تبلیغات

شپږویشتم څپرکی   د تفتیش خپلواک ریاست ۴۱۴ مساله: اجمالاً معلومه ده که داسې تشکیل نه وي؛ نو د درې ګونو ملکي ځواکونو د چارواکیو، پوځي او پولیسو د منسوبینو مالي او اداري سرغړونې او د قانون ماتونې لمن به لا پسې خرابه شي او همدا اجمالي علم ددې تشکیل رامنځ ته کوول واجبوي. ۴۱۵ […]

شپږویشتم څپرکی

 

د تفتیش خپلواک ریاست

۴۱۴ مساله: اجمالاً معلومه ده که داسې تشکیل نه وي؛ نو د درې ګونو ملکي ځواکونو د چارواکیو، پوځي او پولیسو د منسوبینو مالي او اداري سرغړونې او د قانون ماتونې لمن به لا پسې خرابه شي او همدا اجمالي علم ددې تشکیل رامنځ ته کوول واجبوي.

۴۱۵ مساله: اړینه ده چې د ملي امنیت له ریاست سره ددې ریاست اړیکه ډېره نږدې وي او ورسره کلکه او دوامداره همکاري ولري.

۴۱۶ مساله: دواړه ریاستونه دې په ګرد هېواد کې څانګې ولري او د بهرنیو چارو وزارت د پوښښ له لارې له هېواده بهر په سفارتونو او کنسولګریو کې دې هم استازي ولري.

۴۱۷ مساله: دا دواړه ریاستونه په تېره د تفتیش ریاست دې له ولسمشره نیولي ټول لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، وزیران، د ولسي او مشرانو جرګې استازي او د قاضي القضاة په ګډون د قضايي غونډال ټول چارواکي، د پولیسو او د ستر درستیز په ګډون د اردو ټول پرسونل او همدا شان د دفاع وزیر هم تر پام لاندې ونیسي.

هو د تفتیش دنده ځانګړې د دولت او دولتونو ده او د امنیت دنده د ټولو دولتي سرغړاندو، عادي خلکو او لاسوهونکیو بهرنیانو څارنه ده.

۴۱۸ مساله : پوره موخې ته د رسېدو لپاره، دواړه ریاستونه دې مکلف شي، چې یو د بل څارنه وکړي، دقیق او مستمره څارنه.

۴۱۹ مساله: د صرفه جویۍ لپاره ددې ریاستونو تشکیلات درې ډوله ویشلای شو:

لومړی: د هېواد په مرکز کې مرکزي ریاست . دویم: په سترو او منځنیو ولایتونو کې څانګې .   درېیم : په کوچنیو ولایتونو کې او تر ولایتونو څخه په کوچنیو واحدونو (ولسوالیو) کې د ( دوو یا درې) محدودو وګړیو ګومارل او د نورو تر پوښښ لاندې له هېواده بهر څانګې درلودل.

بې علاجه درد: څه مو چې ولیکل، پر کاغذ ذهني علاج و. ایا دینوال ،رښتین او دنده پېژاندي چارواکي به دې دوو ریاستونو لپاره پیدا شي؟

ایا مفتشین به خپله له ګناهګارو او بېګناهو چارواکیو بډې وانخلي؟ ایا په دې ریاست کې فساد به د بل ریاست تفتیش ته اړ نه وي او یا یوه کړۍ به رامنځ ته نکړي؟ ددې ریاستونو د موظفینو د حال پر سلامت څه عقلايي ضمانت دی او له ددې دواړو ریاستونو د خلکو تجربه ترخه ده.

یاد مې شي، چې په کوچنیوالي کې له مرکزه، په قندهار کې یوه نیمه خصوصي ریاست ته، یو پلاوی راغلی و، چې زما پلار ددې خصوصي ریاست مشر و. ښه رایاد دي، چې خدای بښلي پلار مې راته په یوه کورنۍ ناسته کې وویل، چې ولې یې د خپلې پاکۍ او امانت دومره ساتنه کړې ده، چې نن په دې شرکت کې موږ ته د نیوکې څه ځای نه دی پاتې، ستا ضبط نفس دې هم زیان دررسولې او هم یې موږ اوس مایوسه کړي یو. که ددې شرکت په لږو پېسو کې دې هم اختلاس کړای وای؛ نو نن به ترې لږې موږ ته هم راکړې وای او موږ به هم ګټه کړې وه.

ما به په کوچنیوالي کې له یادو مفتشینو سره خبرې کولې او کله نا کله به مې ورسره د دیني مباحثو په اړه هم خبرې کولې، چې دا به ورباندې ښه نه لګېدې او ورباندې خپه کېدل هم نه.

دا یې یوه بېلګه ده،چې په یوازې ځان واکداران او دیني علما هم دا مفاسد نشي اصلاح کولای، یوازې د وګړي خپله ایمان دی،چې په دې اړه اغېزمن دی؛البته که کمزوری نه وي.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!