تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه لومړی عامل: غفلت دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول پنځم علت: د انسان پنځګري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه

لومړی عامل: غفلت

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

پنځم علت: د انسان پنځګري او خلاقیت

پنځم علت: د انسان پنځګري او خلاقیت

په دنیا کې د انسانانو ستر غرور او غفلت له دې راولاړېږي، چې انسان یو فاعل، پنځګر او صانع موجود دی، دا چې سازوي یې؛ نو د خپل مصنوع بنده هم کېږي. که خدای، انسان صانع نه و پیدا کړی؛ انسان په اوسنیو ډېرو غرورونو او غفلتونو نه اخته کېده. البته که انسان د پنځګرۍ ځانګړنه نه درلوده؛ نو انسان به نه و؛ یعنې فاعلیت، خلاقیت او ابداع زموږ د انسانیت له نېغ وونکیو ستنو ځنې دي؛ خو البته دې ځانګړنې یو لړ غرور او غفلت را کې پیدا کړی، چې باید دفع او لرې کونې ته یې ملا وتړو ددې سپارښتنې یوه مانا چې:

« موتوا قبل ان تموتوا؛ تر مړینې وړاندې ومرئ»

دا ده، چې د دنیا له حقیقته باخبر شئ او د خپلو مصنوعاتو مریی نشئ او صانع او مصنوع د یو بل پرځای مه کېنوئ او د خپل مصنوع لپاره مړه نشئ؛ بلکې له دې مړینې ومرئ.

د شرک او بوتپالنې پراخ لمن

نو ځکه معلومېږي، چې بوتپالنه خورا پراخ ده. بوتپالنه یوازې دا نه ده چې انسان یوه ډبره وتوږي او ویې نمانځي. قرآن د انسانانو هوی، هوس او ځاني غوښتنې یو ډول بوت او خدای بللی دی.

أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ (فرقان/۴۳) = ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ته ځان ته معبود كړې؟!

په حدیث شریف کې راغلي:

ما تحت ظل السماء من اله يعبد من دون الله اعظم عند الله من هوى متبع ( المیزان تفسیر:۱۵ټ،۲۳۷مخ)

« د خدای پر وړاندې تر هر بوت نمانځې، د ځاني غوښتنو لمانځنه خورا درنه ده. ټول انسانان په شرک او بوتپالنې ککړ دي او باید سوکه سوکه ځانوونه ترې ازاد کړي»

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ (یوسف/۱۰۶) = او ډېرى يې خداى مني؛ خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي.

شرک یو پراخ لمنې ښکارنده – پدیده ده او په هر پېر او زمانه کې په یوې ځانګړې بڼې راښکاره کېږي او د شرک زڼی له مصنوعاتو او پردیو سره مینه کول دي.

پس بود دل جوهر و عالم عرض        سايه‏ى دل چون بود دل را غرض؟

(مثنوى، درېیم دفتر، 2266 بيت)

انسان، د عالم زڼی دی او عالم یې فرع او څانګه ده؛ خو انسان د همدې وضعیت له امله او کوم تړاو چې له عالم سره لري، فرع د اصل (آر) پر ځای، مصنوع د صانع او صانع د مصنوع پرځای کېنوي.

د « توبې کولو» مانا

توبه کول د ځان پر وړاندې یو ډول سرغاړی او د غرور د پردې څېرول دي. توبه پراخ لمن لري او یوازې په هغو چارو پورې نه منحصریږي، چې له شرعي پلوه ګناه شمېرلېږي. البته په هغه ځای کې چې انسان سرغړاندي کوي او بد چار ترسره کوي، باید توبه وباسي؛ خو د عارفانو توبه، د غرور د پردې څېرول او بې له الله(ج) هیچا ته سترګې نه نیول دي.

ډېر لږ شمېر انسانان دي چې د خپلو مصنوعاتو پر وړاندې درېدای شي. یو رومان لیکونکي کاږلي، چې په پېل کې موږ خپله د رومان اتلان سازوو؛ خو سوکه سوکه د کار په ترڅ کې، اتلان زموږ پر وړاندې درېږي. دا ډېره سمه خبره ده.  موږ انسانان ټول رومان کښوونکي یو او ژوند مو ځان دی. کوم کارونه چې کوو کومې خبرې چې کوو او کوم څېزونه چې سازوو له همدې اتلان جوړوو او مازې چې کوم کار مو وکړ یا کومه خبره مو وکړه، داسې اتل پنځوو چې راباندې سپرېږي او خپل  مریی را نه جوړوي. ډېر لږ کسان دي چې په سمه او واقعي مانا یې دا اړیکه وساتي او له دې غرور او غفلته بچ شي. دا چار د غرور له مهمو ټولګیو او اضافو دی چې په دنیا کې انسانان ورباندې اخته دي.

د «غرور» او «خیال» تړاو

دا غرور چې په اړه یې خبرې مو وکړې د یو ټولیز مفهوم په سیوري کې راځي چې د «خیال» مفهوم دی.  موږ په دنیا کې، د خدای راکړي انساني جوړښت له مخې، خیال والا موجودات یو او له دې اړخ هیڅ پړه راباندې نشته. د حکیمانو په تعبیر په نړۍ کې درې مرتبې شته : د حس مرتبه، د خیال مرتبه او د عقل مرتبه. په حقیقت کې ډېر لږ کسان خپل عقل کاروی. له آره ډېری خلک څومره چې انګېري، د عقل وړ نه دي او بلکې عقل یې د خپل خیال په شپول کې دی.

د مولوی په وینا، دا خیال که څه «نیست وش» دی او څوک یې نه ویني؛ خو ددې عالم د نندارې چلوونکی دی.

نيست وش باشد خيال اندر روان        تو جهانى بر خيالى بين روان‏

بر خيالى صلحشان و جنگشان        وز خيالى فخرشان و ننگشان‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 71 -70 بیتونه)

دا خیال چې ددې عالم د نندارې چلوونکی دی، موږ ته شعر، ادبیات، حسن و قبح، حقوق او ان فلسفه او مفکوره (ایدیالوژي) سازوي . کار یې سینګارونه ده. د شیطان سپرلی ده او د چارو په اپوټه کولو کې استاد او ماهر دی. زموږ ډېری خوندونه او کړاوونه وهمي دي او که په ژوند کې د خوندونو او غمونو ونډه سمه وارزوو، وبه وینو چې خیال څومره ستره اغېزه پکې لري.

پایله

 په دنیا کې دوه ډوله «غرور» شته: د پړې وړ غرور او بې پړې غرور.

پایله دا چې غرور دوه ډوله دی: په یو لړ غرور انسان نه پړ کېږي، او په یو شمېر پړ کېږي.

څه چې علي(ک) دلته راوړي د نامذموم او ناغندل شوي غرور له جنسه دي؛ یعنې هغه غرور دی، چې زموږ له وجودي جوړښت او له دې نړۍ راولاړ دی؛ نو دا چې انسانان یو؛ مغرور او غافل یو.

خو یو لړ غرور شته چې انسان یې په پار پړولای شو. دا هماغه غرور دی چې پېغمبران راغلي موږ ترې باخبر کړي او رازده کړي چې څنګه ځانونه ترې وڅنډو. دا غرور یوازې په دې څنډلېږي، چې انسان ته ددې عالم حقیقت وریاد کړای شي، همدا او بس.

یعنې د هستۍ د واقعیت پېژندنه، د انسان د مسافروالي د شان پېژندنه او هم د خپل خیال په شپول کې راګېرېدل یې، لاملېږي چې دا څنډېدونی غرور، له منځه ولاړ شي. د اخلاقو عالمانو او تر ټولو ښه غزالي په احیاءالعلوم کې، د غرور ټولګي چې بېلابېلې ډلې (فقها، متکلمین، صوفیان او…) پرې اخته دي څرګندې کړي، چې ښايي ځانونه ورباندې پوه او عبرت ترې واخلو. نو مذمومه دنیا پر کومه مانا چې وویل شوه، هغه خیالي دنیا ده چې د فاني والي او کښت والي ځانګړنې نلري.

اين جهان جادوست، ما آن تاجريم        كه ازو مهتاب پيموده خريم‏

گز كند كرباس پانصد گز شتاب        ساحرانه او زنور ماهتاب‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 1040 -1039 بیتونه)

 د «کلیله و دمنه» په یوه کیسه کې راغلي چې یو کوډګر سپوږمۍ خامتا کوله او پر خلکو یې پلورله. چا چې پېرله او تلل؛ نو لیدل یې چې څه ورسره نشته. دا دنیاهم د همدې ګوډ په شان ده. سپوږمۍ خامتا کوي او پلوري یې؛ خو تر پلور روسته، پېرونکی لاس تش ویني.

 وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ (نور/۳۹) = او هغوى چې كافران شوي دي،د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده،چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛خو چې ورشي (؛نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى .

نو پر ځای ده چې بیاهم د اولیاءالله په لاروی، له خدایه وغواړو چې له دارالغروره له ژغورنې مو برخمن کړي.

له خدایه غواړو چې د خپلې لورنې ورونه را پرانزي، توفیق دې راکړي چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!