تبلیغات

د بدر غزا د اسلام له سترو او څرګندو جګړو يوه هم د “بدر” جګړه ده او چا چې په دې جګړه كې ګډون كړى و؛نو وروسته يې په مسلمانانو كې ځانګړى امتياز درلود او په هره غونډه او خبره كې به، چې د بدر مجاهدين وو؛نو هغې خبرې يا غونډې به خورا اهميت درلود. […]

د بدر غزا

د اسلام له سترو او څرګندو جګړو يوه هم د “بدر” جګړه ده او چا چې په دې جګړه كې ګډون كړى و؛نو وروسته يې په مسلمانانو كې ځانګړى امتياز درلود او په هره غونډه او خبره كې به، چې د بدر مجاهدين وو؛نو هغې خبرې يا غونډې به خورا اهميت درلود. د اصحابو د ژوند  شرح د بدر جګړې ګډونوال، “بدري” او ددې ارزښت علت تر دې كيسې وروسته را پر  ډاګه كېږي:

د هجرت پر دويم كال، د جمادي الاول په نيمايي كې مدينې ته خبر راورسېد،چې د قريشو كاروان  د “ابوسفيان” په مشرۍ له مکې “شام” ته ځي. پېغمبر اکرم د كاروان تعقيب ته په “ذات العشيره” پورې ولاړ او  تر بلې مياشتې هلته پاتې شو؛خو كاروان پر مخه ورنغى. د كاروان د راستنېدو وخت معلوم و؛ځكه په “مني” او “اوړي” كې به د قريشو كاروان له شامه مکې ته راستنېده.

د استخباراتو تر لاسول، په جګړو كې د بري لومړى ګام دى. كه د لښكر بولندوى د دښمن له استعداد او د جنګيالو له روحياتو او د تمركز له ټکي خبر نه وي؛ نو ودې شي، چې په لومړي ټكر كې مات شي.

د پېغمبر اکرم يو ښه او ستايلى كار دا و، چې د دښمن له چمتووالي او له دې،چې په كوم ځاى كې به اډه جوړوي،ځان مخکې له مخکې خبراوه.

 ان نن هم په نړيوالو جګړو كې د اطلاعاتو تر لاسول ځانګړى ارزښت لري.

 د “مجلسي” (بحار، 19/217) د وينا له مخې،رسول اکرم حضرت “عدى” او د “حيات محمد” د كتاب د وينا له مخې،”حضرت طلحه بن عبيدالله” او “حضرت سعيد بن زيد”  استخباراتي چارو ته لېږلې وو.

رارسېدلې استخبارات په لاندې توګه وو:

1 _ يو ستر كاروان دى، چې ټولو مكيانو پکې ګډون كړى دى.

2 _ د كارون مشر “ابوسفيان” دى، چې څلوېښت ساتندويان لري.

3 _  د سوداګرۍ مال پر زرو اوښانو بار دى،چې د تجارتي مال ارزښت يې تقريبا پينځوس زره ديناره دى.

دا چې په مکه كې د مهاجرو شتمنۍ قريشو نيولې وې؛ نو وخت يې دى،چې مسلمانان هم د قريشو تجارتي مال ضبط كړي او كه قريشو د مسلمانانو مال د كينې او دښمنۍ له مخې و نه ګرځاوه؛نو مسلمانان به هم د قريشو مال د جنګي غنيمت په توګه په خپلو منځو كې ووېشي؛نو ځكه رسول اکرم خپلو اصحابو ته وويل:(( خلكو! دا كاروان د قريشو كاروان دى! تاسې کړاى شئ د قريشو د مال تصرف ته له مدينې بهر ووځئ،كېداى شي په كار كې مو پراخوالى راشي.)) (178)*؛ نو ځکه د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه، پېغمبر اکرم”حضرت عبدالله بن ام مكتوم” لمانځه ته او “حضرت ابولبابه” سياسي چارو ته خپل ځايناستي وټاكل او په خپله له 313 تنو سره د قريشو مال نيولو ته له مدينې ووت.

 “ذفران” سيمې ته د پېغمبر اکرم روانېدل

د تاريخ د وينا له مخې،رسول اکرم د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه د دوشنبې پر ورځ يادې شوي موخې ته د “ذفران” پر لور ووت.

 پېغمبر اکرم يو بيرغ “حضرت مصعب” او بل “حضرت علي” ته وركړ. په دې  لښكر كې اتيا تنه مهاجر،170 تنه خزرجي، 61 تنه اوسيان، درې اسونه او 70 اوښان وو.

د اسلام په هغه ټولنه كې له شهادت او سرتېرۍ سره مينه دومره وه، چې ځينې تنکي هلكان هم په دې جګړه كې ګډون ته راغلي وو،چې بيا پېغمبر اکرم ستانه کړل.(179)*

د پېغمبر اکرم خبره رارسوي،چې رسول اکرم ورته د ژوند د پراخوالي زېرى وركړى و او ددې پراخوالي وسيله هم د قريشو د كاروان د تجارتي مال ضبطول وو او ددې كار جواز هم هماغه و،چې ومو ويل قريشو د مهاجرو ټول ملك او مالونه ضبط كړي وو؛نو ښكاره ده هر هوښيار انسان به له دښمن سره هماغه كوي،چې دښمن ورسره كړي وي.

 دې خبرې ته بايد پام وكړو،چې د قريشو پر کاروان د مسلمانانو د بريد علت هم هماغه ظلمونه او تېرى و،چې په مكه كې پرې شوى وو،چې په قرآن شريف كې هم دې خبرې ته اشاره شوې ده:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ= پر هغوى،چې جګړه تپل شوې،د جهاد اجازه وركړ شوې ده؛ځكه تېرى پرې شوى،بېشكه چې خداى د هغوى د ملاتړ وس لري. (180)*

“ابوسفيان” “شام” ته د تلو پر مهال پوه شوى و،چې پېغمبر اکرم هغوى تعقيب كړي دي؛نو ځكه يې له احتياطه كار واخست او نور تجارتي كاروانو يې وپوښتل،چې ايا “محمد” تجارتي لارې تړلې دي؟

 “ابوسفيان” ته خبر راغى:”محمد” له خپلو اصحابو سره له مدينې بهر راوتلى او د قريشو د كاروان په لټه كې دى او په “ذفران” سيمه کې يې چې د “بدر” په دوو پړاوو  کې مورچه نيولې ده.

“ابوسفيان” له تلو ډډه وكړه.د كاروان په باب يې قريشو ته خبر ولېږه او دا كار تېز اوښ سپاره “ضمضم بن عمرو غفاري” وكړ او ورته يې وويل: ((ځان د مکې ننګياليو او قريشو ته ورسوه او د مالونو خاوندان هم خبر كړه،چې د خپل مال ساتلو ته دې له مکې بهر راووځي.))

“ضمضم” ژر ځان مکې ته ورساوه او پر خپل اوښ ودرېد او چغې يې كړې: ((“محمد” او ياران يې راوتلي،چې مالونه مو خپل (مصادره) كړي،فكر نه کوم مالونه به مو ګوتو ته راشي.))

ټول جنګيالي او ننګيالي جګړې ته چمتو شول. يوازې “ابولهب” ګډون و نه کړ او پر خپل ځاى يې “عاص بن هشام” ته څو زره درهمه وركړل، چې په  جګړه كې ګډون وكړي.

“اميه بن خلف”چې د قريشو له مشرانو و، نه غوښتل په دې جګړه كې ګډون وكړي؛ځكه ورته يې ويلې وو،چې “محمد” ويلي:((اميه به د مسلمانانو په لاس وژل كېږي.))

 د ټبر مشرانو،چې وليدل له جګړې دداسې شخصيت سرغړونه، د قريشو پر تاوان  ده؛نو يو پتنوس يې اميه ته ولېږه،چې په کې يې رانجه اېښې وو.د قريشو جنګيالو ورته وويل:((اوس چې ددې سيمې د خلكو او د خپل تجارتي مال له دفاع ډډه كوې او د ښځو په څېر ناست يې؛نو دا رانجه واخله او د ښځو په څېر يې پورې كړه او له ځانه د سړي نوم لرې كړه.)) دې خبرو د “اميه” په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله،بېواكه پاڅېد او د جګړې سامان يې راواخيست او له كاروان سره راووت.(181)*

د قريشو مخې ته خنډ

د حركت نېټه وټاكل شوه.د قريشو مشرانو ته ورياد شول، چې د “بني بكر” د ټبر په څېر سرسخت دښمن هم لري. كېداى شي له شا پرې بريد وكړي. د “بني بكر” د ټبر دښمني له قريشو سره د وينې تويدنې پر سر وه، چې “ابن هشام” په خپل سيره كې په تفصيل راوړې ده.(182)*

په دې  وخت كې “سراقه بن مالك” د “بني كنانه” له ټبره،چې د “بني بكر” له ځوځاته و،قريشو ته ډاډ وركړ،چې زموږ له لوري ډاډه اوسئ،موږ به درباندې يرغل و نه کړو او “قريش” په ډاډه زړه له مکې ووتل.

د مسلمانانو مشر د قريشو له كاروان سره مقابلې ته له مدينې راوتلى او په “ذفران” كې يې سنګر نيولى و. د كاروان د تېرېدو په تمه و، چې ناڅاپه نوى خبر راورسېد:د مکې خلك د خپل مال ژغورلو ته له مکې بهر راوتلي او په همدې شاوخوا كې راټول شوي،چې ډېر ټبرونه ورسره په لښكر كې دي.

پېغمبر اکرم ځان په دوه لارۍ كې وليد،چې ياران يې د تجارتي مالونو نيولو ته راوتلي دي او له داسې لښكر سره يې د جګړې وس نه درلود،چې له يوه پلوه هم ورسره د پرتلې وړ نه و او بل خوا كه ستانه شي؛نو د شرم خبره ده او دښمن به د مسلمانانو د مركز پر لور (مدينې) پرمختګ وكړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم پريکړه وکړه د همدې يارانو په مرسته  تر وروستۍ سلګۍ مقاومت وكړي.

د پام وړ خبره خو دا ده،چې د اسلام سرتېري ډېرى د انصارو ځوانان وو او يوازې 74 تنه مهاجر وو او “انصارو” په “عقبه” كې له پېغمبر اکرم سره دفاعي تړون لاسليك كړى و،نه جنګي؛يعنې ژمنه يې كړې وه،چې په  مدينه كې به له پېغمبر اکرمه د خپلو كسانو په څېر ساتنه وكړي؛خو دا چې ورسره له مدينې راووځي او له دښمن سره يې وجنګېږي؛داسې تړون يې نه و تړلى؛ نو اوس به مشر څه كوي؟

 بې له دې يې هېڅ چاره نه درلوده، چې پوځي شورا جوړه كړي او عامه افكارو ته مراجعه وكړي او له دې لارې مخې ته پروت خنډ لرې كړي.

پوځي شورا

پېغمبر اکرم پاڅېد او و يې ويل:(( په دې باب مو څه نظر دى؟))

 لومړى حضرت “ابوبكر” پاڅېد او ويې ويل:((د قريشو مشرانو او ننګياليو په دې لښكر كې ګډون كړى،قريشو هېڅكله نه پر كوم دين ايمان راوړى او نه د عزت له لوړو څوكو راكوز شوي او بله دا،چې موږ له مدينې په پوره تيارۍ نه يو راوتلي (؛يعنې جګړه ونه کړو) ))

 پېغمبر اکرم: (( كېنه!))

 بيا حضرت “عمر” پاڅېد او همدا خبرې يې وكړې،چې رسول اکرم ورته د كېناستو حکم وكړ.

 بيا حضرت مقداد(رض) پاڅېد او ويې ويل:(( د خداى استازيه! زړونه مو له تا سره دي او څه،چې خداى تاته حکم كړى؛هماغسې وكړه. پر خداى قسم موږ به هېڅكله هغه ځواب در نه کړو،چې بني اسراييلو موسى ته وركړى و؛ چې کله موسى “بني اسرائيل” جهاد ته راوبلل؛نو بني اسراييلو ورته وويل: “كليم الله” ته  او خداى دې ولاړ شئ او جهاد وكړئ،موږ به درته دلته ناست يو”؛خو موږ درته د بني اسرائيلو پر خلاف خبره كوو او وايو:”د خداى له عنايت سره جهاد وكړه! موږ به هم ستا په مشرۍ جنګيږو.”))

پېغمبر اکرم د حضرت مقداد د خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ورته يې دعا وكړه.

تر اوسه به هر چا خپل نظر څرګنداوه او د پوځي شورا له جوړولو موخه د انصارو پر نظر ځان پوهول وو؛ځكه که څو انصارو په دې باب هوډ نه واى کړى؛نو د يوه كار په باب هم هوډ نه شو كېدای. تر اوسه څومره كسانو چې نظر وركړې و؛ټول مكيان وو. پېغمبر اکرم د انصارو د نظر پوهېدو ته بيا وويل:((خپل نظر مو ووياست.))

  حضرت “سعد بن معاذ” انصاري (رض) پاڅېد او ويې ويل:(( په خيال مې ستاسې مطلب موږ يو؟))

 رسول اکرم وويل:(( هو!))

 حضرت معاذ:((رسول اکرمه! موږ پر تا ايمان راوړى او ته مو تصديق كړى يې،چې دين دې حق دى او په دې باب مو تا ته وعدې او ژمنې هم دركړي؛نو څه چې سلا ګڼې او پرېکړه کوي، موږ به دې اطاعت كوو. قسم پر هغه خداى،چې ته يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يې،كه په دې سمندر كې (بحر احمر ته اشاره) ننوځي؛نو موږ به هم درپسې در شو،موږ ټول ستا پليوني يو،موږ د خداى په حکم هغې لوري ته بوځه، چې ته يې سلا ګڼې.))

د حضرت “سعد” په خبرو د پېغمبر اکرم رنګ له خوشحالۍ واوښت، چې ددې ننګيالي مسلمان وروستۍ خبرې دومره هڅوونكې وې،چې رسول اکرم بې ځنډه د حركت حکم وكړ او ويې ويل:(( حركت وكړئ! زېرى دې درباندې وي ،چې يا به له كاروان سره مخ شئ او مالونه به يې ضبط كړئ او يا به له هغه لښكر سره مخ شئ،چې د كاروان ساتنې ته راغلى دى.))

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ= او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه،چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛خو خداى غواړي،چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرانو جرړه پرېكړي (؛نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛ (183)*

زه اوس د قريشو د وژنې ځاى وينم، چې درانه زيانونه ور اوښتي دي. د اسلام ټولي د پېغمبر اکرم په مشرۍ حرکت وکړ او د “بدر” اوبو ته نژدې يې سنګر ونيو.

د دښمن پر احوال ځان پوهول

سره له دې،چې ننني جنګي دودونه له پخوانيو هغو سره خورا توپير لري؛ خو د استخباراتو ارزښت او ځان د دښمن پر رازونو،جنګي فنونو او د سرتېرو پر استعداد پوهول، تر پخوا هم زيات شوي دي؛البته نن هر هېواد استخباراتي روزنې او ښوونې لري او دې کار ته يې پوهنتونونه جوړ كړي دي. نن ستر هېوادونه خپل پرمختګ د استخباراتي چارو پايله بولي؛ او ځكه خپلې استخباراتي شبكې ورځ تربلې زياتوي؛نو ځكه د اسلام پوځي ستنه په داسې ځاى كې كېښوول شوه، چې د هر ډول پوځي رازونو د رابرسېرېدو مخنيوى وشو. بېلابېلو ډلو د قريشو او كاروان په باب د استخباراتو پر لاس ته راوړو لاس پورې كړ،چې رارسېدلي استخبارات داسې  وو:

الف: لومړى پېغمبر اکرم په خپله له يو ننګيالي سرتېري سره ووت، چې يو كلي ته ورسېدل.د ټبر مشر ته ورغلل او ورته يې وويل:(( له قريشو،”محمد” او يارانو يې څه خبر لرئ؟))

  ورته يې وويل: ((خبر رارسېدلى،چې “محمد” او ياران يې پردې ورځ له مدينې راوتلي دي؛ نو كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو هغه او ياران  به يې اوس په داسې ځاى كې وي (هماغه ځاى يې  چې د اسلام پوځي ټولي پکې مورچل نيولى و) او همداسې خبر رارسېدلى، چې “قريش” پر داسې ورځ له مکې راوتلي دي او كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو اوس بايد پلانۍ سيمې ته رارسېدلي وي (هغه ځاى، چې قريشو پکې اړولې وو) ))

ب: د حضرت علي په مشرۍ د ګزمې ټولى جوړ شو،چې حضرت “زبير بن عوام” او حضرت “سعد بن ابي وقاص” هم پکې وو.

 د بدر د اوبو غاړې ته ورغلل، چې ځان په خبره ښه پوه كړي؛دا سيمه د استخباراتو د بدلولو ځاى و. دې ټولي دوه مريان ونيول،چې د اوبو وړونکي اوښان ورسره وو او پېغمبر اکرم ته يې بوتلل. تر پلټنې وروسته پوه شول: يو د “بني الحجاج” و او بل د “بني العاص” مريى و او دنده يې درلوده،چې  قريشو ته اوبه  ورسوي.

پېغمبر اکرم وپوښتل:((“قريش” چېرې دي؟))

  ورته يې وويل:((د هغه غره شاته دي،چې پردې دښتې پروت دى.))

 بيا يې د سرتېرو د شمېر په باب وپوښت. ويې ويل: (( سم شمېر يې راته نه دى معلوم.))

 وپوښتل شول: ((د ورځې څو اوښان وژني؟ )) يو يې لس او بل نهه اوښان وويل.

 پېغمبر اکرم وويل:((شمېر يې له نهه سوه تر زرو پورې دى.))

 بيا يې د هغوى د مشرانو په باب وپوښت. ورته يې وويل: (( “عتبه بن ربيعه”، “شيبه ربيعه”، “ابوالبختري بن هشام”، “ابوجهل بن هاشم”، “حكيم بن خرام” او “اميه بن خلف” او…. دي.))

 پېغمبر اکرم په دې وخت كې اصحابو ته وويل: ((د مکې ښار خپل  څيرلى  ځيګر بهر راغورځولى دى.))

 بيا يې حکم وكړ دا دوه تنه بنديان کړئ،چې نورې پوښتنې هم ترې وشي.(184)*

ج: دوو تنو ته دنده وسپارل شوه، چې د بدر كلي ته ورننوځي او ځان د كاروان پر احوال پوه كړي؛هغوى ولاړل او د اوبو په څنګ كې داسې كېناستل،چې ګواكې تږي دي او اوبو څښلو ته راغلي دي. له نېكه مرغه د اوبو پر غاړه دوو ښځو سره خبرې كولى. يوې بلې ته وويل:(( پور مې ولې نه راكوې؟ ښه پوهېږې،چې اړمنه يم.)) بلې ورته وويل: ((سبا يا بله ورځ كاروان رارسي او زه هم كاروان ته كار كوم، چې راغى؛ نو پور به دې دركړم.))

دا دواړه ددې خبر پر اورېدو خورا خوشحاله شول او ځان يې پېغمبر اکرم ته  ورورساوه او،چې څه يې اورېدلې وو،پېغمبر اکرم ته وويل؛ اوس آنحضرت (ص) ددې اطلاعاتو په درلودو،د كاروان د راتګ پر مهال پوه شو؛نو په کار ده تيارى ونيسي.

ابوسفيان څرنګه له جګړې وتښتېد؟

“ابوسفيان”،چې د كاروان مشر و او د تګ پر مهال پرې مسلمانانو بريدكړى و؛پوهېده چې په راتګ كې به هم پرې بريد وكړي؛ نو ځكه يې د اسلام له واکمنۍ په لرې سيمه کې كاروان دمه كړ او په خپله په خبره د ځان پوهولو لپاره د “بدر” كلي ته ننووت. هلته يې “مجدى بن عمرو” وليد، ورته يې وويل:((په دې شاوخوا كې خو دې  كوم شکمن سړى نه دى ليدلى؟))

  ورته  يې وويل:((داسې كوم څيز،چې زما شك پرې راشي،نه مې دى ليدلى،يوازې دوه اوښ سپاره مې وليدل،چې دلته راغلل،اوښان يې څملول، اوبه يې وڅښلې او بېرته ولاړل.))

 “ابوسفيان” د ابو غاړې ته راغى او د اوښ بچې،چې هلته پرتې وې،را واخستې او ويې چولې،چې پکې يې د کجورې زړى وكوت او ډاډمن شو دا كسان د مدينې وو؛نو په بيړه يې ځان كاروان ته ورساوه او د كاروان د تګ لار يې بدله كړه او دوه يې خپلې او دوه پردۍ كړې او په بيړه يې ځان د اسلام له واكمنې سيمې وايست او يوه كس ته يې دنده وركړه،چې قريشو ته خبر ورسوي،چې كاروان د مسلمانانو له يرغله بچ شوى او پر كومه،چې راغلي ياست،پر هماغې ستانه شئ او د “محمد” کار دې خپله عربو ته پرېږدي.

د كارون له بچ كېدو د مسلمانانو خبرېدل

مسلمانانو ته د كاروان د تېښتې خبر راورسېد.ځينې، چې سوداګريز مال ته يې سترګې خړې كړې وې خورا خپه شول. خداى يې د زړونو ټينګښت ته دا آيت نازل كړ.(185)*

انفال ٧ آيت:  او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛ خو خداى غواړي چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرو جرړه پرې كړي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره و نښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛

په قريشو كې د نظر اختلاف

کله چې يې د “ابوسفيان” استازي پېغام د ټبر مشرانو ته ورساوه؛نو تر منځ يې عجيبه اختلاف راپيدا شو.

د “بني زهره” او “اخنس بن شريق” ټبرونه له خپلو هم ژمنو سره بېرته ستانه شول؛ځكه و يې ويل:((زموږ مطلب د “بني زهره” د تجارتي مال ساتل وو، چې دا كار شوى دى.))

 طالب د “

ابوطالب” زوى،چې قريشو په زور له ځان سره راوستى و،د خولې تر جګړې وروسته په دې خبره بېرته وګرځېد،چې د بني هاشمو زړونه له “محمد” سره دي.

د “ابوجهل” نظر له “ابوسفيان” سره توپير درلود؛ځكه “ابوجهل” ټينګار كاوه:موږ بايد د بدر سيمې ته ولاړ شو او هلته درېو ورځې پاتې شو،اوښان حلال كړو،شراب وڅښو او نجونې وګډو،چې د ځواک ډندوره مو د ټولو عربو غوږو ته ورسي،چې بيا راته څوك هسک و نه ګوري.

د “ابوجهل” غولوونكيو خبرو د قريشو مشران دې ته راوهڅول،چې له دې ځايه ولاړ شي او پر هغه لوړه واړوي،چې د دښتې شاته پرته ده. ډېر سخت باران وورېد او د قريشو د پرمختګ مخه يې ونيوه؛خو باران د بېديا پر ځوړي (العدوه الدنيا) چې رسول اکرم پکې اړولى وو، هېڅ ناوړه اغېز ونه کړ.

“بدر” يوه پراخه سيمه ده،چې جنوبي برخه يې لوړه (العدوه القصدى) او شمالي برخه (العدوه الدنيا) يې ټيټه ده. په دې پراخه دښته كې خورا زياتې اوبه وې،چې تل د كاروانو دمه ځاى و.

حضرت “حباب بن منذر”، چې كار ازمېيلى او تجربه كار سړى و، پېغمبر اکرم ته و ويل:((د خداى په حکم مو دلته اړولي او كه دا ځاى مو جګړې ته مناسب ليدلى دى؟))

 آنحضرت (ص) ورته وويل:((په دې باب د خداى له لوري ځانګړى حکم نه دى راغلى،كه كوم بل مناسب ځاى دې په نظر كې وي؛نو ووايه او كه د جنګي غوښتنو اړتيا وي،چې ځاى بدل كړو.))

حضرت حباب وويل:(( سلا دا ده،چې د هغو اوبو څنګ ته واړوو، چې دښمن اړولي او بيا يې غاړې ته ډنډ جوړ كړو،چې څارويو او ځان ته اوبه ولرو.))

   د پېغمبر اکرم دا نظر خوښ شو او د حركت حکم يې وركړ. دا پېښه جوتوي،چې پېغمبر اکرم په ټولنيزو چارو كې سلامشورې او د عامه افكارو پامنيوي ته خورا ارزښت وركاوه.(186)*

“عريش” يا د بولندويۍ برج

حضرت “سعد بن معاذ” رسول اکرم ته وويل:((غوره به دا وي، چې پر لوړه غونډۍ درته څپرګى جوړ كړو، چې ټول ميدان مو تر سترګو لاندې وي او ساتندويان يې وساتي او د مشر حکم يوازې ځانګړي وګړي بولندويانو ته ورسوي، پردې سربېره،كه د اسلام لښكر دا جګړه وګټله؛نو ډېره به ښه وي او كه يې بايلوده او ووژل شول؛نو د خداى استازيه! ته او ساتندويان به دې په يو لړ “ځنډنيو” عملياتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ او ځان به پر تېزو اوښانو مدينې ته ورسوئ،هلته خورا مسلمانان دي،چې زموږ له حاله بې خبره دي او كه خبر شول؛نو هرومرو به ستاسې ملاتړ وكړي او کومه ژمنه، چې يې درسره كړې،تر وروستۍ سلګۍ به پرې ودرېږي.))

رسول اکرم حضرت “سعد بن معاذ” ته دعا وكړه او حکم يې وكړ، چې د بولندويۍ مركز د غر له پاسه جوړ كړئ.

د قريشو حركت

د هجرت پر دويم كال د رمضان مياشتې اولسمه وه،چې “قريش” د شګو له غونډۍ “بدر” ته راكوز شول، پر قريشو چې د پېغمبر اکرم سترګې ولګېدى؛نو اسمان ته يې وكتل او ويې ويل:(( خدايه! “قريش” په كبر تا او ستا د پېغمبر نه مني.خدايه! د مرستې ژمنه دې،چې كړى؛نو نن يې عملي كړه او هلاك يې كړه.))

د قريشو شورا

د قريشو لښكر د بدر په يوه سيمه كې راټول شو؛خو د مسلمانانو له ځواک او شمېره خبر نه وو،د مسلمانانو د سرتېرو پر شمېر پوهېدو ته يې “عمير بن وهب” ته دنده وركړه،چې د شمېر په اټکل كې ماهر و. هغه په خپل اس د مسلمانانو د لښكر له غونډه تاو راتاو شو او بېرته ستون شو او راپور يې وركړ،چې د مسلمانان شمېر د 300 په شاوخوا كې دى او و يې ويل:((بايد يو بل چكر هم ووهم،چې ووينم د غونډ شا ته يې نور مرستندويان شته او كه نه؟)) هغه ټوله دښته کچ كړه، پاس ولاړ، لاندې راغى او بوږنوړى خبر يې يووړ او ويې ويل:((مسلمانان مرستندوى تازه دمي سرتېري نه لري؛خو داسې كسان مې وكتل، چې تاسې ته يې له مدينې د مرګ سوغات راوړى دى؛يوه ډله مې وليده،چې بې له خپلو تورو بله پناه نه لري او څو يې په تاسې كې يو نه وي وژلى؛مړ به نه شي او چې په خپل شمېر يې دركې ووژل؛نود دې جګړې ګټه به څه وي؟ نور تاسې پوهېږئ،چې څه هوډ کوئ.)) (187)*

“واقدي” او “مجلسي” رانقل كړي:(( نه ګورئ، چې چوپ دي او خبرې نه کوي،اراده او هوډ يې له څېرو څرګندېږي،د وژونكي او زهرجن مار په څېر ژبې په خولو كې چور لوي.)) (188)*

په قريشو كې درز

د “عمير بن وهب” خبرو په قريشو كې غوغا ګده كړه. د اسلام د دښمن پر لښكر له وېرې رپ ولګېد.

 “حكيم بن حزام” ، “عتبه” ته  ورغى او ورته يې وويل:((عتبه! ته د قريشو ښاغلى يې،”قريش” د خپلو سوداګريزو مالونو ساتلو ته راوتلي وو، چې په دې كار كې كامياب شوي دي او بې د “خضرمي” له ديت او د هغو مالونو له بيې، چې مسلمانانو مخکې چور كړي وو،تاسې يې ديت له خپل لوري وركړئ او له “محمد” سره له جګړې ډډه وكړه.))

 د “حكيم” خبرو پر “عتبه” څه عجيبه اغېز وكړ. هغه پاڅېد او خپلو خلكو ته يې وويل: (( خلكو! تاسې د “محمد” كار عربو ته وسپارئ،عرب به د دين ټغر راټول كړي او د ځواک رېښې به يې پرې کړې؛ نو موږ به يې هم له شره خلاص شو او كه “محمد” په دې لار كې بر لاسى شو؛ نو له لوري يې موږ ته شر راو نه رسي؛ځكه موږ ورسره ځواکمنۍ سره سره له جګړې ډډه وكړه؛نو ښه به وي،له كومې لارې،چې راغلي يو،پر هماغې ستانه شو.))

 حكيم د عتبه نظر “ابوجهل” ته ورساوه. ګوري،چې هغه د زغرې اغوستو په حال كې دى.”ابوجهل” په خبرو يې سخت غوسه شو. “ابوجهل” يو تن د “عمرو خضرمي” ورور،”عامر خضرمي” پسې ولېږه او پيغام يې ور واستاوه،چې هم ژمني دې؛يعنې “عتبه”،خلك ستا د ورور له ديت اخستو ژغوري،تا د خپل ورور وينه په خپلو سترګو ليدلې ده،پاڅېږه او هغه تړون،چې قريشو دې له ورور سره كړى و،خلكو ته ورپرياد كړه او په خلكو كې خپل ورور ته وير او ژړا وكړه. ابوعامر پاڅېد او سر يې لوڅ كړ او په چغو چغو يې وويل:(( وای عمره! وای عمره!))

د ابوعامر چغو،سورو او وير، د قريشو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او “قريش” يې جګړې ته هوډمن كړل او پر ټولو يې د “عتبه” نظر شا ته واچاوه او په خپله عتبه هم،چې د جګړې مخالف و،د خلكو د احساساتو تر اغېز لاندې راغى،ناڅاپه پاڅېد،د جګړې جامې يې واغوستى او ځان يې جګړې ته چمتو كړ.(189)*

ځينې وخت احساسات او بې بنسټه راپارونې،د عقل رڼا تتوي او له انسانه لار ورکوي،هغه سړى چې د سولې پلوى و،داسې احساساتي شو، چې د جګړې د ډګر مخکښ شو.

جګړه هرومرو کېدونکې ده

“اسود مخزومي”تريخ سړى و، سترګې يې د مسلمانانو پر جوړ كړي ډنډ ولګيدې ، ژمنه يې وكړه،چې له دې درېو چارو به يوه هرومرو كوي:((يا به له ډنډه اوبه څښي او يا به يې خرابوي او يا به وژل كېږي؛د مشركانو له ليكې راووت او د ډنډ پر غاړه د اسلام  له ستر افسر حضرت “حمزه” سره مخ شو. دواړه لاس و ګريوان شول، حضرت”حمزه”يې په يوه ګوزار پښې ورغوڅې كړې. “اسود مخزمي” د  خپل ځېل د ترسره كولو لپاره؛ ځان د اوبو ډنډ ته ورنږدې كړ،چې اوبه وڅښي؛خو حضرت “حمزه” په يو بل ګوزار په اوبو كې وواژه،چې دې پېښې جګړه هرومرو کېدونې كړه؛ځكه د يوې ډلې هڅونې ته بې له وينې تويونې بله چاره نه شته.(180)

لاس پر لاس نښته

په جګړه كې د عربو  پخوانى دود و،چې لاس پر لاس به پېلېده او بيا به غځېده. د “اسود مخزومي” تر وژل كېدو وروسته، د قريشو درې ننګيالي جګړې ته راووتل او جګړې ته يې جنګيالي وغوښتل، (“عتبه” او ورور يې “شيبه” د “ربيعه زامن” او “وليد” د “عتبه” زوى) دا درې تنه په وسله سمبال او پر خپلو اسونو سپاره ډګر ته راغلل.

 د مسلمانانو له لښكره درې ننګيالي سرتېري (“عوف”، “معوذ”، “عبدالله رواحه”) ډګر راغلل. عتبه چې پوه شو چې د مدينې ځوانان دي؛ نو ورته يې وويل: (( موږ له تاسې سره كار نه لرو.))

بيا يو تن چغه كړه:((محمده! هغه څوک راولېږه، چې زموږ له ټبره او انډول مو دي.))

 پېغمبر اکرم، حضرت عبيده، حضرت “حمزه” او حضرت علي ته مخ كړ او ورته يې وويل:(( پاڅېږئ !))

دوى هم ځان په وسله سمبال كړ او د جګړې ډګر ته يې ورودانګل. درېواړو ځانونه معرفي كړل. عتبه درېواړه مبارزې ته ومنل او ويې ويل: (( دوى زموږ سيالان دي.))

ځينې وايي،چې:((په دې جګړه كې هر يو سرتېرى خپل سيال ته ورغاړېووت: حضرت علي،چې تر ټولو تنكى و؛ له وليد (د معاويه ماما) سره ونښت. منځنى،چې پکې حضرت “حمزه” و؛ له “عتبه” سره ونښت (چې د “معاويه بن ابوسفيان” د مور له لوري نيكه و) او حضرت “عبيده”، چې په دې ټولو كې زوړ و؛ له خپل همزولي “شيبه” سره لاس و ګرېوان شو.))

خو “ابن هشام” و ايي:(( د “حمزه” سيال، شيبه و او د عبيده، عتبه و.))

 اوس بايد وليدل شي، چې په دې دوو نظرونو كې كوم يو سم دى؟

د لاندې مطلب تر پوهېدو وروسته به پوه شو، چې كوم يو سم دى .

1 _  تاريخ پوهان وايي:(( حضرت علي او حضرت “حمزه” په هماغه لومړۍ شېبه كې خپل سيالان له منځه يووړل او بيا دواړه د حضرت “عبيده” مرستې ته ورغلل او د هغه سيال يې وواژه.)) (181)*

2_ حضرت علي په يو ليك كې “معاويه بن ابوسفيان” ته ليكلي وو:

(( هغه توره، چې يوه ورځ مى پرې ستا نيكه (عتبه د هنده پلار، هنده د معاويه مور) ستا ماما (وليد د عتبه زوى) او ستا ورور (“حنظله”) وژلى وو؛ اوس هم راسره ده.))؛يعنې اوس هم د پخوا په څېر هماغسې زړور او زورور يم. (182)*

دا ليك راښيي حضرت علي د “معاويه بن ابوسفيان” د نيكه په وژلو كې لاس درلود او بل خوا پوهېږو حضرت “حمزه” او حضرت علي خپل سيالان په هماغه لومړۍ شېبه كې ووژل؛نو چې د حضرت “حمزه” سيال د معاويه نيكه (عتبه) وي؛نو حضرت علي نور نه شي ويلاى : معاويه! نيكه دې زما په توره ووژل شو؛نو له ناچارۍ بايد داسې ووايو د حضرت “حمزه” سيال “شېبه” و او د “عبيده” سيال “عتبه” و، چې “حمزه” او علي د خپلو سيالانو تر وژلو وروسته په عتبه پسې ولاړل او  و يې واژه.

د لوى بريد پيلېدا

د قريشو ننګيالو وژنه ددې لامل شوه،چې لوى بريد پېل شي. د قريشو ډله ييز يرغل پېل شو. پېغمبر اکرم د بولندوى له سنګره  امر وكړ، چې له بريده ډډه وكړئ او يوازې په غشيو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ. بيا د بولندويۍ له سنګره کېووت او په خپله امسا يې د سرتېرو ليكي منظمې كړې،چې په دې وخت كې “سواد بن عزيه” د سرتېرو په ليكه كې مخکې درېدلى و، پېغمبر اکرم په خپله تعليمي امسا پر ګېډه وواهه او و يې ويل:(( د سر تېرو له ليكې مخکې مه درېږه!)) په دې وخت كې سواده وويل:(( زه دې په ناحقه ووهلم او قصاص غواړم.))

 پېغمبر اکرم بې ځنډه خپله لمن جګ كړه، ويې ويل:(( راشه غچ دې واخله! ټولو د پېغمبر اکرم غبرګون ته كتل.))

 سواد راغى او د پېغمبر اکرم سينه يې ښکل كړه او د پېغمبر اکرم لاسونه يې له غاړې تاو کړل ويې ويل:(( مطلب مې دا و،چې د ژوند په وروستۍ شېبه كې مو سينه ښکل كړم.)) (183)*

بيا پېغمبر اکرم د بولندويۍ سنګر ته ولاړ او له ايمانه په ډك زړه يې د خداى درشل ته مخ كړ او و يې ويل:((خدايه! كه دا ډله نن هلاكه شوه؛ نو پر ځمكه به بيا هيڅوك هم ستا عبادت و نه کړي.)) (184)*

د لوى بريد ځانګړنې تر يوه حده په تاريخ كې ثبت شوي؛ خو دا څرګنده ده،چې پېغمبر اکرم به د بولندويۍ له سنګره راكوزېده او مسلمانانو ته يې لازمې لارښوونې كولې،چې يو ځل يې د مسلمانانو په منځ كې په لوړ غږ وويل:((قسم پر هغه خداى،چې د “محمد” ژوند يې په لاس كې دى،چا چې نن له سړې سينې كار واخست او صبر يې وكړ او جګړه يې يوازې د خداى لپاره وي او په دې لار كې ووژل شي؛ نو خداى به يې جنتي كړي.))

د پېغمبر اکرم خبرو پر سرتېرو دومره اغېز وكړ، چې ځينو غوښتل له واره شهيدان شي؛نو ځكه يې د جګړې جامې واېستې او مخ پر جګړه ته يې منډې كړې. حضرت “عمير حمام” رسول اکرم وپوښته:(( زما او د جنت ترمنځ څومره واټن دى؟))

 د خداى رسول ورته وويل:(( له كفر سره مبارزه.))

 څو كجورې يې درلودې،چې لرې يې ګوزارې كړې او د جګړې ډګر ته يې ور ودانګل.

 بيا پېغمبر اکرم يو موټى خاورې راواخستې او د قريشو پر لور يې وشيندلې، و يې ويل:(( مخونه مو تور شه!)) (سيره “ابن هشام” : ١/٦٢٨) او بيا يې د بريد حکم وكړ.

ډېر وخت لا نه و تېر،چې پر مسلمانانو د بري لمر راوخوت، دښمن پر بډو د تېښتې ګوتې ووهلې. د اسلام سرتېري،د ايمان په زور جنګېدل؛نو ځكه له څه نه ويرېدل او هيڅ  شي بې هم د پرمختګ مخه نه شوه نيواى.

 حقوقو  ته پاملرنه

د دوو ډلو د حقوقو رعايتول لازم وو: يوه هغه، چې په مكه كې يې له مسلمانانو سره نېكي او ښه كړي وو؛لكه “ابي البختري”،چې  له مسلمانانو سره يې د اقتصادي چاپېربندۍ په لرې كولو كې خورا كوښښ كړى و او بله ډله هغه، چې په زور له مكې جګړې ته راوستل شوي وو؛خو د زړه له كومې د اسلام د پرمختګ پلويان وو؛لكه ډېرى “بني هاشم”؛ لكه “عباس” د پېغمبر اکرم تره او دا،چې د اسلام پېغمبر د رحمت پېغمبر و؛نو حکم يې وركړ ددې دوو ډلو د وينې له تويولو دې ډډه شي.

د امية بن خلف وژل كېدل

“امية بن خلف” او زوى يې حضرت “عبدالرحمن بن عوف” نيولي و او دا،چې هغه او حضرت “عبدالرحمن بن عوف” سره دوستان وو؛نو و يې غوښتل ژوندى يې د جګړې له ډګره وباسي،چې په اسيرانو كې  راشي.

حضرت “بلال” حبشي پخوا د “اميه” مريى و او دا،چې حضرت “بلال” په مريتوب كې ايمان راوړى و او “اميه” ډېر سخت ځورولى و؛هغه به حضرت “بلال” پر ګرمو شګو څملاوه او پر سينه يې ورته غټ ګټ اېښود،چې له اسلامه يې واړوي،چې د حضرت  “بلال” ځواب به “احد” ، “احد” و.  حضرت “بلال” په همدغې ظلم او تېري كې شپې او ورځې  سبا كولې، چې حضرت “ابوبكر” واخست.

 د بدر په جګړه كې د حضرت “بلال” سترګې پر”اميه” ولګېدې او ګوري،چې حضرت “عبدالرحمن بن عوف” يې پلوي كوي؛نو په مسلمانانو يې چغې كړى:(( د خداى يارانو! “اميه” د كفر له مشرانو دى،چې بايد ژوندى پاتې نه شي))؛پر “اميه” له هر لوري مسلمانان راټول شول او  له زوى سره يې وواژه.

پېغمبر اکرم امر وكړې و، چي “ابوالبختري” چې د اقتصادي چاپېربندۍ په ماتولو كې يې له بني هاشمو سره مرسته كړې وه،بايد ونه وژل شي. ( طبقات: ٢/٢٣)حضرت “مجذر”  يو مسلمان، “ابوالبختري” نيولى و او غوښتل يې ژوندى يې پېغمبر اکرم ته وسپاري؛خو هغه هم ووژل شو.

د اوختيو زيانو کچه

په دې جګړې كې 14 تنه مسلمانان او 70 تنه “قريش” ووژل شول او 70 تنه هم اسيران شول، چې مشران يې دا وو:

“نضر بن حارث”،”عقبه بن ابي محيط”،”ابوغره”،”سهيل بن عمرو”، “عباس” او “ابوالعاص”.

وګورئ: (د “ابن هشام” سيره : ٢/ ٧٠٦- ٧٠٨؛ د واقدي و مفازي: ١/ ١٣٨ – ١٧٣)

د بدر شهيدان د جګړې د ډګر په ګوټ كې خاورو ته وسپارل شول،چې اوس يې هم قبرونه پاتې دي.

 بيا پېغمبر اکرم امر وكړ،چې د قريشو مړي راټول كړي او په څاه كې يې واچوئ؛چې د “عقبه” مړى يې څاه ته ووړ؛ نو د زوى (ابوحذيفه) سترګې پر پلار ولګېدى،چې رنګ يې له اوختى و.

 پېغمبر اکرم پرې پوه شو او ورته يې وويل:(( آيا شکمن يې؟)) ابوحذيفه: نه؛خو په خپل پلار كې مې علم،فضل او صبر ليدلى و او ګومان مې كاوه، چې دا لاملونه به يې اسلام ته راكاږي؛خو اوس ګورم، چې ګومان مې ناسم و.))

 هغوى تر تاسې ښه اوري

د بدر جګړه پاى ته ورسېده. د قريشو 70 تنه ووژل شول او 70 تنه يې اسيران او نورو دوه خپلې او دوه پردۍ كړې.

 رسول اکرم حکم وكړ،چې د مشركانو مړي په څاه كې واچوئ،چې واچول شول؛نو پېغمبراکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ كړ:

(( “عتبه”،”شيبه”، “اميه”،”ابوجهل” ! …. آيا خداى،چې څه ژمنه دركړې وه،ومو ليده؟ ما خو څه چې خداى ژمنه راكړې وه،حق وليده.))

 په دې وخت كې ځينو مسلمانانو رسول اکرم ته وويل:(( ايا له مړيو سره خبرې كوئ؟ ))

 پېغمبر اکرم وويل: ((هغوى تر تاسې ښه اوري؛خو يوازې ځواب نه شي ورکولاى.))

“ابن هشام” وايي:

 ((پېغمبر اکرم وويل:” تاسى څومره د پېغمبر اکرم بد خپلوان وئ،زه مو دروغجن ګڼلم او نه مو منلم؛خو نورو ومنلم. زه مو له وطنه وشړلم؛خو نورو ځاى راكړ. جګړه مو وكړه او نورو مې مرسته وكړه.آيا څه چې خداى درسره ژمنه کړې وه،حق مو وليده؟”))

شعر مطلب ته د ابديت رنګ وركوي

له مړيو سره د پېغمبر اکرم خبرې،سني او شيعه محدثينو او تاريخپوهانو راخيستې او “حسان بن ثابت” د رسالت د وخت شاعر د بدر جګړې ته يوه قصيده ويلې چې دې حقيقت ته يې پکې اشاره كړې، چې ژباړه يې داده:

(( هغوى چې مو يو ځاى په څاه كې واچول. پېغمبر اکرم ورته وويل:” ايا زما كلام مو حق و نه موند او د خداى حکم په زړونو كې ځاى پيدا كوي؛ خو هغوى ځواب ورنه کړ او كه د خبرو كولو وس يې درلوداى؛ نو داسې به يې ورکاوه،چې هو:رښتيا دې وويل او ستا نظر پر حقه و.))

 له دې بله څرګنده خبره نه شته،چې پېغمبر اکرم وويل:(( تاسې تر هغوى ښه اورېدونکي نه ياست؛خو هغو د ځواب وس نه لري)):((ما انتم باسمع منهم)) او تر دې بله څرګنده خبره نه شته،چې پېغمبر اکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ وكړ او د ژونديو په څېر خبرې يې ورسره وكړې؛نو هېڅ مسلمان حق نه لري ووايي دا پېښه نه منم.)) (186)*

د بدر په غزا پسې

ډېر اسلامي تاريخپوهان ګروهمن دي،چې په بدر كې لاس په لاس او ډله ييز بريد تر ماسپښينه و او د جګړې اور هله مړ شو، چې قريش وتښتېدل او پېغمبر اکرم د شهيدانو تر ښخولو وروسته،د مازدګر لمونځ وكړ او له لمر پرېواته مخکې له هغه ځايه ولاړ.

په دې وخت كې پېغمبر اکرم د خپلو يارانو له لومړي اختلاف سره مخ شو؛هغوى د غنيمت پر ويشلو وران شول او هر چا ځان غوره ګانه؛ د بولندويۍ سنګر ساتندويانو ويل،چې:((موږ پېغمبر اکرم ساته او كوم عمل به تر دې غوره وي؟)) غنيمت راټولوونكيو هم ځان تر نورو غوره باله او هغوى،چې په تښتېدليو دښمنانو پسې شوي وو او د غنيمت راټولوونكيو ډلو ته يې د غنيمت راټولو لار پاکه كړې وه،ويل:((موږ تر ټولو وړ يو.))

 لښكر ته دا ډېره بده ده، چې د ډلګيو ترمنځ يې اختلاف او درز راشي. پېغمبراکرم د راپېښې ستونزې هواري ته ټول غنيمت “عبدالله بن كعب” ته وسپاره او ځينو ته يې دنده وركړه،چي د غنيمت په راوړو كې ورسره مرسته وكړي، چې بيا چاره يې وسنجوو.

 د عدالت او انصاف قانون خو وايي،چې ټول لښكر په دې غنيمت كې يو هومره برخه ولري؛ځكه ټولو په جګړه كې ونډه درلوده او يوې ډلې هم بې د بلې ډلې له مرستې،پرمختګ نه شو كړاى؛نو ځكه پېغمبر اکرم غنيمت پر ټولو برابر ووېشه او شهيدانو ته يې هم برخه بېله كړه، چې د هغوى كورنۍ ته يې وركړي.د پېغمبر اکرم دې عمل حضرت “سعد بن ابي وقاص” غوسه كړ او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( زه چې د “بني زهره” له مخورو يم، د مدينې له باغوالو او اوبوالو سره دې يو شان وګڼلم؟))

  پېغمبر اکرم سخت غمجن شو او ويې ويل:(( له دې جګړې زما موخه د زورورو پر وړاندې د بېوزليو دفاع او ملاتړ دى. زه دې ته رالېږل شوى يم،چې له هر ډول توکمپالنې او موهوماتو سره مبارزه وكړم او خلكو ته د قانون پر وړاندې د ټولو يو رنګوالى وښيم.))

په لار كې د دوو اسيرانو وژل كېدل

په لار كې يې پېغمبر اکرم ته اسيران راوستل. د “صفراء” په تنګي كې “نضر بن حارث” اعدام شو، چې د پېغمبر اکرم له سختو دښمنانو و ا و په “عرق الظبيه” كې “عقبه بن ابي معيط” د پېغمبر اکرم په حكم ووژل شو.(187)*

اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلام حکم د جنګي اسيرانو په باب دا و،چې اسيران د مسلمانانو او مجاهدينو مريان دي او په مناسبه بيه په بازار كې پلورل كېږي؛نو ولې پېغمبر اکرم له دې دوو سره بيل چلن وكړ؟هغه پېغمبر چې د بدر د اسيرانو په باب يې مسلمانانو ته وويل: (( له اسيرانو سره نېكي وكړئ.)) (188)*؛نو ولى يې د دوى په باب داسې پرېکړه وکړه؟ “ابوعزيز” (د بدر په جګړه كې د قرېشو بيرغوال) وايي:(( له هغې ورځې چې پېغمبراکرم د اسيرانو سپارښتنه کړې وه؛نو زموږ درناوى يې كاوه.تر څو يې موږ نه وو ماړه كړي؛په خپله يې خوړو ته لاس نه ووړ))؛نو له دې خبرو پوهېږو،چې ددې دووتنو وژل د اسلامي عمومي مصالحو له مخې وو، نه غچ اخستنې؛ ځكه هغوى د كفر مشران وو او د اسلام پر ضد يې نقشې اېستې او نورې قبيلې يې له اسلام سره مبارزې ته هڅولې؛نو پېغمبر اکرم ډاډ درلود كه دوى خوشې كړي؛نو بيا به هم خپلو خطرناكو هڅو لاس وانخلي.

مدينې ته پېغمبر اکرم د دوو تنو لېږنه

پېغمبر اکرم حضرت “عبدالله رواحه” او حضرت “زيد حارثه” ته دنده وركړه، چې ژر تر ژره  ځان مدينې ته ورسوي او پر مسلمانانو زېرى وكړي، چې اسلام بريالى شو او د كفر مشران؛ لكه “عتبه”،”شيبه”، “ابوجهل”، “زمعه”،”ابوالبختري”،”اميه”،”نبيه”،”منبه” او… وژل شوي دي.

دوى په داسې وخت كې مدينې ته ورسېدل،چې مسلمانان د پېغمبر اکرم د لور (د حضرت “عثمان” د مېرمنې) له ښخولو راستنېدل،چې په دې وخت كې د پېغمبر اکرم د لور د مرګ غم او د مسلمانانو د بري خوښۍ سره يوځاى شوې؛نو ځكه پر مشركانو،يهودانو او منافقانو د وحشت او وېرى رپ ولګېد؛ځكه تصور يې نه کاوه،چې مسلمانان به دومره لوى برى تر لاسه کړى او كوښښ يې كاوه په خلكو كې اوازه خپره كړي او ووايې،چې د مسلمانانو د برياليتوب خبره تشه  اوازه او دروغ ده؛خو چې د اسلام لښكر سرلوړى مدينې ته راننووت؛ نو ټول پوه شول،چې مسلمانان بريمن او سرلوړي راګرځېدلې دي.

 د خپلو مشرانو له وژل كېدو د مکيانو خبرېده

“حيسمان خزاعي” لومړى تن و،چې مکې ته ورسېد او خلك يې د بدر له خونړۍ جګړې او د مشرانو له وژل كېدو خبر كړل.

“ابورافع”(چې په هغو ورځو كې د “عباس” مريى و او وروسته مسلمان شو) وايي:((په هغو ورځو كې،چې د اسلام لمر د “عباس” كور روښانه کړ؛ نو ما “عباس” او ښځې يې (ام فضل) اسلام منلى و؛خو له وېرې مو خپل ايمان پټ كړى و. چې د اسلام د دښمنانو د مرګ ژوبلې خبر راورسېد؛ نو موږ خورا خوشحاله شو؛خو “قريش”،يهودان او پلويان يې خورا زيات خپه وو.))

 “ابولهب” چې په دې جګړې كې ونډه  نه وه اخستى او د خپل ځان پر ځاى يې بل څوک لېږلى و، د “زمزم” د چينې پر غاړه ناست و،چې  ناڅاپه خلكو خبر کړ: ابوسفيان راغى.

 “ابولهب” وويل:((ورته ووايه چې ژر را سره وګوري.))

 هغه راغى او د “ابولهب” په څنګ كې کېناست او د بدر کيسه يې ورته  ټكى په ټكى وكړه. کيسه نه وه،سم تندر و، چې پر “ابولهب” راپرېووت. “ابولهب” اوه ورځې تبې كولې او په ځانګړې ناروغۍ ومړ.

 د بدر په جګړه  د پېغمبر اکرم د تره “عباس”كې ونډه اخستل د اسلام د تاريخ يو مشكل دى. هغه په دې جګړه کې د مسلمانانو اسير شو او بل خوا يې خلك د “عقبه” تړون كې د پېغمبر اکرم مرستې ته رابلل؛خو د دې تاريخي مشكل د حل لار د “عباس” د مريي “ابورافع” خبرې دي، چې وايي:((هغه د خپل ورور “ابوطالب” په څېر د پېغمبر اکرم پر دين پوره ايمان درلود؛خو د ورځنيو مصلحتونو غوښتنه وه،چې له خلكو ايمان پټ كړي او له دې لارې له خپل وراره سره مرسته وكړي او د دښمن له خطرناكو نقشو يې؛ لكه د  “احد” په جګړه كې مخکې له مخکې خبر ک ړي هغه لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې د قرېشو له نقشې خبر كړ.))

 د 70 تنو د مرګ خبر د مكيانو پر  كورونو د غم ورېځې راخپرې کړې. (189)

په مكه كې پر وير او ژړا بنديز ولګېد

دا چې “ابوسفيان” خلك پارېدلي  او قارېدلي وساتي او تل د قريشو غچ اخستو ته چمتو وي؛نو امر يې وكړ:((څوك حق نه لري وير او ژړا وكړي او يا شعر ووايي.)) او د خلكو هڅونې ته يې اعلان وكړ: (( تر هغه، چې مو د قريشو غچ نه وي اخستى؛نو نارينه حق نه لري له خپلې ښځې سره كوروالى وكړي.))

په جګړه كې د “اسود مطلب”، درې زامن هم وژل شوي وو،چې د غم او غوسې په اور كې سوځېده.ناڅاپه يې د يوې ښځې د وير او ژړا غږ واورېد؛ نو خوشحاله شو او ګومان يې وكړ،چې مړيو ته ژړا ازاده شوه. يو كس يې ولېږه، چې پر خبره ځان پوه كړي. بيا خبر شو،چې د ښځې د ژړا لامل يې د اوښ وركېدل دي،چې د “ابوسفيان” د قانون له مخې پرې بنديز نه و. هغه خورا خپه شو او په هماغه وخت كې يې څو مصرع شعر ووايه، چې ژباړه يې داده:

 (( آيا هغه په خپل ورك شوي اوښ پسې ژاړي؟ د اوښ وركېدل يې د شپې خوب ته نه پرېږدي. نه! په دې ورځ كې دا سمه نه ده،چې هغه په خپل اوښ پسې وژاړي؛بلكي پکار ده په هغو مړيو پسې وژاړي،چې په مړينه يې عزت او عظمت له منځه ولاړل.)) (180)*

د بنديانو په باب وروستى هوډ

په دې جګړه كې اعلان شوه،چې لوستي اسيران دې اوو تنو ماشومانو ته ليك لوست زده كړي؛نو هله به ازاد شي او يا دې تر څلور زرو درهمو پورې وركړي، چې ازاد شي او نشتمن اسيران دې بې له فديي ازاد شي. دا خبر چې مکې ته ورسېد؛نو د اسيرانو په خپلوانو كې خوشحالي شوه. د هر اسير خپلوانو درهم راټول كړل او مدينې ته يې د خپل بندي خوشې كېدو ته ولېږل . “سهيل بن عمرو”،چې د فديې په وركولو ازاد شو؛نو ځينو مسلمانانو له پېغمبر اکرم نه وغوښتل،چې اجازه وركړي،د “سهل” مخکي غاښونه وباسي،چې د اسلام پر خلاف خبرې و نه کړاى شي.

 رسول اکرم اجازه ورنه کړه او ويې ويل:(( دا كار مثله كول دي،چې په اسلام كې روا نه دي.))

“ابي العاص” د پېغمبر اکرم زوم او د حضرت “زينب” مېړه، د مکې له شريفو او سوداګرو ځنې و،چې د جاهليت پر مهال يې د پېغمبر اکرم  له لور سره واده وكړ. ښځې يې اسلام راوړ؛خو په خپله يې اسلام را نه ووړ، د بدر په جګړه كې ونډه درلوده او اسير شو؛ ښځه يې “زينب” په مكه كې وه؛ نو د خپل مېړه ازادۍ ته يې هغه غاړه كۍ مدينې ته ولېږله،چې خپلې مور يې (خديجې بي بي) د واده په لومړۍ شپه ور ډالۍ كړې وه.

د پېغمبر اکرم سترګې، چې د خپلې لور پر غاړه كۍ ولګېدې؛نو ډېر سخت يې وژړل؛ ځكه د حضرت خديجې بي بي مرستې او فداكارۍ وريادې شوې، چې په ډېرو تنګسو كې يې خپل مال او شتمني د اسلام په لار كې لګولي وو.پېغمبر اکرم د مسلمانانو د مالونو د درناوي لپاره، خپلو يارانو ته مخ كړ او ويې ويل:((دا غاړه كۍ ستاسې ده او واک يې هم ستاسې دى. كه خوښه مو وي؛دا غاړه كۍ مه قبلوئ او “ابي العاص” بې فديي ازاد كړئ.))

 د پېغمبر اکرم  يارانو دا وړانديز ومانه او پېغمبر اکرم له “ابي العاص” سره ژمنه وكړه، چې “زينب” به ازاده كړي او مدينې ته به يې راولېږي. هغه هم په خپله كړې خبره ودرېد او په خپله يې هم اسلام راووړ.(181)*

د ابن ا بي الحديد معتزلي شافعي خبره:

“ابي الحديد” وايي:((د “زينب” کيسه مې خپل استاد “ابوجعفر بصري علوي” ته وکړه. هغه دا کيسه تصديق كړه او زياته يې كړه:”آيا د فاطمې مقام له “زينب” لوړ نه و؟ آيا غوره نه وه، چې خلفاوو د فاطمې خوشحالۍ ته “فدك” بېرته وركړې و؟ كه فرضا د فدك ځمكه د مسلمانانو وه؟))

 وايي: ما وويل:((د پېغمبر اکرم د روايت له مخې،”پېغمبران څه په ميراث نه پرېږدي.” فدك د مسلمانانو ځمكه وه؛نو څنګه كېداى شي،چې پېغمبر اکرم به د مسلمانانو ځمكه خپلې لور ته وركړې وه.))

 استاد مې وويل:((مګر د “زينب” غاړه كۍ،چې د “ابوالعاص” ازادېدو ته رالېږل شوې وه، د مسلمانانو مال نه وه؟))

 وايي:((ما وويل:پېغمبر اکرم د شريعت خاوند و او د  حكم د تنفيذ چارې يې په لاس كې وې؛خو خلفاوو داسې اختيار نه درلود.))

 استاد په ځواب كې راته وويل:(( زه نه وايم،چې خلفاوو دې “فدک” په زور له مسلمانانو اخستى واى او فاطمې ته دې يې وركړى واى. زه خو وايم:د وخت خليفه ولې مسلمانان پردې راضي نه کړل،چې فدك دې فاطمې ته وركړ شي؟ ولې يې د پېغمبر اکرم په څېر خپلو اصحابو ته و نه ويل:”خلكو! “فاطمه” ستاسې د پېغمبر لور ده،هغه غواړي د پېغمبر اکرم د وخت په څېر،چې د فدك خاونده وه، اوس يې هم خاونده شي؛ نو ايا حاضر ياست چې فدك فاطمې ته وركړئ؟!”))

 “ابن ابي الحديد” په پاى کې ليكي:((ما د خپل استاد ددې منطقي ځواب پر وړاندې هېڅ خبره نه درلوده او د هغه د خبرو لا پخلي ته مې وويل:”ابوالحسن عبدالجبار هم پر خلفاوو ستاسې په څېر نيوكه لري،كه څه هم د خلفاوو چلن د شرع له مخې و؛خو د “زهرا” درناوى پکې نه دى  شوى.)) (182)*

 

178_ مغازى واقدى، 1/ 20

179_ امتاع الاسماع/ 62-63

180_سوره حج/ 39

181_تاريخ طبرى، 2/138 او تاريخ كامل 2/82

182_ سيره ابن هاشم، 2/ 249 – 248

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!