تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انبياوو (ع) کارنامه * د پېغمبرانو بريالی کارنامې ته يوه کتنه * د بشريت او انبياوو عليهم السلام کارنامه څنګه ده. سريزه. د بشريت او انبياوو عليهم السلام د کارنامې په هکله ويينه کوو او پوښتنه داده که ګرد سره بشريت په پام کې ونيسو او د انسان نېکۍ، خيرات […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انبياوو (ع) کارنامه

* د پېغمبرانو بريالی کارنامې ته يوه کتنه

* د بشريت او انبياوو عليهم السلام کارنامه څنګه ده.

سريزه.

د بشريت او انبياوو عليهم السلام د کارنامې په هکله ويينه کوو او پوښتنه داده که ګرد سره بشريت په پام کې ونيسو او د انسان نېکۍ، خيرات او برکات د تلې په يوې پلې او بدۍ، چټلي او بدرنګۍ يې په بلې پلې کې کېدو، کومه به درنه شي؟ انسان چې پيدايښت يې«فی احسن تقويم» دی او « احسن خالقين » خدای پنځولی او غوره څيز دی چې د پيدايښت بازار ته وروړاندې شوی؛ نو يې په تاريخ کې څنګه ښودلی دی؟ د انسانانو تاريخي چلن – د پيدايښت د انځير ګل په شان – په اذهانو کې دا شبهه را ولاړه کړې، چې ته وا د بشريت ټولګې څنګه چې تمه کېده عمل نه دی کړی او د انسانانو تکه توره څېره يې پر تکې سپېنې لاسبرې شوې ده.

له يوه اړخ، د انسانانو کارنامه له ظلم، جنايت، خيانت، استبداد، ښکيلاک، فساد، کفر، دروغ او سرزورۍ ډکه ده. ته وا د تاريخ پاڼه بدانو او پلېتو ډکه کړې ده او نېکان او ښه دومره لږ دي چې د بشريت په يوې څنډې کې پراته دي. « جريده رو که گذر گاه عافیت تنگ است» دا د ګرد تاريخ بهترينه حافظانه سپارښتنه ده. څنډې ته تلل او څنډه کې پاتېدل مو، د مشرانو تاريخي سپارښتنه وه؛ ځکه آريز متن او غالب بهير يې تياره او چټل ليده.

بلخوا، د بشريت په تاريخ کې د مشرانو، شهيدانو، پېغمبرانو او پاکانو شتون هيلمنونکی دی او ددې هر يو شتون په ټول تور تاريخ ارزي. اوس چې تاريخ ته په تتو او رڼو سترګو لېدای شو؛ نو کومه يوه يې سمه ده؟ بشري تاريخ ته ديني کتنه څنګه ده؟ د اديانو راتګ او د پېغمبرانو راښکاره کېدو د انسانانو په تاريخي حرکت او چلن کې څه ونډه او اغېز درلولې ده؟ ايا په يوې ټولېزې کتنې کې، د پېغمبرانو راتلو، د انسانانو حالات ښه کړي که نه؟ دينوالۍ بشريت ته ډېر خدمت کړی که بې دينۍ؟ ايا پېغمبران، د تاريخ بريمن انسانان ول که د بشريت د ډګر مظلومان او ناکامان، په ټول کې، بشر ډېر د حق او ښيون – هدایت پر لور ورسيخ شوی که د بېلارېتوب، هلاکت، او باطلو ګړنګ ته ورغړول شوی دی؟ او په پای کې ايا د انسانانو له پنځون او ښيونه د باري تعالی موخې او حکمت عملې بڼه خپله کړې که نه؟

په دې باب د ارواښاد شهيد مرتضی مطهري نظر

مرحوم مطهري په خپل کتاب؛ جامعه و تاریخ (۲۱۳- ۲۱۷ مخونه) کې په یو ډول دا پوښتنې اوڅار کړي او نور یې  په دې هکله سوچ کولو ته رابللي. په نظر رسي دې ویینو څه اندیښمني ورته راولاړه کړې وه. په بل کتاب (حق و باطل، به ضمیمه احیای تفکر اسلامي، ۵۰- ۵۱ مخونه) کې یې په لنډو دا پوښتنې ځواب کړي، چې لوستوني دي:

« که څوک ټولنې ته سرسري ویني او ژورو ته یې ځېر شي؛ نو مخور او سترګو ته ژر راتلونکي کسان ويني. لکه که دیارلسمې پېړۍ ته ورستانه شو، په ایران کې، لومړی تن چې سترګې پرې لګي ناصرالدین شاه دی. شونې ده فکر وکړو، چې ټول خلک همدغسې ول. حال دا که ټول خلک د ناصرالدین شاه په څېر ول، هډو نن به ایران نه و. که ټول خلک د هارون الرشید په څېر وای او هارون الرشیدي منځپانګه یې درلودای، محال وه چې اسلامي ټولنه پاتې شي؛ ځکه هارون الرشید د ظلم، دروغو، ټګۍ برګۍ، شهوتپالنې، بې عفتۍ، بدلمنۍ او ناپاکۍ ښکارندوی و، ایا که هغه مهال د اسلامي هېوادونو کلیو او بانډو ته ورغلی وای؛ نو څوک مو چې لیدل د هارون الرشید په څېر به وای؟ یعنې ټول خلک به مو د هارون الرشید په روحیه او ځانګړنو لیدل؟ هر کارګر، بزګر، کاسب او سوداګر به یو هارون الرشید و؟ یعنې ټولو یو بل ته دروغ ویل، خیانت یې کاوه، ټولو بدلمني کوله او بې تقوا ول؟ هیڅکله هم دغسې نه ول. هارون الرشید د دې وګړیو له برکته، صداقت، امانت، سموالي او حقیقته ژوند کاوه. اوس که زر تنه هم هارون الرشید او چاپیریالان یې وای؛ نو دا نباید یوه کچه وي، چې شر پر خیر لاسبری شوی دی. که اړول شوي مسیحیت ته ووینئ او کلیو او ښارونو ته یې ورشئ؛ نو ایا هر کشیش (مسیحیی ملا) چې وینئ، فاسد او چټل به وي؟ والله، په همدوی کې، اویا اتیا سلنه یې داسې خلک دي، چې د ایمان، تقوا او خلوص په یو احساس او ننګېرنې یې د مسیح(ع) او موسی(ع) په نامې څومره له خلکو سره په راستۍ، تقوا او پاکۍ چلېدلي. کوم تقصیر هم نه لري. دوی جنت ته ورځي. کشیش یې هم جنت ورځي. نو باید د مسیحيی واکمنو او پاپانو د فاسد روحانیت کار د مسیح د ډېری مبلغینو او لارویانو له چاره جلا کړو.»

دا د مرحوم مطهري خبره او قضاوت دی. قضاوت به یې هله خپل اهمیت وښیي، چې پام مو وي د دنیا ډېری خلک نه په تېرو کې او نه اوس هډو مسلمانان نه ول. دا یوه فلسفي – تاریخي کتنه ده، چې وايي، د اصولو له مخې ډېری خلک د حق و خیر پر څرګنده لار دي، که نه د خدای پیدایښت بې ګټې کېده. که ډېری انسانان، بېلاري، ګناهګاران، دوزخیان او د خدای له لورنې او مینې بې برخې وي؛ نو د خدای پیدایښت عبث او هسې په هسې کېږي او تاریخ تکه توره بڼه خپلوي. د قرآن د منطق له مخې، کومې ټولنې او اقوام چې پر الهي عذاب اخته شوي، دلیل یې دا و، چې «ډېری» یې په فسق و فساد کې ورډوب ول:

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ(الذاریات/۳۱) = (ابراهيم) وويل : (( د(خداى) استازيو! تاسې د څه لپاره راغلي ياست)؟))

قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ (الذاریات/۳۲) (پرښتو) وويل : (( په حقيقت كې موږ د يو ګناهګار قوم خوا ته رالېږل شوي يو،

لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍ (الذاریات/۳۳) چې له خټو جوړ شوي کاڼي [کانكر] پرې واوروو؛

مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ (الذاریات/۳۴)  چې (کاڼي) ستا د پالونكي له لوري پوله ماتو ته په نښه شوي دي!))

فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (الذاریات/۳۵) نو (د عذاب تر راكېوتو مخكې) مو له کلي مؤمنان راوايستل

فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ (الذاریات/۳۶) خو هلته مو بې له يوه كوره نور مسلمانان ونه موندل .

عذاب ډېری مفاسدو ته دی. کله چې شر و فساد غلبه مومي؛ نو عذاب ځان ته راکاږي. ددې منطق له مخې، که تل نړۍ یا  تاریخ له ډیری فاسدو او ناپاکو ډکه شوی وي؛ نو باید تل الهي عذابونو هم دوام موندلی وي. [ یادونه: دا هم هله چې پېغمبر په خلکو کې نه وي یا خلک استغفار ونه کړي، که نه بیا به هم عذاب رانشي: « وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ = او (پېغمبره !) چې ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز)،چې بښنه غواړي؛خداى به يې عذابوونکى نه وي».]

نن دا ټکي پر هغو کسانو سخت ورپرېوځي، چې سنتي دودېزې اندنې لري او ډېری د مرحوم مطهري نادره رایه نه مني؛ خو هم تاریخ، هم کلام او هم فلسفه ددې نظر پر سموالي ګواهي ورکوي او یو هېښنده چار دی چې ولې مو دیني ټولنه د دغسَې نظر په اړه پردی ده او پر غوږونو یې درنېږي.

د تاریخ د انسان په تله کې د بشر د نیکې پله پر بدیو یې وردرنېږي

ځینو ځان د هدایت په هسکه څوکه کېنولی ویني او نور له دې مهم نعمته بې برخې بولي او دا د دینوالۍ لازمه ګڼي. ګروهن دي، چې خدای ته ورګران او جنتیان دي او هرومرو نور باطل، د خدای غضب پرې شوی او په پایله کې دوزخیان دي. دا ویشنه ډېره ساده او په عین حال کې زړه خوشحالوونکې ده. حق دادی چې ډېری خلک څرګند پر سمه لار دي او د تاریخ ښکلې بڼه یې پر بدرنګۍ لاسبري لري او په ټول کې بشریت ښه کړه وړه کړي او د تاریخ د انصاف په تله کې، د بشر د نېکیو، حسناتو او خیرات پله یې پر بدیو او چټلیو وردرنېږي. باوري یو چې خدای انسان ښه موجود پنځولی؛ انسان مختار دی چې ښه یا بد وټاکي؛ خو په ټول کې، یې د «بدو» په پرتله «ښه» ټاکلي دي او پېغمبران حق، هدایت، سموالي، او نېکۍ ته د بلنې په بهیر کې، بریمن اتلان، مینناک ښوونکي، طبیبان او بریالي روزنپوهان ول او انسانان رورو د پېغمبرانو له ښوونو برخمن او لا برخمن شوي دي او په داسې لار کې یې پښه ورایښې، چې حقیقت او هدایت ته خورا ورنژدې شوې ده.

د خدای پنځونه، عبث او خوشې په خوشې نه ده او د تاریخ سپرلۍ بېلاري خپله کړې نه ده او خپلې سپرلی یې د هلاکت ګړنګ ته ورکاږلي نه دي. ګناه، فساد، ناپاکي او ناسمي شته؛ خو په ټول کې د بشریت د کمال کعبې ته ورمخه ده.

د پورته نظریې پر ګټه استدلال

لکه چې وویل شو، د دینوالو پر ټولنې واکمن اندیز تشیال- فکري فضا، ددې نظریي د جوتولو لپاره استدلال ته اړمن دی. څه چې را روسته لولو له کلامي، فلسفي، تاریخي او تاریخ ورهاخوا اړخونو د دې اندنې د استحکام او ټینګښت پر لور هڅه او ددین ضد او دودېز زهرجنو اندنو څنډل او سمونه ده.

۱- کلامي دلایل

۱-۱ : د الهي اسماوو پر بنسټ استدلال: ړومبی دې مهمې کلامي سریزې ته اشاره کوو، چې د الهي فعلي صفاتو د درک لپاره باید په نړۍ او تاریخ کې یې تجلیاتو ته پام وکړو. له تاریخ او ټولنې د یوې راغوڅې شوې نظریې نیول او کچه ګڼل یې، انسان د واقعیاتو له سمې شننې لرې کوي؛ باید څه چې دباندې پېښېږي ورمخه کړو، چې پر مانا یې پوه شو. خدای هادي (لارښود)، رازق او… ګڼوو. پوښتنه داده، چې چېرې باید د خدای هادي او رازق نامې متجلَی ومومو؟ که ووینو ځینې خلک خپل رزق او روزي نه ترلاسه کوي، یا یې ظالمان خنډېږي او بلخوا، ګروهن اوسو چې خدای رزاق دی؛ نو یوازې دوه لارې لرو: ړومبی له دې قرآنې ګروهې (خدا رازق دی) لاس ومینځوو او بل د رزق او رزاقیت د مانا په سمونې کې هڅه وکړو. د اصولو له مخې دویم کړچار د دیندارۍ لازمه ده او باید د خدای پر رزاقیت ګروهن اوسو او دا به مو د انسانانو حالاتو لپاره لارښود څراغ وي، د رزاقیت له مفهومه به ناسمې انګېرنې سمې کړو او داسې یې مانا کړو، چې د یو شمېر خلکو له لوږې، د ځینو سیمو له سوکړې او له لومړنیو اړتیاوو ځنې د مېشتو کسانو له بې برخېتوب سره یې اړخ ولګوي. الله تعالی چې له پاسه نړۍ څاري، د رزاقیت یو دود یې دادی، چې داسې عواطف او عقلمني را کې پیدا کړي او داسې سرچینې راکړي،چې د وږیو، اړمنو، ناروغانو او… لاسنیوی وکړو، او البته رانه پټې نورې لارې هم شته. له دې سره سره که دا عقلمني او انساني عواطف او دا طبیعي سرچینې په اکثري ډول د خلکو د رزق په تامین او د خلکو د حقوقو له لتاړولو او غصبه د ظالمانو لاسونه لنډ نه کړای شي؛ نو د رازق نامه به بې مسما وي. ددې خبرې لازمه داده، چې د خدای رزاقیت د ډېری خلکو د اړتیاوو او حقوقو له بې برخېتوب سره ناسازګاري لري؛ او دا چې الله تعالی رزاق دی؛ نو په اکثري توګه خلکو ته رزق رسېدلی او رسي. په هر حال د خدای رزاقیت همدا دی، چې د ټولنې او تاریخ په هنداره کې لیدل کېږي او د یو شمېر خلکو له لوږې سره سازېږي؛ نو نه له ټولو سره. یعنې دا دوه – تاریخي او کلامي باور – کتنې یو له بل سره مخېږي او یو بل سموي او دا ستره لاس ته راوړنه ده.

د هدایت او بېلارېتوب په سیالۍ کې غلبه او بریا د خدای ده، نه د شیطان

پر همدې څرګندې لار د الهي ښیون – هدایت د نعمت په لټه کې کېږو. الله تعالی هادي (لارښود) دی او هدایت یې هرڅه رانغاړي او پېغمبران یې هم همدې موخې ته رالېږلي او البته شیطان هم تل د خدای په اجازې په خپل کار کې په بېلارې کونې او شیطنت بوخت دی او په هیڅ ډول نشو ویلای چې شیطان پر خدای لاسبري او غلبه لري او د خدای د غوښتنې او ارادې مخه یې نیولې او څه چې خدای په نړۍ کې جاري کېدل غوښتل، شیطان ددې جریان خنډ شوی. دغسې نه ده او خپله شیطان د خدای د مامورینو یوه برخه ده او هډو، نړۍ د شیطان په خوښه نه چورلي او که نړۍ د چا په خوښه چورلي؛ نو هغه یوازې او یوازې «الله تعالی» دی. ناپوه او بېړا خدای نمانځوونکی کس به پر دې ګروهه وي، چې د هدایت او ضلالت یا  ښیون او بېلارېتوب په چار کې، لاسبري د شیطان وبولي، چې په دغسې لید کې «توحید» خپل ځای شرک او دوه ګونیتوب ته ورپرېږدي. د الله تعالی او شیطان ترمنځ د شخړې انګېرنه؛ یعنې دوه موجوده چې سیالان دي، او په نهایت کې، د هدایت پر عامل د بېلاریتوب پر لاسبرۍ فتوا ورکول، پوره ثنوي، دوه ګونې او شرکي انځورنه ده.

له کلامي پلوه او د توحیدي لید پر بنسټ، د الهي هدایت نعمت ټول رانغاړونکی او نړیوال دی او په دې ترڅ کې، که څه شیطان د خلکو په بېلارې کونې او اغوا کې اخته دی او که څه په یو شمېر چارو کې یې بریا هم تر لاسه کړې؛ خو بیا هم د هدایت واګې د خدای په واک کې دي او د خدای هادي توب نه نسخوي، او داسې نه ده چې نړۍ د شیطان د ګرځېدو راګرځېدو ډګر وي، نه د رحمان(او لوراند). شیطان د خدای د هدایتګړی د کړلارې په چوکاټ کې ګامونه وهي، نه ترې دباندې او نه یې پر ضد. نو له کلامي اړخ، د الله تعالی هادي نامه غالب او لاسبرې ده او د هدایت نعمت، په ګرد تاریخ کې عمومو خلکو ته ورکړای شوی او ډېر خلک (د خدای تعالی د رازقیت پر قیاس) له دې نعمته برخمن دي او عموم انسانان پر دې دسترخوان ناست دي؛ خو بې له هغو کینه کښو لږه کیو چې د هدایت له نعمته بې برخې دي او د شیطان په لومه کې راګېر شوي وي.

۲-۱: د توحید او حق پالنې د فطریتوب له مخې استدلال : د توحید او حق پالنې د فطریتوب ادعا داسې چار نه دی، چې علمي مضبوط برهان ورته ومومو. په دې اړه د تجربي استدلال پښه هم ګوډېږي او د پرېکنده ازبادولو لاسنیوي یې نه کوي. موږ د دینولۍ په دلیل، له ځانګړي دین سره د ګروهې په تړاو او ښوونې یې د حق ګڼلو په پار، دا رایه منو چې انسانان پر حق خدای نمانځې او توحید مفطور دي. او (بالقوه یا بالفعل) دا فطرت تل ورسره مل دی او دوی نه پرېږدي او که چا دا ځانګړنه نه درلوده؛ نو دا باید اپوټه انسان او له انسانیته وتلی یې وبولو. که څه شونې ده په خلکو کې دغسې لږه کی وي؛ خو پر ډېری د کفر حکم کول او فرض دا چې ډېری خلکو حق ته ورشا کړې او ممسوخ شتون یې پیدا کړی، یو سرباندې – فوق العاده ستونزمن حکم ښکاري او د دیني اندنې له بنسټونو سره چورلټ توپیر لري. لکه چې حکیمانو ویلي: د باري تعالی د حکمت او لورنې غوښتنه داده، چې ممکنات خپلو موخو او غایاتو ته ورسوي:

اذ مقتضی الحکمة و العنایة

ایصأل کل ممکن لغایة

(ملا هادي سبزواري، منظومه)

که وبولو، ډېری خلکو حق ته ورشا کړې او هغې موخې ته نه ورسي، چې شتون ته یې په پام کې نیول شوې (یعنې د خدای معرفت، پېژندګلوي او نمانځنه او خپلې فطري قواوې پر فعلیت وراړول) نو په دې حال کې (العیاذ بالله) باید خدای ناحکیم وبولو.

۳- ۱: د خاتمیت پر بنسټ استدلال: د خاتمیت آر د ګردو مسلمینو ټولمنلی، د دین یو له اړتیاوو او د اسلامي اندنې له ارکانو ځنې دی او له دې اړخ څه اړپیچ نشته. خاتمیت چې پر هرې مانا وي، دوه لازمې لري: ړومبی لازمه او رکن یې دا دی ،چې دا خپله دین د داسې ځانګړنو درلودونکی وي، چې تلپاتې پاتېدونی یې کړي. بل دا په خلکو کې یو ادلون بدلون راغلی وي، چې دین وساتلای شي او د اړونې او زوال له زیان او آفته یې وساتي. د هر نعمت د پاتېدنې شرط دادی، چې هم خپله نعمت پاتېدونی وي او هم ددې نعمت پر دسترخوان ناست مېلمانه قدر پېژاندي او حق پالي وي. دین هم د یو ګران نعمت په توګه دغسې دی. که دا دواړه شرطونه پلي شي، هیلمنېدای شو، چې تږي خلک ترې خپله تنده ماتولای شي. دا چې د اسلام پېغمبر(ص)، خاتم پېغمبر دی لازمه یې داده، چې په خلکو کې یې د خپل پيغام د تلپاتېینې شرایط چمتو دي او بلکې لا به چمتو شي او کله هم د خاتمیت مانا دا کېدای نشي چې خدای خپل دین په طبیعت ورهاخوا ځواک او پرښتو وساتي؛ بلکې په هماغه حال کې او په هماغه دلیل، چې دین انسانانو ته ورسپاري، ساتېدونی او پاتېدنه یې طبیعي ده، نه فوق طبیعي او نه په جبر، زور او تپنه. یعنې خپله طبیعت، ټولنه، او تاریخ داسې دي، چې تردې روسته، دا مرغلره په خپلې سیپی کې ساتي او له دې نعمته پاسوالي کوي. داسې نه ده، که ټول خلک د حق او حقیقت مخالف او د خدای ددین دښمنان وي او چورلټ یې ددین په ځپنې پسې راخستې وي؛ خو بیا هم خدای یې یو لړ فوق طبیعي ځواکونو او د پرښتو په لښکر وساتي. د دین تلپاتېینه خپله د دین د حق توب او د خلکو د حق پلوۍ او حق پالۍ په ښکېل کې ده او دا د دین د خاتمیت او تلپاتېینې ارکان دي.

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر/۹) = په حقيقت کې موږ خبروونکی (قرآن) نازل كړى او پخپله يې پاسوالان يو.

امام فخر رازي(رح) په التفسیر الکبیر کې تر پورتني آیت لاندې همدا مانا ویلې او له قرآنه یې د خدای ساتنه په همدې مانا  اخستې «چې مسلمین دومره عقلي ودې ته وررسېدلي، چې قرآن له اړوني خوندي ساتي او سوچه یې راروسته کهول ته ورسپاري؛ نو ځکه دین پاتېدونې کېږي»؛ یعنې په لنډو، د دین ساتنه، یو طبیعي، ولسي، انساني او بشري چار و او نه بې له دې، او البته دا له الهي طبیعي ورهاخوا لورنې سره په ټکر کې نه دی.

۴-۱ : د مهدویت پر بنست استدلال: پردې موضوع د خاتمیت د ویینې پر سیاق هم خبرې کړای شو. د عمومو دینوالو (مسلمین او نا مسلمین) په ګروهه د تاریخ په پای کې به یو موعود راشي چې څرنګوالی یې د ادیانو له مخې توپیر لري؛ له اسلامي لیده، دا موعود هله راځي چې نړۍ له ظلم او ځورونې تر خولې راغلې وي او نړۍ به تر ظلم او ځورونې روسته له عدل او انصافه ډکه کړي. دا چې ادیانو د تاریخ په یو ناټاکلي ټکي کې د موعود د راښکاره کېدو ژمنه کړې او ستر تاریخي رسالت یې ور پر اوږو کړی او د ستر ادلون بدلون تمه ترې کوي؛ نو له دې ځنې پر څه باید پوه شو؟ او باید تر راښکاره کېدو وړاندې یې تاریخ د څه ډول تحولاتو درلودونکی وبولو؟ یو دمي ناڅاپي او بې مخینه بدلون یا سوکه سوکه او آرام؟ ایا د تاریخ یوه برخه له مخکېنۍ برخې سره سل په سلو کې په توپیر رارسي او هرڅه بدلېږي که نه، د تاریخ یوه برخه سوکه سوکه او په ارامۍ خپل ځای راروسته متفاوتو برخو او پېرونو ته ورکوي؟ ایا په رښتیا د ادیانو د تاریخي موعود راتلل پردې مانا دي، چې نړۍ له چټلۍ، ناپاکۍ، ناپرهیزګارۍ، یو مخې له فسق او کفر او له حق سره له ضدیته ډکه او یو دمي د ادیانو موعود رارسي او په سرباندې – فوق العاده لنډه موده کې پاڼه اړوي او یو دمي په ټول تاریخ او ټولنه کې یو ادلون بدلون رادبره کوي او ناڅاپه ټولې تپې تیارې او ناپاکۍ ورکېږي او پر ځای یې رڼا او پاکي رامنځ ته کېږي؟ آیا پېغمبران دغسې ول او په تاریخ کې یې ونډه دغسې وه؟ سمه ده چې سترې وګړې، سترې چارې کوي؛ خو د «راسل» په تعبیر، تل سترې وګړې د تاریخ د تعادل او انډول په ټکیو کې راښکاره کېږي او انډول په دې مانا دی، چې ښه او بد ځواکونه د تلې د دوو پلو په څېر د انډول په حال کې وي او له یو ډول درونوالي برخمن وي، داسې چې په ډېرې لږې ټنګې پر بلې ور زیاته شي. که انډول نه وي او یوه خوا پر بلې درنه او فوق العاده ورزیاته وي؛ نو په دې حال کې د وضعیت اړولو لپاره، ډېر ځواک او دباو ته اړتیا ده؛ نو ځکه د انډول شرط او مانا دا ده، چې د بدۍ هومره نیکي هم وي او یوازې په دې حال کې د پاڼې اړول، شونې او اسانه دي او بې له دې ادلون بدلون فوق العاده ستونزمن دي. که ګروهن یو، دا موعود هله راځي چې نړۍ له ظلم او ځورونې پوره ډکه وي؛ نو نباید دا ګروهه داسې مانا کړو، چې تاریخ سوکه سوکه د یو سمونپالي پاڅون لپاره خپل چمتوالی له لاسه ورکوي او په هغه ټکي کې چې ډېر لږ چمتووالی لري، موعود راښکاره کېږي؛ بلکې اپوټه، تاریخ رو رو د دغسې سمونپالي راښکاره کېدو ته ډېر چمتوالی پیدا کوي او ددې تیارې په اوج ټکي کې راښکاره کېږي. او دا تیاري یوازې یوه روحي تنده او له ظلمه خولې ته راتلل نه؛ بلکې سمونې ته یوه عیني تیاري ده. باید د موعود سمونپالي له راښکاره کېدو مو انګېرنه دغسې وي. نو پر مهدویت به د ګروهې لازمه دا وي چې عموم بشریت – که څه تر څنګ به یې یو لړ نا مطلوبې پېښې هم مل وي – د «اندېزې – ټولنېزې» ودې بهیر ته ورسیخ شوی او بشریت د موعود سمونپالي راښکاره کېدو او بلنې ته وړتیا پیدا کړې ده هډو داسې به نه وي؛ چې ډېر خلک فاسد وي او امام مهدي د ډېری خلکو په وژنو، خپل نظام جوړ کړي، البته هر خوځښت او انقلاب له تاوتریخوالي او وینې سره ملازم دی؛ خو که هر خوځښت غواړي، چې  ډېری هغه کسان له منځه یوسي چې ورباندې حکومت وکړي؛ نو له پیله ښکاره ده، چې دغسې خوځښت ژر زیږېدلی او مرګ یې هم ژر رارسي او حال دا د موعود سمونپالی پاڅون، د بشریت سمونې او پاتېدنې ته یو پاڅون دی.

نو ځکه له څلورګوني کلامي استدلاله (د خدای تعالی هادي نامه، فطرت، خاتمیت او مهدویت) یو لید اخلو چې انسانان په ټول کې د کمال د کعبې مسافرین دي. نه بشریت لږ لږ له الهي فطرت، حق پېژندنې او خدای نمانځنې لرې شوی او نه اوسني انسان تر تېرو له حقه لرې شوي دي او نه دا چاود او درز ډېر او لا ډېرېږي. هغه لید له واقعیته لرې دی او له بیخه د دیني باورونو له روح او زموږ له دیني کتنې سره په ټکر دی.

۲ . فلسفي دلایل

حکیم خدای، انساني کمال د انسان موخه کړې او فعل یې هرومرو خپلې موخې ته وررسي

له فلسفې نظره هم پېښه همدغسې ده. فلاسفه ګروهن دي ټول موجودات د موخو پر لور ور روان دي او څه چې اکثري او اغلبي دي، موخې او غایت ته وررسیدل دي او موخو ته نه وررسېدل یو اتفاقي او نادر چار دی. پر همدې بنسټ ډېر انسانان خپلې موخې ته چې انساني کمال دی، وررسي او یوازې لږ خلک د کوچنیو پترو او ټوټو په څېر، چې د ترکاڼۍ پر وخت د کار له څنډو توییږي، خپل کمال ته نه وررسي.

حکیم هغه دی چې فعل یې خپلې موخې ته ورسي او داسې بهیر او وزله خپله کړي چې له پایلې سره یې ونښلوي او که څوک سپرلۍ او بهیر داسې خپل کړي، چې په ډېری مواردو کې یې مطلوبې پایلې ته ونه رسوي؛ نو حکیم نشو ورته ویلای. که خدای حکیم بولو، په دې مانا ده چې فعل یې خپلې موخې ته وررسي. انساني حکمت، موخې ته د ورسېدو لپاره د اجزاوو تالیف او کوشېرونه ده او الهي حکمت پر دې مانا دی؛ موجودات داسې پنځوي، چې په خپله خپلو موخو ته ور رسي. د باري تعالی د حکمت او د انساني حکمت ترمنځ پر بنسټیز توپیر سربېره دا ټکی ګډ او مسلم دی، چې حکیم هغه دی، چې وزلې، بهیر او مسیر داسې وټاکي، چې په اغلب مواردو کې خپلو موخو ته ورسي. خدای خو ویلي: «پېریان او انسانان مې خپلې نمانځنې (او د مفسرانو د تفسیر له مخې خپل معرفت)ته پنځولی دی[1]» که خدای حکیم دی – چې دی – او که د پېریانو او انسانانو له پنځونې دغسې موخه لري – چې لري یې -؛ نو باید دا موخه بې له نوادرو ترلاسه شي. نو فلسفي کتنه، د باري تعالی د حکمت مفهوم او هغه قاعده چې وايي اتفاقي چارې نادرې دي[2]، بیخي اجازه نه ورکوي، چې د باري تعالی فعل په ډېری مواردو کې خطا شي او مطلوبې موخې ته ونه رسي.

هر انسان د ځان وړ کمال لري او د هر چا هدایت یې خپل ځانګړی هدایت دی

دلته دا یادونه اړینه ښکاري، چې د بېلابېلو انسانانو کمالات، یو رنګ نه دي. عارفانو د کامل او پوره انسان خبره کړې ده؛ دې مفهوم بدې پوهېدنې او بدې ښوونې درلودلې دي. نباید د کامل انسان له مفهومه دغسې وپوهېږو چې انسانیت ته یوه واحده بېلګه شته. حقیقت دادی چې موږ یو ډول انسان او لذا یو ډول کامل انسان نه لرو؛ بلکې هر انسان خپل وړ کمال لري؛ د هر وګړي کمال، له همده سره وړ دی، نه له بل سره. د انسانانو نړۍ، فوق العاده له ډولا ډولونو ډکه نړۍ ده او نباید دا ډولا ډولي له پام غورځوو. کومه تنوع او ډولاډولي چې په انسانانو کې ده، له فلسفې پلوه راښیي چې د انسانانو په شمېر، انساني کمال شته او هر وګړی خپل ځانګړی هدایت او کمال لري، داسې چې ګرد سره بل به د تعمیم وړنه دی. سل وارې البته، انسانان ګډ زڼی لري؛ خو له دې ډېرعام او ټولېز زڼي چې تېر شو، توپیرونه پیلېږي او هیڅوک له بل سره ورتوالی نه لري. د هر وګړي جین، د هډوکو جوړښت، وینه، پروتین او… له بله سره توپیر لري او پردې قیاس د انسانانو څېره او روحي جوړښت هم همدغسې دی. نو ځکه موږ هر یو، له راسره ښايي کمال وړ یو؛ خو نه له بل سره. که دا تنوع او ډولاډولي په پام کې ونیسئ؛ نو ددې ټکي (چې د هر چا هدایت یې ځانګړي هدایت دی او له بل سره توپیر لري) پوهېدنه به در اسانه شي.

د مسلمانو حکیمانو نظر دادی، چې خدای ډېری خلک په دنیا او آخرت کې په خپلې لورنې کې رانغاړلي دي

پر دې فلسفي استدلال او ویینې سربېره، کله اسلامي حکیمانو د بشر د حالاتو شننې او محاسبې ته هم وردانګلي او باندېنۍ نړۍ ته په نظر کې یې څه قدرې پېرزوینې او د شمېرنې په ژبه خبرې کړي. یو شمېر مسلمان حکیمان په ډاګه وايي چې ډېری خلک هم په دې دنیا او هم په هغې دنیا کې د خدای تر لورنې لاندې دي او یوازې لږه کې د خدای له لورنې لرې او په ابدي سزا کې به یې راګېر شي.

په اسفار کې (د مرحوم ابو علي سینا بلخي تر ویناوو لاندې) د مرحوم صدرالمتألهین خبره اورېدونې او عبرتناکه ده. ملا صدرا، د شرور تر ویینې لاندې، یوه شبهه اوڅاروي، ورپسې د ابن سینای بلخي دا شبهه او ځوابونه یې زموږ له ویینې سره پوره تړاو لري؛ نو ځکه او بیا خپل نظر ښکاره کوي. موږ دلته ړومبی شبهه او ورپسې د بلخي ابن سینا ځواب راوړو:

«انګېرئ چې په نړۍ کې خیر ډېر دی او شر لږ. خو کایناتو ته په پام کې او ټول موجودات چې وینو، انسان له ګردو اعلی او اشرف دی او کله چې ډېری وګړیو ته وینو؛ نو مومو چې بدان تر نېکانو ډېر دي؛ دا ځکه چې بد کارونه، بد اخلاق او باطلې ګروهې شته او په ټول کې دا ځانګړنې په خلکو کې غلبه او لاسبری لري. له عملي پلوه، شهوت او غضب او له نظري پلوه، باطلې اندنې (جهل بسیط او جهل مرکب) غالب او برلاس دي. دا دواړه چارې به یې د قیامت وضع ټکنۍ کوي او د نفس ځورونی لامل به یې شي (روح به په آخرت کې وربړېږي) او د اخروي نېکمرغۍ خنډ به شي.  نو په انسان کې – چې د هستی د انځرګل او د عالم ستره موخه ده – شرغالب دی؛ نور عالم خو لا څه کوې. هو، البته یو شمېر انسانان په نړۍ کې بوختیاوې، د علم زده کړې او ښه چلن لري؛ خو جرړه یې شهوت، چټیات او لهو و لعب دي او په رښتینه کې یې نیکمرغي ګڼلای نشو او له اخروي او رښتوني نېکمرغۍ له بې برخېتوب سره په پرتلې بدمرغي ده او په هغې وینا کې به په بدمرغۍ کې ور ډوب وي.» (وګورئ: صدر الدین محمد شیرازي، الحکمة المتعالیة فی الاسفار الاربعة العقلیه،۷ټ،۷۸ – ۷۹مخونه)

د بلخي ابن سینا ځواب:

« په هغې دنیا کې د خلکو احوال په دې دنیا کې د حالاتو په څېر دی: خو په دې دنیا کې یې حالات درې ډوله دي: یو شمېر د ښکلا او تندرستۍ له پلوه په اوچته درجه کې دي او یو شمېر منځي دي، که څه ترمنځ یې توپیرونه شته؛ خو ډېری دي. درېیمه ډله یې په اعلا درجه ناقص او نیمګړي دي او په ډول ډول آفتونو، بدرنګیو او ناروغیو اخته دي. دوی تر منځنیو لږ او د ښکلیو او تندرستو په پرتله خورا لږ کي دي. پر همدې قیاس (او پرتلنې) په آخرت کې د خلکو ارواح هم درې ډوله دي: هغه شمېر چې له نظري او عملي قوته د کمال درلودونکي دي یعنې د چلن له پلوه پوره متقي او نېکان دي او له اندیز پلوه هم د سمو ګروهو درلودونکي دي او بل شمېر یې منځني دي، چې له څو توپیرونو سره سره ډېری دي. درېیمه ډله په اعلی درجه بسیط او مرکب جهل کې راښکېل ده، دوی خورا بدخویه دي. دوی تر دویمې ډلې لږ او تر ړومبی خورا لږه کې دي. پایله دا په دواړو نړیو کې ښه او اهل رحمت پر بدانو او پلیدانو لاسبري او مطلق غلبه لري.» (تېره سرچینه: ۷۹- ۸۰ مخونه)

دا په څلورمې لېږدېزې پېړۍ کې د بوعلي بلخي(ره) پایله اخستنه وه. یو اندیال و، چې فیلسوفانه یې د خدای مخلوق ته نظر وکړ او باوري دی چې په ټول تاریخ کې نیکي پر بدۍ لاسبرې ده. بوعلی ان پښه وراړوي او د خلکو د هغې نړۍ په هکله هم حکم کوي او په پایله کې سپارښتنه «واستوسع رحمة الله» « د خدای لورنه پراخ ونیسئ».

د بوعلي دا تعبیر، زموږ د خبرې یو بل روایت دی، چې باید الهي هدایت او د باري تعالی رزاقیت بالفعل او د نړۍ او تاریخ په اوسنیو شرایطو کې پلی ووینو.

انسانان جنتي کېدو ته پنځول شوي نه دوزخي کېدو ته

خدای دوزخي کېدو ته یې نه؛ بلکې د خلکو جنتي کېدو ته پلمه کوي. جنت په بها نه؛ بلکې په بهانه ورکول کېږي. خدای لورین (رحیم) دي او او لورنه یې په خلکو کې خپره وره ده او انسانان مرحوم دي؛ یعنې په الهي لورنې کې رانغاړلېږي او د الله تعالی هادي توب پر دې مانا دی چې دباندې دا الهي نامه پلې شوې ده او همدغسې یې نور صفات.

ملا صدرا د بوعلي خبره دنبالوي او اخطار ورکوي چې:

«هسې نه ګومان وکړې چې اخروي نېکمرغي یوازې یو ډول ده. څه چې ابدي هلاکت راوړي او څه چې عذاب راولي یو ډول ځانګړي رذایل دي، چې په لږه کیو خلکو کې دي. د هغو کسانو په خوله چې وايي یوازې یو ټاکلی شمېر ژغورلېږي، غوږ ورته مه ږده او د خدای لورنه پراخ وبوله.» تېره سرچینه:۸۰ مخ.

د ملاصدرا استدلال:

د انسان د اخروي نېکمرغی په اړه د ملاصدرا نظر.

« د بوعلي دا او مخکنۍ خبره، که څه شونې ده په ظاهر کې له ځینو نصوصو او روایاتو سره په ټکر کې وي[3] خو که په ایماني آرونو او عقلي قواعدو کې کافي ځېرنه وشي، انسان یقیني کوي چې په آخرت کې ډېری خلک وجوباً او ضرورتاً ژغورل شوي دي. خو البته په دې باب اهل کشف و معرفت [مطلب یې ځان دی]  بل دلیل او روش هم لري او هغه دا چې کوم نظام چې خدای پنځولی، ټول احاد او هر ډول وګړي باید خپل ځانګړي کمال ته ورسي او په بهیر کې یې څه خنډ ورته نه وي؛ خو په ندرت. دا ټکی هم باید ومومو، چې ویل کېږي، د عقلي ټولیزو قواعدو غوښتنه ده، چې انسانان خپلو کمالاتو ته وررسي، مطلب د ټولو انساني کمالاتو ډولونه دي؛ بلکې موخه، ړومبی او دویمنی کمال دی[4] د انسانانو د کمال غوښتنه دا نه ده، چې ټول الهي حکیمان یا الهي عارفان شي او د خدای د خلقت رازونه او… ومومي، په تېره چې په انسانانو کې ښځه هم شته[!] . دا د ډېری خلکو په طبیعت او خټه کې نشته او ټاکلې ډلې ته ځانګړې ده او عارفان، له آره یو بل ډول انسانان دي، چې تر نورو توپیر لري» تېره سرچینه: ۸۱ – ۸۲ مخونه.

د ابن سینای بلخي او ملا صدرا په ویناوو کې شننه او سوچ کول

پورته ویناوې د سل په سلو کې دیندارانو، پر دیني احکامو پابند، خدا پېژاندي او پر قیامت ګروهن فیلسوفانو ویناوې دي او په دې اړه یې کافي غور کړی دی؛ نه بېځایه تعصب لري او نه یې ذهن له سیاسي او شعاري اندنو ډک دی او نه د اوسنیو دودېزو اندنو د شخړو په موقعیت کې دی؛ نو ځکه ازادې او د زړه له کومي ویناوې دي، چې موږ ټولو ته اورېدوني او لوستوني دي. او زموږ د دیني اندنو سمونو ته څومره ښه کچه او تله ده، او دا څومره اوچت افکار دي، چې ومو موندل او پوه شو چې څومره له سمې اندنې لرې شوي یو، او څه فکرونو له ناسالمو سرچینو زموږ ذهن ډک کړی دی. دا حکیمانه نظریات هله منلای شو، چې انسان په ټولیز ډول په پټو سترګو له تګه لاس واخلي او خپل ذهن او ضمیر له تقلیدي زولنو خلاص کړي، دباندې راووځي او له هسکې څوکي د انسانانو تاریخ ته نظر وکړي،چې د بشر په اړه سم او مضبوط ورمندون – قضاوت ولري. د خپلو تنګو اندنو، چاپېریال، فرهنګ او تاریخ په کړۍ کې پاتېدنه د دغسې لاس پرانستي، آزاد ډولي او عاقلانه ورمندون مخه ډپوي. دا یوه باخبري ده، چې له اندیز پلوه خپله اوسنی اکر – وضع وسنجو او ومومو چې زموږ د ښوونې او روزنې په تاریخ کې څه پېښه شوې ده، چې موږ یې د مسلمانو حکیمانو له دې صائب او سمې رایې لرې کړي یو؛ داسې چې انګېرو نړی او تاریخ کفارو، فاسقانو، فاجرانو، له الهي رحمته لریو، مغضوبانو، ناپاکانو او پلیدانو ډک کړی، او تل پاکان او پرهیزګاران لږه کي ول او یوازې همدا لږه کې خدای ته ورګران دی او جنتیان به شي. څه شوي چې دا نامنونکې نظریه د حکیمانو تر سمې نظریي منونکې شوې ده، تردې چې باید د حکیمانو نظریه په لسګونو فلسفي، کلامي او تاریخي دلایلو تقویت او غښتلي کړو، چې ځای ونیسي. باید له دې ځایه ومومو چې دودیزه نظریه، جرړه لري او نورې څوبتیاوې، لېوالتیاوې او غوښتنې پکې ورګډې دي. انسان څوبمن دی چې خپل دښمن له هر کماله بې برخې کړي او له هر حسن، ښو او هنره یې پاک او لغړ ویني، ان د خدای ورکړې ډالۍ یعنې انسانیته یې هم بې برخې کړي او که دغسې څېزونه له یو لړ شبه دلایلو سره هم مل کړي؛ نو نعم المطلوب، د دغسې کوږو وږ لید لاملېږي. په پای کې دا ناسم الواک – نظریه به ټول راونغاړي چې زموږ انګېرنه به نه یوازې زموږ له دښمنانو، بلکې له ټول انسانیت او خپله ځانه هم ناسمه کړي.

۳. اخلاقي – تاریخي دلایل

د لنډې مودې لپاره کلامي او فلسفي کتنې پرېږدو او د بشر تاریخ، ته ورکڅوو او له ځانه پوښتو، په ټول کې بشریت ښه بې دینه شوی یا ښه دیندار؟ دیني ښوونو او منلو ته یې، حساس او چمتو شوی یا یې ننګېرنه او چمتووالی مخ پر کمېدو دی؟ د بشر په تاریخ کې کفر او فسق ته ورماتېدنه او څوبمني غالبه وه یا ایمان، پاکۍ او پرهیزګارۍ ته؛ په نړۍ کې ډېر (بالقوه او بالفعل) نېکان دي یا بد چاري؟ هم پوښتو پېغمبران په تاریخ کې بریمن ول یا مات شوي؟ هیلې او ارزښتونه یې پلې شوې که نه؟ د نوي انسان کارنامه تر تېره توره ده که نه؟ او په ټول کې بشر د دیندارۍ، ښیون او انسانیت پر لور ډېر ورسیخ شوی یا له دیني فطرت، انسانیت، ښیون او دیانته ډېر لرې شوی؟ دلته ددې پوښتونو ځوابونه له کلامي او ګروهېزو بنسټونو ځنې نه ترلاسه کوو، نه وایو چې خدای په پای کې حق پر باطل برلاسوي او باطل ځپي «بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ (انبیا/۱۸) = بلكې موږ پر باطل د حق ګوزار كوو،چې و یې ځپي نو په دې توګه باطل له منځه ځي؛خو افسوس درته چې (د خداى او د خلقت د موخو په باب د ناحقو) خبرې جوړوئ)» که څه په حق همدغسې ده. ان له دې آیته هم ګټنه نه کوو چې خدای وايي په نړۍ کې حق و باطل د اوبو او ځګ په څېر وهو. « كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ » خو په نهایت کې به اوبه غلبه وکړي او ځګونه به تس نس شي. دا آیتونه مو ګروهیز مرستندوی دي؛ خو د لنډ وخت لپاره په دې وره نه ورننوځوو او د بشر تاریخ ته ورمخه کوو.

د خلکو ترمنځ خپلمنځي اخلاقو، ژوند او دوام ته یې لار پرانستې او همدا د روانو اخلاقو روا والی راښیي

که ولسي پرګنیو ته تاریخي کتنه وکړو او د مخورو او مشرانو په لټه کې نشوو، وبه وینو چې په عمومي توګه ولسي پر ګنیو پر سمې لارې ګام ورایښی او خپلمنځي اخلاقو یې د ژوند او د ژوند غځېدا ته لاره چاره برابره کړې ده.د ورمندون – قضاوت بنسټیز آر مو دادی، چې د بشري ټولنو غځېدا او ټیکاو له نېکیو او پاکیو سره نیغ تړاو لري.  که کومه ټولنه یا تمدن له منځه ولانړ او سیاسي، وټیز او ټولنیز ټیکاو یې درلود؛ نو جوته ده چې څه ښوالی او خوبیانې یې درلودې چې پاتېدونی او پر پښو یې درولی دی. کله به هم یو بې خیره، بې کماله او له سره تر پښو چټل موجود، پاتې نشي. بقا او پایښتي د حسن و کمال په ولکه کې ده چې موجودات یې درلودونکي دي او هر موجود د خپل حسن و کمال هومره پایېږي او که له دې تش شو؛ نو پوپنا کېدنه ورته سترکې پر لاره ده. کومه ټولنه چې د باطلو په چورلیځ چورلي او دروغ، خیانت، تېری او حق لتاړول پکې دود وي، هرومرو خپله پاینه له لاسه ورکوي او ژوند نشي غځولای.

د ټولنو د ژوند غځېدا پر بدیو یې د نېکیو له لاسبرۍ راولاړه ده

اوس چې ټولنې وینئ چې خپل ژوند یې غځولی، دلیل یې دادی چې پر بدیو، چټلیو او ناروغیو یې نېکي، پاکي او سلامتي ورلاسبرې ده. له همدې سترګو د ګرد بشر حالاتو او هم اوسنیو ټولنو – مسلمانې او نامسلمانې، لویدیزې او ختیزې – ته ووینئ او له ځانه وپوښتئ، د دې ټولنو د پایښت لامل څه دی؟ ولې تر اوسه د لویدیځ تمدن پاتې دی؟ له لویدیځه عبرت اخستنه یې د پاتېدو د خوالې په راسپړنې کې ده او چې د لویدیځ تمدن وپرځېد، بیا یې عبرت اخستنه د راپرځېدو د خوالې په را برسېرونه کې ده. دوی څه لري چې  خپل فسادونه او نیمګړتیاوې پرې سکېنده – جبرانوي او د پاتېدو مجال ورکوي؟ په نړۍ کې هیڅ څیز، بې دلیله او بې علته نه پاتېږي او نه ځي. ځینې هېښنده ځواب لري او د لویدیځ پاتېدل سرزوري او د نورو د زېرمو او پانګو لوټل بولي! دا خو هېښتیاوړ خبره ده ایا یوه ټولګه یوازې پرغلا، لوټ او خیانت ټینګېدای او بیا هم پاتېدای شي؟ په ټولو تاریخي ټولنو – که د دیندارې یا بې دینې مدعي وي – کې دا ټکی صادق او تطبېقېږي، که صالحې او نېکچارې نه وي ورکېدل یې رارسي؛ نو ځکه پاتېدل یې راښیي، چې له داسې صلاحیته برخمنې دي، چې خپل بد سکينده – جبرانولای شي، داسې که د بدیو او فسادونو ترڅنګ یې حسن، ښه، کمال او صلاحیت نه وای، پاتېدوني ورته ناشوني وو. په دې اړه د قرآن خبره ښه اورېدونې او عبرتناکه ده. په قرآني کتنه کې، کومې ټولنې چې په الهي عذاب له منځه تللي، ډېری خلک یې فاسق ول.

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ(الذاریات/۳۱) = (ابراهيم) وويل : (( د(خداى) استازيو! تاسې د څه لپاره راغلي ياست)؟))

قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ (الذاریات/۳۲) (پرښتو) وويل : (( په حقيقت كې موږ د يو ګناهګار قوم خوا ته رالېږل شوي يو،

لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍ (الذاریات/۳۳) چې له خټو جوړ شوي کاڼي [کانكر] پرې واوروو؛

مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ (الذاریات/۳۴)  چې (کاڼي) ستا د پالونكي له لوري پوله ماتو ته په نښه شوي دي!))

فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (الذاریات/۳۵) نو (د عذاب تر راكېوتو مخكې) مو له کلي مؤمنان راوايستل

فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ (الذاریات/۳۶) خو هلته مو بې له يوه كوره نور مسلمانان ونه موندل .

او الهي عذاب وښوده، چې دا ټولنه، نوره پاتېدونې نه وه، دا پر «اکثریت= ډېری» ټینګار خورا عبرتناک دی.

د تمدنونو پیدایښت او له منځه تګ په حسنه اخلاقو پورې اړوند دي.

یو بدن په پام کې ونیسئ چې له هرې خوا ناروغۍ، میکروبونه او وېرسونه ورمات دي؛ خو بیا هم کار کوي، ساه اخلي ، سترګې ویني، ژبه خبرې کوي. په دغسې وضعیت کې عقل حکم کوي، چې د بدن یو ځای به روغ رمټ وي، چې د میکروبونو او وېرسونو په شتون کې له پښو راغورځېدلی نه دی. ټولنه هم همدغسې ده؛ اخلاقي محاسن او فضایل، ټول یو حداقلي ونډه لري او هغه دا چې د دنیوي ژوند دوام او نېکمرغي تامین او تضمینوي (د اخروي نېکمرغۍ پر تامین سربېره) او رذایل هم د دنیوي ژوند په اړه یوه څرګنده ونډه لري او هغه دا چې ژوند تریخ او ناشونی کوي. دروغ، خیانت، غلا، لوټ، ځانمني، بده خوله کارونه، حق ناپېژندنه، پوړیز واټنونه او… بد دي، نه چې ذاتاً بد دي؛ بلکې ویجاړوونکي او ژوند ځپونکې اغېز لري او انسان آرام ژوند ته نه ورپرېږدي. همدغسې د علم زده کړه، عاجزي، رښتیا ویل او… دي، چې ګرد سره ښه دي؛ ځکه لږ تر لږه په دنیا کې ښې اغېزې لري او ژوند شونی او خوندوروي. له همدې لامله ټولنیز بریالی ژوند او مخکښ تمدن بیخي د ښو اخلاقو او ورته د مساعد چاپېریال شتون دی او مسلماً هیڅ ټولنه او تمدن له دروغو، خیانت، جنایت، غضب او… سره پایښتي او مخکښ پاتېدای نشي؛ نو باید د تمدنونو ځوړتیا او راختل سره مل وبولو.

دا به یو سرسري ورمندون – قضاوت وي چې د بشر تاریخ او نړیوال یوه مطلوبه ټولګه ونه بولو. په لومړي ګام کې، د شیعه وو له لید لوري، ډېری مسلمانان ناشیعه او ناښیون شوي دي. په ورپسې ګام کې د مسلمانانو له لید لوري ډېری دیندار ، نامسلمانان دي او په درېیم ګام کې د دیندارو له لیدلوري، دنړۍ ډېری خلک یا له آره بې دینه دي یا دین ته بې اعتنا. نو که په ظاهره بسیاینه وکړئ، ډېری خلک د دیني درې ګونو ارکانو (ګروهې، اخلاق او عملي احکامو) له مخې مات ګوډ دي؛ یعنې یا سمې دینې ګروهې نه لري یا پر اخلاقي مفاسدو اخته دي (لکه کنجوسي، کینه، کبر، شهوت، مال دوستي او…)  یا په عمل کې د خپلو دیني او اخلاقي دندو په اړه ناغېړي کوي.

که په ظاهري او برسېرنو کچو ورمندون – قضاوت وکړو؛ نو پېغمبران د انسانانو په ښیون کې هومره بریمن نه ول

پردغسې ورمندون- قضاوت باور، مانا به یې دا وي چې پېغمبرانو دومره بریا ترلاسه کړې نه ده او خلکو دوی ته دومره ورمخ کړی نه دی او د چارو واګې د نورو وګړیو او افکارو په واک کې دي او نړۍ چې څومره پرمخ تللې، ډېرو یې له حقه مخ اړولی او ښکاره کوي چې ته وا مخکېني تر نننیو ښه دیندار ول؛ خو ایا دا واقعیت دی؟ اجازه راکړئ په همدې برسېرنو کچو د تېرو حالاتو ته ور ووینو او له نننۍ اوضاع سره یې پرتله کړو او ووینو چې د نننۍ نړۍ په اړه دا ورمندون – قضاوت مو، د تېرو په هکله هم رښتونی دی که نه؟

له ګروهیز پلوه، نړیوال له باطلو لرې او حق ته ورنژدې  شوي دي

ړومبی له ګروهیز پلوه نظر کوو. د شیعه وو له نظره په مخکېنیو پېړیو کې هم، ډېری مسلمانان، ناشیعه وو او ډېری دیندار نامسلمانان ول او له دې اړخ دومره واټن رادبره شوی نه دی؛ خو په روستیو درېیو – څلورو پېړیو کې د مسیحیت په نړۍ کې یو ستر بدلون راغلی او دا د لویدیځ پر ټولنو د دینې اندنې د کنترولو سستي، څارنه او د مسیحیت په اړه د خلکو د ګروهې سستوالی دی. د یو مسلمان له نظره، باید دا یوه مبارکه پېښه وبولو او یو قدم وړاندېتوب دی؛ دا ځکه که څه هم مسیحیان حق ته وررسېدلي نه دي؛ خو د باطلو پر وړاندې سست شوي او همدا مقدار هم غنیمت دی؛ له باطلو پرېکون له حق سره د پیوستون سریزه ده.

اوس د مسیحیانو له نظره د اسلام د تاریخ پېښو ته وګورئ. د مغلو په یرغل کې د مسلمانانو ماتې او له پینځمې هجري پېړی راروسته د اسلامي تمدن سوکه سوکه ځوړتیا د مسیحیانو له سترګو مثبت خوځښت ارزولېږي او یو قدم وړاندېتوب دی. له نظره یې دا هم له باطلو یو ډول پرېکون دی او مازې له باطلو پرېکون د حق پر لور ګام دی. نو د طرفینو په تصدیق، خلک په ټول کې اوله ګروهیز پلوه بد دینه شوي نه؛ بلکې له باطلو ښه شوکېدلي دي؛ یعنې څه چې مسیحیان ناوړه عاقبت بولي، مسلمین یې ښه عاقبت ګڼي او اپوټه.

انسان د اخلاقو په ډګر کې هم تر مخکېنیو سپین مخی دی

د اخلاقیاتو په اړخ کې، زموږ د پېر خورا بدرنګه او اخلاقي ضد پېښه، د ښکېلاک ښکارنده – پدیده ده. یو شمېر ملتونو د نورو له طبیعي نعمتونو ښه ډېره ګټنه وکړه، پر نورو یې تېری وکړ، د دوی ویني یې وڅښلې، د ولسونو حقوق یې ولتاړل او خپلې ټولنې یې سوکاله کړې. ښکېلاک کله بربنډ او ښکاره و، توپداره بېړۍ او جګړیز لښکر یې ملاتړي ول او کله پټ و او داخلي عوامل د پردیو لاسپوڅي کېدل او هېواد یې د دوی له ګټو ورځاراوه. ښکیلاک هم پوځي و، هم وټیز او هم فرهنګي. او په ټول کې یې یوه موخه درلوده، چې کمزوری فرهنګ په قوي فرهنګ کې وردننه او یو قوم د بل قوم تر لاس لاندې کړي. او په بله وینا، ښکیلاک نه حق مراعاتوه، نه اخلاق او دا یې غوښتل چې پر بل ورسپور شي او خپل پیټې پرې وربار کړي او بس. دا د اوسني پېر بدرنګې څېرې او پاڼې دي. اوس تېر وخت ته ورستنېږو او ځان د اوومې پېړۍ میشتي وبولوو ایا په رښتیا په تېرو اوو پېړیو کې دغسې پېښې شوې نه دي؟  هو؛ ښایي ښکېلاک د پانګې، پوهې او تکنالوژۍ د بهرونې – صدور پر مانا، په دې نیت چې کمزوري اقوام تر ولکې لاندې کړي، نه و؛ خو پر نورو لاسبري او ذلت ورتپنه څنګه؟ مغولو اووه پېړۍ وړاندې پر اسلامي هېوادونو یرغل وکړ او داسې ورانی او وژنه یې وکړه چې تر هغه وخته د تاریخ سترګو لېدلې نه وه. دوی چې یوازې تورې، خنجر، زوبین، منجنیق، اس او غاترې درلودې دغسې یې وکړل، که نیمکی ټوپک، یا نیم ټانک او تردې ورهاخوا الوتکه او توغندی یې درلودل نو څه به یې کول، ایا په خاورینه ځمکه یې څه پرېښوول؟ یعنې که له علم او تخینکه برخمن ول، د بشریت پر سر یې څه راوستل؟ که یې شوني جنایات ونکړل، دلیل یې دا نه و چې ډډه یې کوله، پرهیزګاري یې خپله کړې وه او د بشر حقوق یې رعایتوه؛ بلکې لامل یې دا و، چې تردې ډېر یې نشو کړای.

د اسلامي هېوادنو سیاسي تاریخ له استبداد او د پاچایانو له ظلمونو ډک دی او هیلمن یم چې ځوان کهول د خپلو هېوادونو تاریخ په ځېرنه ولولي په تېره هېوادوال. که نن ښکیلاک، ظلم، رذیلت، سرزوري او حق لتاړل شته، چې فی الواقع شته؛ نو پرون هم تر ننه سپین مخی نه دی. که پرونیو د نننۍ اوضاع په پرتله څه کار کړی نه دی، دلیل یې دا نه و، چې زهد، تقوا او ډېره دینداري یې درلوده؛ بلکې لامل یې بېوسي وه، شوونتیاوې – امکانات او وزلې یې نه درلودې. تردې به تېر شو چې ښکېلاک او زور تل دوه سره لري؛ ښکېلالګر او ښکېل شوی، که ښکېل شوي، ښکېلالګر ته لار ورنکړي؛ نو په اسانۍ پرې برېمنېدای نشي. د مظلومو او ظلم منونکیو ټولنو په چارو کې داسې نیمګړتیاوې شته چې له لامله یې ظالمان ورباندې برېمنېږي. هو، دا یوه اوږده قصه ده.

دا چې نوی انسان ځواکمن دی؛ نو ښه پازوال هم دی

هو، نوی بشر د نویو امکاناتو او ځواک خاوند شوی او دې چار، ډېری مفاسدو او مظالمو راښکاره کېدو ته لاراواری کړی؛ خو زما باور دادی که د نننیو شونتیاوې او قدرت له پرونیو سره وای؛ نو ددې چارو په کولو کې یې ځنډ او ډیل نه کاوه؛ یعنې تر نننیو اخلاقي تره نه ول او د ډېر فضلیت سوچ یې نه درلود، د نورو د حقوقو لتاړولو او وژنې یې ډډه نه کوله. له شهوتپالۍ یې لاس نه اخسته. د بیهقي تاریخ ولولئ، چې د سلطان محمود غزنوي زوی مسعود غزنوي د خپلې ماڼۍ پر دېوالونو څومره شهوت راپاروونکې څېرې انځور کړې وې او ځرو خبر کړ، چې پلار دې له دې انځورونو خبر شوی؛ نو ټول یې پاک کړل. که نن سلطان مسعود غزنوي وای، ایا همدا ډول څېرې یې انځورولې، دودولې او نه لګولې؟ د نننیو په پرتله د پرونیو اخلاقي والی یوه افسانه ده چې منشأ او سرچینه یې یوازې ناپوهي او تعصب دی. په دې توګه، په کوم دلیل موږ ننني انسانان تر وړاندېنیو لا بې دینه، لا بېلارې، لا فاجر او لا فاسق وبولو؟ په کومې مظبوطې کچې او په کوم مېچ؟

تر پخواني بشره د اوسني بشر علمي او عملي ځواک خورا ډېر دی

د انسانانو ښوالی او بد والی باید له ورسره قدرت سره یې وسنجول شي، نن چې تکنالوژۍ بشر ته کومې شونتیاوې ورکړي، له دې پلوه باید وسنجوو، چې ایا انسان تر تېرو لږه ګناه، ظلم او فساد کوي یا ډېر. نننی بشر چې رذایلو ته کومې شونتیاوې لري، بیخي د تېرو له شونتیاوو سره د پرتلنې وړ نه دي او له همدې لامله اخلاقي والی یې هم په ځلونو ارزښتمن دی. که د قدرت او شونتیاوو خبره ونه کړو؛ نو ټول قضاوتونه به مو خام او باطل وي. د نوي بشر علمي قدرت او عملي او تکنولوژیکه ځواکمني په ځلونو تر پخواني بشره ډېره ده. بشر نن د خپل قدرت او وس هومره عمل کوي، لکه چې پروني د خپل وس هومره کاوه؛ که ونه وایو کړنې یې ښه شوي؛ نو لږ تر لږه یې د تېرو تر کړنو بدترې بللای نشو.

۴ . تاریخي ورهاخوا دلایل

ټول ادیان د «تاریخ پای» نظریه درولودوونکي دي

ټول ادیان د تاریخ پای نظریه درولودوونکي دي[5]. هر دیني اند او متافزیک نه یوازې د خدای او انسان په اړه؛ بلکې د تاریخ او د انسان د برخلیک په هکله هم خبرې کوي[6] . د ادیانو د انځورنې له مخې، انسانیت یوازې یوه قبله لري او ټول تاریخ ور روان دی او ددې قبلې په تړاو مازې یوه سریزه شته او انسانان ددې سریزې د وهلو په حال کې دي. دا خبره په دیني ښوونځیو پورې منحصره نه ده. ان هغوی چې نادینه اندنه درلوده، او د انسان او انسانیت په اړه یې غور کړی؛ نو ناچار یې د انسانانو له عاقبت او د تاریخ د روستیو پړاوونو خبره کړې ده. البته دا چې څوک د انسان له عاقبته خبره کړای شي، یو بله ویینه ده. په اند مې دا نظر یوازې د ادیانو په چوکاټ او د پېغمبرانو له خولې اورېدونی دی او که نورو کومه حقه خبره کړې وي، له دیني ښوونځیو ملهم شوي ول او داسې نه وه چې خپله په دې باب کومه نظریه ابداع او رادبره کړي. دا د پېغمبرانو له ښوونو ځنې دي او ډېری اندیالانو هڅه کړې چې په یو ډول یې علمي او عقلي وڅېړي.

د تاریخ پای د نظریاتو ارکان

په هر حال کې د تاریخ د پای ټول نظریات درې ارکان لري: (۱) انسانان هرومرو د یو مطلب او مقصد پر لور وردرومي. (۲) دا مقصد او موخه ښه، زړه راکښونې او خوږه ده. (۳) انسانان غافلانه په خپل لاس دا موخه او مقصد چمتو کوي. دا چار «ناآګاهانه سریزه سازي» یا «د یو مافوق ځواک کړلار» هم بللای شو.

د مارکسېسم په ښوونځي کې د تاریخ پای نظریه

مارکسېزم یو له بې دینه ښوونځیو ځنې دی، چې د تاریخ پای پر نظر قایل دی. له نظره یې، انسانان تر اوسه له تاریخه په وړاندې پېر کې وو او د کمونېزم په رارسېدو، د بشر رښتونی، واقعي او روستی تاریخ پیلېږي. له کمونېزم مخکې ټول پېرونه، د کمونېزم سریزه سازي دي. دا سریز صفتی پیر، له یو اړخ مطعون او محکوم دی او له بل اړخ ستاینوړ؛ مطعون دی؛ ځکه که پاتې شي ټپ ودرېږي او تېر نشي؛ ستاینوړ دی؛ ځکه د راروسته مطلوب پېر په رارسېدو کې برخه لري او د زړه راکښوني او خواږه حال سریزه ده. دا سریزتوب، پردې مانا نه دی، چې پانګوال، کمونېزم، آګاهانه شعوري او په خپله خوښه چمتو کوي؛ بلکې له یو تاریخي ورهاخوا منظره یې دغسې لیدای شو، چې پانګوال بې له دې چې خپله پوه شي او وغواړي، ددغسې پړاو سرېزې چمتو کوي. که په پانګوالي پېر کې یاست، بیخي موندای نشئ چې په واقع کې د کمونېزم د لارې همواروونکي یاست، نه پوهېږئ چې کمونېزم ته ورنژدې شوي یاست او تر هغو وګړیو چې په مخکې تاریخي پېرونو کې اوسېدل – په یوې مانا – کمونیست تر یې. خو هغه چې دا ګرد بهیر او د لارې پیل او پای یې تر  څارنې لاندې دی، دغسې یو تمیز ورکوي. ټوله خبره دلته ده چې اوسنی وضع په یوازېتوب نه وايي، چې چېرې یاست؛ یوه لویه تیوري لازم ده، چې موقعیت مو دا وټاکي (د کمونېزم سریزه ساز پېر، یا د پانګوالی سریزه ساز پېر…)  او دا، د تاریخي ورهاخوا تیوریو له وسې پوره دی. او دا تاریخي ورهاخو تیوري، له هسکې څوکې او ارتفاع یوه کتنه ده، چې وګړی په ټول تاریخ کې ښیي. (بیا هم وایم چې ددغسې تیوریو اوڅارول چې په ډاګه غیر علمي رنګ لري، د هر طراح له وسې پوره نه ده).

ښایي دا چار په نظر یو ډول تاریخي جبر راڅرګند شي؛ خو دا جبر پردې مانا نه دی، چې څوک په خپل شخصي چلن او کړو وړو کې مجبور دی؛ بلکې مانا یې داده، چې انسانان په خپلو اختیاري کړنو او لاشعوري د نا خواسته عواقبو لاملېږي، چې یوازې د عواقبو تر پېښدو روسته یې له شتونه خبرېږي.

نو د مارکسېزم په تاریخ پای نظریه کې، هم خوشویني نغاړلې ده او هم یو ډول تاریخي جبر؛ په دې مانا چې د انسانانو ګرد سره اختیارات، دوی یو ښه سرمنزل ته ور رسوي.

د «فوکویاما» نظریه

په اوسني وخت کې د تاریخ پای په اړه «فرانسیس فوکویاما» بله نظریه څرګنده کړې. دا نظریه له هګل او نورو فیلسوفانو په ګټنې ده. فوکویاما په خپل کتاب« د تاریخ پای او روستی انسان[7]» کې باوري دی چې په اوسني وخت – په تېره د پخواني شوروي نظام تر راپرځېدو روسته- کې انسان د خپل تاریخ پای پېر ته وررسېدلی دی.

په دې مانا چې انسانانو ټول سیاسي غونډالونه تجربه کړل. بېلابېل «سیاسي – ټولنیز» نظامونه چې رادبره کېدای شول او ویې ازمېیي، ازمېښت یې کړل او اوس داسې یو (سیاسي – ټولنيز) غونډال ته وررسېدلي چې تردې روسته باید په همدې نظام کې واوسي او راتلونکي تحولات به دغسې نه وي، چې ددې نظام چوکاټ مات کړي او که کوم ادلون بدلون هم رامنځ ته شي؛ نو دا به د همدې نظام په کمال او ټینګښت پای ومومي. د فوکویاما منظور نظام «لیبرال دموکراسي» ده، چې پر لویدېزې اروپا او امریکا واکمنه ده.

د فوکویاما نظر پر هغه تفسیر ولاړ دی، چې کوژو- فرانسوي فیلسوف- له هګله اخستی دی[8]. ددې تفسیر له مخې، د هګل له نظره په تېرو وختونو کې نه یوازې تر لاس لاندې او محکومان؛ بلکې واکمن هم خپه ول. محکومان او مظلومان ځکه خپه ول، چې ازادي، پت او انساني ژوند یې نه درلود. خو واکمن او پاچایان ځکه خپه وو، چې هغو کسانو یې احترام کاوه چې ازاد نه وو او د ډار له وجهې احترام دوی اشباع او نه مړول. او دې خپګان په دواړو اړخونو کې دوام درلود، تردې چې بشر داسې یو پېر ته ورسېد چې دادی ټول محترم او ازاد دي او د واکمنو د هغوی له اړخ احترام کېږی، چې خپله ازاد او محترم دي. په دغسې پېر کې انسان خپلې روستۍ هیلې ته ورسېدلی او خپل مطلوب یې موندلی او له هر اړخ اشباع او موړ شوی دی. د فوکومایا له نظره په دموکراتیک او ولسواک نظامونو کې دغسې حالت پلي شوی دی. دا نظریه د تاریخ پای د درې ګونو نظریاتو درلودونکی هم ده او رازده کوي انسانان په کوم پېر کې چې دی نه پوهېږي، بل پېر ته زمینه سازي کوي.

د تاریخ پای له نظریه سبق

د تاریخ پای د دوو نظریو له لنډې توضیح، دا مانا منل کېږي، چې ولې او څرنګه سره له دې چې کله د تاریخ او ټولنې ظاهر، بې دیني یا الحاد یا سکولارېزم راښیي؛ خو دا ظاهر، نا خواسته د بو باطن په چوپړ کې او د هغې پايلې سبب سازی دی، چې خپله سریزه جوړونکي له دې زمینه سازۍ او چوپړتیا ناخبره دي. څه چې تاریخي ورهاخوا تیورۍ راښیي، ړومبی یوه هسکه تاریخی کتنه ده او بل یوه یادونه او ټینګه پاملرنه ده، چې په ورمندون – قضاوت کې، کله هم نباید د انسانانو په اوسنۍ وضع بسیاینه وکړو او باید راروسته زمینې، لارې چارې او منظرې هم په پام کې ونیسو.

د قرآن تاریخي ورهاخوا کتنه

په دې سریزه د قرآن تاریخي ورهاخوا کتنې ته ورمخه کوو:

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (توبه/۳۳) = (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره راولېږه، چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي .

دا مانا- چې د کافرانو او مشرکانو له څوبتیاوو، بد ایسېدو او کارورانیو سره سره، دین او حقیقت به لاسبری شي- یو مضمون دی چې د انسانانو تاریخي حرکت (یا په یو اسان تعبیر، د تاریخ جبري مقصد درلودل) ترې بوییږي[9].

او په دې مانا ده، چې په اختیار د حق ځواکونه د باطلو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او د جګړې پایله؛ پر باطلو د حق د ځواک بریا ده.

له دې آیته بل دا مهم ټکی اخستای شو، هغوی چې د حق و باطل ترمنځ د جګړې اور بلوي، نه پوهېږي چې له خپلې څوبتیا سره سره د حق د بریا زمینه سازي کوي. مولانا بلخي د پېغمبراکرم(ص) په هکله یو ښکلی تمثیل لري، چې همدا مانا څرګندوي:

کان عودی در تو ګر آتش زنند

این جهان از عطر و ریحان آ کنند (مثنوي)

پېغمبر اکرم(ص) ته وايي: ځینې په ناپوهۍ کې اور در اچوي؛ خو ته د عود په څېر یې چې په سېځلو دې عطر او ریحان ډېر او لا ډېر خپرېږي. که اور یې دراچولی نه وای؛ نو دومره نه خپرېدې او عامې سپېږمې دې هومره نه نشه کولې. دښمنان دې په ناپوهۍ کې خپرولو ته خدمت کوي. که یوازې د غلیم کار ته ووینې، ناوړه او باطل نیت ته یې وکڅې او خباثت ډولو انګېزو ته یې ورپام کړې؛ نو هر ځای تپه تیاره او له حقه شا کوونکي وینې او که په لویی انځور کې یې ووینې؛ نو و به ګورې چې د عود و عنبر کان سیځي؛ نو وبه مومې چې غلیم له خپل نیت، څوبتیا او انګېزې سره سره، اوبه د حق ژرندې ته وراړوي او د ده په چوپړ کې کېږي.

داسې نه ده چې د غلیم د دښمنی پایله یې بریا وي؛ ډېر ځل ورکېدنه یې پایله وي؛ نو ځکه د غلیمانو او ملحدانو راتلل، د الحادي اندنو راښکاره کېدل، کلیسا ته شا کول، د سکولارېزم لاسبري او په دین کې خوګانې لټول په هیڅ ډول له دې ګروهې سره ټکر نه لري چې دینداري مخ پر لاسبرۍ ده او تاریخ د دیندارۍ پر لور ور درومي.

پېغمبرانو ته د دښمن شتون په دنیا او تاریخ کې د خدای د کړلارو یوه برخه ده

دیني لید لوری ددې نه خنډېږي چې انسان د خپلې زمانې په حالاتو کې راګېر پاتې شي او د تاریخ په اوږدو کې د ځواکونو مخامېدنه ونه ویني. او د یوې خوا شتون د خپل قضاوت چورلیځ کړي او د تاریخ ټوټې د نورو ټوټو سریزه ونه ګڼي. پېغمبرانو تاریخ دغسې نه لیده؛ کوم لید چې خدای تعالی پېغمبرانو ته ورډالۍ کړ او کوم زېری یې چې ورکړ « إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ » او ډاډمني یې چې ورکړه «د غلیم دښمني دې خپه نه کړي» دا ټول له دې راولاړېږي، چې په نهایت کې، دښمنان دې چوپړیالان دي. «وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ» دا د الله تعالی عام تدبیر دی، چې پېغمبرانو ته یې دښمنان ګرځولي دي. پېغمبرانو ته د دښمن درلودل د دنیا او تاریخ د کړلارې یوه برخه ده. البته بې دیني کول، الحاد خپلول او له حقه مخ اړول د انسان په خپل واک او اختیار کې دي او انسان پازوال – مسوول او پوښتنه ګروېګنه ترې کېږي؛ خو دا اختیاري کړنی، خدای پر تاریخ له لاسبرۍ او غلبې نشي منع کولای؛ بلکې د انسانانو پر تاریخي حرکت یې عین څارنه ده.

نړۍ په نهایت کې پر داسې لور وردرومي چې د دین مرغلره پرې واکمنه شي

که انسان خپلې ځاني غوښتنې، دوستۍ او دښمنۍ رامنځ ته نه کړي او له ظاهروینۍ او یوې خوا لیدنې ډډه وکړي او د دیني ښوونو په غوښتنه او د دین په سترګه وویني؛ نو وبه ګوري نړۍ ناچار پر داسې لوري درومي چې دین واکمن شي او د دین واکمنېدل لزوماً په دې مانا نه ده چې ټول د یوه دین نامه واخلي؛ بلکې مانا یې داده، چې په نړۍ کې د دین مرغلره واکمنه شي. پېغمبران ناچار دښمنان لري؛ خو دا دښمنان، خپله له دین خپرولو سره مرسته کوي؛ نو ځکه دین به چورلټ بریالی شي؛ خو بریا به یې سوکه سوکه وي. نو د بشریت تاریخ رورو او پټ د ښه دیندارۍ پر لور ورروان دی، که څه په ظاهره، کفر او بېلارېتوب نړیوال او عالمګیر شي. دا کفر او ظاهري بېلارېتوب، د دین د اورتون سونګ دی، چې د دیندارۍ د حمام تودوخه به لا ور زیاته کړي او له یوې تاریخي ورهاخوا کتنې، یوه سریزه ده، چې د دین مرغلره به هر څه راونغاړي او د محیی الدین عربي(رح) په وینا، د جهنم اور، د جنتي مېوو د پخولو لامل دی. انسانان باید په خپله خوښه حق دین وټاکي؛ خو ان هغوی چې په خپله خوښه کفر خپلوي، د دین په چوپړ کې دي، که څه مأجور نه  دي او اجر نه ورکول کېږي.

په نوې نړۍ کې چې کومه نوې پېښه رادبره شوې او نوی بشر او نوې نړۍ یې له پخواني بشر او نړۍ بېل کړي؛نو هغه د بشري تاریخ ډګر ته د علم ورننوتل دي.

انسان یو موجود دی چې له اګاهۍ او علم سره ژوند کوي. د خپلې پوهې د ټغر هومره، د خپلو کړنو پښې غځوي. دا مانا په عین ساده توب کې د تامل، سوچ او پاملرنې وړ ده. انسانان تل د خپلې ناپوهۍ او پوهې ترمنځ په نوسان کې ژوند کوي او یو پر بل لاسبري به یې له وګړیز او ټولنیز پلوه د ژوند وضع واړوي. که نوې نړۍ رادبره شوې، لامل یې دادی چې بشر نوي معلومات ترلاسه کړي، د انسانانو معلومات د دوی وګړه ټاکي، او د مولانا په وینا:

جان نباشد جز خبر در آزمون

هر که را افزون خبر جانش فزون (مثنوي)

د انسان وګړه یې له شتو معلوماتو سره مساوي ده، که د پوهې او معلوماتو کچه یې زیاته شوه، انسان به هم بل انسان شي او دا معادله په هر ځای کې د عملي کېدو وړ ده. دا چې نوې نړۍ د نویو معلوماتو درلودونکې ده، د ژوند څېره هم پکې اړول شوې ده او د نوي بشر او پخواني بشر توپیر له همدې مهم ټکي پيلېږي. ان عواطف مو زموږ د معلوماتو او پوهې په کنترول کې دي. لکه ډېری خوندونه مو د ناپوهۍ له وجهې دي، که پوه شو؛ نو له دې خوندونو به بې برخې شو (لکه له قصو چې خوند اخلو.)

همدغسې که موږ د هر یو انسان له ضمیره خبر وو، روانې اړیکې، دوستۍ او دښمنۍ مو یو مخې بدلېدې؛ نو ځکه د نویو معلوماتو راښکاره کېدو، ژوند لاندې باندې کړی او په نړۍ کې یې هیڅ څیز پر خپل پخواني حالت پرېښی نه دی او هم د ځمکې پرمخ ژوند او د تاریخ د راتلونکیو انسانانو حالات یې تحت الشعاع کړي دي. که ووایو بشر د نوي علم په راتګ، نوی پیل کړی؛ نو اغراق به مو نه وي کړی.

په نوې نړي کې له دینه پوهېدنه په پخوانۍ نړۍ کې تر دین پوهېدنې ډېر توپیر لري

په دې څرګندونې، نباید تمه ولرو، چې په نوې نړۍ کې له دینه پوهېدنه، د مخکې په شان پاتې نه ده. د اګاهۍ او پوهې توپیر – ان که ونه وایو د آګاهۍ تکامل – په نړۍ کې داسې ستر ادلون بدلون رادبره کړی، چې هیڅ څیز ان دین او دینداري یې ترې معاف او خوندي نه ده. الحادي او سمونپالي بیاکتنې ددې بدلون نښې او اثار دي. تېرو د خپلو پوهو، روحي لېوالتیاوو او وس په رڼا کې، دین، خدای او ځان ته لیدل؛ خو نوی انسان د خپلو پوهو، قدرت او نوې روحیې په رڼا کې، ځان، خدای او د خدای دین ته ګوري؛ نو ځکه روا نه ده چې د نوي انسان دینداري د پخواني انسان د دیندارۍ په څېر وغواړو او وبولو.

[1] وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ( الذاریات/۵۶)

[2] الاتفاقی لایکون دائمیا ولا اکثریاً». په دې اړه وګورئ: داکتر غلام حسین ابراهیمي دیناني، قواعد کلی فلسفي در فلسفه اسلامي؛ لومړی ټوک،۶۰- ۶۹ مخونه

[3] په دې ځای کې ملاهادي سبزواري د ملاصدرا په وینا یو لمنلیک لري چې دلته یې راوړم، وايي: «زه ددې عقلي حکم او روایاتو ترمنځ هیڅ ټکر نه وینم» بیا دې آیتونو [ «وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ»، «وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ»، « إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ» او «لأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إَلاَّ قَلِيلًا»] ته د اشارې په ترڅ کې وايي: «دا آیتونه له دې عقلي قواعدو سره ټکر نه لري؛ ځکه په شکر او منندوینه کې قصور او کوتاهي انسان له ژغورنې نه اوباسي او بیا خدای هغه کسان چې شکر او مننه نه کوي، خپل بندګان یې بللي دي.» د تېرې سرچینې: ۸۰مخ، لومړی لمنلیک.

[4] د ملاصدرا مطلب، د قوې د ډول له مخې یا د شخصي استعداد د قوت له مخې دی، نه تردې دواړو ورهاخوا

[5] د تاریخ پای؛ د وخت د پای، د بشر د عمر د پوره کېدو او د نړۍ د زوال پر مانا نه ده. د تاریخ پای پردې مانا ده، چې هغه پېر، د بل پېر سریزه نه ده او هر تکامل چې رادبره کېږي، د همدې پیر په ترڅ کې به رادبره کېږي. دا د انسان کمال او تکامل ته ورته ده؛ د انسانانو کوچنیتوب یې بلوغ ته سریزه او بلوغ یې ښه بلوغ ته سریزه ده څو- د عام عرف له مخې – انسان په څلوېښت کلنی کې کمال ته ور رسي؛ یعنې دا چې عمر یې تردې روسته د بل څیز سریزه نه ده او تردې روسته به هماغه وي، چې تردې ورځې شوی و او نوی جوهري ادلون بدلون به پکې رادبره نشي؛ ځکه له ناانډولۍ ځنې انډول ته وررسېدلی دی.

[6] «معاد» چې د انسان د عاقبت او برخلیک په هکله دی د تاریخ پای نظریاتو یوه څرګنده بېلګه ده او «ښه عاقبت» د دیندارانو له خورا مطلوبو دعاګانو څخه  ده. معاد یو چار دی چې هر خوشوینی یې په اړه حساسیت ښووای شي. معاد د انسانانو د ګډ عاقبت خبره ده، موږ انسانان ځان او ګرد بشریت ته به شریک عاقبت قایل یو دا ګډ عاقبت ټول انسانان چې د تاریخ په اوږدو کې یو له بله بېل او خپاره واره ول، په یوه ځای، یو برخلیک او په یو ناتاریخي ځای کې راټولوي. موږ اوس د تاریخ والي په دلیل تاریخي ورهاخوا مقام نه لرو او د انسانیت بېلابېلې ټوټې یو له بله بېلې دي؛ خو عاقبت به؛ لکه څنګه چې په ادیانو کې انځور شوی، یو ځای راټول شوو او ګډ برخلیک به پیدا کړو.

[7] (1) frannais fukuxama, the end of history and the last man (london: hamish hamilton, 1992)

[8] هګل، خدایګان و بنده، د الکساندر کوژو له تفسیر سره، د حمید عنایت ژباړه، خوارړمي خپرندویه ټولنه،۱۳۶۸

[9] یادونه: له هغه جبر و اختیار سره دې اشتباه نشي، چې د انسانانو کړنو ته راجع کېږي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست