تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې د جندب زویه! د شپې خوب او د ورځې خبرې دې لږې کړه چې د انسان د بدن په غړیو کې سترګې او ژبه خورا ناشکره او نامنندویه دي. د حضرت سلیمان (ع) مور، سلیمان (ع) ته وویل: زویکه! (تر اړتیا) ډېر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

د جندب زویه! د شپې خوب او د ورځې خبرې دې لږې کړه چې د انسان د بدن په غړیو کې سترګې او ژبه خورا ناشکره او نامنندویه دي. د حضرت سلیمان (ع) مور، سلیمان (ع) ته وویل: زویکه! (تر اړتیا) ډېر خوب مه کوه؛ ځکه پر هغه ورځ چې خلک خپلو کړنو ته اړین وي، تش لاس به دې کړي.

د جندب زویه! په رښتیا، شیطان ښکار ته دامونه او کمندونه لري، پام چې پکې ونه نښلئ. ومو ویل: د رسول الله (ص) زویه، دا کوم دي؟ ویې ویل: له وروڼو سره د نیکۍ کولو مخنیوی یې دامونه دي او کمندونه یې د فرض نمانځه پر وخت خوب دی. هن! تردې غوره عبادت نشته چې له وروڼو سره د نیکۍ په لار کې ګام واخلې او کتو ته یې ورشې.

 د هغوی پر حال دې افسوس وي، چې له نمانځه غافل وي او ( د شپې) په خلوت کې ویده شي او په سستیو کې (د استراحت پر وخت او له افکارو د فراغت پر مهال) پر خدای او آیتونو یې ملنډې وهي (( په آخرت کې یې برخه نشته او خدای خبری ورسره نه کوي او نه د قیامت پر ورځ ( په لورنه) ورګوري او نه به یې ( له ګناهونو) پاک کړي او دردناک عذاب ورته دی)) (آل عمران / ۱۷۷ آیت)

د جندب زویه ! څوک چې ګهیځ له خوبه راویښ شي او بې د ځان له ازادسازۍ (او ځان جوړونې) په بل چورت کې وي؛ نو یو ستر چار  ته یې ټیټ کتلي له خدایه یې ناڅیزه ګټه (دنیا) غوښتې ده؛ او څوک چې له خپل ورور سره ټګي وکړي، سپک یې کړی او شخړه ورسره وکړي؛ خدای به یې دوزخ ته ورټېل وهي او څوک چې له مومن سره کینه کوي؛ نو ایمان یې په زړه کې په اوبو کې د مالګې به څېر وېلېږي.

د جندب زویه! څوک چې د خپل ورور د اړتیا پوره کولو لپاره ولاړ شي؛ نو لکه چې د صفا او مروا ترمنځ یې چې سعی کړې وي او که اړتیا یې ورپوره کړي؛ نو داسې دی چې د بدر او احد په غزاګانو کې په وینو کې ککړ شوی دی، خدای هله یو امت پر عذاب کړی، چې د خپلو وروڼو حقوقو ته یې ورشا کړې ده.

د جندب زویه! لارویانو ته مو وواست؛ ډولاډول اندونه ته ورمات مه شئ؛ پر خدای قسم! هله به زموږ ولایت ترلاسه کړئ چې پرهیزګاري خپله کړئ ، په نړۍ کې زیار وګالئ او د خدای په پار له خپلو وروڼو سره مالي او ځاني لاسنیوی وکړئ او څوک چې پر خلکو ظلم کوي؛ لاروی مو نه دی.

د جندب زویه! په رښتیا، لارویان مو په څو ځانګړنو پېژندل کېږي : سخاوت، وروڼو ته ورکړه، په شواروز کې پنځوس رکعته (فرض او نفل) نمونځونه، زموږ لارویان (د بې صبرۍ له لامله په سړو کې) د سپیو په څېر نه کړونجېږي، د کارغه په څېر تمه مار نه دی او نه د ګدایۍ لاس ورغځوي که څه له لوږې ومري، لاروی مو مارماهي نه خوري، د ماسپښین نمونځ په لومړي وخت کې کوي، نېشه کوونکی څیز نه څښي.

 ومې ویل: درځار! چېرې دغسې لارویان ومومم؟ ویې ویل: د غرونو پر سرونو، د ښارونو په څنډو او شاوخوا کې، چې کله کوم ښار ته ورشئ؛ نو د هغو کسانو په لټه کې شئ، چې نه له خلکو سره معاشرت او نژدې توب لري او نه خلک له دوی سره، دا هماغه مومن دی [چې په لټه کې یې] خدای (د حبیب نجار په باب) وایي:

 (( او د ښار له لرې څنډې (انطاکیه) یو (مومن) سړی په منډه منډه راغی)) [یس (۳۶) – ۲۰ آیت]

د جندب زویه! ټول ګناهونه د بښنې وړ دي؛ خو بې ستا د همدینو تېری او ټول نېک کارونه د منلو وړ دی؛ خو نه د ریا کړنې.

د جندب زویه! (له مومنانو سره) د خدای په لار کې دوستی وکړه، پر ټینګه کړۍ (قرآن) منګولې ولګوه، د هدایت په رسۍ راځوړند شه، چې کړنې دې ومنل شي او خدای تعالی وایي: ((او په رښتیا ، د هغه بښوونکی یم، چې توبه وباسي او ایمان راوړي او ښې چارې وکړي او پر سمه لار روان شي)) [طه/ ۸۲]؛ نو یوازې ایمان منل کېږي او ایمان په عمل او عمل په یقین او یقین د خدای پر وړاندې په خشوع (او عاجزۍ) تر لاسه کېدای شي او د ګردو کچه (او چورلیز) هدایت ( او د لارې پېژندنه) ده، څوک چې لار ومومي، کړنې یې منل کېږي او قبول شوې کړنې د ملکوت نړۍ ته ورخېژي ((او د خدای چې چا ته خوښه شي سمه لار ورښیي)) بقره /۲۱۳]

د جندب زویه! که غواړې چې د جلیل خدای (د رحمت او نعمت) په کور کې ترڅنګ یې وسې او په فردوس بڼ کې هستوګن شې؛ نو باید په نظر کې دې دنیا خواره او مرګ په سترګو کې وي؛ سبا ته څه زېرمه نکړې او پوه شه څه چې وړاندې لېږې، پر ګټه دې دي او څه چې شاته پرېږدې پر زیان دې دي.

د جندب زویه! څوک چې له خپلو عایداتو او لاس ته راوړنو ګټ وانخلي؛ نو نورو ته یې زېرموي، څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛ نو غلیم ته یې غاړه ایښې، څوک  چې پر خدای ډاډمن شي؛ نو او خدای یې چورلټ دنیوي او آخروي ستونزې هواروي او په غیاب کې یې ټول څېزونه ساتي.

څوک چې پر هر ازمېښت او بلا صبر ونه کړي او په هر نعمت شکر و نه کاږي او هرې ستونزې ته د هواري لار ونه مومي؛ نو ستړی کېږي .

 د اولاد، مال یا ځان په اړه پر هر مصیبت زغمناک شه، خدای چې کوم امانت درکړی بېرته یې اخلي خپله ورکړه بېرته تر لاسه کوي، چې ستا صبر او زغم پرې وازمېیي.

خدای ته هیلمن وسه، نه هومره چې ګناه ته دې زړور کړي او له خدایه وډار شه نه هاغسې چې له رحمته دې یې نهیلی کړي، د ناپوه په خبرو او ستاېنه غره کېږه مه، چې د کبر او سرغړاندی لامل دې ګرځي او هسې نه چې کړنې دې په پام کې ښه وبرېښي؛ ځکه غوره کړه وړه عبادت او تواضع ده، هسې نه چې خپله شتمني پوپنا او د بل سمه کړې چې تر شا یې پرېږدې  (یعنې خپله شتمني دې نورو ته پرېږدې، ته یې نه لګوې خو میراث خواره دې یې سمه لګوي) .

د خدای په درکړې روزۍ قانع وسه او څه چې دې په لاس کې دي، په اړه یې سوچ کړه، څه چې تر لاسه کولای نشې هیله یې مه کوه، ځکه قانع مړېږي او څوک چې قناعت نه لري، مړښت هم نلري.

 له اخرته دې برخمن شه،

په شتمنۍ کې نېشه کېږه مه

 په تنګلاسۍ کې بې صبره کېږه مه

 توند خویه او سخت زړی کېږه مه، چې خلک درنه کرکجن وي او نه هومره نرمخویه او سپک وسه چې پېژندګلو دې ټیټ بولي.

تر ځان لوړ سره دې لانجې مه کوه، پر تر لاس لاندې دې ملنډې مه وهه

 په چارو کې له کارپوهانو سره یې شخړه مه کوه (کار یې خپل وړ ته وسپاره)

په کم عقلو پسې مه ځه

 د هر چا تر لاس لاندې کېږه مه

 هڅه وکړه چې د هر چار ډاډ او ملاتړ ترلاسه کړې

 خپل پېټی د بل پر اوږو مه ږده

 مخکې تردې چې پښېمانه شې د کار پیل او پای ښه وسنجوه  د ورننوتو او وتو لار یې وپېژنه

 زړه دې خپلوان وبوله چې درسره شریک دی، کړه وړه دې خپل پلار وګڼه چې ورپسې روان یې، خپل ځان او نفس دې غلیم وبوله چې مبارزه او جګړه ورسره کوې او باید امانت ورستون کړې، ته یې د خپل ځان طبیب کړی یې او د روغتیا نښې یې درښوولي دي ستا دردونه یې درڅرګند کړي او د رغولو لار یې درښوولې ده، وګوره چې څنګه پر ځان پام کوې، له چا سره دې چې نیکي وکړه؛ نو ډېر منت پرې مه ږده او مه یې وریادوه چې نیکي دې تباه کوي؛ بلکې نور ښه احسان ورسره وکړه ؛ ځکه له اخلاقي پلوه دغسې چلن درسره ښایي او بېشکه آخرت ته دې هم ډېر ګټور دی.

د چوپتیا لار غوره کړه چې زغمناک دې وبولي، که ناپوه یې یا پوه، د عالمانو په مخ کې چوپتیا درته ګاڼه او ښکلا ده او د ناپوهانو په ناسته کې پر نیمګړتیاوو دې یو برغولی دی.

د جندب زویه! عیسی د مریمې (علیهما السلام) زوی خپلو اصحابو ته وویل: که یو مو خپل ویده ورور وویني، چې جامه یې پورته شوی او څه عورت یې ښکاری؛ نو څه کوئ؟ آیا ټول شرمځی یې راښکاره کوئ یا ښکاره برخه یې ورپټوئ؟ ویې ویل: په جامه یې ورپټوو.

ویې ویل: نه، ټول یې بربنډوئ ، اصحاب پوه شول چې دا یو متل دی او مطلب بل څه دی. ورته یې وویل: یا روح الله، څنګه یې بربنډوو؟ ویې ویل: ((که د خپل ورور کومه نیمګړنه ووینئ، نه یې پټوئ،په حق وایم، هله به خپل مطلب ته وررسئ چې خوندونه پرېږدئ او هله مو هیلې پوره کېږي، چې پر ناکامیو صبر وکړئ، (نامحرم ته) له کتو ډډه وکړئ،چې په زړه کې د شهوت تخم کري او لیدونکي ته همدا فتنه بسیا ده، د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې په زړه کاته وکړي نه په سترګو. د اربابانو په څېر د خلکو عیبونو ته مه ګورئ، خو د بندګانو په څېر خپلو عیبونو ته وګورئ.

خلک دوه ډوله دي: (په نیمګړتیا او ګناهونو) اخته او ازاد. پر اخته وو ولورېږئ او پر خپلې آزادی شکر وباسئ))

د جندب زویه! چا چې اړیکه درسره پرې کړې، ته یې ورسره ټینګه کړه، چې بې برخې کړی یې، ته ډالۍ ورکړه، چا چې بدچلن درسره کړی، ته ښه چلن ورسره وکړه، چا چې کنځلی یې، سلام ورباندې واچوه له دښمن سره دې هم په انصاف چلېږه، چا چې ظلم درباندې کړی ویې بښه لکه چې ښه دې ایسي بل درته تېر شي او د خدای عفوه په پام کې ونیسه، نه وینې چې لمر یې پر نېکچارو او بدچارو لګي او اورښت یې پر صالحینو او ناصالحو ورېږي؟!

(سرچینه تحف العقول)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!