تبلیغات

د اهل بيتو مینوال دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى د مودت آيت د پېغمبر اکرم (ص) د خپلوانو؛ حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسېن په اړه نازل شوى دى امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن […]

د اهل بيتو مینوال

دوستداران داهل بيت له اوره خلاص دي
بې دوستۍ يې عالم کله مخـــــــــلص دى

د مودت آيت د پېغمبر اکرم (ص) د خپلوانو؛ حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسېن په اړه نازل شوى دى

امام احمد بن حنبل(رحمة الله عليه )په خپل مسند کې له ((سعيد بن جبير))له(( ابن عباس )) رضى الله عنهما نه روايت کړى ،چې ويلي يې دي :

د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [1]؛يعنې زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم؛خو له خپلوانو سره مې مينه کوئ .)) آيت،چې نازل شو؛خلکو آنحضرت (ص) وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ فرض شوه؟ ويې ويل : ((علي،فاطمه او دواړه زامن يې)) دا خبره يې درې ځلې وويله. [2]

امام بخاري رحمة الله عليه د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ… )) تر آيت لاندې په خپل سند له ((طاووس)) له حضرت ((ابن عباس )) نه روايتوي : له ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت په باب وپوښتل شو،حضرت سعيد بن جبير وويل: له ((قربی)) نه مطلب ((آل محمد)) دي .

امام سيوطي رحمة الله عليه په ((درمنثور)) تفسير کې تر څېړنې لاندې آيت په باب له ((ابن منذر)) او ((بن ابي حاتم))،((طبراني)) او ((ابن مردويه))د((سعيدبن جبير)) له لارې له ((ابن عباس) نه روايتوي: دا آيت،چې نازل شو؛ نو خلکو ((آنحضرت ص)) وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې پر موږ((فرض))شوه؟ ويې ويل : ((علي؛ فاطمه ، حسن،حسين او ددې دواړو زامن [3])).

امام فخررازي(رحمة الله عليه)په خپل تفسير کې تر ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ…)) آيت لاندې له (زمخشري) رحمة الله عليه نه پورته روايت نقلوي او ورپسې وايي: نو جوته شوه،چې دا څلور تنه ((علي،فاطمه، حسن او حسين)) د پېغمبراکرم(ص) خپلوان دي او دا مانا چې جوته شوه؛نو فرض ده،چې ځانګړى درناوى يې وکړو. بیا زياتوي : ددې مسالې لپاره بېلابېل لاملونه شته :

لومړى : په ړومبنيو رواياتو کې وويل شول،چې ((آل محمد)) هغوى دي ،چې د چارو ورتګ يې هغه [محمد (ص)] ته دی؛نو دهغو کسانو،چې اړيکې يې پوره ټينګې وي ((آل)) ګڼل کېږي او بېشکه،چې علي،فاطمې،حسن او حسين له رسول اکرم (ص) سره ټينګې اړيکې او تړاو درلود او دا له متواترو احاديثو او مسلماتو ځنې ګڼل کېږي؛نو ځکه لازم دي،چې ورته (( آل محمد )) ووايو.

دويم : بېشکه،چې فاطمه،پېغمبراکرم(ص) ته ګرانه وه او ويلي يې دي : ((فاطمه ،مې د بدن يوه برخه ده،چا چې ازار کړه؛نو زه به يې ازار کړى يم )).

او په متواترو احاديثو کې له رسول اکرم(ص) نه ثابته شوې،چې هغه مبارک (ص) ته علي،حسن او حسين هم ګران وو او دا معنا،چې جوته شي ؛نو پر امت يې مينه فرضېږي؛ځکه متعال خداى وايي :

( الف ) وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛ لاروي یې وکړئ،چې سمه لار ومومئ.

(ب) فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ؛څوک چې یې له حکمه سرغړونه کوي؛نو د خداى له عذابه دې ووېرېږي .

(ج) قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ؛يعنې ورته ووايه که له خداى سره مينه لرئ؛نو زما لاروي وکړئ،چې دخداى ښه راشئ .

(د) لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ = تاسې ته د رسول الله (ص) په ژوند کې ښه بېلګې دي .

درېيم : د ((آل)) لپاره دعا يو ستر وياړ دى؛نو ځکه په لمانځه کې تر تشهد وروسته دا دعا ويل کېږي .

((اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وارحم محمد وآل محمد ))

چې دا درناوى بې له ((آل محمد )) د بل چا نشته؛نوځکه دا ټول دلايل ښيي،چې له ((آل محمد)) سره مينه فرض ده .

په پاى کې امام فخر رازي خپلې خبرې د امام شافعي رحمة الله عليه په لاندې اشعارو پاى ته رسوي ،چې پښتو مفهوم يې دادي :

(( ای سپوره! ته چې حج ته روان يې،په هغه ځاى کې ،چې منی ته نژدې د ((رمي جمرات )) لپاره کاڼي راټولېږي او دا د بيت الله د حاجيانو ستره غونډه ده؛نو ودرېره او نارې کړه،ټولو هغو ته چې په ((خيف جومات)) کې پر عبادت بوخت دي او يا د خوځېدو په حال کې دي او سبايي،چې حاجيان له ((مشعر)) نه ((مني)) ته د يو ستر غړمبېدونکي نېز په څېر روان وي؛نو نارې کړه!هو نارې کړه او ووايه! که له (( آل محمد)) سره مينه رفض وي؛نو ټول پېريان او انسانان دې شاهدان وي،چې زه رافضي يم .[4] ))

(ابن جرير طبري تفسير ؛25 ټوک،16 مخ ) پر خپل سند له سعيد بن جبير (رض) نه او محب طبري په ذخاير کې له ابن سري نه او بيا طبري د 25ټوک په 17 مخ کې له ابي اسحاق له عمرو بن شعيب (رض) نه او حلية الاولياء؛3ټوک،201 مخ پر خپل سند له جابر (رض) څخه روايت کړى: ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) آيت د خداى د استازي د خپلوانو په اړه نازل شوى او د وروستي روايت مضمون داسې دى، چې يو کليوال سړى رسول اکرم (ص) ته راغى او ويې ويل : محمده ! اسلام راوښيه.رسول اکرم (ص) ورته وويل : اسلام دادى، چې لېينه- شهادت ورکړې،چې ( لا اله الا الله وحده لا شريک له و ان محمداً عبده و رسوله ) اعرابي ورته وويل : پردې مانا به له ما مزدورې هم غواړې؟رسول اکرم (ص) ورته وويل : بې د خپلوانو له مينې هېڅ نه غواړم.اعرابي وپوښتل : ستا خپلوان که زما خپلوان؟ د خداى استازي(ص) وويل :زما خپلوان. سړي ورسره ومنله او ورته يې وويل : لاس دې راکړه،چې ددې خبرې لپاره درسره بيعت وکړم او د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې له تا او خپلوانو سره دې مينه نه کوي . د خداى استازي(ص) وويل : امين .

سيوطي په درالمنثور کې تر همدې آيت لاندې له عبد بن حميد او ابن منذر له مجاهد نه او همداراز له ابن مردويه نه د ابن المبارک له لارې له حضرت ابن عباس څخه او همداراز ابونعيم او ديلمي له مجاهد له حضرت ابن عباس څخه او همداراز سعيد بن منصور له سعيد بن جبير نه روايت راوړى،چې ټولو ويلي دي، چې مراد ترې د خداى د استازي خپلوان دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک:172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى، چې و يې ويل : حسن بن علي د خپل تره تر شهادت وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: خلکو ! څوک چې ما پېژني؛نو پېژنې مې،که څوک مې نه پېژني؛ نو زه حسن د علي زوى او د پېغمبر زوى يم،زه د خداى د استازي د وصي زوى يم،زه د بشير او د نذير زوى يم او د خداى په لور د رابلونکي زوى يم،زه د بلې ډيوې زوى يم او زه له هغو اهلبيتو ځنې يم،چې جبراييل به ورته راته او له کوره به يې اسمان ته تله او زه له هغه اهلبيتو ځنې يم،چې خداى له هر ډول پليدۍ پاک کړي او هغسې،چې په خپله پوهېده،پاک کړي دي او زه له هغو اهلبيتو ځنې يم چې خداى يې مينه پر هر مسلمان فرض کړې ده او ويلي يې دي : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) او ويې وويل : (وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا = او څوك چې نېكې چارې ترسره كړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو) او د نېکۍ اقتراف هماغه زموږ د اهلبيتو مينه ده .

ليکوال: دا روايت محب طبري؛ذخاير :138 مخ هم له زيد بن حسن نه نقل کړى دى او دولابي ته يې نسبت ورکړى دى او هيثمي؛مجمع:9ټوک،146 مخ کې هم راوړى او ابي الطفيل ، طبراني،ابويعلي ،بزاز او احمد ته يې نسبت ورکړى دى او همداراز دا روايت ابن حجر؛صواعق:101 مخ کې نقل کړى او هغه يې بزاز او طبراني ته نسبت ورکړى دى .

(اسدالغابه:5ټوک:367مخ ) له حکيم بن جبير له حبيب بن ابي ثابت نه روايت کړى،چې د خپل ټبر له يوې ډلې سپين ږيرو سره ناست وم،چې له مخې مو علي بن الحسين تېر شو او دا هغه وخت و، چې د هغه او د يوې ډلې قريشو ترمنځ د يوې ښځې پر سر شخړه وه،چې له هغه نه يې اخستى وه او له هغه سره نږدې توب يې ښه نه راته؛نو د انصارو سپين ږيرو وويل: پرون تاسې موږ د هغه شخړې په باب چې له پلانۍ کورنۍ سره مو درلوده راغوښتي وو؛خو موږ ستاسې په چار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شو کړاى او هېڅ خبره هم پکې نه شو کړاى؛ځکه سپين ږيرو مو یو حديث روایت کړى، چې د خداى استازي ته ورغلو او ورته مو وويل : محمده ! اجازه راکړه ددې ټولو نعمتونو له امله، چې خداى ستا له امله راکړي او دا دومره فضيلتونه او کرامتونه يې راکړي، له خپلو مالونو يو څه درکړو، چې په ځواب کې یې د ( قل لا اسئالکم) آيت راغى او ليکونکي په اخر کې دا حديث ابن منذر ته نسبت ورکړى دى.

( ذخاير العقبى ؛25 مخ) د ملا له سيرة نه نقل کړي، چې رسول اکرم (ص) وويل : هغه اجر،چې تاسې يې بايد راکړئ، خداى ټاکلې، چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ او دا به د قيامت پر ورځ درنه غواړم .

(صواعق المحرقه ؛102 مخ) له ثعلبي او بغوي له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يې ويل: همدا چې د (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى) آيت نازل شو؛نو ځينو په زړونو کې وويل : بې له دې بل هېڅ مراد نه لري،چې تر ځان وروسته موږ له خپلو اهلبيتو سره مينې ته اړ کړي؛نو ځکه تر دې آيت وروسته د : (أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا؛يعنې لکه چې وايي چې محمد په دې سپارښتنه کې پر خداى دروغ تړلي دي) آيت راغى؛نو ځينو وويل : موږ ستا هغه سپارښتنه تصديق کړه، چې د خداى له لوري ده او تا پر خداى دروغ نه دي تړلي؛نو بيا دا : (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ؛يعنې هغه خداى دى چې د بندګانو توبه قبلوي) آيت راغى .

( صواعق محرقه :101 مخ) له ابو الشيخ او نورو نقل کړي،چې حضرت علي وويل :يوازې هغوى به زموږ مودت رعايتوي، چې پر خداى ايمان لري او بيا يې د : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ) آيت ولوست .

دا روايت : متقي هندي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،218 مخ هم نقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :25 ټوک:16 مخ ) پر خپل سند له ابي الديلم نه روايت کړى،چې و يې ويل : چې علي بن الحسين یې اسير راووست او په دمشق کې يې ځاى پر ځاى کړ؛نو يو سړى پاڅېد او و يې ويل : ستاينه د هغه خداى ده،چې تاسې يې ووژلئ ؛ نو علي بن الحسين وپوښته: قرآن دې لوستى دى؟ ويې ويل : هو ! علي بن الحسين ورته وويل : آيا “آل حم” دى نه دى لوستى ؟ و يې ويل : قرآن مې لوستى؛خو” آل حم” مې نه دى لوستى . علي بن الحسين وويل : لوستي دې نه دي چې : (قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)؟ ويې پوښتل : مګر تاسې،تاسې،تاسې هغه( خپلوان ) ياست ؟ ويې ويل : هو موږ د خداى د استازي خپلوان يو .

خو د خداى د استازي خپلوان څوک دي ؟ داسې روايتونه او خبرې شته، چې د تېرو خبرو پخلى کوي،چې له هغې ځنې يو هم زمخشري دى، چې د کشاف په تفسير کې د شورى د سورت د پورتني آيت تر تفسير لاندې ليکي : روايت شوى، چې د مودت آيت راغى ؛نو خلکو رسول اکرم (ص) وپوښت : د خداى استازيه ! خپلوان دې څوک دي،چې مودت يې پر موږ واجب شوى دى ؟ ويې ويل : علي، فاطمه او دوه زامن يې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې د شورى د سورت د مودت د آيت تر تفسير لاندې له زمخشري د پورته روايت تر نقلولو وروسته وايي : نو جوت شول،چې دا څلور کسان د خداى د استازي خپلوان دي او چې دا جوت شول ؛نو واجبېږي……………….

(سيوطي په در المنثور کې ) د پورتني آيت په تفسير کې له ابن منذر ، ابن ابي حاتم ،طبراني،ابن مردويه د سعيد بن جبير له لارې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې دا آيت راغى؛نو خلکو د خداى استازى وپوښت: خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده ؟ رسول اکرم (ص) وويل : علي ،فاطمه ،حسن او حسين او اولاده يې .

همدا مضمون ذخاير العقبى ؛25 مخ ،محب طبري د احمد له مناقب نه،هيثمي ؛مجمع:7ټوک، 103 مخ او همداراز د نهم ټوک په 168 مخ کې ، ابن حجر ؛صواعق :101 مخ له احمد ،طبراني، ابن ابي حاتم او حاکم ټولو له حضرت ابن عباس څخه او شيخ شبلنجي؛نورالابصار: 101 مخ له تفسير بغوي نقل کړى دى .

حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:”علي،فاطمه او دواړه زامن يې.” دا خبره يې درې ځل وکړه.]

“امام احمدبن حنبل” په “فضائل الصحابه” كتاب كې روايت کړى ،چې:[ د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :”د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

“سيوطي” په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له “ابن عباس”(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم د “مودت” د آيت په هکله وويل:”كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه ولرئ.”]

“زمخشري” د”كشاف” په تفسير كې، “فخر رازي” او “قرطبي” په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر “آل محمد” عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر وسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د “آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي .

خبر وسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر وسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

خبر وسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر وسئ ! پر آل محمد عاشق مړ پر “سنت” او “جماعت” له دنيا تللى وي .

خبر وسئ!څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:”د څښتن له رحمته نهيلى.”

خبر وسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به مړ شوی وي .

خبر وسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

“امام فخر رازي” د “آل محمد” په هکله وايي :

((“آل محمد” هغه دي،چې له پېغمبراکرم سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته “آل محمد” ووايو.))

بيا “امام فخر رازي” د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د “كشاف” له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن او حسين )) .[5]

[1] . شورى ٢٣ آيت

[2] . د امام احمد حنبل مسند. محب طبري ذخاير العقبى٢٥ مخ . ابن مغازلي شافعي،المناقب ٣٠٩مخ . قرطبي، استيعاب ٨/ ٤٣،٥٨مخونه . امام ثعلبي په خپل تفسير کې هم په همدې الفاظو اومعنى را اخستي دي .

[3] .په دې باب لا معلوماتو ته وګورئ : محب طبري،ذخايرالعقبى ٢٥ مخ . ابن حجر هيثمي،مجمع الزوايد ٧/١٠٣ ٣. ابن حجرشافعي،الصواعق المحرقه . شبلنجي،نورالابصار١٠١مخ .

 [4] . وګورئ: تفسير کبير رازي ( ٢٧/١٦٦)

[5] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې . (٢)ګنجي شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43 ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩)الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢. (١١) زمخشري ؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير : ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ .(١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ . (٢٠) احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې(٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ .

نبوي کورنۍ او “مرج البحرين” آيت

 ((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ – بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[1]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي ،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې “حضرت فاطمة الزهرا او حضرت “علي ” دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين” ترې زېږېدلې دي.

علامه “سبط ابن جوزي” او همداراز”ثعلبي” په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له “سفيان ثوري” او “سعيد بن جبيره” روايت کړى،چې وايي: ((له “دوو سيندونو” موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له “برزخ” موخه پېغمبر اکرم او هغه “مرجان”،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

“خوارزمي” همدا روايت له “مردويه” او له حضرت “انس بن مالک” څخه روايت کړى: (( له “بحرين” څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ “برزخ” پېغمبر اکرم دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :((“لؤلؤ” او “مرجان”، چې له دوه سيندونو راوځي[2]، حسن او حسين دي.[3]))

[1] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[2] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي” : تر پورتني آيت لاندې .

(٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[3] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!