تبلیغات

د انفال سورت د غورچاڼ – منتخبو آیتونو شرح د انفال سورت ټوليزه منځپانګه : لومړى د اسلام د مالي برخو مهمو مسايلو؛ لکه انفال او غنايمو ته اشاره شوې، چې د بيت المال مهم ملاتړ ګڼل کېږي او بيا يې نورې ويينې راخستي؛ لکه: د رښتینو مؤمنانو ځانګړنې، د بدرغزا داستان، د جهاد احکامو […]

د انفال سورت د غورچاڼ – منتخبو آیتونو شرح

د انفال سورت ټوليزه منځپانګه :

لومړى د اسلام د مالي برخو مهمو مسايلو؛ لکه انفال او غنايمو ته اشاره شوې، چې د بيت المال مهم ملاتړ ګڼل کېږي او بيا يې نورې ويينې راخستي؛ لکه: د رښتینو مؤمنانو ځانګړنې، د بدرغزا داستان، د جهاد احکامو يوه غټه برخه، د دښمن پرله پسې بريدونو پر وړاندې د مسلمانانو دندې، د پېغمبر اکرم (ص) هجرت او د ((ليلة المبيت)) تاريخي شپې داستان، له اسلام وړاندې د مشرکانو وضع او کږنې انګېرنې يې، د کار په پيل کې د مسلمانانو د ناوسۍ څرګنوالى او بيا يې د اسلام په رڼا کې پياوړتيا، د خمس (پينځمې) حکم او د ويش څرنګوالى يې، په هر وخت او ځاى کې جهاد ته د پوځي، سياسي او ټولنېز چمتووالي لزوم، پر دښمن د مسلمانانو د مانيزو ځواکونو پياوړتيا، که څه ظاهري شمېر يې لږ وي، د جګړې د بنديانو او ورسره د چلن حکم ، مهاجرين او هغوى چې هجرت يې ونکړ، د منافقينو د پېژندګلو لار او ورسره مبارزه او په پاى کې يو لړ رغوونکي اخلاقي او ټولنيز موضوعات [1].

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱﴾  = د انفال [= غنيمتونه او هر ډول مال، چې څرګند او ټاكلى خاوند نه لري] په باب دې پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې د الله او استازي [یې] دي؛نو (د الله د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او خپلمنځي اړيکې سمې کړئ او كه مؤمنان ياست د الله او استازي یې اطاعت وكړئ .))   

١—انفال : تردې آيت لاندې  څو شان نزوله روايت شوي دي. د ټولو رواياتو ګډ ټکى دادى، چې مسلمانانو د بدر تر غزا روسته، د ولجو د وېش پر سر اړپېچ  وکړ، له پېغمبراکرم(ص) يې هوارۍ وپوښت. خداى دا آيت نازل او ورته يې وويل، چې د ولجو وېش د مسلمانانو په واک کې نه؛ بلکې ولجې او وېش په خداى او د ده په استازي پورې تړاو لري. بيا پېغمبر(ص) ولجې پر مسلمانانو يو رنګ ووېشلې[2]. که څه دا آيت د جګړيزو ولجو په باب راغلى؛ خو مفهوم يې ټوليز او عمومي حکم دى او ټول اضافي مالونه (؛يعنې څه چې خصوصي مالک نه لري) رانغاړي. په همدې دليل ، موږ ته، چې د اهلبيتو عليهم السلام له لارې کوم روايات رارسېدلي، انفال ته پکې پراخ مفهوم ويل شوى دى[3].

 ١- د وګړيو د پخلاینې فضيلت : د وګړيو ترمنځ پوهاوی – تفاهم راپيدا کول، د دښمنيو او کينو له منځه وړل او په خوږلنۍ، صميميت او دوستۍ يې اړول، له اسلامي خورا مهمو کړلارو ځنې دی. په اسلامي ښوونو کې، دې موضوع ته دومره اهميت ورکړاى شو، چې يو غوره عبادت يې ښوولى دى. حضرت علي (ک)، چې د شهادت پر بستره پروت و، خپلو زامنو ته يې په روستي وصيت کې وويل : ((خداى په پام کې ونيسئ! خداى په پام کې ونيسئ! او خپلمنځي پخلاینه وکړئ،چې ستاسې له نيکه؛ پېغمبر (ص) مې اورېدلي ،چې يې ويل : د خلکو ترمنځ پخلاینه تر ټولو (مستحبي) نمونځونو او روژو غوره ده ))[4].

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ ﴿۷﴾ = او (درياد كړئ) چې كله الله ژمنه درسره وكړه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا يې وسلوال پوځ] به يوه ستاسې پر برخه شي او تاسې غوښتل،(بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې لاسبري شئ)؛ خو الله غواړي حق په خپلو كلمو ازباد او غښتلى كړي او د كافرانو سټه وباسي(؛نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستره بريا مو پر برخه شوه)؛

 ٧- د بدر غزا سريزې : مدينې ته د پېغمبراکرم(ص) له هجرته څه موده روسته، مسلمانان خبر شول، چې د ابوسفيان په مشرۍ د قريشو سوداګريز کاروان له شام ځنې مکې ته ورستنېږي. پېغمبراکرم(ص) خپل اصحابو ته امر وکړ، چې د هغو ځورونو د غچ اخستو او جبيره کولو لپاره دې د کاروان لورى ډب او مالونه دې يې په ولکه کې کړي، چې مشرکانو، مسلمانانو ته رسولي وو. ابوسفيان په مدينه کې د خپل يو دوست له لارې خبر شو او مکې ته يې د مرستې غوښتنې لپاره يو استازى ورولېږه. دا چې ډېرو مکيانو په کاروان کې برخه درلوده په بيړه د يو شمېر مکي مشرانو په ګډون راغونډ شول، چې د ابوجهل په مشرۍ له ( ٩٠٥) تنو جنګي وګړيو ٧٠٠ اوښانو او ١٠٠ سرو آسونو سره راوخوځېدل . بلخوا ابوسفيان د ځان د بچاوي لپاره خپله لار بدله کړه او په بيړه يې د مکې لار ونيوه . پېغمبراکرم (ص) د هغه وخت له ټولو ٣١٣ تنو مبارزو مسلمانانو سره د مکې او مدينې ترمنځ د ((بدر)) سيمې ته رسېدلى و، چې د قريشو د لښکر له خوځېدو خبر شو . دا آيت په هغو شرايطو کې د مسلمانانو وضيعت شرحوي[5].

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿۹﴾ =(درياد كړئ) چې کله مو (د بدر په ډګر كې د سخت خپګان له لامله) له خدايه مرسته وغوښته او ستاسې غوښتنه یې ومنله (او ويې ويل ):(( مرستې ته مو پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم! )) 

وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ = او الله دا (ژمنه) يوازې ستاسې د زېري لپاره وكړه،چې زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه بريا خو يوازې د الله له لوري ده (؛ځکه) چې الله ناماتى حکيم دى .

 ٩ او ١٠ – پرښتې د مسلمانانو مرستې ته وردانګي: له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت شوى: ابوجهل د بدر پر ورځ د دواړو لښکرو له مخامخېدو روسته وويل : خدايه له موږ دواړو، چې کوم يو ملاتړ ته وړ يو، ملاتړ يې شه. مسلمانانو هم له خدايه ملاتړ وغوښت . بيا خداى پرښتې رانازلې کړې. د امام باقر(رح) په يو روايت کې راغلي : (( چې پېغمبراکرم(ص) د مشرکانو ډېرښت او د مسلمانانو کمښت وکوت، مخ پر قبله شو او و يې ويل :خدايه! د څه ژمنه دې چې راسره کړې، وفا پرې وکړه. خدايه! که دا ډله (اصحاب مې) هلاک شي؛ نور پر ځمکه څوک نشته، چې دې ونمانځي ،په دعا يې لاسونه اسمان ته نيولي ول او دعا يې دومره اوږده شوه، چې له اوږو يې چپن راولوېده، خداى یې دعا ومنله او پرښتې يې راولېږلې))؛ البته پرښتې د مؤمنانو زېري، خوشحالۍ او د زړونو ډاډېنې ته راغلې وې، نه دا چې کافران ووژني؛ لکه چې دې ټکي ته د همدې سورت په ١٢آيت کې اشاره شوې ده . دا مانا د ځينو تاريخپوهانو دا خبره تاييدوي، چې : پرښتې ددې لپاره راغلې نه وې، چې مشرکان ووژني او د هغوى يو تن يې هم و نه واژه؛ درېيمه برخه يا نيمايې مشرکان علي (ک) ووژل او دوه برخې يا پاتې نيم يې نورو مسلمانانو ووژل. د پرښتو دنده يوازې دا وه ، چې د کافرانو په نظر کې د مسلمانانو شمېر زيات وښيي او د مسلمانانو زړونه ټينګ کړي او د مشرکانو په زړونو کې دبدبه، وحشت او ډار واچوي[6].

إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ ﴿۱۱﴾ = (درياد كړئ) چې الله پر تاسې د ډاډېينې لپاره پركالي راوړه او له اسمانه يې پر تاسې او به راوورولې،چې تاسې پرې پاك كړي او د شيطان چټلي درنه لرې كړي او زړونه مو پياوړي او په دې مو قدمونه ټينګ كړي .

١١- د بدر غزا په مخکې شپه کې مسلمانانو ته د خداى دوه لورنې: دا آيت د بدر په پېښه کې پر مؤمنانو د خداى نورو لورنو ته اشاره کوي . مسلمانان له جګړې په ورمخکې شپه کې سخت پرېشانه ول، چې سبا به د مشرکانو له پوره سمبال وسلوال پوځ سره څه کوي . خداى پرې پرکالي راوړه، چې سبانۍ جګړې ته چمتو شي. بلخوا دا چې مشرکانو ژر اوبو ته لاسرسى موندلى و، پر مسلمانانو يې اوبه بندې کړې وې، چې اړتيا يې ورته درلوده. خداى پرې باران ووراوه، چې خپلې اړتياوې پرې لرې کړي. د باران بل خاصيت دا و، چې د مسلمانانو مخې ته ځمکه يې – چې شګلنه وه او پښې پکې ښويېدې – ټينګه کړه او په دې توګه مسلمانانو په مضبوطو ګامونو، ډاډمنو زړونو، خداى ته هيلمن او په پاکو ارواوو او تنو د بد ډګر ته ورودانګل[7].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ ﴿۱۵﴾ = مؤمنانو! چې کله (د جګړې په ډګر كې) د كافرانو له لښكر سره مخامخ شوئ؛ نو شا مه وراړوئ (او مه تښتئ) .  

 وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۶﴾ = او څوك چې شا ورواړوي؛ خو داچې د نوي بريد او يا له نورو (مجاهدينو) سره د يو ځاى كېدو په موخه ډګر پرېږدي؛نو هرومرو به د الله پر غضب اخته شي او هستوګنځى يې دوزخ دى،چې ډېر ناوړه ځاى دى !  

١٥-او ١٦ .له جګړې تېښته؛ يوه ستره ګناه : له جګړې تېښته، په اسلام کې يوه ستره ګناه شمېرل کېږي؛ البته د قرآن ځينو آيتونو ته په پامينوي، په دې شرط، چې د دښمن شمېر حداکثر د مسلمانانو دوه ګرايه وي . امام رضا (رح) خپل يو يار ((ابن شاذان)) ته له جهاده د تېښتې د حرامېدو د علت په باب وويل : (( خداى له جګړې تېښته حرامه کړې ده؛ ځکه دا چار د خداى د دين د سپکېدو او د پېغمبرانو او عادلو امامانو د ټيټ ګڼلو لامل دى. هغوى چې له جګړې تښتې، د دښمنانو پر وړاندې له پېغمبرانو او امامانو مرسته سپموي؛ نو ځکه د الهي سزا وړ ګرځي؛ ځکه په دې چار، د خداى د ربوبيت په منښته – اقرار کې د پېغمبرانو بلنه، د عدالت راښکاره کولو، د ظلم پرېښوولو او د فساد له منځه وړو ته شا کوي او بلخوا پر مسلمانانو د دښمنانو د جرات لاملېږي او د مسلمانانو د نيوو، وژنې، د الهي دين له منځه وړو او نورو مفاسدو په فکر کې لوېږي )) د حضرت علي (ک) له پرېمانه ځانګړنو، چې کله يې هم ځان نورو ته بېلګه ورښووه، همدا د جهاد له ډګره نه تښتېدل وو، وايي : ((زه بيخي له دښمنه تښتېدلى نه يم او چې څوک رامخامخ شوى، په وينو مې يې ځمکه ورسره کړې ده [8]))

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۷﴾ = نو تاسې دوى نه دي وژلي؛ بلكې الله وژلي او چې تا ایشتل ( اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي ؛بلكې الله ایشتل، ځکه الله غوښتل مؤمنان له دې لارې ښه وازمېيي، په رښتيا چې الله ډېر پوه اورېدونكى دى .

 ١٧- خداى غشي وورول : په رواياتو کې راغلي، چې په بدر غزا کې نبي کريم ( ص) ، علي (ک) ته وويل : (( يو موټى شګې او کاڼي راکړه)) ور يې کړل، نبي کریم (ص) د قريشي مشرکانو مخې ته وروشیندل او د خداى په اراده، په شګو د ګردو مشرکانو سترګې ډکې شوې. په رواياتو کې څرګنده شوې، چې دې معجزې ډولي چار د مسلمانانو په بريا کې اغېزمنه ونډه درلوده. په هرحال، خداى په دې آيت کې مسلمانانو او پېغمبراکرم(ص) ته وريادوي، چې د بدر پېښه او د انساني ځواک او وسلو له اړخ کمزوريو مسلمانانو، چې وسلوالو مشرکانو ته ماتې ورکړه؛ نو دا څه عادي چار نه و؛ خو خداى د پرښتو په رالېږلو د مؤمنانو زړونه ټينګ کړل او د کافرانو په زړونو کې يې ډار او وحشت وغورځاوه او په يو موټي خاورې يې د مسلمانانو له بريا سره مرسته وکړه، چې مسلمانان مشرکان ووژلاى شي او بنديان او ولجې ترې ونيسي؛ نو که په ظاهره، مسلمانانو مشرکان ووژل او پېغمبر اکرم(ص) يو موټى خاوره پر مشرکانو وشيندله؛ دا بريا د خداى چار و او وړ ده، چې په خداى پورې وروتړل شي[9].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾ = مؤمنانو! د الله او استازي بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوند بښونكي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې الله يې د انسان او د زړه ترمنځ پرده كېږي او داچې (په قيامت كې) به يوازې همده ته ورټولېږئ .

 ٢٤- اسلام؛ د ژوندانه دين : دا آيت په ډاګه وايي: د اسلام بلنه، ژوند ته بلنه ده؛ مانیز، توکیز، فرهنګي، وټيز، سياسي، اخلاقي، ټولنيز او …ژوند ته دا د اسلام په باب ډېر لنډ او هر اړخیز تعبير دى. که څوک وپوښتني، د اسلام موخه څه ده او اسلام څه را کوي؟ په لنډو وايو: د اسلام موخه، په ټولو اړخونو کې ژوند دى؛ البته ژوند، په بله نړۍ کې همېشنی ژوند او د حى او قيوم خداى ژوند، چې د خداى بې حده پوهه او قدرت دى. د ژوند دې درجو او ګرايو ته په پامنيوي، څرګندېږي، که څه د جاهلي پېر خلکو توکیز او حيواني ژوند درلود؛ خو له انساني، مانيز  او عقلاني ژونده بې برخې وو . قرآن راغى او انساني او الهي ژوند ته يې وبلل[10].

٢٤- پر انسانانو او موجوداتو د خداى راچاپېرتيا: شک نشته چې له قلب (زړه) مطلب د انسان روح او عقل دى. دا غونډله دې مطلب ته اشاره کوي، چې خداى په هر ځاى کې حاضر او ناظر دى او پر ټولو موجوداتو راچاپېرتيا لري او عين دا چې د هستۍ له موجوداتو سره يو نه دى؛ خو جلا او پردى ترې هم نه دى. مرګ، ژوند، پوهه، ځواک، ارامي، امنيت، توفيق او نېکمرغي، چې دا ټول يې په واک کې دي؛ نو ځکه انسان څه ترې پټولاى نشي او نه يې بې له توفيقه څه چار کړاى شي او نه وړ ده، چې بې له خدايه بل ته مخ ورواړوي او څه ترې وغواړي؛ ځکه الله د هر څه مالک دى او د انسانانو پر ټول وجود احاطه او چاپيرتيا لري[11].

وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۵﴾ = او له هغې فتنې ځان وژغورئ،چې (ناوړې پايلې به يې) يوازې ستاسې ظالمان را و نه نغاړي؛ (بلكې ټول به پكې راښکېل شي؛ ځكه چوپ ناست وو) او پوه شئ،چې الله سخت عذابى دى .

٢٥ – فتنه :دې آيت څرګنده کړې نه ده، چې کومه فتنه په پام کې ده؛ خو د آيت له سياقه معلومېږي، چې دا فتنه د حق اسلامي حکومت راپرځول او واګې په ناحقه نيول او د خداى او نبوي سنتو (ص) له پرېکنده احکامو سره مخالفت دى. هو! ددې فتنې ظلم ټولو مسلمانانو ته وررسي او خداى ټول له دغسې فتنې منع کړي دي. د اهلبيتو عليهم السلام په رواياتو کې ددې فتنې د څرګندو مصداقونو لپاره المیزان تفسیر وګورئ[12].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۷﴾ = مؤمنانو! له الله او پېغمبر سره يې خيانت مه كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مه كوئ،سره له دې چې پوهېږئ (دا كار ستره ګناه ده).

٢٧- په امانت کې خيانت خورا ناوړه کړنه ده : خيانت د هغه حق د نه ورکړې پر مانا ده، چې انسان يې د ورکولو ژمنه کړې وي او په مقابل کې يې، امانت دى. امانت که څه معمولاً، مالي امانتونو ته ويل کېږي؛ خو د قرآن په سول او منطق کې پراخ مفهوم لري، چې د ټولنيز، سياسي او اخلاقي ژوند ټولې چارې رانغاړي، تردې چې په اسلامي رواياتو کې هغه خبرې اترې،چې په خصوصي غونډو کې ويل کېږي او ويوونکى خوښ نه وي، چې خبرې يې له غونډې ووځي؛ نو دا خبرې اورېدونکيو ته يو امانت ګڼل شوي دي؛ نو ځکه مسلمانانو ته د اسلام اوبه او خاوره هم الهي امانت؛ اولاد يې ورته امانت دى او تردې ټولو اوچت، قرآن مجيد او الهي مشران د پالونکي دوه مهم امانتونه شمېرل کېږي. په هر حال په امانت کې خيانت يوه ناوړه ګناه او چې څوک په امانت کې خيانت کوي، منافق دى. په يو حديث کې د پېغمبر اکرم(ص) له خولې روايت دى:(( منافق درې نښې لري: د خبرو پر مهال دروغ وايي؛ پر ژمنې وفا نکوي او په امانت کې خيانت کوي. دغسې يو تن منافق دى؛ که څه روژه ونيسي ، نمونځ کوي او ځان مسلمان وبولي [13].))

وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ = او پوه شئ،چې مالونه او اولادونه مو (ستاسې) د ازمېښت وزلې دي او (هغوى چې له دې ازمېښته بريالي راووتل؛نو) له الله سره ستره بدله ده.

 ٢٨- شتمني او اولاد؛ د ازمېښت وزلې: دا آيت د مخکې آيت په دوام کې دى او مسلمانانو ته وايي، چې د خپلو مالونو او اولادونو په پار، د خداى، پېغمبر(ص) او د نورو له امانتونو سره خيانت مه کوئ. پوهېږو، چې ځينو مسلمانانو مدينې ته هجرت کړى و؛ خو مالونه او اولادونه يې په مکه کې پاتې وو او د مشرکانو پام اړونې ته يې د مسلمانانو ځينې پټ رازونه مشرکینو ته ورسول، چې په بدل کې يې له مالونو او اولادونو سره څه کار ونلري، دې آيت مسلمانانو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې تاسې په مالونو او شتمنيو ازمېښتېږئ او هسې نه له دې ازمېښته سرځوړوند راووځئ[14]. په هر حال، انسان په دې دواړو (مال او شتمنۍ) سخت زړه تړلى دى؛ نو موږ ټول بايد د ازمېښت په دې دوو سترو ډګرونو کې، ځانونه خداى ته وسپارو او هوښيار وسو؛ ځکه ډېر وګړي په دې دوو ډګرونو کې ښويېدلي دي[15].

وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۳۳﴾ = او (پېغمبره !) چې ته يې په منځ كې يې (؛نو) الله يې نه په عذابوي او (همداراز)،چې بښنه غواړي؛ الله به يې عذابوونکى نه وي .

٣٣- د پېغمبراکرم(ص) شتون او استغفار؛ له عذابه د بچېدنې دوه لاملونه : امام محمد باقر (رح) له اميرالمؤمنين علي (ک) نه روايت کړى:(( د ځمکې پرمخ، دوه څيزونه د خداى له عذابه د امنيت او بچېدنې لامل دي: يو يې اخستل شوى او بل يې پاتې دى؛ پاتې يې واخلئ او منګولې پرې ښخې کړئ؛ خو کوم امان، چې اخستل شوى، رسول الله (ص) و او چې پاتې دى، بښنه غوښتل او استغفار دى ( ورپسې يې دا آيت ولوست[16]) ))

وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ = او ولې به یې الله (په اخرت كې) نه عذابوي، چې (پر مؤحدينو) د مسجدالحرام لار تړي او دوی یې واكوال هم نه دي؟ واكوال خو یې يوازې متقیان دي؛خو ډېری يې نه پوهېږي .

٣٤- يوازې پرهېزګاران د جوماتونو پالندويان دي: که څه دا حکم د مسجدالحرام په باب ويل شوى؛ خو ټول جوماتونه، ديني او مذهبي مرکزونه رانغاړي، چې بايد پالندويان او چارواکي يې پاک او پرهېزګاره وګړي وي، چې دا مرکزونه پاک، ژوندي، د ښوونې روزنې، رښتيا او پوهې سرچينې کړي؛ لکه چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ليدل کېږي، چې نه ښايي يو شمېر ځان پلوري، چټل او په پرديو پورې اړوند وګړي د جوماتونو او اسلامي فرهنګي مراکزو چارواکي وي، چې سوداګړيز مرکزونه يې ترې جوړ کړي او له حقه د پرديتوب او استحمار وزلې کړې يې دي. که مسلمانانو د جوماتو او د يني مراکزو په باب همدا اسلامي لارښوونه پلې کړې واى؛ نو نن به اسلامي ټولنو بله بڼه درلوداى[17].

وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۵﴾ =  او (هغوى چې مدعيان دي،چې موږ هم نمونځونه کوو؛نو) نمونځ يې د (الله) د كور ترڅنګ شپېلکي او چكچكې دي؛ نو د خپل كفر له لامله (الهي) عذاب وڅكئ!

٣٥- د جاهلي عربو د نمانځنې يوه بېلګه: په تاريخ کې لولو، چې په جاهلي پېر کې به يو شمېر عربانو ځانونه د کعبې د طواف پرمهال لوڅ لغړول، شپېلي وهل او چک چکې يې کولې او دې چار ته يې نمانځنه ويله. همدغسې روايت شوى، چې پېغمبراکرم(ص) به د حجرالاسود ترڅنګ مخ پر شمال درېده،چې هم يې کعبې او هم يې بيت المقدس ته مخ وي او پر نمانځه به لګيا کېده؛ خو د بني سهیم د ټبر دوه تنه به يې ښي او کيڼ لوري ته درېدل، یو به چغې وهلې او بل به چک چکې، چې پېغمبر(ص) په نمانځه کې وځوروي . چې کله انسان د جاهلي عربو د تاريخ پاڼې لولي او هغه برخې يې، چې په قرآن کې راغلي؛ نو له څېړنې يې معلومېږي، چې زموږ په وخت کې، چې د فضا او اتوم زمانه هم يادېږي، داسې کسان شته، چې د جاهليت د زمانې کړنې کوي او ځانونه عابدان هم ګڼي[18].

لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۳۷﴾ = (دا ټول) ځکه دي، چې الله (غواړي) ناپاك له پاكو بېل كړي او ناپاكي لاندې باندې يو ځاى ډېرۍ كړي، بيا يې په دوزخ كې واچوي،يوازې همدوى تاوانیان دي!

٣٧- د ښو او بدو روستي ځايونه :خداى په تېر آيت کې خبر کړو، چې کافران به په خپلو شيطاني موخو کې ناکام شي . تر وسې وسې يې هڅې وکړې او ډېر مالونه يې ولګول، چې الهي رڼا تته کړي او الهي دين له منځه يوسي؛ خو د هڅو پايله به يې يوازې نهيلي وي او په پاى کې به پښېمانه او زيانکاران وي. دا آيت، ددې مطلب دليل وايي: په دې نړۍ کې ټولې کړنې او خوځښتونه، د الهي قانون په چوکاټ کې دي او الهي قانون دادى، چې ښه و بد، پاک و ناپاک يو له بله جلا شي او بدي، چې يو پر بل ډېرى شي؛ نو په پاى کې يې ځاى جهنم شي. هو! جهنم د نابودۍ ځاى دى؛ هغه ځاى، چې د بديو کاروان پکې مېشتېږي او تر ابده د الهي غوسې په اور سوځي؛ خو جنت د ټولو ښو د راغونډېدو ځاى دى او په پاى کې ټولې پاکۍ او ښېګڼې هلته وررسي او تر ابده به هلته وي .دا آيت دې مسلم الهي قانون ته اشاره کوي، چې په پاى کې به هر ښه څيز د ښو آر ته او هر بد څيز به د بديو آر ته ورورسي[19].

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳۹﴾ = او ترهغه ورسره وجنګېږئ، چې کومه فتنه [= شرك او استبداد] پاتې نشي او پر ځمکه پوره د الله دین واکمن شي؛ نو كه (د شرك او فساد له لارې راواووښتل او له ناوړو كړنو) يې لاس واخست (الله یې مني)؛ نو په رښتینه کې څه چې كوي، الله  يې ليدونکى دى

٣٩- مهدي آخر زمان د ځمکې له مخه د شرک ټغر راټولوي : له امام صادق (رح) څخه تردې آيت لاندې روايت شوى دى : ((تر اوسه ددې آيت نهايي او روستى تاويل او تفسير رارسېدلى نه دى او چې کله ((قائم)) مو راپاڅي؛ نو د هغې زمانې خلک به يې تاويل وويني. پر خداى قسم، د محمد(ص) دين به داسې بريد ته ورسي، چې داسې شپه به راورسي چې د ځمکې پر مخ به کوم مشرک نه وي [20].))

وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۱﴾ = او كه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي،چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پر ورځ [= د بدر د غزا ورځ ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول، پوه شئ چې څه غنیمت ونیسئ؛نو پينځمه يې د الله ، پېغمبر او (د ده) د خپلوانو، پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛نو دا برخه په خوښۍ وركړئ) او الله پر هر څه قادر دى .

٤١- خمس (پينځمه) : دا آيت، د قرآن يوازېنى آيت دى، چې د خمس موضوع ته يې اشاره کړې ده. ددې الهي حکم پوره څرګندنه په تفاسېرو، فقهي کتابونو او احکامو کې راغلې ده؛ خو په لنډو څو مهمو ټکيو ته اشاره کېږي: ١- له رواياتو پوهېدل کېږي، چې په دې آيت کې له((ذى القربى)) (خپلوانو) مطلب د پېغمبراکرم (ص) ټول خپلوان نه؛ بلکې منظور د اهل بيتوعليهم السلام امامان دي. دې ته په پامينوي، چې دوى د پېغمبر(ص) ځايناستي او د اسلامي حکومت مشران وو او دي؛ نو د خمس د يوې برخې ورکولو علت ورته څرګندېږي. په بل تعبير، د خداى برخه، د پېغمبر(ص) برخه او د ذى القربى برخه، درې واڼه د اسلامي حکومت په مشر پورې اړه لري. مشر پرې خپل ساده ژوند کوي او پاتې به يې په بېلابېلو هغو ځايونو کې ولګوي، چې د امت مشري يې لازمه بولي؛ يعنې د ټولنې او خلک و د اړتياوو لرې کول.  ٢- د رواياتو له مخې، له پلارمړيو، مسکینانو او په لار کې له پاتې شويو، يوازې د بني هاشمو او ساداتو پلارمړي، مسکينان او په لار کې پاتې دي . ٣- د رواياتو (او ان د ((غنيمت)) د لغوي مانا) له مخې، په دې آيت کې له غنيمته مطلب، هر ډول ګټه ده، چې په سوداګرۍ، کسب، کار يا جګړې ترلاسه کېږي او نه يوازې جګړيز غنيمت .  ٤- ايا بني هاشمو ته د نيم خمس ورځانګړي کول تبعيض نه دى؟ لومړى، نيم خمس، چې په ساداتو او بني هاشمو پورې تړاو لري، بايد يوازې يې اړمنو ته ورکړاى شي؛ هغه هم د يوه کال اړتياوو هومره او نه ډېر؛ نو ځکه يوازې له دې برخې له کاره لوېدلي، ناروغ يا پلارمړی کوچنى يا هغه کسان، چې د يو علت له مخې، د خپل ژوند لګښت پوره کولاى نشي، ګټنه کړاى شي او هغوى چې د کار وس لري، او پيسې ګټلاى شي، چې خپل ژوند پرې وکړي، د خمس له دې برخې ګټنه کړاى نشي او د عوامو دا مشهوره خبره ((سادات خمس اخستاى شي؛ که څه د کور ناوه يې له سرو وي))، هېڅ ډول بنسټ نلري. دويم، د بني هاشمو اړمن حق نه لري، چې له زکاته يې ولګوي او پر ځاى يې د خمس له همدې برخه ګټنه کړاى شي. درېیم د خمس نيمايي، چې د ساداتو ده، که دا برخه د اړمنو ساداتو له اړتيا ډېره وي، بايد بيت المال ته ورکړاى شي او په نورو ځايونو کې ولګول شي؛ لکه چې که د ساداتو برخه، ساداتو ته بسيا نشي، بايد له بيت الماله يا د زکات برخه ورته ورکړاى شي. دې درې ګونو لوريو ته په پامنيوي، څرګندېږي چې په حقيقت کې له مادي پلوه د ساداتو او غيرساداتو ترمنځ هېڅ ډول توپير ايښوول شوى نه دى. د غيرساداتو اړمن، خپل لګښت له زکاته اخستاى شي؛ خو له خمسه بې برخه دي،د ساداتو اړمن هم يوازې له خمسه ګټنه کړاى شي او له زکاته د ګټنې حق نه لري . دلته يوازې دا پوښتنه راولاړېږي، که د پايلو له اړخ د دواړو ترمنځ هېڅ ډول توپير نه وي؛ نو ددې کړلارې ګټه څه ده؟ په ځواب کې يې ويلي: د خمس او زکات ترمنځ دا مهم توپير شته، چې زکات له هغو مالياتو ځنې دى، چې د اسلامي ټولنې عمومي شتمني ګڼل کېږي، په همدې پار لګښت يې عموماً په همدې برخه کې دى؛خو خمس له هغو مالياتو ځنې دى، چې په اسلامي حکومت پورې اړوند دی ؛ يعنې د اسلامي حکومت د غونډال او چارواکیو لګښت ترې تامينېږي؛ نو ځکه  پر عمومي شتمنيو (زکات) د ساداتو له لاسبرى بې برخېتوب، له دې برخې د پېغمبراکرم (ص) د خپلوانو د لرې کېدو لپاره دى، چې مخالفانو ته څه پلمه نه وي، چې ګنې پېغمبر(ص) پر عمومي شتمينو خپل خپلوان مسلط او برلاس کړي دي؛ خو بلخوا د ساداتو اړمن هم بايد له بلې لارې تامين شي . په اسلامي قوانينو کې ددې موضوع وړاندوينه شوې، چې دوى دې د اسلامي حکومت له بودجې برخمن شي او نه له عمومي بودجې. په حقيقت کې،خمس نه يوازې ساداتو ته يو امتياز نه دى؛بلکې د عامو د مصلحت په پار يو ډول چاره او له دې لامله ،چې خلک پرې بدګومانه نشي[21].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۴۵﴾= مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛نو ټينګ شئ او الله ډېر يادوئ،چې بريالي شئ .

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۴۶﴾ = او د الله (د فرمان) او د استازي یې اطاعت وكړئ، په خپلو كې شخړې مه کوئ،چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛(ځکه) چې الله له زغمناکو سره دى.   

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۴۷﴾ = او د هغوى په څېر مه كېږئ،چې له خپلو كورونو په ویاړ او خلكو ته د ښودانې لپاره ( د بدر د جګړې پر لور) راووتل او (خلك يې) د الله له لارې اړول (او په پاى كې يې ماتې وخوړه) او څه چې دوى كوي،(د) الله (پوهه او ځواک) پرې راچاپېر دى.

٤٥ تر٤٧ . اوه ګوني پوځي قوانين : خداى پر مؤمنانو په دې آيتونو کې، په اسلامي جګړو او له دښمن سره په مخامخېدو کې ددې اوو موضوعاتو رعايتول واجب کړي دي :  ١- ټينګ درېدل.  ٢- د خداى ډېر يادول .  ٣- د خداى او پېغمبر(ص) منل.  ٤- د لانجو او شخړو پرېښوول .  ٥- زغم او صبر. ٦- د ځاني غوښتونو له مخې نه وتل او د خلکو پر وړاندې ځانښوونه کول .٧- د خداى له لارې د خلکو نه منع کول.

 دا اوه ګونې چارې، پوره او هر اړخيز پوځي قانون دى، چې د مهمو جګړيزو سپارښتنو له ټوله يې څه پرېښې نه دي . که د پېغمبراکرم (ص) د زمانې په جګړو (؛لکه بدر، احد، خندق، حنين او … ) کې ځيرنه وشي، دا ټکى راڅرګندېږي،که مسلمانان په کومه جګړه کې بريالي شوي؛ نو دليل يې دا و، چې دا سپارښتنې يې مهمې ګڼلې او پلې کړې يې وې او که په کومه جګړه کې يې ماته کړې، دليل يې دا و، چې دا سپارښتنې يا ځينې يې رعايت کړې نه وې او اهميت يې ورکړى نه و[22].

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴۸﴾= او(درياد كړه) چې کله شيطان د دوى [= مشركانو] كړه وړه،ورته ښكلي وبرېښول او و يې ويل :(( نن څوك درلاسبرېدای نشي او زه مو مل يم ))؛ خو چې كله دواړې ډلې (كافران او د پرښتو په ملاتړ مؤمنان) سره مخامخ شوې (؛نو شيطان) پر څټ ولاړ او و يې ويل :(( زه درنه بېزار يم او په رښتيا زه هغه څه وينم،چې تاسې يې نه وينئ،په رښتینه کې زه له الله وېرېږم او الله سخت عذابى دى !))

 ٤٨- په مشرکانو کې شيطان : دا چې د مشرکانو په زړونو کې د شيطان نفوذ او په بدر کې د خبرو اترو طرح ورسره په څه بڼه وه ، مفسرانو پرې ويينه کړې او په ټوليز ډول دوه ګروهې شته : ١- يو شمېر ګروهن دي، چې دا چار په باطني وسوسو شوى؛ يعنې شيطان په خپلو وسوسو او د مشرکانو د منفي او شيطاني ځانګړنو په ګټنې د دوی کړنې يې ښکلې وروبرېښولې او داسې يې وروښووله، چې ناماتى ځواک ورسره دى او يو ډول پناځى او باطني ډډه يې پکې رادبره کړه؛ خو د مسلمانانو تر سرسختو مبارزو او معجزه ډولو پېښو روسته (چې د بريا لامل شوې) د مشرکانو له زړونو ددې وسوسو اثار وڅنډل شول او احساس يې کړل، چې ماتې يې پر برخه ده او د ډډې وهلو ځاى يې نشته؛ بلکې د خداى له لوري سخته سزا ورته سترګې پر لار ده . ٢- يو شمېر ګروهن دي، چې شيطان په انساني بڼه ورانځور شو. په ډېری کتابونو کې په يو روايت کې لولو: ((چې قريشو د بدر ډګر ته د ورتلو ټينګ هوډ ونیو، د بني کنانه د ټبر له بريده ډارېدل؛ ځکه پخوا يې دښمني درلوده، په دې وخت کې، ابليس ورته د بني کنانه د ټبر د مشر((سراقه بن مالک)) په څېره ورغى او ډاډمن يې کړل، چې درسره همغږي يو او څوک درلاسبرېږي نه او د بدر په ډګر کې يې ګډون وکړ؛ خو چې د پرښتو راکېووتل يې وليدل، وتښتېد او لښکر هم ، چې د مسلمانانو له لوري ځپل شوى و، د ابليس د چار په کتو مخ پر تېښتې شو، چې څه وخت مشرکان مکې ته ستانه شول، ويې ويل :سراقه بن مالک، د قريشو د تېښتې لامل شو. سراقه له دې خبرې خبر شو او قسم يې وخوړ، چې زه خو بيخي له دې موضوع خبر نه يم او چې د بدر په ډګر کې يې ګڼ شمېر نښې وريادې کړې، له ټولو يې نمښته -انکار وکړه او قسم يې وخوړ، چې دغسې يو څيز نه وه او بیخي له مکې خوځېدلى هم نه دى او په دې توګه څرګنده شوه، چې نوموړی، سراقه بن مالک نه و)) په دې آيت کې راغلي، ظاهري تعبيرات او خبرې اترې د ابليس له انځورېدو سره همغږي دي[23].

إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۹﴾ = چې كله منافقينو او هغوى چې په زړونو كې يې ناروغي ده،وويل : ((دوى (مؤمنان) خپل دين غولولي دي)) (خو نه پوهېدل) كه څوك پر الله بروسه وكړي (؛نو بريالي كېږي؛ځکه) چې الله بريمن حكيم دى .

٤٩- په آيت کې له منافقانو منظور: مفسرانو پردې خبرې اترې کړي،چې له منافقانو او هغوى چې په زړونو کې يې رنځ دی، منظور څوک دي. دا ډله يا هغه منافقين دي، چې په مدينه کې د مسلمانانو له ليکو سره يو ځاى شوي وو او د اسلام او ايمان اظهار يې کړى و؛ خو په باطن کې ورسره نه وو؛ يا هغوى ول، چې په ظاهره يې په مکه کې ايمان راوړى و؛ خو هجرت يې کړى نه و او په بدر کې د مشرکانو له ليکو سره يو ځاى شوو او چې د کفر د لښکر پر وړاندې يې د مسلمانانو لږ شمېر وليدل، په هېښتيا يې وويل : دوى خپل دين غولولي او ډګر ته راوتلي دي . په هر حال خداى يې باطني نيت رابرسېروي او تېروتنه يې راڅرګندوي[24].

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۳﴾ = دا (سزا) ځکه ده،چې الله يو نعمت كوم قوم ته ورپېرزو كړى وي؛نو تر هغه يې نه بدلوي، چې دوی (په سرغاړۍ) خپله کړنلار اړولې نه وي او داچې الله پوه اورېدونكى دى . 

٥٣- پخپله انسانان دي،چې نعمت اړوي: له امام باقر(رح) نه روايت شوى دى:(( خداى پرېکونى حکم کړى،کوم نعمت يې، چې پر خپل بنده ورپېرزو کړی، ترې وانخلي؛ خو دا چې ګناه وکړي او له لامله يې د بدمرغۍ او نېونې وړ شي )) له امام صادق (رح)څخه په يو روايت کې لولو: ((خداى خپل يو پېغمبر يو قوم ته ورولېږه او وحې يې ورته وکړه،چې قوم ته دې ووايه: دا بې استثنا مطلب دى،چې د هر ځاى اوسېدونکي او هر خلک،چې زما د اطاعت په پار په خوشحالۍ کې دي، که له هغه څه واوړي، چې زه يې خوښوم؛ نو زه يې هم د دوى له ښه حالته هغه حالت ته وراړوم، چې ښه يې نه ايسي او د هر ځاى مېشت خلک او هره کورنۍ، چې زما د احکامو د سرغړاندۍ په پار پر عذاب دي، که زما له ناخوښيو هغه څه ته ورواوړي، چې زه يې خوښوم؛ نو زه به يې هم د دوى له ناخوښه حالته، ښه حالت ته ورستانه کړم [25])). له دې آيته ګټنه کېږي، چې د انسان د نفساني او ځاني تحولاتو او ورځېنيو پېښو ترمنځ نېغه اړيکه شته، داسې چې انسان د خپلې دنننۍ اوضاع په اوړېدو، د بهرنيو پېښو د ادلون لاملېږي[26].

إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۵۵﴾ = په يقين د الله له نظره بدترين خوځنده هغوى دي،چې كافران شوي او ايمان نه راوړي؛

٥٥- ژمنماتي يهوديان: تېر آيتونه، د مشرکانو د وضيعت، ورسره د جګړې او د دوى د پاى او عاقبت په باب وو. تردې آيت روسته، د جګړې، سولې، تړونونو او ژمنماتۍ او… په هکله نور احکام ويل شوي دي؛ البته ٥٥، ٥٦، ٥٧، او٥٨ آيتونه د يهودو پر هغو ټبرونو منطبق دي، چې په مدينه او چاپېريال کې يې مېشت ول. پېغمبراکرم(ص) له دې ټبرونو سره تړون وکړ، چې مسلمانانو او پېغمبر ته به څه زيان نه وررسوي او پر ضد به يې چل ول او دسيسه نه کوي او د اسلام له دښمنانو سره به مرسته نه کوي، په بدل کې به پر خپل دين پاتې وي او له امنيته به برخمن وي؛ خو دوى په يو بل پسې خپلې ژمنې ماتې کړې، تردې چې خداى پېغمبر (ص) ته امر وکړ، چې جګړه ورسره وکړه (د مدينې د يهوديانو د تاريخ په هکله د ډېرو معلوماتو لپاره، تردې آيتونو لاندې د الميزان تفسير ته مراجعه وکړئ[27].)

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿۶۰﴾ = او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله يې پېژني او د الله په لار (او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې،چې هر څه ولګوئ ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي .

٦٠- له دښمن سره مقابلې ته به پوره تيارسئ شئ: په دې آيت کې د اسلامي جهاد، د مسلمانانو د شتون، وياړ او دبدبې په هکله يو بنسټيز آر ويل شوى او د آيت تعبير دومره پراخ دى،چې پر هر وخت او ځاى کې پوره تطبيقېږي. ((قوة)) پراخه مانا رانغاړي؛ بلکې ټول هغه توکیز يا مانيز ځواکونه، چې په يو ډول پر دښمن باندې په بريا کې اغېزمن وي، رانغاړي؛ نوځکه پردې سربېره، چې بايد د هرې زمانې له پرمختللېو وسلو ګټه واخلو بايد د خپلو پوځيانو د روحيې او ايمان پر پياوړتيا هم لګيا شوو، چې دا هم خورا مهم ځواک دى. همداراز په ((قوت))کې وټیز، فرهنګي او سياسي ځواک هم راځي ،چې پر دښمن د بريا لپاره ډېره اغېزمنه ونډه لري او نه ښايي له دې ځواکه غفلت وکړو[28]؛ البته له دې تيارسئ موخه، پر چا يرغل نه؛ بلکې د دښمن ډارول دي؛ هماغه ډار،چې د جګړې د راپېښېدو مخه نيسي. په رښتینه کې همېشه د دفاعي بنسټ پياوړتيا پخپله يوه اغېزمنه دفاع او د دښمن د يرغل پر وړاندې يو مخ نيوونکى عامل دى او دا سپېڅلې موخه له عقل او منطق سره اړخ لګوي[29].  په ځينو رواياتو کې لولو، چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((له قوته، مطلب غشى دى)) په بل روايت کې لولو، چې مطلب ترې، هر ډول وسله ده. بيا په يو روايت کې لولو، چې منظور ترې، توره او ډال دى. په پاى کې په بل روايت کې لولو، چې په دې آيت کې د قوت يو مصداق، د سپېنو وېښتانو تورول دي؛ يعنې اسلام ان د وېښتانو تورول، چې پوخمنګي پوځيان، ځوانان برېښوي، چې دښمن وډاروي له پامه غورځولي نه دي او دا راښيي،چې په دې آيت کې د ((قوة)) مفهوم څومره پراخه دى[30].

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۶۵﴾ = نبي ! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته راوهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي؛نو پر دوو سوو به لاسبري شي او كه سل تنه وي؛نو پر زرو كافرانو به لاسبري شي؛ ځكه دوى په ژوره توګه نه پوهېږي

٦٥— د لسو کافرانو پر وړاندې د يو مسلمان جهاد: که څه دا آيت پر لسو تنو د يو تن لاسبری د خبرونې په بڼه راغلى؛ خو د ورپسې آيت ((الان حفف الله عنکم؛ اوس خداى ستاسې له اوږ وپېټى سپک کړ … )) له قرينې څرګندېږي، چې مطلب ترې د دندې، کړلارې او دستور ټاکل دي او نه يوازې د يو ساده خبر، خبرول او په دې توګه نه بايد مسلمانان ددې منتظر وي، چې له دښمن سره د جنګياليو له پلوه مساوي شي؛ بلکې که شمېر يې د دښمن لسمه برخه وي، بيا هم جهاد واجب دى[31].  بايد پام مو وي که څه دا آيت او ورپسې آيت يو ځاى رانازل شوي، په دوو بېلابېلو وختونو کې مو د مؤمنانو له وضعيته خبروي او په هر يو حالت کې يې دنده ورپه ګوته کوي. يو په هغې زمانې پورې اړوند دى، چې مؤمنان د الهي ليد له پلوه اوچت او له روحي پلوه پياوړي وي، چې په دې حال کې، هر يو يې له لسو تنو سره مقابله کوي، بل يې هغه وخت دى، چې د ليد او روحي ځواک له پلوه په ټيټه کچه کې دي، چې په دې حال کې هر يو يې له دوو تنو سره مبارزه کوي[32]. مهم پاموړ ټکى دا دى، چې خداى ددې حکم دليل د بې ايمانه دښمنانو ناپوهي ښوولې ده. په پيل کې دا علت هېښنده په نظر رسي، چې د ((پوهې او بريا)) يا ((ناپوهۍ او ماتې)) ترمنځ څه اړيکه شته؛ خو ترمنځ يې نژدې او ټينګه اړيکه شته؛ ځکه مؤمنان خپله لار ښه پېژني، د پيدايښت موخه او ځان ښه پېژني او په دنيا او آخرت کې د مجاهدينو له مثبتو پايلو باخبره دي . پوهېږي، چې ولې مبارزه کوي او د کومې سپېڅلې موخې په لار کې سرښندنه کوي او که په دې لار کې شهيد او ځار شي، له چا سره يې حساب دى، دا څرګند بهير، پوهه، زغم او استقامت وربښي؛خو بې ايمانه وګړي يا بوتپالي سم نه پوهېږي، چې چاته مبارزه کوي او که په دې لار کې ووژل شي، څوک به يې د وينې بدله ورکړي او يوازې ړندې لاروۍ او عادت او يا وچ کلک او بې منطقه تعصب يا يې د توکیز ژر تېرېدوونکيو خوندونو لاس ته راوړو لپاره خپله لار نيولې او د لارې تيارې، له موخې ناخبرتيا، د چار پر پاى ناپوهۍ او د مبارزې پر پايلې نه پوهېدل يې اراده سستوي، وس او زغم ترې اخلي او کمزوروي يې[33].

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۶۷﴾ = له هېڅ پېغمبر سره دا نه ښايي، چې (له دښمنانو د سر د بيې د اخستو لپاره) بنديان ونيسي،چې د دښمن په وينه ځمکه خړوب کړي (او د جګړې پر سيمه پوره لاسبرى شي) تاسې دنيوي ناپاېښته ګټه غواړئ (او ښه مو ايسي،چې ډېر بنديان ونيسئ او د فديې په اخستو يې ازاد کړئ) او الله (روستۍ موخه او د) اخرت (پاينې چارې) غواړي او الله ناماتى حكيم دى .  

٦٧- له پوره بريا وړاندې، د بنديانو نيونه منع ده : دا آيت، د مسلمانانو پام دې حساس جګړيز ټکي ته وراړوي،چې مسلمانان دې دښمن له پوره ماتې وړاندې، نبايد د بنديانو د نيوو په فکر کې وي؛ ځکه له يو شمېر رواياتو ګټنه کېږي، ځينو نويو مسلمانانو د بدر په ډګر کې هڅه کوله، چې تر شوني بريده دښمنان بنديان کړي؛ ځکه د هغې زمانې د جګړو د روږد له مخې، تر جګړې روسته يې د فديې يا فدا په نامې ډېرې پيسې اخستې او بنديان يې ورخوشې کول . شونې ده دا چار ځينې وختونه ښه وګڼل شي؛ خو د دښمن د پوره ماتې له ډاډمنېدو مخکې، يو خطرناک چار دى؛ ځکه د بنديانو پر نیونې بوختيا، د لاسونو يې تړل او مناسب ځاى ته يې ورلېږد، په ډېرى وختونو کې، جنګيالي د جګړې له آريزې موخې ډب کوي او ډېر ځل دردېدلي دښمن ته شونتيا ورکوي، چې خپل بريدونه سخت کړي او جنګيالي وځپي؛ لکه چې د احد په غزا کې يو شمېر مسلمانان، چې د ولجو په راټولولو بوخت شول او دښمن له فرصته کار واخست او پر مسلمانانو يې روستى ګوذار وکړ؛ نو ځکه د بندي نيونه، يوازې هله روا ده، چې پر دښمن له پوره بريا ډاډ ترلاسه شوى وي، که نه په ځپنده ګوذارونو دې يرغلګر دښمن وځپي؛ خو په مازې،چې له موضوع ډاډمن شول؛ نو انساني ادب ايجابوي، چې له وژنې به لاس اخلي او د بنديانو په نيوو به بسيا او قناعت کوي[34].

 يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَى إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۷۰) = پېغمبره! هغو بنديانو ته چې ستاسې په لاس كې دي، ووايه :(( كه الله ستاسې په زړونو كې څه خير معلوم کړي (او پاك نيتونه ولرئ؛نو) څه چې درنه اخستل شوي،تر هغه به غوره دركړي او تاسې به وبښي او الله لورین بښونكى دى .))

٧٠- د کافرو بنديانو د اسلام راوړو ګټې : د آيت ددې برخې ((که خداى ستاسې په زړونو کې په څه خير پوه شي)) مطلب د اسلام منل او ايمان راوړل دي او له ((چې څه درنه اخستل شوي،تر ده به غوره درکړي))مطلب توکیز او مانيز ثوابونه دي، چې د اسلام په سيوري کې يې ورپربرخه کېږي او څو ګرايه له هغو پيسو اوچت دي،چې د فدیې په نامه يې خپلو ازادېدو ته ورکړې دي . پردې ثوابونو سربېره، د بنديانو په اړه د خداى لورنه، د ګناهونو يې بښل دي، چې په يقين تر ايمان راوړو روسته يې فکر او روح ورځوراوه او بښل يې ورته يوه آرامي او هوساېنه وه. له اهلبيتو عليهم السلام په رواياتوکې راغلي، چې تر خوشې کېدو روسته د بدر ټول بنديان مکې ته ورستانه شول؛ خو څو تنو، چې د پېغمبراکرم (ص) تره ((عباس بن عبدالمطلب)) هم پکې و پاتې شول، ((عباس)) خپلو خوشې کېدو ته پرېمانه پيسې ورکړې، مسلمان شو؛ خو بيا پېغمبر(ص) د عباس د ورکړې فديې پر ځاى ډېرې پيسې ورکړې او همدا آيت يې ولوست. په ټوليز ډول پېغمبراکرم په دې لټه کې و، کومو بنديانو، چې ايمان راوړى و، په ښه توګه وهڅوي او کوم مالونه يې، چې ورکړي وو، په ښه ډول يې ور جبران کړي[35].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُوا وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۷۲﴾ = په حقيقت کې هغوى چې ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او د الله په لار كې يې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او كومو خلكو،چې (مهاجرينو) ته پناه وركړه او مرسته يې ورسره وكړه؛ دوى يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى؛خو هجرت يې نه دى كړى؛ نو له تاسې سره تر هغه هېڅ ډول (ديني) خپلولي نه لري،څو يې (د الله په لار كې) هجرت نه وي كړى او كه (يوازې) د دين (د كار) په باب مرسته درنه وغواړي؛نو پر تاسې يې لاسنيوى لازم دى؛خو د يو داسې قوم پرخلاف نه،چې له تاسې سره يې (د دښمنۍ پرېښوولو) تړون وي او څه چې كوئ، الله يې ښه ويني .

٧٢- د نامهاجرو مؤمنانو په هکله د مسلمانانو مسووليت : په دې آيت او د سورت تر پاى ته رسېدو پورې د پينځو ډلو په باب خبرې شوي دي؛ څلور ډلې مسلمانان او يوه يې کافره ده. د مسلمانانو څلور ډلې دادي:

 ١— ړومبي مهاجرين . ٢- انصار او د مدينې ياران .  ٣- هغوى چې ايمان راوړى؛ خو مهاجرت يې کړى نه دى .  ٤- هغوى چې روسته يې ايمان راووړ او مهاجر شول.  خداى د درېيمې ډلې په هکله وايي : (( هغوى چې ايمان راوړى؛ خو هجرت يې کړى نه دى او ستاسې له نوې ټولنې سره يو ځاى شوي نه دي؛نو پر وړاندې یې هیڅ ډول ولایت، ژمنه او مسوولیت نه لرئ، څو يې هجرت کړى نه وي)) يوازې يو ډول ملاتړ او مسووليت يې استثنا کړى او وايي: (( او که (يوازې) د دين (د چار) په هکله مرسته درنه وغواړي (؛يعنې د دښمنانو تر سخت دباو لاندې وي)؛ نو لاسنيوى يې درباندې لازم دى؛خو د يو داسې قوم پرخلاف نه چې  د دښمنۍ د پرېښوولو تړون يې درسره کړى وي. په بل تعبير، د ګډ دښمن پر وړاندې به دفاع ترې کوئ؛ خو له دوى نه تر دفاع د همژمنو کفارو، ژمنې او تړون ته درناوي خورا لازم دى[36].

٧٣- له کافرانو سره د دوستۍ د اړيکو د نهې فلسفه : خداى په مخکې آيتونو کې دې ټکي ته اشاره وکړه،چې بايد مسلمانان يو له بل سره د دوستۍ او رورۍ اړيکې ولري او په ټولو حالاتو کې يو د بل مرستندويان وي؛ لکه چې کافر هم دغسې خپلمنځي اړيکې لري . البته نه ښايي مسلمانان له کفارو سره دغسې اړيکه ونيسي. په حقيقت کې دا غونډله د مخکې آيتونو د اوامرو دلیل بيانوي؛ البته هره بشري ټولنه د خلکو ترمنځ د دوستۍ، ورورۍ او برابرې اړيکو ته اړينه ده؛ خو دا چې د اسلامي ټولنې بنسټ پر حق او عدل ولاړ دى؛ نو له کفارو (چې د اسلامي ټولنې دښمنان دي) سره اړيکې او دوستي يې د فرهنګي اختلاط او ګډوالي لاملېږي او د مسلمانانو ټولنه فاسده او له منځه وړي . که په اسلامي امت کې روانو حالاتو ته په ځير وګورو؛ نو وبه وينو، چې اسلامي نړۍ ددې امر د نه پلي کېدو په پار، د فتنې او ستر فساد رښتونې مصداق شوې ده[37] .

 

[1] نمونه،٧: ٧٧مخ .

[2] الميزان ،٩: ٧مخ .

[3] نمونه ،٧: ٨١مخ .

[4] نمونه، ٧: ٨٣ مخ .

[5] نمونه ، ٧: ٩٣ مخ .

[6] الميزان ، ٩ : ٢٢مخ .

[7] الميزان ، ٩ : ٢١مخ .

[8] نمونه ، ٧ : ١١٣مخ او المیزان، ۹ ټ، ۷ مخ

[9] الميزان ، ٩ : ٦٠مخ .

[10] نمونه ، ٧: ١٢٧مخ .

[11] نمونه، ٧: ١٢٩مخ .

[12] الميزان ،٩: ٥١مخ .

[13] نمونه ، ٧: ١٣٦مخ .

[14] الميزان ، ٩: ٥٦مخ .

[15] نمونه ،٧: ١٣٨ مخ .

[16] نورالثقلين ، ٣: ٤١مخ .

[17] نمونه ، ٧: ١٥٦مخ .

[18] نمونه ، ٧:١٥٧مخ .

[19] الميزان ، ٩:٧٥مخ .

[20] نمونه ، ٧: ١٦٦مخ .

[21] نمونه ، ٧: ١٧٤مخ .

[22] نمونه ، ٧ : ١٩٤مخ .

[23] نمونه ،٧: ٢٠١مخ .

[24] نمونه ،٧: ٢٠٣مخ .

[25] الميزان ، ٩: ١١٢ مخ .

[26] تفسير موضوعي ، ١٢: ١٩٣ مخ .

[27] الميزان ،٩: ١١٣مخ .

[28] نمونه ، ٧: ٢٢٢مخ .

[29] پيام قرآن ، ١٠: ٣٣٦مخ .

[30] نمونه ، ٧ : ٢٢٢مخ .

[31] نمونه ، ٧: ٢٣٧مخ .

[32] الميزان، ٩: ١٢٨مخ .

[33] نمونه،٧: ٢٣٧مخ .

[34] نمونه ،٧: ٢٤٤مخ .

[35] نمونه، ٧: ٢٥٢مخ . + پيام قرآن ، ١٠ : ٢٧٩مخ .

[36] نمونه ، ٧: ٢٥٥مخ .

[37] الميزان ، ٩: ١٤٥مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!