تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لومړى څپرکى اهلبيت په قرآن او نبوي ویناوو کې الف_ په قرآن کې : امام حسن (رض) له آل عبا، پينځګونو سپینلمنو او د رسول الله (ص) له اهلبيتو ځنې دى، چې قرآن ياد کړي دي او دا د رسالت د کورنۍ د اوچت مقام نښه ده. دلته يې په شان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لومړى څپرکى

اهلبيت په قرآن او نبوي ویناوو کې

الف_ په قرآن کې :

امام حسن (رض) له آل عبا، پينځګونو سپینلمنو او د رسول الله (ص) له اهلبيتو ځنې دى، چې قرآن ياد کړي دي او دا د رسالت د کورنۍ د اوچت مقام نښه ده. دلته يې په شان کې څو نازل شويو آيتونو ته اشاره کوو:

١_ د مينې (مودت):

له حضرت ابن عباس (رض) روايت شوى، چې د شورى ٢٣ آيت ( ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ) نازل شوى، ځينو مسلمانانو وپوښتل: رسول الله (ص)! هغه دې کوم خپلوان دى، چې اطاعت دې يې راباندې لازم کړ؟ ويې ويل: علي، فاطمه او دوه زامن يې[1].

ابونعيم له جابر (رض) روايت کړى، چې يو بانډڅي رسول اکرم (ص) ته راغى، ورته يې وويل: اسلام راوښيه، رسول الله (ص) وويل: ګواهي ورکړه، چې خداى يو دى او شريک و سيال نلري او محمد (ص) يې بنده او استازى دى.

بانډڅي وويل: ددې څه بدله راڅخه نه غواړې؟

رسول الله (ص) وويل: يوازې زما له خپلوانو سره مينه يې بدله ده.

بانډڅي وويل: زما يا ستا خپلوان؟

ويې ويل: زما خپلوان.

بانډڅي: بيعت درسره کوم؛ نو پر هغوى دې لعنت وي، چې ته او ستا خپلوان يې ښه نه ايسي.

رسول الله (ص) وويل: آمين[2].

امام فخر رازي وايي: داچې ازباد شوه، چې د مينې آيت د علي، فاطمې او د دوى د دوو زامنو په باب نازل شوى؛ نو دوى هرومرو د ډېر درناوي وړ دي،چې دلايل يې دادي:

١_ خداى تعالى وايي: (( إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آل هماغه خپلوان (قرباني) دي، چې امر (چار) يې رسول الله (ص) ته ورګرځي؛ نو د [چا چې  پېغمبر اکرم (ص) ته د چار (امر) اړيکه خورا ټینګه او پوره وه، آل دى او شک نشته، چې فاطمه، علي، حسن او حسين له رسول الله (ص) سره نژدې تړاو او ټینګې اړيکې درلودې او دا په تواتر څرګنده ده؛نو دوى (آل) دي.

٢_ بېشکه رسول الله (ص) ته فاطمه (س) ډېره ګرانه وه او ويل يې: فاطمه مې د بدن يوه ټوټه ده. [چا چې وځوروله، زه يې ځورولى يم او په تواتر له رسول الله (ص) زباد شوي، چې آنحضرت (ص) ته علي، حسن او حسين ډېر ګران ول؛نو پر ګرد امت لازم (واجب) دي، چې په رسول الله (ص) پسې اقتدا وکړي؛ځکه خداى وايي:

(وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ[3]) په رسول الله (ص) پسې ورشئ، چې ښيون ومومئ.

(فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ [4]) له هغوى ډډه وکړئ، چې له رسول الله (ص) سرغاړى کوي.

)قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ[5] ) که خداى درته ګران وي؛نو لاروي مې وکړئ، چې خداى ته هم ګران شئ.

(لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ [6]) د رسول الله (ص) ويناوې اوکړه وړه درته غوره بېلګې دي.

٣_ دعا آل رسول الله (ص) ته ده؛ لکه چې رسول اکرم (ص) ويلي دي: ((اللهم صلى على محمد و آل محمد و ارحم محمدا و آل محمد(( او دا درناوى يوازې همدوى ته دى، نه نورو ته او د نمانځه تر تشهد روسته پر محمد او آل يې صلوات راغلى دى.

نو دا ټول راښيي، چې د آل محمد مينه واجب ده[7].

٢_ د سپېڅلتيا آيت:

د اهل بيتو په شان کې بل نازل شوى آيت د سپېڅلتيا آيت دى، چې پاکلمنتوب يې راښيي:

(وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[8]) عمر بن ابى سلمه_  پېغمبر اکرم د مېرمنې ام سلمه بي بي زوى_ وايي: دا آيت د ام سلمه بي بي په کور کې پر نبي کريم (ص) نازل شوى دى. بيا يې فاطمه، حسن او حسين راوغوښتل او چپن يې پرې واچله او علي د  پېغمبر شاته و، ويې ويل: دوى مې اهل بيت دي، خدايه! چټلي او ناپاکې ترې لرې کړه او پاک يې کړه. ام سلمه وويل: رسول الله(ص)! زه هم ورسره يم؟ ويې ويل: ته خپل مقام لرې او له نېکانو يې.

واثله وايي: تل مې علي، حسن، حسين او فاطمه ښه ايسي، يوه ورځ له حضرت ام سلمه کره ، پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم، حسن راغى او پر ښي ورون يې کېناوه او ښکل يې کړ، بيا حسين راغى او پر کيڼ ورون يې کېناوه او ښکل يې کړ، بيا فاطمه (رض) راغله او په خپل مخ کې يې کېنوله، بيا يې علي (ک) راوغوښت او دا آيت يې ولوست ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[9])

ډاډمن راويان يوه خوله دي، چې دا آيت د رسول الله (ص)، علي (ک)، فاطمې (رض) او حسنينو (ع) په باب رانازل شوى او بل څوک په دې فضيلت او غوراوي کې ورشريک نه دي او دليل يې هغه روايت دى، چې له حضرت ابن عباس (رض) څخه روايت شوى دى، چې وايي: رسول الله (ص) نهه مياشتې په پينځه وخته نمانځه کې د علي بن ابيطالب ورۀ ته راته او ويل يې: ((السلام عليکم ورحمة الله و برکاته اهل البيت (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا )) بيا يې ويل: نمونځ، خداى دې درولورېږي، دا چار يې هره ورځ په پينځه وخته نمانځه کې کاوه.

حضرت ابو الحمرا (رض) دا موده اته مياشتې، حضرت ابو برزه (رض) اوه مياشتې او حضرت انس بن مالک (رض) شپږ مياشتې ښوولې ده.

 حضرت امام حسن په ځينو خطبو کې ويل: زه له هغو اهل بيتو ځنې يم، چې خداى، حضرت جبراييل ورنازل کړى او ناپاکي يې رانه لرې کړې ده او پاک کړي يې يو[10].

٣_ د مباهلې آيت:

د اهل بيتو په اړه، بل رانازل شوى آيت د مباهلې آيت دى، چې ډېر ستر فضيلت ورته شمېرل کېږي:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [11]))

ابن کثير وايي: چې دا آيت رانازل شوى، رسول اکرم (ص) علي، فاطمه حسن او حسين (عليهم السلام) راوغوښتل ،و يې ويل: ((اللهم هولاء اهلي، خدايه! دوى مې اهل دي[12]))

ابن مغازلي په مناقب کې، د مباهلې آيت له جابر (رض) روايت کړى او وايي، چې جابر (رض) ويلي: دا آيت د اهلبيتو په اړه رانازل شوى دى[13].

زمخشري په کشاف تفسير (١/٣٦٨) کې روايت کړي، چې کله رسول اکرم (ص) د نجران مسيحيان مباهلې ته راوبلل، دوى وويل: اجازه راکړئ، چې په دې چار کې درنګ وکړو، سبا به راشو، چې راغلل، د دوى د نظر خاوند ((عاقب)) ته يې وويل: عبدالمسيحه! د مباهلې په اړه څه نظر لرې؟

ويې ويل: نصاراوو! پوهېږئ، چې محمد مرسل نبي دى او درنه يې غوښتي، چې مباهله ورسره وکړئ، پر خداى قسم هرې ډلې، چې له کوم  پېغمبر سره مباهله کړې؛نو غټ او واړه يې هلاک شوي، که مباهله وکړئ؛نو هلاکېږئ. که غواړئ پر خپل دين پاتې شئ؛نو له دې سړي سره سوله وکړئ او خپلې سيمې ته ورستانه شئ.

بيا رسول اکرم (ص) ته ورغلل، رسول اکرم (ص) حسين په غېږ کې او حسن يې له لاسه نيولى و، فاطمه (س) يې شاته او علي د فاطمې تر شا و ،و يې ويل: چې دعا مې کوله، تاسې آمين واست.

د نجران اسقف وويل: نصاراوو! داسې څېرې وينم که خداى وغواړي، په پار به يې غرونه بې ځايه شي؛نو مباهله مه کوئ، چې هلاکېږئ او د ځمکې پر مخ به هېڅ نصراني پاتې نشي. بيا رسول اکرم (ص) ته ورغلل ،و يې ويل: ابو القاسمه! هوډ مو وکړ، چې مباهله و نه کړو، ته پر خپل دين اوسه او موږ هم پر خپل دين اوسو.

رسول اکرم (ص) وويل: که مباهله نه کوئ؛نو اسلام ومنئ، چې د مسلمانانو په څېر اوسئ؛خو ويې نه منله.

رسول اکرم (ص) وويل: نو جګړه به درسره وکړو.

ويې ويل: له عربانو سره د جګړې وس نلرو؛نو ځکه سوله کوو، په دې شرط، چې هر کال به جزيه درکوو او له امنيته برخمن اوسو.

رسول اکرم (ص) سوله ورسره وکړه، ويې ويل: که مباهله يې کړې واى؛نو هلاکېدل.

٣_ هل آتى سورت:

دا سورت هم د اهل بيتو په باب نازل شوى، چې يو يې هم امام حسن دى. ((يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا – وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا [14]))

په اړه وايي: حسن او حسين ناروغ شول، نيکه يې رسول الله (ص) پوښتنې ته ورغى او ځينې نور عربان هم ورسره ول او دوى علي ته وويل: ابا الحسنه! ښه ده، چې د زامنو رغېدا ته دې نذر وکړې.

علي وويل: د زامنو د رغېدا په منندوينه کې به خداى ته درې ورځې روژه ونيسم، فاطمې هم همدا وويل او فضه هم نذر وکړ. حسنين روغ رمټ شول، پر هغو ورځو، له علي کره د خوراک څه نه ول، له شمعون خيبري کره ورغى او درې صاعه اوربشې يې پور کړې، فاطمې (س) يو صاع يې اوړه کړل او روټه يې ترې پخه کړه او علي له رسول الله (ص) سره د جماعت له نمانځه روسته کور ته راغى، چې روژه يې ماتوله؛نو يو مسکين وره ته ودرېد،ويې ويل: د محمد اهل بيتو! سلام درباندې! د مسلمانانو اولادونو يو مسکين يم؛خواړه راکړئ، چې ورته اړيم، خداى دې جنتي خواړه درکړي. علي يې خبره واورېده او خپل خواړه يې ورکړل او د کور نورو غړيو هم دا کار وکړ او روژه يې په اوبو ماته کړه.

دويمه ورځ فاطمې (س) بل صاع يې اوړه کړل او روټه يې ترې پخه کړه او علي تر نمانځه روسته کور ته راغى او چې خواړه يې خوړو ته کېښوول، يو پلارمړى د کور وره ته راغى، ويې ويل: د محمد (ص) اهل بيتو سلام درباندې! د مهاجرينو له اولادې يو پلار مړى يم، چې پلار مې شهيد شوى؛خواړه راکړئ؛نو د تېرې ورځې په څېر يې روټه پلار مړي ته ورکړې.

 پر درېيمه ورځ فاطمې (س) پاتې اوربشې اوړه کړل، روټه  يې پخه کړه او علي، چې تر نمانځه روسته کور ته راغى، چې خواړه يې پر دسترخوان کېښوول، يو بندي د کور په ورۀ کې غږ کړ: د نبوت اهل بيتو سلام درباندې! د مسلمانانو يو بندي يم؛خواړه راکړئ؛نو خپل خواړه يې بندي ته ورکړل او درې شوا روزه يې يوازې اوبه څښلې.

رسول اکرم (ص) يې، چې کور ته ورغى او پر دوى يې سترګې ولګېدې؛نو د لوږې نښې پکې ښکارېدې، خپه شو، پر دې وخت خداى دا آيتونه راولېږل: هل اتى على الانسان…. ولا شکورا[15].

په نبوي احاديثو کې:

د امام حسن (رض) په هکله له رسول اکرم (ص) نه ډېر روايات راغلي او راښيي، چې حضرت رسول اکرم (ص) له سبط اکبر سره ډېره مينه درلوده، دا روايات په درېيو برخو ويشلاى شو:

١_ کوم روايات، چې د اهل بيتو په اړه راغلي، يو يې امام حسن دى.

٢_ هغه روايات، چې د حسنينو په اړه راغلي.

٣_ هغه روايات، چې يوازې د امام حسن (رض) په باب راغلي دي.

اوس يې په تفصيل لګيا کېږو:

لومړى، هغه روايات، چې د اهل بيتو په باب راغلي دي:

١_ حضرت امام احمد بن حنبل (رح) وايي: نبي اکرم (ص) د حسن او حسين لاسونه نيولي ول، ويې ويل: څوک چې ما، دا دواړه او مورو پلار يې ښه ايسي، په قيامت کې به راسره او زما په درجه کې وي[16].

٢_ حضرت ابو سعيد خدري (رض) وايي: له نبي کريم (ص) مې واورېدل، چې ويل يې: په تاسې کې اهل بيت مې لکه د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي. څوک چې پکې ورسپور شي، ژغورل کېږي او څوک چې ترې جلا شي، ډوب او هلاکېږي. او په تاسې کې اهل بيت مې لکه په بني اسراييلو کې ((باب حطه[17])) دى، چې څوک ورننوځي بښل کېږي[18].

٣) زمخشري (رح) له نبي کريم (ص) روايتوي: فاطمه مې د زړه وينه (روح) ده او دواړه زامن يې زما د زړه مېوه ده، مېړه يې زما د سترګو تور دى او د فاطمې د ځوځات امامان مې د پالونکي امينان دي، دوى هغه رسۍ دي، چې د خداى او مخلوقاتو ترمنځ اچول شوې ده، چاچې منګولې پرې ولګولې، ژغورل کېږي او څوک يې چې خوشي کړي هلاکېږي[19] .

۴-  حضرت زيد بن ارقم (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) علي، فاطمې، حسن او حسين ته وويل: چې له چا سره دښمني او جګړه کوئ، زه هم دغسې ورسره کوم او له چا سره، چې مسالمت کوئ، زه هم مسالمت ورسره کوم[20].

۵- حضرت ابوبکر(رض) روايتوي: رسول اکرم (ص) يوه خيمه ودروله، چې علي، فاطمه او حسنين پکې ول،  پېغمبر اکرم (ص)، چې پر عربي کمان ډډه وهلې وه وويل: مسلمانانو! څوک چې له دې خيمه مېشتو سره مسالمت ولري، مسالمت ورسره کوم او څوک چې جګړه ورسره وکړي، ورسره جنګېږم او څوک يې، چې ښه وګڼي، ښه يې ايسم، مينوال يې نېکمرغه دي او زوکړه يې پاکه ده او دښمن يې بدمرغه دى او زوکړه يې ناپاکه ده[21].

(٦) حضرت زيد بن ارقم (رض) روايتوي، چې نبي کريم (ص) وويل: په تاسې کې دوه څيزونه پرېږدم، که منګولې پرې ولګوئ، هډو بېلارې به نشئ. يو له دې تر بله ستر دى او دا ((کتاب الله)) دى، چې له آسمانه ځمکې ته راغځول شوى او بل څيز، چې درته پرېږدم، عترت(ځوځات) مې، چې اهل بيت مې دي او دا دواړه يو له بله جلا کېږي نه، څو د کوثر ((ډنډ)) تر غاړې راسره يو ځاى شي؛نو ووينئ په اړه يې څرنګه زما (سپارښتنه) په پام کې نيسئ او رعايتوۍ يې[22].

(٧) محمد بن علي بن عبدالله روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: خداى د درکړيو نعمتونو په پار ښه وبولئ او ما د خداى په پار او اهل بيت مې زما په پار ښه وبولئ[23].

(٨) حضرت جابر (رض) روايتوي، چې: رسول اکرم (ص) په عرفات کې علي ته مخامخ وويل: علي! نژدې راشه، چې ورغى؛نو ورته يې وويل: زه او ته له يوې ونې يو، زه يې بېخ او ته يې ډډ يې، حسن او حسين يې څانګې دي؛ نو څوک چې ددې ونې له يوې څانګې سره تړاو ومومي، خداى به يې جنتي کړي[24].

(٩) حضرت ابن عباس (رض) روايتوي، چې  پېغمبر اکرم (ص) وويل: ستوري، ځمکوالو ته له ډوبېدو امان دى (١) او اهل بيت مې له اړپېچونو خلکو ته امان دى (٢) او که د عربانو يو ټبر ورسره مخالفت وکړي؛نو درز به پيدا شي او د شيطان په ګوند کې به وګڼل شي[25].

(١٠) رسول اکرم (ص) ويلي: څوک چې له آل محمد (ص) سره په مينه ومري، د شهيدانو په څېر دى.

پوه شئ څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، بښل شوى دى او پوه شئ څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، توبه ګار مړ شوى دى او همداراز څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، په پوره ايمان مړ شوى او څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، ملک الموت د جنت زېرى ورکوي.با خبر! څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، جنت ته يې بوځي؛ لکه چې ناوې د مېړه کور ته بوځي.څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، له قبره يې جنت ته دوه ورونه پرانستل کېږي.څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، قبر به يې د رحمت د پرښتو زيارت وي.څوک چې د آل محمد (ص) پر مينه ومري، پر سنت و جماعت مړ شوى دى.پوه شئ! څوک چې آل محمد (ص) پر کينه ومري، د قيامت پر ورځ به راشي او د سترګو ترمنځ به يې کښل شوي وي، چې: د خداى له لورنې بې برخې.

او څوک چې د آل محمد پر کينې ومري، د جنت بوى به يې تر سپېږمو نشي[26].

(١١) رسول اکرم (ص) ويلي: د قيامت پر ورځ، بنده لا ګام اخستى نه وي، چې څلور څيزونه ترې پوښتي:

(١) له پوهې يې، چې ولې دې عمل پرې کړى نه دى؟(٢) خپله شتمني دې له کومه ترلاسه کړې ده؟(٣) خپله شتمني دې پر کومه لار لګولې ده؟(٤) زموږ اهل بيتو له مينې[27].

(١٢) رسول اکرم (ص) ويلي: د [چا چې ښه ايسي ژوند يې زما پر څېر وي، او مړينه يې زما د مړينې پر څېر وي او په غوره جنت کې يې مقام، چې د پالوونکي په اراده مې رادبره شوی، راسره وي، تر ما روسته دې علي دوست وبولي او خپله دوستي دې ورڅرګنده کړي او زما په اهل بيتو پسې دې ولاړ شي، چې دوى مې عترت (ځوځات) دى او له څټې مې پنځول شوي او زما فهم او پوهه ورډالۍ شوې ده؛نو زما د امت پر هغو کسانو دې افسوس وي، چې د دوى فضيلت او غوراوی دروغجن وبولي او خداى به يې زما له شفاعته بې برخې کړي[28].

(١٣) حضرت جابر (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: جنت زما د اهل بيتو څلورو تنو ته لېوال دی چې خداى ته ګران دي او ماته يې له دوى سره د مينې امر کړى دى: علي بن ابيطالب، حسن، حسين او مهدي (عليهم السلام)، چې عيسی د مريمې زوى به نمونځ ورپسې کوي[29].

(١٤) حضرت ابن عباس(رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: پر هغه شپه، چې اسمان ته وختم، ومې ليدل، چې د جنت پر وره کښل شوي و: (( لا اله الا الله ، محمد حبيب الله ، على ولى الله ، فاطمة امة الله ، الحسن و الحسين صفوة الله ، على مبغضيهم لعنة الله [30])).

)١٥) حضرت ابن عباس (رض) وايي: رسول اکرم (ص) ويل: په رښتینه کې علي مې، وصي او خليفه دى او مېرمن يې فاطمه د نړيوالو غوره ښځه، زما لور ده او حسن وحسين د جنتي ځوانانو دوه ښاغلي، زما زامن دي، د چا چې ښه ايسي، زه يې ښه ايسم، څوک چې دښمني ورسره کوي، زما سره يې دښمني کړې ده. څوک چې جفا ورسره وکړي، جفا يې راسره کړې، څوک چې نېکي ورسره وکړي، نېکي يې راسره کړې، څوک چې ورسره يوځاى شي، له خداى سره يو ځاى شوى او څوک چې ترې جلا شي له خدايه جلا شوى، څوک يې چې لاسنيوى وکړي، خداى به يې ملاتړى شي او خداى دې هغه بې مرستې پرېږدي، چې دوى بې ملاتړه پرېږدي. خدايه! هر يو نبي او رسول دې ثقل او اهل بيت درلودل؛نو علي، فاطمه، حسن او حسين مې اهل بيت او ثقل دي، چټلي او ناپاکي ترې لرې کړه او پاک سوتره يې کړه[31].

 

[1] فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٦

[2] فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٦

[3] اعراف/ ١٥٨ آيت

[4] (نور ٦٣ آيت

[5] آل عمران ٣١ آيت

[6] احزاب ٢١ آيت

[7] (فخر رازي تفسير: ٢٧/١٦٥)

[8] احزاب ٣٣ آيت

[9] احزاب  ٣٣ آيت:

[10] (حياة الامام الحسن: ١/٨٥، البداية و النهايه: ٨/٢٠٥).

[11] آل عمران  ٦١ آيت

[12] البداية والنهايه: ٧/٣٤٠.

[13] سفينة البحار: ١/١١٢

[14] انسان (د هر) ٧ او ٨ آيتونه

[15] اسد الغابه: ٧/٢٥٦ مخ، کنزالدقائق تفسير: ١٤/٥٢ مخ.

[16] (حياة الام مالحسن: ١/١٠٤، اسد الغابه: ٤/٢٩).

[17]  ځينو ويلي له ))باب خطه)) مراد، بيت المقدس دى، ځينو ويلي: هغه قبله ده، چې موسى (ع) او بني اسراييلو ورته لمونځ کاوه، ځينو ويلي، چې له بابه مراد هغه کلى دى، چې بني اسراييل مؤظف شوي ول، ورننوځي. له امام باقره (رح) روايت دى: نحن باب حطتکم: موږ ستاسې ))باب حطه)) يو(مجمع البيان: ١/١١٩).

[18] ( مجمع الزوائد: ٩/١٦٨).

[19] سفينة البحار: ١/١٩٣.

[20] (کنزالعمال: ٧/١٠٢)

[21] (حياة الامام الحسن: ١/١٠٣).

[22] (اسد الغابه: ٢/١٣ او ١٨ مخونه، سفينة البحار: ١/٢١٠ له ابو سيد خدري (رض) يې روايت کړى).

[23] (پورته سرچينه).

[24] (حياة الامام الحسن: ١/١٠٤)

[25] (حاکم نيشاپوري، مستدرک: ٣/١٤٩).

[26] (امام فخر رازي، تفسير: ٢٧/١٦٥، سفينة البحار: ١/٢٠٣).

[27] (ابن عساکر تاريخ، د علي بن ابي طالب د حالاتو شرح: ٢/١٥٩، ٥٤٤ ګڼه حديث).

[28] (کنز العمال: ١٢/١٠٣، ١٩٨ ٣٤ ګڼه حديث)

[29] (کشف الغمه: ١/٥٢)

[30] (کشف الغمه: ١/٥٢٦)

[31] (شيخ صدوق، امالي: ٥٦٠ مخ، ٧٤٨ ګڼه حديث).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!