تبلیغات

جابر جعفي ته د امام باقر  ویناوې ( د پند، حکمت ، پر نېکیو امر، له بدیو منع او…. په اړه یې اوږده روایتونه) روایت شوي، چې امام باقر، جابر ته وویل: جابره! د خپل پېر له خلکو دې پینځه څيزونه غنیمت وبوله: ۱ ـ که سوب یې و دې نه پېژني. ۲ ـ که […]

جابر جعفي ته د امام باقر  ویناوې

( د پند، حکمت ، پر نېکیو امر، له بدیو منع او…. په اړه یې اوږده روایتونه)

روایت شوي، چې امام باقر، جابر ته وویل: جابره! د خپل پېر له خلکو دې پینځه څيزونه غنیمت وبوله:

۱ ـ که سوب یې و دې نه پېژني.

۲ ـ که ناسوب شې، و دې نه لټوي.

۳ ـ که ( د مشورې) په غونډه کې وې، رایه درنه و نه غواړي.

۴ ـ او که وړاندیز وکړې، نه یې مني.

۵ ـ او که د نجلۍ د غوښتو مرکه پرې وکړې، نه یې درکوي.

او د پینځو څيزونو سپارښتنه درته کوم:

۱ ـ که ظلم یې درباندې وکړ؛ نو ظلم مه کوه.

۲ ـ که خیانت یې درسره وکړ، خیانت ورسره مه کوه.

۳ ـ که دروغجن یې وګڼلې، غوسه کېږه مه.

۴ ـ که یې وستاېلې، خوشحالېږه مه.

۵ ـ او که په بدۍ یې یاد کړې، بې صبري مه کوه.

او د ځان په باب دې د خلکو په خبرو کې سوچ وکړه، که نیمګړتیا درکې وه او ته د دې حقیقت له ویلو خپه شوې ؛نو (پوه شه چې) دا خپګان دې د ستر خدای له نظره تر هغه کړاوه ډېر دروند دی، چې ډارېږې د خلکو له نظره راپرېوځې[1] او که تور یې درپورې تړلی و؛ نو ( پوه شه) چې وړیا ثواب دې ګټلی دی.

او پوه شه، ته به زموږ ((ولي)) (ملاتړ ااو لاروی) ونه ګڼل شې، چې [داسې وسې] که د خپل ښار ګرد سره خلک دې په یوه خوله ووایي، چې ته بد سړی یې؛ خو خپه نشې او چې یې وویل ته ښه سړی یې ؛ نو خوشحال نشې؛ بلکې ( په دواړو حالاتو کې) ځان د خدای کتاب ته ور وړاندې کړه، که د قرآن لاروی یې او له هغه څه ځان ساتې، چې درته یې نه غواړي، څه چې درته ښه بولي، ورمات یې او له ګواښونو یې ډارېږې؛ نو ثابت قدمه وسه او زېری درباندې، څه چې وایي، زیان یې در رسولی نه دی او که له قرآنه لرې وې؛ نو پر کوم څیز ویاړې؟

مؤمن تل له خپل نفس سره په مبارزه کې دی، چې پر غوښتنو یې لاسبری شي، د نفس کاږه واوږه سموي او د خدای په مینه کې د نفسي غوښتنو مخالفت کوي او کله یې نفس راځغلوي او په خپلو غوښتنو پسې یې راکاږي؛ خو خدای یې له لاسه نیسي، چې پورته شي، له ګناه یې ورتېرېږي، چې د غفلت له خوبه راویښ شي، توبې او ( له خدایه) ډار ته ورمخه کړي او ( په پایله کې له دې ترخې تجربې یې) لیدا نه او معرفت ډېرېږي؛ ځکه په زړه کې یې (له عذابه او د ګناه د سزا) ډار ډېر شوی؛ لکه چې خدای وایي: (( په حقیقت کې له پرهېزګارانو سره، چې د شیطان وسوسه پیدا شي (؛ نوسملاسي خدای، مکافات او مجازات یې ) رایادوي او ( په رڼا کې یې د حق لار ویني او) ناڅاپه لیدونکی کېږي[2]))

جابره! د خدی لږه روزي ډېره وګڼه، چې منندوی وې، خدای ته ډېر عبادت دې لږ وبوله، چې نفس دې خوار او د بښنې وړ شي، در رسېدلي شر په درسره شته پوهې لرې کړه او همدا پوهه دې د نږه کړنو مله کړه. نږه کړنې دې په ډېره هوښیارۍ له ستر غفلته وساته، هوښیاري دې په رښتوني ډار تر لاسه کړه . شته ژوند دې له ځانمنۍ یا پټې (چټلۍ) وساته، د عقل په مټ دې خپل هوس کابو کړه . هوسونو، چې غلبه درباندې وکړه؛ نو په علم یې مخه ونیسه. نږه کړنې دې د بدلې او ثواب ورځې ته وساته، له حرصه په ځان ساتنې د قناعت ډګر ته راکوز شه، د قناعت په خپلولو د ډېر حرص مخه ونیسه، د هیلو په لنډولو د زهد خواږه تر لاسه کړه، له خلکو په نهیلۍ، د تمې جرړې پرې کړه ، ځان وپېژنه، چې مغرور نشې، چارې دې خدای ته سمې وروسپاره، چې بې غمه شې، زړه دې آرام کړه، چې تنه دې هم ارامه شي، ګناهونه دې لږ کړه، چې زړه دې اسوده شي، په یوازېتوب کې خدای ډېر یادوه، چې زړه دې نرم شي، په همېشني غم دې زړه رڼا کړه، په رښتیني ډار ځان له ابلیسه وساته، هسې نه دروغجنه هیله ولرې ( پر ګناهونو دې لاس پورې کړی وي او د خدای په لورنې مغرور وې)،چې رښتینی ډار ( او حقیقي عذاب) ته دې ورکاږي، خدای ته په نږه کړنو ځان وپسوله، مرګ ته په چمتووالي کې د خدای مینه تر لاسه کړه، هسې نه عبادت وځنډوې ؛ ځکه هلاک شوي په دې سیند کې ورډوب شوي دي . له غفلته ډډه وکړه، چې زړه سختوي، بې عذره لټي مه کوه، چې دا د پښېمانانو مورچل دی، په سختې پښېمانۍ او ډېرې بښنې غوښتو، له تېرو ګناهونو راستون شه، خدای ته ښه ورشه او رښتوني غوښتنه ترې وکړه، چې درباندې ولورېږي . ښه ورتګ په نږه دعا او د تکو تیارو شپو په مناجاتو کې نغښتی دی، لږه روزي ډېره ګڼه او ډېر عبادت لږ وبوله، چې دا پرېمانه شکر دی او په ډېر شکر ، نعمت پرېمانېږي . د نعمت له لاسه وتو له ډاره ډېر شکر کاږه، د تمې په لتاړولو همېشنی عزت تر لاسه کړه، له خلکو د نهیلۍ په عزت ، له ځانه د تمې ذلت لرې کړه، په لوړ همت، د نهیلۍ عزت تر لاسه کړه، د هیلو په لنډولو له نړۍ توښه واخله، په هر فرصت کې موخې ته در ورنژدېدو لپاره هڅه وکړه او ښه فرصت د فراعت او روغتیا پېر دی، هسې نه په ناډاډمنو خلکو ډاډ وکړې، چې شر او بدي هم د خوړو په څېر روږد لري ( او پر بدیو روږدي، خپل عادت پرېښوولی نشي).

پوه شه، چې د سلامت غوښتنې په څېر علم نشته او د زړه د سلامتۍ په څېر بله نشته، له ځاني غوښتنو سره مخالفت عقلمندي ده . ډار هغه دی چې له ګناه دې منع کړي . ښه هیله هغه ده ،چې مرستندوی دې وي ( او عمل ته دې راوهڅوي) . حرص او تمه ناوړه نېستي ده، د نفس مړه خواتوب ښه شتمني ده . پر هوس لاسبري غوره ځواک دی، د یقین رڼا ښه رڼا ده، دنیا ته بې اعتنایي غوره یقین دی، ځان پېژندنه ښه پېژندنه ده، ((عافیت)) (اسودګي) ښه نعمت دی، د توفیق مساعدت ښه عافیت دی، لوړ همت ښه شرف دی، د هیلو لنډول ښه زهد دی، د مقام پر سر د سیالۍ په څېر حرض نشته، انصاف ښه عدالت دی، د توفیق مرسته ښه عافیت دی، لوړ همت ښه شرف دی، د هیلو لنډول ښه زهد دی، د مقام پر سر د سیالۍ په څېر حرض نشته، انصاف ښه عدالت دی، تېری ظلم دی، ځاني غوښتنې ظلم دی، د فرایضو پوره کول عبادت دی، د غم په څېر ډار نشته، بې عقلي ستر مصیبت دی، بې عقلي د یقین کمښت دی، د یقین کمښت د ډار نشتون دی او د ډار نشتون د ډار پر شتون کمښت دی، مصیبت دادی چې ګناه ناڅیزه وبولې او څنګه چې یې، پر هماغه خوښ یې، جهاد ښه فضیلت دی، له نفس سره جهاد ستر جهاد دی، د غوسې سړول ښه ځواکمني ده، په پایښتي ژوند د زړه تړل یوه سرغړونه ده، تمه ذلت دی، په فرصتونو کې به لټي او ناغېړي نه کوې، چې دا ډګر یې خپلو خاوندانو ته زیانمن دی.

 

له جابر سره یې نورې خبرې

جابر وایي: یوه ورځ امام باقر علیه اسلام له کوره راووت ویې ویل: نن مې زړه خپه دی، و مې ویل: درځار، ولې؟ دنیا ته؟ و یې ویل: نه، د آخرت په غم کې یم .

جابره!د چا زړه ته چې د نږه ایمان حقیقت ورننوځي، د دنیا پر ځل بل زړه نه ورتړي، د دنیا ښکلا یوه ساتېري او بوختیا ده او آخرت (حقیقي) ژوندون دی.

جابره! نه ښایي مؤمن د دنیا پر ښکلا زړه وتړي او پرې ډاډمن شي. پوه شه چې دنیاپال غافلان، کبرجن او ناپوه دي او آخرتپالي مؤمنان، غافلان، زاهدان، عالمان، فقیه، اندیالان، پند اخستونکي او ازمېښتګر دي او کله هم د خدای له یاده ستړي کېږي نه .

جابره! پوه شه پرهېزګاران شتمن دي، لږه دنیا یې مړه خوا کوي، لږ لګښتان دي، که کوم نېکچار هېر کړې، دریادوي یې او که ښه چار دې وکړې مرسته درسره کوي، څوبتیاوې او خوندونه شاته غورځوي، د پالونکي عبادت ته ورمخه کوي، د خیر لارې او د خدای د دوستانو ولایت ته ویني، ورسره یې مینه ده، ولایت یې مني او ورپسې ځي.

[جابره!] په دنیا کې داسې ووسه، چې ګنې یو ساعت پکې یې او ترې ځې یا په خوب کې په لیدلې شتمنۍ خوشحالېدل دي، چې راویښ شي؛ نو هېڅ هم ورسره نه وي، دا بېلګه مې درته راوړه، چې پکې غور وکړې او که خدای توفیق درکړ، عملي یې کړې.

جابره ! له دین او الهي حکمته مې چې څه دروسپارل، ښه یې زده کړه، ځان ته دې نصیحت وکړه ،وګوره چې خدای په دنیوي ژوند کې څنګه وینې[3]؛ نو په قیامت کې به همدغسې ورته یې.

سوچ وکړه، که دنیا درته هاغسې وه، چې درته مې وویله؛ نو مخ ترې واړه او آخرت ته ورمخ کړه، چې خدای پرې خوشحالېږي . ول داسې کسان، چې پر دنیا میینان ول او چې مراد یې تر لاسه شو؛ نو د وبال او بدمرغۍ لامل یې شو او داسې کسان ول، چې د اخرت له چارو یې یو څه ښه نه ایسېدل؛ خو چې تر لاسه یې کړل ، نېکمرغه شول .

[1] (؛یعنې ځان دې سم کړه او د حقیقت له اورېدو مه خپه کېږه)

[2] [ اعراف (۷) – (۲۰۱) آیت]

[3] (خدای دې په ژوند کې څه مقام لري او څومره ارزښت ورکوې)

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست