تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د «حاجت» او «عادت» توپير «حاجت» هم يوه مقوله (وينا) ده چې علي (ک) يې له خپل زوی حضرت امام حسن (رض) سره اوڅاروي او ورته وايي : « چې خدای دې وپېژانده، پام دې وي چې ستره اړتيا ورته لرې، په همدې پار ورمخ کړه او په اطاعت کې يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د «حاجت» او «عادت» توپير

«حاجت» هم يوه مقوله (وينا) ده چې علي (ک) يې له خپل زوی حضرت امام حسن (رض) سره اوڅاروي او ورته وايي :

« چې خدای دې وپېژانده، پام دې وي چې ستره اړتيا ورته لرې، په همدې پار ورمخ کړه او په اطاعت کې يې هڅه وکړه»

دا چې موږ دعا او له خدايه غوښتنې ته څه حاجت او اړتيا لرو، تر دې ويينې وړاندې، لومړی د حاجت او عادت ترمنځ توپير ته پام وراړوو، څنګه ویلای شو چې واقعي اړتيا لرو او له کومه پوه شو چې اړتيا مو دروغجنه ده او عادت دی؟

لکه يو انسان پر سګرټو د روږد له لامله، اړتيا ورته پيدا کوي او که روږدی، سګرټ ونه مومي کړېږي. اوس نو سګرټو ته اړتيا يوه واقعي اړتيا ده؟ ځينې خلک (په پرمخ تلليو او ناپرمخ تلليو ټولنو کې) له خرافاتو سره ژوند کوي. که څوک دوی وپوهوي چې دا اندنې باطلې دي او د خرافاتو د لرې کولو هڅه يې وکړي؛ نو کټ مټ يې د دوی په وګړې او شخصیت؛ ژوند او ټولې وجودي پانګې بريد کړی دی. په همدې دليل يې ويلي چې پوهېدنه، مېړانه غواړي، پوښتل هم مېړانه غواړي؛ ځکه هره پوهېدنه د يوې خرافې اشوا کونه ده او که د چا ژوند له خرافاتو سره اغږل شوی وي؛ نو پوهېدنه به ورته ډېره ستونزمنه وي.

دين ته مو واقعي اړتيا ده

شونې ده چې څوک ديني اندنې ته زموږ اړتيا له عادت ځنې راولاړه شوې وبولي؛ يعنې يوه دروغجنه اړتيا وبولي چې بايد وڅنډل شي. دا د دين په باب د مارکسېسزم نظر دی. «فويرباخ» ويل، پر خدای ګروهه (العياذ بالله) يوه خرافه ده. «مارکس» نيوکه پرې کوله چې دا کافي نه ده او بايد ووايې، ولې دا خرافه پيدا او دومره ټينګه شوې ده؟ مارکس د دې غځېدا راز د مادي معيشت او ټولنيز ژوند په څرنګوالي کې باله. د ده په نظر د مادي معيشت سرچپه کېدل د دې خرافې د رامنځ ته کېدو لامل شوی دی. نټه (انکار) يې نه کوله چې په يو سرچپه او اوړېدلي چاپېريال او معيشت کې، خلک خدای ته اړتيا احساسوي او په ورمخه کولو خپل ژوند ته مانا وربښيي. د ده په تعبير خدای د بې روحه نړۍ روح دی او که ژوند بې روحه شو، انسان بل روح توږي او د خدای نامه پرې ږدي او درګاه ته يې سجده کوي. د مارکس له نظره، خدای ته اړتيا نلرو؛ خو ورسره عادت شوي يو او دا عادت معيشتي سرچيه چاپيريال راکې پيدا کړی دی.

نو ځکه کله چې ويل کېږي،خدای ته اړتيا لرو او د دې اړتيا له مخې بايد ورمخه کړو، دا يوه ستره مدعا ده او پوهېدنه او زبادول يې ډېره بيه غواړي، او البته د اديانو له آريزو ادعاوو ځنې يوه همدا ده. دا، له دين څخه دباندې يوه ويينه ده؛ يعنې څوک چې لا تراوسه د دين د منلو يا نه منلو ډګر ته ورننوتی نه دی، بايد دا مطلب يې ځان ته روښانه کړی وي چې خدای ته څه اړتيا لري؟ او که د حقيقت له مخې څه اړتيا ونه مومي؛ نو خدای ته يې تقليدي ورمخه کونه بې بنسټه ده او ټينګښت نلري.

خدای ته د انسانانو اړتيا په څه کې ده؟

که خدای نه وي، د انسانانو وګړيز او ټولنيز ژوند به پر کومو خللونو او نيمګړتياوو اخته شي؟ او هغه کومه اړتيا ده چې د خدای په شتون او پېژندنې ترلاسه کېږي؟

له بېلتانه راولاړ خپګان ممدوح دی

اوس پوښتنه دا ده چې ايا خدای ته د ديندار انسان څوبتيا  او انس د پالونکي درګاه ته دعا يوه مذمومه روږدېدنه ده؟ د بې روح چاپېريال زوکړه ده؟ له ناپوهۍ او لارې غلطولو راولاړه شوې ده؟ …

دعا خدای ته د انسان د اړتيا څرګنده ښکارندوينه ده

ځينو ويلي چې دعا د انسانانو د اړتيا ډاګيزه ښکارندوينه ده؛ يعنې هله چې انسان له خدايه يو څه غواړي؛ خو دا چار لومړی په ځانګړو بنسټونو پورې اړوند دی او دويم چې دا بنسټونه ټينګ نشي او څو د دعا مانا سمه ونه پېژندل شي؛ ستونزې به رادبره کړي.

که څوک د خدای درګاه ته دعا د انسان د اړتيا مظهر او ښکارندوينه ونه بولي؛ نو په دې حال کې به بې خدايه ژوند، بې دعا ژوند وي او شونې ده وپوښتل شي چې د دعا حذفول به د انسانانو پر ژوند څه ټکه ور وغورځوي؟ په هغو ټولنو کې چې د تدين او خدای پېژندنې له مخې جوړې شوي نه دي او انسانانو ورو ورو د خدای ياد شاته اچولی او دعا پکې ونډه نلري؛ نو پر دغسې ټولنو کې ژوند څه نيمګړتيا موندلې چې جبرانول يې دعا ته اړمن وي؟ ايا د سياسي او وټيزو (اقتصادي) کړلارو په ډګرونو کې راولاړې شوې ستونزې يا لکه د اوبو او برېښنا کمښت او … يوازې له خدايه په دعا هوارولای شو؟ يا موخې ته د ور رسېدو لپاره بايد په علمي او پوهنېزو کړلارو او سنجونو لاس پورې کړو او له موخې سره اړوند مناسب مادي مقدمات په پام کې ونيسو؟  که داسې ده؛ نو په دې حال کې د يوې خدای پيژاندې او خدای پالې ټولنې او خدای ناپېژاندې او خدای ناپالې ټولنې ترمنځ به څه توپير وي؟ څرګنده ده چې مساله بايد يو څه قدرې ژوره راوپلټوو.

خدای ته د انسان د اړتياوو ډولونه

۱: اړتيا د «شتون» په اصل کې

 خدای ته د انسان ړومبی اړتيا، د «شتون» په اصل کې اړتيا ده. بېشکه ټول خدای پېژاندي ګروهن دي چې دا چار، د خدای پېژندنې ړومبی رکن دی، په رښتینه کې په دې مقام کې د «اړتيا» لفظ، دومره دقيق نه دی. موږ په اصل وجود «او شتون» کې، اړمن (حاجتمند) نه يو؛ بلکې په اصل وجود (او شتون) کې، عين اړتيا (او حاجت) يو. د خالق او مخلوق ترمنځ تړاو د دوو موجوداتو ترمنځ د تړاو په شان نه دی، چې يو د بل محتاج دی. مخلوق، خالق ته عين حاجت دی. تر پيدايښت وړاندې، څوک نشته چې محتاج وي يا نه وي، په فلسفي تعبير، د مخلوقاتو وجود (او شتون) عين ربط (او تړاو) دی.

دلته مو پام وي چې د مخلوقاتو هيڅوالی او خدای هر څيزوالی د جبر و اختيار  له ويينې سره هيڅ تړاو نلري. مخلوقات – له دې ځنې انسانان – خدای ته عين (حاجت او) اړتيا ده.  په ذات، صفاتو او افعالو کې له پالونکي څخه هيڅ ډول استقلال او خپلواکي نلري، من جمله اختيار يې هم له خدايه دی. مختارتوب، انسان په وجود کې له خدايه نه مستقلوي. موږ په خپلو کړنو کې مختار يو، نه دا چې په وجودونو کې مو مستقل يو. موږ مازې عدم يو او خدای حقيقي وجود دی. دا مانا، له ډېرو حکېمانه ټکيو ځنې ده چې د الهي حکيمانو په ښوونځې کې ښوول کېږي.

ما چو چنگیم و تو زخمه می‌زنی

زاری از ما نه تو زاری می‌کنی

ما چو ناییم و نوا در ما ز تست

ما چو کوهیم و صدا در ما ز تست

ما چو شطرنجیم اندر برد و مات

برد و مات ما ز تست ای خوش صفاتپ

ما که باشیم ای تو ما را جان جان

تا که ما باشیم با تو درمیان

ما عدمهاییم و هستیهای ما

تو وجود مطلقی فانی‌نما

ما همه شیران ولی شیر علم

حمله‌شان از باد باشد دم‌بدم

حمله‌شان پیداست و ناپیداست باد

آنک ناپیداست هرگز گم مباد

باد ما و بود ما از داد تست

هستی ما جمله از ایجاد تست

لذت هستی نمودی نیست را

عاشق خود کرده بودی نیست را

لذت انعام خود را وامگیر

نقل و باده و جام خود را وا مگیر

ور بگیری کیت جست و جو کند

نقش با نقاش چون نیرو کند

منگر اندر ما مکن در ما نظر

اندر اکرام و سخای خود نگر

ما نبودیم و تقاضامان نبود

لطف تو ناگفتهٔ ما می‌شنود

نقش باشد پیش نقاش و قلم

عاجز و بسته چو کودک در شکم

پیش قدرت خلق جمله بارگه

عاجزان چون پیش سوزن کارگه

گاه نقشش دیو و گه آدم کند

گاه نقشش شادی و گه غم کند

دست نه تا دست جنباند به دفع

نطق نه تا دم زند در ضر و نفع

تو ز قرآن بازخوان تفسیر بیت

گفت ایزد ما رمیت اذ رمیت

گر بپرانیم تیر آن نه ز ماست

ما کمان و تیراندازش خداست

این نه جبر این معنی جباریست

ذکر جباری برای زاریست

خدای اول دی، آخر دی، ظاهر دی او باطن دی. سراسر هستي يوازې يو موجود ډکه کړې، چې په يقين خدای (الله) دی. نور ورسره په پرتلنه او قياس کې هيڅ دي. «ټول له هغه ځنې دي او که ښه ووينې، ټول هغه دی.»

د همدې پيوند، ټينګې او ژورې اړتيا په دليل هيڅ موجود – له دې جملې ځنې انسان – د خدای پر وړاندې د استقلال، خپلواکۍ او استغنا زنګ کړنګولای نشي.

۲: د ډاډمنتيا ترلاسه کول:

خدای ته د انسانانو اړتيا، د ډاډمنۍ په ترلاسه کولو کې ده، انسانان تر هستېدو روسته، له ډول ډول اندېښنو او تشويشونو سره مخ کېږي. له ساده عاطفي اندېښنو نيولې تر ژورو وجودي تشويشونو پورې. اديان رازده کوي چې د انسان روحي ناآرامۍ يوازې په الله يادولو او ورته په پناه وروړو په ارامۍ او ډاډ اوړي. د مولوی په وينا:

هیچ کنجی بی دد و بی دام نیست

جز به خلوت گاه حق آرام نیست

که د انسان وجودي جوړښت، مازې مادي وای، د خدای محضر او ځانګړو بندګانو يې ډاډمني ورکولی نشوه. خو انسان یو بېساری جوړښت لري چې د روح له جنس ځنې دی او بدن يې، نه د نفس تر څنګ او نه يې سپرلی، چې په نفس کې مُندک دی. په بله وينا د انسان بدن د نفس له څېرو ځنې يوه څېره او له اضلاعو ځنې يې يوه ضلع ده؛ له همدې لامله انسان د خپلې روحاني هستۍ په غوښتنه، يوازې د روحانيانو ترڅنګ ارامي مومي، همجنسي، د ارامۍ شرط دی.

بدترينه ربړونه دا ده چې څوک له ناهمجنس سره په کوټه کې بندي کړي: « له روح سره د ناجنسه ناسته پاسته تر ټولو دردناک عذاب دی.»  نو ځکه انسان چې په اصل کې روحاني دی، خدای او روحاني موجوداتو ته محتاج دی چې ورسره په نښلېدو کې د خپل نفس نيمګړتيا پوره کړي او دا د دې سبب دی:

بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸) =  زړونه د خدای په ياد ډاډمنېږي.

انسان له خدای، روحاني او سپېڅليو موجوداتو په لرېوالي کې له ستومانۍ او خپګان سره مخ کېږي. البته د دې ژور روحي خپګان درک د ژوند، حساسيت او ويښتيا په يوې درجې کې راښکېل دی. کله يې ناروغي دومره ژورتيا مومي چې خپله ناروغي عين روغتيا او سلامتي بولي، يا په ناروغانو کې اوسېدنه يې د طبيبانو له لټونې غافلوي.

ښايي په انسانانو کې داسې کسان هم وي چې کله يې هم له خدای او د ده له درګاه مېشتو سره د ناستې اړتيا ننګېرلي نه وي. خو که انسان په خپل ژوند کې ان يو ځل د الهي محضر د درک خوند څکلی وي، همدا يوه تجربه کافي ده چې وروښيي، څه چې د انسان د روح ژورو ته روښنايي ورکوي، يوه لمبه ده، چې له بلې لمبې بله شوې ده.

همدا يوه تجربه دومره خوندوره، خوشحالوونکې او مړوونکې ده او دومره د انسان روح سينګار او کمال ته يې ورسوي چې الهي سرچينې او مبدأ ته د انسان ژوره او ذاتي اړتيا ازبادوي.عارفانو له خدای سره په ناسته کې څوربتوب ، تاندوالی او پياوړيتوب ننګېره. «څوربتوب» پردې مانا دی چې انسان به د خدای په محضر کې ځان پوره او کامل ومومي[1]. نو ځکه که انسانان له نقص او نيمګړتيا تښتي، بايد هغه درګاه ته ور وتښتي، چې بشپړتيا يې ور ډالۍ کړي او دا درګاه، يوازې د خدای محضر دی. انسانان پر دې مانا هم، د خدای ياد او ناستې ته اړتيا لري.

۳: د باري تعالی د استغنا پر وړاندې اړتيا

خدای  ته د انسان درېيمه اړتيا خدای پخپله انسان ته ور په ګوته کړې او په مقابل کې يې ځان ته غنا و استغنا ازباد کړې ده. له شريعته زده کوو چې انسانان نېستمن او فقيران دي او خدای شتمن، غني او موړ دی.

يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ (فاطر/۱۵) = خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى.

خدای دا «غنا» په څو ځايونو کې تشريح کړې او بېلګې يې ورته راوړي. البته د حضرت باري غنا او استغنا يې مطلقه او ګردې لورې او چارې رانغاړي.

په قرآن کې د خدای د استغنا بېلګې

په قرآن کې د خدای د غنا په اړه څرګندې بېلګې راغلي چې له خدای سره په تړاو د فقر او غنا مانا په ډاګه کوي:

لومړۍ بېلګه يې «ايمان او اطاعت» دی. خدای عبادت او اطاعت ته د بلنې په هکله وايي:

وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (آل عمران/۹۷)

انسان، ايمان او اطاعت ته اړمن دی، نه خدای. په حقيقت کې خدای مؤمنانو او ټولو خلکو ته ور زده کوي، که د يوه څه حکم درته کوم ګټه يې همدا تاسې ته در رسي نه خدای ته او تاسې خدای اړمن ياست او خدای غني دی.

د «انفاق» په باب دا مانا هم راغلې ده:

مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ (محمد/۳۸)

يعنې انسانان پخپله «انفاق» ته اړمن دي، نه خدای.

همدا مانا د «مجاهدت» په هکله هم راغلې ده:

وَمَنْ جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (عنکبوت/۶) = څوك چې [د حق په لار کې] هلې ځلې كوي؛ نو يوازې ځان ته يې كوي؛ (ځكه) چې الله له نړيوالو مړه خوا دى .

د دې آيتونو له ټوله څرګندېږي چې انسانان مجاهدت، ايمان او طاعت ته او تردې ورپورته د خدای بښنې ته اړمن دي او په مقابل کې، خدای له دې ډول چارو مستغني دی.

دا ډول اړتياوې د انسان له رامنځته کېدو روسته او په دې علت چې په دنيا کې اوسي او بلې نړۍ ته هم په سفر ورځي رادبره شوي دي. ښايي څوک مدعي شي که اختيار ورسره وای دنيا ته نه راتله چې دې چارو ته اړمن شي. خو انسان بايد پوه شي چې دنيا او پکې روان قوانين د ده يا هاغه ځانګړي وګړي په خوښه نه دي. له آره دا يو محال چار دی او که فرضاً کېدونی هم وي ولې دنيا دې ځانګړي وګړي او نه د هاغه بل په خوښه وچورلي؟

حقيقت دا دی چې پر نړۍ يوازې يوه اراده واکمنه ده او دا اراده د الله تعالی اراده ده. په هر تقدير انسانان تراوسه دلته ژوند کوي او هرومرو بايد د خپلې ګاندې یا راتلونکې پروا ولري او هڅه وکړي چې خپلې اړتياوې پوره کړي.

لکه چې وويل شول د دې اړتياوو اهمې دا دي: مجاهدت، انفاق، ايمان او د خدای بښنه. انسان که دا اړتياوې ناليدلي وګڼي له خپل برخليک سره يې لوبې کړي دي.

[1]  مولوي په دوو ځايونو کې د عاشقانو او عابدانو له څربتوب او نازکتوبه خبرې کړي دي. يو ځای په مثنوي کې د نصوح قصه او توبه ده. نصوح يو نارينه و، چې ښځينه څېره يې درلوده او په ښځينه حمامونو کې يې کار کاوه او څوک ترې خبر نه و. تل د وجدان له پړې سره مخ و او له خپل ناوړه کاره يې خدای ته پناه ور وړه او بښنه يې غوښته؛ خو لاس يې ترې اخستای نشو. يوه ورځ د پاچا لور حمام ته راغله او نصوح ومينځله. ناڅاپه د شاهزادګۍ غوږوالۍ ورکه شوه او له ګردو کارګرانو وغوښتل شول چې بدني تلاشۍ او پلټنې ته دې غاړه کېدي. نصوح په يوه ګوښه کې پټ شو او د زړه له کومي يې خدای ته دعا وکړه او مرګ يې په سترګو ليده، د نصوح  توبه يې وکړه، په دې وخت کې يوه چغه شوه غوږ والۍ پيدا شوه، نصوح همدلته د تل لپاره حمام پرېښود. دلته يې له ځان او خدای سره په مينه وويل:

من همی دانم و آن ستار من

جرمها و زشتی کردار من

اول ابلیسی مرا استاد بود

بعد از آن ابلیس پیشم باد بود

حق بدید آن جمله را نادیده کرد

تا نگردم در فضیحت روی‌زرد

باز رحمت پوستین دوزیم کرد

توبهٔ شیرین چو جان روزیم کرد

هر چه کردم جمله ناکرده گرفت

طاعت ناکرده آورده گرفت

هم‌چو سرو و سوسنم آزاد کرد

هم‌چو بخت و دولتم دلشاد کرد

نام من در نامهٔ پاکان نوشت

دوزخی بودم ببخشیدم بهشت

آه کردم چون رسن شد آه من

گشت آویزان رسن در چاه من

آن رسن بگرفتم و بیرون شدم

شاد و زفت و فربه و گلگون شدم

در بن چاهی همی‌بودم زبون

در همه عالم نمی‌گنجم کنون

په بل ځای کې په ديوان کبير کې په دې مطلع يو غزل  دی:

کاشکی از غیر تو اګه نبودی حال من

خود ندانستی بجز تو جان معنی دان من

چې دې بيت ته ور رسي

سخت نازک ګشت جانم از لطافتهای عشق

دل نخواهم جان نخواهم آن من کو آن من؟

او څرګنده ده چې دا څربتوب او دا نازکتوب يو له بل سره لاس وګرېوان نه دي يو له خصايلو ځنې چاغوالی دی او بل له رذايلو ځنې نازکي ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!