تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام جعفر صادق (رح) پېژندنه زوکړه : د ربیع الاول اوولسمه نېټه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه د سپېڅلیو اهلبیتو او کورنۍ لپاره یوه مبارکه ورځ ده؛ځکه څه نا څه یو سل او څلور کاله مخکې پر همدې ورځ،خدای پر ټول بشریت ولورېد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام جعفر صادق (رح) پېژندنه

زوکړه :

د ربیع الاول اوولسمه نېټه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه د سپېڅلیو اهلبیتو او کورنۍ لپاره یوه مبارکه ورځ ده؛ځکه څه نا څه یو سل او څلور کاله مخکې پر همدې ورځ،خدای پر ټول بشریت ولورېد او منت يې ورکېښود او خپل تر ټولو ګران استازی یې د هغوی د لارښوونې او ښیون لپاره نړۍ ته ورواستاوه .س

اوس له پېښو ډکې او برخلیک سازې یوې پېړۍ روسته،یو ځل بیا دا سپېڅلې ورځ رارسېدلې وه .

پر ځمکه د غوره بنده –حضرت امام محمد باقر (رح) – په کور ټول خوشحاله ول .

سپېڅلی او بختور ماشوم دې نړۍ ته راغلی و،چې د خپل نیکه دین خپور کړي .د مدینې له څنډو یو بل لمر راختلی و . هغه لمر،چې خدای یې ورته اراده کړې وه،چې وړانګې به یې تر تله د بشریت د ښیون او هدایت د لارې د مخلصو او نږه بندګانو څراغ وي .

پر نړۍ ددې ځلېدونکي لمر نوم؛ جعفر،کنیه یې ابوعبدالله او لقب یې د آل محمد صادق دی .بختور پلار یې حضرت امام محمد باقر (رح) ، د مسلمانانو پينځم مشر او لارښود و .

د ربیع الاول د میاشتې پر اوولسمه نېټه، پر درې اتیایم هجري سپوږمیز کال په مدینه کې وزيږېد(۳) . بختوره مېرمن ام فروه یې مور وه. امام صادق (رح)  د خپلې مور په باب ویلي دي : مور مې متقي،ایمانواله او نېکه مېرمن وه (۴).

۶۵ کاله يې ژوند کړی او د امامت پېر یې ۳۴ کاله و (له ۱۱۴ هجري نه تر ۱۴۸ پورې).

په دې وخت کې د بني امیه وو له ظالمو او غاصبو چارواکو؛لکه هشام بن عبدالمالک،ولید بن یزید،ابراهیم بن ولید،مروان بن حمار او د عباسیانو له سفاح او منصور دوانیقي سره همپېری و.(۵)

حضرت امام کاظم (رح)  یې زوی دی،چې تر امام صادق (رح)  روسته، د امام الهي منصب ورورسېد او تر خپل پلار روسته یې د تشیع د ویاړلي مذهب مشري پر غاړه درلوده .

امام صادق (رح)  اوه زامن او درې لوڼې درلودې .

امام صادق (رح)  د  امام زین العابدین د امامت په پېر کې په یوه داسې کور کې وزیږېد او د خپلې بختورې مور په غېږ کې وروزل شو، چې شپه او ورځ به پکې د قرآن تلاوت او له خدای سره راز او نیاز کېده او د امام صادق (رح)  پر مبارکو غوږونو به هم لګېده . حضرت امام صادق (رح) د خپل پلار د پېر په پېښو کې کارنده او فعاله وڼده درلوده. له خپل پلار سره څو څو ځل حج ته هم تللی و. همداراز له خپل پلار سره د شام په سفر او د ظالم اموی هشام په دربار کې هم یو ځای و.

د امام صادق (رح)  اخلاق او کړنې

زموږ پاک او سپېڅلي امامان د خپل وخت د اسلامي کړنو او اخلاقو بېلګې ول او لکه څنګه یې چې خپلو لارویانو ته ويل : ای خلکو! بې له ژبو –په کړنو او عملونو مو- نور اسلام ته راوبلئ. ټول ژوند یې په هر اړخیزه توګه د اسلامي وړانګو څرګندوی ول. د هغوی غوندې هېڅوک هم پر اسلام پابند نه ول. کومې نېکې کړنې ته به یې، چې خلک رابلل،لومړی به يې پرې په خپله عمل کاوه او له کومې ناوړې کړنې به یې چې څوک ژغورل؛نو لومړی به يې په خپله ځان ترې ساتلی و .

د هغوی د ښوونځي زده کړیالانو یې د ژوند له هر ګوټه د ایمان او صالحو کړنو زده کړې، کړې وې او له امامانو نه په لاروۍ به ترې رښتیني او غیرتي مسلمانان جوړېدل،تردې چې ان زده کړیالان یې هم د خپل وخت بېلګې ښووندان ول .

اوس به د شپږم امام اخلاقو ته یوه ځغلنده کتنه ولرو:

عبدالاعلی د امام صادق (رح)  یو همپېری دی او وايي : د دوبي په یوه ګرمه ورځ کې مې امام صادق (رح)  ولید،چې په مدینه کې په خپل یو کار پسې روان و .ورته مې وویل: کوم مقام او منزلت،چې له خدای او استازي سره یې لرې،څنګه ځان دومره کړوې؟ و یې ویل:د روزۍ ګټلو لپاره بهر راوتی یم،چې ستا په څېر له وګړیو مړه خوا وسم .(۶)

***

ابی عمرو شیباني وايي :

امام صادق (رح)  مې وليد،چې زړې جامې مې اغوستې وې او په بېلچه یې په بڼ کې کار کاوه او سر او مخ یې خولې راروانې وې. ورته مې وویل :درځار! بېلچه مو راکړئ،چې پر ځای مو کار وکړم و یې ویل: خوښ یم، د ژوند لپاره مې د لمر د تودوخې کړخت په خپله وزغمم. (۷)

***

 حضرت امام صادق (رح)  د مصادف په نامه خپل یو ملګری،مصر ته د سوداګرۍ لپاره ولېږه او زر دیناره یې ورکړل. مصادف په دې پیسو توکي واخستل او له نورو سوداګرو سره مصر ته ولاړ. مصر ته نږدې له هغه کاروان سره مخ شول،چې له مصره راستنېدل او له هغوی نه یې د مصر په  بازار کې د خپلو توکیو په باب،چې د مصر د خلکو اړتیا ورته وه،د وضعیت پوښتنه وکړه. کاروانیانو ورته وویل :دم ګړۍ ستاسې توکي په مصر کې نه موندل کېږي .

مصادف او نور سوداګر،چې مصر ته ورغلل،داچې د خلکو له اړتیاوو خبر شول؛ نو هوډ یې وکړ،خپل توکي په لږ تر لږه سل سلنه ګټه وپلوري او په مصر کې دا کار و هم کړ او پایله یې دا شوه،چې خورا ګټه یې وکړه. له مصره،چې راستانه شول؛نو مصادف دوه کڅوړې،چې په هر یوې کې زر دیناره ول، ورکړل او ورته یې وویل :یوه کڅوړه اصلي پانګه او بله کڅوړه یې د سوداګرۍ ګټه ده .

امام ورته وویل :دا خو ډېره زیاته ګټه ده،دومره ګټه دې څنګه وکړه ؟

مصادف ورته د توکیو د نشتون او د سوداګرو د هوډ په باب معلوم ورکړل .

امام ورته وویل : سبحان الله ! د مسلمانانو د تاوان لپاره سره همژمن شوي یاست، چې لږ تر لږه سل سلنه ګټه وکړئ! بیا امام د خپلې اصلي پانګې کڅوړه واخسته او د ګټې د پیسو کڅوړه یې وا نه خسته او ویې ویل :زه دې ګټې ته –چې په بې انصافۍ لاس ته راغلې وي – اړمن نه یم . ای مصادفه ! په حلالو د مال ګټل،پر توره تر جګړې خورا سخت وي . (۸)

***

یو سړي له خپل یوه خپلوان سره د میراث (پاتوړي) پر سر اړپېچ او شخړه درلوده؛نو خبره یې جګړې ته رسېدلې وه . مفضل د امام صادق (رح)  یو یار،چې له هغه ځایه تېرېده،د هغوی شخړې ته یې ورپام شو . هغه دا دوه له ځان سره کور ته بوتلل او په څلور سوه دیناره یې د هغوی ترمنځ شخړهواری او سوله وکړه او د شخړې پیسې یې هم له خپله جېبه ورکړې او شخړه هواره شوه .

مفضل هغوی ته وویل : کومې پیسې مو چې ستاسې د شخړې هواري ته درکړې،خپلې مې نه وې او د حضرت امام صادق (رح)  له ماله مې درکړې؛ ځکه راته یې ویلي دي: هر مهال،چې دې ولیدل،چې دوه شیعیان سره اړپېچ لري؛نو زما له ماله د اختلاف د هواري لپاره ولګوم.(۹)

***

هارون بن جهم وايي : په حیره کې وو. هغه ښار،چې ظالم او غاصب عباسي خلیفه؛ منصور دوانیقي د کوفې ښار ته نږدې جوړ کړی و او حضرت امام جعفر صادق (رح)  یې په زوره هلته استولی او تر څارنې لاندې نیولی و .

د خلیفه د لښکر یو بولندوی، په یوه مناسبت، یوه ډله مشران او حضرت امام جعفر صادق (رح)  ته مېلمستیا چمتوکړې وه او کور ته یې رابللي ول .خواړه یې راوړل . یوه مېلمه اوبه وغوښتې .د اوبو پر ځای یې ورته په کټوري کې شراب راوړل . حضرت امام جعفر صادق (رح)  ددې نندارې په لیدو سره له ځایه راپاڅېد او و یې ویل : د خدای رسول صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي : د خدای له رحمته به لرې او معلون وي،چې هغه دسترخوان ته کېني،چې پرې شراب وي .(۱۰)

***

د منصور په حکم یې د بیت المال صندوق پرانستی و او هر چا ته یې ترې یو څه ورکول .یو کس و،چې له بیت الماله د خپل حق اخستو ته راغلی و؛خو داچې څوک یې نه پېژنده؛نو خپل حق یې نشو اخستای .

داچې د شقراني یو نیکه مریی و او د خدای رسول آزاد کړی و او شقراني هم ترې آزادي په ارث وړې وه؛نو د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم مولی ورته ویل کېده (یعنې د خدای د استازي ازاد شوی) او دا چار شقراني ته یو ویاړ ګڼل کېده او له دې پلوه یې ځان د رسالت په کورنۍ پورې اړوند ګاڼه .

دا مهال،چې شقراني وارخطا په یوې واسطې پسې و،چې د خپلې برخې اخستو لپاره ترې ګټه واخلي؛په دې وخت کې یې حضرت امام جعفر صادق (رح)  ولید؛ورمخکې شو او خپله اړتیا یې ورته وویله .

ډېر وخت لا تېر نه و،چې د شقراني برخه یې راوړه او همدا چې امام د شقراني برخه په لاس کې ورکړه؛نو په مهربانۍ یې ورته وویل :ښه چار د هر چا له اړخه ښه وي؛خو داچې ته په موږ پورې تړاو لرې او تا د رسالت په کورنۍ پورې اړوند ګڼي،خورا ښه ښکلی دی او بد چار، د هر چار له اړخه،چې وي،بد دی؛خو له تا نه د هغه تړاو په پار،چې له موږ سره یې لرې،خورا ناوړه دی.

حضرت امام جعفرصادق (رح)  دا جمله وویله او بېرته ستون شو .

شقراني د امام د خبرو په اورېدو پوه شو،چې امام یې د شراب څښلو له خوالې خبر شوی دی او داچې له شرابخوۍ سره سره، امام ورسره مرسته وکړه او د مرستې ترڅنګ يې خپل عیب ته ورمتوجه کړ،خپل وجدان ته خورا ملامته شو . (۱۱)

***

ابراهیم بن بلاد وايي : د یو مریي د ازادۍ سند مې،چې حضرت امام صادق (رح)  کښلی و،ولوست .داسې یې کښلی و:

((جعفر بن محمد دا مریی دا خدای د خوښۍ او رضا لپاره ازاد کړی او له هغه هېڅ ډول مننه او ډالۍ نه غواړي؛خو په دې شرط، چې لمونځ وکړي،زکات ورکړي،حج ته ولاړ شي،د رمضان په میاشت کې روژه ونیسي،د خدای له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو یې کرکجن وي.)) (۱۲)

درې تنو شاهدانو (لویو) دا سند لاسلیک کړی و .

مسمع بن عبدالملک وايي : په منی کې مو له حضرت امام جعفر صادق (رح)  سره انګور خوړل .یوه فقیر راغی او له حضرت امام جعفر صادق (رح)  نه یې مرسته وغوښته .امام ورته یو غوشمه انګور ورکړل .فقیر ترې انګور و نه منل او ورته یې وویل: که نغدې پیسې لرې؛ نو هغه راکړه .امام ورته: خدای دې یې درکړي.

فقیر سړی ولاړ او څو شېبې روسته بېرته راستون شو او د انګورو غوشمه یې وغوښته . امام ورته وویل : خدای دې یې درکړي او څه یې ور نه کړل .

یو بل فقیر سړی راغی او مرسته یې وغوښته .امام ورته درې دانې انګور ورکړل .هغه واخستل او ولاړ او و یې ویل :مننه د هغه خدای،چې نړۍ پال دی او ماته یې روزي راکړه .

امام دواړه لپې له انګورو ډکې کړې او ورته یې ورکړې.سوالګر ترې واخستل او ویې ویل : د هغه خدای مننه،چې نړۍ پال دی.

امام ورته وویل :ودرېږه! او خپل مریي ته یې وویل : څومره پیسې درسره دي؟ شل درهمه یې درلودل او هغه یې هم سوالګر ته ورکړل .

سوالګر وویل :خدایه شکر! خدایه دا نعمت ستا له لوري دی.ته ایکې یو یې او شریکوال نه لرې .

امام ورته وویل :ودرېږه ! خپل کمیس یې راوایست او سوالګر ته یې ورکړ او ورته یې وویل :وا یې غونده .

سوالګر واغوست او ویې ویل : مننه د هغه خدای،چې جامه یې راکړه او زه یې وپوښلم .امام ته یې مخ کړ او و یې ویل : خدای دې درسره ښه وکړي .

مسمع وايي :داسې ښکارېده که سوالګر دا ځل هم امام ته دعا نه وه کړې او یوازې د خدای شکر یې ادا کړی و؛نو امام به بیا هم ورته یو څه ورکړي ول او دې ورکړې ته به یې دوام ورکاوه .

***

مالک بن انس وايي : جعفر بن محمد (رح)  به تل یا روژه و او یا به یې لمونځ کاوه او یا به د خدای په ذکر بوخت و او د عباد او زهاد له مشرانو ځنې شمېرل کېده. ډېر حدیثونه به یې ویل .ناسته پاسته یې ګټوره او تندی یې ورین و . چې کله به یې ویل،چې د خدای استازي صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي…..؛نو رنګ به یې واوخوت ……

یو کال د حج په سفر کې ورسره وم،د محرمېدو پر مهال یې حال واوخوت، دومره، چې لبیک یې هم ویلی نشو،نږدې ول،چې له وارخطایۍ له سپرلۍ راګوزار شي. ورته مې وویل : ای د رسول الله زویه! لبیک ووایه او مجبور یې،چې و یې وایې.

و یې ویل : څنګه ووایم : لبیک اللهم لبیک، حال داچې وېره لرم،چې خدای مې داسې ځواب راکړي :لا لبیک و لا سعد بک.(۱۴)

***

قتیبه د امام صادق (رح)  له یارانو ځنې دی،چې وايي :د امام صادق (رح)  د رنځور زوی پوښتنې ته یې کور ته ورغلو.امام مې یې د کور په مخ کې خپه ولید.د رنځور ماشوم پوښتنه مې ترې وکړه.راته یې وویل : پر خدای قسم ! هغه نه پاتې کېږي .بیا کور ته ورننووت او څه موده روسته راووت او خپګان یې له منځه تللی و. زه هیلمن او خوشحاله وم او ګومان مې وکړ،چې ماشوم روغ شوی دی .یو ځل بیا مې د ماشوم پوښتنه وکړه .راته یې وویل : ومړ .

حیران مې وپوښتل : درځار ! ماشوم،چې ژوندی و؛نو خپه وئ؛اوس،چې ومړ؛نو خپه نه یاست .

و یې ویل :موږ هغه کورنۍ یو،چې د کړاو تر راتګ مخکې خپه یو؛خو چې الهي قضا راپېښه شي؛نو د خدای امر او رضا ته تسلمېږو او پرې خوښ یو . (۱۵)

له حفص بن ابي عایشه نه روایت شوی دی،چې وايي : حضرت امام صادق (رح)  خپل چوپړیال (خادم) د یوه کار لپاره ولېږه . خادم وځنډېده .امام په خپله ورپسې ووت او په یو ځای کې وموند،چې ډوب ویده دی .امام ورته کېناست او ورو ورو یې ورته پکی او ببوزه واهه .خادم،چې راپاڅېد ورته یې وویل : ښه درته نه ده،چې هم شپه ویده یې او هم ورځ،شپه ستا او ورځ زموږ.(۱۶)

***

معلی بن خنیس وايي : په یوه باراني شپه کې حضرت امام صادق (رح)  د ظله بن ساعده پر لور روان و . هلته یو سپرګی و،چې بېوزلیو به یې تر سیوري لاندې دمه او استراحت کاوه .

په امام صادق پسې ورروان وم،په لار کې د امام صادق له ګنډې یو څه راولوېدل.

و یې ویل : بسم الله !خدایه !هغه څه راوګرځوه،چې پر ځمکه رانه ګوزار شول .

ورمخکې شوم،سلام مې وکړ .راته یې وویل : معلی ! ته یې !

ورته مې وویل: هو! درځار .

و یې ویل : په لاس یې ولټوه،څه چې دې وموندل،را یې کړه .

و مې لټول،څو ډوډۍ مې وموندې او امام صادق ته مې ورکړې .له ډوډیو یوه ډکه بوجۍ ورسره وه،چې ډېره درنده وه.

ورته مې وویل :در ځار ! اجازه راکړئ! بوجۍ زه یوسم .

راته یې وویل : نه ! زه دې کار ته وړ یم.راځه راپسې .

له امام سره یوځای شوم او ظله بني ساعده ته ورسېدو.یوه ډله بېوزله ویده وو.امام د هر یوه تر جامو لاندې دوه ډوډۍ کېښوولې او هېڅ څوک ترې پاتې نشول. بیا راستانه شوو.ورته مې وویل : هغوی مو لارویان ول .

امام وویل : که له لارویانو پرته مې هلته څوک ول،بیا مې هم ورسره تردې ډېره مرسته کوله . (۱۷)

***

له هشام بن سالم څخه رانقل شوي دي،چې و یې ویل: دا د امام جعفر صادق (رح)  کړلار وه،چې د شپې به یې کڅوړې له له ډوډۍ، غوښو او پیسې پر اوږه کولې او د مدینې اړمنو ته به یې وړلې او پر هغوی به یې ویشل؛البته دې اړمنو به امام صادق نه پېژانده او چې کله امام صادق ومړ او له هغوی سره مرسته بنده شوه؛نو پوه شوه،چې مرسته د امام صادق (رح)  له اړخه وه.

***

د حضرت امام جعفر صادق (رح)  یو ملګري او لاروي په جبل عامه کې ژوند کاوه. جبل عامه په اوسني لبنان هېواد کې دی. نوموړی د هغه سیمې بډایه او شتمن وګړی و .یوه ورځ د حج په موخه د کعبې پر لوري روان شو او په لار کې مدینې ته ننووت او امام جعفر صادق (رح)  ته ولاړ،چې ورسره وویني .چې کله امام صادق (رح)  ته ورغی؛نو لس زره درهمه یې ورکړل او له امام صادق نه یې وغوښتل،چې په مدینه کې پرې ورته کور وپېري.امام ومنله او پیسې یې ترې واخستې .چې کله هغه سړی کعبې ته ولاړ او امام چې د خپل امامت د علم له مخې پوهېده،چې هغه سړی راضي دی؛نو ټولې پیسې یې پر ساداتو او بېوزلیو وویشلې. سړي،چې حج وکړ؛نو مدینې ته راستون شو او امام صادق (رح)  ته ورغی او ورته یې وویل : ښاغلیه! آیا کور دې راته پېرلی دی؟ امام ورته وویل : هو پېرلی مې دی.غواړې،چې قباله یې دروښیم؟

سړي وویل: هو! ای د خدای د استازي زویه .

امام صادق ورته یو کاغذ ورکړ،چې پرې لیکلي شوي ول:جعفر بن محمد دې سړي ته په جنت کې یو کور پېرلی دی،چې د کور یوې خواته یې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کور او د کور بلې خواته یې د امیرالمؤمنین علي (رح)  کور دی او یو خوا ته یې د امام حسن او بلې خواته یې د امام حسین کور دی .

سړي لیک ولوست،ښکل یې کړ او پر سترګو یې کېښود او ویې ویل:  منم یې او خوښ یم .

امام هم ورته وویل : ما هم د کور بیه پر ساداتو او بېوزلو وویشله .

سړي په خوشحالۍ قباله واخسته،ښکل یې کړه او ولاړ .د عمر په اخرو شېبو کې وصیت وکړ،چې تر مرګ روسته دا قباله ورسره په کفن کې کېږدئ .

سړی ومړ او خخ یې کړ او قباله یې ورسره په کفن کې کېښووله .

بله ورځ ولیدل شول،چې پر قبر یې لیکل شوي دي : جعفر بن محمد (رح)  يې ژمنه وفا وکړه.(۱۹)

***

تحفه اثنی عشریه -۸ مخ .

۳-شیخ طبرسي- اعلام الوری-۲۶۶ مخ .

۴-شیخ کلیني-اصول کافي-لومړی ټوک،۴۷۲ مخ .

۵-شیخ طبرسي، اعلام الوری، ۲۶۶ مخ .

۶- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک،۷۴ مخ .

۷- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک ، ۷۶ مخ.

۸- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک،۱۶۱ مخ .

۹- شیخ کلیني-اصول کافي- دویم ټوک،۲۰۹ مخ.

۱۰- شیخ کلیني-اصول کافي- شپږم ټوک،۲۶۸ مخ .

۱۱-شهید مطهري،داستان راستان،لومړی ټوک،۱۷۴ مخ.

۱۲- شیخ کلیني-اصول کافي- شپږم ټوک،۱۸۱ مخ.

۱۳- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک،۴۹ مخ.

۱۴-علامه مجلسي،بحارالانوار،۴۷ ټوک،۱۶ مخ.

۱۵- شیخ کلیني-اصول کافي- درېیم ټوک،۲۲۵ مخ.

۱۶-ابن شهر آشوب،مناقب،څلورم ټوک،۲۷۴ مخ.

۱۷- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک،۸ مخ.

۱۸- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک،۸ مخ.

۱۹-شهید دستغیب،صدیقه کبری،فاطمه الزهرا،۹۹ مخ.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!