تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام صادق له حکمته ډکې خبرې څوک چې عقل نه لري، نه سمېږي. څوک چې نه پوهېږي ، اندیال به نه وي. څوک چې وپوهېږي، پاکېږي. زغمناک، برېمنېږي. پوهه، ډال دی. رښتیاعزت دی، ناپوهي ذلت دی، پوهېدنه ستریا ده، سخاوت بریالیتوب دی، په خوش اخلاقۍ دوستان موندل کېږي. څوک چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام صادق له حکمته ډکې خبرې

څوک چې عقل نه لري، نه سمېږي.

څوک چې نه پوهېږي ، اندیال به نه وي.

څوک چې وپوهېږي، پاکېږي.

زغمناک، برېمنېږي.

پوهه، ډال دی.

رښتیاعزت دی، ناپوهي ذلت دی، پوهېدنه ستریا ده، سخاوت بریالیتوب دی، په خوش اخلاقۍ دوستان موندل کېږي.

څوک چې خپله زمانه وپېژني، تېروتنې به یې راونه نغاړي.

لر اندنه د ګومان ډيوه ده (څوک چې پر یو څير ګومان لري او مطلب ورته په ډاګه نه وي، باید په احتیاط قدم  واخلي، چې مخه یې رڼا شي)، خدای د هغه دوست دی چې یې وپېژني او د هغه دښمن دی، چې په خپلسری یې په پېژندنې لګیا شي.

عقلمن تېرېدونکی دی، ناپوه ناپاکه او چلي دی، که درناوی غواړې نرم او ملایم وسه، که سپکاوی غواړې توندخویه وسه. د چا چې آر عزتمن او ستر وي؛ نو نرمزړی وي او د چا چې عنصر سخت وي، سخت زړي وي، څوک چې (د دندې په کولو کې) ناغېړي وکړي د هلاکت په زخمه کې لوېږي، څوک چې د کار له پایلې ډارېږي ناسنجول شوی دې نه ورګډېږي (بې ګودره به پر اوبو نه ورګډېږي) څوک چې ناخبره په بیړه په یو کار لاس پورې کړي؛ نو خپله پزه یې پرې کړې ده (ځان یې ذلیل کړی) ‎، څوک چې علم نلري پوهېدنه نلري او څوک چې ونه پوهېږي، سالم او پاتېدای نشي او څوک چې سالم پاتې نشي، نه عزتمنېږي او څوک چې عزتمن نشي ماتېږي او څوک چې مات شي له ډېرې پړې سره مخېږي او څوک چې دغسې وي وړ دی چې پښېمانه شي.

که کړای شې داسې ژوند وکړه، چې دې ونه پېژني، که خلک دې ونه ستایي؛ څه توپیر نلري، بلکې که دې وغندي او د خدای پر وړاندې ستاېل شوی وسې؛ نو باک نشته. امیرالمومنین (ک) وویل: (( په ژوند کې یوازې دوو تنو ته خیر دی: ۱- هغه چې هره ورځ پر خپلو نېکیو ورزیاتوي. ۲ – او هغه چې په توبه خپل ګناهونه جبرانوي)).

که کړای شې؛ نو له کوره مه راوځه او که راووتې نو باید: له غیبت، دروغو، کینې، ځانښوونې، دوه مخۍ او غوړه مالۍ ډډه وکړې، د مومن عبادتځی کور یې دی، چې پکې خپل روح، سترګې، ژبه او لمن بندیانوی، څوک چې له زړه د خدای نعمت وپېژني، تر شکر ایستنې وړاندې یې نعمت ورزیاتېږي.

امام زیاته کړه: ډېر خلک د خدای په ورکړي نعمت مغرورېږي او ډېر خلک د خدای په پردې اچونې لږ لږ د هلاکت خوا ته درومي، ډېر خلک د خلکو په ستاېنه تېروځي. زه هغه ته د ژغورنې هیلمن یم چې حق مو وپېژني؛ خو بې له  درېیو تنو: د ظالم واکمن ملګری،  هوسپالی او بې پروا فاسق. له خدای سره مینه تر ډاره غوره ده، پر خدای قسم ، د چا چې دنیا خوښېږي او بې له موږه بل چا ته د اطاعت غاړه کېدي؛ نو خدای یې نه خوښېږي او څوک چې حق مو وپېژني او ښه یې ایسو؛ نو خدای یې ښه ایسي. لاروی وسه نه سرلاری (ریاست غواړی مه وسه) پېغمبراکرم (ص) ویلي: څوک چې وډار شي، خوله یې ټپېږي (او هر څه نه وایي).

سرچینه : تحف العقول : د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  یوه روایتي ټولګه ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!