تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انسان پېژندنې انځور او د حکومت ډول   وَ إِيَّاكَ أَنْ تَغْتَرَّ بِمَا تَرَى مِنْ إِخْلَادِ أَهْلِ الدُّنْيَا إِلَيْهَا وَ تَكَالُبِهِمْ عَلَيْهَا فَقَدْ نَبَّأَكَ اللَّهُ عَنْهَا وَ نَعَتْ هِيَ لَكَ عَنْ نَفْسِهَا وَ تَكَشَّفَتْ لَكَ عَنْ مَسَاوِيهَا فَإِنَّمَا أَهْلُهَا كِلَابٌ عَاوِيَةٌ وَ سِبَاعٌ ضَارِيَةٌ يَهِرُّ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ وَ يَأْكُلُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انسان پېژندنې انځور او د حکومت ډول

 

وَ إِيَّاكَ أَنْ تَغْتَرَّ بِمَا تَرَى مِنْ إِخْلَادِ أَهْلِ الدُّنْيَا إِلَيْهَا وَ تَكَالُبِهِمْ عَلَيْهَا فَقَدْ نَبَّأَكَ اللَّهُ عَنْهَا وَ نَعَتْ هِيَ لَكَ عَنْ نَفْسِهَا وَ تَكَشَّفَتْ لَكَ عَنْ مَسَاوِيهَا فَإِنَّمَا أَهْلُهَا كِلَابٌ عَاوِيَةٌ وَ سِبَاعٌ ضَارِيَةٌ يَهِرُّ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ وَ يَأْكُلُ عَزِيزُهَا ذَلِيلَهَا وَ يَقْهَرُ كَبِيرُهَا صَغِيرَهَا

هسې نه پر دنيا د دنيا پالو زړه تړنه دې ښاڅمن – مغرور کړي؛ ځکه خداى د دنيا له حالاتو خبر کړى يې او دنيا هم له خپل اکر – وضع خبر کړې او د روزګار له بدرنګوالي يې درته پرده لرې کړې ده. په رښتینه کې دنيا پالي، د سپو په څېر په ښکار پسې غاپي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري داړي او لويان يې کوچني خوري.

نَعَمٌ مُعَقَّلَةٌ وَ أُخْرَى مُهْمَلَةٌ قَدْ أَضَلَّتْ عُقُولَهَا وَ رَكِبَتْ مَجْهُولَهَا سُرُوحُ عَاهَةٍ بِوَادٍ وَعْثٍ لَيْسَ لَهَا رَاعٍ يُقِيمُهَا وَ لَا مُسِيمٌ يُسِيمُهَا سَلَكَتْ بِهِمُ الدُّنْيَا طَرِيقَ الْعَمَى وَ أَخَذَتْ بِأَبْصَارِهِمْ عَنْ مَنَارِ الْهُدَى فَتَاهُوا فِي حَيْرَتِهَا وَ غَرِقُوا فِي نِعْمَتِهَا وَ اتَّخَذُوهَا رَبّاً فَلَعِبَتْ بِهِمْ وَ لَعِبُوا بِهَا وَ نَسُوا مَا وَرَاءَهَا .  رُوَيْداً يُسْفِرُ الظَّلَامُ كَأَنْ قَدْ وَرَدَتِ الْأَظْعَانُ يُوشِكُ مَنْ أَسْرَعَ أَنْ يَلْحَقَ

او يا د هغو اوښانو په څېر دي، چې ځينې يې له پښو تړلي او ځينې يې په بیديا کې خوشې شوي او لار يې ورکه کړې او په ګړنګونو او شګلنو ځايو کې ګرځي راګرځي، چې ګرځېدل پکې خورا ستونزمن وي؛ نه شپوڼ لري، چې چارې يې ورسمې کړي او نه څرونکى لري، چې څړځي ته يې بوځي.

دنيا د ړندو لارې ته راکاږلي او سترګې يې ورته د ښیون – هدايت له ډېوې بې برخې کړي، په بېلارۍ کې کړهاند و لالهاند دي، په نعمتونو کې ډوب دي، چې نعمتونه يې خپل پالونکي نيولي دي، د دنيا لوبڅي دي او دوى هم له دنيا سره لوبې کوي، آخرت يې هېر کړی، لږ مهلت ورکړه، تورتم ژر پای ته رسي؛ لکه چې مسافر خپل منزل ته رسېدلى دى او څوک چې بيړه وکړي؛ نو کاروان ته به ورسي.

دا عبارات د لمر په څېر د علي (ک) انسان پېژندنه ډاګېزوي. هغه انسان پېژندنه چې هم نوموړي ته په خپلو ناکاميو کې تسلي ورکوي او هم دنيوي سياست ورته مانا کوي. ځان، زوی او د تاريخ مظلومانو ته تسکين او تسلي ورکوي چې هسې نه د يو شمېر تمه کارانو او دنياپالو «پرمختګ» مو په زړونو کې د کينې او حسرت لمبې بلې او خپه مو کړي.

دوی ته د يوې ډلې داړنو ځناورو په سترګو ووينئ چې تمو او حرص يې سترګې ړندې او يو بل ته يې پنجې تېزې کړي دي. تل دغسې و او نړۍ په اصل کې، همدا ځناور اداره کوي او د عقلمنۍ شرط دا نه دی چې پر دغسې حيواني ډګر افسوس وکړو. زوی يې امام حسين هم دغسې ليد درلود او ويل يې:

الناس عبيد الناس … «خلک د دنيا بندګان دي او دين په خوله کې اړوي رااړوي او تر څه وخته يې چې ژوند چورلي د دين خبرې کوي او همدا چې د ازمېښت وخت راځي، دینداران کمېږي.» (تحف العقول، ابن شعبه حرّاني)

دا يې د ګيلې له مخې نه؛ بلکې يو واقعيت يې وايه او حقّا چې واقعيت همدا دی او څوک يې چې وپېژني آرام ژوند به ولري.

دا په لنډو «ديني ـ عرفاني» انسان پېژندنه وه چې سيوری يې راباندې پروت و او همدغسې پروت دی. اوس پوښتو پر داسې يوې ټولنې حکومت به چې د دې انځورنې له مخې خلک يې له شعوره دومره برخمني نلري، څرنګه وي؟ په نظر رسي څارويو ته بهترين او مناسبترين حکومت دکتاتوري ده.

ځکه له څارويو سره د شهوت او غضب د غلبې له لامله، منطقي مذاکره نشو کړای يا په چارو کې مشارکت ورکړو؛ پر دغو موجوداتو حکومت به هرو مرو د ضبط او تاديب له جنسه وي او حداکثر تنې ته يې مو ورپام وي؛ ځکه پر زړه او ماغزو ورته قايل نه يو.

دغسې يوه انسانپوهنه به پر دغسې اخلاقو، سياست او معيشتي نظام پای ومومي؛ يعنې، که انسانان يوازې څاروي، سپي او داړن وبولو؛ نو نبايد د سياست او حکومت په ډګر کې په کوم حق ورته قايل شو او البته دغسې موجودات څه مکلفيت هم نلري. دا يو خوا. خو بلخوا، علي (ک)داسې خبرې لري چې راښيي، نوموړی انسان نه يوازې په لورنه او شفقت[1] کې رانغاړلی؛ بلکې د حق او مکلفيت خاوند يې ګڼلی دی:

فَلَا تُكَلِّمُونِي بِمَا تُكَلَّمُ بِهِ الْجَبَابِرَةُ وَ لَا تَتَحَفَّظُوا مِنِّي بِمَا يُتَحَفَّظُ بِهِ عِنْدَ أَهْلِ الْبَادِرَةِ وَ لَا تُخَالِطُونِي بِالْمُصَانَعَةِ وَ لَا تَظُنُّوا بِي اسْتِثْقَالًا فِي حَقٍّ قِيلَ لِي وَ لَا الْتِمَاسَ إِعْظَامٍ لِنَفْسِي فَإِنَّهُ مَنِ اسْتَثْقَلَ الْحَقَّ أَنْ يُقَالَ لَهُ أَوِ الْعَدْلَ أَنْ يُعْرَضَ عَلَيْهِ كَانَ الْعَمَلُ بِهِمَا أَثْقَلَ عَلَيْهِ فَلَا تَكُفُّوا عَنْ مَقَالَةٍ بِحَقٍّ أَوْ مَشُورَةٍ بِعَدْلٍ فَإِنِّي لَسْتُ فِي نَفْسِي بِفَوْقِ أَنْ أُخْطِئَ وَ لَا آمَنُ ذَلِكَ مِنْ فِعْلِي (نهج البلاغه، ۲۱۶ مه خطبه)

راسره د سرغاړو واکمنو په څېر خبرې مه کوئ او لکه چې له پخساکګرو – غوسناکو ډډه کوئ رانه مه په څنګ کېږئ او په  غوړه مالۍ راسره مه چلېږئ او ګومان مه کوئ، چې د حق ویل به راباندې ګران پرېوځي او نه غواړم ځان غټ او ستر وښیم؛ ځکه چا ته چې د حق اورېدل ستونزمن وي یا د عدالت په اړه د چا ورم وا نه وري؛ نو پر حق تلل او پر عدالت چلېدل ورته ستونزمن دي[2]؛ نو ما ته د حق خبرې کوئ او د عدل په اړه سلا مشورې رانه مه سپموئ؛  ځکه ځان تر دې جیګ نه ګڼم، چې نه به تېروځم او په خپلو کړنو کې به له تېروتنې خوندي یم.

 بلخوا علي (ک) مالک اشتر ته د يوې پاکې ټولنې په معرفي کولو کې د نبي اکرم (ص) يو حديث روايتوي.

لَنْ تُقَدَّسَ أُمَّةٌ لَا يُؤْخَذُ لِلضَّعِيفِ فِيهَا حَقُّهُ مِنَ الْقَوِيِّ غَيْرَ مُتَتَعْتِعٍ (نهج البلاغه، ۵۳ ليک)

«کله هم يوه ټولنه نه پاکېږي، خو چې کمزوری بې تړتړيتوبه له زوروره خپل حق پکې واخلي.»

پر دې ټولو سربېره ، د حضرت علي (ک) دا ټینګار مو دې پوښتنې ته راکاږي چې د انسانانو په اړه کومه يوه ځانګړنه ومنو؛ هغه انځورنه چې انسان خوړونکی سپی او ايله څاروی معرفي کوي (چې دې حال کې نبايد په حق او جّدي مکلفيت ورته قايل شو) او يا د انسان دا اوچته څېره چې د حق او مکلفيت خاوند او د حق پوره کول يې لازم بولي.

د دې دواړو انځورونو راټولول راته وايي چې يو خوا د حيوانيت څنډ ته د ورنژدېوالي په پار بايد انسانان، معذور او په عفوه او ملاطفت کې رانغاړلي وبولو او بلخوا انساني څنډ ته د ورنژدې والي له لامله يې د حق او مکلفيت خاوندان وبولو.

د دواړو بريدونو ترمنځ درېدنه ډېره مهمه او حساسه ده.

ايا خلکو ته کله د يو څاروي او کله د يو انسان په توګه ووينو؟

په زړه پورې دا ده چې د داروين او فرويد، مهمه رابرسېرونه يوازې دا وه چې انسان، په بند کې يو حيوان دی؛ يعنې انساني خودي لري چې سرپوښ يې د ده خپله حيواني ده. يعنې دوه پوړيزه موجود دی او يا په انساني بڼه يو حيوان دی او لږ تر لږه ډېری ادم ډولي همدغسې دي. مولانا هم همدا ويل: زیاتره انسانان، ادم خواره دي. د آدمي شتون پينځمه چې د قطبي يخونو په څېر يې له اوبو سر راپورته کړی، انساني دی او تر اوبو پاتې برخه يې حيواني ده.

 

[1] – انما ینبعی لا هل العصمه و المضوح الیهم و اسلامه آن یرحموا اله الذنوب و المعصیة:      وړ ده چې پاکان او خوندي، پر ګناهګارانو او ښويو شويو، ولورېږي.

[2] دلته بې دلیله د یو څيز منل (Dogmatism)نفې شوې دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست