تبلیغات

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت څلورم څپرکى د اهلبيتو له ښوونځي سره د امام ابوحنيفه (رح) د فقهي ښوونځي پرتلنه  په دې څپرکي کې مو هڅه ده،چې د استنباط په کړنلار او د امام ابوحنيفه (ره) د فقهي سرچينو په څېړلو سره د اهلبيتو له سره د امام ابوحنيفه (ره) دې فقهې هم ګرايي […]

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت

څلورم څپرکى

د اهلبيتو له ښوونځي سره د امام ابوحنيفه (رح) د فقهي ښوونځي پرتلنه

 په دې څپرکي کې مو هڅه ده،چې د استنباط په کړنلار او د امام ابوحنيفه (ره) د فقهي سرچينو په څېړلو سره د اهلبيتو له سره د امام ابوحنيفه (ره) دې فقهې هم ګرايي او واګرايي روښانه کړو . د امام ابوحنيفه (ره) پر فقه تر رڼا اچونې د مخه اړينه ده،چې پر دوو ښوونځيو؛ “اهل راى” او “اهل حديث” رڼا واچوو،چې د امام ابوحنيفه (ره) په پېر کې يو د بل پر وړاندې وو او امام ابوحنيفه يو له دې ښوونځيو ځنې د يو څرګند او لوړپوړى استازى ګڼل کېده .

 ١.اهل راى او اهل حديث

څرګنده ده،چې امام ابوحنيفه (ره) يې فقهې مشهور کړ .هغه په فقه کې د “اهل راى” د مشر په نامه مطرح دى . د هجري دويمې پېړۍ په لومړۍ نيمه کې او په مسلمانانو کې د فقهي اندو د رامنځ ته کېدو په پيل کې دوه ستر فقهي ښوونځي  يو د بل پر  وړاندې راڅرګند شول :د حجاز يا مدينې فقهي ښوونځى،چې په حديثپالۍ مشهور و   او  د “اهل حديث” نوم يې غوره کړ .او بل د د عراق يا کوفې فقهي ښوونځى،چې د ” اهل راى” په ښوونځي مشهور دى .د مدينې د فقهي ښوونځي (اهل حديث) ستر استازى مالک بن انس (٩٣-١٧٩ س) او د کوفې د فقهي ښوونځي (اهل راى) اصلي او مهم استازى امام ابوحنيفه (ره) شمېرل کېږي .

البته تر امام ابوحنيفه (ره) مخکې يې استاد؛حماد بن سليمان (١٢٠ س مړ) او تر هغه مخکې هم ابراهيم نخعي او نور او د امام ابوحنيفه (ره) له همپېرو ځينو ابي ليلي او ځينې نور د کوفې اهل راى فقهاء دي،چې د ټولو سرسلسه  عبدالله مسعود شمېرل کېږي .[1] خو د اهل راى په متقدمينو او متاخرينو فقهاوو کې امام ابوحنيفه خورا مشهور و او تل يې نوم له راى او قياس سره غوټه و اوپه کوفه کې د اهل راى په ستر فقيه پېژندل کېده .

نو ځکه په اهل حديثو او همداراز په شيعيانو کې د امام ابوحنيفه ستره ځانګړنه يې په راى او قياس ډډه شمېرل کېږي .

داچې امام ابوحنيفه په راى او قياس ډډه کوي او خورا ارزښت ورکوي او د اهل حديثو د وينا له مخې چې سنتو ته بې اعتنا دى؛نو ورسره يې د دښمنۍ لېچې راونغاړلې،تردې چې د هغه په رټنه کې خورا روايتونه جعل کړل او هغه له دينه بهر او د اسلام دښمن تلقي او معرفي کاوه .[2]

په شيعه او اهل حديث اهلسنتو کې مشهوره ده،چې امام ابوحنيفه (ره) سنتو ته د بې اعتنايۍ او له پېغمبر اکرمه د ډېرى رانقل شويو احاديثو د اعتبار په ردولو سره ناچاره شو،چې راى او قياس ته مخه کړي،چې په خپله فقه کې د نقلي سرچينو تشه ډکه کړي . ابن خلدون په خپله مقدمه کې راوړي دي،چې امام ابوحنيفه (ره) تر اوولسو حديثو ډېر صحيح نه ګڼل ![3]

امام ابوحنيفه ته د ځينو شيعيانو منفي او بدبينانه ليد هم د هغه په ښوونځي کې له همدې راى او قياسه اغېزمن دى او په واقع کې د هغوى په نظر دا کار يې د نص پر وړاندې اجتهاد دى .

خو آيا لکه څنګه چې اهل حديثو ويلي دي،امام ابوحنيفه له پېغمبر اکرمه منقولو روايتونو او سنت ته بې اعتنا و ؟ آيا لکه څنګه چې مشهور دي،چې هغه به د ډېرى رانقل شويو احاديثو صحت ته د شک په سترګه کتل ؟ آيا لکه څنګه چې په شيعي او د اهل حديثو په سرچينو کې راغلي دي،د امام ابوحنيفه فقه که قياسه ډکه او د نص پر وړاندې يې اجتهاد دى ؟

سره له دې،چې د امام ابوحنيفه عقل ګرايانه او په راى او قياس يې له ډډې سترګې نه شو پټولاى؛خو په دې باب يې د مخالفينو قضاوت او ورمندون هم له انصاف لرې ښکاري .يوازې د امام ابوحنيفه د فقهي سرچينو د استنباط او کړنلارې په ځغلنده کتنې لاس ته راوړاى شو،چې امام ابوحنيفه بې بريده راى او قياس ته ارزښت نه ورکاوه . امام ابوحنيفه (ره) سنتو او احاديثو ته هم ځانګړى پام درلود . لومړى داچې د يو فقهي ښوونځي تدوين په اوولس حديثو ناشونى چار دى او دويم داچې که داسې وشي؛نو د ابن حجر حيتمي د وينا له مخې تر ټولو ستر هنر به وي .[4] البته چې پر احاديثو په عمل کې له جرح او تعديله کار اخسته او د احاديثو پر راويانو يې ځانګړى حساسيت درلود او په انتقادي سترګه به يې ورته کتل . په واقع کې په اهلسنتو کې د ډېرى احاديثو راويانو ته يې په انتقادي سترګه کتل او د صحابه وو او تابعينو کړنو پر کړنو يې نيوکې له هغو چارو ځينې دي،چې هغه يې له عمومو اهلسنتو او په تېره بيا له اهل حديثو لرې کړى او د هغه ليدلورى يې د اهلبيتو ‌ښوونځي ته ورنږدې کړى دى .

 ٢.د امام ابوحنيفه (ره)  په نزد د استنباط سرچينې

١-٢. کتاب

د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې (د نورو فقهي مذاهبو په څېر) قرآن کريم د “ړومبۍ سرچينې” په نامه مطرح دى .له قرآن د امام ابوحنيفه (ره) د برداشت او استنباط په کړنلار کې به بايد لاندې قواعدو ته اشاره وکړو:

 الف ) عام او خاص

امام ابوحنيفه (ره) په ثابته سنتو (د هغه په نظر کې صحيحه اخبار) د کتاب تخصيص صحيح ګاڼه؛خو د آحاد په اخبار يې تخصيص جايز نه ګاڼه .[5]

 ب ) مطلق او مقيد

په ډېرى ځايونو کې،چې په قرآن کريم مشابه او ورته موضوعات په بېلابېلو مواضعو کې مطرح شوي دي او د ځينو احکام يې مطلق او ځيې يې مقيد دي،امام ابوحنيفه (ره) ډېرى د قيد تعيم او د مطلق تقيد ته لېوالتيا ښوولې ده .[6]

 ج ) د ځينو ظواهرو تضييق

امام ابوحنيفه کله د قرآن کريم ځينې ظواهر ځانګړيو ځايونو ته محدودل . د بېلګې په توګه : هغه د “احل لکم صيد البحر و طعامه”[7] له آيته په برداشت کې د بحر حلال غوښي څاروي يوازې په کب پورې محدودوي .همداراز  له “و لا جنبا عابرى سبيل”[8] آيته په برداشت کې له جوماته د جنب د تېرېدو جواز يوازې د اضطرار په حالت پورې محدودوي .[9]

 د)فريضه او واجب

امام ابوحنيفه (ره) د وجوبي عبادتونو هغه احکام،چې د قرآن له آيتونو ترې ګټنه کېږي،”فريضه” نوموي او له هغې هر ډول عمدي يا سهوي سرغړونه يې د بطلان لاملېږي؛خو هغه د عبادتونو احکام،چې د پېغمبر اکرم سنتو واجب کړي دي،”واجبات” نومولي دي او له واجباتو يې سهوي سرغړونه د عبادت د بطلان لامل نه ګاڼه .

 ٢-٢. سنت

امام ابوحنيفه د صحيحو اخبارو (د اعم کلمه په معنا،چې اخبار هم رانغاړي،چې په هغه پېر کې له بسيا شهرته برخمن وو) د حجت ګڼلو ترڅنګ يې د “واحد خبر” په باب هم سخت ګيري کوله .ځينو ويلي دي، چې هغه ګروهمن و،چې په “واحد خبر” د پېغمبر اکرم (ص) سنت نه شو جوتولاى .[10] د بېلګې په توګه هغه د استسقا لمونځ دعا ګڼله .[11] سربېره پردې،چې ويل شوي دي،چې هغه د دوو متعارضو واحدو خبرونو جمع کولو ته هم لېوالتيا نه ښووله او همداراز “غير ثابت سنت” يې هم د “ثابت سنت” (د خپل ليدلوري پر بنسټ) نه مانه[12]؛خو د ډېرى نقلونو له مخې، هغه به د امکان په صورت کې د “آحاد د اخبارو” ترمنځ هم جمع کوله او د آحادو پر اخبار له عمله به يې هله ډډه کوله،چې د قرآن له نص او د متواترو سنتو له شرعيه قاعدې سره به مخالف و .[13]

د يحيى بن ضريس او ابن صباح د وينا له مخې،حديث د صحت په شرط او د صيمري او ابن ضريس د وينا له مخې،له ثقات د ثقات په روايت د حديث د رواج په شرط،د امام ابوحنيفه (ره) په نزد دويمه فقهي سرچينه وه .[14] اهل حديث کوفي فقيه او د امام ابوحنيفه همپېرى؛ حسن بن صالح بن حى او همداراز سفيان ثوري او ابن مبارک ويلي دي،چې که د پېغمبر اکرم (ص)  د کوم حديث صحت به امام ابوحنيفه ته جوت شو؛نو هېڅکله به ترې نه تېرېده .[15]

داچې د نن په څېر د امام ابوحنيفه (ره) په پېر کې احاديث ډلبندي شوي نه وو؛نو ډېر‌ى احاديث،چې امام ابوحنيفه (ره) په خپله فقه کې ترې ګټنه کړې ده،د آحاد او مرسل اخبارو په رديف کې ځاى نيسي .[16] د امام ابوحنيفه (ره) د روايتونو سراسر مسانيد او له هغې ځنې د ابويوسف”الآثار” د پېغمبر اکرم د تابعينو له مرسلو روايتونو مشحون دي،چې امام ابوحنيفه (ره) له مخې فتوا ورکړې ده .[17]

امام ابوحنيفه (ره) ځينو راويانو او له هغوى ځنې حضرت ابوهرير (رض) ته د پېغمبر اکرم (ص) د سنتو په نقل کې د کذب او بې دقتۍ له امله بدبينه و،هغه د حضرت ابوهريره (رض) په هکله ويلي دي :

(( ان اباهريرة لم يکن مجتهد،وکان يسمع احاديث النبي (ص) فقط، و لا علم له بالناسخ و المنسوخ ،و اذن،فلم يکن مجتهدا و لا طائل من وراء رواياته=[18] ابوهريره مجتهد نه و هغه به يوازې د پېغمبر اکرم (ص) احاديث اورېدل او په ناسخ او  منسوخ نه پوهېده؛نو پردې بنسټ هغه مجتهد نه و او روايتونه يې ارزښت نه لري .))

امام ابوحنيفه (ره) راويان درمل پلوري او فقهاء يې طبيبان نومول :

((هم الصيادلة و نحن الاطباء ))[19]؛نو د هغه په آند ډېرى راويانو به بې له دې،چې د احاديثو صحت او سقم ته توجه وکړي،هغه به يې رانقلول،چې بايد د فقهاوو او د هغه په تعبير د اطباء په واسطه بايد د عقلي او سندي پلوه وڅېړل شي .لکه څنګه چې يو طبيب خپل رنځور ته درملو  په ورکولو کې خورا ځيرنه کوي او له خپلې کارپوهۍ ګټنه کوي .

د احاديثو سره د امام ابوحنيفه (ره) د چلن د څرنګوالي په باب،”ابن مبارک” له امام ابوحنيفه (ره) نه په يو بل نقل کې راوړي دي،چې ويلي يې :

((ان جاء الحديث عن رسول الله فعلى الراس و العين و اذا جاء عن الصحابة اخترنا و لم نخرج عن اقوالهم،و اذا جاء عن التابعين زاحمناهم[20] =له رسول الله (ص) نه چې کوم حديث رانقل شي؛نو موږ يې د زړه له کومې منو،د صحابه وو په ويناوو کې موږ په ټاکنه لاس پورې کوو او د هغوى له ويناوو بهر نه وځو؛خو د تابعينو د ويناوو په باب په خپله د نظر او اجتهاد حق لرو .))

د امام ابوحنيفه (ره) له دې ويناوو نه ګټنه کېږي،چې که واحد خبر صحت به ورته جوتېده؛نو پر هغه به يې هم عمل کاوه؛خو هغه د پېغمبر اکرم (ص) ته د ځينو آحاد اخبارو په صحت کې شک درلود او ډېرى اصحابو او تابعينو په نقل او صحت يې ډاډ نه درلود .

خو داچې امام ابوحنيفه (ره) په نننۍ معنا په آحاد او مرسل اخبارو عمل کاوه،کېداى شي لامل يې داوي،چې هغه به له دې اخبارو د ظاهري حکم د استخراج لپاره او نه د واقعي حکم د استخراج لپاره ګټنه کوله او په بله وينا : واحد خبر [او  مرسل] يې د اجتهاد لپاره يوه طريقه ګڼله ؛ نو ځکه يې د واحد خبر په کارولو کې په تعبدي او غير تعبدي احکامو کې توپير قايلېده [21] او يوازې په تعبدي احکامو کې يې له واحد خبره کار اخسته .

امام ابوحنيفه (ره) په ځينو ځايونو کې خورا د احاديثو پر ظواهرو پاى بند و او دا پاى بندي  ډېرى د عباداتو په اړه په احاديثو کې تر سترګو کېږي؛ هغه د فقهاوو د مشهور نظر پر خلاف،د وتر لمونځ او په اضحى اختر کې قرباني د ظاهر حکم له مخې،يو وجوبي او تخلف ناپذيره امر شمېرلى دى .[22] همداراز هغه د نافله لمونځ او مستحبي روژې له ماتولو منع کړې ده او د بطلان په صورت کې يې د هغوى قضا لازمه شمېرلې ده.[23]

همداراز  امام ابوحنيفه (ره) په احاديثو کې د ناسخ او منسوخ ،عام او خاص او مطلق او مقيد پر قواعدو ځانګړى حساسيت ښوولى دى او هڅه يې کړې ده،چې پردې قواعدو عمل وکړي .[24]

 ٣-٢. د اصحابو کرامو اقوال

د “سرخسي ” په اصولو کې د امام ابوحنيفه (ره) له خولې راغلي دي :

 (( زه لومړى د خداى پر کتاب،بيا د رسول الله (ص) پر سنتو او بيا د حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)، حضرت عثمان (رض) او حضرت علي (ک) پر څرګندونو او بيا د نورو اصحابو کرامو پر څرګندونو عمل کوم .))[25]

د يحى بن ضريس او ابن صباح په روايت کې په ډاګه شوي،چې که کوم حکم به په قرآن او د پېغمبر اکرم (ص) په سنتو کې نه و؛نو امام ابوحنيفه (ره) به د اصحابو کرامو اقوالو ته مراجعه کوله او د اصحابو کرامو ترمنځ به اختلاف و؛نو ځان يې ددې اقوالو په انتخاب کې مخير ګڼلى دى .[26]

لکه څنګه چې تېر شول د اصحابو په اقوالو کې ټاکنه د ابن مبارک په روايت کې هم راغلى و . حنفي عالم؛ابولحسن کرخي له اصحابو نه د تقليد وجوب يې نفې کړى او د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې يې د اصحابو د اقوالو کارونه يوازې په تعبدي چارو پورې محدود ګڼلى دى.[27]

له عقلي پلوه بايد په پام کې ونيول شي،چې د اصحابو اقوال څومره،چې کولاى شي،د پېغمبر اکرم (ص) سنت منعکس کړي؛شونې ده،چې د هغوى شخصي رايه هم وي؛نو پردې بنسټ کولاى شو داسې و انګېرو،چې د واحد خبر په څېر امام ابوحنيفه د اصحابو په اقوالو کې تعبدي او غير تعبدي چارو کې پر توپېر قايل و او په تعبدي چارو کې يې د اصحابو کرامو اقوال ظاهري حکم ته د رسېدو يوه لار شمېرله .[28]

 ٤-٢. د اصحابو کړه وړه

امام ابوحنيفه (ره) د اصحابو کرامو کړنو د انتقاد او نيوکې په سترګه ليدلي دي .د بېلګې په توګه : هغه د قصاص په يوه چاره کې (په قتل منجر  اکره) د حضرت عمر (رض) چلن يو ډول ګواښ ګڼلى او هغه يې يو شرعي حکم نه دى ګڼلى .[29]

محمد بن حسن شيباني له امام ابوحنيفه (ره) نه په دفاع کې د اوداسه او غسل په باب د حضرت عبدالله بن عمر کړنې يې د هغه د اختياط شدت ګنلى او د حکم د استنباط کچه يې نه ده ګڼلې .[30]

 ٥-٢ . د تابعينو آراء

د تابعينو د آراو په هکله امام ابوحنيفه (ره) ګروهمن و،چې تابعين هم زموږ په څېر مجتهد ول او هېڅ دليل نشته،چې موږ ترې کټ مټ لاروي وکړو؛بلکې په خپله کولاى شو،چې د هغوى په څېر اجتهاد وکړ : ((هم رجال و نحن رجال [31]))؛نو پردې بنسټ له تابعينو د لاروۍ لپاره کومه اړتيا نشته .د يحى بن ضريس،ابوحمزه سکري او ابوعصمه د روايت له مخې امام ابوحنيفه (ره) په ډاګه کړې وه،چې د تابعينو فتوا يې پر ځان حجت نه ګڼله او ځان يې د هغوى په څېر مجتهد ګاڼه .[32] که څه هغه په غير مستقيمه توګه په خپلو استنباطاتو کې د تابعينو له آراوو ګټنه کړې ده.[33]

 ٦-٢ اجماع

د امام ابوحنيفه په فقهي ادله کې داسې کوم شواهد نشته،چې اجماع پکې په اصولي مفهوم ځاى ولري . د لومړي ځل لپاره د شافعي (د دويمې هجري پېړۍ دويمه نيمه) په الرساله کې اجماع د استنباط يوه سرچينه مطرح شوه .سره له دې حنفي فقيهانو د اصول د علم تر تدوين وروسته کوښښ کړى دى،چې په خپلو استنباطي طريقو کې د اجماع ځاى په حنفي فقه او شرايطو کې انځور کړي . ان د حنفيانو په آثارو کې ځينې ليدلوري په خپله امام ابوحنيفه ته نسبت ورکړل شوي دي [34]؛خو ښکاري،چې دا  انتساب دومره کوټلى نه وي .[35]

 ٧-٢. راى او قياس

لکه څنګه چې ددې څپرکي په پيل کې هم ورته اشاره وشوه،د شيعيانو او اهل حديثو اهلسنتو له نظره د امام ابوحنيفه (ره) تر ټولو ستره ځانګړنه يې په فقه کې پر راى او قياس ډډه او د نص پر وړاندې اجتهاد دى .همدا مسله د هغه تور تر څنګ،چې احاديثو ته بې اعتنا و هغه مهم لامل دى،چې امام ابوحنيفه ته يې د شيعيانو او اهل حديثو اهلسنتو کتنه منفي کړې او ددوى ترمنځ يې اوبه خړې کړې دي؛نو اړينه ده،چې په دې هم يوه څېړنه وشي .

 الف)د قياس تعريف

حنفي عالم ابوبکر سرخسي (٤٩٠ س مړ) د قياس په تعريف کې ويلي دي :

(( هو الحاق فرع باصل فيه  نص يحکم معين من الوجوب او الحرمة،لوجود علة الحکم فى الفرع کما هى فى الاصل و يسمى هذا اجتهادا مجازا ايضا،لانه ببذل المجهود يحصل هذا المقصود =[36] قياس عبارت دى له : اصل ته د فرع الحاق،چې د هغه اصل په باب د نص له لارې ټاکلى وجوبي حکم يا حرمت وي،په دې دليل،چې د اصل حکم علت په فرع کې هم دى .دې عمل ته مجازا اجتهاد هم وايي؛ځکه [د مجتهد] په هڅه دا موخه لاس ته راوړل کېږي .

ابن مسعود قياس داسې تعريف کړى دى :

(( و هو تصدية الحکم من الاصل الى الفرع لعلة متحدة لا تدرک بمجرد اللغة[37] = له اصل نه فرع ته د حکم سرايت ورکولو ته وايي،په دې دليل،چې د دواړو علت سره ګډ دى،چې [دا علت] يوازې د تلفظ [له ظاهره]لاس ته راځي . ))

قاضي ابوبکر باقلاني د قياس په تعريف کې وايي :

(( و هو حمل مجهول على معلوم،فى اثبات حکم له او نفيه عنه بامر جامع بينهما من حکم او صفة = پر معلوم د مجهول حمل دى،داچې د مجهول لپاره يو حکم اثبات يا نفې کړو،د يو مشترک امر په دليل،که حکم وي که صفت،چې ددې دوو ترمنځ دى . ))[38]

پردې بنسټ قياس څلور رکنه لري :

١.اصل (مقيس عليه) : هغه موضوع،چې حکم يې په کتاب،سنت او يا اجماع کې راغلى دى .

٢.اصل حکم : شرعي حکم،چې د کتاب،سنت يا اجماع له لارې د اصل لپاره ثابت شوى دى .

٣.فرع (مقيس) نوې موضوع،چې حکم يې په کتاب،سنت يا اجماع کې نه دى راغلى .

٤.علت : هغه وصف،چې د اصل حکم ملاک او مناط دى . په بله وينا : د اصل او فرع ترمنځ جامع وصف،چې د قياس منشا ده .

 ب) د راى تعريف

د راى د تعريف لپاره بېلابېلې څرګندونې شوې دي . ځينو په يوه مضيقه معنا کې کارولې او د قياس معادل يې ګڼلى دى .ځينو د راى په معنا کې توسع کړې او اجتهادمعادل يې ګڼلې ده . ابن قيم جوزي د راى په تعريف کې وايي :

((نعنى بالراى هنا : ما يراه القلب بعد فکر و تامل و طلب لمعرفة وجه الصواب مما تعارض فيه الامارات = له راى نه مراد دادى،چې :هغه څه ته چې زړه له تفکر، تامل او د سمې لارې تر وهلو وروسته،په هغو ځايونو کې،چې اماارت يې متعرض وي، رسېدلى وي .))

نو ددې تعريف پر بنسټ،که د علاماتو له مطلق اماره نه مراد،ادله او قراين وي،راى د اجتهاد ټول اړخونه رانغاړي؛لکه څنګه چې ابن قيم په يو بل ځاى کې وايي :

((على ان التحقيق الذى لاشک فيه انه ما من امام منهم الا و قد قال بالراى و ما من امام منهم الا و قد تبع الاثر الا ان الخلاف – و ان کان ظاهره فى المبداء –لکن فى التحقيق انما هو فى بعض الجزئيات يثبت فيها الاثر عند الحجازيين دون العراقيين فياخذ به الاولون و يترکه الاخرون لعدم اطلاعهم عليه او وجود قادح عندهم[39]= په تحقيق او بېشکه ويلاى شو،چې په امامانو کې به داسې څوک نه وي،چې د راى پر بنسټ يې خبرې نه وي کړې او داسې امام به نه وي،چې له احاديثو يې لاروي نه وي کړي؛خو اختلاف – چې ښکاري مبنايي دى- تر تحقيق وروسته لاس ته راځي،چې هغه اختلاف يوازې په ځينو جزيياتو کې دى،چې په هغه ځايونو کې له حجازيانو سره ثابت شوى دى؛خو له عراقيانو سره نه دى ثابت شوى؛نو ځکه حجازيان د هغه حديث پر بنسټ عمل کوي؛خو عراقيانو پرېښى دى؛ځکه له هغه حديثه يا خبر نه دي او د هغه حديث په باب اشکال لري . ))

فخر رازي د راى په تعريف کې وايي :

(( ان الراى هو القياس،لانه يقال للانسان : اقلت هذا برايک ام بالنص ؟ فيجعل احدهما فى مقابلة الآخر[40]   = راى هماغه قياس دى؛ځکه انسان ته ويل کېږي  : آيا دا دى د خپلې راى پر بنسټ وويل که د نص پر بنسټ ؟؛نو يو د بل پر وړاندې ايښوول کېږي .))

ابوبکر سرخسي وايي :

 (( والراى لا يصلح لنصب الحکم ابتداء و انما هو لتعدية حکم نص الى نظيره مما لا نص فيه[41] = راى له پيله د حکم د اثبات صلاحيت نه لري؛بلکې راى په ورته ځايونو کې د منصوص حکم سرايت ورکولو ته چې نص نه وي،کاربرد لري .))

شاه ولي الله دهلوي هم ويلي دي :

(( ان الراى هم حمل النظير على النظير والراد الى اصل من الاصول دون تتبع الاحاديث و الآثار[42]= راى په مشابه د مشابه حمل او له اصلونو ځنې يو اصل ته يې ورستنول دي،بې له دې،چې په احاديثو او منقولو سرچينو کې پلټنه وشي .))

ښکاري د اهل راى او د عراق د فقهي ښوونځي په پام کې راى نه په هغه موسع معنا ده،چې مطلق راونغاړي او نه په هغه مضيق معنا ده،چې يوازې يې معادل قياس وي . که په مطلقه معنا د اجتهاد په معنا وي؛نو د اهل حديثو د ښوونځي او د اهل راى د ښوونځي د نورو مخالفينو لپاره يې د طعن کوم دليل نه پاتې کېږي؛ځکه هر فقيه په هره لېوالتيا که څه حديث پال وي،په يو ډول اجتهاد لاس پورې کوي او بې له عقلي ځيرنې او د ځينو قواعدو له کارونې به له قرآن او سنته د احکامو استنباط ناشونى وي؛نو پردې بنسټ راى بايد ځانګړې معنا او کاربرد ولري،چې د اهل راى د ښوونځي ځانګړنه او د مميز وجه وګڼل شي .

خو راى يوازې قياس هم نه دى . د ليکوال په آند د اهل راى د ښوونځي د يوې ځانګړنې او د استنباطي لارې په نامه راى عبارت ده له : د فتوا ورکول نه په ټاکلي نص په تکيه سره؛بلکې د اهل راى فقيه د مصلحت سنجونې له مخې له شريعت او موخو يې د ټوليز برداشت پر بنسټ . د نقلي ادله د نشتون په صورت کې او چې کله په يوه ځانګړې قضيه کې ټاکلى نص نه وي؛نو د اهل راى فقيه د خپل نظر له مخې بې له دې چې پر ځانګړې مدرک تکيه وکړي،ځان ته د فتوا لار پرانستې ګڼي او البته کوښښ کوي،چې و کولاى شي،چې هغه څه يې چې په لاس کې دي،د شريعت له نظام سره تر ټولو همغږى حکم پيدا کړي . ابن مسعود،چې د اهل راى له لوړپوړيو ځنې شمېرل کېږي،وايي :

((اقول فيها برايي،فان يکن صوابا فمن الله و ان يکن خطاء فمنى و من الشيطان، والله و رسوله منه بريئان[43] = په دې مسله کې د خپلې رايې پر  بنسټ خبرې کوم،که سم مې ويلي وي؛نو د خداى له لوري به وي او که تېروتى يم؛ نو زما او د شيطان له لوري به وي او خداى او استازى يې له دې تېروتنې مبرا دي .))

امام ابوحنيفه (ره) هم په دې اړه وايي :

((زموږ دا خبره “راى” ده او ترټولو غوره هغه خبره ده،چې لاسرسى ورته موندلى دى؛نو څوک چې تر موږ غوره خبره راوړي؛نو هغه به صواب ته نږدې وي .[44]))

راى په دې معنا،سربېره پر قياس،استحسان هم رانغاړي او ان کولاى شو،چې مرسله مصالح هم يو ډول راى وشمېرو؛ځکه فقيه د اهل راى فقيه کله په يوه پېښه کې،چې نص نه وي؛نو شونې ده،چې قياس هم قبيح وګڼي او استحسان ته مخه کړي او پر استحسان ولاړه فتوا ورکول به هم د نقل له مخې نه وي؛بلکې يو ډول راى ده؛لکه څنګه چې مرسله مصالح هم کله ټاکلې نقلي اډانه نه لري او په دې  استنباطي سرچينې د ګروهمنو په زعم،د شريعت د ټوليزو موخو او د احکامو د مصالحو د سنجش په پامنيوي،د يوې قضيې حکم لاس ته راوړل کېږي .

 ج)د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې د راى او قياس کارونه

استحسان او ان قياس په اهل حديثو او مالکي ښوونځي کې هم شته او لکه څنګه چې وويل شول،په مالکي مذهب کې مرسله مصالح هم کولاى شي يو ډول راى وشمېرل شي . عراقي حديثپالو؛لکه سفيان ثوري هم له قياسه کار اخستى دى .[45] څه چې په دې باب د اهل راى او په تېره بيا د امام ابوحنيفه (ره) د ښوونځي د تمايز لاملېږي،د راى او قياس د  کارونې کچه او له قياس سره د واحد خبر په څېر د کمزورې نقلې ادلې د تعارض په ځايونو کې د چلن څرنګوالى او ځينې ظواهر دي .همدا ټکى لاملېده،چې د امام ابوحنيفه

(ره) ځينې حديثپال همپېري؛لکه مالک او نور،چې په خپله يې په فقه کې له قياسه کار اخسته،د هغه پر قياس يې نيوکه کوله او په مقابل کې يې ځينې يې د هغه د قياس ستاينې ته راهڅول،تردې چې د هغه قياس يو متل شوى و .[46]

د حضرت امام ابوحنيفه (ره) په ليدلوري کې له راى موخه واقعي حکم يا “ثواب” ته تر ټولو نږدې ظاهري حکم دى .[47] هغه په دې باب يوسف بن خالد سمتي ته وايي :

(( خداى څوک د ناپوهۍ له امله نه عتاب کوي او له جاهلانه وينا نه خوښېږي او زموږ دنده واقع ته د رسېدو لپاره اجتهاد دى او هر مجتهد [د ظاهري حکم له مخې] مصيب دى؛خو د [واقعي حکم]صواب له خداى سره دى .[48]))

((په راى او اجتهاد کې د حضرت امام ابوحنيفه (ره) د فکري بسنټونو د سمې پېژندنې لپاره بايد وويل شي،چې هغه ګروهمن و،چې د شريعت احکام له د خداى له لوري رالېږل شوي دي،چې د خلکو مصالح تامين کړي …؛خو د شريعت احکام پراخه لمنه لري او بايد په هغوى پټ حکمت او مصلحت يو له بله بېل کړاى شي .د شريعت ځينې احکام په ادابو،دودونو،سننو او عبادي او مذهبي کړنو ترسره کولو لپاره دي او په هغوى کې پټ مصلحت هماغه تعبد او خداى ته د بنده نږدېوالى او تقرب دى؛نو ځکه تعبدي احکام په شرعي نصوصو پسې ځي او راى په دې باب له لږې کارونې برخمنه ده؛خو د شريعت ځينې احکام د بشري ژوند په ورځني موضوعاتو پورې اړوند دي او ددې احکامو د پلي کولو اصلي حکمت؛نه د بندګانو تقرب او تعبد؛بلکې په ټولنه کې يو روغ حقوقي او جزايي نظام رامنځ ته کول دي او د شريعت همدا احکام دي،چې حضرت امام ابوحنيفه (ره) يې په استنباط او تبين کې د راى ډېره کارونه ګڼله . ))[49]

 د) د حضرت امام ابوحنيفه (ره) په نزد د قياس د قواعدو کارونه

د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې له قياسه په ګټنې کې دوه اصله دي :

١.قياس يوازې په غيرتعبدي او غيرعبادي چارو کې کارونه لري؛نه په تعبدي چارو کې . د بېلګې په توګه : د طهارت په برخه کې  (( د حدث رفع کول،چې يو تعبدي چار دى او د عبادت سريزه ده،د خبث له رفع سره،چې د هغه په ليدلوري کې په پاکوالي پورې اړوند دى او تعبدي اړخ نه لري،سره يې څرګند توپير  کړى : د حدث په رفع کولو کې يوازې  اوبه رافع ګڼي او د استثناء په نامه د سفر په شرايطو کې و د اوبو په نه پيدا کېدو کې يوازې د کجورې د پوخ نبيذ وړانديز کوي . هغه دا استثنا له حديثه اخستې او د اوزاغي پر خلاف يې ان د غيرکجورې نبيذ يې د منصوص پر مورد قياس کړى نه دى .[50]؛خو د خبث د رفع په برخه کې د څو پراکنده روايتونو په تعميم يې يوه ټوليز قاعده استخراج کړې ده او نه يوازې د خبث رفع کول يې په هره طاهره مايع جايزه ګڼلې؛بلکې اصولا د نجاست په شان ازاله هم په بله طريقه،بې د لاس له وينځلو تجويزوي . ))[51]

البته (( په ځينو ځايونو کې د اختلاف جرړه په مصداق کې وي او امام ابوحنيفه (ره) د مسالې بېخ له تعبدي چارو نه ګڼي . دبېلګې په توګه : د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې په نجاساتو پورې اړوند چارې او د هغوى تطهير تعبدي چارې نه ګڼل کېږي؛نو پردې بنسټ قياس ورته لار نه لري .))[52]

٢. له قياسه هغه مهال کار اخستل کېږي،چې په يوه موضوع کې هېڅ نص او نقل نه وي .شعراني ددې مظنې د رفع لپاره،چې د امام ابوحنيفه (ره) قياس د نص پر وړاندې اجتهاد دى،د امام ابوحنيفه (ره) له خولې وايي :

 (( پر خداى قسم دروغ يې ويلي او په موږ پورې يې افترا تړلې،چې زه قياس پر نص ړومبى ګڼم ،آيا د نص په شتون کې قياس ته اړتيا شته ؟))[53]

ابن تيميه هم وايي :

 (( څوک چې ګومان کوي،چې ابوحنيفه او يا د مسلمانانو له امامانو ځنې يو امام،پر قياس د  منګولو لګولو په پار له صحيح حديث سره يې مخالف کاوه؛نو د هغوى په باب تېروتي دي او په ګومان او يا هوى يې خبره کړې ده . ابوحنيفه په سفر کې په نبيذ د اودس کولو پر حديث عمل کړى دى او له قياس سره يې مخالفت کړى دى او همداراز په لمانځه کې د قهقې (پر مبطلتوب) يې عمل کړى دى او په دې باب يې هم له قياس سره مخالفت کړى دى؛ځکه د هغه له نظره دا دواړه حديثونه صحيح دي ،حال داچې داحاديثو امامانو دا دواړه احاديث سم نه ګڼل [او له مرسلاتو ځنې دى] .))[54]

له واحد خبر او مرسل خبر سره د قياس د تعارض په باب ابن قيم جوزي ګروهمن دى،چې :

((د ابوحنيفه اصحاب پردې اجماع لري،چې د امام ابوحنيفه مذهب دادى،چې د هغه په نزد ضعيف حديث تر راى او قياسه غوره دى .))[55]

د امام ابوحنيفه په نزد د قياس په کارونه کې ددې دوو ټوليزو قواعدو نه پرته،ابوبکر سرخسي پردې ټکي د تاکيد ترڅنګ،چې امام ابوحنيفه (ره) قياس ان د ضعيف حديث پر وړاندې هم ړومبى نه ګاڼه،په دقيقه توګه، د قياس په کارونه کې د امام ابوحنيفه (ره) شرطونه او موازين دا ګڼي :

١.د بل نص د شتون په واسطه،د اصل حکم،په هماغه اصل پورې ځانګړى نه وي ؛

٢.د قياس په واسطه،په اصل پورې له اړوند حکمه عدول نشي؛

٣.د اصل لپاره،چې په شرعي نص کې کوم علت بيان شوى وي،په هماغې اصل پورې ځانګړى نه وي،چې اصل حکم هغه فرع ته نسبت ورکړ شي،چې نص يې نه رانغاړي؛

٤.تر تعليل وروسته (او فرع ته د اصل حکم سرايت) اصل حکم په هماغه پخواني حالت (تر تعليل مخکې) پاتې شي؛

٥.تعليل (فرع ته د اصل حکم سرايت) د منصوصو الفاظو د ابطال (بدلون) متضمن نه وي.[56]

په پاى کې ددې روايت راوړل به هم ښه وي،چې شيخ مفيد د “المحاسن” په کتاب کې رانقل کړى،چې امام ابوحنيفه (ره) به ويل :

 (( البول فى المسجد احيانا،احسن من بعض القياس (المقايس)=کله په جومات کې متيازې کول تر ډېرو قياسونو غوره دى .))[57]

 ٨-٢.استحسان

د استحسان په تعريف کې په فقهاوو کې نظر اختلاف دى؛خو حنفيان راى داسې تعريفوي :١. ” د پياوړې وجهې په پار له قياسه د مجتهد عدول “؛[58]  ٢. “د قياس پرېښوول او په اسان حکم يې اخستل “؛[59] ٣.” د ټاکلې پېښې په باب د تر ټولو پياوړي دليل غوره کول “.[60]

امام ابوحنيفه (ره) هم به په هغه ځايونو کې قياس يې قبيح ګاڼه،پر استحسان به يې عمل کاوه؛ځکه کله به قياس په ټولنيزو عادي اړيکو او په معاملاتو کې له دود عرف سره په ټکر کې و او عسر او حرج لاملېده .[61]

 ٣. په فقه کې د امام ابوحنيفه (ره) ټوليز رويکردونه

په فقه او عملي قواعدو کې د امام ابوحنيفه ټوليز رويکردونه،چې هغه به ترې په خپلو استنباطاتو کې کار اخسته،په لاندې توګته د ډلبندۍ وړ دي :

١.په عباداتو او معاملاتو کې تساهل او توسع : د بېلګې په توګه : د طهارت په باب کې هغه له بدنه د نجاست لرې کېدل په هره پاکه مايع جايز ګڼي؛ځکه د هغه په آند د “و ثيابک فطهر “[62] مطلق دى او بې له دليله يې تقييد جايز نه دى . هغه د صيقلو څيزونو؛لکه هندار ې او تورې په باب يوازې يې مسح کول د نجاست مزيل او د خبث رافع شمېري؛لکه څنګه چې د بيع په باب کې هغه او زده کړيالان يې د هغه څيز پېرل،چې مشتري نه وي ليدلى،هم د له پېغمبر اکرمه د ځينو روايتونو په رڼا کې جايز ګڼي .[63]

٢. د دوو تکليفونو يا دوو عقوبتونو نه جمع کول او د حنفيانو د وينا له مخې،د بېوزله او کمزوري اړخ رعايت : د بېلګې په توګه ،هغه له امام علي (ک) نه د يو روايت له مخې،له ښي لاس او چپې پښې تر پرېکېدو وروسته د غل د چپ لاس پرېکول جايز نه ګڼي .[64]

٣. د شونتيا تر بريده د انسان د تصرفاتو سمونه : د بېلګې په توګه : هغه تر جسمي بلوغ مخکې د عاقل ماشوم اسلام صحيح او معتبر ګڼي .[65]

٤.وګړيزو آزاديو ته ارزښت ورکول : د بېلګې په توګه : د بالغې او د اهليت ځاوندې ښځې په واده د “ولي” د ولايت او سلطې خاوند نه ګڼي .[66]

٥.دولت ته د بشپړ سيادت او واک ورکول : د بېلګې په توګه، هغه د مواتو په احيا او د هغه د خاوندېدو کې د امام اجازه شرط ګڼي (د شيباني او ابويوسف پرخلاف) .[67]

پاتې دې نشي،چې د حنفيانو په نزد “حيل ” او “عرف” هم د استنباط له سرچينو ځنې شمېرل کېږي او ګروهمن دي،چې امام ابوحنيفه (ره) به دا دوه هم د خپل استنباط سرچينې ګڼلې[68] ؛ خو بايد وويل شي،چې شرعي حيل (قانوني چاره لټونې) د امام ابوحنيفه (ره)تر فقهې ډېرې ، حنفي فقيهانو ډېر کارولي دي؛که څه د حديثو اصحابو د “حيل” په نامه يو کتاب امام ابوحنيفه (ره) ته نسبت ورکړى دى؛خو له هغه د داسې کوم کتاب تاليف په حنفي او بې طرفه سرچينو کې نه دى تاييد شوى .څه چې د امام ابوحنيفه د فقهې په فروعو کې موندل کېږي،د حيل د کارونې محدودې بېلګې دي،چې په واقع کې د هغه د فقهې ټوليزو قواعدو ته ستنېدل له مصالحو د لاروۍ او له بندګانو د عسر او حرج د نفې په څېر دي .

سرخسي وايي : چل هغه مهال جايز او روا دى،چې يو وګړى له حرامو وژغوري او يا يې کوم حلال ته ورسوي او هغه مهال رټلى او ناروا چار دى،چې د نورو د حق د لتاړلو او يا د باطل د حق ښوولو لپاره ترې کار واخستل شي .[69]

په فقه کې د حيل د کارونې بسط او تفريع يې د امام ابوحنيفه (ره) د زده کړيالانو او تابعانو کې تداوم موندلى او په دې باب ابويوسف او محمد بن حسن شيباني يو لړ کتابونه هم ليکلي دي .[70]البته له ابوسليمان جوزجاني (د شيباني زده کړيال)نقل شوي،چې هغه استاد ته د “حيل” د کتاب صحت رد کړى دى او ويلي يې دي،چې دا کتاب بيا وروسته د بغداد وارقانو جوړ کړى دى .[71]

 ٤. د امام ابوحنيفه (ره) د فقهې تطور

نننۍ حنفي فقه په بشپړه توګه نشي کولاى،چې د امام ابوحنيفه (ره) د څرګندونو څرګندوى شي .د امام ابوحنيفه (ره) اندې يې زده کړيالانو اوډون او تاليف کړې دي او دوى هم د زمانې او چاپېريال د شرايطو په پامنيوي او غوښتنو او اهل حديثو ته د نږدېوالي په پار او ورسره د اختلافاتو د راکمولو په پار يې د امام ابوحنيفه (ره) فقه يې اهل حديثو ته ورنږدې کړه؛نو پردې بنسټ نننۍ حنفي فقه مخکې او ډېره له دې د امام ابوحنيفه (ره) د څرګندونو څرګندوى وي،د هغه د زده کړيالانو؛په تېره بيا د ابو يوسف د لېوالتياوو او اندو د محصول او يېبره ده .

“امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې ازاد انديشي دودوله او هېڅکله يې هم څوک له ځانه په پټو سترګو لاروۍ ته نه رابلل . په هغه روايتونو کې ، چې “زفر بن هذيل” له امام ابوحنيفه (ره) رانقل کړي دي،هغه په ډاګه کړې،چې چا ته حلال نه دي،چې بې له دې چې د يوې فتوا په ورکولو کې يې په دليل پوه شي،يوازې له هغه د تقليد له مخې،فتو ورکړي .[72] هغه په داسې ټينګار دا  زده کړې خپلو اصحابو ته القا کړې وې،چې څو نسلونه وروسته د هغه لارويان،له يوه عالمه د بل عالم تقليد بې له دې،چې د حکم له منځپانګې يې خبر شي،حرام شمېرلي دي .”[73]

د امام ابوحنيفه (ره) زده کړيالان يې هېڅکله مقلد نه وو او د يو مجتهد په څېر به يې د هغوى له سرچينو نېغه په نېغه د احکامو پر استنباط لاس پورې کاوه او په ځينې ځايونو کې به يې د خپل استاد نظر پر خلاف هم نظر ورکاوه .د امام ابوحنيفه (ره) ځينو زده کړيالانو او د هغوى په سر کې قاضي ابويوسف او شيباني،د حنفي فقهې د تدوين په موازاتو کې، د فقهې او عقايدو په دوو زمينو کې يې د حديث د اصحابو له ښوونځي

سره يې خپل واټن کم کړ؛لکه څنګه چې يې په سياسي اړخ کې د عباسي خلافت پر وړاندې يو منځلارى دريځ غوره کړ . دا چارې ددې لامل شوې،چې د ځينو اصحاب حديث ؛لکه يحيى بن سعيد قطان،وکيع بن جراح،يحيى بن آدم،ابوعبيد قاسم بن سلام،دريځونه حنفيانو او امام ابوحنيفه ته تعديل شي .[74]

 * راټولونه

له تېرو ويينو لاس ته راځي،چې امام ابوحنيفه (ره) په اندو،فقهي مذهب او د خپل استنباط په کړنلار او سرچينو کې د اهلبيتو له ښوونځي سره ډېره همغږي نه لري .سره له دې په ځينو ځايونو کې د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار او اندې له عمومي اهلسنتو نه واټن نيسي او د اهلبيتو ښوونځي ته نږدې کېږي .

د کتاب او سنتو په باب دې وويل شي،چې له دې دوو بنسټيزو سرچينو نه او له دې دوو سرچينو نه د قواعدو او د احکامو د استخراج اصول او د امام ابوحنيفه (ره) د استنباط کړنلار هم د اهلبيتو له ښوونځى سره ګډ ټکي لري او هم يو لړ توپيرونه .

په قرآن کې يې عام او خاص او مطلق او مقيد ته اهتمام،د اهلبيتو له  مذهب سره سمون خوري؛خو د ځينو ظواهرو تضييق او له قرآنه د لاس ته راغليو احکامو په فرض او واجبو ويشل،د امام ابوحنيفه د فقهې ځانګړنې دي،چې د اهلبيتو په ښوونځي که نه ليدل کېږي .

د صحابه وو اقوالو او افعالو او همدارز د تابعينو اقوالو ته،چې عمومو اهلسنتو ته منل شوې سرچينې دي، د امام ابوحنيفه (ره) انتقادي ليد،هغه د عمومو اهلسنتو له کړنلارې بېلوي او د اهلبيتو ښوونځي ته ورنږدې کوي؛لکه څنګه چې د اهلسنتو په نزد منل شويو راويانو ته يې انتقادي ليد؛لکه حضرت ابوهريرة (رض) او نورو ته يې دريځ د اهلسنتو له عمومي بهيره لرې کړى دى او د تشييع ښوونځي ته يې ورنږدې کړى دى .ويلو ته يې اړتيا نشته،چې په دې څو ځايونو کې د امام ابوحنيفه (ره) دريځ،چې له شيعي دريځ او ليدلوري سره همغږي لري،يو ارزښتمن او استراتيژيکه کړلار ده .

د اهلسنتو راويانو ته د امام ابوحنيفه (ره) انتقادي ليد او په روايتونو يې سخت دريځي کول په داسې حال کې دي،چې  هغه له اهلبيتو (امام باقر او امام صادق) نه د روايتونو په اخستو کې له بېخه د سندي او رجالي نقد په څېړنې پسې نه دى او موږ به په راتلونکي څپرکي کې دې موضوع ته اشاره وکړو .

بله  مهمه مسله د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې د راى يا قياس او استحسان بحث او ويينه ده .څرګنده ده،چې د اهلبيتو په ښوونځي کې په قياس او استحسان لاس پورې کول رټل شوى چار دى او دا دواړه د اهلبيتو په فقه کې کوم ځاى نه لري؛خو د امام ابوحنيفه (ره) فقه او همداراز د مخالفانو له برداشت سره سره او لکه څنګه چې په ځينو شيعي سرچينو کې انځور شوې،د امام ابوحنيفه (ره) په فقه کې قياس او استحسان په محدودو ځايونو کې کارونه لري .د امام ابوحنيفه له خوا د قياس او استحسان په کارونه کې بايد څو ټکي په پام کې ونيسو:

١.امام ابوحنيفه (ره) به له راى نه يوازې په غير تعبدي چارو کې هغه هم په هغه صورت کې،چې په اړه به يې نص نه و،کار اخسته .

٢.هغه ډېرى مرسل روايات او آحاد اخبار،په نننۍ معنى سره،د خپل عمل او استنباط لپاره مبنى کړي وو .

٣.امام ابوحنيفه (ره) په جزيي توګه هم له قياس او استحسانه د ګټنې لپاره خپل ځانګړي موازين او قواعد درلودل .

ددې خبرو په پامنيوي لاس ته راځي،چې له امام ابوحنيفه (ره) نه د يو وګړي تصور،چې د هغه چار په فقه  کې”د نص پر وړاندې اجتهاد” دى، يو بې بنسټه انځور او تصور دى . البته روښانه ده،چې ان تر همدې بريده هم له قياسه کار اخستل د اهلبيتو امامان نه مني؛خو هېر دې نشي،چې پر قياس عمل،سره له دې،چې د اهلبيتو امامانو رټلى دى،ان د لومړنيو اماميه شيعه وو په فقيهانو کې دود و . ابن ابى عقيل (٣٤٠ س مړ) او ابن جنيد اسکافي (٣٨١ س مړ)،چې دواړه له سترو فقهاوو او د غيبت د پېر له لومړنيو فقيهانو ځنې شمېرل کېږي او په شيعه فقهاوو کې د “قديمين” په نامه ځانګړى مقام او درناوى لري،دواړو به پر قياس عمل کاوه .[75] سره له دې،چې شيعيان او شيعي علماء له دې دواړو د بې چون وچرا د نه تقليد کولو په صورت کې هم ځان ته اجازه نه ورکوي،چې په چارو کې نيوکه وکړي او دا دواړه په د شيعه وو په فقهاوو کې ځانګړي مقامه برخمن دي .[76] لکه څنګه چې پر قياس ددوى عمل ددې نه لاملېږي له تشيع او د اهلبيتو له لارويانو  ووځي،يوازې په قياس د امام ابوحنيفه (ره) عمل هم يې د اهلبيتو له ښوونځي سره د مخالفت په معنى کېداى نشي او دا هم بايد وويل شي،چې امام ابوحنيفه (ره)؛لکه څنګه رارسېدلي دي،هېڅکله د قياس په کارونه کې افراط او ښنده نه کوله .

[1] . ابن مسعود په هغو موضوعاتو کې به يې،چې حديث نه و اورېدلى؛نو د خپل اجتهاد پر بنسټ به يې د مسالې د حکم د بيانولو ترڅنګ ويل،چې :” اقول برايي” وګ : د امام احمد بن حنبل مسند،مسند المکثرين من الصحابه ،٣٨٩١ رديف .)

[2] . د بېلګې په توګه وګ : خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ ١٣/٤١٣-٤٥٤ مخونه .

[3] . ابن خلدون،مقدمه ( د درويش جويدي څېړنه)،٤١٥ مخ .

[4] .ابن حجر حيتمي،الخيرات الحسان فى مناقب الامام الاعظم ابي حنيفه نعمان،٧٧ مخ .

[5] .احمد بن علي جصاص،احکام القرآن ٣/٩٤؛علي بن محمد بزودي،اصول الفقه، له دائرة المعارف بزرگ اسلام،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٤ په نقل .

[6] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه (له لږ تصرف سره)

[7] .مائده/٩٦ .

[8] .نساء/٤٣ .

[9] .احمد بن علي جصاص ،احکام القرآن ٣/١٦٨-١٦٩.

[10] .هماغه /٣٩٤ مخ .

[11] .محمد ابوزهره،الامام ابوحنيفه ،١٧٢ مخ .

[12] .محمد جواد مغنيه،الفقه على المذاهب الخمسه،١٢٧ مخ .

[13] .ابوالمؤيد خوارزمي،جامع مسانيد ابي حنيفه،٣٥٢-٣٥٤ مخونه؛محمد بن ادريس شافعي ،الرسالة،٢١٦_٢١٧ مخونه .

[14] .حسين بن علي صيمري،اخبار ابن  حنيفه و اصحابه،٢٤ مخ؛خطيب بغدادي، د بغداد  تاريخ ١٣/٤٠؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٤ .

[15] . ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء ،١٢٨ مخ .

[16] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه،٣٩٥ مخ ص.

[17] . ابوالمؤيد خوارزمي،جامع مسانيد ابي حنيفه ١/٤٠٣،٣٨٨،٤٢،٤٢١،٣،٤٩٩، ٥٢٩، او دويم ټوک،١٢٩،٥٩ او ٢٢٠ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه .

[18] .الشيخ حسين غيب غلامي،البخاري و صحيحه،٢٤ مخ .

[19] .هماغه .

[20] .خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ١٣/٣٤٠ او٣٦٨ مخونه؛ ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الثلاثة الائمة الفقهاء ،١٢٨ مخ .

[21] . دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٥ .

[22] . شيخ طوسي،الخلاف ١/٣٩٥ .

[23] .هماغه،٢٣٢ مخ؛احمد بن محمد قدوري،المختصر ١/٩٣ له دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه نه په نقل سره .

[24] .شيخ طوسي،هماغه٢/٢٠٧؛قدوري،هماغه ٣/٤-٣ له دائرة المعارف بزرگ اسلامي، هماغه نه په نقل سره .

[25] .ابوبکر سرخسي،اصول الفقه ٢/١٥٠ .

[26] .حسين بن علي صيمري،اخبار ابن حنيفه و اصحابه ،٢٤ مخ او خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ ١٣/٣٤٠ او ٣٦٨ مخونه .

[27] .ابوبکر سرخسي،پخوانۍ سرچينه؛ علي بن محمد بزودي،اصول الفقه ٣/٣٩٦ .

[28] .دائرۀ المعارف بزرگ اسلامي ٥ ټوک،د ابوحنيفه مدخل،٣٩٦ مخ .

[29] . ابوبکر سرخسي،المبسوط ٢٤/٦٨ .

[30] .پخوانۍ سرچينه.

[31] .ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء ،١٤٣ مخ .

[32] . هماغه  سرچينه .

[33] .محمد بن ادريس شافعي،الرسالة،٤٦٠ مخ او ابو المؤيد خوارزمي، جامع مسانيد ابي حنيفه لومړى ټوک،٢٧٩ مخ .

[34] .علي بن محمد بزودي،اصول الفقه ٣/٢٢٦ او ابوبکر سرخسي،اصول الفقه ١/٢٩٥.

[35] . دائرة المعارف     بزرگ اسلامي د امام ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٦ .

[36] . ابوبکر سرخسي،هماغه سرچينه٢/١٤٣ .

[37] .الداکتر وهبة الزهيلى، اصول الفقه اسلامي ١/٦٠٢-٦٠٣ مخونه .

[38] .هماغه سرچينه ،٦٠٢ مخ .

[39] . له محمد به نصر مروزي، اختلاف الفقهاء،٧٥ مخ نه په نقل سره .

[40] .فخر رازي،المحصول ٢/٣٥٤

[41] . ابوبکر سرخسي،اصول الفقه ٢/٩٠ .

[42] . شاه ولي الله دهلوي،الانصاف فى بيان سبب الاختلاف،٦٢ مخ .

[43] . محمد بن نصر مروزي،اختلاف العلماء،٧٤ مخ .

[44] . خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ ١٣/٣٥٢ .

[45] . وګ : ابوالمؤيد خوارزمي،جامع  مسانيد ابي حنيفه ٢/٣٨٨  او الفقه الاسلامي و ادلته ١/٣٢ .

[46] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٨ (له لږ تصرف سره)

[47] .هماغه سرچينه .

[48] .موفق مکي ،مناقب ابي حنيفه ٢/١٠٤؛ابوبکر سرخسي،اصول الفقه ٢/١٤؛ محمد بن ادريس شافعي،الرسالة،٤٩٤ مخ؛علي بن محمد بزودي،اصول الفقه ١/٤٦؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه سرچينه .

[49] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،هماغه سرچينه .

[50] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي ،هماغه .

[51] . وګورئ : شيخ طوسي،الخلاف ١/٢؛هماغه ،تهذيب الاحکام ١/٢١٩ .

[52] . هماغه سرچينه /٣٩٨ مخ .

[53] .عبدالوهاب شعرانى،الميزان الکبرى ١/٥١ .

[54] .ابن تيميه ،مجموع الفتاوى ٢٠/٣-٤

[55] .ابن قيم الجوزيه ،اعلام الموقعين ، له وهبي سليمان غاوجي ،ابوحنيفه النعمان امام الائمة الفقهاء،١٣٩ مخ نه په نقل سره .

 [56] .ابوبکر سرخسي،اصول الفقه ٢/١٤٩-١٥٠ .

[57] . شيخ مفيد ،المحاسن ،٢١٠ مخ .

[58] .محمد ابوزهره، امام ابوحنيفه،٣٥٠ مخ .

[59] .علي بن محمد جرجاني،التعريفات،٨ مخ .

[60] .وهبي سليمان غاوجي،ابوحنيفه النعمان ،١٤٠ مخ .

[61] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ١/٨٢ .

[62] .مدثر /٤

[63] .وهبي ،سليمان غاوجي ،هماغه،١٥٧ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٥ .

[64] . وهبي ،سليمان غاوجي ،هماغه،١٥٨ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٩ .

[65] . وهبي ،سليمان غاوجي ،هماغه،١٥٩ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٥ .

[66] . وهبي ،سليمان غاوجي ،هماغه،١٦١ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٥ .

[67] . وهبي ،سليمان غاوجي ،هماغه،١٦٢ مخ؛ دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٥ .

[68] .هماغه سرچينه

[69] .ابوبکر سرخسي،المبسوط ٣٠/٢١٠ .

[70] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي،د امام ابوحنيفه مدخل ٥/٣٩٩ .

[71] . پخوانۍ سرچينه ٢٠٩ مخ .

[72] .ابن عبدالبر،الانتقاء من فضائل الائمة الثلاثة الفقهاء ،١٤٥ مخ .

[73] .عبدالقادر قرشي،الجواهر  المضيئة ١/٣٤٧ له دائرة المعارف بزرگ اسلامي ، هماغه ، ٤٠٠ مخ نه په نقل سره .

[74] . ابن عبدالبر،مخکنۍ سرچينه ،١٣١-١٣٢ مخونه؛محمد بن جرير طبري،اختلاف الفقهاء،٢٥-٢٧ مخونه؛ محمد بن نصر مروزي،اختلاف العلماء ،٥٧-٥٩ مخونه .

[75] .د نجاشي رجال ،٣٨٥-٣٨٨ مخونه؛ روضات الجنات ،١٦٨،٥٦٦ او ٥٩٠ مخونه؛ عبدالجليل قزويني رازي،النقض (د محدث ارموي له تعليقاتو سره) ١/٤٨٨؛ آيت الله العظمى خويي،معجم رجال الحديث ٥/٢٢ .

[76] .وګورئ :هماغه سرچينه؛علامه حلي،خلاصة الاقوال فى معرفة الرجال ،٤٠ مخ؛شهيد مرتضى مطهري،آشنايي با علوم اسلامي،٣ټوک (اصول فقه-فقه)،٧٥ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!