تبلیغات

د حضرت علي (ک) وینا؛ د هغوی په ځواب کې چې د بیت المال په یو رنګ وېش یې نیوکه درلوده اما بعد؛ خلکو! سکه موږ د خپل پالونکي،معبود او ولي نعمت منندوی یو، چې خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې بې زموږ له وسې او ځواکه په خپل منت او فضل راولورول، چې ازمېښت […]

د حضرت علي (ک) وینا؛

د هغوی په ځواب کې چې د بیت المال په یو رنګ وېش یې نیوکه درلوده

اما بعد؛ خلکو! سکه موږ د خپل پالونکي،معبود او ولي نعمت منندوی یو، چې خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې بې زموږ له وسې او ځواکه په خپل منت او فضل راولورول، چې ازمېښت مو کړي، ایا منندوی یو که نه؟

نو څوک چې منندوی شول، ورزیات یې کړل او چاچې ناشکري وکړه، عذاب یې کړل او ګواهي لم، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی،ایکي یو او شریک نلري، ایکي یو او مړ خوا دی او ګواهي لم، چې محمد یې بنده او استازی دی، چې بندګانو، ښارونو، ساکښو او څارویو ته یې رحمت رالېږلی او یو راپېرزو کړی نعمت یې دی او منت او احسان یې راسره کړی دی. صلی الله علیه و اله وسلم.

خلکو! هغه د خدای پر وړاندې عزتمن دی، چې د خدای حکم ته غاړه ږدي او په پلي کولو کې یې هڅه کوي، د رسول الله (ص) د سنتو لاروی وي او د کتاب الله په بیاژواکۍ کې ډېرې هلې ځلې کوي؛ نو هغه بنده ته پر امتیاز قایل یو،چې د خدای او رسول یې اطاعت وکړي، د کتاب الله او نبوي سنتو لاروی وي.

دا د خدای کتاب دی، چې یې وینو او دایې د پېغمبراکرم (ص) سیرت او لارښوونې دي، چې یوازې ناپوهان او کینه کښ ترې ناخبره دي، خدای ( د خلکو د یورنګتوب او د امتیازاتو د لغوې په باب) ویلي:(( خلکو! په واقع کې موږ تاسې له یوه نارینه او ښځې پیدا کړي یاست او موږ څانګې ( او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې یو بل وپېژنئ ( خو دا د امتیاز کچه نه ده) په حقیقت کې د خدای پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ډېر پرهېزګار مو دي، په رښتیا چې خدای پوه ( او) خبر دی[1])).

نو شریف، عزتمن او ګران هغه دی، چې د خدای لوری ونیسي او هغوی هم چې د خدای او رسول اطاعت وکړي. خدای تعالی وایي: (( که له خدای سره مینه لرئ؛ نو لاروي مې وکړئ، چې خدای هم مینه درسره وکړي او ګناهونه مو دروبښي او خدای بښونکی او مهرابان دی. د خدای او رسول اطاعت وکړئ او که غاړه مو کېنښووله؛ نو د خدای کافران نه خوښېږي[2])).

بیا یې په لوړ غږ وویل: مهاجرینو، انصارو او مسلمانانو! پر خدای او رسول منت ږدئ، چې اسلام مو منلی؟ که رښتیا وواست ( او په رښتیا مسلمانان وسئ)؛ نو خدای او رسول یې درباندې منت ږدي (چې مسلمانان کړي یې یاست)

بیا یې وویل : هن! په رښتیا څوک چې زموږ قبلې ته درېږي او زموږ ذبیحه ( او کوم څاروی مو چې حلال کړی) خوري او ګواهي ورکوي، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی او محمد یې بنده او استازی دی، د قرآن احکام پرې عملي کوو او د اسلام له [توکیز او مانېزو] امتیازاتو یې برخمنوو، هېڅوک یو پر بل امتیاز نلري ؛ خو تقوا یې د امتیاز وزله ده او خدای دې موږ او تاسې له پرهېزګارانو او خپلو دوستانو ځنې وشمېري، چې (( نه څه ډار لري او نه څه خپګان[3])).

بیا یې وویل: هن! دا دینا چې ورته هیلمن او پرې میین یاست ( په خپل ادلون بدلون او بې ثباتیو) پند درکوي او ( د کړاوونو په غشیو) مو په نښه کوي، دا هغه کور نه دی، چې ورته پنځول شوي او وربلل شوي یاست.

هن! نه دنیا درته پاییږي او نه تاسې هغې ته، هسې نه د دنیا حاضره اوموجوده وضع مو تېر باسي‎، چې بېشکه ډارول شوي ترې یاست او درته معرفي شوې ده اوتاسې پخپله هم ازمېیلې ده او عاقبت نه خوښوئ؛ نو خدای مو درباندې ولورېږه!

هغه کور ته د ورسېدو لپاره یو له بل سره سیالي وکړئ، چې د ابادولو حکم یې درته شوی او هسې ابادي، چې هډو ویجاړېږی نه او هومره ټینګه او مضبوطه ده، چې له منځه نه ځي . خدای دې کورونو ته هڅولي او بللي یاست او ستاسې ثوابونه او بدلې یې پکې ایښي دي.

مهاجرینو، انصارو او انډیوالو! سوچ وکړئ، کوم امتیازات، چې قرآن درکړي ول او کوم مقام مو چې د رسول الله (ص) پر وړاندې درلود او د څه لپاره چې مو مبارزه او جهاد کاوه، د کورنۍ او خېل پر چورليز و، که د عمل او اطاعت؟

خدای دې درولورېږي، کوم نعمتونه یې چې درکړي، په صبر ( د حرص او دنیا پالنې پر وړاندې) او د نبوي کورنۍ (چې خدای د قرآن پاسوالۍ ته درګومارلې) په پامنیوي درباندې تمام کړل، که الهي سپارښتنې او د تقوا (روح) په پام کې ونیسئ؛ نو د دنیا په هېڅ شان کې تنزل زیان نه در رسوي او که پرهېزګاري مو له لاسه ورکړه؛ نو د دنیا یو نعمت هم درګټورېدای نشي؛ نو د خدای بندګانو! د خدای حکم ته غاړه کېدئ، پر قضا یې راضي شئ او پرکړاوونو یې زغمناک.

خو ددې غنایمو په اړه (چې د تمې سترګې مو ورته نیولي) هېڅوک یو پر بل امتیاز او ړومبېتوب نلري، خدای تعالی وېشلي او کار له کاره ورتېر دی، دا د خدای شتمني ده او تاسې د خدای مسلمان بندګان یاست، دا هم د خدای کتاب دی، چې موږ ټولو منښته پرې کړې ده، په حقانیت یې مو ګواهي ورکړې او غاړه مو ورته ایښې ده او د پېغمبر (ص) ژمنه او تړون مو لا تر اوسه پر وړاندې دی. خدای دې درولورېږي ( کتاب الله او نبوي سنتو ته) غاړه کېدئ او څوک (چې په دې عادلانه وېش) خوښ نه دی، چې څنګه غواړي،مخ دې واړوي؛ ځکه څوک چې د خدای حکم عملي کوي او په حکم یې ورمندون کوي ( ؛نو د یو شمېر حریصو او تمه کوونکیو له ناخوښۍ) بېخي ډارېږي نه، دوی ( د قرآن په نص) نه څه ډار لري او نه خپه کېږي، دوی بریمن دي .

له خپل پالونکي او معبوده غواړو، چې موږ او تاسې د خپل عبادت وړ وبولي او څه چې ورسره دي، زموږ او تاسې دې څوبتیا ورته پیدا کړي. زما وینا مو واورېده، ځان او تاسې ته له خدایه بښنه غواړم.

[1] [حجرات (۴۹) – ۱۳ آیت:]

[2] [ آل عمران (۳) – ۳۱ او ۳۲ آیتونه:]

[3] [بقره (۲) – ۶۲ آیت]

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست