تبلیغات
|

په مدينه کې دپېغمبر اکرم (ص) تر زيارت وروسته بل مستحبي عمل د بقيع په هديره کې د خداى د اولياوو او د نبوي کورنۍ زيارت دى. پرکال ١٣٦٤ د بني هاشمو کورونه او کوڅې ورانې شوې او دا ځاى لا پسې پراخ شو. دا هديره د پېغمبراکرم(ص) قبرته مخامخ پرته ده،چې پکې په سل […]

په مدينه کې دپېغمبر اکرم (ص) تر زيارت وروسته بل مستحبي عمل د بقيع په هديره کې د خداى د اولياوو او د نبوي کورنۍ زيارت دى. پرکال ١٣٦٤ د بني هاشمو کورونه او کوڅې ورانې شوې او دا ځاى لا پسې پراخ شو. دا هديره د پېغمبراکرم(ص) قبرته مخامخ پرته ده،چې پکې په سل ګونو اصحاب کرام ښخ دي. د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ څلورتنه امامان (حسن،زين العابدين،محمدباقراوصادق)ښخ دي. د پېغمبر اکرم (ص) کورنۍ د ځمکې پرمخ د خداى رڼا ده ،د علم خزانې ،په هستۍ کې غوره کړاى شوي ،د رسول الله وارثين او په قيامت کې شفيعان دي .همداراز امهات المؤمنين ،د نبى اکرم لوڼې او امام مالک پکې ښخ دي.

په دې هديره کې څراغونه نشته،چې دا حال انسان خورا ځوروي . د خداى د اولياوو پر قبرونو نښه ايښوول شرک دى؛خو پرديو بانکونو ته د مسلمانانو په ملياردونو ډالر او شتمني ورکول توحيد دى !!

ټول زيارت کوونکي د نبوي کورنۍ پر مظلوميت اوښکې تويوى . دلته هره اوښکه د ظالم پر زړه يوغشى دى او پرشته وضع يوه نيوکه او د ګډ اندۍ او حرکت اعلان دى. زموږ اوښکه پېغام لري،چې يوعاطفې رمز دى او دا روحيه راکې پياوړى کوي ،چې بايد د مظلوم ملاتړ وکړو او د ظالم پرضد راپاڅېږو .

انسان چې په دې هديره کې دا مظلوميتونه ويني ؛نو موږ ته راښيي چې د حق پرلار تلونکي دې د دنيا دبدبې ته سترګې پر لار نشي .

د امامانو خاورين قبرونه راښيي،چې حقيقت يواځې د سرو زرو ګومبزې نه دي که د امامانو قبرونه ګومبزې ولرې او که نه؛خو موږ ورسره مينه لرو. په بقيع هديره کې د امام حسن قبر ته مخامخ درېږو او په زيارت پاڼه کې وايو :

اى امام حسنه! ته هغه يې چې پېغمبراکرم(ص) درته د سيد او ښاغلي لقب درکړ. (فضايل الخمسه ٣\٢٣٦) او ستا په هکله يې وويل : حسن زما دى. (فضايل الخمسه ٣\٢٤٠ مسند امام حنبل ٤\١٢٢)

څوک چې حسن وځوروي؛نوزه به يې ځورولى يم. (فضايل الخمسه ٣\ ٢٤٩)

ته هغه امام يې چې پر شهادت دې ان دښمنانو هم اوښکې توى کړې ( فضايل الخمسه ٣\٢٥٢) . ته د تطهير د آيت مصداق يې او له هر ډول ناولتيا پاک يې.منافقينو درته په لستوڼي کې مار ايښې و،چې همدې مار شهيد کړې . امامه ! ته پينځه ويشت ځل په خپلو پښوحج ته تللې يې او درې ځل دې خپله ټوله شتمني د خداى په لار کې ورکړې ده. [ فضايل الخمسه ٣\٢٤٨، له سنن بيهقي اومستدرک الصحيحين څخه] ته هغه يې چې پېغمبر اکرم به تل ښکلولې او پرخپلو اوږو به يې کېنولې ستا او ستا د ورور په هکله وايي : حسن او حسين مې د سترګو تور دي. (فضايل الخمسه ټ ٣)

ته هغه يې په لوبو کې چې راولوېدې پېغمبراکرم له منبره راکوز شو ،خطبه يې پرېښووه او منبرته يې بوتلې او پر زنګون يې کېنولې.(سنن ابن ماجه ٢\ ١١٩٠ )

ته هغه يې چې پېغمبراکرم ستا مور(حضرت فاطمې بې بې) ته وويل : حسن راوله چې بوى يې کړم. ( صحيح ترمذى ټ ٢\ ٣٠٦]

ته هغه يې،چې ډېر پېغمبراکرم(ص) ته ورته يې.[فضايل الخمسه ٣\٢٠٢ ، صحيح بخاري ١\ ١٨٤]

پېغمبر اکرم(ص) ستا په هکله وايي: څوک چې درسره دوستي وکړي ؛نو له ماسره به يې کړي وي او څوک چې له ماسره دوستي وکړي؛نوله خداى سره به يې کړي وي. (فضايل الخمسه ٣\٣٠٦) ستا او د ورور په هکله دې پېغمبراکرم(ص) وايي: حسن او حسين جنتي امامان دي. ( فضايل الخمسه ٣\ ٢١٢ ) .

نيکه دې (پېغمبراکرم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عراق کې د حضرت صالح، حضرت هود او حضرت يونس (عليهم السلام) قبرونه وران نه کړل؛دا ځکه چې د خداى د اولياوو قبرونه يې د خداى شعاير ګڼل؛خو اوسنيو واکمنو وران کړل) . پېغمبراکرم(ص) د خپلې مور قبر ته ورغى او ويې ژړل (سنن ابن ماجه ٢\ ٥٠١، صحيح مسلم ٢\٦٧١)؛ خو نن حاجيان نه پرېږدي،چې ستا پر مزار اوښکې توې کړې .

له ام المومنین حضرت عايشې بي بي روايت دى،چې پېغمبراکرم(ص) ښځو ته اجازه ورکړې چې د قبرونو زيارت ته ولاړې شي.(سنن ابن ماجه ٢\ ٥٠٠)؛خو نن ستاسو قبرونو ته ښځې نه پرېږدي؛حال دا چې په ګڼو روايتونو کې راغلي پېغمبراکرم (ص) به د شپې د بقيع هديري ته تله او پر مړيو به يې سلام اچاوه.(صحيح مسلم ټ ٢\٦٦٩)؛خوچې له دې منع کوونکيو سره خبرې اترى وشي؛نو د مړيو پر برزخي ژوند باور نه لري .

امام حسنه! دوى په خپلو خطبو او ويناوو کې د اصحابو کرامو نومونه ډېر په درناوي اخلي ؛خو په عمل کې يې قبرونه خبرابوي .

امام حسنه ! دوى د رسول الله د قبر تبرک ته شرک وايي،آيا د پېغمبراکرم (ص) په څنګ کې د اسلام دوه ستر خلفاء له هغه د تبرک اخېستنې په موخه نه دي ښخ شوي؟ په ګڼو روايتونو کې راغلي چې رسول الله ويلي څوک،چې پر ما سلام واچوي ؛نو زه يې ځواب ورکوم . (سنن ابي داود ٢\ ٢١٨) .

له دى سره سره له پېغمبراکرم(ص) سره خبرې کول او سلام اچول پرې ناروا ګني .

امامه حسنه !دوى يواځې د مسجدالحرام ،مسجدالنبي او مسجدالاقصى مسجدونو ته د زيارت ته سفر روا ګڼي او وايي زيارت ته سفرسم نه دى حال دا،چې قرآن، عرفات، مشعرالحرام،جهاد،زکات اخيستنې،زدکړې او د تېر شويو خلکو د نښو پېژندنې ته پر مسافرت غوڅ ټينګار کړى او ورته يې هڅونه هم کړې ده .

شهيد امامه ! دوى د حضرت ابراهيم،حضرت هاجر او حضرت اسماعيل ځايو ته په درنه ګوري،صفا او مروه،چې د حضرت هاجر د کوښښ ځاى دى سپېڅلي ګڼي ؛خو کربلا ، چې د امام حسين د کوښښ ځاى دى بې ارزښته ګڼي .

امام حسنه ! د خداى اوليا چې له نړۍ يې سترګې پټې کړي او يا هم شهيدان شوي ځينو ته د يو بې اغېز جماد په سترګه ګوري؛خو په روايتونو کې راغلي چې په مدينه او د پېغمبراکرم(ص) په ګاونډ کې مېشتېدل يوډول کمال دى .

امام حسنه ! ځينې د الله له کلمې سره په څنګ کې د محمد(ص) ویی-کلمه راوړل شرک ګڼي ؛خو د خداى د کلمې په څنګ کې (( د سلطان او ملک )) ویی راوړل توحيد ګڼي !! ان د امام مالک (رح) وينا ته يې هم شا کړې،چې يوه ورځ يې منصور دوانيقي ته وويل: د پېغمبر اکرم قبر ته چې ولاړې؛نو پرقبريې خپل مخ کېږه؛ځکه چې پېغمبراکرم(ص) ستا او ستا د پلار حضرت آدم د ژغورنې وسيله ده. (وفاء الوفاء ٤\١٣٧٤)

؛خو نن د پېغمبراکرم(ص) قبر ته مخ کول د دين پر ضد عمل ګڼې. زه نه پوهيږم ،چې ولې د حضرت عيسى (ع) د زوکړې ځاى دومره ارزښت لري،چې بايد پېغمبراکرم(ص) د معراج په شپه هلته ولاړ شي او لمونځ وکړي ؛خو د خداى د يو غوره بنده د وژنې ځاى له پامه غورځېږي ؟

امام حسنه ! دوى په بقيع کې زموږ توسل ناروا ګڼي حال د،چې په همدې هديره کې پېغمبراکرم(ص) پرمخکېنيو پېغمبرانو توسل کړى و. د حضرت علي مور فاطمه بنت اسد چې مړه شوه د ښخولو پر مهال لومړى پېغمبراکرم (ص) دهغې قبرته ورښکته شو او ويي ويل : خدايه ! دې مؤمنې ما ته د مورولۍ حق راکړى،ته يې قبر پراخه کړې او قبلېدو ته يې وويل:زما او د تېرو نبيانو په حق دا دعا قبوله کړې.( وفاءالوفاء ٣\ ٨٩٩) .

حضرت عمر(رض) د وچکالۍ پرمهال وويل : خدايه! د پېغمبر اکرم (ص) پر مهال به موږ پرهغه توسل کاوه او پر موږ به د رحمت باران رانازليده او نن پر تره يې توسل کوو،چې پر موږ د رحمت باران را اووروې.[صحيح بخاري دصلواة الاستسقاء باب \١٢٨مخ ]

څوک نشته چې وپوښتي د حضرت عمر (رض) توسل جايز دى؛خو زموږ توسل شرک دى ؟ لکه څرنګه چې ايمان ،تقوا او صالح عمل خداى ته د نږدې کېدو وسيله ده د خداى د اولياوو آبروهم يوډول وسيله ده .

اى د نبوي کورنۍ امامانو! ستاسې درناوى په حقيقت کې د پېغمبر اکرم(ص) درناوى دى او قرآن هم موږ ته په دې اړه امرکړى دى .

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(اعراف/۱۵۷)هغوى چې (د خداى د استازي ،” امى ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(همغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلالوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پيټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

امامانو! ځينې پېغمبر اکرم (ص) او تاسې ته وير او ښادي بدعت ګڼي! آيا د زوکړې د ښادۍ لمانځل بدعت او شرک دى؟ موږ وينو چې حضرت عيسى (ع) له خدايه آسماني مايده غواړي او د نازلېدلو ورځ يې همېشه د اختر په توګه لمانځي.

((قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ( مايده \ ١١٤)= عيسى د مريمې زوى وويل :((الله! پالونكيه ! پر موږ له اسمانه يو دستر خوان راښکته كړه، چې موږ، اوسنيو او راتلونكيو نسلونو ته اختر( او د خوښۍ موسم ) شي او دا ستا يوه نښه وي، موږ ته روزي راكړه او تۀ ډېر ښه روزي وركوونكى يې.))

آيا د پېغمبراکرم(ص) او د امامانو زوکړه تر آسماني مائدې کمه ده ! آيا دا ښادۍ او ويرونه ددې آيت مصداق نه دي ،چې وايي:

(( وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (الشراح \ ٤)= او موږ ستا لپاره ستا د يادېدو (اوازه) لوړه کړه.))

امامانو! د شفا ورکول د خداى په لاس کې دي ؛خو موږ تاسې د خداى د فيض وسيله ګڼو.حضرت ابراهيم وايي:

(( وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ(شعراء\٨٠)= او چې كله رنځور شم؛ نو همغه مې رغوي))

؛خو خداى دا شفا معمولا د يوې واسطې له لارې ورکوي او خداى په تاسو کې شفا ايښې ده . په بل ځاى کې وايي :

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ(يونس/۵۷) = خلكو! په يقين تاسې ته ستاسې د پالونكي له لوري نصيحت راغلى دى،چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښوونه او رحمت دى.))

؛ځکه د ټولو کارونو واګې له خداى سره دي ؛خو خداى د وسيلو او اسبابو له لارې عمل کوي .د زړونو ډاډ د خداى له اړخه دى.

((هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا(فتح/۴) = (الله) هغه دى چې د مؤمنانو په زړونو كې يې ډاډېنه واچوله، چې خپل ايمانونه لا پياوړي كړي. د اسمانو او ځمكې ټولې لښكرې يواځې د خداى (د قدرت په ولكه كې) دي او خداى پوه حكيم دى.))

؛خو خداى کله نا کله د دعا او پر پېغمبراکرم(ص) د درود ويلو له لارې پر زړونو ډاډ نازلوي.

((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (توبه/۱۰۳)= ‏د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله، چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخيستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ ځكه چې ستا دعا ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

امامانو! د حضرت سليمان يو زده کوونکي د بلقيس سلطنتي تخت له ډېر لرې واټنه د سترګو په رپ کې دهغه مخې ته راوړ او ستاسې مقام د حضرت سليمان له زده کوونکيو سره د پرتلې وړ نه دى !

امامانو! موږ ستاسې له سپېڅليو ارواحو سره خبرې اترې کوو او مانیزې ‏اړيکې ورسره لرو او دا مو له قرآنه زده کړي دي؛دا ځکه چې حضرت صالح (ع) د خپل قوم له ارواحو سره د هغوى تر هلاکت وروسته خبرې کولې. د اوښې تر وژنې وروسته پر خلکو زلزله راغله او ګهيځ وختې يې يواځې بې سا جسمونه پاتې ول . حضرت صالح ترې مخ واړو او(مړيو ته يې) وويل : زما قومه ! ما پر تاسې د خپل پالونکې له لوري خپل رسالت ابلاغ کړ او د خېرغوښتنې شرط مې ترسره کړ؛خو څه وکړم چې نصيحت کوونکي مو نه دي خوښ .

فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ( اعراف\٧٨) = (په پاى كې) نو هغوى زلزلې ونيول او پخپلو كورونو كې پړمخ پرېوتل .

فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِن لاَّ تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ( اعراف\٧٩) = او ( صالح ) ترې مخ واړاوه، و يې ويل : (( زما قومه ! ما تاسې ته د خپل پالونكي پېغام ورساوه او نصيحت مې درته وكړ؛ خو (څه وكړم،چې) تاسې نصيحت كوونكي نۀ خوښوئ .))

حضرت على (ک) د جمل تر جګړې وروسته د حضرت طلحه (رض) له مړي سره ودرېد او خبرې يې ورسره وکړې. همداراز حضرت علي چې د صفين له جګړې راستون شو ؛نو د کوفې په ورۀ کې مخ په هديره ودرېد لومړى يې پرې سلام واچواو وروسته يې ورته وويل : تاسې تر موږ مخکې تللى ياست او موږ هم درپسې درروان يو .(تفسيرنمونه ٦\٢٤١) .

حضرت شعيب علیه السلام هم له ارواحو سره خبرې وکړې.

فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ (اعراف \ ٩٣) =نو شعيب ترې مخ واړاوه او و يې ويل : (( زما قومه ! ما تاسې ته د خپل پالونكي پېغامونه در ورسول او تاسې ته مې نصيحت وكړ؛ نو زه څنګه پركافرانو خپه شم ؟!))

قرآن په څرګنده پېغمبراکرم(ص)ته حکم کوي،چې له مخکېنيو پېغمبرانو وپوښته :

((وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ (زخرف /۴۵) = او له هغو استازيو وپوښته، چې موږ له تا مخكې ليږلي وو چې: ايا موږ له رحمان (خداى) پرته نور معبودان ټاكلي وو، چې ولمانځل شي؟))

که له برزخي نړۍ سره له دې نړۍ د اړيکو د ټينګولو امکان نه وي؛ نو په قرآن کې ددې پوښتنې حکم به هم څه معنا و نه لري !

په نهج البلاغه کې راغلي حضرت علي،چې د پېغمبراکرم(ص) د غسل او کفن چارې سرته ورسولې ؛نو وروسته يې دهغه مخ خلاص کړ او ورته يې وويل: زما موروپلار دې له تا ځار شي د ژوند او مړينې پر حال سپېڅلى يې او د خداى پر وړاندې مې هېر نه کړې.(نهج البلاغه ٢٣٥خطبه )

همدا داستان له حضرت ابوبکر(رض) هم روايت شوى دى.(سيره ابن هشام ٤\٣٠٦)

امامانو! ځينې خيال کوي چې موږ ستاسې له بدن سره خبرې کوو او يا هم ستاسې له خاورې څه غواړو او موږ ته د فاطر د سورت ٢٢آيت وايي : ((وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاء وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاءُ وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ( فاطر\٢٢)=او هېڅكله ژوندي او مړي سره برابر نه دي، په حقيقت كې د خداى چې چاته خوښه شي (خپل پيغام) ورته اوروي او ته په قبرو كې پرتو خلكو ته (خپله خبره) نشې اورولاى. ))

؛خو دوى له دې بې خبره دي ،چې ستاسې قبرونو ته زموږ د تګ موخه ستاسې له سپېڅليو ارواحو سره،د خپلو ارواحو د اړيکو ټينګول دي او موږ ستاسې قبر ته ځکه درځو،چې تاسې د خداى په دربار کې د ځانګړي مقام خاوندان ياست. له دې به تېر شو،چې دا آيت پر کږو لارو د مړه شويو وګړيو په هکله دى او د خداى د اولياوو او شهيدانو له سپېڅليو ارواحو سره (چې د قرآن د آيت له مخې ژوندي دي )کومه اړيکه نه لري. دوى خيال کوي چې ستاسې له خوا د کرامت ترسره کول د خداى په کارونو کې لاسوهنه ده او پر وړاندې يې درېدل دي؛حال دا چې په قرآن کې له پېغمبرانو او اولياوو خارق العاده کارونه روايت شوي دي او له توحيد سره هېڅ ډول منافات نه لري او خداى ورته ددې کار وس دهغوى د بنده ګۍ او تسليم له کبله ورډالۍ کړى او که نه له ځانه هېڅ واک نه لري .

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاء أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ( غافر\٧٨) = او په يقين موږ له تا مخكې استازي لېږلي وو، د ځينو قصې مو درته كړي او د ځينو نۀ او د يو استازى هم دا حق نۀ و، چې د خداى له اجازې پرته معجزه راوړي؛نو چې كله دخداى حكم راشي (؛نو) په حقه به پرېكړه وشي او هلته به باطل پالي زيانمن وي.))

د حضرت يوسف (ع) کميس ؛ځکه د حضرت يعقوب (ع) ړندې سترګې ورغولې چې خداى غوښتي وو.

د حضرت موسى (ع) همساء او هغه تيګه ،چې اوبه ترې راخوټېدلې د خداى په ارادې سره وې .

حضرت عيسى(ع) به د خداى په ارادې مړي راژوندي کول.ملا چرګګ (هدهد) چې د حضرت سليمان(ع)پيغام په دوو پړاونو کې د سبا ملکې ته يووړ؛نو د خداى په ارادې و .

امامانو! ځينې خيال کوي چې په ستونزاواري کې او مقامونو ته په رسېدو کې له تاسې زموږ تمه د عليت د قانون ړنګول او د اړيکو شکول دي ؛خو له دې بې خبره دي،چې موږ دوه ډوله علتونه منلي دي؛يو طبيعي علتونه او عوامل دى او بل غيرطبيعي او موږ کله هم يو کار بې علته نه ګڼو؛خو دا اړينه نه ده ،چې ټول عوامل او علتونه دې مادي او محسوس وي. موږ ځکه پر تاسې معصومينو او شهيدانو توسل کوو،چې له خدايه وغواړئ چې زموږ ستونزې اوارې کړي،که دا چار د طبيعي او عادي اټکل شويو وسيلو له لاري وې او يا هم د غيرطبيعي او د نه اټکل شويو شرايطو په رامنځ ته کېدو،زموږ ستونزې اوارې کړي .

که د خارق العاده کارونو غوښتل شرک وي ؛نو ولې حضرت سليمان په ډله کې له شته خلکو داسې غوښتنه کوي؟ يوه ورځ د حضرت سليمان په دربار کې ځناور،پېريان، انسانان او مرغان ناست ول؛خو ملاچرګک پکې لږ څه ناوخته ګډون وکړ،ملاچرګګ د خپل ځنډ علت د سباء سيمې ته تګ وښود،چې هلته مشرکان اوسېږي او د بلقيس په نوم يوه ښځه يې مشري کوي. حضرت سليمان د ملاچرګک له لارې دې ښځې ته يو پېغام ولېږه او د خداى دين ته يې راوبلله،ښځې تر سلامشورې وروسته حضرت سليمان ته ځينې ډالۍ ولېږلې ؛خوحضرت سليمان ونه منلې او بيا يې له ګواښ سره بلنه ورکړه . بلقيس بلنه ومنله او د حضرت سليمان ليدو ته راروانه شوه . حضرت سليمان ډلې ته وويل : مخکې تر دې چې دا ښځه دلته راورسي په تاسې کې څوک کړاى شي،چې ټول تاج اوتخت يې دلته راوړي ؟ يو وويل : مخکې تر دې چې له ډلې ووځې او ټول خپاره واره شي ؛نو زه يې هرڅه راوړاى شم . بل وويل: زه به دا کار د سترګوپه رپ کې وکړم. په هرحال حضرت سليمان له خپل شاوخوا د فوق العاده کار د کولو غوښتنه وکړه،قرآن دا مطلب په ډاګه ويلى او تراوسه پورې دې غوښتنې ته چا شرک نه دى ويلى (نمل \ له ١٩څخه تر٤٠ ايت پورې) چا چې دداسې کارونو د کولو وس درلود؛نو دا ټول د حضرت سليمان له زده کونکيو او لارويانو ول او د قرآن د ويناله مخې ((عنده علم من الکتاب )) يعنې دوى د کتاب له پوهې لږ څه برخمن وو؛خو اوس موږ د داسې کسانو له قبر سره ولاړيو،چې ((علم من الکتاب)) نه؛بلکې ((علم الکتاب)) دي؛يعنې د ټول کتاب پرعلم خبر دي . موږ د داسې کسانو د قبرپه څنګ کې ولاړ يو،چې پېغمبراکرم دهغوى ګواهي د مخالفينو د نمښتې- انکار پر وړاندې د خداى له ګواهۍ سره په څنګ کې ګڼلې ده .د رعد د سورت په پاى کې راغلي :

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ( رعد\٤٣)= هغوى چې كافران دي، وايي :(( تۀ استازى نۀ يې .)) ووايه:(( چې زموږ او ستاسې ترمنځ خداى او څوك،چې په كتاب پوهېږي ( او پرقرآن هم خبر وي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .))

امامانو ! ځينې د اولياوو په حق کې خداى ته قسم ورکول حرام او کله نا کله شرک ګڼي . پېغمبران او اولياء پرخداى حق نه لري او تاسې هم دهغوى پرحق خداى ته قسم نشئ ورکولاى .

هو! خداى د هيڅ انسان پوروړى نه دى او نه پرې انسان حق لري؛خو که خداى په خپله دا حق ځان ته ورکړى وي؛نو حق پيدا کېږي. په قرآن کې خداى ځينې کارونه پرځان لازم کړي او موږ ته يې حق پيداکړى دى ، په قرآن کې راغلي : ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى(ليل/۱۲)= په يقين چې لارښوونه يواځې زموږ(پرغاړه) ده)) په دې آيت کې خداى د خلکو لارښوونه خپله دنده ګڼلې ده .

خداى د مومنانو ملاتړد ځان دنده بولي:(( وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ(روم/۴۷)= او په رښتيا او له تا مخكې مو د هغوى قوم ته پېغمبران لېږلي وو، هغوى په څرګندو دلايلو سره خپل قوم ته ولاړل؛خو(چې نصيحتونو اغېز ونكړ؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخيست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته تل پرموږ حق ده.))

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ(هود/۶) = او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر” خداى “ده او هغه يې پر استوګنځي او د لېږد رالېږد پر ځاى پوهېږي،(ځکه) دا ټول په ښكاره كتاب [ =لوح محفوظ،د خداى د علم په كتاب] كې (ثبت) دي.))

؛ځکه انسان پر خداى حق نه لري؛خو خداى د خپلو پېرزوينو له مخې بندګانو د مادي او مانیزې ‏ودې او نېکمرغۍ په موخه ځينې کارونه پرځان لازم کړي او موږ خداى ته پر همدې حقونو قسم ورکوو.((بحق نبيک و اوليائک)) دا جمله د اهل بيتو په دعاګانو او د اهل سنتو د احاديثو په کتابونو کې هم راغلې ده.[سنن ابن ما جه ٢\ ٤٤١]‏

امامانو!ځينې پرتاسې قسم خوړل حرام ګڼي او وايي: قسم يواځې د خداى پر نوم خوړل کېږي؛حال دا چې په قرآن کې پر لمر ،سپوږمۍ ، شپې ،ګهيځ،زېتون،عصراو…….باندې قسمونه خوړل شوي دي. د حجر په سورت کې خداى دپېغمبراکرم(ص) پر نوم قسم خوري :

((لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ(حجر\٧٢) =(خداى وويل:) ستا پر عمر قسم، چې دوى د خپلې (بېلارۍ) په مستۍ كې له سده وتلي دي (او عقل او شعور يې له لاسه وركړى دى) !

هو! پېغمبراکرم (ص) په ځينو روايتونو کې خلک پرخپلو پلرونو له قسم خوړلو منع کړي دي ؛دا ځکه چې پلرونه يې د جاهليت د وخت مشرکان ول او د قسم خوړلو ارزښت يې نه درلود. ددې خبرې شاهد د سنن نسائي کتاب دى،چې پکې د خداى له نوم پرته پربل څه قسم خوړل مطرح شوي،چې دا دي:((پرغيرالله قسم خوړول))،((پر پلرونو قسم خوړل )) ،((د لات پربوت قسم خوړل ))،((پرطاغوت قسم خوړل))، ((پرلات اوعزى قسم خوړل )) چې د يو بل ترڅنګ د دې قسمونو له منع پوهېږو،چې دهغوى روايتونو مطلب چې موږ پرغيرالله پرقسم خوړو منع کوي،پرشرک او د شرک پر نښو او مشرکو موروپلارقسم خوړل دي . ( سنن نسائې ٧\٤٢) .

 

[ سرچینه: د شیخ محسن قرآئتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!