تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسن او امام حسين په اړه نبوي احاديث (١) حضرت ابن ابي نعيم وايي: له  ابن عمر (رض) سره وم، چې يو تن د ماشي د ويني په اړه وپوښتل. عبدالله بن عمر (رض) ترې وپوښتل: د کوم ځاى يې؟ سړي وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر (رض) وويل: […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسن او امام حسين په اړه نبوي احاديث

(١) حضرت ابن ابي نعيم وايي: له  ابن عمر (رض) سره وم، چې يو تن د ماشي د ويني په اړه وپوښتل. عبدالله بن عمر (رض) ترې وپوښتل: د کوم ځاى يې؟ سړي وويل: عراقى يم. عبدالله بن عمر (رض) وويل: ووينئ! دا سړى د ماشي د وينې پوښتنه کوي؛خو د رسول الله (ص) زوى يې وژلى دى او له رسول الله (ص) مې واورېدل، چې ويل يې: (( إِنَّ رَيْحَانَتَيَّ مِنَ اَلدُّنْيَا اَلْحَسَنُ‏ وَ اَلْحُسَيْنُ‏ ، حسن و حسين مې له دنيا دوه ګلونه دي[1])).

(٢) حضرت بريده (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: حسن و حسين، د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې ترې غوره دى[2].

(٣) يعلى بن مرة (رض) وايي: يوه ورځ حسن و حسين  پېغمبر اکرم (ص) ته راغلل، يو يې ژر راورسېد،  پېغمبر اکرم په غېږ کې راونيو او چې بل راورسېد په خوا کې يې راونيو، دواړه يې ښکل کړل، ويې ويل: خدايه! دواړه راته ګران دي؛نو تاته دې هم ګران وي[3].

(٤) حضرت انس بن مالک (رض) وايي: رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: کم يو اهل بيت دې درته ګران دى؟ ويې ويل: حسن و حسين او فاطمې ته يې وويل: زامنو ته مې ووايه، چې راشي؛نو بويول يې او په غېږ کې يې نيول[4].

)٥) زيب د ابي رافع لور وايي: رسول الله (ص) په مرګوني ناروغۍ کې وويل: فاطمې (س)، حسن و حسين ورته راوستل ،و يې ويل: رسول الله (ص) دا دې زامن دي، څه ډالۍ ورکړه.

رسول الله (ص) وويل: حسن ته مې خپل هيبت او شرف ورکړ او حسين ته مې خپله مړانه ورکړه[5].

(٦) حضرت عمر (رض)، چې حسن و حسين د نبي کريم (ص)پر اوږو وليدل ويې ويل: سپرېدو ته ښه سپرلى لرئ،  پېغمبر اکرم (ص) وويل: هو! او دا دواړه هم ښه سپرلي دي[6].

(٧) امام رضا (رح) له خپلو پلرونو روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: اولاد، ګلونه وي او زما ګلونه حسن و حسين دي[7].

(٨) همدغسې روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: حسن و حسين تر ما او پلار روسته يې د ځمکوالو غوره دي او مور يې د ځمکوالو ښځو غوره ده[8].

(٩) ابوهريره (رض) وايي: له رسول الله (ص) مې واروېدل، چې ويل يې: چاته چې حسن و حسين ګران وي؛نو زه ورته ګران يم او څوک چې دښمني ورسره کوي؛نو دښمني يې راسره کړې ده[9].

)١٠)حضرت ابن عباس(رض) وايي: يوه ورځ له نبي کريم (ص) سره وو، چې فاطمه (س) په ژړا راغله، ورته يې وويل: پلار دې درځار! ولې ژاړې؟ فاطمې (س) وويل: حسن و حسين دباندې تللي او نه پوهېږم، چېرې دي؟ رسول الله (ص) وويل: ارامه اوسه، چې د خداى پېرزوينه زما و ستا تر مينې پرې ډېره ده. بيا  پېغمبر اکرم (ص) خپل لاسونه پورته کړل ويې ويل: خدايه! روغ رمټ يې وساتې، بيا جبرييل راغى،ورته يې وويل: اندېښمنېږه مه، دواړه د بني نجار ټبر په يوه بڼ کې ويده دي او خداى يې ساتنې ته يوه پرښته ګومارلې ده.

رسول الله (ص) له خپلو يارانو سره بڼ ته ولاړل او ويني، چې حسن او حسين څنګ پر څنګ ويده دي او يوه پرښته يې څاري. رسول الله (ص) ورغى ښکل يې کړل؛ نو چې له خوبه راويښ شول، حسن يې پر ښي او حسين پر کيڼې اوږې کېنول. په دې وخت کې حضرت ابوبکر (رض) وويل: رسول الله (ص)! يو يې راکړه، چې يې بوځم.

رسول الله (ص) ورته وويل: سپرلۍ يې ښه سپرلۍ ده او سپاره يې هم ښه سپاره دي او پلار يې تر دوى غوره دى او جومات ته راورسېدل. رسول الله (ص) ودرېد او حسنين يې پر اوږو ول، ويې ويل: مسلمانانو! غواړئ هغوى دروښيم، چې غوره نيکه او ادې لري؟ ورته وويل شول: هو! يا رسول الله (ص). ويې ويل: حسن و حسين او نيکه يې رسول الله (ص) د  پېغمبرانو خاتم او ادې يې، خديجه د خويلد لور د جنتي ښځو اغلې ده. بيا يې وويل: هغوى دروښيم، چې غوره تره او ترور )عمه) لري؟ وويل شول: هو، يا رسول الله (ص) ، حسن و حسين، تره يې جعفر بن ابي طالب او ترور يې ام هاني د ابوطالب لور ده.

بيا يې وويل: هغوى دروښيم، چې غوره ماما او توړۍ )خاله) لري؟

وويل شو: هو يا رسول الله (ص)، ويې ويل: حسن و حسين، ماما يې قاسم د رسول الله (ص) زوى او توړۍ يې زينب د رسول الله (ص) لور.

بيا يې وويل: خدايه! پوهېږې حسن و حسين په جنت کې دي، تره او ترور يې هم په جنت کې دي او چاته، چې حسنين ګران وي، په جنت کې دي او څوک چې دښمني ورسره وکړي، په اور کې به وي[10].

(١١) حضرت عمران بن حصين (رض) وايي: رسول الله (ص) راته وويل: عمرانه! هر څه په زړه کې يو مقام لري او هېڅ څيز مې په زړه کې ددې دوو کوچنيانو ځاى نيواى نشي. ومې ويل: رسول الله (ص)! ټوله خبره همدا وه؟ ويې ويل: عمرانه! ډېر څيزونه درنه پټ دي. په رښتيا چې خداى له دې کوچنيانو سره د مينې امر راکړى دى[11].

(١٢) حذيفه (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) ويل: جبرييل (ع) راغی او زېرى يې راکړ، چې حسن و حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي[12].

(١٣) امام صادق (رح) وايي: پلار مې (امام باقر) له خپل پلاره (امام زين العابدين) ځنې روايتوي، چې ويې ويل: د مدينې په يوې کوڅې کې د خپل تره امام حسن او خپل پلار امام حسين پسې روان وم او لا د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه وم . په لار کې حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) او انس بن مالک انصاري (رض) له يو شمېر قريشو او انصارو سره له پلار او تره سره مې مخ شول، جابر بن عبدالله (رض) يې بېواکه پر پښو ولوېد او د دوى لاسونه او پښې يې ښکلولې. د قريشي مروان له خپلوانو يو تن جابر (رض) ته وويل: ابا عبدالله! دا څه کوې، ته خو ترې مشر يې او له رسول الله (ص) سره د مصاحبت او ملګرتوب له وجهې يو مقام لرې (جابر په بدر غزا کې له ګډونوالو ځنې و) جابر وويل: قريشي، دا خبره پرېږده! لکه څنګه چې زه د حسن و حسين په فضيلت پوهېږم، که ته هم ورباندې پوه شې، د پلونو خاورې به يې ښکل کړې.

بيا جابر (رض) انس (رض) ته وويل: ابا حمزه! رسول الله (ص) ددې دواړو په اړه له يوه چاره خبر کړى يم، چې ګومان نه کوم بل چاته دغسې يوه ځانګړنه وي.

 حضرت انس بن مالک (رض) وويل: ابا عبدالله!  پېغمبر اکرم (ص) له څه خبر کړى يې؟ علي بن الحسين وويل: په دې وخت کې پلار او تره مې ولاړل؛خو زه ودرېدم، چې ددې جماعت خبرې واورم، جابر (رض) وويل: يوه ورځ په جومات کې له رسول الله (ص) سره ناست وو، چې خلک ولاړل او د پېغمبر اکرم (ص) په چاپېريال کې څوک نه و، راته يې وويل: جابره! حسن او حسين راوله. جابر وايي: کله مې يو اخسته او کله بل او دواړه مې ورته راوستل.  پېغمبر اکرم (ص)، چې له دوى سره زما مينه وليده؛نو په خوښۍ يې راته وويل: جابره! دا درته ګران دي؟ ومې ويل: درځار، ولې به ګران راته نه وي، چې ستا پر وړاندې يې پر مقام پوهېږم. رسول اکرم (ص) وويل: د دوى له فضيلته دې خبر کړم؟

ومي ويل: هو، مورو پلار مې درځار.

رسول الله (ص) وويل: سکه، چې خداى مې پنځول وغوښتل؛نو د آدم په صلب (شا، تومنه، خټه) کې يې کړم؛نو له پاک صلبه بل پاک صلب ته ورلېږدېدم، چې نوح (ع) او ابراهيم (ع) ته ورسېدم. بيا عبدالمطلب ته ورسېدم او کله هم د جاهليت څه چټلي راسره مخ شوې نه ده، بيا دا څاڅکى دوه برخې شو، يوه برخه يې عبدالله او بل يې ابو طالب ته ورولېږدول شو، زه مې له پلار عبدالله وزېږېدم او خداى نبوت راباندې پاى ته ورساوه (خاتم النبيين) او علي له ابو طالب نه وزيږېد او وصايت پرې پاى ته ورسېد (خاتم الاوصيا) تر ما او علي روسته، حسن و حسين وزېږېدل او خداى په دې دواړو د نبوت اسباط پاى ته ورسول او دوى مې ځوځات شول او هغه چې ښار يا د کفر ښارونه پرې سوبه کېږي، ددې له ځوځاته به وي _حسين ته يې اشاره وکړه_ په روستي وخت کې به يو تن راښکاره شي، ځمکه به له عدله ډکه کړي؛ لکه چې له ظلمه ډکه شوې ده.

نو دا دواړه؛ يعنې حسن و حسين پاک او سپېڅلي دي او د جنتي ځوانانو ښاغلي دي، پر هغه دې خوښي وي، چې دا دواړه او مورو پلار يې ورته ګران وي او پر هغه دې افسوس وي، چې دښمني او جګړه ورسره کوي[13].

١٤_ حضرت ابوذر غفاري (رض) وايي: رسول اکرم (ص) امر راکړى، چې حسن و حسين به درته ګران وي او زه دا دواړه او څوک چې مينه ورسره لري، دوست يې بولم؛ځکه حسنين  پېغمبر اکرم (ص) ته ګران وو[14].

درېيم، هغه روايت، چې يوازې د امام حسن په هکله راغلي دي.

١_ ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: نبي اکرم (ص) حسن رانيوه او له ځان سره يې نښلاوه. بيا يې ويل: دا مې زوى دى، راته ګرن دى او مينوال يې هم راته ګران دي[15] .

٢_ جابر (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: څوک چې د جنتي ځوانانو د ښاغلي په کتو خوښېږي؛نو حسن بن علي ته دې ګوري[16] .

٣_ براء (رض) وايي: رسول اکرم (ص) مې ليده، چې حسن يې پر اوږه کېنولى و، ويل يې: خدايه! خدايه دا خو راته ګران دى؛نو تاته دې هم ګران وي[17].

٤_  حضرت ابوبکر (رض) له رسول اکرم (ص) نه روايتوي: حسن مې له نړۍ يو ګل دى[18].

٥_ حضرت ابوهريره (رض) وايي: هر وخت، چې حسن بن علي وينم؛ نو ژاړم او دليل يې دا دى، چې ليدل مې رسول الله (ص) به پر ځنګون کېناوه او شونډې يې ورښکولولې او ويل يې: خدايه! دا راته ګران دى؛نو تا ته دې هم دا او مينوال يې ګران وي[19].

 ٦_  حضرت انس بن مالک (رض) روايتوي، چې: نبي کريم (ص) ته حسن راغى او ما ترې بېلاوه، راته يې وويل: انسه، افسوس درباندې! زوى مې راخوشې کړه، چې د زړه ميوه مې ده، څوک چې وځوروي، ځورولى يې يم او څوک چې مې وځوروي، خداى يې ځورولى دى[20].

٧_ عمير بن اسحاق وايي: ابوهريره (رض) مې وليد، چې له حسن بن علي سره يې وکتل ، ورته يې وويل: سينه دې راخلاصه کړه،چې هغه ځاى ښکل کړم، چې رسول الله (ص) ښکولوله؛نو حسن بن علي سينه ور پرانسته او ابو هريره (رض) ښکل کړه[21].

[1] (بحار الانوار: ٤٣/٢٦٢)

[2] (البدايه و النهايه: ٨/٣٥)

[3] (تېره سرچينه).

[4] (حياة الامام الحسن: ١/٩٧، له ترمذي يې روايت کړى)

[5] (صدوق، خصال: ٧٥، ١٢٢ او ١٢٣ ګڼې احاديث، بحار الانوار: ٤٣: ٢٦٣).

[6] (مجمع الزوايد: ٩/١٨١)

[7] (عيون اخبار الرضا: ٢/٦٣، ٢٥٢ ګڼه حديث، بحار الانوار: ٤٣/٢٦٤)

[8] (البداية والنهايه! ٨/٣٤، بحار الانوار: ٤٣/٢٦٤ )

[9] (البداية و النهايه: ٨/٣٥).

[10] (بحار الانوار: ٤٣/٢٦٩).

[11] (کامل الزيارات: ٤٨، ٢ ګڼه حديث).

[12] (ابن سلمه، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٥٠، ٥٨ ګڼه حديث، شيخ مفيد، امالي: ٢٣، ٤ ګڼه حديث، صفة الصفوة: ١/٣٨٧).

[13] (شيخ طوسي، امالي: ٤٩٩ مخ، ١٠٩٥ ګڼه حديث).

[14] کامل الزيارات: ٤٨ مخ، ١٤ باب، ٣ ګڼه حديث.

[15] (کنز العمال: ٧/١٠٤، حياة الامام الحسن: ١/٩٤).

[16] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٤٧، ٥٣ ګڼه حديث).

[17] (اسعد الغابه: ٢/٢٨)

[18] (الاستيعاب: ١/٣٨٤ او ٣٨٥ مخونه)

[19] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٤٠، ٤٠ ګڼه حديث)

[20] (کنزل العمال: ٦/٢٢٢)

[21] (ابن سعد، طبقات، د امام حسن د حالاتو شرح: ٣٩، ٣٨ ګڼه حديث).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!