تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د انسان د تکامل پر وړاندې خنډونه څېړنه: اجرالدین اقبال سریزه :  په دې ویینه کې د انسان د شوني کمال پر وړاندې پراته خنډونه څېړل شوي، انسان چې باید د ځمکې پر مخ د الله (ج) خلیفه او پر خویونو یې پسولل شوی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

د انسان د تکامل پر وړاندې خنډونه

څېړنه: اجرالدین اقبال

سریزه :

 په دې ویینه کې د انسان د شوني کمال پر وړاندې پراته خنډونه څېړل شوي، انسان چې باید د ځمکې پر مخ د الله (ج) خلیفه او پر خویونو یې پسولل شوی وي، یو لړ دنني او بهرني عوامل یې د دې تکامل مخه نیسي . ځوان کهول ته ددې لپاره چې هم تخصص ترلاسه کوي او هم د تعهد او ژمنې مسوولیت ورترغاړې دی، د ځان جوړونې لپاره پر یو لړ سبقونو پوهېدنه ورته اړینه ده . ددې مطلب د ترسره کولو لپاره د اسلامي نړۍ د یو اندیال ټولنپوه د شننې ژباړه دروړاندې کوو، چې هیله ده په غور یې ولولئ .

(( د انسان له دښمنانو منظور هغه عوامل دي، چې انسان یې د تاریخ په اوږدو کې نفې کاوه، شرایطو او بېلابېلو علتونو په نظامونو، لیدنو، او ډول ډول اندودونو کې بې له انسانه په بل هر څیز لګیا کېدل او انسان یې له خپل ځانه مجهول او ناخبره ساته او پر نورو څېزونو یې بوختاوه، داسې عوامل چې د انساني حقیقت د سقوط، ځوړتیا، مسخ او کمزورۍ لامل شول، حال دا شونې ده دا تمدن، پرمختګ او قدرت ته مثبت او رغنده عوامل ول؛ ځکه د “هایدګر” په وینا ټول ستر تمدونونه د انسان د حقیقت د قرباني کېدو په بیه رادبره شوي؛ ځکه انسان په نظامونو کې د بندي په څير ناچار له خپلې اړتیا ډېر کار کاوه او چې جبري کار کوي؛ نو ځان د انسان په توګه نه؛ بلکې بی وزله احساسوي؛ په دې شرایطو کې د انسانانو د جبري کار د شېبو زوکړه ده . نو ځکه د تمدن ټول آثار د هغو یادګار دی چې انسان نابود شوی دی. دا د “هایدګر” ځانګړې انسانپوهنه او اومانېزم دی . انسان هر حقیقت موخه، اړتیاوې، ارزښتونه او جوهر چې لري؛ خو داسې یو موجود دی چې درې اړخونه لري : “آګاهي” دویم “آزادي” او درېیم “پنځونه” ده .

نو انسان یو آګاه، ازاد او پنځوونکی یا پنځګر موجود دی. “صنعت” او “هنر” یې د پنځونې تجلا ده،” علم” یې د آګاهۍ او “خلاقیت او تکامل” یې د آزادۍ تجلا ده، چې غوراوی او انتخاب کړای شي . نو د انسان دښمنان خورا مشخص دي :

دا هغه عوامل دې چې د انسان پاملرنه د ده له درېیو اړخونو (آګاهۍ، آزادۍ او پنځونې) اړوي او پر بل څه یې بوختوي (که څه خورا سپېڅلي څېزونه وي). ګرد یې سپړلی او تشریحولای نشم؛ خو په لنډو یې د څو اصطلاحاتو یادونه کوم، وبه وینئ چې دا عوامل، متضاد او بېلابېل دي، ان یو بل نفې کوي؛ خو بیا هم د انسان په نفې کولو کې یو لاس دي او له دې اصطلاحاتو مې مطلب، د اصطلاحاتو “واقیعت” دی نه یې “حقیقت”؛ ځکه د یو څېز حقیقت له واقیعت سره یې توپیر لري؛ ځکه حقیقت هغه څیز دی چې دباندې یې عیني خارجي شتون پیدا کړی دی . لکه اسلام د یو حقیقت په توګه، یو پرمختلونی او مترقي او آزادي غواړی دین دی او اسلام د یو واقیعت په توګه، په ځینو واکمنیو کې آزادي ضد، انساني ضد د خېلونو ضد او د بشري پرګنیو د عزت پر ضد یو نظام و . اسلام د واقیعت په توګه هغه ځواک او قوت دی چې د اسلام په نامې په تاریخ کې پلی او واقعیت یې درلود او عمل یې کاوه .

اسلام د حقیقت په توګه هغه ارزښتونه دي چې په کتاب او پیغام کې، منعکس دي او څېړونکی یې په اړه څېړنه کړای شي چې وپوهیږي . د سوسیالېزم د حقیقت په اړه یو ډول قضاوت کېدای شي او د واقیعت په بڼه یې بل ډول، چې ښایې متضاد یې بل ډول، چې ښایې متضاد یې وي .

[یادونه : په کتابونو کې سوسیالېزم کور، کالي او ډوډۍ وه؛ خو په عمل کې د هیواد په تاریخ کې له ۱۳۵۷ ل نه تر پرځېدو(۱۳۷۱ل) یې د کور پر ځای هدېري، د جامو پر ځای کفنونه او د ډوډۍ پر ځای مهاجرتونه او در په درۍ وې.]

د مسیحیت حقیقت، د مینې، ګذشت او تېرېدنې ښکارندوی دی او د مسیحیت واقیعت، یو خونړۍ سمندر دی چې هیڅ چنګیز ورسره پرتله کېدای نشي او پر یوه ورځ یې د هسپانیا په بارسلون کې درې لکه مسیحیان ووژل. صلیبي جګړو ته ووینئ . په فلسطین کې یې څه چارې او نادودې وکړې او همدا اوس څه کوي.

اوس په انسان دښمنو عواملو بوختېږو .

علم د انسان نفې کوونکی

یو خپله علم دی او بل د علم واقیعت دی؛ یعنې څه چې په تاریخ کې د علم په نامې واقیعت پیدا کړی او دلته که د علم خبره کوو، مطلب مو د علم واقیعت دی نه خپله علم . اوسنی علم د نوي مریتوب وزله ده، البته پوهیږم چې لا تراوسه د آفریقا په ځینو سیمو کې مریتوب شته، که وي هم په روسته پاتې سیمو کې دی؛ خو په خپلو سترګو مې په کمبریج، هاروارد او سوربون پوهنتونونو کې مریتوب لیدلی او دا د مریي او مینزې نه؛ بلکې د بشري سترو نوابغو مریتوب دی.

 پانګوال ټولګیو ته راځي او اول نمره، دویم نمره او درېیم نمره زده کړیالان پېري، بولۍ پرې وهل کېږي . یو وایي په دومره پېسو یې پېرم، بل وایي څه له پاڅه او یو موټر هم ورسره ورکوم، بل وایي : چلوونکی هم ورکوم، بل وایي : یو سکرتر هم ورکوم او په پای کې څوک ډېرې پیسې ورکوي، دا نابغه له ځان سره کارخانې ته بوزي، ورته وایي : همدلته اوسه، او څه چې درته وایم جوړ یې کړه. نابغه ورته وایي : په سترګو! نو له پخواني مریي سره د نوي مریي توپیر دادی، چې ړومبي خپل ارباب نه غوره کاوه؛ خو دویمی یې غوره کوي! خو په هر حال باید ارباب غوره کړي،که نه عالم نه دی او په نړۍ کې مقام نه لري.

که علم د پانګوالۍ پلور ته ورنشي، یوازې ویاندۍ ته په درد خوري . حقیقت دا دی چې دا پېړۍ، د علم او پېسو د واده پېړۍ ده . دا دواړه په تاریخ کې تل د یو بل ضد وو؛ خو اوس یې واده کړی او حرمونې زوکړه یې ماشین دی او جوته ده کله چې علم له پیسو سره واده وکړي؛ نو په ډاګه ده چې کوم یو بادار او کوم یو یې عیال دی! هغه عیال چې عیني انځورونه ترې لرو . دلته وینو چې بریا د پانګوال ده، چې علم د یوې وزلې په توګه کاروي، جګړو ته خورا ستر عامل او تردې بدتر ناپاکو، چټلو او فاشیستي نظامونو ته د مخونې وزله ده.

“هیټلر” د آلمان پینځسوه تکړه فیلسوفان او عالمان اجیران کړي ول ورته یې ویل څه چې وایم، علمي مخونه ورکړئ؛ ځکه نه پوهېږم؛ یعنې زه چټیات وایم او باید تاسې علمي مخونه ورکړئ! “موسولیني” ایټالوي فیلسوفان په یوې کوټې کې کېنول، ورته یې وویل، پینځلس ورځې روسته ټاکل کېږم؛ باید یوه ایدیالوژي جوړه کړئ. دوی ورته وویل: په سترګو همدا مو کار دی!

بالاخره دغسې علم په فاشېزم پای ته رسي . فاشېزم یوازې د خوځښت په بڼه او د موسولیني یا هیتلر په نظامونو کې نه دی؛ بلکې په بېلابېلو نظامونو او نامو کې شته. نن چې د نړۍ په  لر و بر کې کوم نظامونو واکمن دي، په هرې نامې چې وي، دود او لار یې فاشېزم دی، نظام یې چې هر څه وي، واکمنه طبقه یې ټکنوکراټه ده، که په لویدیځ کې وي یا ختیځ کې .

ظاهر ویني انسانان یوازې په علم قضاوت کوي او حال دا، د “برشت” په وینا علم چې په فاشېزم پای ته ورسېد؛ نو ماتې یې وکړه او په پایله کې نننی له دینه نهیلی ــ چې په منځنیو پېړیو کې بده خاطره ترې لري ــ او له علمه نهیلی انسان ــ چې په فاشېزم کې بده خاطره ترې لري ــ نه پوهېږي څه ته هیلمن اوسي .

په دغسې حال کې علم د جهل (ناپوهۍ) د عامل په بڼه رادبرېږي، داسې چې علم د زر او زور مزدورېږي او پانګوالي او زور موخې ورته ټاکي او علم چې دنده یې د انسان سترګې پرانستل، خبرونه، پوهاوی او راسپړنه ده د ناپوهۍ د ورتپلې دندې ترسره کولو لپاره، بې له انسانه بل څه ته ورمتوجه کېږي او ددې لپاره چې د خپلو اربابانو سپارښتنې ترسره کړي، پر نا انساني چارو بوختېږي او په دې نا انساني بوختیا کې کله د انسان د نفې کوونکي او وژونکي په بڼه رامخې ته کېږي. ان په هغو ځایونو کې چې علم د فاشیزم بڼه خپلوي او په سالمه بڼه وي؛ خو دا چې غیر علمي ماموریت لري او غیر علمي او غیر عالم نظامونو یې موخې ورټاکي، بیا انسان د علم تر شا مجهول پاتېږي .

 د ” الکسپس کارل” په وینا، اوسنی انسان د اتوم تل ته ورننوتی او د اسمانونو څوکو ته ورهسک شوی؛ خو ځان ته یې ډېر لږ ګام هم پورته کړی نه دی. نننی انسان د لمریز غونډال (نظام) د لریو لریو سیاراتو په باب دقیقه پوهېدنه لري؛ خو د بشري ژوند خورا ساده ستونزاواري ته یې په ذهن کې لږه وتلار هم نه راځي؛ ځکه انسان د علم د سترو بریاوو تر شا هېر او له منځه ځي.

په ټوکو یې یوه قصه جوړه کړې؛ خو د یو حقیقت ننداره ده. کله چې ګاګارین فضا ته تللی و، یو خبریال یې کور ته ورځي او زوی یې پوښتي : بابا دې چېرې دی؟ زوی وایي : فضا ته تللی دی. پوښتي: کله را ګرځي ؟ وایي : ۲ بجې، ۳۵دقیقې او ۷ثانیې . بیا پوښتي: مور دې چېرې ده؟ ورته وایي : ډوډې پېرلو ته تللی ده . پوښتي کله راځي؟ وایي : معلومه نه ده. دا پلار دلته د علمي پرمختګ ښکارندوی دی او دا مور د انسان د حقیقت ښکارندوی ده چې پر ځمکه پاتېږي او دا زوی، سبانی انسان دی چې د خپل پلار له بریا بې له علمي پرمختګه ((البته په دې مانا علم)) بل څه په میراث نه وړي؛ خو ژوند یې د مور په کړاو او رنځ تېرېږي . په لنډو، علم یعنې مقدس ترین څیز چې بشر یې ژغورلای شو؛ خو نن په فاجعه پنځوونکي څیز اوختی دی.

دین، انسان ته د ژغورنې هیله ورکوله او نن یې غږ چوپ دی او علم په (۱۷) او (۱۸) پېړیو کې په ډیر شور ځوګ د دین ځایناستی شو او د انسان ژغورنه یې خپل شعار کړ، ژمنه يې وکړه چې ” پر ځمکه د دین جنت درته جوړوم”؛ خو چې جنت یې جوړ کړ، ومو لیدل څه یې جوړ کړل؛ هیټلري آلمان او په څېر یې امریکا. او وینو چې تر ټولو وړاندې، همدا نظامونه دي چې اوسنی انسان کړوي او د ناولي بورژوازي تمدن او مدني ژوند د فاجعې هېرولو لپاره په هېروینو روږدی دی.

دا نادودې، په دې نظامونو کې یو جبر دی او په هدایت، ښیون او نصیحت نه سمېږي، بېچارګان وینو ختیځ ته مخه کوي، چې د هدایت او ښیون رڼا ترلاسه کړي. موږ د تمدن، ننني علم او د فلسفې انديښنو لویدیځ ته ورکش کړو او له خپل سنتي او دودیز چوکاټ، فرهنګ او ژونده مو بهرنۍ نړۍ او تمدن ته تونل وواهه؛ خو له بدمرغه چې له فاضلاب او چټلیو سره مخ شو!

تخصص او کار پوهه

د انسان یو بل غلیم او دښمن، تخصص دی. هایدګر وایي : تخصص په یوې مانا د انسان غلیم دی؛ ځکه انسان د بېلابيلو اړخونو، استعدادونو او اړتیاوو درلودونکی موجود دی، چې ډول ډول کړنې کړای شي : لکه ننګېري، احساسوي، تعقل کوي، خبرې کوي، د یو څیز په باب اندنه وکړي، تخیل وکړي، حال دا چې تخصص، یو جبري نظام دی چې پرې ورتپلېږي او څو اړخیز انسان په یو اړخیز نظام او ثابت بیاځلي کار کې راګېروي او هرومرو انسان چې په معمولي حال کې ځان د ډول ډول اړتیاوو، څوبتیاوو او وړتیاوو خاوند بولي، په تخصصي نظام کې کوچنی، رالنډ او یو اړخېزېږي او په پایله کې وینو چې ښاغلی دیرش، څلویښت کاله یو کار کوي او خپله هم نه پوهېږي چې څه لپاره یې کوي .

په بوروکراسۍ کې یو تن وینو کار یې یوازې دادی چې یو څه پاڼې مخې ته وروړي او د پاڼې پر مخ یو لیکه کاږي او بېرته یې ورکوي او که ترې و پوښتم ځان دې څنګه تعریف او راوپيژني؟ د عرفاني، مادي، تخیلي، اخلاقي او شعوري اړخونو خاوند انسان، پر ځای راته وایي : “تش پر پاڼه یو لیکه کاږم”! بل هیڅ . معاش اخلي او روسته کور ناستی کېږي او مساله پای ته رسي . او له آره نه متوجه کېږي چې څه ته راغلی، څه یې وکړل ، څنګه ژوند یې وکړ او څنګه و؟ بوروکراسي نظام، د اداري بوختیاوو د جلاوالي او تفکیک نظام دی، تر دې چې هر وګړی یو کوچنی بیاځلي (تکراري) کار کوي او روسته وایي داسې یو ماشین جوړ شوی دا کار چې انسان یې له ګهیځه تر غرمې لس وار کوي، په یو ساعت کې یې اوه سوه وارې کوي بي له دې چې څه وخوري، او په دي توګه ما او تاته څه اړتیا نشته! په لنډو، له داسې وضع سره مخېږو چې ماشین په سادګۍ مو غوره ځایناستی شي . حال دا، انسان په خپلې حقیقي مانا یو څیز دی چې ګرد طبیعت او هستي یې ځایناستېدای نشي .

  ماتریالېزم ( توکیزواله)

ماتریالېزم، د انسان بل دښمن دی، ماتریالېزم کله یو ډول انسان دښمنه نظام او کله یو ډول انسان دښمنه اندود دی؛ ځکه ماتریالېزم انسان ته وایي ته یو مادي موجود او د همدې طبیعت له جنسه یې او څه ځانګړې ځانګړنه نه لرې؛ نو دا په واقع کې د انساني ارزښت نفې ده او انسان کله چې د خپل ذات پر پستۍ او د خپلې جرړي پر عادیتوب، طبیعي توب او مادیتوب او له نورو موجوداتو سره پر خپل همجنستوب او همغږۍ ګروهن شو؛ نو په خپلو ټولو ممتازو انساني ارزښتونو بې اعتقاده کېږي یا بې ګروهېږي او له آره شونې نه ده انسان ځان په طبیعت کې د مادي ښکارندو له جنسه لکه بوټي چې راټوکېږي وبولي، او په عین حال کې ځان ته په یوه خدایي، غیر عادي او استثنایي رسالت قایل شي چې دغسې یو څېز ناشونی دی؛ نو ځکه “سارتر” انسان داسې تعریفوي چې بې له مادي ښکارندو دی : (( د انسان ړومبی وجود جوړېږي، روسته خپله پانګه او ماهیت پخپله سازوي، په داسې حال کې چې د نورو ګردو ښکارندو ماهیت ړومبی د خدای یا طبیعت په ذهن کې سازېږي او روسته وجود مومي.))

ښه، ولې سارتر چې خدای لمانځی نه دی او پر میتافزیک ګروهه نه لري، انسان په خلقت کې له ګردو مخلوقاتو بيلوي؟ ځکه که انسان پر خپلې ذاتي برترۍ خپله ګروهه له لاسه ورکړي؛ نو پر انسانیت خپله ګروهه له لاسه ورکوي؛ ځکه پر انسانیت ګروهه، پر دې ګروهه ده، چې هډو انسان په طبیعت کې یو استثنایي وجود دی او په پار یې استثنایي مسوولیت لري او له هغو ارزښتونو برخمن دی چې طبیعت یې نه لري؛ نو ځکه انسان داسې اړتیاوې ننګېري چې طبیعت یې له ورپوره کولو بېوسې دی، وینو انسان د طبیعت کمبود او د خپلو ماوراء الطبیعي اړتیاوو پوره کولو ته په هنر لاس پورې کوي، شعر وایي، په ادبیاتو، عرفان او دین بوختېږي. خو ماتریالېزم انساني ارزښت نفې کوي؛ ځکه د انساني ذات پر مادیتوب، لاشعوریت او د ړوند، ناځانخبري، بې موخې او بې احساسه طبیعت له جوړ کړای شویو اجناسو سره یې پر همغږیتوب ګروهن دی، هېښنده او عجېبه خو دا چې “ژرژپولیت سر” پوښتي : ته چې ماده لمانځې یې، څنګه وایې : انسانه! باید د بشریت هدایت او ازادۍ ته سرښندنه وکړې؟ په خوندور ځواب ورته وایي : موږ په فلسفه کې، ماده لمانځي او په اخلاقو کې ایدیالستان یو!

دا ځواب هغه سړی ذهن ته راولي چې د جمعې پر ورځ جامې اغوندي، لکړه په لاسوي، ږیره یې پريښې وي او د جمعې ورځې لمانځه ته ځي؛ خو په نورو ورځو کې په مزو چړچو بوخت وي! څنګه کېږي چې په اخلاقو کې ایدیالست وي او په فلسفي ګروهه او نړۍ لید کې د ایدیالست ضد؟ ایا کړه وړه له ګروهې جلا دي، چلن له نړۍ لیده بېل دی او ایا اخلاق له واقیعته جلا کېدوني دي؟

لنډ پوچ شوی دین

لنډ بوچ شوی دین، د انسان یو بل دښمن دی . البته دین په تاریخ کې د یو موجود واقیعت په بڼه، نه یې په حقیقي مانا؛ نو دین په دې مانا په تاریخ، ټولنیزو نظامونو او بېلابېلو ټاټوبیو کې د انسان ضد عواملو وزله وه او د خلکو له ناپوهۍ او جهله د خورنې لپاره یې د یو انساني ضد عامل په بڼه کاوه. د انسان د غلیمانو ستره کړنه دا وه، دین یې چې د پرمختګ، پوهې، آګاهۍ، ویاړ او بشري کمال یو عامل و او انسان د نامطلوب ورځېني ژوند له چوکاټه ژغورلای شي په دې توګه یې دین په آخرت پورې ور ایسار کړ، داسې چې یوازې په قبر کې په درد خوري . ښه نو، څه مو تر قبر وړاندې په درد وخوري؟

په هر حال کله چې له دینه د ژوند دا اړخ جلا کړي او د ویښتیا د یو عامل په توګه یې له انسانه واخلي او لنډ پوچ یې کړي ؛ نو دغسې لنډ پوچ شوی دین د انساني ارزښت نفې ته ستره بلا او فاجعه کېږي. انسانان د دین او دیني مخونې قرباني کېږي او تل زورنمانځنې او چل ول ته د دین په نامې مخونه ورکول کېده او ولسونه د دین په نامې ذلت ته وربلل کېدل او همداراز تل هغه عامل چې انسانان یې د انساني ضد نظامونو پر وړاندې آګاهۍ، ازادۍ او سرغاړۍ ته وربلل، بیا هم دین و.

 په لنډو، په تاریخ کې، تل اندیزې (فکري) جګړې د دین پر ضد د دین جګړې وې؛ نو وینو ابراهیمي پيغمبران چې له ولسونو راپاڅېدلي شپانه ول او ولسونه یې د انساني نظامونو سرغاړۍ ته رابلل؛ نو د ځان پر وړاندی یې د [شرک] دین په نامې یو دښمن لیده او ستر عامل چې د دوی له غورځنګ سره لاس ګرېوانېده بیا هم [شرک] دین و .دې پيغمبرانو چې په خوځښت لاس پورې کاوه، پر ضد یې واکمن [د شرک] ادیان راپاڅېدل، که پېغمبران یې ځپل، خپله واکمن وو، که پيغمبر پرې بریالی کېده او ماتې کوله؛ نو پیغمبر ته ورماتېدل او غاړه یې ورایښووه؛ خو روسته یې ځایناستېدل او د پېغمبر د روحاني یا سیاسي ځایناستو د لړۍ په بڼه د پېغمبر خوځښت او د ده د کار ارزښتونه او پیغام یې مسخ او په خپل چوپړ کې کاوه.

رحمان بابا وایي :  دین یې دام وي د دنیا په لار کې ایښی – پرې رااړوي وحشیان د مخلوقات

لګښت

د انسان له دښمنانو یو بل یې، ډول ډول لګښتونه دي، چې نن یې د علم پالنې، دین، عرفان، انساني او اومانېزم ځای نیولی او ټول پرې ګروهن دي. موږ ټول، لګښت پالي او د لګښت د معبد قرباني یو، هغه لګښت چې یوازې نړیوال تولیدي غونډوالونه (نظامونه) یې زموږ مخې ته راغورځوي او مسلمان، بودایي، توکیز( مادي)، مانیز (معنوي)، ژیړ پوټکی او تور پوټکی توپیر ورته نه لري. په لنډو د ژوند ټوله فلسفه مو لګښت دی، سره نه کېنو چې د ژوند په باب وګړېږو، د انسان موخه څه ده، هډو بشري رسالت څه دی، د ژوند حقیقت څه دی، یو مخې مو لګښت ته ورپام دی او هر څیز چې انسان له حقه اړوي هماغه یې معبود دی.

تولیدي نظامونو دومره په لګښت بمباري کړي یو چې هډو فرصت راته نشته : څوک چې ویني، په ۲۰،۱۰ راتلونکیو کلونو چې د پېرل شویو څېزونو چې اوس نشته او له منځه تللي قسط باید ورکړي، اپوټه او چپه ژوند یې پیل کړی! اپوټه ژوند یعنې څه؟ یعنې راتلونکی ژوند د تېرو لپاره؛ د هغو لګښتونو او اړتیاوو لپاره کار کول چې وخت یې تېر شوی او نن نشته. کله چې مساله دا بڼه خپلوي، باید تېرو منتفي او استهلاکي څیزونو ته کار وکړو او خپل وخت، ګانده (راتلونکی)، عمر او امکانات مو چې بشري پانګه ده، مخکې وپلورو، او بلخوا لګښت، اړتیا راکې پیدا کوي او دا چې تولید او درآمد نشته، ناچار په بدل کې یې وخت ورکوو.

معمولاً که پینځه تلوېزیوني برنامې ووینو، کورونو ته مو درې نوي لګښتونه راننوځي او په دې تصاعدي سیر کورنۍ ته لګښت ورننوځي؛ خو څومره درآمد؟ که درې کاله روسته مامور ترفیع وکړي او څو پیسې یې ورزیاتې شي او وینئ چې په دې زماني واټن کې انسان یو مخې فلج او نفې کېږي . استراحت، وخت، سوچ، کېناستل، اندنه کول او ارزونه ــ چې د بشري ژوند ستر نعمت او فرصت دی، نبوغ پکې غوړېږي او ستر پوهاوی پکې ترلاسه کوي ــ ترې اخستل کېږي .

ماشین د پخوانیو لسو ساعتونو کار په دوو ساعتونو کې راته کوي او اته ساعته وخت ازاد راته پرېږدي؛ خو پانګوالي، د لګښت تپنه او د نوي لګښت اصالت دا اته ساعته له نورو اتو ساعتونو سره راڅخه اخلي او دلیل یې دادی چې د لګښت اصالت د یو دین بڼه خپله کړې، چې د اوسني انسان عملي عبادت دی او دا د تولید نظام دی چې علم، انسان، تولید، ازادي، کار او د انسان فراغت یې قرباني کړی، چې څومره ډېر تولید وکړي؛ د لګښت په اصالت کې خپل اصالت له لاسه ورکوي او ان له ځان سره سوچ کولو ته ډېر لږ فرصت هم نه پیدا کوي او تر مرګه هماغسې دی .

وایي یو لټ سړي ته یې ښځه کوله، اتفاقاً یوه ځیرکه ښځه یې ورنکاح کړه او دې پر یوه کار بوخت کړ او څه موده روسته پر بېلابېلو کارونو بوخت شو، چې ان د استراحت وخت یې نه درلود . یو ورځ یې چا ته شکایت وکړ چې ښځې مې پر ډېرو چارو بوخت کړی یم، ورته یې وویل، که داسې وي، ولې یې نه طلاقوې؟ ورته یې وویل : که حقیقت درته ووایم ان د طلاق وخت هم نه لرم !

کتاب زدګي ( کتاب وهنه)، کتابي کېدنه

د انسان یو بل دښمن کتاب زدګي ده او دا ناروغي ډېره په روښانفکرانو کې ده . کتاب زده ګي یو ایدئولوژیک ذهن جوړوي، فلسفه سازوي، حل لار سازوي، مخونه ورکوي، انګېرنه کوي، څېړنه کوي؛ خو دا ټول پوچ او هسې په هسې دي او هډو له واقیعت سره هیڅ اړخ نه لګوي .

 دا چې زده کړیال زده کړه کوي د ټولنپوهنې، فلسفې، اقتصادي، سیاسي او تاریخي کتابونه مطالعه کوي، لږ لږ یې دا مطالعات او ذهني مطالب نورو مطالبو او ذهني څېړنو ته ورکاږي او روسته حل لارې ښوول، ورپسې درمل ښوول، ورپسې ایدیولوژي جوړول، روسته ایمان پیدا کول، روسته د علم په نامې ګروهې موندل او په پای کې ټولنې ته چې ورننوځي، روسته ویني چې زېرمې یې له قضیې سره هیڅ تړاو نه لري او تازه معلومېږي چې کتابي شوی او ګروهه یې یو لړ ذهني مطالبو جوړه کړې او د ټولنېزو واقیعتونو په اړه یې قضاوتونه یو له بل سره هیڅ اړیکه نه لري .

 په تيره شرقي روښانفکران د لویدیځ په باب لږ شانته ذهنیت پالي دي؛ ځکه شونې ده عیني مسایل په یوه بل ځای کې ذهني شي؛ یوه مساله په یوه ځای کې سمه او همدا په بل ځای کې ناسمه ده . غربي روښانفکران د خپلو تاریخي واقعي پوهېدنو او لید له مخې مفکورو، ایدیالوژیو او قضاوتونو ته وررسيدلي او دا چې دوی غیرغربي روښانفکرانو ته بيلګې دي، دوی یې قضاوتونه، اندیزې او ایدیالوژیکې انګېرنې بیاځلي (تکرار) کوي او د هماغه تړاو له مخې د خپلې ټولنې، تاریخ او دین په اړه قضاوت کوي؛ په داسې حال کې چې د هغوی قضاوتونه سم او دا قضاوتونه غلط دي . یو لوېدیزوال ویني له منځنیو پېړیو وړاندې تاریخ یې، متمدن او پرمختللی روم او یونان درلود او اروپا ته چې مسیحت راغی؛ نو اروپا یې تیاره او ذلیل کړه، روسته چې دین پرشا وتنبول شو، رنسانس رامنځ ته او تمدن راستون شو، وایي : تاریخ مو ښیي ړومبی مو چې دین نه درلود مترقي وو، روسته چې دینوال شوو؛ نو مخ پر ځوړ شوو او ورپسې چې دین ولاړ بیا متمدن شوو .

شرقي روښانفکر چې راځي د خپل دین په باب د ننني غربي روښانفکر قضاوت بیا ځلي کوي (تکراروي) او روسته ویني؛ چې له تمدن سره یې د خپل دین او تاریخ اړیکه یو مخې د هغې اړیکې اپوټه ده چې مسیحي دین له تمدن سره درلوده؛ نو ځکه په اسلامي ټولنو کې د دین په باب د لویدیځ په څېر قضاوتونه د ځوړتیا لامل شول . حال دا په اسلامي ټولنو کې کتابتونونه، تمدن، ټولنیز نظامونه او ان پرمختللي حقوقي نظامونه وو، چې نن یې ساری نشته، په څلورمې پېړۍ کې چې کوم کتابتونونه وو، نن هم په نړۍ کې نشته، کتابتون په دارالمکتب یادیده؛ او له (۵۰) تر (۶۰) پوهان پکې مشېت وو . د نړۍ له شاوخوا به زده کړ یالان راتلل، دلته یې کورونه ورکړي وو، اوسېدل او د خوراک څښاک ستونزې یې ورته هوارې کړې وې او ان بورس یې درلود او د کتابتون د استادانو تر څارنې لاندې یې خپل تحصیلي کارونه کول؛ خو اوس یوازې او یوازې ډېکوریشن شوي، بېلګه شوي، اتو شوي او تپل شوي انسانان شوي یو . یوازې د غربي توکیو لګښتیان یو، بل لګښت نه لرو، نه ذهني تولید لرو او نه عیني او له دې سره سره وینو چې د لویدیځ د عیني مسایلو تکرار او بیاځلي راته یوه ذهني مساله ګرځېدلې ده.

له همدې لامله د مطلقې مطالعې خاوندان او مطلق اندیال دې خپله اړیکه د ټولنیز ژوند له ژوندي واقیعت سره ټینګه کړي، چې د علم په مرسته، علم له ذهنیت پالۍ وژغوري که نه پر ذهني کږلېچ اخته کېږي . د علم، فلسفې، ایدیالوژۍ او هنر په نامو یو ډول ذهنیت شته چې له بېخه د شته واقیعت نفې ده او دا هماغه مساله ده چې د نولسمې پېړۍ په علمي پولنپوهنې کې د فرهنګي (Alienation) الینیشن او (Intellectual Alienation) انټلکیټول الینیش په نامې اوڅارو، او اوس هم سخت مطرح دی  .

پاړکیز نظام (طبقاتي نظام ) :

د انسان له دښمنانو یو بل دښمن، طبقاتي نظام دی. طبقاتي نظام ستر او ځواکمن انساني ضد عامل دی، چې د بېخبنا بڼه خپلوي او فرهنګ، انده، دین، وګړي او په لنډو هر څه فاسدوي. کله چې تاریخ ته وینو، ګورو، د ړومبي ځل لپاره بشریت ـــ چې یو ثابت جوهري حقیقت دی ــ په دوو دښمنو اړخونو جلا کېږي او په پایله کې بادار او مریی، شتمن او نېستمن برخمن او بی برخې رادبرېږي او هرومرو دوه ډوله انسانان هم رامنځ ته کېږي : هغه انسان چې د داسې شرافتونو درلودونکی دی چې یې نه لري “شراف” او هغه انسان چې د هغو شرافتونو نادار دی چې یې لري “ولس” . ولس داسې بڼه خپلوي چې له انساني ارزښتونو ــ چې هر انسان یې لري ــ بې برخې کېږي او اشرافیت د داسې ارزښتونو خاوندېږي چې هډو انساني ارزښت نه دی؛ نو په دې حالت کې انسان یو مخې نفې کېږي . کوم یو انسان ؟ دلته د “داستایوسکي” یو خبره راوړم : ” کله چې یو تن کوم انسان وژني، ټول پر وژل شوي افسوس کوي، چې ژوندی و او اوس مړ دی، حال دا باید پر وژونکي یې افسوس وکړو؛ ځکه دا انسان و او اوس وژونکی ( قاتل) دی” . آلبرممي په خپل کتاب ” د ښکېلاکګر او ښکېلاک شوي هېوادونو خویونه ” کې وایي : ” د لویدیځ او ختیځ اړیکه نا انساني نه؛ بلکې ښکېلاکي ده؛ ټولو هڅه کړې وڅېړي چې د آفریقایي، آسیایي او لاتیني امریکا ښکېلاک ځپلی انسان څه کمښتونه او کږلېچونه لري او هیڅوک نه وایي دوه تنه د ښکېلاکي نظام قرباني شوي دي : یو اسیایي او افریقایي چې ازاد انسان و او ښکيلاک ځپلی شو او بل اروپایي انسان چې اروپا د ښکېلاکګر په بڼه کړ. “

“وژن یونسکو” په خپل مشهور اثر “کرګدن” کې کاږي : ” انسان په دې نظام کې پاتېدو ته باید د ((کرګدن)) په څېر په تندي کې یو ښکر ولري، چې ووهي، ووژني، وځغلي او ولاړ شي که نه نابود او ورک کېږي، که دا کار ونکړي څه کېږي؟

په لنډو په طبقاتي نظام کې، انسان له منځه ځي؟ یعنې په دوو نا انساني ښکارندو اوړي : یو قاتل (وژونکی) او بل مقتول ( وژل شوی)، یو ښکیلاکګر، بل ښکېلاک ځپلی، یو زبېښوونکی چینجی دی او بل زبېښل شوی ناروغ دی .

 

 او په تاریخ کې طبقاتي نظام بېلابيلې بڼې، رژیمونه او تاریخي پړاوونه پیدا کوي؛ خو نه یوازې هاغسې چې “اوژن یونسکو وایي چې انسان پر کرګدن اړوي او نه یوازې هاغسې چې “کافکا” وايي چې انسان مسخ کوي؛ بلکې زه یې پوره لړ لیک در وړاندې کوم .

طبقاتي نظام له انسانه ــ چې یو واحد حقیقت دی او ګرد انساني وګړي له یوه جنسه دي ــ څلور څاروي جوړوي :

 لېوه، ګېدړ، موږک او مېږه .

 وینو انسان چې ماتریاليزم ته ورمخه کړي، د یوې مادي ښکارندې بڼه خپلوي، پر تاریخ تپلي واکمن دین ته چې ورستون شي، د مېتافزیک پر وړاندې د یوې مطلقې نفې بڼه خپلوي، علم ته چې ورستون شي، د غیر علمي مفاهیمو، لوریو او موخو د پلي کولو ځاروي یې . صنعت ته چې ورمخه کړي، صنعت ددې پر ځای چې د انسان په چوپړ او د انسان د اړتیاوو د تولید لپاره وي، د یوې وزلې په توګه یې ځان ته جذبوي او کار ترې اخلي، تخصص او کارپوهۍ ته چې ورمخه کوي، تولید او پرېمانه پرمختګ کوي؛ خو د همدوی ستر قرباني دی .

 په لنډو هر [د شرک] دین، نظام، مفکورې او ایدیالوژۍ ته چې ورمخه کوي، د طبقاتي تضاد په لومه کې راښکېل دی؛ ځکه طبقاتي نظام په دوو نا انساني قطبونو اړولی دی او له همدې لامله په دې پېړۍ کې چې د یو انسان په خود راتلو پېړۍ ده، زموږ د پېړۍ پر تندي د یوې سترې پوښتنې په بڼه د اوسنیو اندنو پر پرده کاږل شوي، چې انسان څه او څوک دی؟

 او ګردې فلسفې، علوم او روښانفکران باید د انسان له څرنګوالي د قیقه پېژندنه او یو ډول مشخص ایمان ولري . ځکه هره مفکوره، تمدن، تاریخي فلسفه، ښوونیز او روزنېز نظام او د ژوند بڼه، باید د انسان نجات او ژغورنې لپاره وي ، د تېرو پر خلاف چې انسان یې نالیدلی ګاڼه قرباني یا نفې کاوه .

 د انسان ژغورنه یعنې څه؟ د انسان ژغورنه یعنې په یوې لاس وضع کې یې راوستل چې په شوني نهایي کمال کې ازاد، آګاه او پنځګر وي . البته اوس هم پنځګر دی؛ خو ازاد نه دی، په همدې پار د بل تولید وزله دی . آګاه او باخبر دی؛ خو ازاد نه دی؛ ځکه پوه او عالم یې د مریي په بڼه ارباب ته پلورل کېږي. آګاه، ازاد او پنځګر؛ هماغه چې خدای په طبیعت کې خپل ځایناستی معرفي کړی دی، او خدای څوک دی؟ آګاه، ازاد او پنځګر دی نو ځکه انسان باید پر الهي خویونو وپسولل شي . نو دا دی چې انسان په اوسني پېر کې د یوې معما او کړکېچ بڼه خپلوي او ټول روښانفکره پوهان انسان ته د یوه ایمان او حل لارې د رادبره کېدو په لټه کې وي، چې آزادي، آګاهي او پنځونه یې له چټلو نظامونو، علم، قدرت او تضاده وژغورل شي او په تېره تر خپل طبیعت یې اوچت شرافت بېرته ورکړي، چې مادیت، ژوند او ازادۍ ترې اخستی دی . نو ځکه نن د نوي نسل وجدان په هغه دین پسې ور درومي چې پر تاریخ تر واکمن دینه اوچت دی او له هستۍ د یوې روحاني انځورنې د پیدا کونې په لټه کې دی . ژوند ته یو انساني منطقي عشق او د راتپل شوي صنعتي تخنیکي نظامونو تر چوکاټ د ستر ایدیال او ارمان په لټه کې دی او په دې هڅه کې موږ هم په اسلام خپل فرهنګ، دین او شرقي فرهنګ کې دهغو ارزښتونو په لټه یو، چې د ننني بشري وجدان اړتیاوې ورپوره کړي.))

تمه ده چې ځوانان ددې شننې په پوهېدو په خپلو ناستو پاستو، ویناوو او علمي ویینو کې داسې مثالونه ووایي چې د خپلې سیمې ستونزې پکې منعکس او هم وتلارې ور په ګوته کړي . نباید په پټو سترګو د نورو په شعارونو، غولونو او لومو کې راګېر شوو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!