غزا کې وو. داچې رسول اکرم پرې برلاس شو؛نو يو شمېر خلک مو وليدل،چې د  چينې تر څنګ  د کجورو په باغ کې پر کار لګيا وو . علي راته وويل: ” ابايقظانه! چمتو يې چې ورشو، چې څه کوي؟ ورغلواو تر څه وخته مو ورته ليدل او بيا خوب راغى  او تر ونې لاندې پر خاورو پرېوتو. په خاورو لوغړن شوي وو او پېغمبر اکرم راغى، په پښه يې وخوځولو او علي ته يې وويل : ابوترابه! ځکه پر مخ يې خاورې پرتې وې .  آنحضرت وويل : الا احد ثکما باشقى الناس رجلين: غواړئ د خورا بدمرغو انسانانو په اړه درته ووايم؟

ومو ويل : هو! يا رسول الله!

آنحضرت وويل : احمير ثمود ، الذى عقرالناقع والذى يضربک يا على، على هذه [  يعنى قرنه] حتى تب لمنه هذه [ يعنى لحية] : د ثمود سور، هغه چې د [صالح] او ښه يې ووژله او هغه چې اى علي، پر تا ګوزار کوي او سر دې ووهي، تردې چې ږيره دې پر وينو سره شي. (٤/ ٢٦٣)

٢١٥ _ يو بدري؛ ابوفضله انصاري وايي : له پلار سره مې د علي بن ا بي طالب (رض) د ناروغۍ پوښتنې  ته ورغلو. پلار مې وويل: ولې په دې کور کې پروت يې،  که مړينه دې راورسي ؛نو دلته خو بې د جهيشه له بيديا ميشتيو نور څوک نشته،چې مړى دې مدينې ته  راوړي؛ نو که په مدينه کې ومرې، يارن دې شته،چې د جنازې لمونځ دې وکړي .

حضرت علي وويل :” ان رسول الله صلى عليه وسلم عهد الى ان لا اموات حتى او مرثم تخضب هذا (يعنى لحيته] من دم هذه [يعنى هامته) : په رښتيا پېغمبر اکرم راسره ژمنه کړې،چې امير شوى نه يم، نه مرم، بيا مې ږيره د سر په وينو سره کېږي”.نو ووژل شو او ابوفضاله هم ورسره په صفين کې ووژل شو. (١/ ١٠٢)

٢١٦ _ سلمة بن کهيل له عبدالله بن سبع څخه روايتوي:علي (رض) راته د يوې وينا په ترڅ کې وويل: “والذى خلق الجنه و برا النسمه لتخضبن هذه من هذه: پر هغه قسم،چې دانه يې وچاوده او انسان يې وپنځاوه دا (ږيره) له دې (د سر له وينو) سره کوئ”

خلکو وويل: را ويې ښيه،چې څوک دى،پر خداى قسم، چې کورنۍ يې ورکه او پوپنا کړو .

علي وويل: پرخداى قسم درکوم،چې بې له وژونکي مې بل څوک مه وژنئ . (١/ ٥٦، ١٥٦)

٢١٧ _ زيد بن وهب وايي : علي (رض) د بصرې د خوارجو پر يوې ډلې تېر شو. يو يې؛ جعد بن بعجه وويل: ” اتق الله ياعلي! فانک ميت : علي له خدايه وډا شه، ځکه مرې به!”

علي (رض) وويل: ” بل مقتول . ضربة على هذا تخصب هذه (يعنى لجيته من راسه) . عهد معهود و قضامقضى.  و ققد خاب من افترى: بلکې وژل کېږم، پر دې ګوزار کېږي،چې دا سره کوي (؛يعنې ږيره يې د سر په وينو سره کېږي) دا حتمي وعده او پرېکونى برخليک دى او دروغجمن زيانمن شو.” ( ١/ ٩١)

٢١٨ _ هبيرة وايي : [ د علي تر وژنې وروسته] حسن بن علي (رض) خلک ته د وينا په ترڅ کې وويل: ” لقد فارقکم رجل بالامس لم يسبقه الاولون بعلم و لا يدرکه الاخرون . کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يبعثه بالرايه جبريل عن يمينه و ميکائيل عن شماله، لا ينصرف حتى يفتح له : په واقع کې تېره شپه داسې يوه سړي پرېښووئ، چې په پوهه کې نه ترې ړومبي مخکې شوي او نه به راتلونکي  ورپسې ورسي. پېغمبر (ص) به له داسې بېرغ سره لېږه،چې جبرئيل به يې ښي لوري ته او ميکائيل به يې کيڼ لوري ته و او هله راستنېده،چې بريالى به شو. (١/ ١٩٩)

[يادونه: (١) ثدي، د تي په مانا دى او دې سړي (حرقوص) ته ځکه “ذوالثدى” يا د تيونو خاوند وايي، چې يو لاس يې ناقص او معيوب و او دغوښې د ژولې بوټۍ يا تي په څېر و (وګورئ: ابى يعلى، مسند ٢/ ٢٩٩ او ابن ابى الحديد شرح نهج البلاغه ٢/ ٢٦٦) چې دا د درېم خليفه پر خلاف په بصره کې د شورشيانو مشر و (وګورئ : الفتنه و وقعة الجمل ٥٨ت مخ او ابن ابى الحديد شرح نهج البلاغه ٢/ ١٤٠)

پاى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست