تبلیغات

د حدیث د رایاونو ځانګړنې سلیم بن قیس ( د ۹۰ س په شاوخوا کې مړ) حضرت علي (ک) ته وویل: د قرآن د تفسیر او د پېغمبر اکرم (ص) د سپارښتنو په باب له حضراتو سلمان ، ابوذر، او مقداد (رضی الله عنهم) نه روایتونه اورم، چې ستا له لوري هم تصدیق او تاییدېږي؛ […]

د حدیث د رایاونو ځانګړنې

سلیم بن قیس ( د ۹۰ س په شاوخوا کې مړ) حضرت علي (ک) ته وویل: د قرآن د تفسیر او د پېغمبر اکرم (ص) د سپارښتنو په باب له حضراتو سلمان ، ابوذر، او مقداد (رضی الله عنهم) نه روایتونه اورم، چې ستا له لوري هم تصدیق او تاییدېږي؛ خو له خلکو سره په دې اړه پرېمانه مخالف مطالب شته. ایا دا خلک په لوی لاس پر پېغمبر اکرم (ص) دروغ ورتړي او قرآن په خپله رایه او نظر تفسېروي؟

علي (ک) ورته وویل: اوس نو د پوښتنې په ځواب دې ځان سم پوه کړه : څه چې له خلکو سره دي، د حق و باطل، رښتیا و دروغو، ناسخ و منسوخ (=هغه احکام چې په قرآن یا سنتو یې امر شوی وي؛ خو وروسته لغوه شوي وي) عام و خاص ، محکم ( د تاویل وړ نه دي) او متشابه ( د تاویل وړ) او د محفوظ (ضبط شوي) او خیالي (چې اورېدونکی یې په پوهېدو کې تېروتی ) یوه ګډوله ده. د حضرت رسول اکرم (ص) پر ژوند یې هومره دروغ ورپورې کړل، چې راولاړ شو او وینا یې وکړه ویې ویل: (( خلکو! دروغجن راباندې ډېر شوي؛ نو چاچې په لوی لاس دروغ راباندې وتړل ؛ نو اورمېشتی به وي)). تر وفات وروسته یې هم دروغ ورپورې کړل .

حدیث څلور تنه روایتوي چې پینځم نلري :

۱ ـ منافق چې ځان برسېرن مسلمان ښیي؛ خو د یوې ګناه کولو هم نه ډارېږي او باک هم نلري، چې پر پېغمبراکرم (ص) په لوی لاس دروغ ورپوې کړي؛ البته که خلک پوه شي چې دا منافق دی؛ نو روایت یې نه مني او باور پرې نه کوي، خو خلک وایي، چې دا د رسول الله (ص) له اصحابو ځنې د،ی پېغمبر (ص) یې لیدلی، د هغه ویناوې یې اورېدلي او یادې کړي، حال داچې خلک یې له نفاقه ناخبره دي او خبرې یې مني، خدای منافقان ډېر ښه معرفي کړي   (( او داچې ویې وینې (؛نو) له څېرو به یې هېښنده شي او که غږېږي (؛نو) خبرو ته به یې غوږ ونیسې[1])). دوی تر پېغمبر (ص) وروسته بېلابېلو سیمو ته خپاره واره شول او د دروغو او تورونو ( په پانګه) د هغو مشرانو لمن ته ورپرېوتل، چې خلک یې بې لارېتوب ته راښکودل او دوزخ ته بلل ( دې دروغجنو او تپل شویو واکمنو، د خلکو د افکارو اړولو ته وکارول) ؛ نو دوی یې پر کار، چارواکۍ د فتوا او د قضا پر سپېڅلي مقام (؛یعنې د خلکو پر ځان، مال او ناموس واکمن ) وګومارل، د ولس پر اوږو، یې ورسپاره کړل او د دوی په ملاتړ یې دنیا وخوړه او پوهېږې چې (بې موخې) خلک د دنیا پالو پاچایانو ایل دي او یوازېنۍ موخه یې دنیا ده؛ خو هغه چې خدای یې وساتي او دا یو له هغو څلورو تنوڅخه و.

۲ ـ هغه چې له پېغمبر اکرم (ص) نه یې خبره اورېدلې؛ خو تېروتی او سمه یې ضبط کړې نه ده او د دروغو نیت یې هم نه درلود، اورېدلی حدیث ورسره دی، عمل پرې کوي او وایي له پېغمبره (ص) مې اورېدلی او که خلک پوهېدای، چې تېروتی؛ نو د دې خبره یې نه منله او که ددې هم خپلې تېروتنې ته ورپام شوی وای؛ نو لاس یې اخسته او عمل یې پرې نه کاوه، دا دویم تن و.

۳ ـ هغه چې له رسول الله (ص) یې د اوامرو یا نواهیو ځینې لارښوونې اورېدلي؛ خو بیا دا لارښوونې د آنحضرت (ص) له لوري لغوه شوي؛ دا فرایض او حرام نسخ شوي؛ خو دا ترې ناخبره دی؛ پر ((منسوخ)) (لومړي حکم)خبر دی او له ((ناسخ)) (دویم حکم) ناخبره؛نو که پوه شي خوشې کوي یې؛ لکه چې که خلک هم پوه شي، لاس ترې اخلي .دا و درېیم تن.

[ ددې بند څرګندنه داده:] هغه چې له رسول الله (ص) یې یو څه اورېدلي، چې عمل پرې وکړئ بیا یې د هغه د منع حکم کړی، بې له دې چې نوموړی له دې نهې او منع خبروي، یا یې اورېدلي، چې له یوه کاره یې نهې کړې ؛ خو بیا یې د کولو حکم کړی، بې له دې چې نوموړی له دې حکمه خبر وي؛ نو ځکه نوموړي منسوخ اورېدلی؛ خو ناسخ یې نه. که خلک پوه شوه شوي وای، چې دا منسوخ دی؛ نو پرېښووه يې او پخپله یې هم دا کار کاوه. دا هم د درېیمي تن ځانګړنه.

۴ ـ هغه چې پر خدای او رسول یې دروغ نه ورپورې کوي او دروغ یې د خدای د ډار او د پېغمبراکرم (ص) د درناوي په پار ښه نه ایسي، نه تېروتی، نه یې هېر کړي؛ اورېدلي یې پر یاد دي او بې زیاتي کمي یې روایتوي، ناسخ يې پېژندلی او کاروی یې، منسوخ یې تشخیص او پرېښی دی، چې د پېغمبر (ص) سپارښتنه هم د قرآن په څېر ناسخ و منسوخ، محکم و متشابه او عام وخاص لري، خدای تعالی ویلي: (( او څه چې د خدای استازي درته راوړي ؛ نو هغه واخلئ ( او عمل پرې وکړئ)او چې له څه مو منع کوي؛ ډډه ترې وکړئ[2]))

ځینو د نبي کریم(ص) ویناوې اورېدې؛ خو سم پرې نه پوهېدل، چې دلته دخدای او استازي یې مطلب څه دی او داسې نه وه، چې ګردسره اصحاب پر څه چې نه پوهېدل، له پېغمبره وپوښتي او خپل ابهام لرې کړي، ځینو پوښتل؛ خو ( په ځواب) نه پوهېدل، زړه یې غوښتل، چې یو بانډیڅي، یا نوی راغلی یا کوم کتابوال راشي، چې پېغمبر (ص) وپوښتي او دوی یې واوري او پوه شي.

( خو) زه هره ورځ د نبي کریم حضور ته ورتلم، کوټه يې راته تشوله، د هر څیز په اړه یې خبرې راته کولې، ټول اصحاب له دې پېښې خبر ول او پوهېدل، چې پېغمبراکرم (ص) له بل هیچا سره دغسې چلن نه کوي، کله زما کور ته راته، که زه ورتلم ان خپلې مېرمنې یې له کوټې اېستې او یوازې به مو خبرې پیلولې، که پوښتل مې، ځواب یې راکاوه، که به چوپ شوم او پوښتنې به مې تمامې شوې؛نو هغه مبارک(ص) به خبرې پیل کړې، چې هر آیت نازلېده، د شپې یا ورځې، د آسمان یا ځمکې په باب، دنیاو آخرت،جنت و دوزخ، بېدیا و غر، رڼا او تیاره په هکله؛ نو یې رالوسته چې یې ولیکم. تاویل، تفسیر، ناسخ، منسوخ، محکم، متشابه، او د هغه خاص او عام یې راوښوول او رازده کړل، چې چېرې او په کومه موضوع کې، تر قیامته نازل شوی دی .

[1] [منافقون (۶۳) – (۴) آیت:]

[2] [حشر (۵۹) – ۷ آیت:]

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست