تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (بقره/۱۰۶) هر آیت چې منسوخ يا پرېږدو، ترې غوره او يا يې انډول راوړو؛ايا نه پوهېږې، چې الله پر هر څه قادر دى ؟ د انسان بشپړتيا ته يوه کړنلار: « نسخ» […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (بقره/۱۰۶)

هر آیت چې منسوخ يا پرېږدو، ترې غوره او يا يې انډول راوړو؛ايا نه پوهېږې، چې الله پر هر څه قادر دى ؟

د انسان بشپړتيا ته يوه کړنلار: « نسخ» د منځه وړو پر مانا دی او د شرع په سول – منطق كې د يو حكم بدلول او پر ځاى يې د بل حكم راوړل دي. لكه مسلمانانو مدينې ته تر هجرت وروسته د بيت المقدس په پلو اوه مياشتې لمونځ وكړ بیا ورته د قبلې د بدلون امر وشو او مؤظف شول، چې كعبې پلو ته لمونځ وكړئ. د نسخ د مفهوم په باب دې ټكي ته په پامنيوي چې كله د زمانې او د چاپيريال د شرايطو په اوړېدو د انسان اړتياوې هم بدلون مومي او كله ثابتې او پر خپل ځاى وي. يوه ورځ يوه کړنلار د انسان د نېكمرغۍ ضامن وي، خو بله ورځ شونې ده، د شرايطو په اوړېدو هماغه کړنلار يې د لارې خنډ وي. يوه ورځ يو درمل يو ناروغ ته ډېر ګټور وي او طبيب يې ورته ليكي،خو بله ورځ چې ناروغ څه نا څه روغ شوى، نو شونې ده، طبيب پرې دا درمل منع او نور ورته وليكي. دا ټكى په تېره د انسانانو او ټولنو د تکامل قانون ته په پامنيوي ښه څرګندېږي، چې د انساني ټولنو په تكاملي بهير كې كله يوه کړنلاره ګټوره او رغنده وي او كله زيانمنه وي. د ټولنيزو او ګروهیزو اوښتونونو- انقلابونو په پيلامه كې په زمانې برخو او مقاطعو كې د کړنلارو تدريجي اوړېدنه اړينه برېښي. البته هېر مو نشي د الهي اديانو آرونه چې بنسټېزې ستنې دي، په هر ځاى او هرو شرايطو كې يو ډول دي. هيڅكله توحيد يا د ټولنيز نیاو – عدالت آرونه او په څير يې سل ګونه احكام نه بدلېږي او د نسخ په قاعدې كې كوچني او فرعي مسايل را نغاړلېږي.( اخستل شوى له: نمونه تفسیر، 1 / 390)

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست