تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې د جندب زویه! د خلکو په مخ کې خیرات او صدقه مه ورکوه چې نېک دې وبولي؛ ځکه که ځانښوونه دې وکړه؛ نو پوره دې خپله مزدوری واخسته [او له خدایه به مزدوري وانخلې]؛ بلکې هڅه کوه چې د ښي لاس په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

د جندب زویه! د خلکو په مخ کې خیرات او صدقه مه ورکوه چې نېک دې وبولي؛ ځکه که ځانښوونه دې وکړه؛ نو پوره دې خپله مزدوری واخسته [او له خدایه به مزدوري وانخلې]؛ بلکې هڅه کوه چې د ښي لاس په ورکړه دې کیڼ ناخبره وي؛ ځکه هغه چې په پار یې پټه صدقه ورکوې، د قیامت پر ورځ به د ټولو خلکو په مخ کې بدله درکړي، حال دا چې له خیرات ورکولو دې د خلکو ناخبري څه زیان نه دراړوي.

(دعا) په ورو کوه، خدای خو ستاسې له پټو او ښکاره وو باخبر دی، تر دعا وړاندې هم پوهېږي چې څه غواړئ.

 چې روژه یاست د چا غیبت مه کوئ، روژه مو په ظلم مه ککړوئ او د ځانښوونکیو په څېر روژه مه نیسئ چې مخ  مو تور اوختی وي، ویښتان موغونج او شونډې مو وچې وي، چې خلک مو له روژې نیوو خبر شي.

د جندب زویه ‎! ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ دې پر وړاندې دي؛ خو یوازې په آخرت کې به پوره نېکې او بدۍ ومومئ ځکه جلیل او عزتمن خدای ټولې نېکۍ په جنت او ټولې بدۍ په دوزخ کې ایښې دي؛ ځکه دا دواړه تلپاتې دي.

چا ته چې خدای هدایت کړی، په ایمان یې عزتمن کړی او د هغه د نېکمرغۍ لار یې ورالهام کړې، د هغه په پنځ او طبیعت کې یې عقل ورایښی، چې نعمتونه یې وپېژني، علم او حکمت یې ورکړی چې خپل دین و دنیا پرې تنظیم کړي؛ نو باید پر ځان د خدای شکر او مننه لازم کړي، ناشکري ونه کړي، خدای یاد او هیر یې نه کړي، اطاعت یې وکړي، له حکمه یې سرغړونه ونه کړي؛ دا ځکه چې په لورنه یې پنځېدلی او تر پنځېدو وروسته یې نعمتونه ورډالۍ کړي او هم یې د ډېرو ثوابونو زېری ورکړی او دا لورنه پر هغه سربېره ده چې تر وسې اخوا څه دروند پېټی یې ورباندې ایښی نه دی، د مکلفیتونو په ترسره کولو کې یې د مرستې ضمانت کړی او سپارښتنه یې ورته کړې چې د ډېرو لږو دندو په عملي کولو کې مرسته ترې وغواړي؛ خو له دې ټولو لورونو سره سره، دا بنده له الهي فرمانه سرغړانده او بېوسې ښکاره کېدونکی دی! دې بنده د ځان او خدای ترمنځ د بې اعتنایۍ او خوارۍ جامې اغوستي، د ځاني غوښتنو غاړه کۍ یې پر غاړه کړې، د شهواتو لار یې خپله کړی، دنیا ته یې پر آخرت غوراوی ورکړی او په دې ناوړه وضعیت یې په ماغزو کې د جنتي باغونو هیلې ګرځي راګرځي! نه ښایي د چا کړنې چې د ګناهګارانو په څېر وي ؛ خو سترګې یې د نېکانو مقام ته نیولې وي.

هن! که هغه ورځ راشي او قیامت جوړ شي او ستره هنګامه رادبره شي او خدای تلې پرېکنده پرېکړې ته کېدي او خلک حساب ته راټول شي؛ نو هله به پوه شې چې غوراوی او ستریا د چا ده او افسوس او پښېماني د چا ده! نن داسې کار وکړه، چې په خپل آخرت کې دې د ژغورنې لامل وي.

د جندب زویه! عزوجل خدای په ځپلې وحې کې ویلي: ((د هغه نمونځ قبلوم چې د عظمت پر وړاندې مې سرټیټ کړي او په پار مې ځان له شهواتو وساتي او خپله ورځ زما پر یاد تېره کړي او پر بندګانو مې ویاړنه او کبر ونکړي وږی موړ کړي ، بربنډ پټ کړي، پر مصیبت ځپلي ولورېږي، مسافر ته ځای ورکړي، دغسې یو څوک د لمر په څېر ځلېږي او په تپو تیارو کې رڼا ورکوم، په ناپوهیو کې زغم ورکوم، په خپل عزت یې ساتم، خپلې پرښتې یې ساتنې ته ګومارم، چې مې وبولي، دعا یې قبلوم، چې رانه یې وغواړي ورکوم یې، دا بنده راته د جنت د باغونو په څېر دی، چې مېوې یې بېسارې او نه ورستېږي))

د جندب زویه! اسلام (پر توحید، نبوت او معاد اقرار) لغړ دی، جامه یې حیا، ګاڼه یې وقار، مړانه یې ښې چارې او ستن یې پرهیزګاري ده، هر څيز یو بنسټ لري او د اسلام بنسټ زموږ د اهل بیتو مینه ده.

د جندب زویه! تبارک و تعالی خدای د رڼا یو حصار لري چې په زبرجدو او ورېښمو کې رانغښتل شوی او په سندس (د زرینو ورېښمو ټوټه) او دېبا سینګار شوی، دا حصار (په قیامت کې) زموږ د دوستانو او غلیمانو ترمنځ اچول کېږي، هغه مهال چې د محشر پر ورځ د اوږده تمېدو له لامله، ماغزه وخوټېږي، زړونه خولې ته راشي، ځیګرونه وریته شي؛ نو د خدای دوستان وردننه کوي او هلته د خدای په امن او خوندیینه کې وي او څه چې زړه غواړي او سترګې ترې خوند اخلي ورچمتو دي د خدای د دښمنانو ستوني د سختو خولو له لامله بندېږي او له ډاره یې زړونه چوي او (وحشت ځپلي) د خدای ورچمتو کړیو عذابونو ته ویني او وایي: ((څه راباندې شوي (په دنیا کې) چې څوک مو بدان ګڼل، (په اور کې) یې نه وینو)) [ ص /۶۲] د خدای دوستان به دا منظره ویني او ورباندې به خاندي، لکه چې خدای (د دوزخیانو له خولې) ویلي : (( یا ملنډې مو پرې وهلې یا اوس سترګې ترې چپې شوي دي؟ یا (دومره سپک دي چې زموږ) سترګې یې نه ویني)) [ص /۶۳] (بیا خدای وایي): (( نونن مومنان په کفارو پورې خاندي، پر خپلو تختونو ناست [ او سپېره برخلیک ته یې] ویني)) [مطففین / ۳۴ او ۳۵ آیتونه]؛ نو  یو به هم پاتې نشي او خدای به یې بې حسابه جنت ته ورننباسي، چې زموږ د دوستانو له مومنانو سره یې (که څه) د یوې کلیمې مرسته کړې وي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!