تبلیغات

  21 . أخبرنا محمّد بن عبد الله بن المبارك قال:‌حدّثنا أبو هشام   [المخزومي[‌ قال:حدّثنا وهيب ] بن خالد [ قال:حدّثنا سهيل بن أبي صالح ، عن أبيه ، عن أبي هريرة قال:قال رسول الله (ص) يوم خيبر:« لأدفعن الراية إلي رجل ] يحبّ الله و رسوله و[ يحبه الله و رسوله،و يفتح الله عليه […]

 

21 . أخبرنا محمّد بن عبد الله بن المبارك قال:‌حدّثنا أبو هشام   [المخزومي[‌ قال:حدّثنا وهيب ] بن خالد [ قال:حدّثنا سهيل بن أبي صالح ، عن أبيه ، عن أبي هريرة قال:قال رسول الله (ص) يوم خيبر:« لأدفعن الراية إلي رجل ] يحبّ الله و رسوله و[ يحبه الله و رسوله،و يفتح الله عليه ». قال عمر:فما أحببت الإمارة قطّ قبل يومئذ.فدفعها إلي عليّ فقال:« قاتل و لا تلتفت». فسار قريباً ، قال:« يا رسول الله علام أقاتل النّاس ؟ » قال:« علي أن يشهدوا أن لا إله ألّا الله ، و أنّ محمّداً رسول الله ، فإذا فعلوا فقد عصموا دماءهم و أموالهم منّي إلّا بحقّها،و حسابهم علي الله».

 

21- حديث : دا حديث هم د نولسم حديث په څېر دى . نسائي هغه له حضرت ابوهريره (رض) په بل سند نقل كړى دى. (ددې حديث سند له شلم حديث سره توپير لري .)

 

22 . أخبرنا العبّاس بن عبد العظيم العنبري ، قال:حدّثنا عمر بن عبدا لوهّاب قال:حدّثنا معتمر بن سليمان[بن طرخان ‌ عن أبيه،عن منصور] بن المعتمر[ عن ربعي ] بن حراش [،عن عمران بن حصين:أنّ النبيّ (ص ) قال : « لأعطين الراية رجلاً يحبّ الله و رسوله ».أو قال:‌« يحبّه الله و رسوله ».فدعا عليّاً و هو أرمد ، ففتح الله علي يديه.

 

22- حديث : دا حديث هم د پورته حديث په څېر دى. نسائي هغه له حضرت عمران بن حصين نه نقل كړى دى.

 

21 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 320 ، ح 2441 ؛ طبقات کبرى :‌ ج 2 ، ص 110 ؛ مسند احمد : ج 13 ، ص 499 ، ح 8163اوج 14 ، ص 540 ، ح 8990 ؛ فضائل احمد : ص 101 ، ح 152 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 181 ، ح 217 .

حديث 22 په نورو سر چينو كې : سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 46 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 501 ح 103 ؛ معجم كبير طبراني : ج 18 ، ص 227 ، ح 594 ـ 599اوص 238 ، ح 596 ـ 599 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 181 ، ح 216اوص 180 ، ح 215 ؛ تهذيب الكمال : ج 21 ، ص 454 .

 

23 . أخبرنا إسحاق بن ابراهيم ] بن راهوية [ ، قال: أخبرنا النضر بن شميل ، قال:حدّثنا يونس] بن أبي إسحاق [ ، عن أبي إسحاق ، عن هبيرة بن يريم قال:خرج إلينا الحسن بن عليّ و عليه عمامة سوداء ، فقال:« لقد كان فيكم بالأمس رجل ما سبقه الأوّلون، و لا يدركه الآخرون،و أنّ رسول الله (ص) قال : لأعطين الراية غداً رجلاً يحبّ الله و رسوله،و يحبّه الله و رسوله،فقاتل جبريل عن يمينه و ميكائيل عن يساره ، ثمّ لا ترد ـ يعني رايته ـ حتّي يفتح الله عليه ، ما ترك ديناراً و لا درهماً إلّا سبعمائة درهم أخذها من عطائه كان أراد أن يبتاع بها خادماً لأهله ».

 

23- حديث : حضرت هبيره بن يريم وايي: د امام علي(ک) له شهادت وروسته،حسن بن علي(رض) توره پګړۍ تړلې وه،راغى او ويې ويل:(( پرون په تاسو کې داسې سړى و،چې مقام ته يې نۀ پخوا څوك رسېدلى و او نۀ به څوك ور ورسېږي،رسول اکرم په باب يې د خيبر په جګړه كې وويل: ((سبا به بيرغ داسې سړي ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى. په جګړه کې جبرائيل له ښي اړخ او مكائيل له كيڼ اړخ يې څاري.له يوې جګړى هم بې بري نۀ دى راستون شوى)) درهم يا دينار ترې نۀ دى پاتې.يوازې له خپل حق يې اوه سوه درهمه پاتې دي ، چې كورنۍ ته پرې خادم ونيسي.

رسول اکرم وويل:((خداى به كله هم علي خوار نۀ کړ.))

 

حديث 23 په نورو سر چينو كې : طبقات کبرى : ج 3 ، ص 38 مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32085اوج 6 ، ص 374 ، ح 32101 ؛ مسند احمد : ج 3 ، ص 246 ، ح 1719اوص 247 ، ح 1720 ؛ فضائل احمد : ص 90او91 ، ح 135او136 ؛ كتاب الزهد احمد : ص 195 ، ح 709 ؛‌ تاريخ كبير بخاري : ج 2 ، ص 362 ؛ مقتل ابن ابي الدنيا :‌ ص 92 ، ح 86او94او95 ، ح 88او90 ؛ مسند بزّار : ج 4 ، ص 178 ، ح 1339اوص 179 ، ح 1340اوص 180 ، ح 1341 ؛ الجرحاوالتعديل :‌ ج 3 ، ص 172 ؛ مناقب كوفي : ج2 ، ص 44 ، ح 530اوص 45 ، ح 531 ؛ مسند ابو يعلي :‌ ج 12 ، ص 125 ، ح 6758 ؛ تاريخ طبري :‌ ج5 ، ص 157 : معجم كبير طبراني : ج 3 ، ص 79 ، ح 2717 ـ 2720اوص 80 ، ح 2721 ـ 2725 ؛ مستدرك حاكم :‌ ج 3 ، ص 172 او. . . .

 

24 . أخبرنا محمّد بن المثنّي، قال حدّثنا يحيي بن حمّاد ، قال:حدّثنا الوضّاح ـ و هو أبو عوانة ـ قال : حدّثنا يحيي ] أبو بلج [ قال :‌ حدّثنا عمرو بن ميمون ، قال: إنّي لجالس إلي ابن عبّاس إذا أتاه تسعة رهط ، فقالوا:‌إمّا أن تقوم معنا و إمّا أن تخلونا يا هؤلاء ـ و هو يومئذ صحيح قبل أن يعمي ـ ، قال :‌أنا أقوم معكم.] فانتدؤوا [ فتحدّثوا فلا أدري ما قالوا، فجاء و هو ينفض ثوبه و هو يقول : أفّ و تفّ ، يعقون في رجل له عشر:

1 . وقعوا في رجل قال رسول الله (ص):« لأبعثنّ رجلاً يحبّ الله و رسوله ] و يحبّه الله و رسوله [ لا يخزيه الله أبداً ». فاستشرف ] لها [ من استشرف ، فقال : « أين علي » ؟ ] قيل : [‌ هو في الرحي يطحن . ] قال : [ « و ما كان أحدكم ليطحن » ؟ فدعاه و هو أرمد ما يكاد أن يبصر ، فنفث في عينيه ثمّ هزّ الراية ثلاثاً فدفعها إليه فجاء بصفيّه بنت حيّي .

2 . و بعث أبابكر بسورة التوبة ، و بعث عليّاً خلفه ، فأخذها منه فقال : « لا يذهب بها إلّا رجل هو منّي و أنا منه » .

3 . ] و قال لبني عمّه :‌ « أيّكم يواليني في الدنيا و الآخرة » ؟ قال : و عليّ معه جالس فقال:« أنا أواليك في الدنيا و الآخرة » . فقال : « أنت وليّي في الدّنيا و الآخرة »[ .

4 . و دعا رسول الله (ص) الحسن و الحسين و عليّاً و فاطمة،فمدّ عليهم ثوباً فقال:‌«اللهمّ هؤلاء أهل بيتي فأذهب عنهم الرجس و طهّرهم تطهيراً» .

5 . و كان أوّل من أسلم من النّاس بعد خديجة.

6 . و لبس ثوب رسول الله ( ص) و نام ] مكانه [ فجعل المشركون يرمون كما يرمون رسول الله (ص) ، و هم يحسبون أنّه نبيّ الله (ص) ، فجاء أبوبكر فقال : يا نبيّ الله . فقال عليّ : « إنّ نبيّ الله قد ذهب نحو بئر ميمون » ، فأتبعه فدخل معه الغار ، و كان المشركون يرمون عليّاً حتّي أصبح .

7 . و خرج بالنّاس في غزوة تبوك فقال عليّ:« أخرج معك » ؟فقال :‌« لا ». فبكي، فقال :‌ « أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي إلّا أنّك لست بنبيّ » ؟ ثمّ قال:‌« أنت خليفتي » يعني في كلّ مؤمن « من بعدي » .

8 ـ قال:و سدّ أبواب المسجد غير باب عليّ ، فكان يدخل المسجد و هو جنب و هو في طريقه ليس له طريق غيره. 9 . و قال:‌ « من كنت وليّه فعليّ وليّه » . 10 . قال ابن عبّاس : و قد أخبرنا الله في القرآن أنّه قد رضي عن أصحاب الشجرة ، فهل حدّثنا بعد أنّه سخط عليهم ؟ قال :‌و قال رسول الله (ص) لعمر حين قال : ائذن لي فلأضرب عنقه ـ يعني حاطباً ـ ، قال :‌ « ما يدريك ، لعلّ الله قد أطلع علي أهل بدر فقال : اعملوا ما شئتم فقد غفرت لكم » .

 

د حضرت علي(ک) لس ځانګړنې

24- حديث: حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او و يې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نۀ و. ابن عباس ورته وويل: زه درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نۀ پوهېدم څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او پر غوسه لګيا و : تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي ته كنځل او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نۀ لري: حضرت پېغمبر اکرم وويل:((سبا به داسې سړى د جګړې ډګر ته ولېږم چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او خداى به هېڅكله خوار يې نۀ کړ)) دا مهال ډېر خلك په تمه وو چې رسول اکرم به يې جګړې ته لېږي. رسول اکرم غږ وكړ : ((علي چېرې دى.)) رسول اکرم ته وويل شول: پر مېچنه اوړه كوي. رسول اکرم وويل ((په تاسو کې څوك نۀ و،چې اوړه يې كړي واى؟)) بيا يې علي(ک) راوغوښت،چې سترګې يې خوږېدې او څه يې نۀ شو ليداى. رسول اکرم پر سترګو يې خپلې توكاڼې وموږلې او وروسته بيرغ يې درې ځل جيګ كړ او و يې ښوځاوه او علي(ک) ته يې وركړ. علي(ک) صفيه د حيى لور په جګړه كې ونيوه.

2:- رسول اکرم حضرت ابابكر(رض) د توبې سورت ابلاغ ته ولېږه؛ خو ورپسې يې علي(ک) ولېږه،چې حضرت ابوبكر(رض)د سورت له ابلاغ منع كړي؛ځكه رسول اکرم وويل:(( دا كار بهيوازې هغه كوي، چې زما د تن برخه وي او زه د هغه د تن برخه يم.))

3:- په هغه ډله كې، چې علي(ک) هم و، رسول اکرم بني هاشمو ته وويل:((په تاسو كې به څوك په دنيا او اخرت كې زما ملګرى وي؟)) علي(ک) وويل: زه. رسول اکرم ټينګار وكړ او ويې ويل:(( تۀ به په دنيا او اخرت كې زما ملګرى يې.))

4:- رسول اکرم،فاطمه بي بي،علي(ک)،حسن او حسين راوغوښتل او پټو يې پرې واچو او و يې ويل:((خدايه دوى زما اهل بيت دي،له دوى چټلي لرې كړه او له هر ډول ناپاكۍ يې پاك كړه.))

5:- علي(ک) لومړى تن و،چې له خديجې وروسته يې اسلام ومانه.

6:- علي(ک) د رسول اکرم جامې واغوستې او پر ځاى يې ويده شو. مشركانو ګومان كاوه ، چې رسول اکرم دى؛ نو په كنځلو يې پيل وكړ. دا مهال حضرت ابوبكر(رض)راغى او ورته يې وويل:د خداى رسوله! علي(ک) ورته وويل: رسول اکرم د ميمون د څاه لوري ته تللى دى.حضرت ابوبكر(رض) هم د ميمون څاه لوري ته ور روان شو.

7:- رسول اکرم له خپلو اصحابو سره د تبوك جګړى ته تله، علي(ک) ورته وويل: زه هم در سره ځم. رسول ا لله وويل: نۀ. علي(ک) پر ژړا شو. رسول اکرم ورته وويل:(( ايا په دې خوښ نۀ يې، چې راته داسې يې؛لكه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تۀ د هارون په څېر پېغمبر نۀ يې. بيا يې ورته وويل: تۀ له ما وروسته په مؤمنانو كې زما ځايناستى يې.))

8:- پېغمبر اکرم بې د علي له وره،ټول هغه ورونه وتړل،چې جومات ته پرانېستل کېدل .علي(ک) ته اجازه وه،چې جُنُب هم جومات ته راشي.(دا كار يوازې رسول اکرم او علي(ک) ته روا و.)

9:- رسول اکرم وويل:(( د چا چې زه ولي او مشر يم؛علي هم ولي او مشر يې دى .))

10:- خداى پاك په قرآن كې له هغوى خبر كړي يو ،چې تر ونې لاندې يې له رسول اكرم(ص)سره بيعت (بيعت الرضوان) كړى. ايا له هغه وروسته،په باب يې د خپلې غوسې يادونه هم كړېده؟(نۀ! هيڅكله او علي(ک) له هغه وګړيو دى،چې هلته يې بيعت كړى او پردې سربېره) حضرت عمر(رض)،چې له رسول اكرم نه د حاطب د څټ غوڅولو اجازه اخېسته؛نو ورته يې وويل:[څه پوهېږې،ښايي خداى تعالى اهل بدر (هغه مسلمانان ، چې د بدر په جګړه كې يې ګډون كړى و) تر لورينې لاندې نيولي وي او ويلي يې دي:(( څه چې غواړئ،و يې كړئ، تاسو مې بښلي ياست](او علي(ک) د بدر په اصحابانو كې و).

 

24 حديث په نورو سر چينو كې : سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست