تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   غوره واکمن درې ځانګړنې لري: لورنه، سخاوت او عدالت . نه ښايی چې واکمن په درېیو څېزونو کې لنډون وکړي: له پولو څارنه، شکایتونو ته ځان رسونه او د صالحو کارمندانو ټاکنه.  (عادل) واکمن پر خپلو کارمندانو او ولس درې حقه لري: اطاعت، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

غوره واکمن درې ځانګړنې لري: لورنه، سخاوت او عدالت .

نه ښايی چې واکمن په درېیو څېزونو کې لنډون وکړي: له پولو څارنه، شکایتونو ته ځان رسونه او د صالحو کارمندانو ټاکنه.

 (عادل) واکمن پر خپلو کارمندانو او ولس درې حقه لري: اطاعت، مخامخ او پسې شا یې خیر غوښتل، بریا او د چارو ښه توب ته یې دعا کول.

واکمن د خپلو یارانو او ولس پر وړاندې درې دندې لري: نېکچارو ته بدله ورکړي، چې وهڅېږي، د بدچاریو پر تېروتنو برغولی کېدي چې توبه وکاږي او له بدچارو لاس واخلي او په احسان او انصاف د ټولو زړونه رامات کړي.

درې ډلې دي، که هر واکمن یې سرسري وګڼي؛ نو چار یې له ستونزو سره مخېږي:

۱ ورکنامي او کم فضیلته وګړي چې له عام دود او جماعته سرغړونه کوي (او پر خپل سر روان وي).

۲ هغه نوښتګر او بدعتیان چې پر نېکیو د امر او د بدو د مخنیوي تر نامې لاندې خپل نوښتونه خپروي.

۳ د هغه ښار خلک چې داسې څوک خپل ريیس وټاکي چې پر دوی د واکمن د قانون عملي کولو مخه ونیسی.

عقلمن هیڅوک سپک نه ګڼي، په تېره درې ډلې: پوهان، چارواکي او (دیني) وروڼه. که پوهان سپک وبولي؛ نو خپل دین یې لاسه ورکړې او چې خپل (دیني) ورور سپک وبولي او درناوی یې ونه کړي؛ نو خپله مړانه یې ټکنۍ کړې ده.

د واکمن درباریان مې درې ډلې وموندې:

۱ خیرخواه، چې دا ډله ځان، چارواکي او ولس ته برکتي ده.

۲ د بلې ډلې نهایي موخه د خپل مقام او چوکۍ ساتنه ده او بس، دا ډله نه د ستاېنې او نه د غندنې وړ ده (البته له دې اړخ چې د نورو د ځورونې په اند کې نه ده)؛ بلکې غندنې ته ورنژدې ده.

۳ دا ډله شرغواړي او یوه نامبارکه او سپېره ډله ده چې د ځان او واکمن د بدمرغۍ لامل ده.

ټول خلک درېیو څېزونو ته اړمن دی: امنیت، عدالت او سوکالي.

 

درې څېزونه ژوند سختوي: ظالم واکمن، ناوړه ګاونډی او بې ادبه مېرمن.

هستوګنې ته درې څېزونه ښه دي: پاکه هوا، پرېمانه خوندورې اوبه او حاصلخیزه ځمکه.

درې څېزونه پښېماني راولي: پر ځان نازېدنه، ویاړنه، او د عزت او د قدرت تر لاسه کولو لپاره شخړه کول.

په بنیادم کې درې څېزونه اغږل شوي دي: کینه، حرص او شهوت.

څوک چې له درېیو ځانګړنو ځنې یوه یې ولري؛ نو دوه نورې ځانګړنې یې په ستریا، هیبت او جمال کې ورتنظمېږي: پرهیزګاري، ورکړه او مړانه.

۵۰ ـ څوک چې له درېیو ځانګړو برخمن وي؛ نو پوره انسان دی: عقل ، ښکلا (جمال) او فصاحت.

درې تنه د خپل کار تر پایه په سلامتۍ کې دي: (یا پر درېیو تنو مجرمانو د خپل کار تر پایه حکم نه عملي کېږي) : ښځه چې له دوه ځانۍ خلاصه شي، پاچا چې عمر یې پای ته ورسي او غایب تر هغه وخته چې راستون شي.

درې څېزونه د ناکامۍ له لامل دي: په غوښتنه (او سوال) کې ټینګار، غیبت کول او ملنډې وهل.

درې څېزونه ناوړه پایلې لري:

 ۱ تر فرصت وړاندې د جنګیالي برید، که څه په بریا تر سره شي.

۲ بې مرضه د درملو خوړل، که څه نامطلوب عوارض ونه لري.

 ۳ له واکمنه غوښتنه که څه هم اړتیا دې درپوره کړي.

سرچینه : تحف العقول، لیکوال، ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست