تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انرژيو قيامت الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿یس/۸۰﴾ = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))  په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انرژيو قيامت

الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿یس/۸۰﴾ = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))

 په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو پر بل وسولول شي؛ نو بلېږي.

پخوا به خلكو د عفار پر شنه لښته د مرخ شنه لښته موښوده او د الله  په حكم يې اور كاوه او په دې توګه به خلكو اور بلاوه؛ نو د مړي راژوندي كول د لامده لرګي تر بلولو هېښنده نه دي؛ سره له دې، چې اوبه او اور دوه متضاد څيزونه دي؛خو ددې تفسير ترڅنګ ښه دقيق تفسير هم شته او هغه داچې د بوټيو يو مهم كار، له هوا د كاربن ډای اکسایډ اخستل او د نباتي سلولوز جوړول دي.

دا د بوټيو د ژوندينكو سلولوز، له هوا كاربونيك ګاز اخلي او تجزيه كوي يې، بيا نو اكسيجن ازادوي او كاربن ډای اکسایډ ساتي او بيا يې له اوبو سره يوځاى كوي او د ونو لرګی ترې جوړوي؛ خو مهم ټكى دا دى، چې د طبيعي علومو د ګواهۍ او لیېنې له مخې اجسام، چې هر كيمياوي جوړښت مومي، يا بايد اصلي انرژي واخلي يا يې ازاده كړي؛ نو ځكه چې كله ونې په كاربن اخستو بوختې وي، ددې قانون له مخې، د يوې انرژي شتون ته اړتيا لري، چې دا تودوخه او د لمر رڼا ده.

په دې توګه، د ونو د لرګيو د جوړښت پر مهال، د لمر انرژي يوه برخه پكې زېرمه كېږي او چې كله لرګي سوځوو، دا زېرمه شوې انرژي ازادېږي؛ ځكه بل ځل كاربن د هوا له اكسيجن سره يوځاى كېږي او د كاربن ګاز جوړوي او اكسيجن او هايدروجن (اوبه) ازادېږي؛ نو ځكه پر ځمكه د ټولو انرژيو سرچينه د لمر انرژي ده.

همداراز دلته د انرژيو قيامت ته رسو او وينو، په دې فضاء كې، چې كومه رڼا او تودوخه خپرېږي او د ونو پاڼې او لرګي يې پالي، هېڅكله له منځه تللي نه دي او نه ځي؛ بلكې بڼه يې اوړي او د انسانانو له سترګو پټ په لرګيو، ښاخونو او د ونو په پاڼو كې پټېږي او چې كله يو ټوټه لرګى بلېږي، قيامت يې پيلېږي او څومره د لمر انرژي، چې پكې پټه وه، ددې حشر او نشور په شېبه كې راښكاره كېږي، بې له دې، چې په يوه لنډ وخت كې د بلې شمعې د رڼا هومره يوڅيز ترې كم شوى وي. (نمونهد تفسیر، 18: 463 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!