تبلیغات

د ابن ابى العوجاء بى ځوابي عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ امام جعفر صادق ته ورغى چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام سره غلى كيناست. امام: “داسې ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلى يې” ابن ابى العوجاء: هو اى د رسول الله زويه! امام: حيران […]

د ابن ابى العوجاء بى ځوابي

عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ امام جعفر صادق ته ورغى چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام سره غلى كيناست.

امام: “داسې ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلى يې”

ابن ابى العوجاء: هو اى د رسول الله زويه!

امام: حيران يم چې ته له خدايه منكر يې خو ګواهى وركوى چې زه د پېغمبر اكرم زوى يم او وايي اى د پېغمبر زويه!

ابن ابى العوجاء: دا خبره مى عادت شوى

امام: نو بيا ولې غلى ناست يې؟

ابن ابى العوجاء: ستا شان او جلال چوپ كينولې يم ما له ډېر عالمانو او وينا والو سره خبرې كړى؛ خو هيچا ستا هومرى تر اغېز او روب لاندې نه يم راوړى.

امام: ښه نو چې ته غلى يې زه به خبرې اترې پيل كړم.

دا راته ووايه چې ته مصنوع (جوړ شوى) يا نا مصنوع يې؟

ابن ابى العوجاء: زه جوړ شوى نه يم.

امام: ښه نو كه جوړ شوى واى؛ نو څنګه به وې؟

ابن ابى العوجا سر په ګريوان کې ځوړند ونيو او لښته يې په لاسونو کې اړوله را اړوله بيا يى (د جوړ شوى صفات داسې بيان كړل.)

اوږد، پلن، ژور، لنډ، خوځيدونکې، ولاړ، دا ټول د مخلوق او جوړ شوى څيز خصوصيتونه دى.

امام: كه مصنوع او جوړ شى ته له دى نه زيات صفتونه نه پېژنې، نو بيا ته پخپله هم مصنوع يې؛ نو لازم دى، چې خپل ځان مصنوع وګڼې، ځكه چې دا صفتونه پخپله په خپله وجود کې حادث او پيدا شوى مومې.

ابن ابى العوجاء: تر اوسه رانه چا داسې پوښتنه نه ده كړى او نه به يې وكړى

امام: فرضاً كه ته وګڼئ چې مخكې درنه چا داسې پوښتنه نده كړې خو دا درته څنګه معلومه ده، چې په راتلونکې کې به درنه څوك داسې پوښتنه نه كوى؟ اوس خو تا په دې ټکې خپلى خبرې نقص او ماتى كړى؛ ځكه ته خو ګروهه لري چې تېر اوس او راتلونکې سره يو شان دى؛ نو له همدې امله څنګه يو څيز مخكې ګڼې او بل وروسته او په خبرو کې تېر او راتلونکې راولې؟

اى عبدالكريمه! په تفصيل يې درته وايم: كه له تاسره د سرو كڅوړه وى او څوك درته ووايي چې په دې کې سره شته؟ او ته ورته په ځواب کې وايي نه او هغه درته ووايي چي سره راته راوپېژنه او تا ته د سرو په باب معلومات نه وى؛ نو آيا په ناخبرې کې ويلې شې چې په كڅوړه کې سيكه نه شته؟

ابن ابى العوجاء: نه، كه پوه نه يم نو نه شم ويلى چې نه شته.

امام: د كڅوړى پر پرتله كاينات خورا پراخه دى.

نو اوس دا پوښتنه كوم چې کېداى شى په دى پراخه كايناتو کې يو مصنوع وى؛ ځكه چې ته له غير مصنوع نه د مصنوع خصوصيات نه شى بېلولاى.

خبرې چې دې ځاى ته راورسېدى؛ نو ابن ابى العوجاء بى ځوابه او غلى شو، ځينې فکري ملګرى يې مسلمانان او نور پر خپله مفكوره پاتې شول[1].

_ د درېمې ورځې مناظره

په درېمه ورځ بيا ابن ابى العوجاء امام جعفر صادق ته راغى او ورته يې وويل:

“په كوم دليل كاينات حادث دى (مخکې نه و او بيا را څرګنده شو)؟

امام: هو وړوکې او ستر څيز تصور كړه او د هغه غوندې بل څيز كه ورسره زيات كړئ؛ نو هغه څيز به لوى شى همدا دى له لومړى حالته (وړوکې کېدو) دويم حالت لوى کېدو ته اوړيدل (چې د حادث کېدو معنا همدا ده) كه چيرې هغه څيز قديم و (له وړومبيه) و؛ نو پر بل شكل نه بدلېږى ځكه هر څيز چې ختميږى يا بدلېږى؛ نو د پيدا کېدو او نابود کېدو وړ دى؛ نو ځكه له شته کېدو نه وروسته نابوديدل دحادث کېدو بڼه نيسى كه فرضاً هغه قديم و،او اوس په لوى کېدو او غټيدو په کې بدلون راغى؛ نو حادث شو (او همدا د څيزونو نه قديم کېدنه راښيئ) او يو څيز هم داسې نه شى کېداى چې هم ازل او عدم وى او هم حادث او قديم .

ابن ابى العجاء: په تېر او راتلونکې وخت کې د وړوكوالى او لوى والى حالت فرض هماغه و، چې تاسو وويل، چې دا د دنيا حدوث څرګندوى خو كه ټول څيزونه په خپل وړوکې حالت پاتې شى؛ نو په دې حالت کې د هغو پر حدوث ستاسو دليل څه دى؟

امام: زموږ د بحث محور (چورليز) همدا موجوده نړى ده (چې هر وخت د بدلون په حال کې ده) اوس كه دا دنيا لرې او يوه بله دنيا انځور (تصور) كړو نو بيا يوه دنيا ختمه او پاى ته ورسېده او د هغى پر ځاى بله دنيا راغله او دا د حادث کېدو هماغه معنا ده. په عين حال کې ستا فرض ته (چې هر وړوکې څيز پر خپل حال پاتې شى) ځواب وايم كه فرضاً هر وړوکې څيز پر خپل حال پاتې شى، د فرض په عالم کې سمه ده، چې له هر يو وړوکې څيز سره بل هغه شان وړوکې څيز ور زيات كړې چې د هغه په زياتيدو سره لوييږى؛ نو د داسې تصور روا ګڼل د هماغه بدلون روا ګڼل دى، چې دا حادث کېدل راښيئ.

اى عبدالكريمه! د دې خبرې پر وړاندې به بله خبره ونه نه لرى[2].

د ابن ابى العوجاء ناڅاپه مړينه

په مكه کې له امام جعفر صادق سره د ابن ابى العوجا له مناظرو يو كال تېر شو بل كال ابن ابى العوجا بيا په كعبه کې له امام جعفر صادق سره وكتل د امام يو لاروى پوښتنه وكړه، چې ايا دا مسلمان شوى دى؟ امام ورته وويل:

د اسلام په باب د هغه پر زړه مهر لګيدلى او نه مسلمانيږي.

كله چې د ابن ابى العوجا نظر پر امام پريوت نو ويى ويل: اى ښاغليه، اى زما مولا.

امام: څنګه راغلى يې؟

ابن ابى العجاء: په وطنى دود او دستور راغلى يم چې د خلكو ليونتوب، سرخرول او كاڼى ويشتل (چې د حج په مراسمو کې تر سره کېږي ) ووينم

امام: ته لا هماغسې بى لارى يې؟

ابن ابى العوجاء غوښتل چې خبرې پيل كړى، امام ورته وويل: د حج په مراسمو کې مباحثه او مقابه روا نده، بيا امام خپل څادر وڅنډه او ويې وويل:

كه حقيقت داسې وى چې موږ پرې ګروهه لرو (هو حقيقت هم همدا دى)؛ نو پداسې حالت کې موږ بريالى يو نه تاسو او كه حق له تاسو سره وى (لكه چې داسې ندى) نو موږ او تاسو دواړه بريالى يو؛ نو ځكه موږ پر هر حال كامياب يو خو تاسو به له دواړو حالاتو نه يو حالت کې په هلاكت کې اوسى دغه وخت د ابن ابى العوجاء حال واوخت او خپلو ملګرو ته يې وويل: پر زړه مې درد دى ما يوسى چې كله يې راووړ؛ نو سا يې وركړه او له دنيا ولاړ او خداى دى يې ونه بښې[3].

 

[1] وګورئ: (اصول کافي 1/76-77)

 

[2] وګورئ: (اصول کافي 1/77)

 

[3] وګورئ: (اصول کافي 1/78)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!