تبلیغات

د امام باقر (رح) لنډې ویناوې (د پند، حکمت، زهد، اخلاقو، او… په اړه) ۱ ـ له منافق سره په خوله دوستي کوه او مؤمن ته دې زړګنۍ مینه ورځانګړې کړه او که کوم یهود درسره کېناست؛ نو ښه چلن ورسره وکړه. ۲ ـ د زغم او پوهې تر ګډولې ښکلې ګډوله نشته. ۳ ـ […]

د امام باقر (رح) لنډې ویناوې

(د پند، حکمت، زهد، اخلاقو، او… په اړه)

۱ ـ له منافق سره په خوله دوستي کوه او مؤمن ته دې زړګنۍ مینه ورځانګړې کړه او که کوم یهود درسره کېناست؛ نو ښه چلن ورسره وکړه.

۲ ـ د زغم او پوهې تر ګډولې ښکلې ګډوله نشته.

۳ ـ د انسان ټول کمال د دیني پوهې په زده کړې، په پېښو کې زغم او په اندازه لګښت کې دی.

۴ ـ پر خدای قسم، کبرجن د خدای د کبریایي جامو پر سر ورسره په جګړه کې دی[1] .

۵ ـ یوه ورځ امام خپل همناستي وپوښتل: مړانه څه ده؟ هر یوه، یوه خبره وکړه، امام وویل: مړانه داده چې تمه ونه کړي، چې خوار شي، سوال ونه کړي، چې تشلاسی شي، کنجوسي ونه کړي، چې وکنځل شي، بې عقلي ونه کړي چې (خلک یې) دښمنان شي . ورته وویل شول : دا به د چا له وسې پوره وي؟ ویې ویل: هغه چې په سترګو کې ګاټی، په عطرونو کې مشک او د زمانې مو عزتمن خلیفه وي.

۶ ـ یو چا یې پر وړاندې دعا وکړه: خدایه ! ما دې له ټولو مخلوقاتو مړه خوا کړې . امام وویل: داسې مه وایه، وواست: خدایه! د خپلو مخلوقاتو له شره مې وساتې؛ ځکه مؤمن له خپل وروره مړه خوا کېږي نه.

۷ ـ حق ( او رښتیا) ته پاڅه، څه چې ګټور درته نه وي، ځان ترې وساته، له غلیم دې ډډه کوه او له هر ډول دوست دې ځان بچوه؛ خو هغه چې له الله ډارېږي، له ګناهکار او فاجر سره مه کېنه او له خپل رازه یې مه خبروه او په چارو کې له خدایه ډارېدونکیو سره سلا مشوره کوه.

۸ ـ شل کلن ملګرتوب ( یو ډول) خپلوي ده.

۹ ـ که وکړای شې؛ نو داسې وسه، چې په احسان او مینه کې د معاشرانو مخکښ وسې.

۱۰ ـ درې کړنې د دنیا او آخرت له خویونو ځنې دي: چا چې تېری درباندې کړی وي او ویې بښې، چا چې درسره شلولې وي، اړیکه ورسره ونیسې او پر هغه زغم، چې بې عقلي یې درسره کړې ده.

۱۱ ـ ظلم درې ډوله دی : یو هغه چې د بښلو نه دی، بل هغه چې د بښلو دی او درېیم هغه چې خدای ترې تېرېږي نه. ړومبی له خدای سره شرک دی، دوم پر ځان ظلم دی؛یعنې هغه ګناه، چې ستا او خدای ترمنځ ده، درېیم د خلکو حق (حق الناس).

۱۲ ـ هر بنده، چې د خپل مسلمان ورور د اړتیا په پوره کولو – که اړتیا پوره شي که نه – کې له مرستې ډډه وکړي؛ نو د یوې داسې اړتیا د لرې کولو په هڅه کې به راګېر شي، چې ګناه لري او نه څه ثواب او هر بنده، چې په هغه ځای کې د مال پر لګولو کنجوسي کوي، چې خدای پرې راضي کېږي؛ نو په هغه ځای کې به یې څو ګرایه ولګوي، چې خدای پرې ناراض وي.

۱۳ ـ مؤمن ته هره الهي قضا خیر دی.

۱۴ ـ د خدای ښه نه ایسي، چې خلک یو له بله په غوښتنه کې ټینګار وکړي؛ خو پخپله یې ښه ایسي، چې په ټینګار څه ترې وغواړې.

۱۵ ـ په چا کې چې خدای دنننی واعظ ایښی نه وي؛ نو د خلکو نصیحتونه ګټور ورته نه دي.

۱۶ ـ د چا چې ښکاره یې تر دننه یې ښه وي؛ نو د کړنو تله یې سپکېږي.

۱۷ ـ ډېر خلک شته، چې یو له بل سره د لیده کاتو پر وخت وایي: خدای دې دښمن وځپه؛ خو دا به بې له ((الله)) دښمن نلري.

۱۸ ـ درې تنه دې ( پر نورو) سلام نه اچوي : هغه چې د جمعې ورځې نمانځه ته ځي، هغه چې په جنازې پسې روان وي او هغه چې په حمام کې دی.

۱۹ ـ هغه عالم، چې له پوهې یې ګټه اخستل کېږي، تر اویازرو عابدانو غوره دی.

۲۰ ـ هغه عالم ګڼلای شو، چې له ځان پورته سره کینه کښ وي؛ خو تر لاس لاندې سپک ونه بولي.

۲۱ ـ څوک چې له خدایه سرغړونه وکړي،خدای ناپېژاندی دی دا دوه بیتونه یې وویل: د خدای سرغړونه کوې او د مینې دعوی ورسره لرې، پر ځان دې قسم،چې دا (تناقص اوټکر) دې یو هېښنده چار دی. که رښتونې مینه دې ورسره درلودای؛ نو اطاعت به دې یې کاوه، چې دوست د خپل محبوب پر وړاندې مطیع او غاړه ایښوونکی دی.

۲۲ ـ نوي موړ شوي ته اړتیا، کله د مار په خوله کې پرتې سکې ته اړتیا ده، چې له یوې خوا اړمن یې او بلخوا له [ماره] په خطر کې یې .

۲۳ ـ درې خویونه دي، چې خاوند یې عذاب لیدلی نه وي، نه مري : ظلم، د خپلوۍ د اړیکو پرې کول او د دروغو قسم، چې له خدای سره مبارزه ده.

له خپلوانو سره د اړیکو ثواب تر هر عبادت او طاعت چټک رسي،کله ځینې خلک ګناهکاران وي؛ خو خپلوي پالي، چې له امله یې شته ډېرېږي، د دروغو سوګند او له خپلوانو سره بد چلن کورونه له هستوګنو تشوي.

۲۴ ـ هره کړنه یوازې په ښاندې منل کېږي او ښانده په کړنه تر لاسه کېږي او څوک چې پوه شو؛ نو پوهه یې کړنو ته ورسيخوي او څوک چې پوهه او ښانده نلري، کړه هم نلري[2] .

۲۵ ـ سکه، خدای یو ډله بندګان ، احسان او نېکچارۍ ته غوره کړي، په زړونو کې یې د نېکچارۍ مینه وراچولې، د خیر غوښتونکي یې پر لور ورمات کړي ، د ښو چارو کول یې وراسان کړي دي؛ لکه چې باران یې وچو دښتو ته چمتو کړي، چې ځمکه او ځمکوال یې راژوندي کړي.

او هم خدای نېکیو ته دښمنان ګرځولي، چې نېکي او نېکچاري یې ښه نه ایسي، د خیر غوښتونکي یې د دوی له وره شړلي او د ښو چارو کول یې پرې منع کړي؛ لکه چې باران یې له وچې ځمکې دریغ کړی، چې ځمکه او ځمکوال یې هلاک کړي (؛خو) سره له دې د خدای ورکړه ډېره ده.

۲۶ ـ د خپل ورور په زړه کې دې خپله مینه، په خپل زړه کې د هغه په مینه وازمېیه.

۲۷ ـ ایمان، [ د خدای په لار کې] دوستي او دښمنی ده[3].

۲۸ ـ هغوی زموږ لارویان دي، چې له خدایه وډار شي او اطاعت یې وکړي او په دې نښو پېژندل کېږي : تواضع، خشوع، امانت، د خدای ډېر یادول، روژه، نمونځ، له مورو پلار سره نېکي، د تشلاسو ګاونډیانو، بېوزلیو، پوروړیو او پلار مړیو چارو ته پاملرنه او ورسره لاسنیوي، رښتینتوب، د قرآن لوست، خلکو ته د ښو خبرو کول او د خپل ټبر امینان دي.

۲۹ ـ څلور څيزونه د جنت زېرمې دي: د اړتیا نه ویل، پټ خیرات ورکول، د درد پټول او د مصیبت نه رابرسېرول.

۳۰ ـ څوک چې رښتیا وایي، کړه وړه یې پاکېږي، د چا چې نیت ښه وي، رزق یې زیاتېږي، څوک چې له خپلې کورنۍ سره ښه چلېږي، عمر یې اوږدېږي.

۳۱ ـ له لټۍ او ترورۍ ډډه وکړۍ، چې د هر شر او بدۍ کونجيانې دي، لټ هېڅ حق پوره کولای نشي او کم حوصله پر هېڅ حق ثابت نه پاتېږي[4].

۳۲ ـ هغه چې د خدای لپاره او پر خدای د ایمان له مخې څوک دوست کړي او د خدای د رضا لپاره دوستي ورسره (ټینکه او) پایښته کړي؛ نو یوه الهي وړانګه یې ترلاسه کړې او له عذابه یې امان پر برخه شوی او د قیامت ژغورنده دلیل په لاس ورغلی، د تلپاتې عزت خاوند او لوړنامی شوی ؛ ځکه مؤمن نه په خدای پورې ورنښتی او نه ترې جلا دی . وویل شول : یعنې څه؟ ویې ویل: ورپورې نښتی نه دی؛ یعنې خدای نه دی او جلا ترې ندی؛ یعنې بې له خدایه ندی ( او له بل سره نښتی نه دی).

۳۳ ـ انسان ته په ځان غولونه کې همدا بس دی چې: د نورو خوګانې ویني او د ځان نه، یا کوم کار چې پرېښوولی نشي، پر نورو ټکې کوي یا خپل ملګری په بې ګټو خبرو ځوروي.

۳۴ ـ تواضع او عاجزي داده، چې انسان په غونډه کې تر خپله مقامه په کوز کېناستو خوښ شي، پر هر چا سلام اچوي او شخړه نه کوي که څه پر حق وي.

۳۵ ـ مؤمن د مؤمن ورور دی ، نه یې کنځي، نه څه ترې سپموي او نه پرې بدګومانېږي.

۳۶ ـ خپل یو زوی ته یې وویل: ځان حق ته زغمناک کړه ؛ ځکه څوک چې د حق په ورکړه کې یو څه بې ځایه کړي؛ نو په باطلو کې به دوه ګرایه له لاسه ورکړي.

۳۷ ـ چا ته یې چې بدخویي ورکړه، ایمان یې ترې پت کړ.

۳۸ ـ په رښتیا د خدای بې حیا کنځل مار بد ایسي.

۳۹ ـ سکه، خدای په زړونو او بدنونو کې سزاګانې ایښي؛لکه په ژوند کې تنګلاسي، په عبادت کې لټي او چا ته یې دسخت زړۍ په څېر سزاورکړې نه ده.

۴۰ ـ د قیامت پر ورځ غږ کېږي : صابران چېرې دي ؟یوه ډله راپاڅي . بیاغږکېږي ( هغوی چې د صبر رنځ او تراخه پر ځان تپلي دي) چېرې دی؟ بیا یو شمېر راپاڅي. ورته وویل شو: در ځار، صابران او متصبران څوک دي؟ ویې ویل: صابران هغوی دي، چې د فرایضو د کولو رنځ یې وګاله او متصبران هغوی دي، چې د حرامو د پرېښولو رنځ یې وګاله.

۴۱ ـ خدای وايي: بنیادمه! څه مې چې درته حرام کړي، ډډه ترې وکړه ، چې خورا پرهېزګار وسې.

۴۲ ـ غوره عبادت؛ د ګېډې او عورت ساتل دي.

۴۳ ـ ښېرازه څېره او ورین تندی، مینه راوړي او خدای ته د ورنژدېدو لامل دی، تریو تندي ( د خلکو) دښمني راولاړي او له خدایه د لرېوالي لاملېږي.

۴۴ ـ تردې د مینې راجلبولو او د دوستۍ د غځولو لپاره غوره لاسوند نه پېژنم چې : کوم نعمت مې چې چا ته ورکړی په بل نعمت پورې یې ونښلوم، چې ړومبی ښه وساتي او و یې پالي ؛ځکه د وروستیو ډالیو دریغول، د لومړیو شکرونو خوله ټپوي ( او هغه چې له لومړنیو ورکړیو منندوی و، په وروستي بې برخېتوب نامنندوییږي) او ( په عین حال کې) طبع مې هم د ړومبي اړتیا د ردولو اجازه نه راکوي[5].

۴۵ ـ حیا او ایمان په یوه پړي تړل شوی، هر یو چې ولاړ شي، بل هم ورپسې ځي.

۴۶ ـ دا دنیا نېکانو او بدانو ته ورکوي؛ خو خدای ((دین)) یوازې د خپل درشل ځانګړیو بندګانو ته ورکوي.

۴۷ ـ ایمان منښته او کړنه ده او اسلام یوازې منښته ده.

۴۸ ـ ایمان هغه دی، چې په زړه کې وي او اسلام هغه دی، چې (په خوله یې ووایي او ) له مخې یې د اسلام ظاهري احکام؛ لکه واده، میراث، او د ځان ساتل عملي کېږي، ایمان له اسلام سره شریک دی؛ خو اسلام له ایمان سره شریک نه دی.

۴۹ ـ څوک چې خلکو ته د هدایت او ښیون کوم ور پرانزي ( او ښه دود کېدي)؛ نو د ټولو عمل کوونکیو هومره اجر وړي، بې له دې چې د دوی له ثوابونو څه کم شي او څوک چې خلکو ته د بې لارېتوب کوم ور پرانزي ( او ناوړه دود کېدي) د ټولو عمل کوونکیو هومره سزا وړي، بې له دې چې د دوی له سزا څه کمه شي.

۵۰ ـ د مؤمن په اخلاقو کې غوړه مالي او کینه نشته؛ خو د پوهې تر لاسه کولو لپاره ( چې شونې ده استاد ته غوړه مالي وکړي یا له ملګري سره کینه ولري)

۵۱ ـ عالم ته روا ده، چې وپوښتل شي او ونه پوهېږي، ووایي: خدای ښه پوهېږي او ددې خبرې ویل غیر عالم ته روا نه ده او په بل روایت کې راغلي، چې غیر عالم باید ( په ډاګه) ووایي: نه پوهېږم،چې پوښتونکی شکمن نه کړي.

۵۲ ـ ړومبی تن، چې په عربي ژبه یې خوله پرانسته، اسماعیل د ابراهیم علیه السلام زوی و، چې تردې وړاندې یې د خپل پلار او ورور په ژبه ګړېده او په دیارلس کلنۍ کې یې عربي ژبه رادبره کړه او لومړی تن دی، چې په عربي یې خبرې وکړې او (( ذبیح[6])) هم دی ( نه یې ورور اسحاق).

۵۳ ـ ایا له هغه څه مو خبر کړم، چې که عمل پرې وکړئ، د سلطان او شیطان له شره به لرې شئ؟! ابوحمزه وویل : هو! وواست چې عملي یې کړو. ویې ویل: ګهیځ له وخته صدقه او خیرات ورکړئ، چې دا چار ابلیس تورمخوي او پردې ورځ د ظالم واکمن غوسه درباندې بې اغېزوي . د خدای په لار کې دوستي او په ښو کړنو کې همکاري له لاسه مه ورکوئ، چې د سلطان او شیطان جرړې راباسي او ډېره بښنه وغواړئ؛ځکه دا کار ګناهونه له منځه وړي.

۵۴ ـ ژبه د هر خیر او شر کونجي ده؛ نو مؤمن ته ښایي خپله ژبه د خپلو سرو سپینو د کڅوړې په څېر تړلې وساتي.

پېغمبر اکرم (ص) ویلي: (( خدای دې پر هغه مؤمن ولورېږي، چې ژبه له هرې بدۍ وساتي، دا یو خیرات دی، چې ځان ته یې ورکوي.))

بیا امام ورزیاته کړه: د ژبې په ساتلو له ګناه بچېدای شئ.

۵۵ ـ غیبت دادی، چې د خپل ورور خدای پټ کړی عیب او نیمګړتیا دې رابرسېره کړې؛ خو ظاهري ځانګړنې؛ لکه تریختوب او تروري یې توپیر نلري او تهمت ( تور) دادی، چې په دروغو یو څه ورپورې وتړې.

۵۶ ـ په رښتیا په قیامت کې د هغه بنده حسرت او افسوس زیات دی، چې نورو ته د رښتیا او عدالت لار ورښیي؛ خو پخپله پر بله ځي.

۵۷ ـ درباندې لازمه ده، چې پرهېزګار، زیارکښ او رښتین وسئ، امانت یې خپل خاوند ته وروسپارئ، که نېکچاری وي که بد چاری ؛که د علي بن ابیطالت وژونکی امانت راوسپاري، بېشکه بېرته به یې ورکړم.

۵۸ ـ خپلوي پالل کړنې پاکوي، شتمني زیاتوي ،کړاوونه شړي، [ د قیامت ورځې] حساب اسانوي او عمر اوږدوي.

۵۹ ـ خلکو ! په دې نړۍ کې د مرګ غشي درباندې راتاو دي، هره نوې ورځ چې درځي؛ نو د عمر یوه ورځ مو تېره کړه؛ نو په دې نړۍ کې کومه مړۍ ده، چې په ستوني کې وننښلي؟ یا کوم ګړوپ دی، چې ستونی بند نه کړي؟ کومې نړۍ ته چې ورځئ، په هغه نړۍ یې اباده کړئ، چې ترې ځئ ، نن غنیمت دی او سبا څه پوهېږې، چې د چا ده. نړیوال داسې مسافرین دي، چې پېټي په بله نړۍ کې پرانزي، موږ د منځه تللو جرړو څانګې یو؛ نو د جرړو څانګې به څومره وپايیږي؟ اوږد عمري او اوږد هیلي چېرې ولاړل؟

بنیادمه! هغه درغلی، چې ستنېدونکی نه دی (مرګ) او هغه له لاسه وتلی، چې راستنېدونکی نه دی (عمر)؛ نو ژر تېرېدونکي ژوند ته ژوند مه وایه، یوازې هغه خوښي به درپر برخه شي، چې خپل مرګ ته به دې ورټېل وهي او اجل به در نژدې کړي؛نو نژدې ده، چې له لاسه وتلی دوست او بې ((ساه)) تنه به شې؛ نو د ځان په فکر کې شه او هر څه پرېږده او له خدایه مرسته وغواړه، چې مرستندو دې شي.

۶۰ ـ څوک چې د ورسره شوې نېکې هومره نېکي وکړي ؛ نو یوازې جبران یې کړی، که چا زیاته وکړه؛ نو مننه یې کړې ده او هغه چې مننه کړې، کرم یې کړی او هغه چې پوه شي، څه چې کوي، ځان ته یې کوي او د خلکو مننې ته سترګې پر لار نه وي او نه له خلکو تمه لري، چې احسان ورسره وکړي، نورو ته سترګې مه نیسه، چې له ځان سره دې د کړي احسان په مقابل کې او داچې خپل پت دې ساتلی، و دې ستایي او پوه شه، چې اړمن درته د خپلې اړتیا په ویلو، خپله پت ساتلی نه دی؛ خو تا یې د اړتیا په ورپوره کولو خپله بزرګواري اوسترتوب ساتلی دی.

۶۱ ـ په رښتیا خدای خپل مؤمن بنده په بلا او سختیو پالي؛ لکه چې مسافر خپله کورنۍ په ډالۍ پالي او له دنیا یې پرهېزوي؛ لکه چې طبیب ناروغ پرهېزوي.

۶۲ ـ خدای ((دنیا)) دوست او دښمن دواړو ته ورکوي؛ خو ((دین)) یوازې دوست ته ورکوي.

۶۳ ـ هغوی د علي لارویان دي، چې زموږ د ولایت په لار کې یو له بل سره سرښندنه وکړي او له خپلو وروڼو سره زموږ په مینه دوستي وکړي او زموږ د چار د ژوندي کولو لپاره د یو بل لیده کاتو ته ورځي، چې غوسه شي، تېری نه کوي او چې خوشحال شي، له پولي نه اوړي ، ګاونډیانو ته برکت وي او له معاشرانو سره په سوله او صفا کې وسي.

۶۴ ـ لټي دین او دنیا ته زیانمنه ده.

۶۵ ـ که ګدا پوهېده، چې په ګداتوب کې څه [ذلت]نغښتی دی ؛نو بیخي یې ګدایي نه کوله او هغه چې څه ورنه غوښتل شوي، پوهېدای چې په نه ورکړه کې څومره [بدي] نغښتې ده؛ نوڅه به یې ترې نه درېغول.

۶۶ ـ په واقع کې خدای داسې بندګان لري، چې پانګوال او نېکمرغه دي او خلک یې په سیوري کې [په نېکۍ] ژوندکوي او په بندګانو کې د باران په څېر دي او خدای لعنتي، سختګیر او بې خیره بندګان هم لري، نه خپله سوکالي لري او نه یې نور په سیوري کې ارام دی، دوی د خدای په بندګانو کې د ملخانو په څېر دي، چې پر هر ځای کېني، پوپنا کوي یې.

۶۷ ـ له خلکو سره غوره خبرې وکړئ ،چې ښه مو ایسي دوی یې درسره وکړي؛ ځکه د خدای لعنتګر، کنځل مار، پېغور ورکوونکی ، بدژبی، بد ویناوی او بې حیا ګداګر ښه نه ایسي او زغمناک، پاکلمنی او پرهېزګار بنده یې ښه ایسي.

۶۸ ـ په رښتیا د خدای په ډاګه پر ګردو سلام اچول ښه ایسي.

[1] (؛ځکه کبر یوازې د الله تعالی له ذات سره وړ دی او بنده ته نه ښایي خدایي جامې واغوندي)

[2] [ دا یو پر بل د پوهې او کړنې اغېزې راښیي]

[3] [ دخدای له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو سره یې دښمني]

[4] ( د بې حوصلګۍ له امله په مازې لږ خپګان له حقه لاس اخلي)

[5] [ احمد جنتي: د متن عبارت ډېر تعقید لري او څرګنده ده، چې راویانو اړولې دی]

[6] [ چې ابراهیم علیه السلام ته یې د قربانولو امر وشو]

سرچینه :

تُحَفُ العُقول

لیکوال : ابومحمد حسن حرانی یا حلبی، په  ابن شعبه    مشهور د ۴ ه.ق. پېړۍ ستر عالم

ژباړه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست