تبلیغات

د انسان ارزښت حضرت علي (ک) وويل : تلپاتې نيکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (؛نو باخبره اوسئ) چې بې له دې يې و نه پلورئ. ‏( نهج البلاغه) لنډه شرح : ‏که څوک وپوښتې،چې د نن پانګه او ژوند دې په څومره بيه خرڅوې؛نو هغه انسان به ونشي کړاى،چې د خپل وجود […]

د انسان ارزښت

حضرت علي (ک) وويل :

تلپاتې نيکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (؛نو باخبره اوسئ) چې بې له دې يې و نه پلورئ. ‏( نهج البلاغه)

لنډه شرح :

‏که څوک وپوښتې،چې د نن پانګه او ژوند دې په څومره بيه خرڅوې؛نو هغه انسان به ونشي کړاى،چې د خپل وجود ارزښت حساب کړي،حال دا چې دا ستره شتمني په ناڅيزه بيه خرڅوي او کله د خپل عمر په پاى کې ويني،چې دا ستره شتمني يې له يو کور، موټر او يا يو دوکان سره بدله کړې،چې ډېر ژر به ترې بيل شي؛نو حضرت علي وايي،چې ددې دنيا يوه توکیزه – مادي شتمني هم ستاسې له عمر سره برابري نشي کړاى او يوازې د څښتن (ج) رضا،تکامل تلپاتې انساني نېکمرغۍ او مانیز – معنوي ‏پرمختګ دى،چې که ‏څومره هم ورته هلې ځلې وشي؛نو ارزښت لري او پر ځاى عمل به وى .

د توحيد او الهي عدل حقيقت

حضرت علي (ک) ‏وويل :

‏ د څښتن (ج) تعالى د توحيد حقيقت دا دى،چې هغه په خپل وهم او تصور کې را ايسار نه کړى او پر عدالت يى ايمان دا دى چې هغه په هيڅ کار کې تورن نه کړى ‏.( نهج البلاغه)

لنډه شرح :

په هماغه اندازه ،چې د څښتن (ج) وجود راته ښکاره او روښانه دى او ددې نړۍ هره ذره یې د علمي ستروي ‏او ځواک ‏ښوونکى ده؛خو په هماغه اندازه د څښتن (ج) د ذات حقيقت له مو‏ږه پوښلى دى؛ځکه چې هغه نامحدود ذات دى؛داسې ذات چې مو‏ږ يې نشو درک کولاى؛نو بايد ‏ذات یې تر ټولو هغو څېزونو لوړ وبولو،چې وينو يې ‏او دې ته توحيد ويل کېږي.

بلخوا په دې نړۍ کې، چې څه ‏راپېښېږي،چې کله يې ‏راز رامعلوم نه وي د څښتن (ج) د عدالت په پامنيوي ‏راته ويل شوي، چې دا هر څه د حساب او قانون له مخې دي او په دې باب هر ډول اړنګ – شک له ايمان ،عدالت او حکمت سره اړخ نه لګوي .

دنيا موخه نه بلکې وزله ده

حضرت علي (ک) وايې :

دنيا ‏بلې موخې ته پېدا شوى، نه د خپل ځان لپاره . (سفينة البحار)

لنډه شرح :

ډېر وخت انسان ته د هغو حديثونو او آيتونو تفسير ګران دى، چې د دنيا په ستاينه کې راغلي ‏او هغه آيتونه او حديثونه،چې پکې توکیز- مادي ژوند او دنيا رټل شوى؛خو پورتنۍ وینا دا ټول تفسير کړي،چې که دنيا او توکیزې – مادي چارې، چې څښتن(ج) راکړي يوه وزله شي،چې انسان پرې ځان تکامل ته ورسوي او د عدالت خپورولو ته ترې ګټنه وکړي او د انسان د نېکمرغيو په واک کې وي؛ نو ډېر ارزښت لري او ستايل کېږي؛خو که موخه يوازې همدا دنيا وي؛نو غرور او سرغړونه ترې راولاړېږي؛نو دا رټل شوې او کرکجنه ده .

د ايمان نښې  

امام صادق ‏وويل :

مؤمن انسان دا ځانګړنې لرې : مرسته يې با ارزښته وي، خرڅ يى لږ وي، په ژوند کې تدبير لري او له يوه سوري ‏دوه ځل نه چيچل کېږي. (يوه غلطي دوه ځلې نه تکراروى) (سفينة البحار)

 لنډه شرح :

په پورتني حديث کې د ايمان پر ځينو اړخونو رڼا اچول شوې: مؤمن ‏له انسانانو سره ارزښتناکه مرستې کوي؛ځکه چې مرسته يي له زړه سوي،اخلاص او پوهې سره وي، داسې لوکس ژوند نه لري،چې د وسائلو پوره کولو ته يې پر حرام کار لاس پورې کړي،هغوى د ژوند په چارو ‏کې په تېره په اقتصادي چارو ‏کې له تدبير او هو ښيارتوبه کار اخلي او له هرې پېښې ‏ډېر ژر عبرت اخلي؛نوځکه يوه تېروتنه ‏دويم ځل ته نه کوي .

[یکصدو پنجاه درس زندګي ،شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!