تبلیغات

برزخي ياران په روايتونه کې شته چې : د انسان ځينې کړنې؛لکه حج،روژه،زکات او همداراز قلبي علاقې او سياسي اړيکې په ځانګړې څېره کې انسان ته راځي،ورته وايي :موږ هماغه ستا صالح اعمال يو او له دې لارې وي، چې انسان په برزخ کې خوشحالوي . (١٢٢)( بحارالانوار،۶/ ۲۳۴) خو که کافر له دنيا ولاړ […]

برزخي ياران

په روايتونه کې شته چې : د انسان ځينې کړنې؛لکه حج،روژه،زکات او همداراز قلبي علاقې او سياسي اړيکې په ځانګړې څېره کې انسان ته راځي،ورته وايي :موږ هماغه ستا صالح اعمال يو او له دې لارې وي، چې انسان په برزخ کې خوشحالوي . (١٢٢)( بحارالانوار،۶/ ۲۳۴)

خو که کافر له دنيا ولاړ شي؛نو ډول ډول تيارې،دباوونه،شيطانان او چيچونکي به يې ياران وي . (١١٣)( بحارالانوار،۶/ ۲۲۴)

 

د برزخيانو حالات

تر مړينې وروسته په قبر کې د انسان عالم برزخ پيلېږي؛نو آيا ژوندي کړاى شي د برزخيانو حالات احساس کړي ؟

په ځواب کې بايد ووايو : هغه خداى چې د لرګي او ونې په زړونو کې اور پټ ساتي؛نو کړاى شي د برزخ عالم هم زموږ له سترګو پټ وساتي .

هغه خداى، چې حضرت جبرائيل خپل استازي ته ورلېږي؛خو خلک يې نه ويني؛نو کړاى شي دوه پرښتې قبر ته د پوښتنو لپاره ولېږي او خلک يې و نه ګوري؛لکه څنګه چې يو انسان په خوب کې ډول ډول لړمان،ماران او وېرونکي څيزونه ويني او له وېرې يې په خوب کې زاره چوي ؛خو په څنګ کې پروت انسان ترې خبر نه وي او هغه چارې هم، چې په برزخ کې تېرېږي همداراز دي؛يعنې له مادي سترګو مو پټ دي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست