تبلیغات

د  جنت ټکټ يوه ورځ مې د يو واعظ کيسه ولوسته،چې يو ښار ته تللى و؛يو ماشوم يې وپوښت :شونې ده راته وواياست پوسته خانه چېرته ده؟ ماشوم : هو! ولې نه . دواړه، د پوسته خانې پر لور روان وو،چې سړي له ماشومه وغوښتل،چې سبا يې د وينا په غونډه کې برخه واخلي او […]

د  جنت ټکټ

يوه ورځ مې د يو واعظ کيسه ولوسته،چې يو ښار ته تللى و؛يو ماشوم يې وپوښت :شونې ده راته وواياست پوسته خانه چېرته ده؟

ماشوم : هو! ولې نه .

دواړه، د پوسته خانې پر لور روان وو،چې سړي له ماشومه وغوښتل،چې سبا يې د وينا په غونډه کې برخه واخلي او خبرو ته يې غوږ شي .

ماشوم ورته وويل:د څه په هکله به وينا کوئ؟

سړي ورته وويل : د جنت لار ښيم .

ماشوم : ټوکې مه کوه،پوسته خانه درته معلومه نه ده او غواړې د جنت لار راوښيې.

خبر نه يم دا کيسه حقيقت لري که نه؛خو دومره پوهېږم،چې د جنت د لارې د پيدا کولو لپاره هرومرو په کار نه ده،چې د پوسته خانې لار راته هم معلومه وي .

جنت څه دى؟ دوزخ څه دى؟ جنت او دوزخ مو په خپله جوړ کړى دى؟ دوزخ څه شې دى؟ جنت او دووزمخ په خپله جوړ کړي دي . د جنت د جوړونې لپاره په کار دي د خپل ذهن بېلګه بدله کړو. ذهن مو بدل کړئ؛نو هله به وي،چې دنيا هم بدله کړئ.

د ډېرى خلکو ذهن له حرص،نفرت او شهوته ډک شوى دى. په واقع کې په دوزخ کې مېشت دي . ښه مې يادېږي،څو کاله مخکې مې يو سړى وليد،چې څېره يې له غوسې تکه توره اوختې وه، راته يې وويل : په زړه مې اور بل دى او دا اور به هله مړ شي،چې د خپل پلار وژونکې مې ووژنم! نفرت او کرکه هغه اور دى،چې پر زړه لګېدلى وي او دا هماغه د دوزخ اور دى .

بلخوا مې د خپل زړه سواند استاد “دادا سادو واسواني” مينه ناکه څېره رايادېږي، چې يوه ورځ يو سړى ورته راغى، حال داچې خپل سوک يې زما استاد ته ښوده، وويل: وۍ! وى! خبر نه يې،چې څومره مې بدې ايسې .

استاد ورته په مينه وکتل،و يې ويل : وروره! که خبر وې ، چې څومره راباندې ګران يې؟

دې خبرو د سړي پر زړه اغېز وکړ. د يو ماشوم په څېر په ژړا شو او د استاد پښو ته يې ځان ورګوزار کړ او په ژړن غږ يې وويل: خدايي انسانه! و مې بښه، چې ډېره ستره ګناه مې کړې ده.

“کولن سن د يرين جى” د دير پالندوى و، يوه ورځ اور ولګېد هغه خپلو مريدانو ته مخ کړ او بيا د اور لمبو ته ورغى، و يې ويل: په خداى کې د ارام تعمق لپاره په کار نه ده،چې هرومرو غرونو،کڅونو يا بيدياوو ته ته ولاړ شو. افکار مو چې خاموشه شي؛نو اور هم سوړ او قوت بښاندى شي .

کم پېښيږي،چې خپلو افکارو ته پام وکړو،بايد پردې خبره پوه شو،چې هر فکر يو ډول پياوړتيا ده؛افکار ژوندي دي، بڼه او رنګ لري او په موږ پورې نښلي،هېڅکله هم نه ورکېږي اوپه فکر پورې اړه لري،کېداى شي يوه پرښته يا يو ديو وي .که په فکر کې مو ارامش،سوله، خير،مينه خدمت کول،پاکي او دعا وي؛ نو دا افکار به په موږ کې پاتې شي او د يوې پرښتې پر بڼه به شي او همداسې که په فکر کې مو نفرت،کرکه،حسادت،کينه،غبطه،بېزاري،بد حرص او شهوت وي؛نو دا افکار به مو هم پرېږ نه دي او د يو وېرونکي ديو پر بڼه به شي.

موږ هر يو د خپل فکر د معيار له مخې يا د پرښتې بڼه لرو يا د ديو؛نو ځکه مو بايد خپلو غوښتنو، لېوالتياوو، احساساتو، ننګېرونو، عواطفو او خيالونو ته پام وي.

په واقع کې په همدوى دي، چې ځانته دنيا، دوزخ او جنت جوړوو . هر څوک د خپل برخليک او تقدير معمار او جوړونکې دى؛ له خپل ځان پرته هېڅ څوک د خپل اوسني حال مسوول نه دى، موږ د ځان لپاره دا اوضاع او احوال په خپلو نږدو او لرو غوښتنو او يا افکارو جوړ کړي دي .

د نن دنيا سرګردانه ده؛ځکه د ژوند د کار پر اړخ ډېر ټينګار کېږي؛البته کار په ژوند کې خورا ارزښت لري؛خو تر کاره فکر خورا مهم دى .

خپلو افکارو ته مو پام وسه، هر فکر يوه انرژي ده، چې د شر او يا ښېګڼې لپاره يې توليدوئ .

ايا دا زموږ ګناه ده،چې کله ناکله مو ذهن ته چټي او پليد خيالونه راځي؟ نه! په دې کې زموږ هېڅ ګناه نشته،چې ذهن ته مو چټل او پليد خيالونه راځي؛خو که چېرې دې خيالونه اوافکارو ته مو په زړه کې ځاى ورکړ؛نو هله به ګناهکاران يو.

د هر پليد او چټل فکر تر شا يوه پليده او چټله انرژي او ځواک وي، چې کله اجازه ورکوو،چې يو بېځايه فکر مو په ذهن کې ځاى پيدا کړي؛نو په حقيقت کې د چټلۍ، پليدۍ او د تورتم انرژي مو په ځان پورې وتړله؛ خو که ښه افکار؛ لکه مينه،زړه سوى، ښکلا،ښادي،ايمان،روغتيا، ازادي، منځلاري،پاکي،ارامش او عقل په خپلو افکارو کې وروزو؛نو د خپل ځان په شاوخوا کې به مو جنت جوړ کړى وي، د الهي افکارو په باب سوچ به مو له الهي ځواکونو سره ونښلوي او چېرته چې ولاړ شو؛نو له ځان سره به مينه، ارامش، او ښادي هم بوځو .

په کار ده خپلو افکارو ته مو پام وي،بايد خپل تفکر سم کړو، د تفکر او اندنې د سمونې لپاره لاندې وړانديزونه لرو:

1_ د افکارو د سمونې تر ټولو ساده لار دعا ده. چې سره يوځاى کېږئ؛ نو د خداى نوم واخلئ؛ نو ځان به درنه هېر شي، دا لار دومره اسانه ده،چې ډېر وخت ورته د خلکو پام هم نه وي؛خو خورا ارزښت لري.

ايا کور به ړنګ شي؟ ايا ډله به مو يو له بله وشيندل شي؟ ايا د بېلابېلو سيمو خلک يو له بل سره لاس و ګرېوان دي، چې د دې ناروغۍ او ورته د نورو ناروغيو درمل دعا (نيايش) ده.

د خداى د کور زيارت کوونکيو! راټول شئ او د دعا ډلې جوړې کړئ؛نو له همدې لارې به وي،چې خپل ژوند به مو سپېڅلى کړى وي،د خپل ښار او هېواد چاپېريال به سپېڅلى کړئ او د بشر د درمل ځواک به ولرئ.

2_ سهار،چې له خوبه راپاڅېدئ؛نو د پاکۍ،مينې، ښادۍ،ارامش،تواضع لپاره او هر هغه څه چې له دننه ورته اړين ياست،يوه ژوره ساه وباسئ، دا ډول ساه ايستل د ورځې په اوږدو کې ان د خپل کار پر مهال هم وباسئ.

يو ځوان پېژنم،چې په ځوانۍ کې د خپلو ځاني غوښتنو توپانونو ځپلى و او دا ټکي به يې هر وخت له ځان سره تکرارول : ” کاشکې پاک،سپېڅلى،ځلانده او د خداى پر لار شم” شپږ مياشتې يې دا تمرين وکړ،چې بالاخره د مرغلرې په څېر پاک شو او نن کولاى شي له هغه ډېر په اسانه سترګې پټې کړي،چې هوس راپارونکي دي .

3 _ د شپې تر ويدېدو د مخه د الهي انسانانو د ژوند يوه برخه ياد هغو ښوونو يوه برخه مطالعه کړئ . دا کار د ذهن پاکونکي دي .

4 _ ذهن ته مو،چې پليد افکار راځي؛نو ورسره مه جنګېږئ،څومره چې ورسره وجنګېږئ هومره پياوړي کېږي او له بدو او پليدو افکارو سره د نه مخامخېدو غوره لار داده، چې پرېږ يې دئ او پر هماغه مهال خپل ذهن ته الهي افکار راوړئ او رڼا ده،چې تياره له منځه وړي، هر الهي او ښه فکر د لمر د رڼا په څېر دى،چې له ذهنه د تورتم افکار له منځه وړي.

5 _په هر حال کې خپل ذهن او جسم ارام ساتئ،په چارو کې بيړه مه کوئ،ارام،خوږه،په مينه،پسته ژبه او له درک سره خبرې وکړئ،اجازه مه ورکوئ څه مو دنننى ارامش له تاسې واخلي . دنيا يو داسې سمندر وانګېرئ،چې غوسه څپې يې تاسې پر ډوبېدو ګواښي، زړه مو پر خداى له ډاډ او ايمانه ډک کړئ؛نو د ژوند د سمدر څپې به خپله پر خداى د ايمان پر وړاندې پر ګونډو شي .

ستر المانى شاعر “ګوته” به له دې کيسې سره زياته مينه درلوده. پطروس،حضرت عيسى وپوښت : استاده مهربانه! څنګه دي،چې ته پر اوبو ګرځې ،بې له دې،چې ډوب شې؛ خو موږ دا کار نشو کولاى ؟

حضرت عيسى ورته وويل: ځکه ايمان لرم.

پطروس : موږ خو هم ايمان لرو .

حضرت عيسى : ښه،چې داسې ده؛نو راپسې شه،ګام يې پر اوبو کېښود،پطروس هم ورپسې شو، څو ګامه مخکې نه وو تللي، چې يوه ستره څپه راغله .

پطروس چغې کړې: استاده ! ومې ژغوره ګنې ډوبېږم !

حضرت عيسى : ولې؟

پطروس : ډېره ستره څپه مې وليده او خورا يې وارخطا کړم او يې وېرولم.

حضرت عيسى : ته له څپې ووېرېدې،حال داچې د څپې له جوړونکي څښتنه ونه وېرېدې .

د خواشينۍ خبره خو داده،چې ډېر خلک په يوه داسې دوزخ کې ژوند کوي،چې په خپله يې جوړ کړى دى؛خو دا وس راکې شته دى، چې دا دوزخ پر جنت بدل کړو؛ خو دا مو بايد له ياده ونه وځي، چې د ژوند موخه مو جنت نه دى، موږ بايد تر دوزخ او جنته هم مخکې ولاړ شو او په ابديت کې مېشت شو او دا مېشتېدل په خداى کې تعمق دى؛خو وروسته تر دې،چې خپل نفس مو وواژه.

ستر حکيم صوفي ابوسعيد ابوالخير وويل : دوزخ له نفس لمانځنې پرته بل هېڅ څه نه دى او جنت هماغه د نفس وژنه ده.

د رابيا په نامه يو ستر عارف داسې ويلي دي:

زما جانانه!

که ددې لپاره درځم،چې د دوزخ له اوره مې وساتې؛نو پرېږده،چې په دې اور کې وسوځم او که ددې لپاره درځم، چې د جنت خوندونه راکړې؛نو پرېږده،چې د تل لپاره راباندې دا ورونه بند وي؛ خو که د تا لپاره درځم؛ نو اى زما جانانه! ما مه شړه له ځانه! سپېڅلى مې کړه، چې د تلپاتې ښکلا او ښايست تر څنګ دې د تل لپاره مېشت شم.

سرچینه :

د کتاب نوم : د زړه ټکور

ليکوال : جي پي واسواني

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!